ولي محمد طوفان د خدائي خدمتګار غورځنګ—سعيدالله سعيد

دا ليکنه شريکه کړئ

ولي محمد طوفان د خدائي خدمتګار غورځنګ

چې د پښتون پۀ وينو زوو ئې مښوکه سره ده
هغه ګنجي ته به معلوم شي د عقاب انقلاب
ژوندون د هڅو، د يرغل او د ناتار نامه ده
نصيب ئې ويښ شي د هر قام چې وي نصاب انقلاب
ولي محمد د خالصې په سردار ګړۍ کښې پۀ ۱۳مۍ کال ۱۹۱۹ء کښې  زېږيدلے وۀ چې پۀ اول کښې ئې  د ولي پۀ نامه اردو ژبه کښې ليک کولو خو بيا د مولانا ظفر علي پۀ ښونه د ولي نه طوفان شو ۔ او بيا دغه طوفان پۀ رښتيا سره طوفان شو او بيا دغسې د خدائي خدمتګار پۀ غورځنګ کښې د هغه وينه دومره پۀ غورځنګونو او طوفانونو شوه چې د دغه غورځنګ د شامېدلو پۀ دوران کښې د کسان ايجي ټېشن پۀ خلاف کښې پۀ يوه مظاهره کښې ونيولے شو او دغه پۀ طوفان صاحب داسې اثر وکړو چې هغه کښې يوه پښتنه  وينه پۀ غورځنګونو شوه او د اردو شاعري ئې پرېښودله او پۀ پښتو کښې ئې شاعري شوروع کړه او د خپل قام او وطن درد او اهونه ئې پۀ خپله شاعرۍ کښې بيان کړل او دې سره سره ئې پۀ ورځپانو کښې خپل ليکونه هم شايع کول نو دې سره به د طوفان تخليقي صلاحيتونه نور هم پوخ کېدل  ۔ ولي محمد طوفان چې کوم ادب تخليق کړو او کوم فکر ئې پښتو شاعرۍ ته ورکړو نو هغه به تل ژوندے وي ۔  ولی محمد طوفان د خدايي خدمتګارۍ د قافلې د مشال يو بڅرکے وۀ ، ولي محمد طوفان صېب د خواري کښو پۀ درد دردمند وۀ او د هغوي مرستيال هم پاتې شوے وۀ ۔ د طوفان د شاعرۍ لهجه تنده تېزه او رزميه وه ځکه خو د طوفان تخلص ورسره ډېر پۀ ځاے او مناسب جوړيدلو۔ هغه صحافتي چارې هم سر ته رسولې وې او په  ورځپاڼو او رسالو کښې ئې د ادارت وظیفې  په ښه شان ترسره کړې وې ۔  د طوفان صېب شاعرۍ د پښتنو پۀ زړونو کښې د قامي مېنې او غرځنګ چپې وهلې او د هغه پۀ  شعر کښې چې د راپارولو کوم تکړه قوت پروت دے هغه پۀ پښتو ادب کښې ډېرو لږو ليکوالو ته نصيب شوې دے ۔ د هغه شاعري د مېدانِ جنګ يوه داسې ټپه ده چې زلمو جزبو ته د استعمار د ړنګولو زور ورکوي او د خپلواکۍ د احساس بڅرو ته پوکي ورکوي ۔

دغه شان چرته چې د خدمتګارو تذکره کېږي نو د ولي محمد طوفان نامه به پکښې ډېره پۀ فخر  او وياړ سره يادولے شي ۔  په طوفان صېب تر دې دمه دوه د اېم فل تهيسز ليکلي شوي دي چې يو پکښې د جرنلزم ځانګې پېښور پوهنتون له خوا د دوي په صحافتي کار او زيار ليکلې شوې مقاله ده او دويم د پښتونخوا مطالعاتي مرکز  باچاخان پوهنتون له خوا د دوي پۀ  ژوند او ادبي خدماتو ليکلې شوې ده ۔  خو د طوفان صېب د پښتو ادب دپاره ستړې دومره ډېرې دي چې په دې شخصيت د پي اېچ ډيانو د ليول کار پکار دے ۔

د غه شان تر دې دمه د طوفان صېب دوه کتابونه چاپ دي (غورځنګ ) چې پۀ کال ۱۹۷۱ء  کښې پۀ وړومبي ځل  چاپ شوے دے دغه شان دوېم کتاب ئې د (منجرې ) په نامه چاپ دے ۔ پۀ دې  کتاب ډېرو سترو شخصيتونو چې پۀ هغې کښې حکيم اسلم سنجري او ملک الشعرا سمندرخان سمندر ديباچې ليکلې دي ۔ د دې نه علاوه د ارواښاد ولي محمد طوفان  ډېر ناچاپه مواد شته دے چې پۀ هغې کښې ناچاپه شاعري ،افسانې چې د “ډيوه” پۀ نامه چاپ ته تيارې دي دغه شان ئې ناچاپه کالمونه چې د بانګ حرم او شهباز په فايلونو کښې خوندي دي او دوه درې ټوکه کښې چاپ کېدے شي‌  ۔ دې سره ئې  مضمونونه ، مقالې چې د پښتون ، لار ، رهبر، اولس ، پښتو، اسلم، غنچه او نورو ډېرو مجلو څخه راټولېدلے شي ۔ دغسې  ولي محمد طوفان صېب څۀ  عمر د اخبارونو او رسالو د ادارت سره تړلے تېر کړے دے ۔ ، او پۀ مجلو او اخبارونو کښې ئې بې شمېره اداريې ليکلې دي ۔ دې قامي دې قامي لارښود او جنګېالې پۀ ۲۶ستمبر ۱۹۸۳ء  ددې فاني دنيا نه  سترګې پټې کړې ۔ چرته چې هم د پښتو اود ذکر کېږي چرته چې د خدائي خدمتګارو ذکر کېږي هلته د ولي محمد طوفان نامه پۀ فخر او جرت سره اخستلے شي ۔

 

نورې ليکنې۔۔۔