د شپاړسم دسمبر 2014 د اٰرمي پبلک سکول سترې سانحې ته – نور احمد فطرت

 

 

پۀ شپاړسم دسمبر کال دوه زره څوارلس کښې د پېښور پۀ عسکري ښونځي او لیسه یو خونړی برید تر سره شوی ؤ. پۀ دغه ظالمانه او مجرمانه یرغل کښې د سرکار د اندازې مطابق یو نیم سل (150) کوچنیان، د ښونځي عمله لکه محمد شفیق چې د دغه سکول کلک ؤ، طاهره قاضي چې د دغه تعلیمي ادارې مدیره وه ـــ دغه رنګ ثابت غني، یاسین خان، همایون، طاهر الله او ګل شېر سره داسې نور ځوانان چې د دغه ځای ښائسته ښائسته زده کوونکي وو، قتل کړی شوي وو. د دغه فرعوني حملې پۀ رنګ نور شلګونه بریدونه پۀ پښتنو شوي دي او پۀ زرګونو خلق پکښې وژل شوي دي خو بیا هم پۀ کلهم پښتنو باندې د دغه یرغل سره سره یرغلونه ونۀ درېدل. پۀ شلمه جنورۍ پۀ باچاخان پوهنتون حمله وشوه. د دغه حملې څخه وروستو د یو شمېر نورو حملو سره سره پۀ کوئټه کښې پۀ اتم اګست پۀ وکیلانو یرغل وشو. بیا د مردان پۀ وکیلانو حمله وشوه. دغسې کوئټه کښې پۀ پولیس سنټر کښې پۀ پولیسو ځانمرګی برید وشو. د پېښور پۀ زرعي پوهنتون برید وکړی شو. پاړه چینار اورکزئ او نورو سیمو سره دې دورانیه کښې کابل، کندهار، جلال اباد، چمن، پښین او نورو ځایونو باندې کېدونکو مسلسل حملو کښې د پښتنو افغانانو وینه یو شان بهېدلې ده او لا بهېږي.

دغه لاندیني اشعار مې د پېښور د اٰرمي پبلک سکول پۀ تاثر کښې لیکلي دي. هیله لرم چې پۀ ‘پښتون’ کښې چاپ شي.

د پېښور د عسکري سکول او کالج پۀ انګڼ
د ترهګرو پۀ شمول ډېر انسانان قتل شول
د ‘شفیق جان’ او ‘طاهرې’ سره سره تقریباً
پۀ سوو ښکلي لکه ګل ګل ماشومان قتل شول

‘ثابت’، ‘یاسین’ او ‘همایون’ د هېرولو نۀ دي
‘طاهر الله’ لاړ، دغه ډول ‘ګل شېر’ شهید شو
کۀ باطني د پښتنو دښمن د خاک خاورې شو
ظاهري هم خلقو ته وشرمېدې ډېر شهید شو

زړۀ راته لږ شي، اوښکې ښکته پۀ ګرېوان کښې توې کړم
‘حافظ’، ‘مبین’ او ‘ذو القرنېن’ چې یاد کړم، وژاړمه
د دې هېواد سره به زما اړیکې پاتې شي څۀ
د دې هېواد پۀ کارنامو به زۀ څۀ وویاړمه

تا ته دعاوې کېدې، تۀ ئې ښاد اباد وې غوښتی
‘افتابه’ ستا وو مستقبل ته وه د ټولو طمع
راسره نشته هغه ټکي، اږده هم ډېره ده
بیا به څنګه ستا قصه کړمه ‘مبین اسلمه’!

جدي ئې وګڼه څېړنه باندې وکړي ټوله
معمولي نۀ ده وروڼو! غرۀ غوندې درنه پېښه ده
خوب او خوراک پاتې کوي، نا ارامي زیاتوي
لۀ غمه ډکه ده، خورا ډېره ترخه پېښه ده

د ‘ورسک واټ’ د ښونځي ظلم تر ډېره پورې
نۀ خو سکندر، نۀ چنګېز خان نۀ هلاکو کړی دی
تاریخ کښې هم تر اوسه داسې پېښه شوې نۀ ده
مذهب کښې هم دا کار اورپالي نۀ هندو کړی دی

نۀ یهودي کولی داسې شي چې زۀ پوهېږم
نۀ نصراني کړي دي دا، نۀ مسلمان تر اوسه
کۀ نظر شا و خوا ته وکړم هم توې شوې نۀ دي
د بې ګناهو وینې دا رنګ پر جهان تر اوسه

سکهـ مت، زرتشت او شنټومت هم شول عاجزه ځنې
تاومت، جین مت او بدهـ مت هم دا عمل کړی نۀ دی
د نړۍ هېڅ ملت پۀ داسې نا معقوله توګه
پر زده کوونکو باندې کله یرغل کړی نۀ دی

