“د ديدار شوق او عامر” – سکندر خان سکندر

يو عامر د جنډي خېلو لوے شاعر ؤ

بل عامر د فتح خېلو ستر اديب دے

ادب يو داسې لفظ دے چې ډېرې معنې لري. هغه ليکنې چې د انساني احساساتو، افکارو او خيالاتو ترجماني کوي دې ته هم ادب وائي او تهذيب، احترام او لحاظ ته هم ادب وائي. ادب د ژوند تفسير دے چې د ژوند عکاسي کوي. چې څنګه ژوند وي هم هغسې ادب تخليق کېږي.

داستان، ناول، افسانه، شاعري، خاکه نګاري، مقاله، مضمون وغېره ته ادب او تخليق کونکي ته اديب وائي.

زما خوږ ملګرے هدايت الله عامر پۀ دا دواړه تعريفونو پوره پرېوځي. هغه کۀ د ليکنې پۀ بنياد وي، او کۀ د تهذيب، لحاظ او د احترام اساس وي.

ننے دور د کار او زيار دور دے، نور وخت پۀ خبرو نۀ تېرېږي او چې چا تېر کړے دے د هغوي بده نتيجه وخت يعنې مونږ ته ورسېده او مونږ د نورو سيمو د ليکوالانو پۀ نسبت ډېر شاته پاتې شو. لۀ بده مرغه زمونږ ليکوالان تش غزل پېژني، د پښتو ادب د خپلو صنفونو لکه داستان، چاربيته او د سندرې نه خو خبر هم نۀ دي. مشاعرې کول نننے شاعر د ادب پوره پوره خدمت ګڼي. حالانکې دا د ادب يو معمولي خدمت دے. ډېرې غټې غټې ټولنې هم چېرې پۀ مياشت دوه کښې پۀ غزل تنقيد وکړي. اکثر ټولنې د دغه تنقيدي نشستونو رودادونه هم قلم ته نۀ سپاري، او دغسې ډېر علمي او ګټور بحثونه پۀ هوا کښې تحليل شي. پښتو سپوږمۍ ادبي ټولنې بنو د چا چې مشر سېکتر هدايت الله عامر دے، د دۀ پۀ کوششونو او د مشرانو پۀ تاکيد او تائيد پۀ وړومبي ځل لېکچرې او تنقيدي غونډې پېل کړې اول ئې مذاکراتي غونډې وکړې او د يو کال دپاره ئې موضوعات ترتيب کړل، لېکچر ورکولو د پاره ئې د ښو ښو پوهه لرونکو شاعرانو اديبانو انتخاب وکړو. هر لېکچر باقاعده رېکارډ کړے شۀ او پۀ رجسټر کښې هم محفوظ کړے شۀ. او داسې دا ترتيب هر کال د نويو ټاکنو نه شاته ترتيبول روايات وګرځېدل. د خداے پۀ فضل ټولنه اوس د لېکچرونو او عامو تنقيدي رودادونو بېل بېل ضخيم کتابي مواد لري او د چاپ پخه اراده هم. د هرې غونډې راپور او پوره روداد هم پۀ فېس بک خپروي او اخبارونو رسالو ته ئې هم ليږي. د دې ټولنې پۀ تقليد کښې نورې ټولنې هم تندې شوې او کار ئې پېل کړو. ورپسې ئې بيا د خپلو مشرانو پۀ تائيد او تاکيد پۀ يوه داسې منفرده تذکره لاس پورې کړو چې پۀ هغه کښې هر ملګري پۀ خپل بل ملګري مقاله ليکلې ده، او پۀ دغه تذکره کښې د نظم فقط درې درې نمونې شاملې کړې شوې دي. د دغې تذکرې نوم پلوشې د سپوږمۍ دے. بقول سليم راز صاحب چې بنو ته د ثاقب صاحب کتاب “څراغ ” مخکتنې ته راغلے ؤ، او هغۀ سره ما پۀ دغه موضوع خبره کړې وه. هغوي ووئيل چې د دغه نوعيت بله تذکره زما له نظره نۀ ده تېره شوې. د دغې ښکلې او منفردې تذکرې مرتب هدايت الله عامر دے. موصوف پۀ اول ځل پۀ کال ۲۰۱۳ء کښې د ټولې پښتونخوا نعتيه کلام راغونډ کړو او د “ثنا خوان د محمد (ص)” پۀ نوم ئې کتابي صورت ورکړو، کوم چې پۀ کال ۲۰۱۵ء کښې سيرت اېوارډ وګاټۀ او د هغه وخت صدر، محترم مرحوم ممنون حسېن پۀ خپل لاس هدايت الله عامر ته اېوارډ ورکړو. د اېوارډ سره نغد انعام او له پېښوره تر اسلام اباده د جاز ټکټ هم شامل ؤ.

عامر هغه خواري کښ ځوان شاعر او اديب دے چې يو وخت هم فارغ نۀ کښېني، پۀ څۀ نه څۀ ادبي تخليقي کار کښې بوخت وي. پۀ سيرت النبي (ص) ئې هم ډېر کار کړے دے او لږ پاتې دے. دا مقاله به هم ډېره زر چاپ ته وسپاري. د سيرت النبي ص، د ذکر سره به تاسو اندازه لګولې وي چې عامر يو علم دوست او نېک انسان دے. پنځۀ وخته لمونځ ګذار او د قران حافظ دے. ديني علم ئې هم تر لاسه کړے دے. او پۀ پښتو ادب کښې ئې ماسټر ډګري هم تر لاسه کړې ده او اوس د اېم فِل کولو پۀ تکل کښې دے.عامر يو ديانت دار ،ديندار او خود دار پښتون دے.

د عربو مسافر ملګري شاعران خپلې مسودې موصوف ته راليږي. دے ورته فلېپونه، سريزې او مقالې هم ليکي او د چاپ ذمه وارۍ يې هم ترسره کوي. دا ټول کارونه عامر ډېر پۀ ذمهوارۍ او ايماندارۍ سره ترسره کوي. هدايت الله عامر يو ښۀ افسانه نګار هم دے، ما ئې يو څو د پښتو افسانې لوستې دي او ډېرې مې خوښې شوې دي. دوه د اردو افسانې ئې د عاقل عبېد خېلوي پۀ افسانوي تذکره کښې هم چاپ دي.

هسې خو منثور ادب پۀ دوه برخو وېشلے شوے دے يو افسانوي او بل غېر افسانوي ادب دے. پۀ افسانوي ادب کښې ناول، داستان، لنډه قيصه او ډرامه او پۀ غېر افسانوي ادب کښې مضمون، تکل، سوانح عمري، سفر نامه، رپورتاژ او خاکه شامل دي.

زما ګران ملګرے هدايت الله عامر اوس نژدې د خپلې مور بي بي سره يو ځاے د عمرې د سعادت د حصول د پاره مکې معظمې او مدينې منورې ته تلے ؤ. حج او عمره د ټولو عبادتونو نه پۀ جسماني لحاظ ستړے عبادت دے خو دا د موصوف همت ؤ چې د عمرې پۀ دوران د خپلو ټولو مناسکو ادا کولو سره سره ئې د خپلې زړې او بيمارې مور د خدمت ذمه وارۍ هم ښې پۀ شوق سره وپاللې. او د “ديدارِ حرمېن شريفېن” پۀ نوم ئې ډېره ښکلې سفرنامه هم تحرير کړه. چې ډېر د ستائنې وړ کار او دۀ ته د داد ورکولو موجب دے. افسانه د يو سېل کونکي هغې بيان ته وائي چې د يو ملک ، د يوې علاقې د سفر پۀ دوران څۀ وويني، هغه وليکي. لکه د هغه ځاے محلِ وقوع، زراعت ،تاريخي ځايونه، د خلقو د مېلمستيا انداز، حدودِ اربعه يا د هغه ځاے د غرونو، ځنګلونو حال وغېره. خو شرط به پۀ کښې دا وي چې پۀ دغه ليک به د ائنده يعنې د مستقبل سېوره پرېوتو ته نۀ پرېږدي، بلکې چې څۀ وويني فقط هغه به ليکي. د سفر نامې د دې پورتني تعريف پۀ تناظر کښې کۀ مونږ وګورو، نو عامر د سفر نامې پۀ ليکلو کښې کامياب ښکاري. دلته زۀ تاسو ته د موصوف د سفرنامې نه يو اقتباس رانقل کوم.

