مهاجر نه تر مجاهده —ملي شهيد مولانا خانزېب

دا ليکنه شريکه کړئ

دا د ډاکټر فضل رحيم مروت په انګرېزې ژبه( From muhaJir to mujahid )  ډېر مهم کتاب دے پښتو ته هم د باچا خان ريسرچ سنټر له خؤا ژباړل شوے ، د سیاسي تبصرې پرته دا کتاب ددغه لوئې جګړې هغه ټول پټ حقيقتونه بشپړ راسپړي چې کمه لوبه ،(CIA) ،(ISI)، عربي ارتجاع او نورو نړۍ والو او د دوي اجيرانو د افغانانو په مقدسه خاوره په اسلام مئين پښتنو سره کړي او بدبختانه پښتانه د دې هرڅه شاته ډېر په سائنسي هنر اودرول شوي ۔ په افغانستان کښې د شوري اتحاد سره جوړه شوې جګړه کمه ساده مذهبي جګړه نۀ وه لکه څنګه چې د مذهبي عقيدت په مينه وړاندې کول شي بلکې پدې منطقه کښې غربي طاقتونو د پخواني پارسي امپراتورۍ د احياء تصور او د دغه ارادې مخ نيوي، د پاکستان د دوامداره جنګ په نامه تجارتي ګټو او افغانستان تل د محکوم ساتلو اراده، د اوګد مهاله سیاسي موخو لپاره پدې ټوله منطقه کښې د شوروي اتحاد د ښکېلاک لپاره يو اوږد پلان لرلو چې د افغانستان جيو پوليټيکل ارزښت له کبله د بده مرغه لا تراوسه سرته نۀ رسي ،دې هرڅۀ ته د بده مرغه لکه د ونې د تبر د لاسکي پشان د افغانانو خپلو سیاسي غلطو هم موقعه په لاس ورکړه چې ړومبے د سردار داود کودتاه او بيا انقلاب ثور د نړۍ وال اشر سوب وګرځېدو۔ د افغانانو روايتي قبايلي ټولنې ته د ماسکو په ديد اوکتل شو، د افغانستان جګړه  د سوړ جنګ د لمبو په تنور کښی سوځول په حقيقت کښې د کېپټلسټ بلاک د کمونيزم د تل ښکېلاک او د وېت نام انتقام اخيستلو لپاره دومره لويه لوبه وه چې ساده باده پښتانه به پرې ېو پېړۍ پس رسي چې دا څه لوبه زمونږ په خاوره نړۍ والو کړې ؟ او مونږ څومره په هنر د دې هر څۀ لپاره د عقیدې ترحده کارول شوي يو ۔ په ظاهره غزا هم مقدس وه شهادتونه هم ستر وو قرباني شوي افغانان هم ستر دي خو ولې د دې شاته چې د چا په لاس کښی د دې هرڅه واک و هغه اراده او عمل بل و او  لوبه بله وه. د کميونيزم د ماتولو لپاره د کېپټلسټ بلاک د یو پېړې هڅې په لوئې کچ د هر ډول وسايلو سره روانې وې د وسايلو کم کمې نۀ و خو د کمونيزم په مقابله کښې د کېپټلزم سره د ائيډيالوژۍ، نشتون لويه ناکامي وه،  دغه کمے د اسلام د جهاد په سپېځلې فلسفه کښی خپل مرستيال کړل شو چې په نتيجه کښی د اسلام او پښتني کلتور ټول عنعنات ډېر په بې رحمۍ سره  ونړول شو او ځانته لوبغالے خالي کړل شو سیاسي او کلتوري تشه تل قامونه د مخ د زمکې ورکوي ، د دې هرڅه لپاره په اسلام مئين افغانانو مذهبي ځبېښاک کول لازم شو د بې سوادۍ نه د افغانو اوږه او خاوره او کارول شوه، د شوروي اتحاد د غربي نړۍ د بريا لپاره او د دغه موخې ترسره کولو لپاره دوه مهم څيزونه پکار وو يو د افرادو وګړو ارزانه وسيله او بل مالي وسائل! د وګړو وسيله د پښتنو په بې وزله، بې تعلیمه او بې هنره  ټولنه کښې خوښه کړل شوه د جهاد د مقدسې فلسفې په برکت د نړۍ نه نور مسلمانان هم راخواره کړل شو، د مهاجر نه د مجاهد جوړولو او د کېپټلزم د بلاک د کميونيزم د بلا نه د خلاصولو لپاره مالي وسايل لکه د اوبو غرب او عرب اوبيول۔ د دې لپاره د افغانستان ټول انفراسټکچر او رياستي نظام د مېنځه وړل/ په بديل کښې ېو کمزورے واکمني تل ساتل/ په لوئي کچ د ښارونو په ځائې د کلو بانډو نه ساده پښتانه کډوال کول او په پاکستان/ايران کښی د استوګنې کېمپونو سره د جنګي تربيت لپاره د استخباراتي شبکو له خواټرېننګ سنټرې برابرول ، د کرنل امام د وېنا ترمخه څه اتيا زره کسانو ته نېغ په نېغه او بېا هغه کسانو لکونو افغانانو ته جنګي او فکري روزنه ورکوله ۔ د فکري پالنې لپاره د پاکستان د مذهبي ګوندونو او ځنې مندرسو نه هم په لوئي کچ کار اخيستل شو او په مالي برخه کښی به هغو ته هم خپله برخه د غنيمتونو نه ورکول شوه داسې کم لوے مولا صېب هغه وخت نۀ و پاتې چې حصه بقدر جثه ورته په غنيمت کښې نۀ ميلاوېده، مالي وسايل امريکا او عربستان په ګډه پورته کول هم د عربي ارتجاع او مذهبي افراطيت خورولو لپاره د محمد بن عبد الوهاب/ سيد قطب/ حسن البنا/ افراطي افکار هم يو داسې ټولنې ته راوړل شو چې سل په سله د زمانو نه په روادارۍ باور لرونکي حنفي المسلک وو. د سیاسي تقسيم سره د افغانانو د زمانو رواېتي مذهبي وحدت هم په مذهبي فرقه واريت سره مات کړل شو ۔ د کوکنارو پوډر جوووړل پښتنو کله هم نۀ پېژندل ځکه چې کوکنار د پښتنو د زرګونو کلونو نه کلتوري پېدواري فصل و د هيرؤېن په نامه نشه ترې جوړړول هم د نړۍ د قاچاق برو او د جنګ د مزدورانو کار و ۔