د سارک، اسیان او د اوپېک تر وس ئې تېره بولم
نۀ روس کولی شي پۀ خپله نۀ جاپان دا جرأت
نۀ به ملګري ملتونه نۀ ناټو وکړي دا
نۀ امریکا لري نۀ چین نۀ خو یونان دا قوت
کړکېچن ډېر ویرژن حالات شو، تر زغم ووتله
پۀ دا محیط کښې ګزاره و مونږ ته ګرانه شوله
لکه اوبۀ بهېږي، داسې بې قیمته شوله
اف خدایه! ویه د پښتون څومره ارزانه شوله
څوک مې وهي د ترهګر پۀ نوم نسبت نابود شو
چا د جهاد پۀ نوم جهاد پر پښتانۀ روا کړی
چا د مېلمه پۀ نوم پۀ سرو اورکو لو لپټ کړو
چا د کوربه پۀ نوم کردار د کوربانۀ ادا کړی
ترهګري ئې وهي، ځکه پښتانۀ غریبان
څۀ پۀ کابل څۀ پۀ کونړ پۀ کندهار کښې مړۀ شي
یا خو ټکان یا خو چاودنې یا ځانمګري وشي
پۀ سوو خلق پۀ یوه بلا بازار کښې مړۀ شي
امکان ئې شته کۀ ګرد سره دا ناممکنه شوله
چې لر او بر پۀ یوه خولۀ شي، پاتې شخړه حل کړي
الله دې دا ټول پښتانۀ پر یو ټغر راټول کړي
الله دې اور د پښتنو پر دښمنانو بل کړي
جغرافیائي، سیاسي او څۀ اقتصادي ګڼمه
دلته اوس هم کشالې ډېرې لا د واک پرتې دي
لا دا جګړه د دجال و پایې ته رسوي نۀ ځکه
لا د پښتون پۀ کور کښې ګټې د زبېښاک پرتې دي
د جنګ جګړو څخه، د ډېره تشدده څخه
د تعلیم کچه مې پر هېڅ وه درېدلې خدایه!
هر څۀ ئې واخستل هر څۀ ئې رانه یوړل پۀ خوند
دا پر مونږ څۀ بده بلا شوله نازله خدایه!
الله دې داسې وخت پر مونږ باندې هېڅ نۀ راولي
چې پښتانۀ ژوندي وي ټوله، مګر ننګ ختم شي
اوس هم کولی پرمختګ شو، څۀ خبره نۀ ده
اوس هم کۀ امن راشي، زر تر زره جنګ ختم شي
چې لمر ښکاره شي پر جهان، تیارۀ به پاتې نۀ شي
چې تعلیم راشي جهالت به هلته پایی ومومي
سماج به بیا د ترقۍ ټول پړاوونه پېل کړي
شعور به بیا هم پۀ ټولنه کښې خپل ځای ومومي

د دغه نظم څخه څۀ معلومات:

(1 محمد شفیق، د دغه سکول کلرک (2 طاهره قاضي: د دغه سکول مشره مدیره (3ثابت غني، یاسین، همایون، طاهر الله او ګل شېر د دغه ښونځي زده کوونکو څخه وو چې پۀ ډېره بې دردۍ سره شهیدان کړل شوي وو. (4 حافظ مبین شاه چې هم زده کوونکی ؤ هم حافظ القران ؤ، هم د ارواښاد ذوالقرنېن سره پۀ دغه ښونځي کښې شهید کړی شوی ؤ. (5 حذېفه افتاب او مبین اسلم هم پۀ دغه ښونځي کښې د ترهګر لۀ خوا پۀ بهېمانه توګه شهیدان کړل شوي وو. (6 ورسک واټ: دغه ښونځي پۀ پېښور ښار کښې پۀ ورسک روډ موقعیت لري (7 ګبر ته پۀ پښتو ژبه کښې اورپالي وائي.

(8 سکهـ مت: ګرونانک د بنارس د یو صوفي څخه متاثره شو او دغه مذهبي تعلیم ئې رواج کړو.

شنټومت: د دغه توري لغوي معنٰي ده د خدای طریقه. شنټومت د جاپان روایتي مذهب دی.

تاومت: پۀ مکمله توګه د چینیانو مذهب دی.

جېن مت: د خدای پاک د ذات او هستۍ نه مبني.

بدهـ مت: د بدهـ مت بنیاد ګوتم بدهـ ايښی دی. بدهـ مت مذهب د خدای د ذات څخه منکره دی.

سارک: د جنوبي اسیاء د علاقائي تعاون کونسل. پۀ دغه نوموړي تنظیم کښې اتۀ هېوادونه غړیتوب لري.

اسیان: دغه تنظیم د سیمئیز تعاون لپاره انډونیزیا قائم کړی. تقریباً یوولس ملکونه دغه تنظیم کښې غړیتوب لري.

(9 اوپېک: د تېل د برامد کوونکو تنظیم، دغه تنظیم کښې عراق، ایران، کوېت، سعودي عرب او وېنزوېلا قاعده کړی دی. تقریباً دیارلس ملکونه پۀ دغه تنظیم کښې غړیتوب لري.

زبېښاک قوتونه: دا هغه قوتونه دي چې پر نورو هېوادونو یرغلونه کوي. دې ته پۀ نورو ژبو کښې استعمار قوتونه هم وائي.

(10 د افغانستان زاړۀ اولسمشر برهان الدین رباني یوه الوتکه پۀ غېر قانوني توګه پۀ ایران وپلورله. (فطرت)

 

دا هم ولولئ

د خوشحال خان خټک پۀ کلام کښې د عربي شعر عکس – تحرير: ډاکټر سيد عبدالله – ژباړه: پروفېسر نوراحمد فطرت

ما چې کله پۀ خوشحال خان د څۀ ليکلو اراده وکړه نو پۀ فطري ډول …