تحريک طالبان او د پاکستان پاليسي ساز(سليم صافي)–شهاب بونېرے (مترجم)

دا ليکنه شريکه کړئ

زمونږ يو روايت ګرځېدلے دے چې د پاليسۍ جوړونکي د کومې کمزورۍ او کۀ د مجبورۍ له وجې يوه مفروضه جوړه کړي او بيا دغه مفروضه د قوم مخې ته د يو حقيقت پۀ توګه باندې وړاندې کړي ۔ هم دغسې يوه مفروضه زمونږه پاليسو جوړونکو رغ کړې وه چې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو (ګوډ او بيډ) ترمينځه هيڅ تعلق نشته ۔ د دې مفروضې پۀ حق کښې صرف دغه يو دليل وړاندې کېدو چې افغان طالبانو کله پۀ پاکستان کښې عمليات نۀ دي ترسره کړي ۔زۀ پۀ خپله هم د دې حقيقت نه خبر يم چې افغان طالبانو پۀ ضد پاکستان کښې ډېر عمليات ترسره شوي دي ۔ د ملا برادر نه تر عبېدالله اخوند پورې ډېر مشران ګرفتار کړې شوي دي ۔ خو د دې باوجود افغان طالبان پۀ پاکستان کښې پۀ کومو عملياتو کښې ملوث نۀ دي ثابت شوي ۔ خو د دې باوجود د 2008 نه پۀ خپلو کالمونو کښې او پۀ ټي وي پروګرامونو کښې ما بار بار تکرار سره عرض کړے دے چې افغان او پاکستاني طالبان د يوې سيکې دوه مخونه دي ۔د کومې د پاره چې دغه دلايل وړاندې کومه ۔

1: مولوي نېک محمد، عبدالله محسود او هېبت الله محسود وغېره د حکومت پاکستان پۀ ضد جنګ پۀ دې بنياد شروع کړے و چې پاکستان د طالبانو د حکومت د ختمولو د پاره د امريکې مرسته کړې وه ۔

2: د تحريک طالبان پاکستان مشرانو به چې بيعت ترسره کړو نو سمدست به افغان طالبانو ب د امير المومنين غائبانه بعيت ترسره کوۀ ۔ د اوس د طالبانو مختلفې ډلې يو ځل بيا د مفتي نور ولي پۀ مشرۍ کښې رايو ځاے شوې او پۀ شريکه چې د هغۀ نه بيعت حاصل شو نو پۀ دې غونډه (ماسره ويډيو موجوده ده) کښې مفتي نورولي او د دۀ ملګرو د افغان طالبانو امير المومنين ملا هېبت الله پۀ شريکه امير تسليم کړے ۔

3: افغان طالبانو د پاکستان دننه د تحريک طالبان پاکستان، القاعده يا جماعت الاحرار پۀ عملياتو کښې حصه نۀ ده اخستې خو د تحريک طالبان پاکستان ډېر کسانو د افغان مخاذ پۀ موقع باندې اوږه پۀ اوږه د تحريک طالبان افغانستان سره جنګېدلي دي ۔ هغه کاروائي کومه کښې چې پۀ صوبه خوست کښې دننه د امريکې د سي ائي اے نيم درځن کسان مړۀ شول او د دې منصوبه حکيم الله محسود جوړه کړې وه ۔ پۀ دې کښې يو خودکش ابودجانه د ځان الوزولو نه وړاندې د حکيم الله محسود سره ويډيو پېغام ريکارډ کړے و۔

4: د افغان طالبانو، تحريک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار او القاعده جهادي لټرېچر يو دے ۔ د دې د جهاد، قتال، مرتد او نور مذهبي تصورات شريک دي ۔ ټول د يو بل د ويډيو او اډيو موادو نه استفاده کوي ۔

5: د تحريک طالبان پۀ هر ليټرپيډ باندې يو طرف ته د امير بېت الله محسود، حکيم الله محسود، ملا فضل الله، مفتي نورولي محسود نومونه ليکلي شوي وي ۔ دغسې بل طرف ته د امير المومنين ملا محمد عمر، ملا اختر منصور او د ملا هېبت الله نومونه ليکلي شوي وي ۔ پۀ دې دومره موده کښې داسې يو بيان هم نشته چې دوي تحريک طالبان پاکستان منع کړي وي چې زمونږ د اميرالمونين نامه مۀ ليکئ ۔

6: کله چې حکيم الله محسود پۀ ډرون حمله کښې وويشتے شو نو افغان طالبانو پۀ خپل ويب سائټ باندې يو بيان جاري کړو او د هغوي خدماتو ته ئې خراج تحسين وړاندې کړو او دغسې هغه ئې شهيد وګرځوۀ ۔

7: د تحريک طالبان پاکستان ډېر کسان د افغانستان پۀ داسې علاقو کښې مېشته و کوم چې د افغان طالبانو پۀ کنټرول کښې وې ۔ تر دې چې د تحريک طالبان پاکستان پۀ وجود کښې د راتلو نه واخلې تر ننه پورې يو خبر هم داسې نشته چې دواړو ترمينځه جنګ يا تاو تريخوالے راغلے وي ۔ دغسې بل طرف ته د داعش پۀ ضد افغان طالبانو زور ور جنګ ترسره کړے دے ۔

8: د پاکستاني رياست پۀ ضد د مزاحمت پېل کونکے مولانا نېک محمد د افغان طالبانو پۀ پخواني دور کښې د کابل پۀ مغرب کښې د کارغه کېمپ انچارج و۔ دغسې بېت الله محسود د ملا دادالله سره مېشته و او ډېره موده ئې پۀ شريکه پۀ افغانستان کښې دننه جنګونه کړي دي ۔ دا خو ځنې حقايق دي کۀ د دې دواړو ډلو د تعلقاتو پۀ حواله تفصيل ته تلل وي نو د موجوده امير مفتي نورولي کتاب ”انقلاب محسود“ مطالعه بايد وشي ۔

اوس چې د افغانستان نه د امريکې د فوځ انخلا مکمل کېدونکې ده او د دې انخلا نه وړاندې افغان طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړے دے پۀ پاکستان کښې عموماً او پۀ قبايلي سيمو کښې خصوصاً د پاکستاني طالبانو عمليات ډېر شوي دي ۔

اخر سوال پېدا کېږي چې پاکستان وسله وال به څۀ کوي او دوي سره څۀ کول پکار دي ؟ تر دې افغان طالبانو ټولې دنيا ته دغه باور ورکړے چې د هغوي زمکه به د يو ملک پۀ ضد هم استعمالېدو ته پرې نۀ ږدي ۔ بل طرف ته د پاکستان پۀ غوښتنه باندې د افغان طالبانو امير المومنين د تحريک طالبان پۀ مسئله باندې يو کمېشن هم رغ کړے دے ۔ او اوس د دې ځاے د خلقو دا توقع ساتلې ده چې ګنې افغان طالبان به پاکستاني طالبان د مټ نۀ ونيسي او پاکستان ته ئې حواله کړي داسې کله هم ممکنه نۀ ده ۔

دا څو کرښې د نن نه څلور کلونه وړاندې (25اګست 2021) کښې پۀ ورځپاڼه جنګ کښې د کالمونو پۀ صفحه کښې د ”پاکستاني طالبان پس چي بايد کرد“ پۀ عنوان چاپ شوے و۔

پۀ دې يو درځن کالمونو کښې دا کالم هم يو دے چې وخت په وخت مې دا حقيقت پۀ ګوته کړے دے چې افغان طالبان او پاکستاني طالبان يو دي ۔ خو بل طرف ته د پاکستان پاليسي ساز، مذهبي ليډران، دفاعي ماهرين او ځنې پوهان پۀ دې خبره سره يو و چې پاکستان او افغاني طالبان دوه جدا جدا قوتونه دي ۔ افغان طالبان ښۀ دي او پاکستاني طالبان بد دي ۔ دا پاليسي د پينځلس کلونو نه جاري ده ۔ پۀ پاکستاني مېډيا کښې د دې غلغله جوړه وي ۔ خداے بخښلے رحيم الله يوسفزے او زۀ بنده پۀ دې معامله کښې د ټولو د رايه نه جدا وو۔ کله کله خو به داسې يوازې وو چې پۀ خپله رايه به راته شک شو۔ د امريکې پۀ ضد د جنګ د طالبانو د حکومت څلور کلونه وشول ۔ خو نن هم پۀ څۀ نه څۀ شکل کښې کنفيوژن برقرار دے ۔ خو نن د اکثريت سترګې پرانستې شوې ۔ خو اوس مونږه يوې بلې انتها پۀ لور لاړو پته نه چې د يوې انتها نه بلې انتها ته تلو سره به اخر مونږ چرته رسو ؟

نورې ليکنې۔۔۔