د پښتون افغان وطن جغرافيائي موقعيت ددې وسائل او معاشي ارزښت کۀ يو اړخ ته ځان ته د نړيوال طاقتونو پام راګرځولے دے نو بل خوا ددغه طاقتونو د اهدافو پوره کولو لپاره ددې قام او اولسونو اجتماعي جهالت او ناپوهۍ دغه کار نور هم اسان کړے دے ۔ خان زمان کاکړ وائي چې جنګونه د جهالت د خېټې نه زيږي، جهالت په جنګونو کښې طوالت پېدا کوي ۔ نن هم په يويشتمه پيړۍ کښې د بر وطن په جينکو د تعليم دروازې بندې دي، په هره دوېمه ورځ پاکستان هلته هوائي بريدونه کوي ۔ د جديد سائنس او ټيکنالوژۍ په دور کښې مونږ د خپلې ټولنې د نیمې نه زيات وګړي د اعلی تعليمونو څخه محروم ساتلي ۔ ددې شاته بې له دې بل هېڅ غرض نشته چې راروان نسلونه دې د جهالت په دوامداره تياره کښې ښکېل وساتلې شي، ولې چې څومره جهالت زياتيږي دومره جنګونه زياتيږي او هم دومره دا وطن برباديږي ۔هسې خو په افغانستان کښې سياسي اړي ګړي يو اوږد تاريخ لري چې پکښې کورنۍ جګړې، قبائيلي بغاوتونه، حکومتونه بدلېدل او د انګرېز سره درې تاريخي جنګونه هم شامل دي، بلکې د انګرېز نه مخکښې سکهـ، مغل، ترک، منګول، عرب او تر د سکندر يوناني پورې د وخت هر زورور دلته خپله پنجه ازمائي کړې ده، خو اوسنۍ بدامني او جګړې د اپريل 1978 د ثور انقلاب او بيا د هغې په ضد عوامي بغاوت يا ردِ انقلاب (Counter Revolution) نه سر چينې اخلي ۔ د امريکې او سويت يونين د يو بل سره د اوږدې سړې جګړې Climax هم په دغه وخت کښې هله وشو چې کله د ثور انقلاب په ضد عوامي بغاوت يا غبرګون د کليو او بانډو څخه راپورته شو او په يو ذبردست جنګ باندې بدل شو۔ د اویایمې لسیزې په اوائلو کښې د چا ګمان هم نۀ راتلو چې ګنې افغانستان يو مستقل بې ثباتۍ اړخ ته روان دے ۔ د شوروي اتحاد د ځواکونو افغانستان ته راننوتل د کال 1979 هغه اخيري پېښه وه چې ددې خطې ټوله سياسي منظر نامه ئې بدله کړه چې اثرات ئې نن هم ښکاره دي ۔
کال 1979 په اسلامي نړۍ کښې يو مهم کال ګڼلې کيږي چې پکښې څلور داسې غټ واقعات شوي چې د اسلامي نړۍ او بلخصوص د پښتون افغان وطن جيو پالټکس ئې بيخي بدل کړو ۔ دغې واقعاتو نۀ يواځې دا چې اسلامي نړۍ باندې اغېز کړې بلکه د دغو پېښو Aftershocks د لرې ختيځ (Far East) نه واخله تر د چيچنيا، يورپ او امريکا پورې محسوس کړې شوي ۔ دغه ټول واقعات دومره پېچلي او ګڼ اخېز دي چې ځان ته پرې کتابونه ليکلې شوي، ولې زۀ ئې دلته سرسري تفصيل بيانوم ۔
وړومبے پېښه د ايران اسلامي انقلاب وه چې په نتيجه کښې ئې ”رضا شاه پهلوي“ ملک بدر شو او يوه شيعه اسلامسټ ډله واک ته ورسېده چې کومه تر دا دمه په واک کښې ده او باوجود د امريکې د دومره غټ مداخلت لرې نۀ کړې شو۔ دې انقلاب د امريکې سره سره عرب هېوادونه بالخصوص د سعودي عرب لپاره يو تشويش او ويره پېدا کړه ۔ که يو اړخ ته ايران د امريکې او اسرائيل لپاره خطره جوړه شوه نو ددې سره سره د سعودي عرب او نور عرب هېوادونو د باچاهانو سره د خپل بادشاهت د ختميدو ويره پېدا شوه چې هسې نه د ايران د انقلاب نه د دوي خپل عوام متاثره شي او دي ته ستونزې جوړې کړي ۔ دغلته د شيعه سني عنصراو د ايران عرب پخوانۍ تربګنۍ هم خپل خپل اثرات او خدشات لرل ۔
دوېمه پېښه د مصر او اسرائيل د جنګ وروستو د مارچ په مياشت کښې باهمي امن معاهده وه کومه چې د مصر صدر ”انور سادات“ او د اسرائیل وزیراعظم ”منچن بيګن“ تر مېنځ د امريکې د هغه وخت صدر ”جيمي کارټر“ په سهولت کارۍ ترسره شوې وه ۔ دغه معاهده د اسرائیل او عربو ترمېنځ د ډېر وخت د جنګونو وروستو کيدل و ۔ کله چې په کال 1948 کښې د عرب اسرائيل اوله جګړه کښې عربو شکست وخوړو نو دغې ته عرب علماؤ او دانشورانو النکبة اوئيل يعنې The Disaster. چې دا زمونږ لپاره تباهي ده ۔ هم دغه شان د کال1967 جګړې وروستو چې پکښې اسرائيل د مصر سنائې جزيره او نورې علاقې ونيولې نو دغه يو بل سخت ګوزار و ۔ د دغې امن معاهدې په عربو خصوصاً د فلسطين په ليډرانو کښې غم او غصه پېدا کړله او دوي ورته په ښۀ نظر نۀ کتل ۔ ددغې معاهدې په نتيجه کښې مصرد عرب دنيا اولنې هېواد جوړ شو چا چې اسرائیل په رسميت وپېژندۀ او ورسره ئې سفارتي تعلقات جوړ کړل ۔انور سادات او بيګن ته خو د امن نوبل جايزه ورکړې شوه ولې عرب عوامو په دغه حکمرانانو باندې لعن تعن شروع کړو او دوي ئې د کافرو اله کار ګڼل شروع کړۀ ۔ شايد چې هم دغه لامل و چې وروستو په کال 1981 کښې انور سادات د يو پوځي پرېډ په مهال ووژل شو۔ ياده دې وي چې دغه پرېډ ته د امريکې د کانګرس غړې او د افغان جهاد تر ټولو غټ Orchestrator چارلي ولسن هم مدعو ؤ ولې په عین موقع هغه ددغې پروګرام تلو نه پاتې شوې ؤ۔
درېمه پېښه د نومبر په مياشت کښې د خانه کعبې محاصره وه کومه چې د سعودي عرب پخواني اخوان تنظيم له خوا شوې وه ۔ اخوان د جديد سعودي رياست په تشکيل کښې هم يو مهم کردار ادا کړې و۔ په شروع کښې د سعودي حکمرانانو دا خيال و چې دغه محاصره شايد ايران کړې وي ۔ هم دغه شان په پاکستان کښې د مذهبي حلقو دا خيال و چې دا محاصره امريکې او اسرائيل کړې ده ۔ ددې پېښې نور وجوهات هم دي چې زيات د سعودي حکمرانانو د پاليسو سره اړه لري ولې يو مهم لامل ئې د مصراو اسرائيل تر مېنځ دغه معاهده وه ۔ ددې معاهدې وروستو په عرب حکمرانانو باندې د خلکو باور ختم شوے و۔ د اخوان ډلې مشري ”جهيمان ااعتېبي“ کوله او فکر ئې دا و چې ټول عرب حکمرانان په مغرب باندې خرڅ شوي دي او دا چې دوي اسلامي نړۍ ته يو نوې نظام راوړل غواړي ۔ د دغې غرض لپاره دوي حرم شريف د يو سټېج په توګه وکاروۀ ۔ ددې پېښې پوره شاليد او واقعات د ”سيد فخر کاکا خيل“ کتاب ”جنګ نامه“ کښې کتلې شئ ۔
څلورمه مهمه او اخيرۍ پېښه په افغانستان د شوروي اتحاد د پوځونو راننوتل و کوم چې په 24م د دسمبر باندې شروع شو۔ د دې سره په ټوله اسلامي نړۍ کښې د ډېر زيات غم او غصې څرګندونه وشوه او عام مسلمانانو دا ګڼل شروع کړل چې اسلام د يو سختې حملې او خطرې سره مخ دے ۔ د شوروي اتحاد پوځونه په افغانستان کښې د کميونسټ حکومت د مرستې لپاره د بريژنيو ډاکټرائن د مخه راغلي و۔ شوروي پوځونه په هغه وخت کښې راننوتل چې کله حالات د خلق ډيموکراتيک ګوند د لاسو څخه وتل پېل شو او ورته بغاوت په سيوا کېدو شو۔ د دغې ځواکونو راننوتلو امريکې ته دا موقع په لاس ورکړه چې څنګه وکړې شي دغه واړۀ واړۀ بغاوتونه په يو منظم او هنري طريقه يو عسکري چريکي (ګوريلا ) جګړه باندې بدل کړي ۔ امريکا د سويت يونين نه د ويتنام د بدل اغيستو لپاره د دنيا د تاريخ يو غټ خفيه ګوريلا اپرېشن شروع کړو۔ د دغې وروستو بيا افغانستان ښاده ورځ ونۀ ليده ۔ يو پرامنه هېواد د بارودو ډک کړے شو او د وسلو او وسلوالو يو داسې انډسټري په وجود کښې راغله چې تر اوسه دغه منډهۍ لا په ترقۍ روانه ده ۔ د پاکستان سره سره پکښې هندوستان، چين، سعودي، مصر، ترکيې نور عرب هېوادونو، پولېنډ، برازيل عن تر دې چې داسرائیل غوندې هېواد هم پکښې ښۀ بلها دکانداري وکړه ۔
د دې څلورو پېښو نه علاوه درې نورې پېښې داسې دي چې شايد په وزن وړې وي ولې د دغه واقعاتو سره ئې بلواسطه يا بلا واسطه تعلق وي ۔ او هم په دغه کال کښې رونما شوي ۔ په دې کښې په 4 م اپريل د پاکستان د پخواني وزيراعظم ذوالفقارعلي بټو عدالتي قتل، د امريکې ايمبېسۍ تهران کښې د هغې غړي او کارکونکي د 444 ورځو لپاره بندي کول کوم ته چې Tehran Hostage Crisis وئيلې شي ۔ او دغه شان په پاکستان کښې د امريکې په سفارت خانه باندې د قائد اعظم پوهنتون د محصلينو د جمات اسلامي په کومک سره حمله کول او کارکونکي بندي کول ۔ د اسلام اباد د امريکې سفارت خانه د پېښې په نتيجه کښې نۀ صرف دا چې د 22 ملين ډالرو په خرڅ جوړه شوې ودانۍ د منځه لاړه بلکې د يو امريکائي بشمول درې پاکستاني کارکونکيهم پکښې مړۀ شوي و۔ ددې نه پرته د جمات اسلامي باني اؤ بنسټګر مولانا مودودي صېب هم په دغه کال په نومبر کښې په امريکا کښې په حق رسېدلےؤ کوم چې هلته د علاج په غرض په دغه کال د اپريل په مياشت کښې تلې ؤ۔