دا د مئ 28 کال 1930 ماسپخښين و، يوسړے پۀ پټي کښې لګیا و ګوډ ئې کو. د سحر نه ده مشين ګنو کړسا شروع وه. دې په خپل کار کښې بوخت و. چې يو ناساپه يې دهاللّه اکبر اواز تر غوږو شو چې سر ئې او چت کړو نو پۀ ټولګو ټولګو خلق ئې په منډا روان اولیدل. حق حېران شو چې دا څۀ دي ؟ او د سحر نه دا ډزې ولې کېږي؟ په منډا د غټې مدر سې اړخ ته روان شو ۔ دوه ماشومانو جينکو ورسره چائۍ راوړې وه. غږ ئې ورپسې وکړو چې چائۍ مو راوړې چاۍ اوڅښه جواب کښې ئې ورته ووئيل چې تاسو کښېنئ زه راځم. څۀ وخت پس پۀ شنه منډه راروان وو. خپل رمبي او کودالۍ ته ئې لاس کړو او ماشومانو ته ئې ووئیل چې لو ښي واپس کړئ ۔ زہ لاړم ټکر کښې غزا ده ۔ په منډا روان شو. ماشو مانې کور ته لاړې او په لوبو شوې ۔ خبره ترې هېره شوه. دې ماشومانوکښې يو زما مور او بله زما ترور وه. ماښام چې دا مزدور په کور ته رانغئ نو ده کور خلقو يې پښتنې شروع کړې. بيا زما مور ته خبره ورياده شوه او ده کور خلق ئې خبر کړل. کلي کښې ده مخکښې نه شور و غوغا وه. کلي کښې صرف يو سو بوډاګان وو او نورې ټولې زنانه. تېر ماسخوتن د لالټېن رڼا ګانې د کلي په اړخ راروانې وې. رڼا ګانې په مزه مزه رانيزدې کېدې. او بيا ده کلي نه بهر ده خټ په سر رڼاګانې بندې شوې. الله اکبر اوازونه اورېدل کېدل. ده کلي بوډاګان او زنانه مېدان کښې جمع وې. ډېر ساعت پس خلق خوارۀ شول. څه وخت پس په کلي کښې چغې شوې، انګولا شوه چې جمع سېد کاکا شهيد شو. جمعه سېد کاکا څوک وۀ؟ د پټي د مزدور د غزه سره څوېمه ده؟ جمعه سېد د دې هر څۀ خبر و؟ هغه ته دا پته وه چې ده شهيدمرګ ده قوم بقا ده؟ او دا هم ورته معلومه وه چې زمونږ د سبا د پاره جمعه سېدده خپل تن نه ولې لاسونه وينځي؟۔ د ټکر په غزه کښې ډېر ځلمي شهيدان شول. ده خواؤشا کلو ډېر ځوانان زخميان او باقي غازيان شول. په حجرو او محفلونو کښې مو د دې زخميانو او غازيانو نه د دې جنګ، دخپلو خلقو ده مړانې او د فرنګي سرکار ده تېښتې ډېرې قيصې اورېدلې دي. د ډېرو ورک شوو، هېر شوو، سر تېرو د مړانې ،بهادرۍ، ننګ او غېرت قيصې به کېدې. په دې محفلونو او حجرو کښې بدهد جمعه سېد ده غېرت، ننګ، پښتو او خلوص خبرې هم کېدلې. جمعه سېد د دير د سنګولۍ نومې کلي اوسېدونکې و. جمعه سېددلته ده مليانو کلي د زميندارو سره دياړي دار مزدور و. د کلي په غټه حجره کښې به پاتې کېدو. نن ده يو خان په پټي کښې او صبا د بل خان په پټي کښې مزدوري کوله. عاجز ملنګ سړے و. حجره، جماعت او پټے د دۀ ټوله دنيا وه. دا هغه ورځې وې چې د فرنګي خلاف په ټول هندوستان کښی ده نفرت او کرکې هواګانې چلېدې. د هر قام او علاقې خپل خپل تحريکونه وو. دلته پښتونخوا کښې د خدائې خدمتګارو تحريک ښه په زور کښې و. باچا خان بابا يې مشري کوله. فيرنګے چونکه ددې سيمې ده تاريخ نه واقف وو. هېڅ بې هيڅه به يې پښتانۀ تنګول. زور زياتي به ئې پرې کول. بغېر ده څه جرم او ثبوته به يې جيلونو کښې اچول. دلته هم فرنګي سرکار څو مشرانو پسې سپايان راولېږل او د مردان جېل کښې د حاضېرېدو وېنا ئې وکړه. قامي جرګه کښې دا فېصله وشوه چې صبا به مونږ ټول د جلوس په شکل کښې دې مشرانو سره تر مردان جېل پورې ځو. سحر په زرګونو خلق د جلوس په شکل کښې ددې مشرانو سره مردان ته روان شول. ماسپخښين چې دوې ده ګوجر ګړهۍ چوک ته ورسېدل نو سرکار د دوي لار اونيوه. وېنا وشوه چې بس هم دلته نه مونږ ته خپل مشران حواله کړئ او تاسو خپلو کورونو ته ځئ. خلقو دا خبره اونه منله. او ډانګ پيېلې ورته اووې چې دوي به هن تر جېل ددروازې ده خپلو مشرانو سره ځي. په دې توتو مے مے کښې جنګ ته خبره اوته. دې جنګ کښې ده مردان د ضلعې د پوليسو مشر و خلقو تې په ګوتو کښې ساه اويسته. چې د ضلعې د انتظاميې افسر و پکښې زخمي شو. باقي فيرنګيان وتښتېدل. داسې دلته فرنګي ماتے وخوړو. خلق واپس شول. څو ورځې وروسته په ۲۸مئ سحر وختي فرنګي سرکار د ټکر په کلي يرغل وکړو. تود جنګ شروع شو ۔ فيرنګي سره وسله وه. مشينان وو. ګاډي وو. زورورو پسې کومک وو. بل خوا ددې خلقو سره يا کوداله وه يا رمبے و. يا پۀ کښې څوک مالداره و ورسره به چرئيز يا پيتے ټوپک هغه هم ده شمار يو څو دانې وې. يو طرف ته غاصب و بل طرف ته خالصه جزبه: مور ده شوکولو او د مور د حفاظت معرکه په مېدان شروع شوه. سحر سحر خو فيرنګے د ګټې په طرف روان و . خو چې کله غرمه شوه او بيا ماسپخښين شو ،خلق خبر شول نو لکه ده سرو مچو پرې ورغوټه شول نو د فيرنګي وار خطا شو. جمعه سېد کاکا سره ده خپل رمبي کودالې قطبي مورچې طرف ته روان شو. دا مورچه د جعفر ډهېرۍ دغر په څوکه جوړه وه. زمونږ دخلقو زيات نقصان د دې مورچې نه شوے و. دلته ګورکها پلاټون په چا هډو سرپه نه کوله. مشينان يې چلول،دوړې جوړې وې. سر تيري د هر لوري په دې مورچه ورغلل. فرنګي ده مشين په نوکه ګوته ټينګه کړې وه. کړسا جوړه وه شور جوړ و. يو طرف نه ډزې وې بل طرف ته ده الله اکبر چغې وې. سر تيري ده هر طرف نه په مورچه ورغلل. فرنګې وار خطا شو او څه وخت پس سره ده خپلې نوې وسلې او کومک خپلې او دوه پردۍ. مېدان تش لاسو ته پاتې شو. د غره په څوکو ده الله اکبر چغې وې. جمعه سېد هم ده خپل رمبي او کودالې سره د غر په څوکه د الله اکبر نعرې وهلې.
