د پښتونخوا ښکلاګانې يواځې پۀ غرونو, سيندونو , درو , مېدانونو کښې نۀ دي نغښتي، بلکې پۀ هغو رسمونو رواجونو کښې هم شته چې د مينې، ورورولۍ او خپلولۍ پېغام ئې نسل پۀ نسل منتقل کړے دے ۔ ځنې رسمونه رواجونه پۀ کښې داسې وو چې وس ختم شوي دي ، د ختم شوي رواجونو دلته مختصر ذکر شوے دے ۔
پۀ مړي پسې خېرات
د ټولو نه اولنے رواج هغه ؤ کله چې به څوک وفات شولو نو په هغې پسې به ئې فورا د خېرات دپاره د څاروي بندوبست کولو ځنې خلق به د مړي د قبر د کښنستلو دپاره هدېرې ته تلل ولې ځنې خلق به پۀ څاروي پسې تلل او يا خو چې به څوک ډېر بيمار ؤ نو د خېرات دپاره به يې ورله د څاري بندوبست د مخکښې نه کړې ؤ کله چې به جنازه وشوه نو ددې دپاره به يې يو سړے ته دا کار حواله کړے ؤ چې د جنازې نه پس به اعلان وکړې چې خېرات شوے دے چې څوک هم کورونو ته لاړ نه شئ د خېرات ځکي ته ځان رسوئ خلقو به دغه خېرات وخوړو او مړي ته به يې دعاګانې وکړې او روان به شول ـ
د مړي کور ته پۀ دريمه ورځ تلل
کله چې به د مړي دريمه ورځ شوه نو د مړي کور ته به پۀ ګڼ تعداد کښې خلق تلل چې به ئې ورته دريمه وائيله پۀ دې ورځ چې به څومره خلق راغلي وو د هغوي دپاره به يې خېرات کولو ـ
پۀ مړي پسې اووۀ جمعې کول
پۀ مړي پسې به ئې د ثواب دپاره اووۀ جمعې کولې چې د هر زيارت پۀ ورځ به دغه خېرات ؤ جمعې به داسې وې چې د مړي خپل خپلوانو به وائيل چې را روانه جمعه به پسې زۀ کووم نو هغوي به دغه جمعه ونيوله او د زيارت پۀ ورځ به ئې ګډ ، بېزه يا د بازار نه خوښه راوړله او خپل خپلوانو او د چم ګاونډ خلقو ته به ئې ست کولو دا به پوره اووه جمعې کېدلې۔
څلوېښتمه
کله چې به د مړي څلوېښت ورځې پوره شوې نو خېرات به يې پسې کولو
کليزه
چې د مړي به کال پوره شولو نو هم خېرات به ئې پسې کولو
د مړي د کور کره د اخترو پۀ ورځ تګ:
چې چا کره به مړے شوے ؤ او اولنے اختر به پۀ دغه کور کښې ؤ نو خلق به اول هدېرې ته او بيا به ئې کور ته تلل چې ددغې کور سره خپله غمرازي وکړي ۔
ښاديانو رواجونه
د کلي د ښاديانو رواجونه هم څۀ د خوند نه ډک وو دغې رواجونو د ښاديانو ښکله يو پۀ دوه کړې وه
جينۍ ته ست
د کومې جينۍ چې به د وادۀ نېټه کېښودلې شوه نو د چم ګاونډ خلقو به د وادۀ جينۍ ته ست کولو او يوه ورځ به يې ورته مخکښې وائيل چې سبا به زمونږه مېلمنه ئې , دغه جينۍ چې به کله راغلله نو اول خو به يې د هغې ښۀ مېلمستيا وکړه او چې کله به رخصتېدله نو پتيله ، کاسه ، جګ ګلاسونه ، ډونګې وغېره به ئې ورله اخستې وې هغه به ئې ورله هم ورکړې ـ
جينۍ (ناوې) له طرفه خپلو ملګرو ته ست کول
کله چې به د وادۀ ورځ رانزدې شوه نو جينۍ به خپلو همزولو ملګرو ته ست وکړو او هغوي به ورسره تر د رخصتۍ پورې ناستې وې ۔
د ګوټ رواج
د هلک د کوره به د جينۍ کور ته د وادۀ نه يوه ورځ مخکښې ګډ يا چېلۍ بوستله چې ورته به يې ګوټ وائيلو دا به د وادۀ به ورځ د جنج نه مخکښې د جينۍ د چم ګاونډ د خلقو دپاره د ډوډۍ پروګرام ؤ ۔
د پالنګ رواج
کله چې به جنج راغلو نو جنجيانو له به ئې اوبۀ يا د شربت بندوبست وکړو بيا به ورپسې چائے ؤ کله چې به دغه هر څه وشول نو بيا به ئې يو کټ رادېخوا کړو کټ څادرے اوغوړلولو هلک به ئې ورته اوخېجؤ او يو بيا به ئې يو سوټېکېس راوړو چې ددغې وادۀ هلک دپاره او ورسره به ئې د ورور دپاره پۀ کښې جامې او پېزار وو د وادۀ او ورور به ئې جامې پېزار واغستلو او خلقو به ورته هارونه او سېرې وراچولې د نګرانۍ دپاره به ورسره يو مشر هم ؤ چا به پرې پړقندي او چا به پرې د زګ واله سپرې کوله پالنګ به د نارينه په ځائے کښې وو بيا به ورسره يو مشر دوه ملګري شول او د زنانؤ خوا له به ئې بوستلو هغوي به هم ورته هارونه او سېرې وراچولې هلک له چې به پۀ کوم سوټکېس کښې جامې او پېزار راوړلې شوے ؤ په هغې کښې به ئې پسې کېښودلې او د ناوې د کور يو هلک به يوړې چې دغه روپۍ به بيا د خواښې وې کله کله خو به چې هلک د جينۍ د کور پېزار پۀ خپؤ کړو نو هغه خپل به ترې اکثر خلقو پټ کړل چې بيا به ورته روستو واپس کول ـ
د ډولۍ رواج
ډولۍ به د لرګو يوه لويه ټوکرۍ وه چې سور څادر به يې پرې غوړلوے ؤ جنج چې به ئې رخصت کړو نو ناوې به ئې په دغې ډولۍ کښې کېښنوله او په وږو باندې به يې وړله کله خو به ورسه په ډولۍ کښې بله جينۍ هم کېښناستله چا چې به ډولۍ وړې وه هغه به ئې د نورو خلقو نه جدا کېښنول ددوي دپاره به خصوصي انتظامات شوي وو ۔
د ناري رواج
د وادۀ پۀ دويمه او دريمه ورځ به ئې پۀ ناوې پسې د خپل پلار کالۀ او د چم ګاونډ خلقو د خوراک څېزونه لکه ناششته ، سوجي ، چرګ وغېره پخ کړې وو او دغې به پسې وړل چې به ئې ورته نارے وئيلو ۔
پۀ دريمه ورځ ناوې ګودر ته بوستلو رواج
د ناوې چې به د وادۀ دريمه ورځ شوه نو څو مشرانې زنانه به د ناوې سره ملګرې شوې چې ورسره به يې پلي يا داسې نوره څه وچه مېوه واخستله او ناوې به يې ګودر ته بوستلله دغه د خورک څېزونه به يې په ګودر کښې په ټولو زنانؤ تقسيمول ناوې يې منګے ډک کړو ور په سر به يې کړو بيا به ناوې تر کوره راؤړو ۔
د ناوې لۀ طرفه خپلو خپلوانو له ډالۍ ورکول
چې د واده دويمه ورځ به شوه نو ناوې به خپل صندقونه راوسپړدل او داسې مخصوص خپلوانو لکه خواښې , سقر , اوښے , د نکاح وکيل ورور دپاره به يوه ډالۍ وه چې به په کښې کټ څادرے د بالخ مخ رومال ,ائين ، ږمنځ ,صابن, صابن دانه پرتوګاخ وغېره شامل ؤ .
