په طب کښې یوه جمله ډېره مشهوره ده چې وایي “پرهيز د علاج نه غوره دے” دا یوازې یوه وېنا نۀ ده، بلکې د نړۍ د روغتیا د متخصصینو د کار بنسټ يا بنياد دے ۔ هر کال په نړۍ کښې میلیونونه خلک په داسې ناروغیو اخته کېږي چې کۀ لږه پاملرنه، سمه مشوره او روغتیایي پوهاوې موجود وي، نو ډېر له ستونزو ژغورل کېدل ۔ له همدې امله نن سبا پرمختللي هېوادونه د روغنتونونو يعنې هسپتالونو د جوړولو سره یو ځاے د خلکو په پوهولو هم ډېره پانګونه کوي، ځکه پوهه تر ټولو ارزانه، اغېزمنه او موثره درملنه ده ۔ زمونږ په ټولنه کښې بیا ډېر وخت داسې ګڼل کېږي چې روغ سړے هغه دے چې درد نۀ لري خو د طب له نظره روغتیا یوازې د درد نۀ لرل نۀ دي ۔ کله ناکله انسان په ظاهره روغ ښکاري، خو د بدن دننه ناروغي ورو ورو خپل کار کوي ۔ د شوګر ناروغي، د وینې لوړ فشار (Hypertension)، د وینې کمې او ځینې نورې ناروغۍ د اوږدې مودې لپاره هېڅ څرګنده نخښه نۀ لري، خو د څرمنې، وېښتو او نوکانو له لارې خپل لومړني پیغامونه ورکوي ۔زه ډېر وخت د معاینې پر مهال د ناروغ له مخه مخکښې د هغه لاسونو ته ګورم ۔ لاسونه د انسان د ژوند کیسه کوي، د زميندار لاس د خاورې بوي لري، د مزدور لاس د سخت کار نښه لري، د زده کوونکي لاس د کتاب بوي لري او د زوړ سړي لاس د اوږده ژوند تجربه بیانوي ۔ خو کله کله همدا لاسونه د ناروغۍ کیسه هم کوي ۔ وچه څرمن، ژورې درزې، غیر عادي داغونه، د نوکانو بدلون او یا په څرمن داسې نخښې چې له عادي حالت سره توپیر لري، دا ټولې داسې خبرې دي چې یو ډاکټرله پکار دي وګوري ۔
زموږ د پښتونخوا په ډېرو سیمو کښې خلک د نمر لاندې اوږده موده تېروي ۔ لمر د ژوند لپاره اړین يعنې ضروري دے، خو د هر نعمت په شان اعتدال پکښې مهم دے ۔ د اوږدې مودې لپاره د سخت نمر لاندې پاتې کېدل د څرمنې خليو ته نقصان رسوي ۔ د وخت له تېرېدو سره څرمن خپل نرموالې له لاسه ورکوي، ژر زړېږي، ځینې داغونه پېدا کېږي او په هغو کسانو کښې چې کلونه کلونه له ساتنې پرته د نمر لاندې کار کوي، د جدي ستونزو خطر هم لوړېدے شي ۔ له همدې امله د امکان تر حده د سیوري کارول، د بدن د پټوونکو جامواغوستل، ټوپۍ یا پګړۍ په سرول او د ضرورت په وخت د مناسب سنبلاک Sunblock استعمال د څرمنې د ساتنې مهم اصول ګڼل کېږي ۔مونږ پښتانه د پاکوالي دود هم لرو، او دا زمونږ د ټولنې یوه ښکلا ده ۔ خو پاکوالے پکار ده د پوهې له مخې وي، نه د افراط له مخې ۔ ځینې کسان په ورځ کښې څو څو ځله ډېر سخت صابونونه استعمالوي دوی فکر کوي چې هر څومره ډېر صابون وکاروي، څرمن به یې هماغومره پاکه وي، حال دا چې د څرمنې خپل طبیعي غوړ او محافظتي پټ يا پوښ له منځه ځي ۔ نتيجه یې وچوالے، حساسیت او خارښت وي، ښه پاکوالے هغه دے چې څرمن پاکه وساتي، خو طبیعي ساتنه یې هم خوندي پاتې شي ۔ بله ستونزه چې په وروستیو کلونو کښې ډېره شوې، د ټولنیزو رسنیو social media له لارې د روغتیا غلط معلومات دي چې هره ورځ لسګونه اشتهارونه وینو چې وائي “په درې ورځو کې سپین شئ”، “په یوه هفته (اوونۍ) کې ټول داغونه ختم کړئ”، “د تل لپاره ځوان پاتې شئ”. دا خبرې د خلکو هیلي راپاروي، خو طب په هیلو نۀ، بلکې په ثبوت ولاړ دے کۀ داسې جادوګري کریم موجود وے، نو د نړۍ ټولو متخصصینو به یې هماغه نسخه لیکله ۔ حقیقت دا دے چې د هر انسان څرمنه جدا ده، د هرې ناروغۍ وجه جدا ده او د هر ناروغ درملنه هم جدا وي ۔
ما تر ټولو ډېر هغه ځوانان او پيغلې خفه کوي چې د خپلو ملګرو یا انټرنیټ په مشوره دارو درمل کاروي ۔ کله چې په مخ څو دانې پېدا شي، بې له معائنې هر ډول کریم او دوا استعمالوي ۔ څو اونۍ weeks وروستو ستونزه نوره هم پېچيده شي بیا چې کلینیک ته راشي، وایي “ډاکټر صېب! کاشکې په لومړۍ ورځ راغلے وے” دا کاشکې هغه کلمه ده چې زه غواړم زموږ د ټولنې له ژبې ورکه شي ۔مونږ ته پکار ده خپلو ماشومانو ته په وړوکوالي دا ورزده کړو چې روغتیا د ښو اخلاقو او ښې روزنې برخه ده ۔ لکه څنګه چې هغوي ته د کتاب لوستل، د مشرانو احترام او رښتیا وئيل ورزده کوو، همداسې باید د لاسونو پاک ساتل، د څرمنې ساتنه، د نمر له سختو وړانګو (شغاګانو) ځان ژغورل، د بې ضرورته دوايانو نه استعمالول او د ناروغۍ پر وخت د مستند ډاکټر مشوره هم ور زده کړو ۔ هغه ماشوم چې نن دا اصول زده کړي، سبا به یو روغ، بااعتماده او ګټور انسان وي ۔ همدا زموږ د ټولنې حقیقي پانګه ده؛ روغ انسانان. ځکه یوه ناروغه ټولنه نۀ قوي اقتصاد جوړولاے شي، نۀ ښۀ تعلیم او نۀ روښانه راتلونکے ۔ زموږ د وطن ابادي یوازې په سړکونو او ودانیو نۀ کېږي، بلکې په هغو خلکو کېږي چې ذهن او بدن یې روغ وي، کار کولو توان ولري او د خپلې کورنۍ او خپلې خاورې لپاره سالم ژوند وکړي ۔ کله ناکله له ځانه وپوښتم چې د یو ډاکټر تر ټولو ستره بریا څۀ ده؟ ایا دا چې سلګونه بيمارانو علاج وکړي؟ که دا چې سلګونه کسان له ناروغۍ مخکې د ناروغ کېدو مخه ونیسي؟ هر ځل یوې نتيجې ته رسېږم: تر ټولو ستره بریا مخنیوے دے۔ هغه ناروغي چې پېدا نۀ شي، د هر کامياب علاج نه قيمتي ده ۔ همدا وجه ده چې نننے سائنسي طب یوازې د ناروغۍ په درملنه نه، بلکې د روغتیا په ساتنه ټینګار کوي ۔ زمونږ په ټولنه کې یوه بله ستونزه هم شته او هغه دا چې کله ناروغ شو، نو د مستند ډاکټر سره سره لس نور مشاورین هم پیدا شي ۔ یو خپلوان نسخه درکوي، بل ګاونډي خپله تجربه بیانوي، درېم د درملتون له المارۍ کوم کریم راخلي او څلورم د ټولنیزو رسنیو social media یوه ویډیو درلېږي۔ د نیت خبره نه ده؛ زمونږ خلک د يو بل خېر غواړي، خو هره ناروغي د بلې ناروغۍ په شان نۀ وي ۔ هغه دوا چې یو کس ته ئې ګټه کړې وي، کېدې شي بل ته زیان ورسوي ۔ ځکه طب د اټکل يا اندازې نه، بلکې د معاینې، تشخیص او علم پر بنسټ ولاړ دے ۔ د څرمن په ناروغیو کې دا ستونزه لا پسې ډېره ده ۔ کله چې په مخ دانې راووځي، د بدن په کوم ځاے خارښت پېدا شي، یا کوم داغ ښکاره شي، ډېر خلک وړومبے بازار ته ځي، نه ډاکټر ته ۔ حال دا چې هماغه داغ کېدے شي یوازې یوه ساده ستونزه وي او کېدې شي د بدن د یوې جدي ناروغۍ لومړنې پیغام هم وي ۔ د یو سپيشلسټ لپاره دا توپیر مهم دے، ځکه د وخت په سر تشخیص (Diagnose) ډېر وخت د اوږدې ناروغۍ مخه نیسي ۔ مونږ پکار ده دا هم ومنو چې ښکلا د انسان د ارزښت يا قدر پیمانه نۀ ده ۔ د ټولنیزو رسنیو په زمانه کښې داسې تصوير رامنځته شوے دے چې ګنې هر څوک پکار ده بې داغه، بې چینه او د یوه ټاکلي رنګ خاوند وي ۔ دا تصور نه یوازې غېر واقعي دے، بلکې د زرګونو ځوانانو خود اعتمادي هم زیانمنوي ۔ د طب له نظره ښۀ څرمن هغه ده چې خپله طبیعي دنده په ښه ډول ترسره کړي، نه دا چې د اعلانونو او اشتهارونو د معیارونو مطابق ښکاره شي۔ د هر انسان طبیعي رنګ، د هغه د جینیاتي جوړښت او چاپېریال برخه ده او روغتیا باید تل له مصنوعي ښکلا مخکې ځاے ولري ۔زمونږ مشرانو به وئیل چې “روغ وجود تر ټولو لویه شتمني ده.” ښايي هغه وخت د طب کتابونه نه وو، خو د ژوند تجربه یې سمه وه. نننۍ څېړنې هم همدا وائي چې متوازنه غذا، کافي اوبه، منظم خوب، مناسب بدني فعالیت او د اړتیا پر مهال د مستند ډاکټر مشوره د ډېرو ناروغیو د مخنیوي بنسټونه دي ۔ دا اصول نۀ یوازې د پوستکي، بلکې د ټول بدن لپاره ګټور دي ۔ زما هیله دا ده چې دا کالم یوازې د لوستلو لپاره نه وي ۔ د کور هر غړے د لوستلو نه وروستو یو وړوکے مثبت بدلون هم راولي، نو زموږ موخه او مرام به ترلاسه شوې وي ۔ که یو پلار خپل ماشوم د څرمن د مسئلې په وخت متخصص ته ورسوي، که یوه مور د بازار د نامعلومو کریمونو په ځاے له علمي مشورې ګټه واخلي، که یو ځوان د انټرنیټ د اعلانونو په ځاے د مستندې معاینې پرېکړه وکړي، نو دا به زمونږ لپاره تر هرې ستاینې لویه لاسته راوړنه وي ۔