نن چې زما مخې ته کوم کتاب پروت دے، دا یوازې د یو شخصیت د ژوند لیک نۀ دے، بلکې د پښتنو د معاصر سیاسي، ټولنیز او فکري تاریخ یوه مهمه برخه په خپلو پاڼو کښې رانغاړو ۔ دا کتاب د هغه انسان د ژوند، مبارزې اؤ فکر هينداره ده چې خپل ټول ژوند ئې د باچا خان بابا د عدم تشدد،خدمت، ورورولۍ اؤ انسان دوستۍ د فلسفې له پاره وقف کړے ؤ ۔ دغه شخصیت ارواښاد سید عاشق شاه باچا صاحب دے ـ زۀ دلته د باچا صاحب د رسمي پېژندګلو یا د هغوي د پېدائش او وفات نېټې د زندانونو قیصو نه تېرېږم ځکه چې دا هر څۀ ډېر پۀ تفصیل سره پۀ دغه مذکوره کتاب کښې لیک دي، زۀ به د خپل لیک موضوع لګه بدله کړم ـ دا د قدر وړ کتاب د ښاغلي فیاض علي فیاض د څو کلونو د محنت، څېړنې او مینې یوه غوره نمونه ده ۔ نن سبا چې مونږ د خپلې ټولنې حالات ګورو، نو یو تریخ حقیقت راته مخې ته ودرېږي ۔ مونږه له ډېر وخت نه د خپلو اتلانو نومونه خواخلو، خو د هغوي د ژوند، فکر او مبارزې د محفوظ ساتلو د پاره لږ کار هم نۀ کوو۔ زمونږ د تاریخ ډېر قیمتي بابونه یا د وخت پۀ دوړو کښې پټ شوي او یا لا هم د ناچاپه اثارو او شخصي حافظو پۀ بڼه پراتۀ دي ۔ هم له دې امله د داسې کتابونو زیات ضرورت دے، ځکه چې دا د تاریخ هغه پاڼې دي چې کۀ نن دا محفوظ نۀ شي، سبا به د تل لۀ پاره د منځه لاړې شي ۔
د خدائي خدمتګار تحریک د پښتنو پۀ تاریخ کښې یواځې یوه سیاسي مبارزه نۀ وه، بلکې دا یو فکري، اخلاقي او اجتماعي انقلاب وۀ ۔ باچا خان بابا غوښتل چې پښتون د ټوپک پۀ ځاے قلم واخلي، د انتقام پۀ ځاے بخښنه خپله کړي، د جهل پۀ ځاے علم خپل کړي او د قبیلوي تعصب پۀ ځاے د انسانیت لار ونیسي ۔ د دې ستر تحریک تر شا یواځې یو مشر نۀ ؤ سلګونه داسې مخلص ملګري و چې خپل ژوند، ازادي او ارام ئې د دې نظریې د پاره قربان کړي و ۔ سید عاشق شاه باچا هم د دغو رښتینو ملګرو له ډلې څخه یو وۀ ۔ هغه د شهرت، عهدې او شخصي ګټې سړے نۀ ؤ۔ هغه د خدمت سړے ؤ هغوي د خپل مرشد، باچا خان بابا تر څنګ داسې وخت تېر کړے ؤ چې هره ورځ ئې د ازمېښتونو، جېلونو، دباؤنو او قربانۍ قیصې له ځان سره لرلې، خو د دۀ پۀ فکر کښې کله هم د عدم تشدد فلسفه کمزورې شوې نۀ وه،او نۀ ئې د خپل قوم د خدمت څخه لاس اخستے ؤ ۔ مونږ باید دا هم ومنو چې د پښتنو پۀ تاریخ کښې یوه لویه کمزوري دا پاتې شوې ده چې د ډېرو هغو خلقو پۀ اړه چې د قوم لۀ پاره ئې ستر خدمتونه کړي، خو پۀ دوي څۀ منظم او مستند کتابونه نۀ دي لیکل شوي ۔ د تاریخ ډېرې برخې زباني نسل پۀ نسل انتقال شوې دي، او دا طریقه تل د هېرېدو له خطر سره مخ وي ۔ هم دا وجه ده چې هر هغه لیکونکے چې د تاریخ یوه خالي خانه ډکوي ، پۀ حقیقت کښې دا د خپل اولس د حافظې ساتنه کوي ۔ هم دا ځاے دے چې د فیاض علي فیاض ستاینه پکار ده ۔ دوي یواځې د معلوماتو راټولولو هڅه نۀ ده کړې، بلکې د بېلابېلو سرچینو، اسنادو، لیکنو، خاطرو او د سید عاشق شاه باچا د معاصرو کسانو د څرګندونو پۀ رڼا کښې ئې داسې اثر ترتیب کړے چې لوستونکي د یو شخصیت د ژوند سره پۀ خاص توګه اشنا کوي ۔ دا کار پۀ څو ورځو او څو میاشتو نۀ کېږي ۔ دا کلونه کلونه حوصله، شوق او د تحقیق ذوق غواړي ۔ کله چې ددې کتاب فهرست ته نظر واچولے شي، نو هر سړے به دا محسوسوي چې لیکوال کوښښ کړے چې د سید عاشق شاه باچا د شخصیت هر اړخ راسپړدے شوے دے ۔ د بېلابېلو لیکوالو مقالې، خاطرې، تبصرې او د تاریخ مهمې خبرې دا څرګندوي چې دا کتاب یواځې د یؤ لیکونکي شخصي نظر نۀ دے، بلکې د ګڼو شاهدانو، هم فکره ملګرو او څېړنکارانو د نظرونو مجموعه ده هم دې خصوصیت د کتاب قیمت نور هم لوړ کړے دے ۔
زما پۀ خیال د دې کتاب تر ټولو ستر خاصیت دا دے چې د یو انسان د ژوند تر څنګ ئې د یو دور عکاسي هم وړاندې کړې ده ۔ کله چې مونږ د سید عاشق شاه باچا د ژوند پاڼې اړوو، نو پۀ حقیقت کښې د خدائي خدمتګار تحریک د مبارزې، قربانیو، زندانونو، سیاسي حالاتو او د پښتنو د سماجي ژوند یو مکمل دور هم زمونږ مخې ته ودرېږي ـ کۀ مونږ د سید عاشق شاه باچا شخصیت ته د نزدې نه وګورو، نو وینو چې د دوي پۀ ژوند کښې درې خصوصیات پۀ ښکاره ډول راڅرګندېږي ۔ بې لوسه خدمت، سیاسي بصیرت او پۀ اوصولو کلک ودرېدل ـ د خدائي خدمتګار تحریک د هغو شخصیتونو څخه وۀ چې د سیاست موخه ئې کرسۍ او منصب نۀ ؤ، بلکې د انسان خدمت او د ټولنې اصلاح ګڼله ۔ هم د دې فلسفې پۀ وجه ئې هر قسم ستونزې پۀ زغم، حوصلې او ثابت قدمۍ سره زغملې دي ۔ د باچا خان بابا د مبارزې یو مهم اړخ دا وۀ چې هغه به وئیل ۔ “قامونه پۀ ټوپک نه، بلکې پۀ تعلیم، شعوراو اخلاقو ژوندي پاتې کېږي”۔ سید عاشق شاه باچا هم دا پیغام پۀ خپل ژوند کښې عملي کړے وۀ ۔ هغه پوهېدو چې د تشدد ځواب پۀ تشدد نۀ ورکول کېږي، بلکې د صبر، استقامت او فکري مبارزې د لارې بدلون رامنځته کېږي ۔ هم دا وجه ده چې د دوي نوم د عدم تشدد د فلسفې له رښتینو ملګریو سره یوځاے یادېږي ۔ تاریخ یواځې د باچاهانو او حکمرانانو پۀ نومونو نۀ لیکل کېږي، بلکې هغه خلق هم د تاریخ برخه وي چې د اولس پۀ زړونو کښې ځاے پېدا کړي ۔ ډېر داسې مشران تېر شوي چې د واک پۀ ګدۍ ناست و، خو نن ئې څوک نوم هم نۀ اخلي ۔ خو هغه کسان چې د اولس د پاره ئې قربانۍ ورکړې دي، د هغوي یاد د خلقو پۀ حافظه کښې تل پاتې وي ۔ سید عاشق شاه باچا هم د داسې کسانو پۀ شمار کښې موجود دے ـ د باچا صېب د ژوند هر اړخ د محفوظ کولو له پاره د ښاغلي فیاض علي فیاض هڅه د خاص درناوي وړ ده ۔ زمونږ پۀ ټولنه کښې ډېر کسان د تاریخ د اهمیت خبرې کوي، خو ډېر لږ کسان ئې د راټولولو، لیکلو او مستند کولو زحمت پۀ غاړه اخلي ۔ فیاض علي فیاض هم دا دروند کار ترسره کړو ۔ دوي د بېلابېلو کتابونو، مجلو، ورځپاڼو، شخصي نظرونو، روایتونو او د سید عاشق شاه باچا د همعصره کسانو له خبرو څخه داسې مواد راټول کړي چې نن د یو منظم او مستند کتاب پۀ بڼه زموږ مخې ته پروت دے ـ د دې کتاب بله ښکلا دا ده چې هر لیکونکي پرې د سید عاشق شاه باچا د شخصیت یؤ نوے اړخ راښودلے کۀ د هغوي سیاسي مبارزه ده،اخلاقي خصوصیت دے او کۀ د باچا خان بابا سره نزدې ملګرتیا ده، د باچا صېب د شخصیت یوه مکمل څهره پکښې موجود ده ـ
زۀ پۀ خصوصي ډول د کتاب د سریزو ذکر هم ضروري ګڼم ۔ ډېر ګران مشر افرا سیاب خټک صاحب د ستر خدائي خدمتګار تر عنوان لاندې ډېر جامعې اؤ یادګاري لیکل کړي دي چې د خپل د پي ایس ایف د وخت او پۀ جېلونو کښې باچا صاحب سره د ملاقاتونو ذکر خصوصي کړے دے ۔ د ګوند صوبائي مشر میا افتخارحسېن صاحب هم د “رښتونے عاشق ” تر عنوان لاندې لنډ بحث کړے دے ۔ هم دغسې پروفېسر ډاکټر شېرزمان سیماب صاحب هم تاریخي ” سریزه ” لیکلې چې د کتاب ښکلا ئې خوشبوداره کړې ده ـ ګران کشر او لوے محقق توقیر احمد صاحب هم ” د قام عاشق ” تر عنوان لاندې بلها ګټوراو علمي لیک کړے دے ۔ ملک فرهاد صاحب خپل لیک ” د تپه مومندو فخر” سره پوره پوره انصاف کړے دے او بیا خاص کر د دې کتاب د پاره د ملک صاحب بله غټه قرباني چې د کتاب د چاپ مصرف ئې ټول پۀ خپل ځان یا د خدائي خدمتګار پۀ تنظیم منلي و۔ ښاغلي فیاض علی فیاض ئې پۀ خپلو خبرو کښې شکریه ادا کړې ده ۔ مونږ ئې هم د دغه لوے کار ستاینه کوو ـ د باچا صاحب برخوردار سید فاروق شاه صاحب د ” اظهار تشکر” تر عنوان لاندې د خپل والد صاحب د دور د خپل کور او حجرې خاطرې شریکې کړې دي او د ګران فیاض علی شکریه ئې ادا کړې ده ـ فیاض علی فیاض د” خپلې خبرې” تر سرخط لاندې د کتاب د چاپولو پۀ اهمیت خبرې کړي او ورسره ئې د تمامو مرسته کونکیو ملګریو او مشرانو شکریه هم ادا کړې ده ـ د کتاب پۀ اخري څو پاڼو کښې د باقي لیکونکیو لنډې تبصرې چاپ دي، د راقم پکښې هم یوه لنډه تبصره موجود ده ـ
زما پۀ خیال د فیاض علي فیاض تر ټولو لویه کامیابي دا ده چې دۀ د یو انسان ژوند د یؤ خاص دور لۀ تاریخ سره وتړلو۔ ځکه چې د سید عاشق شاه باچا قیصه د یو فرد قیصه نۀ ده ۔ دا د یو فکر، یو تحریک اؤ د قربانیو د یو اوږد سفر قیصه ده ۔ څوک چې دا کتاب لولي، هغه یوازې د یو شخصیت پۀ اړه معلومات نۀ ترلاسه کوي، بلکې د خدائي خدمتګار تحریک د مبارزې، د پښتنو د سیاسي تاریخ او د عدم تشدد د فلسفې بنیادي اړخونو سره هم اشنا کېږي ـ کۀ نن مونږ خپل مشران ونۀ لیکو، سبا به نور خلق زمونږ تاریخ د خپلې خوښې له مخې ولیکي ۔ ځکه نو د فیاض علي فیاض دا کار یواځې د یو کتاب چاپول نۀ دي، بلکې د پښتنو د تاریخي حافظې د ساتنې یوه مهمه هڅه ده، او هم دا ئې تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده ۔کله چې د یو کتاب د ارزښت خبره کېږي، نو یواځې د کاغذ، چاپ او جلد خبره نۀ وي ۔ د یو کتاب اصلي ارزښت پۀ دې کښې وي چې هغه د خپل وخت، خپل اولس او خپل تاریخ د پاره څۀ پرېږدي ۔ زما پۀ خیال د سید عاشق شاه باچا دا کتاب هم د دې معیار له مخې د ستاینې وړ اثر دے ۔ دا یواځې د یؤ شخصیت د ژوند احوال نۀ دي، بلکې د خدائي خدمتګار تحریک د تاریخ يوه مستنده کړکۍ ده چې د هغې له لارې راتلونکي نسلونه د خپلې ماضۍ یوه مهمه دوره لیدلې شي ـ
مونږ ډېر وخت نه دا ګیله کوو چې زمونږ تاریخ نورو لیکلے دے، زمونږ د مشرانو حق نۀ دے ادا شوے او زمونږ د قربانیو ذکر پۀ سمه توګه نۀ دې شوے ۔ دا خبره تر ډېره حده سمه ده، خو باید دا هم ومنو چې دا خالي خانه به څوک ډکوي؟ د دې د ډکولو مسؤلیت هم زمونږ پۀ اوږو دے ۔ تر هغه چې مونږ خپل تاریخ ونۀ لیکو، خپل مشران ونۀ پېژنو او خپلې قربانۍ رقم نۀ کړو، تر هغې به د هېرېدو دا لړۍ روانه وي ۔ هم دا وجه ده چې د ښاغلي فیاض علي فیاض دا کار یواځې د یو لیکوال شخصي هڅه نۀ ده، بلکې یو قامي خدمت دے. هغۀ د اسنادو، د ډائرو، خاطرو او مقالو پۀ راټولولو سره د پښتنو د معاصر تاریخ یوه مهمه برخه د ضایع کېدو څخه ساتلې ده ۔ دا ډول کارونه د څو ورځو او څو میاشتو نه، بلکې د کلونو صبر، تحقیق او ذوق غوښتنه کوي ۔ د داسې خدمت ستاینه یوازې د یو کتاب د چاپ مبارکي نۀ ده، بلکې د علم، تحقیق اؤ قامي شعور د درناوي څرګندونه ده ۔ زۀ پۀ دې باوري یم چې دا کتاب به یواځې د مطالعې د پاره نه، بلکې د څېړنې د پاره به هم یوه مهمه سرچینه وګرځي ۔ د یونیورسټو زده کونکي، د تاریخ څېړونکي، لیکوالان، او دَ خدائي خدمتګار تحریک د تاریخ مینهوال به ترې ګټه واخلي ۔ کۀ د داسې اثارو د لیکلو اؤ خپرولو لړۍ دوام ومومي، نو زمونږ د قامي تاریخ ډېر پټ بابونه به هم راتلونکیو نسلونو ته وسپارلے شي ۔
دلته زۀ یو ځل بيا د کتاب لیکوال فیاض علي فیاض ته د زړۀ له کومي مبارکي وایم ۔ هغۀ پۀ ډېر اخلاص، خوارۍ او ایماندارۍ سره دا تاریخي پنګه زمونږ مخې ته کېښوده ۔ د دۀ دا خدمت د ستاینې او قدر وړ دے ۔ هیله لرم چې نوموړے هم داسې د خپل قلم سفر ته دوام ورکړي او د پښتنو د تاریخ نور هېر شوي شخصیتونه هم د کتابونو پۀ شکل راتلونکیو نسلونو ته وسپاري ۔ د دې کتاب د چاپ زیار پۀ خپل سر اخستل د خدائی خدمتګار پېښور ډویژن سالار ملک فرهاد خان ،د کتاب پۀ برابرولو کښې د مرستې کوونکیو ټولو ملګریو، پبلشر او د سید عاشق شاه باچا د کورنۍ غړو ته هم مبارکي وړاندې کوم چې د دې تاریخي خدمت سر ته رسېدو کښې ئې خپل رول ادا کړی دے ـ پۀ اخره کښې به دومره ووایم چې قومونه یواځې پۀ وسلو او ودانیو نه، بلکې پۀ حافظه، تاریخ او فکر ژوندي پاتې کېږي ۔ دا کتاب زمونږ هم د دې قامي حافظې یوه مهمه برخه ده ۔ کۀ مونږ خپل اتلان هېر کړو،نو راتلونکے نسل به هم له خپلو ریښو بېخبره پاتې شي ۔ خو کۀ د فیاض علي فیاض پۀ څېر لیکوالان د خپلو مشرانو ژوند، فکر او مبارزې پۀ خپل قلم محفوظ کوي، نو یقیناً زمونږ راتلونکے نسل به پوهېږي چې د دوي پلرونو د دې وطن،او د دې خاورې او د اولس د پاره څۀ قربانۍ ورکړې دي ۔ راځۍ چې د سید عاشق شاه باچا مبارزې ته د درناوي ترڅنګ، د فیاض علي فیاض د دې علمي او تاریخي خدمت قدر هم وکړو۔ د کتاب لوستل نورو ته ئې سپارښتنه کول او د خپلو مشرانو د فکر خپرول، پۀ حقیقت کښې هم د دې خدمت ستاینه ده ۔الله تعالی دې وکړي چې دا کتاب د علم، شعور، قامي یووالي او تاریخي پوهې یوه نوې دروازه پرانیزي، او د دې خاورې د نورو اتلانو د ژوند د لیکلو او محفوظ کولو الهام هم وګرځي ۔