د اوومې رواج
د ناوې چې به کله هفته پوره شوه نو بيا به د پلار کالۀ که شپو له تلله چې هلته به ئې اووۀ شپې کولې دغې ته به ئې اوومه وئيله چې کله به ئې اووۀ شپې وکړې نو بيا چې به سقر کالۀ که تلله نو پلار کاله به ورله ښځه څاروے لکه سقۍ ,کټۍ , بېزه , يا ګډه ورکوله ۔
د ماشومانو پۀ پېدائېش باندې رواج
د ګونګړو رواج
کله چې به چا کره ماشوم اوشو نو پۀ اوومۀ ورځ چې به ئې کله ماشوم راويستلو دغه وخت کښې چې کوم رواج ؤ هغه به د ګونګړو ؤ , غنم ، لوبيا جوار دا ټول به ئې د سحر نه باندې کړل او ماسپښين ته چې به ښه پاښۀ شول نو بيا به ئې په چم ګاونډ کښې پۀ خلقو ويشل ګونګړي به ئې ماشومانو له پۀ رکېبو کښې واچول او ورته به ئې وې چې دا پلانکي کور ته يوسه او دا پلانکي کور ته ,او ورته به ئې وې چې ماشوم مو بهر راويستلے دے ابۍ وې چې دوي له ګونګړي يوسه , په واپسۍ کښې به به دغې رکېبۍ کښې ځنو کورونو اوړۀ يا نور څه ورکول او وړو به کور ته راوړل ـ
د اخترو رواجونه
د اختر د سحر چائے پۀ جومات کښې څښل
د اخترونو رواجونه هم وس هغه پاتې نۀ دي د وړوکي او غټ اختر د سحر مونځ له به لوئے واړۀ ټول راتلل او چې مونځ او دعا به وشوله نو مشرانو به خپل خپل کشرانو ته اشاره وکړه چې ورشئ چائے راوړئ کشران به کور ته راغلل او په چائېنک يا ترماس کښې به يې چائے ، پيالۍ او پۀ پلېټ کښې سره د بېکرۍ مټايۍ جومات ته راوړل جومات کښې به دسترخوان اوغوړېدلو پيالۍ به ډکې شوې او پۀ خوشحالو خوشحالو به ئې وڅښلې ، چائېو څښلو نه پس به کشرانو دسترخوان صفا کړو او ټولو به خپلې خپلې پيالۍ او تهرماسونه او چائېنکونه راواخستل او کور ته به راروان شول ۔
د اوزيا د پخولو رواج
غټ اختر کښې به څۀ عجيبه غوندې مزه وه د اختر مونځ او مبارکي چې به وشوه نو خلق به د اوزيا په تيادئ کښې ؤ او پۀ لاره لاره به ئې څۀ کسانو ته وائيل چې زمونږه کسان کم کوز دي چې زمونږ سره څاروے حلال کړې، حلاله چې به وشوه نو زر زر به ئې ترې پړپوسان او اينې لرې کولې چې به ئې ورته لوړماخ وائيلو هغه به يې باندې کړو خلقو به څاروے ټک ټوک کولو چې کله به لوړماخ پوخ شولو نو د غرمې ډوډۍ به ئې ورسره اوخوړه، ورستو به ئې غوښه تقسيم کړه که د چا به ټل وو نو هغه به حصې حصې کړې وه بيا د چا چې به يواځې اوزيا لکه بيزه ،ګډ، څېرلے ؤ نو هغوي به د اختر پۀ ورځ مازيګر له پخولو پۀ کلي کښې به ئې ست وکړو چې مازيګر زمونږه اوزيا ده تاسو ټولو ته ست دے بيا راځئ دغه ست به د کلي هر خاص او عام ته ؤ د ډوډۍ وخت چې به رانزدې شولو نو د کوم کور چې به اوزيا وه هغوي به دغې خلقو ته لاسونو ته اوبۀ وه اچلوې بيا به ئې پېنډې جوړې کړې دوه کټونه به ئې يو ځائے کړل او د کاسو کېښودلو دپاره به ئې پرې کټکے کېښودلو غوښه به پۀ کاسه کښې راوړلې شوه چې دپاسه به پرې يوه ډوډۍ کېښودلې شوې وه او په شکور کښې به ورسره نورې ډوډۍ راوړلې شوې غوښه به ئې وشوکوله او لږ د شوروه ټق به ئې ورته وکړو چې خوړلو ته اسانه شي غوښه چې به ختمه شوه نو بيا به ئې کاسه کښې ډوډۍ ماته کړه او شوره به ئې پۀ کښې و اچوله او اواز به کېدو دې پېنډې ته غوړه اوبۀ واچوه خلقو به ښۀ د مړې خېټې ډوډۍ وخوړه او ددې دعا سره به رخصت شول چې الله مو اوزيا قبوله کړه که بل کور به د اوزيا ست کړې ؤ نو هلته به دغه ټول خلق په جمع لاړل , د اختر په دويمه ورځ به هم دغه شان اوزياګانې وې ټولو به پۀ شريکه خوړلې او خلق خو به هغې پورې چرته تلل نۀ چې تر څو به دغه اوزياګانې نه وې ختمې شوې , ټوله غوښه به پخېدله ځکه چې د غوښې محفوظ ساتلو د وسني دور په شان فرېجونه وغېره نه وو دا رواج وس لږ لږ پاتي دے مخکښې چې به شل قربانۍ وې نو داسې اتلس پورې به پخېدلې او دغه دوه دريو به ويشلې اوس چې فرېجونه راغلل نو وس دوه درې پخېږي او او نورې ټولې ويشلې شي ۔
دا ټول رواجونه تقريبا ختم شوي دي او کوم چې پاتې دي هغي خپل شکل بدل کړے دے