په ډېرې بخښنې سره دا خبره منم چې زۀ کوم څیړونکے یا لیکوال نۀ یم خو یو عام لوستونکے یم نو کېدے شي چې زما نظر غلط وي خو بیا هم خپل نظر ستاسو سره شریکوم ۔ د پښتنو په حقله ډېرو لیکوالانو خپل مختلف نظرونه وړاندې کړې دي څوک وائي پښتانۀ اریایان دي ، څوک وائي بني اسرائیل دي او څوک ئې یوناني نسل بولي ۔ زما په نظر دا اول دوه نظرونه صحيح دي اول دا چې پښتانۀ سوچه او په اصل نسل د اریایانو د یولسو قبیلو نه یوه قبیله ده چې ددې یولسو قبیلو شریکه ژبه بښتو وه او د اوسېدنې ځاے ئې اریانا ویجه یعنې اوسنۍ افغانستان و او د امو دریاب تر څنګ ئې ژوند کوو ۔ او کله چې د وګړو شمېر زیات شو نو څه قبیلو د زمکې د تنګوالي په وجه ددې ځاے نه هجرت وکړو چې اوله ډله ئې لویدیځ خوا ته د هلمند، کندهار،هرات ،او د ایران لوري ته لاړل او د مېشت نه ورستو دوي د ایراني اریایانو او ژبه ئې د ایرانیک څانګې په نوم یاده شوه ۔ دوېمه ډله ئې د هندوکش د تیرېدو نه ورستو د ختیځ لور ته د پېښور، اباسين او تر هندوستانه پورې ورسېدل او د مېشت نه وروستو د هندي اریایانو په نامه وبللې شول ۔او ژبه ئې د هندیک په نامه یاده شوه ۔ درېمه ډله د پارو پامیزاد (پامیر)او د هندوکش په غرونو او درو کښې مېشته شوه چې د مېشت نه وروستو د مرکزي یا باختري اریایانو په نامه یاد شول او ژبه ئې د اریک په نامه یاده شوه ۔ کۀ چرې دا پاس خبرې صحيح وي نو د دې مطلب دا شو چې د اوسني افغانستان، هندوستان اوایران اوسېدونکي زیاتره اریایان دي ۔
اوس دوېمې نظریې ته چې پښتانۀ بني اسرائیل دي نو زما په نظر پښتانۀ د بني اسرائیل اولاد نۀ دے بلکې زما په نظر بني اسرائیل د پښتنواولاد دے ۔ ددې په حقله زۀ یوڅودلیلونه وړاندې کوم کوم چې ما په مختلفو کتابونو کې لوستې دي ۔ څرنګه چې مامخکې وئیلې دي چی زۀ کوم څیړونکے نۀ یم یو لوستونکے یم نو زۀ د خپلې مطالعې په رڼا کښې هغه څۀ تاسو ته وړاندې کوم څۀ چې ما لوستې دي ۔اول دا خبره واضحه کول غواړم چې دا نظریه کم وخت او څرنګه وړاندې شوه چې پښتانۀ د بني اسرائیلو اولاد دے ۔ د مغلو په دورکښې (نوم مې هیر دے) د یو مغل واکمن په وخت کښې د ایران نه یو خط راغلو چی په هغې کښې لیکل شوې و چې پښتانۀ د پیریانواو ديوانو اولاد دے مخکښې لیکي چې یوه قافله روانه وه چې د شپي په وخت په دغه قافله حمله وشوه او ټول نارینه اوژل شواو ددې نه ورستو چې کم ماشومان ددغه خزو نه پېدا شو هغۀ پښتانۀ دي چې دا یو بې دلیله او دروغ خبره وه نو هم دغه وخت چې د مغل باچا په دربار کښې ناست پښتانۀ چې دا ئې خپل سپکاوے وګڼو او یوه جرګه ئې جوړه کړه او هغه ئې افغانستان ته ولیږله چی د پښتنو تاریخ راغونډ کړي ۔ هغوي چې کوم تاريخ راغونډ کړو خپل شجره نسب ئې بني اسرائيلو سره وتړلواوهم ددغه وخت څخه دا روایت عام شو چې پښتانۀ بني اسرائیل دي او هغه وخت بني اسرائیل یو محترم قوم ګڼل کېدۀ نو ددې وجې نه هر پښتون ځان د بني اسرائیلو سره وصل کړو ۔اوس په دې ځاے کښې ضروري ګڼم چې واضحه کړم چې
1- وړومبې دا چې پښتانۀ قريب 5000 کاله زوړ تاریخ لري او بني اسرائیل چې د یعقوب ع اولاد دے او یعقوب ع د اسحاق ع زوے دے اواسحاق ع د حضرت ابراهيم ع زوے دے او حضرت ابراهيم ع دنن نه دری نیم 3500 مخکښې تیر شوے نو پښتانۀ خو د ابراهيم ع نه مخکښې تاریخ لری ۔
2- دوېم ما د مولانا مفتي زرولي خان صیب یو تقریر په یو ټیوب باندې کتلو چې هغه وائي حضرت ابراهيم ع یوه خزه درلوده چې د هغې نوم خېبريې ابۍ وه او دا اوسنۍ دره خېبر نوم چې دے دا هم د هغه خېبریی ابۍ په نوم یاد دے او هغه زیاتوي چې دا واقعه هیروډوټس په خپل کتاب کې لیکلې ده ۔
3- یو کتاب دے کۀ خداے مې نۀ غلطوي نو د ”یوسفزی پټهان“ په نامه چې په هغه کښې د یو چا مقاله رانقل شوې ده چې څرنګه د قران نه هم څرګنده ده چې ابراهيم ع د عراق اوسېدونکے ؤ او بیا هغه د اور نومې علاقې اوسېدونکے ؤ او زیاتوي اور دا علاقه د یوې اتشکدې په وجه ډېره مشهوره وه چې په دې اتشکده کښې به شپه او ورځ اور بلیدو چی ددې اتشکدې په وجه ددې علاقې نوم اور مشهور شو۔ او بیا مونږه په اسلامي تاریخ کښې هم د ابراهيم ع په قصه کښې د اور ذکر بار بار اوریدلے دے چې څنګه ابراهيم ع اور ته غوزولے شوے ؤ او څرنګه الله ج هغه ته اور ګل او ګلزار کړو او ابراهيم ع ئې د اوور نه ژوندے رابهر کړو ۔ دلته د اور د تقدس ذکر شوے دے او د ذرتشت په مذهب کښې هم اور مقدس دے ۔ نو ددې مطلب دا شو چې ابراهيم ع هم عرب نۀ دے او کۀ زما د نظر سره تاسو اتفاق وکړئ نو ابراهيم ع د اریایانو د نسل نه شو ولې دغه وخت د ابراهيم ع ژبه عربي نۀ بلکې عبراني وه او دهغه وخت ټول مقدس کتابونه په عبرانۍ ژبه کښې و په عربۍ ژبه کښې نه و او دغه وخت د پيغمبرانو ټوله سلسله د حضرت اسحاق ع او د هغه د زوي حضرت يعقوب ع پورې تړلې ده ۔ او څرنګه چې مونږ ته معلومه ده چې د حضرت ابراهيم ع دوه ځامن و حضرت اسحاق ع او حضرت اسماعیل ع ۔ چې اخرې پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د حضرت اسماعیل ع په اولاد کښ راغلے دے ۔ دلته دا خبره دې واضحه وي چې د حضرت اسحاق ع د اولاد ژبه عبرانۍ وه نو ددې مطلب دا شو چی د حضرت اسماعیل ع او د هغه د اولاد ژبه هم عبراني شوه ولې د وخت په تیریدو سره د حضرت اسماعیل ع اولاد خپله مورنۍ ژبه هېره کړې ده او عربي ژبه ئې خپله کړې ده او کۀ زما دا نظر صحيح وي نو ددې مطلب دا شو چی حضرت محمد صلی الله عليه وسلم هم اریائي دے ۔
مونږ په هندوستان کښې اوس دا وخت هم ډېرې پښتنې قبیلې لرو چې هغوي خپله مورنۍ ژبه پښتو هېره کړې ده ولې هغه اوس هم ځان پښتانۀ بولي او فخر ورباندې کوي لکه د هند سینما ستوري او داسی نور ډېر ۔ د ار کلمه یا داریا کلمه بعضی پښتنو شاعرانو په خپل شعرونو کښې هم یاده ساتلې ده لکه
شاعر ملا الف وائي
شیخ متي چې خلیلي و
دے له اره لوے ولي و
د پښتوبل نامتو شاعر هوتک وائي
دے له اره و ښاغلے
څۀ کۀ شو په ویر نتلے
د ار کلمه بعضې معاصر شاعرانو هم په شاعرۍ کښې یاده کړی ده لکه کارګر صېب وائي
اریایان له (اره) ار دي
په جهان له ټولو سر دي
تاریخونه پرې ویاړیږې
کوز او پاس کۀ لر او بر دے
سیال خپل نۀ وینې جهان کښې
ددښمن تر مخه سپر دے
(ار) اصیل ته وئیل کیږي
یادګارونه ئې سنګر دے
د ارین تاریخ راسپړي
لارښوونې ئې سرۀ زر دي
خپلواک ژوند کوي نړۍ کښې
په هر چا تل زورور دي
توره سپر خو ئې لاسه دي
اوازې ئې د خنجر دي
په تاریخ کښې ستر یادیږي
د پامیر کۀ د خېبر دې
د کارګر شعرو یاد کړے
(ار) له څیرمې ټول بزګر دي
د اریایانو مشهوری کورني ټاټوبي
1- ایما
2- شیوا
3- پکتیا
4- ویشانن
5- ینیما لانا
6- انو
7- تورو
8 – توروا
9- تورواشا
10- یادو
11- د پښتون بابا کورنۍ
د کتاب څخه نقل
داریایانو د اوسېدو مشهوري سیمې
1- اریانا ویجه
2- پکتیانا او یا پکتیا
3- ګندهارا
4-شیوا یا شیوکي
5- مرغي نانا یا مرغاب
د کتاب څخه نقل
د اریایانو مشهور مذهبي کتابونه
1- ویدا
2-سماوید
3-اتروید
4-یجروید
5-اترویدا
6-ریګویدا
7-اوستا
8-اوستیا
9- خورده اویستا
10-ویندیدلت
11-ویسوید
12-یسنا