د پاکستان افغانستان ترنګلتيا د ړومبۍ ورځې جوړه وه کله چې په بېن الملل کښې د افغانستان سفير عبد الرحمن پجواک د پاکستان د رکنيت رسمي مخالفت وکړو په ۱۹۴۹ کښې د افغانستان لويې جرګې د ډېورنډ کرښې د لانجمنې کرښې په اړه د هغه ټولو تړونونو لغوه کولو پرېکړه اوکړه کم چې وخت په وخت د پيرنګېانو سره شوې وه. د پاکستان او افغانستان ترنګلتيا د ثور کودتا ډېره پخوا د سردار داود په وخت کښی ګرمه شوې وه چې کله سردار داود  صدر اعظم وو په ۱۹۶۰ کښې د افغانستان د لوري ډېورنډ پۀ کرښه د قبائلي لښکرو سره لويه جګړه راوړل شوه څه وخت پس د پښتونستان په نامه سیاسي شخړه نوره زياته شوه تر دې چې په ۱۹۷۵ کښې د ګلبدين سره نور يو درځن افراطي فکر لرونکي ځوانان پاکستان ته د سیاسي روزنې لپاره راوستل شو چې د دغه ریاستي ادل بدل  د ثور کودتا پس نېغ په نېغه د لاس وهنې د نړۍ وال طاقتونو په انډيوالۍ سره  لامل شو ۔ دغه راز د شوروي اتحاد سره د جګړې په وخت په پاکستان کښې د خارجه وزارت د لوري ځانګړې د استخباراتو او انتظامي چارواکو ېو شمېر ادارې جوړې کړل شوې وې. دا هر څۀ به نېغ په نېغه (CIA) د (ISI) په مرسته تصويب کولې. دغه ادارو به د جرنل ضياء په وخت د بارونو مالي او پوځي مرستو په اړه هرڅه پرېکړه کوله او روستو به کابینې منظوري ورکوله ۔ کمه مالي مرسته به چې راتله نو هغه به لويه برخه پاکستان ترلاسه کوله ورسره چې کمه جديده وسله به راله نو هغه به هم پاکستان سمبال کړه او د زمانو خپله زړه وسله به يې مجاهدينو ته ورکړه تر دې پورې چې د وسلې اتيا سلنه برخه به پاکستان ځانته پاتې کوله، د راولپنډۍ د اوجړي کېمپ د الوځولو شاته هم د دغه جديد وسلو پټول موخه وه. د ډاکټر فضل رحيم مروت د څېړنې ترمخه په اووه کاله کښی مجاهدينو ته پينځه شپېته زره ټنه  (65000) وسله ورکړل شوه دغه وسله کښی هر ډول لويه وړه وسله وه تر دې چې د دوه لاکه پورې جديد ميزايل چې نړې وال شهرت لرونکي د امريکا سټېنګر توغندي هم پکښی شامل وو، سټېنګر به د روس الوتکې راغورځولې ۔ دا توغندي په لوي کچ پاکستان هم پټ کړي وو ( په نړۍ کښی يواځې افغانان داسې پالوانان دي چې د سټېنګر غوندې جديده وسله ئې د کم سائنسي مشين پرته پخپله اوږه کاروله ) دغه راز د جګړې په برکت په قبائلي سيمو کښې لوئي د هر ډول وسلې بازارونه هم جوړ شو د مجاهدینو قومندانانو به په لوئي کچ لويه وړه وسله په سوداګرو هم خرڅوله خو دومره وسله د نړۍ د هر لوري د کميونيزم د ماتولو لپاره راروانه وه  چې دغه به پکښې هډو شمار نه وه ، د دغه جګړې نه وړاندې کلاشنکوف او نورې جديدې وسلې پښتنو نه پیژاندې، د جګړې په اخر کښی امريکا هڅه کوله چې سټېنګر بل کم هېواد ترلاسه نۀ کړي نو د سټېنګر ېو توغندي به مجاهدينو تر لس لاکه ډالر پورې په، نړۍ وال قاقاچ برو،  پرولو هغې به په امريکا بېرته خرڅولو، د وسلې جګړې د مېدان پورې په درې سوه ځانګړې غټو لارو ،او د قچرو په وسیله تر مجاهدينو د پالنې د يو ورځ لګښتونه به يو نيم ميلېن ډالر وو د ډالرو نغدې مرستې د دې بېلې وې چې د امريکې د ېو کال لګښتونه تر اتهه سوه مليونه او سعودي عربستان تر شپږ سوه ميليونه ډالر وو. د امريکې سره ترکي مصر، چين او ايران هم د مجاهدينو مرسته کوله اتيا زره ټوپکې ترکي يوکال کښې ورکړې وې ۔ چين به پاکستان ته وسله او قچرې په پټه د رېښمو په لار ورکول ۔ د کډوالو لپاره خپل ځانګړې کمشنري جوړه کړل شوې وه ،  د 1978/ نه 1989 پورې ېواځې په پاکستان کښې رجسټرډ کډوال دوه دېرش لاکه پورې و۔ د کډوالو لپاره د افغانستان په کلو بانډو کښې د هجرت ترغيب او دلته په پاکستان کښی د کېمپونو په شکل خپل ېو منظم ځانګړې انتظام و۔ د کډوالو لپاره په پښتونخوا/ او بلوچستان کښی د قبائلي سیمو سره 346 کډوال کېپمونه جوړ کړل شوي وو چې پدې کښی 96 صرف په قبائلي سيمو کښې وو دغه راز څه پينځه نظامي کېمپونه وو ، پۀ دغه کېمپونو کښې په باجوړ کښی 25 په کرم کښی 34 په مومند کښی 2 په اورکزو کښی 2 په شمالی وزیرستان کښې 24او په سويلي وزيرستان کښې 6 شامل وو ۔ دې کېپمونو کښی د نړۍ په مرستو  438 ښونځي او په لوئي شمېر وړې غټې مدرسې هم جوړ کړل شوې وې د دغه ښونځيو نصاب کښې بۀ څۀ لږ شان عصري علوم هم وو خو زياتره جهادي بيانيه پرته د اسلام د ټولنيز فلسفې باندې جوړ وو ۔ دغه راز اووه  لوي جهادي ډلو خپل ښونځي او روغتونونه هم چلول، د دغه اووه لويو ډلو زياتې چارې/ دفترونه/ بنګلې په پېښور او څه په کؤئټه کښې هم وې، پېښور پۀ دغه وخت کښې د نړۍ د خبريالانو او جاسوسانو به  ډک وو. د دغه ادارو زياتره نومونه به په عربي ژبه کښی وو. پۀ دغه جهادي ډلو کښی لوېه ډله د ګل بدين حکمت يار حزب اسلامي ډله وه چې تر پينځه دېرش زره پورې تنخا لرونکي مجاهدين او په لکونو افغان رضاکار ئې لرل، د وسلو سره په لوئي کچ ډالر هم راتلل  چې به يو عام جنګيالي مجاهد ته دغه ډلې د سلو تر درې سوه ډالر ورکول، دغه راز د حزب په ډله کښې به د قبائلي سیمو نه د اسلام او غزا په جذبه د زرګونو پښتنو د رضاکارو لښکرې هم هره ورځ پخپل خرڅ جنګ ته تللې ، دوېم نمبر کښی پسې د برهان الدين رباني جمعيت اسلامي وه چې تر يوولس زره پورې وسلوال ورسره وو۔  پۀ  دغه نصاب کښی به د افغانو د څوارلس سوه وړاندې کاله د اسلام قبلولو ياد نۀ وو۔ په نصاب کښی به افغانانو ماشومانو ته داسې تأثر ورکول شو چې ګنې دوې اوس اسلام قبلوي د عصري او تمدني تاريخ سره د افغانانو نسل د خپل اسلامي تاريخ هم غوڅول شو د افغانستان د زرګونو کاله قديم تاريخ جهاد بيانيو ورک کړو۔  د جهادي ډلو 42 مدرسو ته د فرنټير پوسټ ورځپاڼې د جولائي 1992, د يو څېړنې ترمخه د نړۍ وال مرستو پرته د پاکستان د اوقافو ادارې له خوانه 15969 ميلونه روپۍ ورکړل شوې وې ۔ نورې نړۍ وال مرستې د مهاجرينو په نامه به هم وې دغه راز د امريکې او عربستان په مالي مرسته جومات اسلامي څه 425 ښونځي او مدرسې د احياء العلوم په نامه هم  ځاے په ځاے جوړې کړې د دغه مندرسو د ودانو لپاره جومات اسلامي ته په لوئي کچ مالي مرسته ورکول شوه، د احياء العلوم د ادارې له خوا 950000 د مصر د اخوان المسلمين او   ابو الاعلی مودودي صېب او نور جهادی لټرېچر د کډوالو په کېپمونو کښی به خورول شو ۔ په عمومي نصاب کښې ماشومانو ته د حساب په مضمون کښې داسې پوښتنې به هم وړاندې کول شوې ! چې يو مجاهد د لسو ملحدینو د ډلې نه چې پينځه ملحدين مردار کړي نو څو پاتي شو ؟ ۔  5 ټوپک + 5 ټوپک _ 10ټوپک .۔۔۔۔۔۔۔د مجاهدينو د کامېاب پراجيکټ نه پس بېا انډيوالانو بل ګټور پراجيکټ لانچ کړو چې دوام لري نور بېا.۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

نوټ: پښتون مجله هڅه کوي چې د مولانا خانزېب افکار بيا بيا راتازه کړي او نوي نوي نسل ته ئې ورسوي ۔ دا د هغوي د فېس بک ليکنه ده چې مونږ هم پۀ دې غرض رانقل کړې ده ۔

 

 

نورې ليکنې۔۔۔