د دوهمې نړیوالې جګړې (دوېم جنګ عظيم) څخه واخله تر اوسه پورې په نړۍ کښې 68 لوئې جګړې مینځ ته راغلي او دغه یادې جګړې اکثر د نړیوالو طاقتونو د طاقت د توازن د بدلون په نتیجه کښې مخې ته راغلي .د یو کراین نننۍ شخړه هم د دغې جګړو تسلسل دے ، او د دغې تسلسل بیانولو لپاره لږ تاریخ ته تلل ضروري دي چې دغه شخړه څه رنګه مخې ته راغله ؟ ۔ څنګه د یو نسل خلک یعنی روسان او یوکرانیان د یو بل خلاف استعمال شو؟ او د کوم هدف او مقصد حاصلولو لپاره استعمال شو؟ ۔د نن نه زر کاله خواوشا د ”سلاویک“ نسل خلکو د یوکراین د موجوده کیف ښار بنیاد کېښودلو او هم د دغې ځاے نه د روس سلطنت اغاز وشو، په دغه زمانه کې د سلاویک خلکو دغې سلطنت ته د کیف روس نامه ورکړه او هم په دې ریاست وخت په وخت د نړۍ د مشرقي او مغربي سیمو نه بریدونه وشو ۔ په دیارلسمه پیړۍ کښې د مشرق لخوا منګوليانو په دغې لرغوني ریاست بریدونه وکړل او په اتلسمه پیړۍ او بیا په نورلسمه پیړۍ کښې د سویډن او فرانس سلطنتونو د مغرب لخوا په دوي بریدونه وکړل ۔ دغسې د شلمې پیړۍ په پېل کښې لومړۍ نړیواله جګړه وشوه چې پکښې روس سلطنت ته انتهايي زیان ورسېدلو روس د لومړۍ نړیوالې جګړې او بیا د بالشیویک د خونړي انقلاب څخه لا راوتے نه و چې جرمني پرې برید وکړو او په دغه جګړه کښې په لکهونو روسان ووژلي شو کومې جګړې ته چې د تاریخ په پاڼو کښې دوېمه نړیواله جګړه هم ویلۀ کیږي ۔ د دغې جګړې په اخرۍ مرحله کښې روسانو په جرمنیانو بریا وموندله او د روس چې په هغې وخت کښې په شوروي اتحاد ( سوویت یونین ) یادیدلو د دوي فوځونه د اپریل د میاشتې په 19 نېټه کال 1945 کښې د جرمني په برلن ښار ورننوتل او دغسې مشرقي جرمني د روس د قبضې لاندې راغے او مغربی جرمني د امریکې، فرانس او برتانیې ۔ هرڅوکه په دغه دوران کښې کمیونسټ روس د مغربي کېپیټلسټ ملکونو په خلاف و خو ولې کله چې دغه دواړو نظامونو ته یعنې د روس کمیونسټ او د برتانیې کېپیټلزم ته د جرمني د نازیانو څخه خطره شوه نو دوي دواړو د بلها اختلافاتو باوجود فوځي اتحاد وکړو او د جرمني نازیانو ته یې شکست ورکړو خو ولې کله چې نازیانو شکست وخوړلو او له مینځه لاړل نو هم هغه برتانیه ، امریکه ، فرانس او د دوي اتحادیانو په کال 1948 کښې د نیټو (NATO) په نامه اتحاد جوړ کړو ۔ د دې اتحاد اولین مقصد دا و چې دوي به د مغربي یورپ او د شمالي امریکې دفاع کوي ۔ دا اتحاد اصل کښې جوړ شوے د مغربي هېوادونو او د دوي د نظام د دفاع او ژغورنې لپاره جوړ شوے و نه چې په نورو هېوادونو د بریدونو او د هغې د نظامونو د ړنګولو لپاره ، خو ولې وخت په وخت دوي خپل هغه اهداف بدلول پېل کړل او نېټو اتحاد ئې د دفاعي اتحاد په ځاے په یو حمله اور اتحاد بدل کړو ۔ هم د دغې خطراتو د مخ نیوي لپاره شوروي اتحاد ( سوویت یونین ) په کال 1955 کښې یو خپل اتحاد جوړ کړو کوم ته چې Warsaw Pact هم وئیلي کېږي په دغې اتحاد کښې پولېنډ، مشرقی جرمني، چیکو سلواکیه، هنګري، رومانیه او البانیه شامل وو ۔