د شيشې بلې غاړې ته (افسانه)–ډاکټر محب وزير

دا ليکنه شريکه کړئ

هغه چې څومره تېزه منډه وهله ، دومره يې تشويش نور هم زياتېدۀ ، پښو ته يې زور ورکړے وۀ ، هېڅ پته ورته نۀ لګېده چې هغه چرته ځي يا چرته ځان رسول غواړي ۔ ځکه چې په دغه سره غرمه چې هغۀ د کوم څيز تشويش کولو کولو ، د هغې احساسولو د پاره خو هم دغسې سره غرمه پکار وه چې هغه پکښې دا خپله تجربه پخه کړي ۔ که چرته د غارمۀ نه چرته سيوري ته ځان رسوي نو سېورے خو هسې هم د دۀ څخه ورک دے او په سيوري خو سيورے چرته پېدا شوے هم نۀ دے ۔ که څه هم هغه پوهېدۀ چې نۀ سيورے پېدا کېږي او نۀ زما سيورے اوس دلته شته:

“نو زما سيورے بيا چرته دے؟”

هغۀ يو دم ټوپ وواهۀ ، هغه په اول ځل شايد پوهه شوے وي چې زۀ په څه پسې منډه وهم۔ هغۀ په لاره تلونکيو راتلونکيو ته اوتر اوتر وکتل ، د چا سره هم سيورے نۀ وۀ ، ولې هيڅوک سرګردانه هم نۀ وو ، بس ټيټ سرونه په خپلو سوچونو کښې روان وو:

“دا سوچونه چې دوي يې په سرونو کښې لري ، تر دې زيات اهم دي چې سيوري يې بايللي دي او دوي ته هډو احساس نشته”

هغۀ ته د خلقو په دغه بې حسۍ قدرې غصه هم ورغله:

“ځکه خو دوي سيوري بايللي دي”

او هغۀ يو سوړ اسوېلے وکړو ، لکه د سيوري د بايللو په پس منظر يې هم سر خلاص شوے وي چې دا سيوري څه ناڅاپه نۀ دي بايلل شوي ، د دې شاته يوه لويه قيصه ده ۔

هغۀ ته د خپلې نيا هغه قيصه ورياده شوه چې په ماشومتوب کښې يې ترې اورېدلې وه ۔ هغۀ ته ياد شول چې مونږ د کور ټول لوے واړۀ نيا ته په نغاري ناست وو او ماسخوتن مو د ساعت د پاره د نيا نه قيصه اورېدله ۔ هغۀ ته دا هم احساس وشو چې مونږ د کومې قيصې نه خوند اخستلو په هغه قيصه پوهېدلو نۀ ۔ نيا چې کله قيصه کلايمېکس ته ورسوله نو زمونږ د ټولو سترګې ډکې شوې او ورته ژړغوني شوو ، خو په دغه وجه نه چې بادشاه سلامت د اولس نه د ښامار منګور د پاره هر سحر يو ښايسته پېغله وړله ، بلکې د بادشاه سلامت په مجبورۍ به هم زمونږ اوښکه نيمه له سترګو لوېدله۔

هغه د يادونو له جال څخه بېرته راووت:

“هن! د بادشاه سلامت مجبوري؟ ښايسته پېغله؟ او سيورے؟”

هغۀ ته داسې وبرېښېده چې دا خو تش کردارونه وو ، قيصه څه بله وه ۔ او بيا هغۀ ته د سيوري د بايللو دا لړۍ ډېره اوږده وبرېښېده۔

هغه پوهېدۀ چې دا ښامار خو هم د بادشاه د بادشاهت اصل طاقت وۀ ، د بادشاه سلامت مجبوري خو هم يو چال وۀ ، د جينۍ به هم رښتيا کومه جينۍ نۀ وه ، د اولس زور وۀ ، د اولس واک وۀ ، د اولس صلاحيت وۀ چې سلسله وار ترې تروړل کېدۀ۔

اوس هغۀ ته داسې ولګېده لکه په سيوري پسې منډه نۀ وهي بلکې په خپل واک پسې سرګردانه وي ۔ هغۀ منډه تېزه کړه او څه چغې يې هم وهل پېل کړې خو د بازار شور دومره وۀ چې چغې يې اورېدل کېدلې نۀ۔ هغۀ ته يوځل بيا په چاپېره خلقو غصه ورغله چې بغېر د سيورو په خپلو خپلو کارونو کښې څنګه  بوخت وو:

“اې تۀ ګوره! په خداے که د چا سره هډو احساس هم وي”

هغۀ اوس دا قسمه خودکلامي د ځان سره نۀ کوله ، بلکې ښۀ په زوره زوره يې کوله ، ولې پته نشته چې چا اورېده نۀ او که څوک يې اورېدو ته اوزګار نۀ وو چې غوږ پرې د هيچا هم نۀ ګرېدۀ۔

ټکڼه غرمه ده ، نمر لکه يو څو نیزې راټيټ شوے وي ، سړک په آرام آرام د خلقو څخه خالي کېدۀ ۔ د هغۀ پام ناڅاپه په سړک ولاړو ستنو ، د سړک يو خوا بل خوا دنګو ودانۍ ، په سړک روانو ګاډو او نورو شيانو ته واوړېدۀ چې سيوري يې رالنډ شوي ضرور وو ، خو ورک شوي نۀ وو:

“دا وګوره! د هر څه سيوري شته دي خو زمونږ د بنيادمانو سيوري ورک دي”

هغۀ په پونده تاؤ وخوړو ، يو ځل بيا يې د خپلې سيورې د درک کولو هڅه وکړه ۔ هغۀ په سړک روان خال خال نورو بنيادمانو ته هم يو ځل بيا په ځير ځير وکتل خو سيوره يې د چا سره ونۀ ليده۔

اوس هغه سخت غصه وۀ ، نۀ په ګرمۍ پوهېدۀ او نۀ يې غارمۀ ته پام وۀ ۔ هغۀ سکوټه فېصله وکړه چې دا په سړک خال خال بنيادمان د مټونو نه راوۀ نيسي او د سيورې نۀ شتون ته ورله پام راوګرزوي:

“اې ستا سيوره چرته ده؟ څه د ځان په پته هم پوهه يې”

هغۀ په سړک روان يو داسې کس ته لاس ور واچولو چې په خولو کښې جب جوب وۀ۔

“لېونے شوے يې ، تا ته نن پته ولګېده؟ سيوري د کله نه وړلي شوي دي؟”

سړي خپل مټ جک وهلو سره ووئيل او ځان يې ترې خلاص کړو ۔ او هغه هېنګ ودرېدۀ ، لکه ښامار منګور يې ليدلے وي:

“سيوري د کله نه وړلي شوي دي؟”

هغۀ ورو غوندې د ځان سره په سواليه انداز ووئيل۔

“يعني زۀ ډېر وروستو پوهه شوم؟ خلق د مخکښې نه په هر څه خبر دي؟”

هغه په تک سرۀ غارمۀ ولاړ دے او په سوچونو سوچونو کښې د ځان څخه سوالونه کوي۔

“که وړلي شوي دي نو چا وړي دي او چرته يې وړي دي”

هغۀ د ځان څخه يو بل سوال وکړو۔ دا ځل هغۀ ته د نيا په هغه قيصه کښې د بادشاه مجبوري ياده شوه۔

هغۀ په هغه سړي پسې مخ راوګرزولو چې تپوس ترې وکړي چې سيوري چا وړي او چرته يې وړي دي ، خو سړے چرته په يوه ودانۍ ننوتے وۀ۔

د هغۀ لږ لږ سر خلاصېدۀ چې سيوره به چا وړې وي ځکه چې هغۀ ته د نيا هغه خبره ورياده شوه چې ورته يې وئيلي وو:

“داسې قيصو ته اوښکې مه څڅوئ ، دا ټولې جوړې شوې قيصې دي”

کېدے شي دا هم هغه چا وړې وي چې قيصې جوړوي خو تجسس دلته دا پېدا شۀ چې آخر وړې يې چرته دي او اوس به د سيورو څخه کار کوم اخستل کېږي؟ هغۀ په دغه حقله سوچ کولو چې لرې يې په تکه سره غرمه څه توره تيارۀ غوندې وليدله چې د دۀ په لور راروانه وه:

“عجيبه تيارۀ ده او دا په منډه منډه دلته راتګ يې”

هغۀ ورته په ټنډه لاس کښېښودۀ چې تيارۀ سهي کړے شي چې دا د څه تيارۀ ده؟ خو تيارۀ لا ډېره لرې وه او هېڅ پکښې نۀ سهي کېدل۔

خو چې څنګه څنګه تيارۀ رانزدې کېدله ، تتې تتې سيورې پکښې ليدلې کېدې ، اوږدې ، لنډې ، نرۍ ، تاپړې ، د ښځو ، د سړو سيورې ، د ماشومانو ، ځوانانو ، بوډاګانو ، سيورې سيورې او سيورې۔ اوس هغۀ سيورې دومره پېژندلې چې د بنيادمانو دي خو دا يې نۀ داسې يې نۀ پېژندلې چې کومه سيوره د چا ده ۔

د سيورو له خوا مسلسل آوازونه راتلل ، داسې شور يې جوړ کړے وۀ چې په دوه غوږونو څه نۀ اورېدل کېدل ۔

که رښتيا خبره شي نو هغه اوس لږ ويرېدو چې دا اوس په کوم غم واوړېدم۔ که څه هم د هغۀ زړۀ غوښتل چې ورشي او خپله سيوره پکښې وپېژني ، په مټ يې را وۀ نيسي او ځان پسې يې راروانه کړي خو هغه اوس واقعي ويرېدلے وۀ ځکه يې غوره وګڼل چې چرته پناه ځاے وګوري۔

سيورو شور جوړ کړے وۀ ، هېڅ پکښې نۀ اورېدل کېدل خو دومره ترې معلومېدل چې د خپلو څښتنانو په ضد يې احتجاج کولو ، خو څه غواړي يا کومې مطالبې لري ، په شور کښې دا هر څه غېب وو ۔ څه ډېره موده پس چې يوه دنګه لوړه سيوره رامخکې شوه او په لوړ غږ يې ووئيل:

“مونږ خبر شوي يو چې دلته اوس هم څه داسې ساده ګان شته چې پخپلو سيورو پسې لکه د لېونو ګرزي ، خو دوي نۀ دي خبر چې دا د يوويشتمې پېړۍ نيمايي زمانه ده ، ساينس او ټېکنالوجي۔۔۔۔۔۔۔۔”

د دې خبرې په اورېدو هغۀ يو اړخ بل اړخ ته داسې وکتل چې ګوري که څوک ورته په شکمن نظري ګوري نو چې له دغه ځایه هم پښې ښکل کړي ۔

هغه په يوه لويه ودانۍ ورننوتو چې ټول د شيشو نه جوړ شوے وۀ ، په ودانۍ کښې ګڼه ګوڼه ډېره وه ، لکه د سيورو څخه هر چا دلته پناه اخستے وي ۔ هغه په دغه ودانۍ کښې ښۀ مخکښې لاړو چې ناڅاپه يې د بنيادمانو په يو لوے قطار نظر ولګېدۀ چې يوې شيشې ته ولاړ وو او په مخامخ شيشه د پاسه ليکلي شوي وو:

“د خپلو سيورو سره د تماس نيولو د پاره دلته خپله نوم ليکنه کولے شئ”

هغه چې څنګه په قطار کښې ودرېدۀ نو په وجود کښې يې حرارت محسوس کړو خو چې څنګه څنګه شيشې ته نزدې کېدۀ ،  په وجود کښې يې حرارت نور زياتېدۀ او چې شيشې ته بېخي ورسېدۀ ، نو زړۀ يې غوښتل چې واپس منډه کړي خو شيشې لکه د بجلۍ د کرنټ ځان ته راکش کړو او چې د شيشې نه بلې غاړې ته وتو نو په ډېر مطمئن انداز د سړک په لور روان شۀ ۔

نورې ليکنې۔۔۔