پۀ منى کښې مې ډېرې زياتې غېر ابادې خېمې وليدې، د حج پۀ دوران پۀ دې خېمو کښې يوه هم تشه نۀ وي. غارِ حرا د مکې سره نژدے دے. که څۀ هم د جبلِ نور د غونډۍ د پاسه شتون نۀ لري ولې بيا هم ورتلو د پاره شپېتۀ اويا ميټره مسافت لري. کله چې نشېب شروع شي بيا هلته بره لار ختلې ده او هم هلته غارِ حرا دے. غارِ حرا د جبلِ نور دننه نه بلکې يو طرف ته د خېمې پۀ څير شتون لري. لږ بهر لوري ته راوتلے دے. کم از کم نيم ميټر غټې او دوه ميټره پلنې او درې څلور ميټره اوږدې د کاڼو تختې د غرۀ سره قدرتي لګېدلې دي. اوږدوالے ئې پاو باندې دوه ميټره او اوچت والے ئې داسې دے چې مخکښې ځې نو ورو ورو کمېږي.

د موصوف د سفر نامې پۀ حقله وئيلے شم چې کۀ چېرې يو کس پۀ وړومبي ځل حج يا عمرې ته ځي نو دا سفر نامه د دۀ تر ډېره حده رهنمائي کولے شي. لوستونکي ته مناسکِ حج هم ورښايي او تاريخي ځايونه هم ور پۀ ګوته کوي. لارې ګودرې هم ورته ښايي او نور ډېر علمي او دنيوي معلومات هم.

الله دې هدايت الله عامر ته لوے ژوند سره د نېکو عملونو نصيب کړي چې د پښتو ادب خدمت نور پۀ خلاص مټ وکړے شي. د موصوف دا د سفرنامې کتاب پۀ دوه سوه اوويشت مخونو مشتمل دے. پۀ شاپاڼه ئې د رواياتو برخلاف د اعجاز سوراني صاحب او اسير منګل صاحب دواړو ډېر پۀ زړۀ پورې ليکلي فلېپونه لګېدلي دي. د کتاب دننه هم دوه نورې د فراز پيرزاده صاحب او بشير احمدزے صاحب فلېپ ليکنې موجودې دي. کمپوزر ئې عطاءالله فقير صاحب دے، چاپ چارې عدنان منګل تر سره کړې دي، پروف ريډر ئې سکندر خان سکندر او ټائټل اصف ګدون جوړ کړے دے. هديه درې سوه روپۍ لري. د دغه کتاب تړون زمونږ د خواږۀ پېغمبر حضرت محمد (ص) پۀ مبارک نوم شوے دے. او بې لوثه بېغرضه ادبي خدمتګار امجد علي خادم صاحب ته ډالۍ شوے دے. پۀ دغه سفر نامه مقالې د ډاکټر طارق دانش، سکندر خان سکندر، مفتي محمد طلحي، اقبال حسرت او د هدايت الله عامر خپلې خبرې شاملې دي. د کتاب پۀ شاپاڼه د اېوارډ هغه تصوير هم شامل کړے شوے دے کوم کښې چې پۀ “ثنا خوان د محمد (ص) کتاب، صدرِ پاکستان ممنون حسېن موصوف ته سيرت اېوارډ ورکوي.

دا هم ولولئ

کلتور، د کلتور ارزښت، موسيقي – انور نګار

کلتور يو داسې تورے دے، چې پۀ خپله غېږه کښې ئې يوه نړۍ رانغاړلې ده. …