کله چې په کال 1991 کښې د شوروي اتحاد ( سوویت یونین ) او مغربي هېوادونو تر مینځ څړه جګړه پائې ته ورسېدله نو د هغې نه پس دغه اتحاد Warsaw Pact هم ختم کړے شو او دغسې د نېټو اتحاد په مخ کښې هېڅ خنډ او خطرات پاتې نۀ شو پکار خو دا وه چې د شوروي اتحاد د ماتېدلو نه پس امریکه، برتانیه، فرانس او بیا د دوي نزدې اتحادي جرمني د روس په خلاف د سازشونو څخه لاس اخستے وې ۔ خو ولې دوي د لاس اخستلو په ځاے په روس کښې دننه لاس وهنې پېل کړې او د هغې لومړي نتایج ټولې نړۍ په کال 2000 کښې د چیچنیه د مذهبي تند لارو په لاس د ترهګرۍ په شکل کښې ولیدل ۔ هم په دغه وخت کښې امریکې او د امریکې اتحادیانو په جارجیا کښې د روس په خلاف د مختلفو NGOs په لاس د روس مخالف سیاستدانان تیار کړل او هغوي ته ئې د جارجیا حکومت وسپارلو کوم چې د کوه قاف په منطقه کښې د روسي نسل خلکو او د روسي ریاست د ستراتیژک اهدافو په خلاف و او هم د دغې د مخ نیوي لپاره روس په کال 2008 کښې د جارجیا په هغه سیمو برید وکړو کومو ته South Ossetia جنوبي اوزیتیا او Abkhazia ابخازیه وئیلي شي او دغه سیمې ئې د جارجیا د مغرب نواز حکومت څخه ازادې کړې هم دغه سیمې دي چې په کښې روس النسل خلک ژوند کوي ۔ په جارجیا کښې د ناکامۍ نه پس هم هغه امریکې او د هغې یورپي اتحاد په یوکراین کښې لاس وهل پېل کړل او په کال 2014 کښې د امریکې او د هغې د اتحادي هېوادونو په مالي مرستو سره د یوکراین جمهوري دولت وغورځولې شو او یو ګوډاګی نظام انسټال کړې شو کوم چې تر اوسه پورې د امریکې ، برتانیې ، فرانس او جرمني په مرستو روان دے ۔ په یوکراین کښې د کال 2014 د بغاوت په خلاف د مشرقي یوکراین خلکو بغاوت وکړو او دوي د ډونباس او لوهانسک په سیمو کښې د کیف د امریکه نواز رژیم څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره وسلواله مبارزه پېل کړه او دغسې یوکراین په کورنۍ جګړه بدل کړې شو ۔ هرکله چې په دغه جګړه کښې د ډونباس په سیمه کښې د یوکراین مغرب نواز فوج د شکست سره مخ شو نو فرانس او برتانیې د یوکراین د فوج د ژغورلو لپاره د ډز بندۍ کوششونه شروع کړل او هم د دغې عرض لپاره د Minsk 2 په نامه د روس او دوي ترمینځ د فرورۍ په میاشت کال 2015 کښې معاهده وشوه ۔ هم په دې دوران کښې مغربي هېوادونو د یوکراین شکست خورده فوجونه بیرته جوړ کړل او د مشرقی یوکراین په ډونیټسک لوهانسک صوبو یې بریدونه وکړل چې پکې څوارلس زره عام ولس ووژلے شو او هم د هغوي د ژغورنې لپاره روس په کال 2022 براه راست په یوکراین برید وکړو ۔۔ دلته د روس یواځینې هدف دا نه و چې دوي دې په یوکراین کښې د روسۍ ژبې او روسي نسل خلک وژغوري بلکې د دوي هدف دا هم وو چې د یوکراین نه دې د هغې رژیم مکمل صفایه وشي کوم رژیم چې د امریکې او یورپ په مرستو د روس په خلاف ولاړ دے ۔ جګړه نن هم دوام لري چې پکې تر دې دمه یو ملین د یوکراین فوج او یو نیم لاک د روس فوج وژلے شوے ۔ د روس فوج په دې دورانیه کښې د زفروژیا، خرسن ، لوهانسک او ډونیټسک په نامه صوبې قبضه کړي کومې چې د یوکراین 23 في صدي خاوره جوړیږي هم دا سیمې دي چې روس د خپل رسمي قانون ( آئین ) د لارې خپلې سیمې ګڼي ۔ یوکراین په دې جګړه کښې یواځې دغه مهمې سیمې د لاسه نه دي ورکړي بلکې د خپلو وګړو نیم تعداد یې هم د لاسه ورکړے د دې جګړې نه وړاندې د یوکراین ټوله ابادي 40 ملینه وه او نن 20 ملیونو ۔ دا مهال 9 ملیونه یوکرانیان صرف یورپ ته مهاجر شوي او لس ملیونه روس ته او دغسې یو ملیون هغه یوکرانیان له مینځه تلي کوم چې په فوج کښې شامل وو۔ د یوکراین د مالي، زمکني او جاني زیان نه پرته هم په دې جګړه کښې د یورپ بې تحاشه معاشي نقصان او دفاعي نقصان شوے او لا روان دے پخوا به د یورپ انډسټري د روس په ارزان ګېس چلېدله او د دغې به د کال په اربونو یورو ګټه یورپ ته رسیدله او نن د ګیس د بندیز د لاسه د یورپ دغه انډسټري خو یا په ټپو ناسته ده او یا ځننې برخې ئې بندې پرتې دي او هم دغسې د روس د وسلو په مقابله کښې د دوي وسلې ناکامه ثابت شوي او په نړیوال مارکیټ کښې د دې نه یواځې نرخونه کم شوي بلکې بې باوره هم پاتې شوي ۔ هم دا هغه لاملونه دي چې دوي یو وار بیا د روس سره په یوکراین کښې ډز بندي ( سیز فایر) غواړي او روس ډز بندۍ ته بلکل نه تیاریږي ځکه چې د هغوي په وړاندې د منسک نومې ډز بندي پرته ده د کومې ډز بندۍ په دوران کښې چې یورپ او امریکې بیرته د یوکراین فوج جوړ کړے او د روس په خلاف ئې استعمال کړے ۔ د کال 2022 نه پس د روس او امریکې تر مینځ سفارتي اړیکې په مکمله توګه ختمې کړې شوې وې خو ولې د ټرمپ د راتلو سره سم هغه خپل مشیر سټیو ویدکوف روس ته ولیږلو چې په یوکراین کښې ډز بندي وکړي خو ولې روس دوي ته په ډاګه کړې چې ډز بندي د مسئلې حل نۀ دے بلکې د مسلې حل یو داسې معاهده ده د کومې د لارې چې دایمي امن ممکن شي او دایمي امن به هله راشي چې د یوکراین هغه سیمې په رسمي توګه د روس برخه ومنلې شي کومې چې روس قبضه کښې دي ۔ په باقي یوکراین کښې دې داسې حکومت قایم شي چې هغوي د مغرب ګوډاګیان نۀ وي او یو داسې یوکراین چې پکې روسي ژبه، کلتور، تاریخ او روسي ارتوډکس کلیسا بحال وي او یوکراین دې یو داسې فوج ولري چې د نېټو د ملګرتیا څخه په مکمله توګه لرې وي ۔ هم دا هغه مطالبات دي چې د روس د صدر ولادي میر پوټن لخوا د الاسکا د دورې په موقع د امریکې د صدر ټرمپ په وړاندې ایښودلې شوي ، نن د سټیو وید کوف او د ټرمپ د بیان څخه معلومیږي چې دوي د روس بعضې مطالبات ومني خو ولې سوال دلته دا پېدا کېږي چې ایا د امریکې د وسلو کمپنۍ به په یوکراین کښې امنیتي تړون ومني ؟؟ ۔ نن مهال دا یو پیچیده سوال دے چې جواب یې موندل ګران دي او وجه دا ده چې د امریکې د وسلو کمپنۍ بیا په خاصه توګه Black rock په یوکراین کښې تر دې دمه په سونو بلیونه ډالرې لګولي او د امنیتي تړون نه پس به د بلیک راک دغه ټول اینوسټمنټ ډوبیږي ۔ (د مضمون دوېمه برخه به راروانه مجله کښې چاپ کېږي)
“د ديدار شوق او عامر” – سکندر خان سکندر
يو عامر د جنډي خېلو لوے شاعر ؤ بل عامر د فتح خېلو ستر اديب دے ادب يو داسې لفظ دے چې ډېرې معنې لري.