دوېمه مورچه ده ټکر کلي نه بهر پل په سر لګېدلې وه. دلته چې سپايانو په دوربين کښې پښتانۀ سرتېري د غرۀ په توکه وليدل نو پوهه شول چې ګورکها پلاټون ماتې اوخوړه. دوي د خپلو مشينانو خلې د غر څوکې ته کړې او د ګولو باران شو. دګولو په دې باران کښې جمعه سېد هم سره د نورو ملګرو په سينه ګولئ اوخوړه. جمعه سېد پرېوتو او ښکته راغوزار شو. جمعه سېد په خپلو وينو کښې ککړ د شهيدپه نامه دخپل خاق په لوري روان شو.تېر ماښام دوېمه مورچه هم تش لاسو قبضه کړه. فرنګي ماتے اوخوړۀ او په تېښته خپلې چهاونۍ ته په ستنه شول. مېدان تش لاسو ته پاتې شو. جنګ ختم شو. خلق د لالټين په رڼا د شهيدانو او زخميانو په تکل شول. د شهيدانو او زخميانو په تکل کښې د ډيوې په رڼا د جمعه سېد ستړے وړے ځان هم بياموندې شو. د جمعه سېدنۀ مور وه نۀ پلار. نۀ لُور او نۀ زوے. د زخميانو په مېنځ کښې دهجمعه سېدکټ هم روان و. د جمعه سېد د جنازې د کټ نه لاندې غازيانو ده الله اکبر نعرې وهلې. او په بلو ولاړو زنانو ده خپلو لوپټو پلسکي لکه ده ګلونو د ده په کټ راشيندل ۔ د الله کارونه ګوره چې کله ددۀ د جنازے کټ د خپل کلي بريد ته اورسېدو نو د خټ په سر د جمعه سېدکاکا د جنازے کټ دومره درون شو چې هم هلته کېښودې شو او فېصله په دې وشوه چې شهيد جمعه سېد به همدلته خاورو ته سپارو ۔ د نن نه پس دا مقبره شوه. دخټ په سر يې ورله قبر جوړ کړو او ده خپلو وينو په سرو شوو جامو کښې خپل خالق ته دمخامخ کېدلو دپاره خاورو ته وسپارلے شو. تر ډېرې مودې به خلق ده جمعه سېد شهيد قبر لره راتلل. د دۀ په حق کښې به ئې لاسونه وچتول. قبر به ئې صفا کېدو. خصمانه به يې کېده. خواؤشا د کلو پېغلو به د خپل مرام حاصلولو د پاره په دې قبر حاضري کوله. ده الله په دربار کښې به ددۀ د پاره لاسونه اوچتېدل.
خو اوس نه ډيوه شته، نه موم بتۍ، نه لالټېن شته او نۀ ده لالټېن تتې رڼاګانې، نه د خلقو د زړۀ زور پاتې دے او نۀ د سرکار د طرفه څه مدد. قبر ئې شته خو د وښو او دربو په مېنځ کښی. چا چې زمونږ ده ښۀ صبا د پاره خپل تن قربان کړو. مونږ سره خو ئې دومره حق شته چې په درويشتم مارچ، اته ويشتم مئ او په څوارلسم اګست يې په قبر يو موم بتۍ بله کړو. جمعه سېد کاکا زمونږ صبا روښانه کړو نو مونږ د د دۀ په قبر تته رڼا جوړه نه کړه. د لوټ مار په دې دور کښې د چا هم وس نه کېږي چې د دۀ په قبر موم بتي بله کړي. زمونږه مشران په لُوټ مار اخته دي او مونږ په دې طمع ګرځو چې د دوي نه څۀ پاتې شي او زمونږ شي. مونږ سره ده ازادۍ قدر نشته او نۀ د هغه خلقو چا چې په خپلو وينو د اذادۍ شمع بله کړې وه. نن صبا خو چې زۀ نظر واچوم نو ماته بل جمعه سېد په نظر نۀ راځي چې په خپله وينه زمونږ صبا روښانه کړي ۔