اداريه–اکتوبر 2026

دا ليکنه شريکه کړئ

د پنجاب مريم نواز غږ پورته کړے چې ماته د هندوستان نه هيڅ د ترهه ګرۍ ويره نشته کۀ ويره لرم نو د ګاونډي صوبو پښتونخوا (خصوصاً) نه لرمه ۔  پښتونخوا يوې  ژورنالسټې فرزانه علي پۀ يوه ساه ځواب کړي دي چې پښتونخوا ته ترهه ګري د پنجابي استعماري حرامتوبونو او جهادونو پۀ سبب راغلې ده ۔ خبر ګرم دے چې فرزانه علي د آج چېنل د نوکرۍ څخه فارغه کړې ده ولې چې سوال کول يا د استعمار پۀ سترګو کښې سترګې اچول ګناه ده ۔

ديارلس کلونه پوره شول چې پۀ پښتونخوا باندې د ګوډاګو حکمراني پۀ جبر مسلط ده ۔ کله د اے ټيم کردار لوبوي او کله د بي ټيم ۔ د پښتونخوا په پينځلس ضلعو کښې د طالبانو رټ قايم دے ۔  د پښتونخوا پۀ وزيراعلی  باندې سوال وشو چې د پښتنو د بربادۍ پۀ حواله څۀ وايئ ۔ د هغوي ځواب و چې مونږ عمران خان ژاړو او دغه محاوره ئې د طنز نه زياته کړې ده چې (عالم پۀ څۀ دے او سېدعالم پۀ څۀ دے) ۔ دا خبره ئې بېخي سمه ده عالم پۀ څۀ دے ؟ هسپتالونو کښې د صحت کارډ پۀ نوم غټ کرپشن روان دے، د وارډ دننه او بهر د صحت نظام درهم برهم دے ۔ اوس اوس انکشاف شوے چې د صوبې د غټ هسپتال د ريسرچ ټوله ډېټا شوکت خانم ته ځي او د اربونو ډالرو کاروبار پرې روان دے ۔

عالم پۀ څۀ دے ؟ ګرانۍ اسمان ته خلۀ رسولې ده، تعليمي نظام پۀ نشت حساب دے ۔ د صوبې پۀ ټولو پوهنتونونو کښې يوه انه روپۍ نشته ۔ هغه تعليم چې اتلسم ترميم د وطن بچو ته مفت ورکوي دوي نارمل فيسونه اويا زره نه يو لاکهـ روپو ته وخېژول ۔ عالم پۀ څۀ دے ؟ د پښتونخوا هر اداره د کرپشن د سکېڼډلونو سره مخ ده او دننه ئې کارکردګي پۀ صفر ولاړه ده ۔  پۀ داسې حال کښې سېدعالم (تحريک انصاف) لګيا دے د وفاقي حکومت سره ئې پۀ فري پلېن باندې پټ پټوني جوړ کړي دي ۔ عمران خان په اډياله کښې بندي دے خو لانګ مارچ به د لکي مروت نه تر صوابۍ د پښتونخوا پۀ سړکونو باندې کېږي ۔

اېمل ولي خان څۀ موده وړاندې وئيلي و چې دوي عمران خان بالکل ازادول نۀ غواړي بلکې خپل ټين اېور پوره کوي او هم هغسې خبره روانه ده ۔ اوس خو پکښې د ګورنرراج قيصه هم ګردش کوي او هر څو کۀ دغه پۀ سټامپ راغلي ممبران ويروي ولې عوامي نېشنل ګوند پۀ کلکه د داسې نظام غندنه کړې ده ۔ سليم صافي کالم ليکلے دے او د پښتونخوا مسئله ئې د لانګ مارچ پۀ ځاے باندې د دهشت ګردۍ بيانيه ګرځولې ده ۔ خو خپله مجبوري ئې پکښې د ورايه ليدې شي چې پۀ تحريک انصاف د طالبانو سره د همدردۍ تور لګوي خو د سيکې پۀ دوېم اړخ باندې خبره نۀ کوي ۔ اخر سوال د هر ماشوم او هر وګړي جوړېږي چې دا څنګه جنګ دے چې هندوستان ئې پۀ پنجاب کښې نۀ کوي صرف دلته ئې پۀ پښتونخوا کښې کوي نو ځکه دهشت ګردي لويه مسئله ده خو پۀ دې مسئله چا هم خبر ونکړه ۔

پښتون مجله پۀ خپلو لوستونکو باندې دغه غږ کوي چې د رياستي مشنرو پۀ ضد مونږ سره صرف انګازې، فيکټس ار فيکټس، پښتون، امن ټي وي او شهباز ډيجټيل پلېټ فارم دي چې د قام د پاره کار کوي بايد دې ته پوره پۀ پوره متوجې شو۔

نورې ليکنې۔۔۔