پښتانۀ په يؤ داسې ځاے کښې مېشته دي چې تل پرې برېدونه او يرغل شؤے دے. پښتنو چرته هُم د جنګ هڅه نۀ ده کړې بلکې پردي جنګونه پرې مسلط شوي دي هغه کۀ د رياست له اړخه وي او کۀ د بل چا له اړخه. پښتنه سيمه تل د نړۍ د لويو او د زورورو قوتونو د جنګ مېدان پاتې شوے دے او هُم دلته ئې خپل جنګ راوړے او زمونږه سيمه ئې لتاړ کړې. د پاکستان د خوړښت نه مخکښې هُم دا لوبه وه او د پاکستان د خوړښت پس تر دې دمه هُم دا لوبه ده. خو دې ظالم جابر رياست د جوړېدۀ سره سم په پښتنو برېدونه اوکړل. د پاکستان لا يؤ کال نۀ وۀ شؤے چې په دولسم اګست کال نورلس سوه اتۀ څلوېښتم کښې د بابړې په خاؤره پرامن پاټک کونکي خدائي خدمتګارانو باندې د دې رياست له اړخه د ټوپک شپېلۍ سره کېږي او څه شپږ نيم سوه خدائي خدمتګار شهيدان کيږي او دولس سوه خدائي خدمتګار ژوبل کېږي. د ظلم د پاسه ظلم دا چې رياست دا حکم کوي چې ټول هسپتالونه ژرنده کړئ د بابړې د يؤ زخمي علاج به هُم نۀ کيږي پرېږدئ چې داسې مړۀ شي. بيا د ظلم دپاسه ظلم دا چې کله به خلق راغلل د خپلو مړۀ اوړلو د پاره نو رياست به ورته وئيل هله به مړي درکوم چې تاسو هغه پېسې جمع کړئ څومره چې پرې ګولۍ خرابې شوي دي۔ د ظلم دپاسه ظلم دا چې د دې پېښې نه پس دهغه وخت د دې صوبې وزیراعلیٰ خان عبدالقيوم خان دا وېنا کؤي چې: «کۀ زمونږ سره ګولۍ نۀ وې ختمې شوې نو زمونږ نه به يؤ خدائي خدمتګار ژوندے نۀ وۀ پاتې شؤے». دا ځکه خو عبدالمالک فدا وائي چې:
کفن په ترخ کښې د سيالۍ مېدان له ځمه
مرګيه مۀ راځه درځمه
سر په تلي کښې د الله دربار له ځمه
مرګيه مۀ راځه درځمه
نو دپاکستان په وړومبۍ کليزه مونږ د خپلو خدائي خدمتګارانو مشرانو درېمه کؤله او په دې وحشي رياست کښې نعارې وې، هر خوا ډيوې او چراغان وو خو بس يؤ پښتون وۀ. سجاد هوتي وائي چې
په ټول وطن کښې چراغان وو او ډيوې بلېدې
بس يؤ پښتون وۀ چې ئې سر باندې لمبې بلېدې
دې رياست له وړومبۍ ورځې نه دا هڅه کړې ده چې د پښتون سر ټيټ کړو او د تل لپاره پښتنو سره په ترڅ اوسېدلي دي.
نن هُم دا حالات دي نن هُم دا رياست مونږ په بابړه کښې ساتي نن هُم په سوات، باجوړ، وزيرستان دغه سيمو کښې دا رياست هُم د بابړې عمل کؤي. دې رياست پرون هُم پښتون بچے په خپلو وسائلو کښې نهر ساتلے دے او نن ئې هُم نهر ساتي.
نن هُم مونږ د امن په لار کښې وژني او د خپل حق په غوښتنه مو وژني. نن هُم رياست دا هڅه کؤي چې پښتون ته صرف دومره نوړۍ ورکؤي چې د ده پرې وخت تېريږي هغه ځکه کۀ دې په خېټۀ موړ شۀ نو هُم راپاڅي او خپل حق غواړي او کۀ دې نهر کړۀ نو بيا نۀ په ځان دے او نۀ په بل. چې کوم خلق په مونږ کښې د شعور خاوندان دي هغه رانه تروړي لکه چې: شهيد مولانا خان زېب چې د امن دپاره ئې غږ کوۀ ۔