د سپين تنګي پېښه او د هغې سياسي اثرات – ديدار وزير

هر کال د اګست میاشت مونږ ته د سپين تنګي ناوړې پېښه هم رايادوي. دا يادول پۀ دوه قسمه وي يو هغه چې مونږ ئې صرف د تاريخ د ستنې او تاريخ کښې د يوې ورځې پۀ رنګ يادوو او بيا چې هغه ستنې او نېټه څنګه واوړي نو بيا هېڅ هم نۀ وي او يو هغه رنګ لکه د تاريخ پۀ کتابونو کښې بېلابېلې پېښې مونږ لولو او د هغې نه مونږ باقاعده سبق اخلو او د هغې پۀ رڼا کښې مونږ د خپلو حالاتو تجزيه کوو او د راتلونکي د پاره تابيا نيسو او زما پۀ خيال چې د تاريخ د يادونې به سائنسي او حقيقي يادونه هم دغه وي. بايد پښتانۀ د خپلو تاريخي پېښو او قامي ورځو يادونه هم پۀ دغه تناظر کښې وکړي.

د سپين تنګي پېښه د خدائي خدمتګار تحريک د ابتدايي ورځو د پېښو نه يوه پېښه ده. بنو کښې د ازادۍ تحريک هسې خو د خلافت تحريک سره سم منظم کېږي. دلته باقاعده د خلافت مقامي کمېټي جوړېږي چې د هندوستان د مرکزې کمېټۍ سره ئې الحاق کېږي. د هجرت پۀ تحريک کښې د بنو ونډه ښۀ ښکاره وه او تر څۀ حده ئې زیاته هم وه. یو شمېر خلقو خپل جائيدادونه پۀ ارزان قيمت خرڅ کړي وو چې مستقل ډول ئې د هجرت تحريک ته ځانونه وقف کړي وو.

خو د “انجمن اصلاح الافاغنه” د جوړېدو سره سم د بنو د ځنو کورنيو چې د امير ممتازخان کورنۍ پۀ کښې پۀ وړومبي سر کښې راځي ، د باچاخان سره پۀ تماس کښې وې او دا رنګې بنو ته د باچا خان د اصلاحي تحریک ازانګه رارسي ، دغسې چې بيا خدائي خدمتګار تحريک څنګه پۀ وجود کښې راځي نو د بنو سياسي کارکنان هم ورسره پۀ تحريک کښې شاملېږي. کال نولس سوه دېرشم کښې چې د سپين تنګې پېښه رامېنځته کېږي نو ياد تحريک دلته هغه رنګ باقاعده منظم نۀ وۀ څنګه چې چارسده يا نورو سيمو کښې ټينګ او غښتلے وۀ. خو د خدائي خدمتګار يو شمېر کارکنان پۀ دغه جلسه کښې شامل وو او د پېښې نه پس د پېښې د پلټنې د پاره باچا خان هلې ځلې پېل کړې او د قېديانو د راخلاصولو د پاره هم اواز تر ټولو زيات خدائي خدمتګار تحريک او بيا ال انډيا کانګرس اوچت کړے ؤ.

د سپينه تنګۍ پېښې د بنو پۀ ځايي سياست ډېر ژور اثرات پرېباسلي دي . مونږ ګورو چې د پېښې نه سمدستي پس وړې وړې جلسې غونډې ، اجلاسونه او ميټينګونه پېل کېږي ، د شهيدانو پۀ ياد کښې کاليزې سترې سترې جلسې پېل کېږي ، د دوي پۀ قبرونو د بېرغونو د ودرولو روايت زور اخلي ، د دوي پۀ ياد کښې نظمونه وئيل کېږي. د باچاخان او ګوند د نورو غړيو تګ راتګ زياتېږي. دې سره اولس سياسي شعور اخلي ، منظم کېږي ، د غلامۍ احساس ئې راولاړېږي او د ازادۍ پۀ مفهوم پوهېږي. خدائي خدمتګار تحريک کښې شاملېږي او د باچاخان پېغام د وړاندې نه پۀ ډېره تېزۍ سره کور کور ته رسي. خدائي خدمتګار تحريک د بنو د يو منلي قوت پۀ شکل کښې مخې ته راځي او د بنو خاص او عام د سياست لوري ته پۀ شدت سره متوجه کېږې.

۱۹۳۰ د پښتنو پۀ تاريخ کښې خونړے کال خو ياد دے چې سپينه تنګۍ نه پرته د قصه خوانۍ او ټکر واقعات هم د دغه کال سره اړونده دي ، ولې دغو ټولو او پۀ خصوصي توګه د سپينه تنګۍ پېښې پېرنګے پۀ دغه نتيجه ورسولو چې نور دلته د دوي د تمکړې ځاے او ځاله نشته. د اصلاحاتو او د انتخاباتو پۀ لم و لېټ ئې څۀ کالونه خو تېر کړل ولې دغو پېښو د پېرنګي قدمونه د پښتونخوا او د ټول هندوستان څخه ډډ کړل.

بيا مونږ ګورو چې د کال ۱۹۳۷ او ۱۹۴۶ انتخاباتو کښې خدائي خدمتګار تحريک (کانګرس) د بنو څخه څومره او څنګه کاميابه کېږي. بنو ته د يو سياسي مرکز حېثيت ترلاسه کېږي . مونږ ګورو چې د کال ۱۹۴۷ د هندوستان د تقسيم د پاره د شوي رېفرنډم نه د بائيکاټ پۀ ترڅ کښې د ټولو وطن دوسته پښتنو يوه اهمه غونډه چې يو اهم قرارداد هم پکښې پاس کېږي چې نن هم د پښتني سياست پۀ تاريخ کښې د “بنو قرارداد” پۀ نامه يادېږي او ډېر د تقدس پۀ سترګه ورته کتل کېږي. نن هم د پښتونخوا د جنوبي ضلعو پۀ سیاست کښې بنو ته يو مرکزي حېثيت ترلاسه دے. د خدائي خدمتګار تحريک/کانګرس دا تسلسل مونږ د نامتو ازادي خوښ مبارز اميرممتاز نه تر سالار يعقوب ، عطاء الله جان ، بازمحمد خان او بيا تر حاجي صمد پورې د تاريخ پۀ هر دور کښې ښۀ پۀ زور او شور سره وينو.

د سپين تنګي د پېښې اثرات دي چې مونږ ته د تاريخ پۀ پاڼو کښې دا هم پۀ نظر راځي چې د فقير ايپي د مسلح مبارزې د پاره هم د بنو نه پۀ ډېر زيات شمېر کښې افرادي قوت ترلاسه کېږي او بنو نه چې کوم افرادي قوت د فقير ايپي سره ودرېږي ، هغه د وزيرستان د جنګياليو پۀ نسبت زيات منظم او پۀ سياسي حواله پوهه او د پښتنو د يووالي پۀ حواله حساس دي ، وجه ئې دا ده چې د بنو ملګري زيات سياسي دي ، د باچا خان د سياسي تربيت لاندې پاتې شوي دي. دغه ملګري پوهه دي چې مبارزې د پاره پوهه ، شعور او اقتصاد ډېر ضروري شيان وي. د بنو زياتره ملګري د کليو پۀ کچه کمېټۍ جوړوي، دوي د تحريک د پاره پۀ کليو کښې چندې کوي ، دوي غله او نور خوراکي توکي راټولوي او د فقير ايپي د تحريک مرکز “ګوروېک” ته ئې رسوي چرته به چې د ټولې پښتونخوا مبارزينو قيام کولو ، لنګر به چلېدو او دلته به دوي خپلې منصوبې تيارولې او د عملي کولو د پاره به ئې مشورې کېدلې.

د سپينه تنګۍ د پېښې اثرات نن هم د بنو پۀ سياست باندې ليدل کېږې. هر کال د دغه پېښې پۀ اړه شهيدانو/زخميانو/مبارزينو ته د خراج وړاند‌ې کولو د پاره يوه لويه جلسه کېږي. دغه جلسه کښې مقررين د هغه پېښې سیاسي او سماجي تاريخې پس منظر بيانوې او د نوي کهول د سياسي مبارزې سره ئې پېوند کوي، دا رنګې نوے کهول د خپلو اسلافو د سياسي نظريې او مبارزې پۀ ترڅ کښې د خپل دور سياسي تناظر ته ګورې. نن هم د هاغه شهيدانو/زخميانو او پۀ دغه پېښه کښې د ګډون کونکيو کورنۍ ډېر پۀ افتخار سره د وطن دوستۍ او قام پرستۍ پۀ تحريکونو کښې برخه اخلي او د ملي غرور څرګندونه کوي.

د يادې پېښې نه وروستو تر ننه پورې بنو پۀ قام وطن د مئينو خاوره ګڼل کېږي. د دغه ځاے اولس کۀ څۀ هم د ملک د پارلېماني نظام د خرابيو له وجې وقتي طور د بېلا بېلو نعرو ښکار شوي هم دي ولې دراصل دغه اولس د پښتون او پښتونولۍ د سياست د پاره ډېره زرخېزه ثابته شوې ده. دلته نه وخت پۀ وخت د قامي تحریک د پاره ډېر نوموړي نومونه مخې ته راغلي دي.

خو ضرورت اوس د دې خبرې شته دے چې بايد مونږ خپل نوے نسل د دغه تاريخي پېښې پۀ تاريخي پس منظر هم خبر کړو او پۀ اهميت ئې هم پوهه کړو ، ترڅو دوي وتوانېږي چې نور هم د خپل قامي تحريک ترڅنګ ودرېږي او د هغو شهيدانو او زخميانو يا د هاغه وخت د کارکنانو د ارمانونو پۀ تکميل کښې کاميابه شو.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …