زۀ ويښ يم (افسانه)–ډاکټر محب وزير

دا ليکنه شريکه کړئ

“زما قيصه دومره لنډه نۀ ده”

دا د هغۀ تکيه کلام وۀ خو په دومره زړۀ سوے سره به يې دا کلاميه وئيله چې دغي احساس يې ورسره لکه د لوګي په شان لوخړه کوله چې ګني نۀ تراوسه د هغۀ ټوله قيصه چا اورېدلې ده او نۀ يې شايد زۀ پوره واورم.

“زۀ هم د اوږدې قیصې اورېدلو په نيت تاته رانزدې شوے يم”

ما هغۀ ته پوره ډاډ ورکړو چې نن زۀ ستا قيصه اورم. هغه مسکے شۀ.

ښه! نو واوره! ……”

هغۀ قيصه شروع کوله چې خداے خبر ولې دا خيال په ذهن کښې وراغے:

“نه اول دا خو راته ووايه چې تۀ زما قيصې اورېدلو ته ولې رانژدې شوې ، مطلب مې دا دے چې تاته د دومره اوږدې قيصې اورېدلو ضرورت ولې پېښ شۀ”

د هغۀ د دې ناڅاپي سوال ما سره هېڅ معقول نۀ جواب وۀ او نۀ زۀ د هغۀ کوم سوال ته په ذهني توګه تيار وم:

“ستا سره څه داسې قيصه ده چې د هر چا ده ، نو داسې وګڼه چې ستا د قيصې په ترڅ کښې زۀ خپله قيصه اورېدل غواړم”

دا جواب ما په کومه منصوبه بندۍ نۀ وۀ ورکړې ، خالص مې د هغۀ د پاره ځکه داسې ووئيل چې هغه لږ ډاډه غوندې شي.

“خو زما قيصه چې چا اورېدلې نۀ ده نو بيا تۀ دا څنګه وايې چې ما سره د هر چا قيصه ده”

اوس يې زۀ نور هم حېران کړم:

“يو خو ستا د دې خبرې چې ستا قيصه دومره لنډه نۀ ده او بل ستا د دغه سوړ اسوېلي څخه ماته دا اندازه وۀ شوه چې قيصه صرف ستا تر ذاته محدوده بېخي نۀ ده”

هغه لږ ساوے شۀ او په زړو کرچي کرچي شونډو يو ځل بيا وموسېدۀ:

“لنډه خو واقعي نۀ ده ، البته ستا ده يا نۀ دا بېله خبره ده ، خو……”

هغه لږ غلے شو او په څه سوچ کښې لاړو:

“اصل کښې زۀ سوچ کوم چې د کوم ځاے نه يې شروع کړم”

زۀ غلے وم ، يو خوا مې اشتها زياتېدله ، بل خوا راسره نرے غوندې دا احساس هم ملګرے شۀ چې ګني قيصه واقعي اوږده ده.

“ما تاته نۀ وئیل چې زما قيصه لنډه نۀ ده”

هغه لکه زما په کېفيت پوهه شۀ . زۀ د خپل سوچ څخه نابيبره رابېدار شوم او دروغ نيم مې ورته ووئيل:

“زۀ هم تش ستا قيصې ته غوږ يم”

“ښه! نو واوره! د هغه ځايه به يې شروع کړم ، کله چې زما نوم بدل شۀ”

“اوهوو ، نو ماته خو ستا اوسنے نوم هم نۀ دے معلوم او تا پکښې شروع د بدل شوي نوم نه وکړه ”

“خبره خو واوره! ما تاته نۀ وئيل چې زما قيصه لنډه نۀ ده”

او زۀ لږ کچه غوندې شوم ، ولې په زړۀ کښې مې دغي خواهش ضرور سر اوچت کړو چې که هغه خپل زوړ نوم راته ووايي ، خو د خپل خواهش اظهار مې د هغۀ په وړاندې ونۀ کړے شۀ:

“ښه ښه وايه! چې د هر کوم ځاے څخه يې وايې”

“زما د نوم بدلېدو نه وړاندې هم په ما ډېر څه تېر شوي دي خو هغه به تاته افسانه وښکاري ، ځکه د هغه ټولو نه راتېرېږم”

هغۀ ماته نېغ نېغ وۀ کتل ، ډوبې ژورې سترګې چې د زمانو زمانو نظارې پکښې خوندي وې ، يې په ما کښې ښخې کړې .

