د پښتونخوا اصل مسئله څۀ ده –سليم صافي

دا ليکنه شريکه کړئ

نه نه اصل مسئله د لانګ مارچ نۀ ده ۔ پۀ مېډيا او سياسي مېدان کښې به لويه مسئله خامخا لانګ مارچ ګڼلې کېږي خو اصل تنازعه د لانګ مارچ نه بلکې د دهشت ګردۍ ده ۔د لانګ مارچ معامله خامخا ګرما ګرما ښودلې کېږي خو د دهشت ګردۍ پۀ مسئله هم د څۀ ورځو نه پټ پنا څۀ روان دي د کومې د ادراک او احساس سياسيانو ته بېخي نۀ کېږې ۔ لانګ مارچ د يو څو ورځو ايونټ دے چې تېر به شي او هېر به شي خو دهشت ګردي دا وخت مکمل د سر درد ګرځېدلې ده ۔د مرکزي سياسيانو د پاره دا ايشو کېدېشي بس يوه ايشو وي خو پۀ خېبر پښتونخوا کښې د اولس او اسټبلمشنټ د پاره د مرګ او ژوند خبره ده چې د تحريک انصاف د صوبائي حکومت او اسټبلمشنټ پرې اتفاق نشته ۔ دا وخت صورت حال داسې دي چې د خېبرپښتونخوا پۀ څلوېښت ضلعو کښې پۀ يوولس کښې تحريک تالبان پاکستان سکه چلېږي يعنې راج ئې دے او دغسې پۀ ځنې نورو علاقو کښې هم خپلې کاروائۍ کولې شي ۔ اسټبلشمنټ دا پۀ سمه توګه ډيل کوي او کۀ پۀ ناسمه خو د هغوي د پاره هم د مرګ او ژوند خبره ده ۔ خو ولې د تحريک انصاف د صوبائي حکومت د پاره دا پۀ ترجيحاتو کښې شامله مسئله بالکل نۀ ده ۔ دا مسئله د ويرې ده کۀ د اسټبلمشنټ سره د خفګان ده او کۀ نوره ده خو هغوي د دهشت ګردۍ نه بېخي ځان بې خبره ساتلے دے ۔ دا مسئله پۀ اصل کښې د تنازعې اصلي ماخذ دے ۔ خو پښتونخوا حکومت د دې نه سترګې اړولي دي ۔ولې چې پاکستان دا وخت افغان طالبان خپل مخالف ګڼي ۔

د پاکستان بيانيه دا ده چې طالباني رجيم  دا وخت د هندوستان پۀ لاسو لوبېږي او هم پۀ دغه طريقه باندې تحريک طالبان پاکستان او بلوچ لبرېشن ارمي سپورټ کوي ۔ دوي وخت پۀ وخت پۀ افغانستان باندې هوائي بريدونه هم کوي چې د ټي ټي پي او بي ايل اے پۀ ځايونه ړنګوي  چې پۀ ځواب کښې ئې طالبان پۀ پاکستان باندې د ډرونز او تحريک طالبان پاکستان تشکيلات کوي ۔پاکستان وائي چې مونږ د افغان طالبانو سره نېغ پۀ نېغه هم مذاکرات وکړل او د نړيوالو (درېم ګړو) پۀ ذريعه مو هم وکړل خو افغان طالبان پۀ يو صورت هم د پاکستان موقف منلو ته تيار نۀ دي او پاکستان سره د جنګ نه بغېر بله لار نشته ۔

خو بل اړخ ته د تحريک انصاف حکومت پۀ دې بيانيه کښې د رياست سره همغږي نۀ دي ۔ هغوي د پاکستان او د طالبانو تر مينځه شخړې ته د وفاقي حکومت يا د پخواني صوبائي حکومتونو پۀ تناظر کښې نۀ ګوري ۔ بلکې د تحريک انصاف موقف دے چې پاکستان د غلط پاليسو پۀ وجه باندې دغه حالات خراب دي ۔ د دې عملي مظاهره هغه وخت مخې ته راغله چې کله افغانستان د يوم فتح تقريبا نمانځنه کوله چې پکښې د وفاقي حکومت يا د نورو صوبو نه چا شرکت ونۀ کړو ولې د پښتونخوا صوبائي حکومت، جميعت علما اسلام او محمود خان اچکزي پکښې شرکت درلود۔ ځکه اسټبلمشمنټ ګڼي چې محمود خان اچکزے او جے يو ائي پۀ اپوزيشن کښې دي ۔ خو پۀ خېبرپښتونخوا کښې تحريک انصاف پۀ حکومت کښې دي او دوي باقاعدګۍ د رياست د چلولو پۀ برخه کښې شامل دي ۔ او چې کله افغان طالبان د تحريک انصاف موقف د خپل دليل د پاره پکاروي نو هم پۀ اسټبلشمنټ ښۀ نه لګي  ۔ په خېبر پښتونخوا کښې له يوې خوا د ټي ټي پي کارروائۍ روانې دي او له بلې خوا پوځ او اېف سي د دې خلاف د استخباراتي معلوماتو په بنياد کارروائۍ کوي. خو پي ټي آئي د پوځ او اېف سي کردار هغه شان خپل نه ګڼي، لکه وفاقي حکومت او د ملک نور درې صوبايي حکومتونه چې يې ګڼي.اسټېبلشمنټ دا شکايت لري چې د پي ټي آئي حکومت د خپل برخې کردار ادا کولو پر ځاے ګډوډي خپروي. په عوامي کچه دوے د طالبايزېشن په حقله دا دليل ورکوي چې دا هر څه د بندو کوټو دننه د جوړو شوو پاليسو له کبله کېږي. خو د دې په مقابله کښې کوم متبادل حل نه وړاندې کوي او يواځې دا خبره کوي چې د هرې مسئلې حل مذاکرات دي. اسټېبلشمنټ دا تور هم لګوي چې د پي ټي آئي حکومتي چارواکي په شخصي مجلسونو کښې تر دې حده خبرې کوي چې دا ټول د اسټېبلشمنټ خپل جوړ کړے شوے لوبه ده ۔ اوس حالت دا دے چې اسټېبلشمنټ يوه ورځ د يو کرنل، بله ورځ د يو مېجر او يا د يو کپتان مړے ترلاسه کوي. په داسې حال کښې چې کله يوه صوبايي حکومت دا ډول رويه خپله کړي، نو د دوے په صفونو کښې غصه پيدا کېږي ۔ د اسټېبلشمنټ مشران دا ګڼي چې د پي ټي آئي حکومت دا رويه د دوے د شهيدانو سپکاوے دے او د شهيدانو د کورنيو په زخمونو باندې مالګه دوړولو برابر ده ۔ يو وخت پوځ د تيراه درې نه عام خلک وويستل. تيراه د وزيراعلیٰ سهېل افريدي د انتخابي حلقې برخه ده او هلته د طالبانو زور دے. کېدے شي چې د يو لوے اپرېشن تياري شوې وه، خو د اسټېبلشمنټ خلک وايي چې وزيراعلیٰ چې کومه فضا جوړه کړې وه، د هغې له وجې اپرېشن ونه شو ۔ يوه بله مسئله دا هم ده چې د پي ټي آئي خلکو د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو په حقله هغه شان بيانيه خپله کړې ده، کومه چې عمران خان لرله. څلور کاله وړاندې د طالبانو، په خاصه توګه د افغان طالبانو په حقله د رياست بيانيه هم دوستانه وه. عمران خان هم په همدې بيانيه سره جېل ته لاړ. خو په دې موده کښې چې کوم بدلون راغلے دے، نه ده معلومه چې عمران خان خپل بيان بدل کړے دے او که نه؛ خو پي ټي آئي لا هم د هغه وخت بيانيه يادوي چې عمران خان جېل ته له تلو نه وړاندې لرله ۔ د دې مطلب دا دے چې د رياست په بيانيه کښې چې کوم بدلون راغلے دے، د هغې مطابق د پي ټي آئي بيانيه بدله شوې نۀ ده ۔ د اسټېبلشمنټ په نظر کښې په بلوچستان کښې هم د امن او امان مسئله ډېره جدي ده، خو هلته وزيراعلیٰ سرفراز بګټي نه يوازې د رياست اقدامات په پوره توګه خپل ګڼي، بلکې هغه د امنيتي ځواکونو نه هم دوه قدمه وړاندې دے ۔ خو په پښتونخوا کښې داسې صورتحال نشته. پوليس ته هم سمه لارښوونه او مشري نه ورکول کېږي، چې له وجې يې په بنو او لکي مروت کښې پوليس د بغاوت تر حده ورسېدل ۔ وزيراعلیٰ د ترهګرۍ مسئله د خپلو لومړيتوبونو په سر کښې د ساتلو پر ځاے ترې ډډه کوي، او اوس يې د لانګ مارچ اعلان هم کړے دے چې له امله يې د امن او امان مسئله نوره هم جدي کېږي ۔زما د دې خبرو مقصد دا نه دے چې دا وښيم چې د چا موقف سم دے او د چا غلط. که ژوند مهلت راکړو، نو په دې اړه به خپل نظر وړاندې کړم. خو دا وخت مې يوازې دا خبره روښانه کول مقصد دے چې لانګ مارچ هم يوه مسئله ده، خو د پي ټي آئي او صوبايي حکومت ترمنځ اصلي شخړه د ترهګرۍ د مسئلې په سر ده ۔

نورې ليکنې۔۔۔