د “درست افغان” شاعر: خوشحال خان خټک – سجاد ژوندون

پرته لۀ دې چې د اوږدو اقتباسونو څخه کار اخلم، د غربي او شرقي پوهانو پۀ رڼا کښې پۀ قامپرستۍ باندې بحث کوم، نو پکار ده د قران مجيد دغه ايت مبارک پکار راوړم، ”وَ مِنۡ اٰیٰتِہٖ خَلۡقُ السَّمٰوٰتِ وَ الۡاَرۡضِ وَ اخۡتِلَافُ اَلۡسِنَتِکُمۡ وَ اَلۡوَانِکُمۡ ؕ اِنَّ فِیۡ ذٰلِکَ لَاٰیٰتٍ لِّلۡعٰلِمِیۡنَ“[1] )او د هغۀ د قدرت پۀ نخښانو کښې د زمکې او د اسمان پېدائش او ستاسو د مختلفو ژبو د رنګونو اختلاف هم دے؛ هم پۀ دې کښې د پوهه لرونکو د پاره لويې نخښانې پرتې دي( – دلته روايتاً زمونږ د ژوند ټولې حوالې پۀ “دينوي” او “دنياوي” اصطلاحاتو کښې وېشلې شوې دي، دين د دنيا او دنيا د دين پۀ ضد ودرولې شوې ده –

هر څو ټولنه کښې د ژوند د مختلفو فکري ایجادونو، نظرياتي رويو او علومي انکشافاتو د استرداد د پاره د مذهب تر لارې د مخالفت کولو روايت ته وده ورکړې شوې ده، ما د دغه ايت د قامپرستۍ (Nationalism) د سياسي تصور پۀ ضد د مذهبي تشريح وضاحت د پاره راوړے دے. خداے متنوع تخليقات د خپل تخليقي قدرت نخښه بلي، انسانان پۀ جدا جدا قامونو، رنګونو، ژبو، خويونو، جغرافيو او کلتورونو کښې پېدا کولو باندې خپله لوئي څرګندوي خو مذهبونه د “تنوع” دغه شتمني رد کوي.

اوس د دې نه اخوا چې پۀ قامپرستۍ خبره کېږي نو بايد دا “جبلت” تصور کړے شي، ځکه چې مونږ دا خبره خو منو چې هر ژوند کوونکي کښې تر ټولو اولنے جبلت دغه دے چې دے به د خپل ځان او د خپل نسل بقاء کوي. نو بيا کوم ځاے چې انسان د ژوند پۀ عامو معاملاتو کښې خپل ځان غوره کوي، خپل اولاد غوره کوي، خپل ټبر غوره کوي او خپل قام غوره کوي نو دا به جبلي عمل وي. جبلتونه د وحشي خوي نه انساني نفسياتو ته راوړلو د پاره فکري ايجادونه، نظرياتي رويې او علومي انکشافات د انساني دانش د زرګاو کلونو د تجربو ورکړه ده.

د انساني ټولنې بقاء او ارتقاء پۀ دې کښې ده چې د جبلت او فطرت سره د تصادم پۀ ځاے دا د ژوند د پاره ساهو کړي او د حېواني صفت )جبلت( پۀ مقابل ئې انساني صفت ته راوړي. ټولنې هم د دغه فکري، علمي او عملي ارتقاء پۀ نتيجه کښې پرمختګ کوي. داسې کېدل ډېر کم امکان لري چې دنيا د ټولو انسانانو “مشترکه ميراث” شي او کۀ فرض کړه شي هم، نو د دې انتظام او انصرام به کله هم موزون، اسان او پائيدار نۀ وي.

پېغمپر پاک صلي الله علېه وسلم چې اخري خطبه بيانوله، هغۀ ټول مسلمانان وروڼه ګرځول خو د عربي او عجمي اصطلاح ئې پۀ څرګنده ډول بيان کړې وه. دغه اصطلاح د بشري حقونو او انسانيت پراخه معنٰي کښې د مساوي حېثيت د پاره ده او پۀ سياسي معنيو کښې دا د قامي، ژبني او کلتوري شناخت، د وسائلو د اختيار او سياسي خپلواکۍ جغرافيائي حد بندي کوي.

اوس د قامپرستۍ مخالفت کښې چې پۀ پاکستاني فيډرېشن کښې کوم قوتونه مخې ته راغلي دي، هغه پۀ درې ډوله دي: يوه هغه ډله ده چې پۀ مذهبي نقطه نظر سره د قامي تصور د ختمولو هڅې کوي او بله هغه ډله چې د کميونزم پۀ بهانه دلته د قامپرستۍ خلاف د استعماري قوت برخه ګرځي – زۀ ئې پۀ لنډه توګه دوه مثالونه پېش کوم: لکه د مودودي صاحب د ليکونو نه د جماعت اسلامي د لټرېچر پۀ ذريعه پۀ دغه ډول کار اخستے کېږي:

’’جب کھبی ایک قوم اپنے مفاد کی خدمت اور اپنے مصالح کی حفاظت کے لئے اپنے آپ کو ایک رشتہ ازدواج میں منسلک کرے گی یا با الفاظ دیگر اپنے گرد قومیت کا حصار چن لے گی تو لازماً اس حصار کے اندر والوں کے درمیان اپنے اور غیر کا امتیاز کرےگی؛ غیر کے مقابلہ میں اپنے کی حمایت کرے گی‘‘[2]

داسې پوره پوره کتابونه پۀ دغه غرض ليکلے شوي دي او ليکلے کېږي چې پۀ پاکستان کښې د مېشته قاميتونو نه د هغوي د هر قسمه حقونو تروړلو جواز ورکوي او پۀ تسلسل سره دغه فکر مخ پۀ وړاندې بوتلے کېږي چې دغه قاميتونه د خپل حق خبره و نۀ کړي. د دغه قاميتونو د فطري او ائيني حقونو مطالبه د مذهب پۀ استحصالي تشريح سره د “ګناه” تصور سره تړلې شوې ده. دغه بيانيه اګرچې نن سبا د ناکامۍ سره مخ شوې ده خو داسې هم نۀ ده چې سر خوري، بلکې د يوې نوې تبليغي جماعتي بيانيې سره مخ ته راغلې ده کوم چې قامونو نه د حق نه د دستبردار کېدو پۀ کار اخته ده. دوېم ډول هغه خلق دي چې د مغرب د سياسي تحريکونو پۀ بهانه دلته خلقو ته ښائي شنۀ باغونه، خو د دغې باغونو پۀ شا د قامونو نه قامي تفکر لرې کول ئې غرض وي. دغه خلق عموماً خپله مبارزه پۀ ځاے د دې چې د استعماري قوتونو خلاف وچلوي، پۀ هر صورت کښې د قامي شتمنيو، وسائلو او اختيار د مطالبې مخې ته د خنډ کار ورکوي – د خپلو بيانيو د سياسي ضرورتونو د پاره کۀ دغه ګروهونه هر څو د Leftist او rightest پۀ خانو کښې ځانونه تقسيموي، خو چې د قامپرست سياست خبره راشي نو د فکري جنګ نه تر انتخاباتو د پاره د يو بل ووټران وي. دغه خلقو د پاره پۀ سوشل، پرنټ او الېکټرانک ميډيا خرڅېدونکې هره علاقائي سودا واره کوي خو چې کله د سياسي اختيار د مطالبې د جنګ خبره راشي نو بيا د بېن الاقواميت طرف ته داسې ټوپ ووهي چې د محترم سليم راز صاحب دا شعر د دغه خلقو د ذهني تضاد بهترينه نمائندګي کوي، چې:

سرحدونه مې نظر کښې نۀ ځائېږي
د نړۍ د هر وطن زۀ باشنده يم

د انټرنېشنلزم دا تصور د خپل معروض، قامي بيانيې او سياسي جنګ نه د فرار يو انټلکچول کوشش دے، حالانکې کۀ مونږ ګورو نو ښاغلي شاعر به د “سرحدونو” څخه صرفِ نظر د نړيوال سفري قواعد نه د انکار صورت کښې نهــ وي کړے، خو پهــ فکري طور دا د مسئلو د مقاميت نه د لا تعلقۍ يا د دې د غېر ترجيحيت معنې ورکوي.

درېم ډول خلق چې د قامپرستۍ پۀ ضد خپله مبارزه کوي، هم د جديديت او پراخه مقصديت پۀ بهانه کله د نيو نېشنلزم، کله د اېن جي او پۀ شکل خپل عمل تر سره کوي او پۀ يو نه يو ډول د قامي خپلواکۍ پۀ لار کښې خنډ کېږي. د دې غرض لاس ته راوړلو د پاره دوي قامي مسئلې مقامي (Localize) کړي او د خپلو مسئلو د هواري اختيار لاس ته د راوړلو پهــ ځاے د دې وقتي هوارے حل وګڼي.

زما د دومره اوږد اقتباس مقصد د خوشحال خټک هغه قامي شخصيت دے چې پۀ حقيقت کښې د “درست افغان” شاعر دے خو پۀ رياستي توګه د “دو قومي نظريې” سره پۀ شعوري ډول زمونږه ځينې مشرانو د هغۀ سره هم هغه عمل کړے دے، کوم چې د قامپرستۍ سره شوے دے يا لا اوس هم کېږي. د خوشحال خټک شخصيت د افغانيت نه شوکول او هغه د دوه قومي نظريې پۀ رڼا کښې څېړل يا هغه هم لکه د علامه اقبال د جنګي بيانيې د پاره پکار راوستل نۀ دا چې لوے ادبي خيانت دے بلکې قامي خيانت هم دے، کوم چې د خوشحال تشريح کوونکو پۀ کوزه پښتونخوا کښې کړي دي. دغه خلق نۀ چې ګنې د عالمګيريت سره مينه لرونکي دي يا د اسلامي تعليماتو سره، بلکې د دغه عالمګيريت يا اسلامي تعليماتو پۀ شا خوشحال د خپل افغانيت نه د را شوکولو هڅې ئې کړې دي. لنډ مثال ئې دلته زۀ د “ارمغان خوشحال” د مقدمه ليکونکي استاد سيد رسول رسا ورکوم چې د “خوشحال او اقبال” د عنوان لاندې ليکي،

“زما پۀ خيال د خوشحال فلسفۀ حيات مرکز او محور “پښتو” وه او د ډاکټر اقبال د فلسفۀ حيات مرکز او محور “خودي” وه. خوشحال لکه د اقبال پۀ شان يوه منظمه فلسفه حيات نۀ لرله.”[3]

دلته رسا صاحب يو خوا دا خبره کوي چې د خوشحال د فلسفۀ حيات مرکز او محور پښتو ده خو د علامه اقبال د خودۍ پۀ مقابله کښې پښتو بيا منظمه نۀ ګڼي!!! زۀ د اقبال پۀ خودۍ يا د هغۀ پۀ فلسفۀ حيات خبره خو نۀ کوم، خو د رسا صاحب پۀ مقصد خبره کوم چې کۀ د خودۍ مونږه هر څومره تشريحات وکړو، زما پۀ خيال چې دا به د پښتونولۍ صرف يو جز ګرځي. د دې نه بله لويه خبره کومه ده چې پښتنو سره د فلسفۀ حيات د پاره “پښتو” د ځائي نفسياتو او سماجي شعور نه را زېږېدلې ضابطه، چې پۀ علمي لغت کښې “پښتونواله” (Pashtunwali) بللې شي، شته، نو بيا منظمه پۀ کوم ډول نۀ ده؟ خو رسا صاحب خوشحال د افغانيت يا د پښتونوالې نه د راشوکولو د پاره پۀ شعوري ډول ځان ته لاره پرانستله او دغه لار ئې د اقبال پۀ بهانه د دوقومي نظريې لاندې غوره کړه. تر دې چې رسا صاحب کوم ځاے هم د خودۍ خبره کوي نو بار بار دغه تکراروي چې د خوشحال پښتو اصل کښې د اقبال خودي ده؛ يعني داسې کله هم نۀ وائي چې د اقبال خودي د خوشحال پښتو ده – پۀ “خوشحاليات” کښې د “اقباليات” اثر ليدلو د پاره نۀ خو د ښاغلي رسا صاحب سره د عصري تقديم يا تاخير څۀ علمي جواز شته او نۀ د اصطلاحاتو پۀ تشريح کښې هغه د عقلي دليل راوړلو جواز لري – خو بيا هم کۀ مونږه د خودۍ معنٰي هم هغه وباسو کومه چې رسا صاحب کوي، يعني رسا صاحب خودي “خود شناسۍ” ته وائي، نو بيا خو کۀ د خوشحال تمام کليات چې د پښتونولۍ نه ډک دي، مونږه نظر انداز کړو او صرف پۀ “دستار نامه” کښې د دستار د سړي د پاره هغۀ تر ټولو وړومبے معيار هم دغه خودي “د ځان پېژندنې هنر” ګرځولے دے چې د شل هنرونو او خصلتونو پۀ منځ کښې خودي صرف يو توکے ښکاري. دلته هم زۀ د اقبال پۀ تعليماتو نقد نۀ کوم خو د رسا صاحب تعليمات داسې دي چې اقبال لکه چې پۀ اوولسمه صدۍ کښې تېر شوے او خوشحال د شلمې صدۍ سړے وي!!! د دليل د پاره تاسو “مقدمه ارمغان خوشحال” پۀ تفصيل لوستلې شئ.

هم پۀ دغه ډول رسا صاحب د مطالعه پاکستان پۀ اثر کښې د خوشحال خان خټک غوندې شاعر هم د دو قومي نظريې سره تړي. محترم رسا صاحب دومره لۀ جذباتو نه تېز تلے دے چې د خوشحال خټک هغه پۀ زرګونو شعرونه چې هغۀ پکښې بار بار خپله مبارزه خالص د افغان وطن او پښتنې خاورې د پاره بيانوي، سترګې اړولې دي. دا خبره هم صفا ده چې د مغلو او پښتنو جنګ صرف او صرف د خپلواکۍ جنګ ؤ؛ د غاصب او مغصبوب، حاکم او محکوم جنګ ؤ؛ پۀ دې منځ کښې هېڅ د اسلام يا بل کوم مذهبي څيز جنګ نۀ ؤ بلکې د نن پۀ نصاب کښې مغلي واکمن د اسلام عادلان باچاهان ښودلے کېږي نو بيا خوشحال ولې د هغوي سره جنګ کولو؟ خو محترم رسا صاحب د خوشحال جنګ له کوم رنګ ورکوي، تاسو وګورئ:

“پاکستان پۀ حقيقت کښې د خوشحال خان د خوبونو تعبير دے ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ پۀ پاکستان کښې د مغل، افغان ،سندهي او پنجابي وغېره د ټولو مسلمانانو يو شان حقوق دي او يو شان حېثيت لري او هم دغه د خوشحال تعليمات وو ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ خوشحال خان خټک ته هم مونږ د پاکستان شاعر وئيلے شو، څۀ خو پۀ دې چې هغه د پاکستان پۀ خاوره کښې پروت دے او پاکستان د هغۀ وطن دے او څۀ پۀ دې وجه چې پاکستان د برصغير د مسلمانانو واحد هغه رياست دے کوم چې خوشحال خان خټک پۀ خپله زمانه کښې د مسلمانانو د پاره غوښتلو او څۀ پۀ دې وجه چې د خوشحال خان خټک تعليمات لکه د ډاکټر اقبال د اسلامي فلسفۀ حيات ترجمان دي. د مغلو سره د کشمکش پۀ سلسله کښې چې ئې کوم اشعار وئيلي دي، کۀ هغه ورنه يو طرف ته کړو، باقي د خوشحال خان خټک شاعري د ډاکټر اقبال شاعرۍ ته ډېره نزدې ده.”[4]

تاسو د پورته ليک نه اندازه ولګوئ چې پۀ څومره هنر خوشحال د خپل افغانيت او قامي تصور نه راجدا کولے کېږي، حالانکې د خوشحال پۀ تعليماتو کښې نۀ خو داسې کوم تصور شته چې ګنې هغۀ د برصغير مسلمانانو له خوب ليدو يا ئې شاعري کوله او نۀ هغۀ د مغل سره شر پۀ دې کولو چې ګوندې د بنګال،سندهـ، پنجاب وغېره مسلمانانو ته يو شان حق نۀ ورکول کېدو؛ بلکې د هغۀ او د مغلو شخړه صفا وه چې هغۀ اعلان کړې وه “د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره” – بل طرف ته رسا صاحب وائي چې کۀ د مغل سره د کشمکش شاعري ئې اخوا شوه نو د خوشحال تعليمات د ډاکټر اقبال تعليماتو ته ورته کېږي او زۀ وايم چې کۀ د مغل سره د کشمکش شاعري د خوشحال پۀ کلياتو کښې نۀ وه، شايد چې نن چا هم خوشحال نۀ پېژندو.

هم دغسې دغه بيانيه چې د يو منظم پلان د لارې مخې ته بوتلل کېده، محترم پرېشان خټک هم پکښې برخه لرلې ده. لکه يو خوا ئې د محترم رسا صاحب د “ارمغان خوشحال” مقدمې نه کار پورته کړے دے نو بل خوا وائي چې علامه اقبال صاحب ‘د ننګيال مرسته ځکه کوله چې د علامه صاحب پۀ خيال ننګيال هم هغه مقاصد تر سره کول، کوم چې يو سوچه مردِ مؤمن تر سره کولے شي.’[5]

د مرد مومن مقاصد د دوقومي نظريې پۀ تناظر کښې جنګي بيانيه ده چې پۀ دې خطه کښې ئې د کفر او د اسلام پۀ نامه د تېرو پنځوسو کلونو راهسې پۀ لکهونو خلق ووژل – ايا د خوشحال “ننګيال” هم دغه مقاصد لرل؟ او کنه رسا صاحب يا پرېشان خټک صاحب ترې هم دغه کار اخستل غوښتل؟ بلکې دغه تصور د پروفېسر ډاکټر اقبال نسيم خټک هم ؤ او دغه تصور د پروفېسر ډاکټر شاه جهان هم ؤ – تر دې چې شاه جهان صاحب پرې پۀ باقاعده ډول د “خوشحال د جنګ او جهاد نظريه” پۀ عنوان مضمون هم ليکلے دے او محترم مير عبدالصمد خو وائي “چې خوشحال او اقبال کوم خوب ليدلے ؤ، د هغې تعبير محمد علي جناح ؤ” –

زۀ د اقبال د خوب سره خو تعلق نۀ لرم، خو د خوشحال خوب د ټول افغان وطن خوب دے؛ هغه خوب چې پۀ ويښه ئې د “فريد خان شېر شاه سوري” خيال تصور کړے ؤ او تعبير ئې احمدشاه ابدالي بابا ختلے ؤ – خو دلته به زما خبره پۀ “شايد” ودرېږي.

هم پۀ دې بهير کښې استاد داور خان داود هم يو قسم کوشش کړے دے چې د خوشحال تشريح د اقبالياتو پۀ رڼا کښې وکړي او بيا د هغۀ افکارو ته د قامي تصور پۀ ځاے افاقي تصور ورکړي؛ داسې لکه څوک يو ماشوم د مور د غېږې نه وشوکوي او ورته وائي چې دا ماشوم خو خداے پېدا کړے دے، دا ستا نۀ دے او دغسې دغه ماشوم پۀ يوه مېله کښې پۀ الغاو تلغاو کښې پرېږدي. لکه استاد محترم د خوشحال د ننګيال د مضمون پۀ تمهيد کښې ځان ته هم دا ډول لار داسې پکار کړې ده:

“د انسان هم دغه اوصاف او خصوصيات دي چې ټول بنيادم ئې د انسانيت، اخوت او ورورولۍ پۀ مزي تړلي دي ځکه چې د ژبې دود دستور ملک او قام تفريق عارضي او وقتي دے. شعر او ادب هم د دې انساني او افاقي عواملو او اوصافو د اظهار نوم دے – دا نۀ پروپېګنډه ده، نۀ سياست دے، نۀ رسم او رواج دے چې يو خاص قام او ملک سره تعلق لري او بل سره ئې څۀ تړون او پېوستون نۀ وي.”[6]

د دې هر څۀ نه پس چې مونږه د خوشحال پۀ تعليماتو خبره کوو نو تر ټولو اول خبره به دا کوو چې هغه د “درست افغان شاعر” ؤ. هغه کۀ د خپلې تورې خبره کوي او کۀ د قلم خبره کوي، نو اول ئې د پښتون افغان د پاره کوي؛ تر دې چې ګيله ئې هم داسې کومه د اسلامي نړۍ د مسلمانانو نه نۀ ده، د خپل قام نۀ ئې کوي، لکه وائي چې:

پښتون بې قدره، مغل بې ننګه
توبه لۀ تورې، توبه لۀ جنګه

زۀ ئې چا لره وهم قدر ئې چا زده؟
پۀ اور وسوزه دا تورې قلمونه

د دې نه پس کۀ څوک خوشحال ته خامخا د پاکستان شاعر وائي او پۀ دې ئې وائي چې قبر ئې پاکستان کښې دے، نو دا ډېره غېر منطقي خبره ده. خوشحال خپله خاوره او خپله جغرافيه پۀ څرګنده ټکو کښې ټولې نړۍ ته ښودلي دي:

درست پښتون لۀ قندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار

  1. : سورة الروم، ايت 22
  2. : سيد ابولاعلیٰ مودودی،مسلۀ قومیت، مکتبۀ جماعت اسلامی، جمال پور، 1947، ص 5
  3. : سېد رسول رسا، مقدمه ارمغان خوشحال، يونيورسټي بک اېجنسي، پېښور، 2001، مخ 91
  4. : هم دغه کتاب، مخونه 113-111
  5. : پرېشان خټک، نابغه خوشحال، ننګيال خوشحال خان خټک، بهير مطبعه کابل، 2017، مخ 300
  6. : دواد، پروفېسر داور خان، د خوشحال د فکر تنستې، افاق پرنټرز، محله جنګي پېښور، 2018، مخ 16-15

 

دا هم ولولئ

خاکه وِرجن فلسفي Virgin Philosopher – سجاد ژوندون

دا د کال دوه زره شپاړس خبره ده چې د عادت مطابق د خپل هاسټل …