ایریا سټډي سنټر، پېښور پوهنتون د فاټا پۀ خېبر پښتونخوا کښې انضمام – ډاکټر محمد علي دیناخېل

 

 

پۀ 24م مۍ کال 2018 د پاکستان قومي اسمبلۍ د يو دېرشم ائيني ترميم لۀ مخه فاټا پۀ خېبر پښتونخوا کښې د ضم کولو قانون پاس کړلو او د دې ائيني انضمام د پاره ئې د پاکستان پۀ اساسي قانون کښې ضروري بدلونونه وکړل ۔ د فاټا پۀ دې انضمام د مختلفو خلقو لۀ خوا مختلف غبرګونونه رامنځ ته شول ۔ د دغه غبرګونونو جائزه چې ما واخستله نو درې قسمه خبرې مخې ته راغلې ـــــ

  1. يو ګروپ د فاټا پۀ دې انضمام مبارکيانې ورکوي او خوشحاليانې کوي ۔
  2. دوېم ګروپ پۀ دې انضمام خوشحاله نۀ دي خوڅۀ وضاحت نۀ کوي، خو وائي چې وخت به دا ثابته کړي چې دا فېصله غلطه ده ۔
  3. درېم ګروپ وائي چې د فاټا انضمام د لوے پښتونستان د سوچ بېخ کني وکړه او ورسره دا هم وليدل شول چې يو طرف ته د فاټا مرجر کېږي او د افغانستان حکومت خپل موقف نۀ واضحه کوي ۔

ډېر خلق د فاټا د ائيني او تاريخي حېثيت نه پوره خبر نۀ دي نو ما ضروري وګڼل چې زۀ اول د فاټا د معاملې ائيني او تاريخي جائزه واخلم او بيا لکه د دې نورو خلقو خپل نظر هم شريک کړم ۔

نو راځئ چې اول د فاټا ائيني او تاريخي جاج واخلو ۔ــ

د فاټا تاريخي او ائيني جاج :

د فاټا يا د موجوده قبائیلي علاقو د خصوصي حېثيت مسئله د پاکستان د جوړېدلو نه د وړاندي نه راروانه ده او وخت پۀ وخت سياست دانانو او رياست دا باور ورکړے دے چې د دې خصوصي حېثيت به برقرار ساتلے شي ۔ ځکه دا لازمي ده چې د دې قبائیلي علاقو د منفرد حېثيت تاريخي جاج واخستے شي ۔

پۀ کوم وخت کښې چې پۀ متحده هندوستان د انګرېز حکومت ؤ نو پۀ هغه وخت کښې پۀ ائيني لحاظ دلته درې قسمه علاقې وې ـــــ يعني برټش انډيا، ازاد رياستونه او قبائیلي علاقې ۔ چونکې پۀ دې تحرير کښې مونږ د قبائیلي علاقو خبره کوو نو د دې نورو علاقو د تفصيل ضرورت نشته ۔

هغه علاقې چې د برطانيې د اثر لاندې وې خو هلته د انګرېز حکومت کنټرول کمزورے وۀ هغې ته به ئې قبائیلي علاقې وئېلې ۔ د ګورنمنټ اف انډيا اېکټ 1935 پۀ ارټيکل 311 کښې د قبائلي علاقو ذکر شوے دے ۔ پۀ دې حقله ئې پۀ دې اېکټ کښې داسې ليکلي دي:

“Tribal areas” means the areas along the frontiers of India or in Baluchistan which are not part of British India or of Burma or of any Indian State or of any foreign State.

