مظلومه کورنۍ (قاري الطاف اديزے)—فرمان يوسفزے(مترجم)

دا ليکنه شريکه کړئ

دا یوه داسې کورنۍ ده، چې کۀ اوغواړي نو خپل ژوند د پاکستان نه تر يورپ پورې هر چرته په آرام تیرولې شي.

که اوغواړي خپل فکر خرڅولې شي، او د هغې په بدل کښې له حکومته لوړ القابات او بې‌ شمېره مراعات ترلاسه کولې شي.

که اوغواړي، خولۀ تړلې شي، د خپل قوم ګډ دردونه شاته غورځولې شی، او د بادار نه د شخصي ګټو په بدل کښې خپل درئیم نسل هم د ملک د خزانې نه ارب پتي کولې شی.

هغه کولې شی چې د زمکې له حقیقتونو نه ځان ناخبره کړي، او د پارلیمان د لوړې چوکې نه د خپلې اثر لرونکې ژبې او طوفاني وینا له لارې د وطن‌ والو ستاینه تر لاسه کړي.

هغه کولې شی چې خپل نظر یوازې د ولي باغ تر دېوالونو پورې محدود کړي، او د پښتون وطن ختیځ، لویدیځ، شمال او جنوب کښې روانې پښتون وژنې باندې سترګې پټې کړي.

چونکې په چارسده کښې نه غرونه شته او نه معدنیات، نو ځکه هغه کولې شی چې د سوات د زمرودو او د وزیرستان د لیتیم د پاره د بادار له قهر او غضب نه ځان اوساتی او د بې‌ ځایه دښمنۍ نه ځان بچ کړي.

هغه کولې شی چې وخت سره ټپه اوکړي، د ریاست سندرې اووایي او د خپل ناپوهه قوم کرکه په خیالي مینه بدله کړي.

خو…

هغه د هاغه ازاد سړي لمسې دې، چا چې سلطنت ته له فقیرې نه ټیټه درجه ورکړې وه.

هغه د هاغه زړور شخصیت لمسې دې، چا چې د زمکې خدایان دروغجن وبلل، د نړیوال سیاست شطرنج یې رسوا کړو، د هغوی دروغجنې ډرامې یې سراب بللې او په تاریخ کې یې ځان د ريښتوني سیاستوال په نوم ثبت کړو.

هغه د هغه سړي ځوې دې، چا چې ټول ژوند د دې قوم لپاره د حق غږ پورته کولو کې تېر کړو، سره د دې چې هم دغه قوم هېڅکله دې منلو ته تیار نه شو چې هغه خپل مشر اوګڼي.

هغه د هاغې کورنۍ وارث دی، چې د چا مخالفین هم د هغوی د عقل او بصیرت مخې ته سر ټیټوي.

هغه هم هاغه سخته او اوږده لاره غوره کړه، چې پرې تلونکي ته یوازې د “غدار” سند ورکول کېږي.

هغه لارې چې اغزي لري، طعنې لري، د خپل قوم د ژبې تیرې تورې لري.

هاغه لارې چې د خپل قوم د پاره “غدار” بلل کېدو باوجود هم وفادار نه منل کيږي.

دا هر څه هغه د چا د پاره کوي؟

هم د دغه قوم د پاره…

خو دا قوم فکر نه کوي. د دې قوم په وینه کې د دې کورنۍ کرکه د ریاستي پروپيګنډې د ټيکې (انجکشن ) سره ګډه شوې ده.

او… هغه جذباتي دې. ځواني کله ناکله پرې غالبه شي، احساسات پرې حاوي شي.

تېروتنې له انسانه کېږي، له هغه نه به هم شوي وي. ناوړه خبرې به يې د خولې نه وتلی وي، خو هغه د بادار سپاهی نه دې.

هغه د وجدان سوداګر يا ضمير خرڅونکې نه دې.

هغه، د خپلو مشرانو په شان، د پردو په نصاب روزل شوی ناپوهه قوم لپاره بې‌ اُجرته خدایي خدمتګار دې.

هغه د دې قوم آواز دې، د دې قوم زړور او فصیح ژبې ځوان دې.

هغه هلته خبرې کوي، چرته چې بل څوک نه شي کولې.

هغه د هغو دردونو ترجماني کوي، چې د ډېرو خولې پرې اوچيږی او د ترجمانې توان يې له مینځه ځي.

او… د هغه د خبرو په انداز او طرز کښې به نیمګړتیا وي، خو حقیقت دا دې چې هغه د دې قوم محسن دې، وفادار دې، يو داسې محسن چې په ځوانۍ کښې هم د مشرانو په شان ښکاري، د لوي صبر او زغم خاوند دې.

د خپل قوم د پيغورونو او بې‌ پروايۍ سره هم د خپل هدف نه نۀ په شا کېږي،

بلکې دا د خپلو مشرانو میراث ګڼي او هم هاغه لاره تعقیبوي.

که د هغه د خبرو له انداز سره مینه نه لرئ، نو پروا مه کوئ.

تاسو یو لوی قوم یې، په میلیونونو شمېرل کېږئ.

تاسو یو نه، لس داسې ترجمانان پیدا کړئ چې د ایمل ولی خان نه هم ښه وي،

نوي اتلان جوړ کړئ.

تاسو د سپین خان، مراد سعید، علي محمد خان یا شهریار آفریدی په شان نور اتلان جوړ کړئ، بلکې د هغوی نه هم لوړ شخصیتونه رامینځته کړئ. تاسو ازاد یې چې د خپلې خوښې استازي وټاکئ.

خو د دې دروېش‌ صفت کورنۍ په احساساتو ملنډې مه وهئ.

د هاغه بابا د لمسي دا حق دې، چا چې خپل نسلونه ستاسو لپاره وقف کړي دي.

نوره پرېکړه به تاریخ کوي چې څوک د حق سفیر و، او څوک یوازې د سراب سوداګر…!

څوک د کاروان مشر و، څوک د حق سپاهی و، او څوک د باطل ترجمان…

نورې ليکنې۔۔۔

“رولټ اېکټ”

باچاخان “رولټ اېکټ” ‘زما ژوند او جدوجهد’، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر/ډسټ اٰن بکس، 2018، مخونه 96-84 ‘رولټ اېکټ’ پۀ اتلسم مارچ 1919ز د هندوستان د

ټوله ليکنه ولولئ