د نوموړي خدائي خدمتګار “عبدالاکبرخان اکبر” د ډرامې “خدائي خدمتګار” د موضوعاتي څېړنې نه وړاندې ضروري ګڼم چې د ډرامې په ځنې فني او تکنيکي اړخونو يو ځغلنده نظر واچوو او بيا د هغې په تناظر کښې د دغه ډرامې “خدائي خدمتګار” موضوعاتي څېړنه وشي۔
د ډرامې تعريف :
ډرامۀ د يوناني ژبې لفظ دې۔ چې اصل ماده يې د ډراؤ نه مشتق ده، او معني يې په کولو ښئيل يا په عمل سره ښئيل ده۔ د ډرامې مذکوره تعريف د خپل لنډيز باوجود ډېر جامعيت لري ځکه چې ددې توضيح تر مخښه ټول زور په عمل ورکړې شوې دې،او د عمل نه بغېرد ډرامې تصور هډو امکان نۀ لري۔ د دې نه دا خبره هم په ډاګه کېږي چې ډرامه د لوستو د پاره نۀ شي ليکلې، بلکې د سټېج د پاره ليکلې شي۔
د ډرامې ګڼ تعريفونه شوي دي۔ او هر يو تعريف يې يوه مخصوصه۔ خوبي لري خو د ټولو تعريفونو بيانول ګران دي۔ البته يو څو عمومي تعريفونه يې په دې ډؤل راوړې شو :
“رومن دانشور سېسرو (Cicero) وائي، چې ډرامه د ژوند نقل، د دود دستور ائينه، او د رښتنوالي يعنې د حقيقت عکاسي ده۔
مشهور ډرامه نګار شېکسپئر وائي، چې دا دنيا يو سټېج دې۔ او په دې کښې اوسېدونکي نر او ښځې د دې اداکاران دي۔ په دوئ کښې هر يو په دغه سټېج راځي او بيا ځي او يو سړې په يو وخت ګڼ کردارونه لوبوي۔
وکټو هيوګو وائي: ډرامه يوه ائينه ده، چې فطرت په کښې منعکس کېږي۔
کالرج وائي، چې ډرامه د حقيقت نقل دې، د فطرت پېښي دي۔
اسکرواټلډ وائي، چې ډرامه د ژوند يوه داسې مرتبه خاکه ده، چې د تماشګيرو جذبات رالړځوي۔
جې، ټي بولټن وائي۔
پۀ ډرامه او د ادب پۀ نورو اصنافو کښې ډېر غټ فرق دې۔ ډرامه د ادب هغه قسم نۀ دې، چې فقط د لوستو د پاره ليکلې شي۔ دا د ادب هغه صنف دې۔ چې زمونږ په وړاندې ګرځي راګرځي او خبرې کوي۔ (١)
اجزائې ترکيبي:
د ناول او افسانې غوندې ډرامه هم اجزائې ترکيبي لري، او په دغه اجزاؤ کښې څۀ ښکاره فرق نشته، خو بيا هم د ډرامې اجزائې ترکيبي په دې طور وي۔ قيصۍ، کردارونه، پلاټ، مکالمې، سسپنس او درې وحدتونه۔
قيصۍ:
په داستاني يا قصه ايز ادب کښې قيصۍ د ملا د تير حېثيت لري۔ د ناول او افسانې په شان په ډرامې کښې هم يوه قيصۍ يا واقعه وي، دغه قيصۍ يا واقعه چې څومره جانداره، دلچسپه او ژوند ته نزدې وي، هغه هومره به ډرامه کاميابه، موثره او په رښتياؤ مبني ښکاري۔ د انساني ژوند ګڼ اړخونه دي او هر اړخ ګڼې مسئلې لري۔ ځکه د ډرامه نګار د پاره د موضوعاتو څۀ کمې نشته۔ واقعه روماني هم کېدې شي۔ ماحولياتي هم کېدې شي، معاشي هم کېدې شي، او سياسي هم۔ خو دا خبره ياد ساتل پکار دي :
چې قيصۍ به د کلتور سره جخت تړون لري، او د چا د مذهب خلاف جذبات يا مواد به پکښې نۀ وي۔ او چې د يوې ډرامې قيصۍ رښتونې وي، نو د ډرامې د کاميابۍ امکان به ډېر زيات وي۔
پلاټ:
پلاټ د هغه واقعاتو تړون، پېوستون او منطقي ترتيب ته وئيلې شي، چې په ډرامه کښې پېښيږي۔ د پلاټ مثال د بېړۍ د هغه لرګي دې۔ په کوم چې بېړۍ اډاڼه شوې يا جوړه کړې شوې وي۔ د ډرامې پلاټ چې څومره چست او راښکلې وي، هغه هومره ډرامه موثره وي۔ د پلاټ نه بغېر ډرامه په تصور کښې هم نۀ راځي۔
کردارونه:
د ناول غوندې په ډرامه کښې هم کردارونه وي، کردارونه په دوه قسمه وي متحرک او جامد يا پېچيده او ساده، متحرک کردار د حالاتو مطابق په ځان کښې لچک راولي او د وخت د تقاضو سره برابر چلېږي او جامد کردار هغه وي، چې په ځائې ولاړ وي، د شروع نه چې څنګه ښودلې شوې وي، تر اخره هم هغه شان وي۔
په ډرامه کښې کردارونه ډېر زيات اهميت لري، ځکه چې که يو کردار په خپل عمل کښې لږ غوندې هم پاتې راشي، نو ټوله ډرامه برباده شي، او د ډرامې سره متعلقه د ټولو خلقو خواري په سيند لاهو شي۔ کردار ښۀ وي که بد خو چې کومه وظيفه هغه ته سپارلې شوي وي، چې هغه په سمه توګه سرته اورسوي۔ داسې چې ګني دې هم د دغه کردار د پاره پېدا شوې دې۔ کردار چې نور هر څه هېر کړي او په خپله وظيفه کښې ډوب شي، نو هله کاميابېږي، او هله د تماشبېنو نه داد اخلي۔
مکالمې:
په ډرامه کښې مکالمې ډېر زيات اهميت لري، قيصۍ يا واقعه د مکالمو په زور مخ په وړاندې ځي او د ډرامې تهيم په مزه مزه د انجام په لور بيائي خو په مکالمو کښې ډېر زيات احتياط ضرورت وي۔ په مکالمو کښې د تکلف نه ډکه ژبه استعمالول نۀ دي پکار، د ادب نه پرېوتي ټکي يا متلونه په مکالمو کښې ښۀ نۀ لګي۔ مکالمې د اداکارانو د عمر، منصب او علم سره سمې پکار دي۔ د ماشوم د خلې نه د لقمان حکيم غوندې خبرې وېستل او يو سپين ږېري مشر ته د پتنګانو د اوچتولو مکالمې ورکول نۀ صرف خلاف فطرت دۀ، بلکې ذوق جمال يې هم نۀ قبلوي۔ مکالمې لنډې، خوږې، برمحل، بې ساخته او بې تکلفه پکار دي، چې د تماش ګيرو يا د اورېدونکو په مزاجونو بار نۀ شي۔ صحيح تلفظ هم د مکالمو ضرورت ګڼلې شي۔
سسپنس:
په ډرامه کښې سسپنس هم ډېر ضروري دې۔ سسپنس په ډرامه کښې د تماشبينو د دلچسپۍ ذريعه وي۔ که تماشبينو ته په شروع کښې د ډرامې انجام معلوم شي، نو دلچسپي يې ختمه شي۔ ښۀ ډرامه هغه وي، چې تر اخره تماشبين په دې شش و پنج کښې وي چې څۀ به کېږي۔
درې وحدتونه:
په ډرامه کښې د حدت ثلاثه يا د درې وحدتونو ذکر ړومبې ارسطو په خپل کتاب پوئټکس (Poetics) کښې کړې وۀ۔ نو بيا چې به چا هم ډرامه ليکله نو دغه درې واړه وحدتونه يعنې وحدت زمان، وحدت مکان او وحدت عمل به ضروري ګڼلې شۀ۔ بلکې دغه درې واړو وحدتونو ته د ډرامې د قوانينو مقام حاصل وۀ۔ خو د يورپ لوئې ډرامه نګار شېکسپئر د دغه وحدتونو پوره طور سره پابندي نۀ ده کړې۔ د وحدت زمان نه مطلب دا دې، چې يوې ډرامې د څومره مودې قيصۍ په غېږه کښې رانغښتې ده، او په څومره موده کښې به دغه قيصۍ په سټېج سرته اورسي، د وحدت مکان نه مراد دا دې، چې دغه ډرامه په څومره جغرافيائي سيمه محيط ده۔ او د وحدت عمل نه مراد په دغه درې واړو وحدتونو کښې ربط پېدا کول چې اخري نتېجه يې د وحدت تاثر په شکل کښې را اوځي۔
دې وحدت ثلاثه چې څومره پخوا اهميت لرلو هم هغه هومره اهميت نن هم لري ، البته د اليکټرانک مېډيا ضرورتونه او غوښتنې بدلې دي۔
د ډرامې ټول عمل د يو ترتيب وار طريقۀ کار په نتېجه کښې سرته رسي۔ ښکلې اغاز، د کردارونو تعارف، د کردارونو ترمېنځه اختلاف پېدا کول، اختلاف انتها ته رسول، بيا د دې حل لټول او انجام ته رسول د ډرامه نګار کمال ګڼلې شي۔
د هرې ډرامې يو تهيم وي، خو تهيم داسې پکار دې چې د خېرو شر تر مېنځه ښۀ مقابله اوشي، خو چې فتح د خېر وي نو داسې ډرامه تماشګير خوښوي، ځکه چې دا د فطرت قانون دې۔
د ډرامې تاريخ ډېر اوږد دې۔ د دې ړومبۍ نخښې د يونان او زوړ مصر په زمکه په قبل مسيح کښې په نظر راځي، او چې په پوئټيکس کښې ارسطو د الميې د پاره کوم شرطونه ټاکلي دي، هغه نن هم هغه هومره اهم دي۔ د يونان د اثر لاندې ډرامه په يورپ کښې مقبوله شوه۔ په دې کښې د تهېټريکل کمپنيانو ډېر لاس وو۔ په ناوېشلي هند کښې چې کومه ړومبۍ ډرامه اوليکلې شوه، هغه د کالي داس شکنتلا وه۔ دغه ډرامه ډېر تاريخي اهميت لري۔ دې سره سره د يورپ تهېټريکل کمپنيانې هند ته هم را اورسېدې او دغه کمپنيانو په کاروباري نقطه نظر په سټېج يا تهېټر کښې ډرامې ښودل شروع کړل۔ په دغه ډرامو کښې به سندرې، موسيقي او ګډا لازمي وه۔ بيا دغه قسم ته ډرامو لکه رهس، منډلي، بهانډ وغېره په هند کښې دومره زور واخستو چې د اودهه نواب واجد علي شاه (رنګيلې پيا) د امانت لکهنوي ليکلې شوې ډرامه اندرسبها په خپل محل کښې سټېج کړه۔ دې سره که يو خوا ډرامې اهميت اوموندۀ، نو بل خوا سنجېده خلقو خصوصاً مسلمانانو دا د عېش و نشاط يوه لوبه اوګڼله او دې ته يې څه توجه ورنۀ کړه، البته د ډرامې مقبولتيا ته يو سرکاري سرټيفکېټ په لاس ورغې۔
په هند کښې تهېټريکل کمپنيانو تر مېنځه د مقابلې په نتېجه کښې ډرامه ډېره مشهوره شوه۔ اوس دغه کمپنيانې د هند نه بهر نورو ښاريو ته اووتلې۔ په کال 1904ء کښې الفرېډ تهېټريکل کمپني په 1906ء کښې د فضل علي شاه تهېټر او په کال 1911ء کښې د دادا بهائي مشهورو کمپنيانو ډرامه په پېښور کښې مقبوله کړه۔ دغه کمپنيانو به عام طور سره د اغا حشر کاشميري ډرامې په تهېټر کښې ښودلې، چې په دې کښې “يهودي کى لړکي”، سفيد خون، خوبصورت بلا وغېره مشهورې ډرامې دي، په پېښور کښې په دغه ډرامو کښې عبدالکريم، عبدالرحمان، پرتهوي راج، حيات خان او اکبرخان غوندې تجربه کاره اداکارانو کار کولو۔ قمر سرحدي د هغه وخت يو منلې شوې ډرامه نګار وۀ۔ جوګي، عبرت، مشرقي ستاره، قتل انصاف، هماري دنيا، اندهي عدالت او انقلاب د هغۀ د قلم نه وتې ډرامې دي۔ دې سره سره خاطر غزنوي، حبيب اورکزئ، مظهر ګېلاني، ضياء جعفري، اذر سرحدي، محمود شوکت، رضيه، باسط سليم او نورو ډرامه نګارانو ډېرې ښې ښې ډرامې اوليکلې۔
نوټ*:(د ډرامې په حقله دغه تفصيل د ديارلسم ټولګي د درسي کتاب نه اخيستل شوې دې)۔
پښتو ډرامه:
څۀ رنګه چې د نړۍ د نورو قومونو په تاريخ کښې، داستانونه او قيصۍ د خپل ارتقائي سفر سره د نوو اصنافو، افسانې، ناول او ډرامې شکل اخېستې دې، دغه رنګه په پښتنو کښې هم خپل تاريخي، اساطيري، روماني او نورګڼ موضوعاتي، نثري او منظوم داستانونه موجود وۀ۔ چې د وخت د غوښتنو، تعليم او ارتقائي عمل سره يې د افسانې، ناول، ډرامې او نورو جديدو اصنافو شکل اختيار کړ۔
البته په دې لړ کښې د پښتو ډرامې ځانګړتيا دا ده، چې په نورو قومونو کښې په ابتداء کښې ډرامه د ساعت تېري او ټوقو، ټقالو ذريعه ګڼلې شوه۔ خو پښتو ته ډرامه په دې لړ کښې په ډېر شعوري او پخو بنيادونو راغلې ده۔ پښتو ادب ته ډرامۀ د باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک د سياسي او اصلاحي تحريک په سټېج راغلې ده۔
نوموړې خدائي خدمتګار او مترقي قوم پرست عبدالاکبرخان اکبر د “خدائي خدمتګار” تحريک د نوم خوښوونکې د سياسي مبارزې سره سره د قلم د مېدان داسې تورزن مبارز وۀ چې د پښتو شاعرۍ، سفرنامې، تحقيق او تنقيد، ژباړې او نورو ګڼو ادبي او علمي خدماتو سره سره يې پښتو ادب ته په وړمبي ځل پښتو ډرامه “تربور” ورکړه۔
کومه چې تر ډېره وخته د خپلو زورورو کردارونو په وجه د “درې يتيمان” په نوم ياده شوې ده۔ دا ډرامه د اتمانزو کلي په ازاد هائي سکول کښې د کليزې جلسې په موقع سټېج کړې شوې وه۔
د خان عبدالاکبر خان د ډرامې د سفر په حقله محترم محقق او ليکوال مصطفاء کمال ليکي :
“په کال 1927ء کښې د ښاغلي عبدالاکبرخان ليکلې يوه بله پښتو ډرامه “تهذيب جديد، تعليم جديد” د اتمانزو، چارسدې د ازاد هائي سکول طالب علمانو هم په دغه سکول کښې د انجمن اصلاح الافاغنه په کليزه جلسه کښې سټېج کړه۔ په دې کښې غني خان د وکيل، ولي خان د يو يتيم او احمد کاکا د يو مزدور کردار ادا کړې وو۔ دا ډرامه هم د ښاغلي اکبر د “تربور” ډرامې په شان د وئنو له لاسه د لوستونکيو تر لاسو اونۀ رسېدۀ ۔ د انجمن د کال 1928ء او کال 1930ء په کليزو جلسو کښې هم د ښاغلي اکبر ډرامې “يتيم” او “خدائي خدمتګار” بالترتيب سټېج کړې شوې۔ “جونګړه” د ښاغلي عبدالاکبرخان اکبر يوه بله ډرامۀ وه، چې په کال 1945ء کښې په عمرزو کښې د خدائي خدمتګارو په يوه درنه جلسه کښې سټېج شوه۔ د دې ډرامې د موضوع اصل هدف د فيرنګيانو طرفدار خانان، مليان او پيران وو۔
دا ډرامه وروستو چاپ هم شوه، چې ترننه د پښتو ډرامې د قېمتي اثاثې په حېث په ليکلي شکل کښې موجده ده۔ ښاغلې همېش خليل د عبدالاکبرخان اکبر د يوې بلې ډرامې “کاروان روان دې” ذکر څۀ په دې ډول کوي۔
” کاروان روان دې” هم د عبدالاکبرخان صاحب مشهوره ډرامه ده، چې د کال 1957ء د مۍ د مياشتې په نولسمه د نېشنل کانفرنس په موقعه شاهي باغ پېښور کښې سټېج شوه۔ حکومت دا ډرامه هم خلاف قانون قرار کړه۔ په کارکوونکو يې مقدمه اوچلولې شوه۔ د مقدمې په نتېجه کښې هر کارکن پېنځه ويشت، پېنځه وېشت روپۍ جرم کړې شو”۔ (٢)۔
په “خدائي خدمتګار” نوم هم د دغه تحريک “خدائي خدمتګار” سره تعلق لرونکو دوه ؤ نوموړيو ليکوالانو ډرامې تر اوسه مخښې ته راغلي دي۔ چې په دې لړ کښې يوه ډرامه هم په دې نوم د پبو د فضل کريم ډرامه “خدائي خدمتګار” ده۔ چې په کال 1932ء کښې شائع شوې وه۔ او بيا په جون 2012ء کښې د باچاخان ريسرچ سنټر، باچا خان مرکز پېښور له خوا په دوېم ځل چاپ شوې ده۔
په دې نوم “خدائي خدمتګار” د پښتو ډرامې په تاريخ کښې درېمه ډرامه د عبدالخالق خليق صېب ګڼلې شي۔ خو تر اوسه دغه ډرامه لا د محقيقينو او مؤرخينو لاس ته نۀ ده راغلې، د دې ډرامې ذکر عبدالخالق خليق صېب په خپل منظوم ژوند ليک کښې داسې کوي۔
1
ما ليکلې په پښتو يوه ډرامه وۀ
“خدائي خدمتګار” ښه د دې نامه وه
چې مقصود مې وه تحفه و باچاخان ته
يوه ورځ کړه حواله فخر افغان ته
بلې شپې ته دا ډرامه دوي واؤرېدله
مقصود جان د بنوں دوي ته واوروله
ټولو خوښۀ دا ډرامه کړله بې شانه
ؤوې خان چې ډېر خوشحاله شوم له تانه
(٣)
د “خدائي خدمتګار” په نوم د درې واړو ډرامو ذکر تردې حده ضروري وۀ۔
اوس راځم خپلې موضوع د “عبدالاکبرخان اکبر” د ډرامې “خدائي خدمتګار” موضوعاتي جائزې طرف ته۔
پښتو ته ډرامۀ په داسې وخت کښې راغله، چې يو طرفته د نيمې وچې ميشتۀ قومونه د فيرنګي د غلامۍ په دام کښې ښکېل وو، او هغه هم د داسې طاقت چې په رياست کښې يې نمر نۀ پرېوتلو۔
او بل خوا پښتانۀ په مجموعي توګه د جهالت او ناپوهۍ په تيارو کښې د غفلت په خوب ډوب پراته وو۔
څه رنګه چې په ټول هند کښې د فيرنګي قبضه ګر په ضد د ازادۍ تحريکونه روان وو، دغه رنګه د پښتنو هم خوشبختي دا وه، چې د خان عبدالغفار خان (باچا خان) غوندې يو داسې روښان فکره او د بېدار ذهن خاوند خدائې په پښتنو کښې پېدا کړې وۀ۔ چې پښتانۀ يې هم د ازادۍ د دغه تحريک په کاروان کښې داسې شريک کړل چې که يو طرفته د ازادۍ په دغه تحريک کښې ترټولو زياته قرباني د پښتنو په برخه ده نو بل خوا د ازادۍ د تحريک د دغه سر خېل قوي او قومي فکر پښتانۀ د علم، پوهې، هنر او ادب د نوو اصنافو او علومو سره اشنا کړل۔
د باچا خان “خدائي خدمتګار تحريک” داسې پياوړي مبارزين، منورين، شاعران، اديبان او خطيبان پېدا کړل، چې پښتو ژبه او پښتون قوم يې د نړۍ د سيالو قومونو په قطار کښې سر لوړې ودروۀ۔
په دغه منورينو کښې يوه نامه د خدائې بخښلي خان عبدالاکبرخان ده۔ خان عبدالاکبرخان چې څنګه د مال و متاع او شخصي حيثيت په لحاظ يو لوئې خان وۀ، نو دغه شان د ذهن، فکر، علم، پوهې او سخاوت د لحاظه هم يو لوئې خان وۀ۔
خان عبدالاکبرخان په وړمبي ځل پښتو ژبه د “ډرامې” د فن سره اشنا کړه۔
په دې لړ کښې هغوي په کال 1926ء کښې د درې يتيمان په نوم مشهوره شوې ډرامه “تربور” وليکله او په اتمانزو ازاد هائي سکول کښې يې سټېج هم کړه۔ د ليکلو کال يې 1930ء د سټېج کولو نېټه، 20، اپريل 1930ء او د چاپ کال يې اول ځل 1938ء دې۔
له دې وروسته چې عبدالاکبرخان اکبر صېب کومې ډرامې ليکلي دي هغه دا دي۔
“تهذيب جديد او تعليم جديد” کال 1927ء (ځنې ليکوال دا جدا جدا دوۀ ډرامې ګڼلي دي خو اصل کښې دا يوه ډرامه ده)۔
“جونګړه” کال 1945ء۔
“کاروان روان دې” کال 1956ء کښې سټېج شوې او په 31 مئ 1952ء کښې ليکلې شوې او چاپ شوې ده۔ چې بيا محمد صادق ژړک د کاروان په نوم هم چاپ کړې ده۔ د دې نه علاوه عبدالاکبرخان اکبر صېب په کال 1928ء کښې د خپلې يو بلې ډرامې “يتيم” ذکر هم کړې دې چې تراوسه يې بل هېڅ ليکوال ذکر نۀ دې کړې۔
عبدالاکبرخان اکبر صېب په خپل کتاب “د برصغير پاک و هند په ازادۍ کښې د پښتنو برخه” مخ 64 ليکي۔
“د کال 28ء کاليزه جلسه، دا کال د انجمن په سالانه جلسه کښې د پخوا په شان د انعامي مشاعرې او د ډرامې انتظام شوې وو۔ دا ډرامه “يتيم” ما (عبدالاکبر) ليکلې سټېج کړې وه۔ مير مشاعره هم زۀ ووم، د جلسې صدر حاجي عبدالغفار خان وو” (٤)۔
“خدائي خدمتګار” ډرامه يو شعوري هڅه۔
د عبدالاکبرخان اکبر د “خدائي خدمتګار” ډرامې د موضوعاتي څېړنې نه وړاندې د هغوي د دې ډرامې په حقله پخپله د هغوي او د نورو ليکوال رائې راوړل ضروري ګڼم، عبدالاکبرخان اکبر صېب د دې ډرامې “خدائي خدمتګار” په حقله په خپل ژوند ليک “د برصغير پاک و هند په ازادۍ کښې د پښتنو برخه” کښې ليکي چې۔
“د اتمانزو سالانه جلسه ، ډرامه، مشاعره۔
د جلسې نه لس پنځلس ورځې مخکښې باچاخان د نورو خدائي خدمتګارو سره په دوره لاړ، زۀ او ميان احمد شاه صاحب د جلسې د انتظام د پاره پاتې شو۔ باچاخان چې رخصتېدو نو امير ممتاز احمد خان هېډماسټر ته ئې اووئېل چې عبدالاکبرخان پسې ور بند کړئ، څوک ورته مۀ پرېږدئ کلي کښې يې څوک کار ته هم نۀ پرېږدي۔ ما ډرامه اوليکله نوم مې ورله “خدائي خدمتګار” کېښودو۔ ډرامه ليکل خو څه دومره ګران کار نۀ وۀ۔ ګران کار هلکانو اداکارانو ته ډائيلاګونه، مکالمې، اداکارۍ ښودنې وې۔ د دې د پاره مونږ سره سامان نۀ وو۔ او نۀ ځائې، په پېښور سرحد کښې هم د دې سامان نۀ وو۔ يو څو معمولي پردې مو د اېډورډ کالج نه راپېدا کړې۔ تمبوان د ښار نه راغلۀ۔ دا وخت مونږ سره کافي خدائي خدمتګار بهرتي شوي وو۔ د ښار د کانګرس د خلافت کارکنان والنټئير مونږ سره وو۔ مونږ هغوي له په سالانه جلسه کښې د شموليت دعوت ورکړې وو۔ ما به د ډرامې کار کوونکي د کلي نه بهر مقبرې ته بوتلو هغلته په يو ګنبد کښې د قبرونو نه به مو د پردو کار اخيستو، لکه د لېونو به مو منډې وهلې خلقو به راپورې خندل، غرض دا چې په لس اتۀ ورځو کښې دا کار تيار کړې شۀ” (٥)۔
د خدائي خدمتګار ډرامې لنډه قيصه۔
تړون: د ډرامې تړون د فخر افغان په نوم شوې دې۔
تفصيل يې په دې ډول ليکلې شوې دې۔
“د خدائي خدمتګار دا ډرامه چې د فخر افغان په وېنا په 1930ء کښې ليکلې شوې ده، او په 20 اپرېل 1930ء اتمانزو کښې په سټېج لوبېدلې وه، د خدائي خدمتګارانو مشر فخر افغان خان عبدالغفار خان په نوم منسوب کوم۔
عبدالاکبرخان
عمرزئي
يکم جون 1938ء (٦)
د ډرامې کردارونه
1۔ ودانې (د درميانه درجې زميندار)
2۔ د زميندار درې واړۀ بچي :کشر عبدالله
3۔ زلمې هلک، د خان بهادر ځوئې
4۔ عبدالروف خدائي خدمتګار
5۔ يو سړې چې د سېلاب خبر ورکوي
6۔ هلالي جېلخانه کښې
7۔ تحصيلدار
8۔ عطر چند سېټ (سودخور)
9۔ وکيل صېب
10۔ خان بهادر
11۔ چلمي نور
12۔ ډنډورچې (د جلسې)
13۔ جج
14۔ نوجوان
عام خلک په جلسه کښې او چپړاسيان
نوټ:
(ډرامه د ډاکټر د زبېر حسرت په زيار او لټون چاپ کتاب “تماشې” کښې د صفحه 34 نه تر مخ 56 پورې مشتمله ده)۔
لنډه قيصه:
دوه غريبانان ماشومان د خپلې بې وسۍ او غربت ژړا فرياد کوي چې جامې مو زړې او شلېدلي دي، پښې ابله او بې پېزارو ګرځو او پلار مو وائي چې سوال مۀ کوئ سوال په دين کښې حرام دې۔ او د پښتو وطن دې په سوال مې په کلي اولس کښې د خلکو د خندا نۀ کړئ۔ الله ښۀ روغ وجودونه درکړي دي، مزدوري کوئ او خورئ۔ (څومره د خوددارۍ اظهار دې پۀ دې مکالمه کښې)۔
کشر ورور ورته وائي چې دا ځل مې پلار وئېل چې د پنبې او ګنو فصلونه ښۀ شوي دي، دا ځل به لږې پېسې وګټو له خېره به تاسو له جامې او پېزار هم واخلم۔
دوي لا په دې خبرو وي چې په منډه يو سړې رازغلي او د سېلاب خبر راوړي۔ “سېلاب راغې، د سوات سيند راوختو، فصلونه يې يوړل، هله خلکه ځان محفوظوئ، تخښتۍ، هله۔۔۔۔۔
څو ورځې دغه د غربت او لوږې تندې حالت تردې ورسي چې د زميندار يو ځوئې د غربت او لوږې تندې له لاسه د خېټې په درد اخته شي او مړشي۔
کشر ځوې پلار ته د ځوي د مرګ خبر ورکړي۔ پلار يې لا حېران دريان او پرېشانه شي، چې يو خوا د کور او بچو د لوږې غم او لا بل خوا ترې زلمې ځوې د ناچارۍ نه مړ شي، د سقاط او ګور کفن د پاره ورسره د پېسې درک نۀ لګي۔ دا فکر وي ورسره چې که سقاط او خېرات مې اونۀ کړل نو د کلي خلق به راسره نه قبر اوکني او نۀ به يې راسره ښخ کړي۔
د دې د پاره د کلي د سودخور هندو سره کورګاڼه کوي او په سود ترې روپۍ را اخلي۔ په دغه وخت کښې د تحصيل چپړاسيان راځي او زميندار ګرفتاروي، او مطالبه ترې کوي، چې تا د سرکار ماليه نۀ ده ورکړې، هغه ورته ډېر فرياد او منت زاري کوي، چې اوس مې ځوې مړ دې، د ګور کفن د پاره مې د ساهوکار نه په سود پېسې راواخيستې، خو چپړاسيان دغه منت زاري نۀ مني او د پېسو مطالبه کوي۔ په دې کښې دوه ځوانان راځي چې يو د کلي د خان ځوې او بل يو خدائي خدمتګار وي۔
د خان ځوې چپړاسيانو له پټ رشوت ورکوي او زميندار ترې ازادوي۔ او ورته وائي چې نن د ځوي مړې ښخ کړي نو سبا به درشي۔
سباله تحصيلدار او چپړاسيان د خان حجرې ته راشي، خان يې پوره خاطر مدار او خدمت اوکړي۔ تحصيلدار ورته ووائي چې ستا ځوي رانه پرون ودان زميندار خلاص کړې وو۔ اوس يې بيايو ځکه چې حکومت ماليه غواړي۔ زميندار وائي چې پروس کال مو زمکه خرڅه کړه، ماليه مو درکړه، سخ کال فصلونه سېلاب يوړل کور مې د ځوي د ګور کفن د پاره ګاڼه کړو، انکار نۀ کوم خو چې هېڅ اسره نۀ لرم۔ ماليه د څه نه درکړم،؟ که تاسو ته مې څه جائيداد زمکه معلوم وي نېلام يې کړئ او وصول يې کړئ ترې۔
پوليس يې يو خبره هم نۀ اوري۔ ګرفتار يې کړي، او بچو ته يې وائي چې ډوډۍ ورله جېل ته راوړئ۔ زمونږ سره لنګر نشته ګني دې دې هم د لوږې مړ شي۔
خان خپل ځوي ته په قهر شي “تا راته د ځانه څه بلا جوړه کړې ده؟ د دې خلقو (پيرنګيانو) خدمت کوه، ګني ستا به هم دغه حال وي۔
ځوئې يې مخالفت کوي او “خدائي خدمتګار” شي۔ د فېرنګي د ظلم او جبر خلاف تقرير کوي۔ او دغه شان نور خلک هم راغونډ شي د حکومت د ظلم خلاف د ازادۍ نعرې وهي، حکومت دوي هم ګرفتار کړي، ولې دوي ټول د عدم تشدد په فلسفه عمل کوي او ښۀ په سر لوړۍ ګرفتاريانې ورکوي۔
تجزيه:
عبدالاکبرخان اکبر چې يو پله د عالمي او عصري سياست په تقاضو پوهېدۀ۔ نو بل خوا هغه د عالمي ادب هم ژوره مطالعه لرله، هغوي هر هغه ممکنه لاره د خپل قوم د بېدارۍ او قومي، سياسي خپلواکۍ د پاره پکار راوسته کومه چې د دې عظيم مقصد د حصول د پاره هغوي غوره او مناسب ګڼله۔
د ډرامې دامؤثره پېرايه چې هم هغوي پښتو ادب ته راوړې وه او د خپل قومي مقصد د پاره يې په کار راوسته۔ د مذکوره ډرامې “خدائي خدمتګار” د ژوندي کردارونو، بې ساخته مکالمو او برجسته پلاټ نه علاوه که د ډرامې موضوع (تهيم) او مقصديت ته اوکتې شي نو که يو اړخ ته مونږ په دې نتېجه رسو، چې دا د خپل معروض په تناظر کښې يو بهترينه واقعاتي ډرامه ده۔ نو بل اړخ ته دا ډرامه مونږ ته د هغه وخت د سياسي، اقتصادي، زرعي او سماجي صورتحال يو برڅېره خاکه هم وړاندې کوي۔
که يو طرفته انګرېزي استعمار د خپل جبر او دهشت د لارې د پښتنو په وسائيلو قبضه کړې وه، او د دوي هر قسم قومي ازادي يې غصب کړې وه، نو بل خوا د فخر افغان باچاخان د “خدائي تحريک” د بېرغ لاندې پښتنو ځوانانو خپله نه ستړي کېدونکې مبارزه داسې جاري ساتله چې د سياسي مبارزې د مېدان سره سره يې د فن او ادب په مېدان کښې هم د خپل روښانه فکر او شعور په اساس داسې انقلابي نؤښتونه د قلم ژبې ته اوسپال او د پښتو ادب په تاريخ کښې يې د يو داسې مقصدي او انقلابي تحريک بنياد کېښود چې تر نن ورځې پرې دغه کاروان روان دې۔ د عبدالاکبرخان اکبر د دغه ډرامې د پلاټ، منظر نګارۍ، مکالمو او ډرامائي تشکيل د فني پختګۍ نه علاوه په دې ډرامه کښې د مکالمو تر څنګ ځائې په ځائې ډېر خوندور او انقلابي اشعار هم د کردارونو په خلۀ وئيلې شوي دي۔ چې په کتونکو او اورېدونکو کښې يو قومي او انقلابي جذبه راپاروي۔ لکه کله چې د خان ځوئې په څه رشوت زميندار د ځوي د ګور کفن د پاره خلاصوي او چپړاسي زميندار ته سباله د خان حجرې ته د ماليئې د راوړلو حکم کوي۔ “ځه کاکا سبا د خان حجرې ته ماليه راوړه۔ نو زميندار دا ابيات وائي چې۔
1
شوبرباد زميداران په ماليه کښې
او زياتي کړي پيرنګيان په ماليه کښې
زميندار لوږه بربنډه کښې ګزران کړي
ورپسې راشي طوفان په ماليه کښې
فصل ورک شي په باران، ږلۍ، ملخو
بيا مو نيسي چپړاسيان په ماليه کښې
تقاوۍ کښې که روپۍ په لاس کښې راشي
واخلي بيا تحصيلداران په ماليه کښې
ځوئې مې مړ پروت دې بې ګوره بې کفنه
جېلخانې ته يم روان په ماليه کښې
زمونږ وينې د تحصيل محکمې وڅښکې
بل کوي ظلم بې شان په ماليه کښې
د دې ژوند نه خو په مرګ باندې خوشحال يم
چې شرمېږم په هر آن په ماليه کښې
د ظالم حکومت بېخ اوباسې خدايه
چې ګزارن شي لږ اسان په ماليه کښې(٧)
د دې ډرامې په خلکو دومره اثر اوشو، چې په ټوله صوبه کښې د دې ګنګوسې خور شۀ۔ او ځائې په ځائې خلک د خدائي خدمتګار په ملګرتيا د پيرنګي د جبر خلاف راپورته شو۔ دوه ورځې پس په پېښور کښې د قيصه خوانۍ خونړۍ پېښه اوشوه۔ د دې ډرامې ټول کارکوونکي بشمول د خان عبدالاکبرخان او باچاخان ګرفتار کړې شو۔
دغه ټول واقعات عبدالاکبرخان اکبر په خپل کتاب “د برصغير پاک وهند په ازادۍ کښې د پښتنو برخه” کښې په تفصيل سره ذکر کړي دي۔ هغوي په دې بابله ليکي چې۔
“د دې ډرامې مضمون او قيصه د يو مظلوم زميندار وه۔ د معاشي حالت د حکومت د کار درانو، حاکمانو د جبرو استبداد او د خدائي خدمتګارۍ د اغراض و مقاصد او د پښتون ولۍ (نېشنل ازم) تعليم دې۔ په دې کښې هلکانو او کارکنانو حصه اخيستې وه۔ هلالي صاحب د پېښور، احمد د چارسدې، عبدالولي خان، عبدالکريم، سعدالله، حنيف اله ګړهي، پير محمد خان، سعادت خان دا ډرامه “خدائي خدمتګار” زما د قېد نه د خلاصېد نه څو کاله پس چاپ شوه۔
خدائي خدمتګارو د دې ډرامې عملي صورت داسې ښودلې دې۔ چې د هندوستان د ازادۍ يو لوئې سبب اوګرځېدۀ۔ په شلم اپرېل 1930ء زۀ کلي ته ماښام لاړم، ستومانه او ناجوړه ووم، په دا وجه دفتر او مدرسې ته رانغلم، په درويشتم اپرېل 1930ء د کلي نه اتمازو ته سحر راروانېدم چې په ښار کښې د قتل عام د زرګونو خلقو د پيرنګيانو، ګورؤ د لاس د شهادت خبر راغې۔ زۀ د ډېرې تادۍ نه په شا توره اس سور شوم او اتمانزو ته راغلم۔ دلته معلومه شوه چې باچاخان، سرفراز خان او ميان احمد شاه صاحب پېښورته روان شوي دي۔ زۀ چې چارسدې ته اورسېدم نو ميان صاحب عبدالله شاه مخښې ته راغې چې ميان احمد شاه، باچاخان، سرفراز خان، شاهنواز خان د نحقۍ تاڼې سره ګرفتار شو۔ او اوس ئې حوالات ته بوتله ستا وارنټ هم جاري شوې دې۔ دا وخت د هر طرفنه په زرګونو خلق تحصيل ته رارسېدلي وو۔ چا سره تورۀ، چا سره ټوپک، چاسره لرګې، څه چې په لاس ورتله ورسره وو۔ د بېړو د پل ماتولو انتظام شوې وۀ۔ چې د پېښور نه زياتي فوځ رانه شي۔ د ګائيډ رساله او فرنټيئر کانسټېبلري رارسېدلې وه۔ د خلقو د جوش دا عالم وۀ چې د هېڅ پرواه ئې نۀ کوله۔
مياں عبداله شاه صاحب او جعفر شاه صاحب او نورو د جرګې ممبرانو ما سره د خلقو په قلار کولو کښې امداد کوو، د حوالات نه پېغام راتلو چې کوشش کوئ چې تشدد او تصادم اونۀ شي۔ ماله ممبرانو مشوره راکړه چې ته غلې حوالات ته ننوځه، ماډي اېس پي ته خبر ورکړو چې زۀ دلته يم، د حوالات جېلخانې ور لرکړه چې زۀ حوالات ته لاړ شم۔ ولې که زۀ دوي په دې وخت کښې د خلقو په مخښکې يا د هغوي په علم کښې ګرفتار کړې وې نو د لوئې مرګ ژوبلې ويره وه، زۀ ئې د زنانوو حوالات ته بوتلم ميان صاحب او باچاخان هم هلته وو۔۔۔۔۔۔۔” (٨)۔
دا وه د دغه ډرامې د مضمون او موضوع جذبه چې د ازادۍ د تاريخ يو داسې باب ئې رقم کړو چې که يو خوا د پښتنو شاه زلمېو بې درېغه قتل عام وشۀ نو بل خوا د دغه سر تېره مبارزينو د شعور هغه شمع چې د عدم تشدد په فلسفه روښانه وه داسې وځلېده چې پېرنګې ئې په تېښته مجبور کړو۔
د عبدالاکبرخان اکبر په دې ډرامه “خدائي خدمتګار” د رېډيو پاکستان پېښور سينيئر پروډيوسر محترم رشيد احمد صېب په خپل تحقيقي کتاب “پښتو ډرامه” کښې خپله رائې داسې څرګندوي۔
“د دې ډرامې د سيمې په تاريخ اثرات:
د دې ډرامې د پښتونخوا په تاريخ ډېر ژور اثرات پرېوتي دي۔ چې څو پورې پښتانۀ وي، نو دا به ياده ساتي، د دې ډرامې د سټېج کېدلو نه دوه ورځې وروستو په درويشتم مارچ د پيرنګي خلاف د جلسو جلسونو پروګرام جوړ شو۔ او د دې سيمې خلق د فيرنګي خلاف مېدان ته ووتل او داسې د قيصه خوانۍ خونړۍ پېښه مينځ ته راغله فيرنګيانو په بې وزله تشو لاسو مظاهره کوونکو ګولۍ وچلولې او ټېنکونه ئې د کابلۍ تاڼې مخښې ته په ولاړو خلقو اوخېژول۔
د “خدائي خدمتګار” ډرامې انګازې په پېښور قيصه خوانۍ کښې خلقو واورېدلې۔ هم دا وجه وه چې فرنګيانو به د خدائي خدمتګارو ډرامې ضبطولې” (٩)۔
محاکمه
د عبدالاکبرخان اکبر د دې ډرامې په حقله مجموعي تاثر داسې جوړېږي۔ چې دا ډرامه په موضوعاتي لحاظ د اولس په معاشي بدحالۍ، طبقاتي اړي ګړي او مجموعي سياسي بې اختيارۍ اډاڼه لري۔ او اولس ته د سياسي شعور د بېدارولو قامي حق خود اراديت او خپلواکۍ درس ورکوي۔ او ډرامه ليکونکې چې پخپله هم د قلم سره سره د مبارزې د مېدان يو شهسوار ه دې په دې هڅه کښې تر ډېره حده خپل مقصد حاصلوي او د اولس د ذهني بيدارۍ په دې مبارزه کښې تر ډېره حده مثبتې او ګټورې نتېحې هم لاس ته راوړي۔
حوالې
1۔ رضا، محمد افضل، پروفېسر “ډرامه، تاريخ، تنقيد او فن” عظيم پبلشنګ هاؤس خېبر بازار پېښور، دوئم ځل چاپ 1985ء، مخونه 12-7
2۔ کمال، مصطفي، “پښتو ډرامه يوه مطالعه” ملت ايجوکېشنل سروسز، چارسده، 2014ء، مخونه 31-30
3۔ خليق، عبدالخالق، “زۀ او ځما زمانه” پېښور، ادارۀ اشاعت سرحد، مارچ 1968ء، مخونه 74-73
4۔ اکبر، عبدالاکبرخان، “د برصغير پاک وهند په ازادۍ کښې د پښتنو برخه” يونيورسټي پبلشرز، پېښور، افغان مارکيټ قصه خوانۍ، 2009ء، مخ 64،
5۔ هم دغه حواله، مخونه 95-94
6۔ حسرت، محمد زبېر، پروفېسر، ډاکټر، “تماشې 1930ء نه تر 1970 پورې د سټېج او رېډيو ډرامې”۔ د اماراتو پښتو ادبي ټولنه مرکز دوبۍ 2014ء، مخ 31
7۔ هم دغه حواله، مخ 44
8۔ اکبر، عبدالاکبرخان، “د برصغيرپاک وهند په ازادۍ کښې د پښتنو برخه” پېښور، يونيورسټي بکس پبلشرز، مارچ 1968ء مخونه 100-99-98
9۔ احمد، رشيد، “پښتو ډرامه، فن، پلټنه او کتنه” عامر پرنټ اېنډ پبلشرز پېښور ستمبر 2016، مخ 138