ترجمه: د هندوستان پۀ سرحد يا پۀ بلوچستان کښې هغه علاقې چې نۀ د برطانوي هند، يا برما، يا د يو بل هندوستاني رياست يا د بهرنيو رياستونو حصې دي، هغې ته قبائیلي علاقې وائي ۔

د هغه وخت د متحده هندوستان پۀ شمال مغربي سرحد پرتې علاقې برطانوي حکومت خپلې حصې ونۀ ګرځولې بلکې د دې ځاے د خلقو سره ئې معاهدې وکړې چې د دې پۀ وجه دې علاقو ته يو منفرد حېثيت ملاو شولو کوم چې د برطانوي حکومت تر اخره پورې هم هغه شان پاتې شو ۔ کله چې پۀ پينځلسم اګست برطانوي هندوستان تقسيم شو نو د قبائیلي علاقو خلقو ته د ا اختيار حاصل ؤ چې دوي چې پۀ دواړو نوو رياستونو کښې د چا سره تعلقات جوړول غواړي نو جوړولے شي ۔ د يادونې وړ ده چې دلته ازادو شاهي رياستونو ته هم دا اختيار حاصل ؤ ۔ د انډين انډيپنډنس اېکټ 1947 پۀ دوېم ارټيکل کښې د هغه علاقو ذکر دے کومې چې د پاکستان حصه کښې راتلې ۔ د دې اېکټ د لاندې قبائیلي علاقې پۀ هغه صوبو کښې پۀ يوه کښې هم نۀ وې شاملې کومې چې پۀ پاکستان کښې راتللې خو د پاکستان د پاره دا خبره واضحه وه چې هغه د قبائیلي علاقو د خلقو سره خپلې نوې معاهدې کولے شي ځکه چې د برطانوي هند سره چې د قبائیلو کومې معاهدې شوې وې هغه پۀ پينځلسم اګست کال 1947 ختمې شوې ۔ پۀ دغه وخت کښې ګورنر جنرل محمد علي جناح د قبائیلي علاقو خلقو ته دا يقين دهاني هم ورکړه چې کۀ دوي د پاکستان سره الحاق وکړو نو د دوي قبائلي حېثيت به برقرار پاتې کړے شي ۔

پۀ اوولسم اپرېل 1948 کښې باباے قوم ګورنمنټ هاوس پېښور کښې د قبائیلو د يوې جرګې سره پۀ خبرو اترو کښې داسې ووئيل:

“Pakistan has no desire to unduly interfere with your internal freedom. On the contrary, Pakistan wants to help you and make you, as far as it lies in our power, self-reliant and self-sufficient and help in your educational, social and economic uplift, and not to be left as you are dependent on annual doles, as has been the practice hitherto which meant that at the end of the year you were no better off than beggars asking for allowances, if possible a little more. We want to put you on your legs as self-respecting citizens who have the opportunities of fully developing and producing what is best in you and your land.”[1]

پۀ دغه موقع د قبائیلي علاقو د سټېټس پۀ حواله هغۀ دا هم ووئېل،

You have also expressed your desire that the benefits, such as your allowances and khasadari, that you have had in the past and are receiving, should continue. Neither my Government nor I have any desire to modify the existing arrangements except in consultation with you so long as you remain loyal and faithful to Pakistan.[2]

د جناح صاحب سره د قبائیلو پۀ دې جرګه کښې تقريباً دوه سوه ملکان شامل وو او هغوي ټولو د پاکستان سره د وفادارۍ وعده وکړه او جناح صاحب ته ئې دا درخواست وکړو چې دوي دې نېغ پۀ نېغه د وفاقي حکومت د انتظام لاندې راوستلے شي ۔ جناح صاحب د دوي دغه درخواست ته پوره توجه ورکړه او پۀ شپږم جولائي 1948 ئې د سيفران وزارت (Ministry of States and Frontier Regions (SAFRON)) جوړ کړو او د دې وزارت چارج ئې هم پۀ خپل لاس کښې واخستلو ۔[3]

دا هم وئېلے کېږي چې جناح صاحب پۀ جون 1947 کښې پۀ دهلي کښې د باچاخان )خان عبدالغفار خان( سره ملاقات وکړو او هغه ورسره پۀ دې شرط د پاکستان د پاره مرستې ته تيار شو چې قبائیلي علاقې به پۀ صوبه سرحد (موجوده خېبر پښتونخوا) کښې شاملوي ۔ جناح هم پۀ دې رضامند شو خو بيا چې کله قبائیلو دا غوښتنه وکړه چې مونږ به د مرکزي حکومت لاندې يو نو هم دغه رنګ قبائیلي علاقې پۀ ‘صوبه سرحد’ کښې ضم نۀ کړې شوې خو د مرکز د لاندې راوستې شوې ۔[4] پۀ دغه وجه قبائیلو د پاکستان سره الحاق وکړو ۔ د دې نه بعد د پاکستان پۀ ائيني کاغذونو کښې د دې علاقو هغه خصوصي حېثيت برقرار وساتلے شو کوم چې پۀ انډيا اېکټ 1935 کښې موجود ؤ ۔ پۀ اوويشتم جون کال 1950 کښې د نوټيفيکېشن نمبر F-9(170)-F/48-I او F-9(170)-F/48-II لاندې ټولې قبائیلي علاقې د پينځلسم اګست نه د پاکستان حصه وګرځولې شوې ۔ کله چې ون يونټ جوړېدلو نو دا خبره کېدله چې ازاد شاهي رياستونه او قبائیلي علاقې به پۀ مغربي صوبه يعني پۀ ون يونټ کښې شاملولې شي خو بيا حکومت دا اعلان وکړو چې رياستونه او قبائیلي علاقې به د مغربي پاکستان پۀ يونټ کښې نۀ ضم کېږي او دا به مخصوص علاقې يعني Special Areas وي ۔ اسټبلېشمنټ اٰف وېسټ پاکستان اېکټ 1955 تر مخه قبائیلي علاقې او سرحدي رياستونه پۀ مغربي پاکستان کښې شامل کړے شو خو د ارټیکل دوېم لاندې د دوي د خصوصي حېثيت پۀ وجه دوي ته specified territories نوم ورکړے شو ۔ د دې اېکټ د درېم ارټیکل لاندې ګورنر جنرل ته دا اختيار حاصل ؤ چې هغه د دې علاقو خصوصي حېثيت ختم کړي خو د هغې د پاره چې کوم شرط دے هغه پۀ دې الفاظو کښې بيان کړے شوے دے:

Provided that before making such an order the Governor General shall ascertain, in such manner as he considers appropriate, the views of the people of the special area or areas concerned.

د 1956 د ائين د ارټیکل 104 لاندې د دې علاقو د خصوصي حېثيت د ختمولو اختيار د پاکستان صدر ته ورکړے شوے ؤ، د هغې طريقه کار داسې بيان کړے شوے دے:

The President may, at anytime, by Order, direct that the whole or any part of a Special Area shall cease to be a Special Area, and any such order may contain such incidental and consequential provisions as appear to the president to be necessary and proper provided that before making any order under this clause, the President shall ascertain, in such manner as he considers appropriate, the views of the people of the area concerned.

د 1962 پۀ ائين کښي د دې علاقو د پاره د ‘سپېشل ايرياز’ پۀ ځاے د ‘ټرائبل ايرياز’ نوم استعمال شوے دے ۔ د 1972 د عبوري ائين د ارټيکل 260 لاندې دا علاقې پۀ دوو قسمونو کښې تقسيم شوې، يعني ‘فاټا’ او ‘پاټا’ ۔ پۀ 1969 کښې چې کله د سوات، دير او د چترال رياستونه پۀ پاکستان کښې ضم کړے شول نو د دغه رياستونو علاقې، مالاکنډ ايجنسي، د هزارې سره تړلې علاقې او د امب پخوانے رياست د صوبې لاندې قبائیلي علاقې شوي او باقي قبائیلي علاقې يعني ايجنسيانې او اېف اٰر علاقې يو طرف ته د صوبې حصې ونۀ ګرځولې شوې او بل طرف ته ئې اختيارات د صوبې پۀ ځاے مرکز ته حواله شول ۔ د 1973 د ائين پۀ ارټيکل 246 کښې د دې علاقو نوم د Centrally Administrated Tribal Areas پۀ ځاے Fedrally Administrated Tribal Areas شو ۔ د 1973 د ائين د ارټيکل 247 د شپږمې مادې لاندې د صدر سره دا اختيار ، چې هغه پۀ خپل صدارتي حکم د دې علاقو خصوصي حېثيت ختمولے شي خو د صدر پۀ دې اختيار کښې هم څۀ شرطونه شته کوم چې پۀ لانديني الفاظو کښې بيان شوي دي:

Provided that before making any order this clause, the President shall ascertain, in such manner, as he considers appropriate, the views of the people of the Tribal Area concerned, as represented in jirga.

په++ موجوده وخت کښې کۀ مونږه وګورو نو د قبائیلي علاقو اکثرو خلقو دا غوښتله چې فاټا دې پۀ خېبر پښتونخوا کښې ضم کړې شي او نن پۀ 24م مۍ قومي اسمبلۍ هغه فېصله وکړه ۔ اوس به دا کتلے شي چې د دې انضمام ګټې ډېرې دي او کۀ تاوانونه ۔ــ خو تر کومه حده چې زۀ فکر کوم نو دا کار يو ځل کول وو نو چې څومره زر وشو نو ښه ده ۔ د دې علاقو د خصوصي حېثيت کۀ يو خوا بعضي خلقو ته ذاتي فائدې وې خو بل خوا به دا علاقې د ungoverned spaces پۀ نوم د ترهګرۍ د پاره استعمالېدلې ۔ پر مخ تللې ټولنې ترقي کوي او د قبائیلي دور نه خلق تېرېږي. د وخت ضرورت دا ؤ چې دا انضمام وشو نو ښۀ وشول ۔ خو دا خبره ده چې پۀ قبائیلي علاقو کښې دا ټول قوانين پۀ ځاے کول او عملي کول او هلته بنيادي ډهانچه جوړول به يقيناً ډېر وخت او وسائل غواړي ۔ پۀ اول وخت کښې به د عدالتي امورو مسائل ډېر را منځ ته کېږي لکه څنګه چې سوات او نور رياستونه پۀ پاکستان کښې ضم شول خو د هغې د پاره د مخکښې نه څۀ منصوبه بندي نۀ وه شوې نو خلقو ته د انصاف پۀ حصول کښې ډېر مشکلات وو او خلقو پۀ زوړ رياستي نظام پسې منګولې مروړلې او هم دغه وجه وه چې د يو متبادل نظام د پاره هلته بيا نوي تحريکونه هم راپورته شول او بيا دغه تحريکونه څۀ د خپلو او څۀ د پردو د لاسه دې حد ته ورسېدل چې د سوات او خواو شا علاقو ډېره لويه تباهي وشوه ۔ الله دې وکړي چې د فاټا انضمام د پاکستان او د نړۍ د امن او د قبائیلي علاقو د خلقو د خوشحالۍ د پاره يو ښۀ شګون ثابت شي ۔

حوالې:

  1. Government of Pakistan, Quaid-i-Azam Muhammad Ali Jinnah: Speeches and Statements as Governor General of Pakistan 1947-48 (Islamabad, Ministry of Information and Broadcasting Directorate of Films and Publications, 1989), p. 238

  2. Government of Pakistan, Quaid-i-Azam Muhammad Ali Jinnah: Speeches and Statements as Governor General of Pakistan 1947-48 (Islamabad, Ministry of Information and Broadcasting Directorate of Films and Publications, 1989), p. 239

  3. Khan, Sarfraz. Special Status of Tribal Areas (FATA): An Artificial Imperial Construct Bleeding Asia, in Eurasia Border Review, Issue. 1 (Spring: 2010), p. 69

  4. http://eprints.lse.ac.uk/85815/1/southasia-2017-10-26-the-future-of-fata-when-reforms-come.pdf, retrieved on 26/5/2018

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …