” ګل چاهت ډېرو پۀ صفا صفا ټکو کښې وئيلي دي🙁دله ګانو، بېغرتو هغه چې څوک درله بچيان وژني، بمونه درباندې غورځوي، قتلوي مو د هغې خلاف خو يو ورځ راونوتۍ تاسو صرف مونږ اجړګانو ته بېدار يې ۔کۀ اولسان يې نو هم مونږ ته معلوم ئې او کۀ پوليسان دي نو هم مونږ دي معلوم دي ۔)هغه صاحب شاه صابر وئيلي وو چې : ”د کابل پۀ جنګ کښې چاته ګناه نشته“ ۔ د کلهمې نړۍ پۀ انسانانو کښې د باچاخان او د ولې خان کورنۍ دا دعوه کولې شي چې مونږ ته ۔ هغه وخت چې د جهاد پۀ نوم جنګ ته لامونه تړلي کېدل د دنيا نه اُجرتيان اشرګندي راټولېدل يو ولي خان و چې دې جنګ ته ئې فساد ووې ۔ هغه وخت چې پۀ قطر کښې د امريکې او د طالبانو تر مينځه ناستي روان وو يو اسفنديار ولي خان و چې وې وئيل چې پۀ دې ناستي د افغانستان جمهور ته ناسته پکار ده ګنې شاته تياره راوانه ده ۔ هغه وخت چې ”پُل چرخي ته سټوډنټان ورسېدل او د سقوط نعرې وې ۔ هر څو کۀ ټولې پاکستاني مسلمانې ټولنې جشنونه کول نو د اېمل ولي خان وېنا وه چې د دې جنګ اثرات به ډېر تر لرې پورې رسي ۔ نن بيا يو جنګ روان دے پښتانۀ سرونه کۀ پۀ باجوړ، وزيرستان کښې دي او کۀ پۀ پکتيا، خوست او کابل کښې دي د استعماري قوتونو نۀ دي پکار ۔ چې پکار دي هغه پۀ دنيا کښې روانه د معدني وسايلو مقابلې دي ۔ د يويشتمې صدې دوېمه لسيزه د معدنياتو او د اے ائي پۀ ټرېنډ کښې روانه ده ۔ اے ائي نه خو پښتانۀ پاتې صحيح خو د وسايلو نه چې څومره مالا مال دي هومره بې حسه او بې وسه دي ۔ دا ځل جنګ هم دغه دے چې وسايل واخستې شي او د هغې د پاره کۀ د مذهب کارډ استعمال نۀ شي نو د افغاني (قبايليت) کارډ به خامخا استعمالېږي او دغسې يو ځل به بيا پښتانۀ يو جنګ وګټي خو ځانونه به بائيلي ۔ پښتانۀ کۀ پۀ حجرو کښې دي او که پۀ سوشل مېډيا دي، کۀ پۀ اډو کښې دي او کۀ پۀ پټو کښې دي، مخکښې ئې هم خپلو مشرانو پسې پچموزې کړې دي او نن هم کوي ۔ مخکښې پکښې د ممبر نه د مذهب قيصه انسټال شوې وه او دا ځل د سوشل مېډيا (فېک) يلغار وړي دي ۔ کۀ اتفاق چا کښې شته نو دومره شته چې پۀ چوکونو کښې د هيجړاګانو خلاف راوځي هغوي د کور کلي نه وباسي ۔ ۔تاريخ دې پۀ دې هم ګواه وي چې د پاکستان تحريک انصاف غړو د اسمبلۍ پۀ فلور او بهر دا دعوې کړې دي چې مونږ عوامي نېشنل پارټي ختمه کړې ده ۔ دا وخت پۀ صوبه کښې پۀ ازاد حېث باندې د تحريک انصاف لس کم سل اېم پي اے ګان موجود دي ۔ خو صوبه يو وزير اعلی تر دې دمه پورې نۀ لري ۔ د عوامي نېشنل ګونده درې ممبران دي خو د تحريک انصاف قيادت د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ درشل ناسته ده او د وزير اعلی د انتخاب د پاره مرسته غواړي ۔ هر څو کۀ عوامي نېشنل ګوند پۀ جمهوريت او اصولو باندې باور لري خو سوال دا دے چې تحريک انصاف پۀ خپلو ممبرانو بې باوره ولې ده ؟ ځکه چې هغوي د يو منظم سټامپ پېپر د لارې راغلي دي او دغه سټامپ پېپر نه خو فارم 45 دے او نۀ 47 دے بلکې دې له به کوم نمبر لټول پکار وي ۔
لالټېن د رڼا او شعور نخښه ده! – ساجد ټکر
لالټېن د قامي ګوند عوامي نېشنل ګوند انتخابي نخښه ده. لالټېن د فخر افغان بابا امانت دے، د خدائي خدمتګارو امانت دے، د قامي تحريک