“کله چې زما نوم بدل شۀ نو زۀ او زما وجود خلقو د يو بل نه پردي وګڼلو ، خوا و شا خلقو د پاره بېخي پردي شو ، تردې پورې چې زما خپلو بچو هم ماته د پردو په نظر کتل شروع کړل. رښتيا خو دا دي چې کله کله به ماته هم زما ځان پردے پردے محسوس شۀ . دغه پردي توب زۀ وچ کړم ، داسې يې کړم لکه په ملا چې بنده مات شي ، بس داسې وګڼه لکه چې نيم شوم او نيم خو مې تۀ وينې چې زۀ څنګه نيم نيم يم”.

هغه ډېر په قلار قلار لګيا وۀ لکه هغۀ زمونږ سره چاپېره په بارک کښې د خوبولو خلقو خيال ساتلو.

“زما قيصه لنډه نۀ ده خو اوږده هم دومره نۀ ده ، اصل کښې خلقو ته اوږده ځکه ښکاري چې دا خوب تښتوي ، يوځل يې چې څوک واوري بيا بنده ويښ پاتې شي”

هغۀ چاپېره په خوبولو قېديانو نظر واچولو او بيا لګيا شۀ:

“عجيبه کار دا وۀ شۀ چې زما نوم يې زما د خويونو په وجه بدل کړو ، وئيل يې ستا او زمونږ خويونه يو رنګ دي نو جدايي څه معنا؟ ګني دا خو درته پته ده چې نومونه په خلقو تپل کېږي ، ولې دوي چل وکړو ، ماته يې د خپلګېرت دومره ژور احساس راکړو چې په ځان يې هډو پوي نۀ کړم ، په انجذابي لاره يې زۀ په ځان کښې جذب کولو ته اماده کړم او دارنګې يې زما نوم ماته را بدل کړو. که رښتيا وايم نو پخپله ماته هم ډېره موده پس پته ولګېده چې دا خو ګوته وشوه ، کله چې زۀ د ځان څخه ورو ورو پردے کېدم”

هغه غلے شۀ ، ساه يې ودرېده ، خو په قيصه کښې يې ساه روانه شوه . زۀ نور ورلنډ شوم ځکه چې آواز يې يو خو د خوبولو قېديانو او بل د قيصې د زور په وجه بېخي کمزورے شۀ. هغۀ ماته وۀکتل ، زۀ پوي شوم چې زما جايزه اخلي چې د قيصې د اورېدلو توان لرم او که نۀ؟

“تۀ خپله قيصه جاري وساته ، دا نۀ ويښېږي”

ما قصداً خوبولو ته اشاره وکړه خو اصل کښې مې دۀ ته ډا احساس ورکولو چې ګني زۀ ستا قيصه اورم.

“ښه!! قيصه زر کېږي او وخت په دمه اوړي ….”

هغه يوځل بيا په خپلو سوو سوو شونډو مسکا وکړه.

“څه ډېره موده پس چې په ما نورې بلوڅې شروع شوې ، تاته خو پته ده چې بلوڅې به وړاندې هم په ما کېدلې خو دا اوس بلوڅې د خپلګېرت په نوم نۀ وې ، دا خالص د پردي والي په نوم وې او کله چې د پردي والي يا ‘زمونږ او تاسو’ قيصه مينځ ته راشي نو دلته بيا زور زبردستي ته خبره لاړه شي”

هغۀ خپلې پښې راټولې کړې ، لکه پښو يې چې دردونه کړي وي .

“زۀ درله پښې چاپي کوم”

خو هغۀ نورې هم پښې راغونډې کړې او د لاس په اشاره يې منع کړم:

“نه نه!  بدن کښې مې مېخين تارونه بهېدلي دي”

اوس زۀ نور هم د هغۀ په اړه فکرمن شوم چې دا لا څه قيصه ده چې بدن کښې مېخين تارونه هم ګرزوي .

“قيصه واوره!  کله چې د دغه زور په وړاندې ما د مقاومت هڅه کول وۀ غوښتله چې له ما نۀ کېده ، دلته ماته پته ولګېده چې زما حېثيت لادرکه شوے دے . د دغه لادرکۍ سره مې په خپل وجود د چا درانۀ درانۀ قدمونه محسوس کړل چې ساه يې راله تربته غوندې کړله . د زور په وړاندې چې ما خپل اعصاب بايللي محسوس کړل نو پوي شوم چې دا خو زۀ هغه د خپلګېرت په نوم بلوڅې مات کړے يم ، خو ماته پته نۀ لګېده”.

که څه هم قيصه کښې زور وۀ خو په ځاے ولاړه وه ، په وړاندې نۀ تلله ، دغي څيز اوس زۀ لږ بور کړے هم وم ، خو خپلې تلوسې کښېنولے وم چې زر بنيادي نقطه ته ورسېږم او د بارک د نورو قېديانو په رنګ زۀ هم پښې وغزوم.

“قيصه لنډه نۀ ده .. که خوب درځي يا ستړے شوے يې ، نو هم دلته يې پرېږدو”

اوس ماته احساس وشو چې بېخي لکه د پلار يا مور په شان هغه د هر چا په ذهني کمشکش او نفسياتي تناؤ هم پوهېدۀ.

“نه نه بېخي نه ، نۀ خوب راځي او نۀ ستړے شوے يم ، زۀ ستا اوږدې قيصې اورېدلو د پاره خو هم راغلے يم”

ما هغۀ ته يوځل بيا نيم دروغ ووئيل . دلته اوس زۀ په دې هم پوهېدم چې شايد هغه په دې هر څه پوهېږي چې زۀ ورته نيم نيم دروغ وايم.

“زما دا نيم حالت وينې! دا هم د هغه بلوڅې نتيجه ده چې د خپلګېرت په ترڅ کښې په ما شوې وه”

هغۀ د بره نه ښکته پورې په خپل بدن خپل ښے لاس تېر راتېر کړو.

“نو ګني د خپلګېرت بلوڅې ډېرې خطرناکې وي؟”

زما سوال نۀ وۀ ، سم لکه ګفت وي ، هغه سمدستي رانېغ شۀ ، په بوډۍ سترګو کښې يې رڼا وښکارېده ، د بارک په تورتمي ماحول کښې د هغۀ په سترګو کښې ښکاره شوې ځلا صفا وبرېښېده.

“لاس راکه”

ما هغۀ ته خپل لاس ور وړاندې کړو ، هغۀ په موټي کښې خاوره رواخستله او زما په ورغوي يې کښېښوه او موټے مې يې پرې رابند کړو . زۀ په هېڅ نۀ پوهېدم چې هغه څه کوي خو ما هم آرام آرام خپل موټے رابند کړو .

“دا بوي که”

ما بند موټے پوزې ته نزدې کړو ، ما غالبا په اول وار خاوره بوي کوله ، کېدے شي وړاندې مې هم چرته بوي کړې وي خو داسې به ووايم چې په شعوري ډول دا وړومبے ځل وۀ چې ما خاوره بوي کوله.

“دا زۀ يم ، دغه چې څنګه خپل بوي نۀ شي بدلولے ، زۀ خپل نوم څنګه بدلولے شم؟ ……”

هغۀ سترګې پټې کړې ، لاس يې زما په بند موټي کښېښودۀ او غلے غلے يې پرې زور کولو. زۀ هېڅ نۀ پوهېدم چې زما په دې خبره کښې چې ‘ګني د خپلګېرت بلوڅې زياتې خطرناکې وي’  کښې اخر څه داسې کشف وۀ چې هغۀ ته وۀ شۀ.

“زما قيصه چې څومره اوږده ده ، هم دومره لنډه ده خو ما لکه چې غږ کړ خوبولو ته په خوب کښې”

ما چې شېبه وړاندې د هغۀ په سترګو کښې کومه برېښنا ليدله او اوس مې يې چې پټو سترګو ته وۀ کتل نو زړۀ مې پرېوتو او د هغۀ زنګون ته مې سر ورښکته کړو او ناڅاپي می چغه کړه:

“ززززۀ ويښښښښ ييييم”

او چې ما سر پورته کولو نو چاپېره رانه د زندان ټول قېديان تاؤ راتاؤ ويښ ناست وو۔

نورې ليکنې۔۔۔