خود بدلتے نہیں قرآں کو بدل دیتے ہیں
کس طرح ہوئے فقیہانِ حرم بے توفیق (اقبال)
یهود/ هنود/ نصاري د عقيدوي تقسيم سره ټول په سیاسي وحدت کښې ېو ځاے دي خو مسلمان د عقيدوي وحدت سره د شيعه او سني په نامه د يو بل دښمنان دي ۔ په قران کښې خداے پاک مسلمانانو ته يوازې د مونځ روژې حکم نۀ دے کړے په سورة النفال کښی ( وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا ٱسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍۢ ) پشان په 756اېتونو کښی د هرې زمانی د عقلي علومو/مادي قوت/ ټېکنالوجۍ خپلولو حکم هم کړے۔مولانا شيراني وائي په نړۍ کښی د غلبې لپاره تش د خلې ګفتار نۀ بلکې په عملي بڼه د حق او صداقت صفات که کافر خپل کړي او که مسلمان غالب کېږي به ۔ ځکه دنيا دارالاسباب ده که سيند کښې څوک لامبو وهلے شي د ډوبېدو نه به بچ شي که نۀ شي نو قانون فطرت دا دے چې ډوبيږي به.۔مولانا ابو الکلام آزاد په غبار خاطر کښې ليکي ! کله چې په بخارا باندې زارا روس ېرغل اوکړو په توپونو ئې ګولۍ ورولې نو امير بخارا د مقابلې په ځاے په جماتونو کښې د ،،ختم خواجګان ،، حکم اوکړو ( ختم خواجګان د چشتيه او نقشبنديه متصوفینو په زرګونو کرته د ذکر ختم وي ) د دغه جګړې نتيجه بالاخره هم هغه راوتله چې یو اړخ ته توپ او بل اړخ ته فقط ختم خواجګان وو.دعاګانې اثر کوي خو د هغه چا په حق کښې چې عزم , عمل او لوړه حوصله لري د بې عمله خلکو دعاګانې هم خداے نۀ قبلوي ،بې عمله خلکو له دعاګانې د عمل پرېښودو بهانه وي. مسلمانه نړۍ د تېر پينځه سوه کاله نه د فکري جمود ښکار ده دغه فکري جمود د عملي بېکارتوب روستو سوب ګرځېدلے مسلمان تش پدې ځان خوشالوي چې هغه جهان به زما وي خو سؤال دا دے چې دا جهان خپلول کله اسلام منع کړي ؟ او ولې دا تصور جوړ کړے شوے چې د اخرت د تصور له کبله دا نړۍ دې پرېښودل شي يا دې د پرمختګ اراده اودرول شي ۔ مذهب او سائنس خپل جلا جلا لارې دي دا دواړه د يو بل په ضد هم نۀ دي او د ېو بل سره لازم هم نۀ ! ددې وجې نه اشرف علي تهانوي ليکي چې د سائنس هره قضيه په قرآن ثابتول داسې غلط دي لکه څنګه چې د ټول سائنس انکار غلط دے ځکه هغه زیاتوي قرآن د سائنس نه بلکې مذهبي کتاب دے، سائنس فقط د هغه څه بحثونه کوي چې مخې ته وجود لري دغه د عقل په کرښه کښې دننه موجود واقعيت نور پراخوي دغه راز سائنس خالص د عقل او فکر په مرسته خپل مزل کوي مذهب په مغيباتو او د عقل نه په ماوراء تصوراتو باور لري چې سائنس ئې نۀ اقرار کوي او نۀ انکار ، البته د موجود حقيقتونو څخه په مذهب کښې انکار نشته ځکه د اشياء حقيقت هيڅ د اسلام په ضد عمل نۀ دے دغه راز د انساني ټولنې دننه د مذهبي عقيدت انکار هم کوم سم کار نۀ دے ځکه چې دغه مذهبي اقدار د زرګونو کلونو څخه د انساني ټولنې سره راروان پاتي شوي البته د مذهب په سیاسي ځبېښاک او شخصي انجنئېرنګ بحثونه او سؤال مهم وي. ځکه چې دغه ځبېښاک د انسانانو د ژوند او مرګ پرېکړو ته رسي ،دغه راز په یو روایتي د جمود ښکار تولنه کښې د اصلاح عمل هم ډېر وخت غواړي هم ډېر حکمت جذباتيت او سطحيت دا شخړه نوره هم پراخوي ۔ په اوس وخت کښې د اسلام ، تعبير نو ، ته ډېره اړتيا ده ځکه چې په تېر یوه پېړۍ کښې چې د نړۍ موجوداتو او حقيقتونو کم تغيير خوړلے داسې په تېر دوه زره کال کښې نۀ دي شوي دغه د ټېکنالوژۍ او سائنس زغل هسې تشه خیالي فلسفه نۀ بلکې موجود واقعي دي چې د جومات نه تر کوټې ئې وجود رسېدلې ، مطلب دا چې لکه د سياست پشان که تۀ په سائنس کښې ګوتې نۀ هم وهې نو سائنس په تا کښې ګوتې وهي . خو خبره دا ده چې درسته رويه څه پکار ده ؟ تعبير نو معنا څه؟ ېعنې جمهوريت او خلافت څومره ېوڅ او څومره بدل دي ؟ د رياست دنړۍ وال تصور په ځاے اوس قامي محدود رياست څومره منل دي ؟ د افراطي او تکفيري فکر نه ژغورنه څنګه ممکنه ده ؟د انځور ويډيو د رسنۍ شبکو روا منل څومره لازم دي ؟ فنون لطيفه او د ګناه تصور څومره سره نزدېکت خوري ؟ د اسلامي تصوراتو سره متصادم ځنې سائنسي حقيقتونو او د اسلامي روایاتو ترمېنځ څومره تطبيق ممکن دے ؟ د عقل او نقل د منلو وړ دائره څومره ده ؟ د اسلامي حدودو او نړۍ وال تصور سزا او جزا ترمېنځ څومره امکانات دي ؟ د سوشلزم او کېپټل ازم د معاشي عملي نظرياتو په وړاندې اسلامي معاشيات څومره عملي امکانات لري ؟ د مذهبي علومو حصول لپاره په ټولنه کښې څومره مقدار او معيار ټاکل دي ؟ د دنېا او اخرت د عقيدې ترمېنځ څومره نزديکت او عملي تړون لازم دے؟ د نړۍ وال سیاسي او معاشي ادارو سره د مسلمانانو تلل څومره ممکنات لري ؟ د تفاسيرو او احاديثو تنقيح څومره لازم ده او د ډېر اسرايئلي تفسیري روایاتو او د صحيح احاديثو په مقابل کښې د ځان نه جوړ شوي بلها احاديثو نه کتابونه ولی نۀ خالي کول شي ؟ دا او داسې نور بلها پوښتنې شته چې د تعبير نؤ د بحث لاندې راوستل لازم دي دا مهم بحثونه هله ممکن کېدشي چې د فقهي مسلکي نفرتونو او مناظرو نه خلک راووځي او په حقيقي موجود ستونزو بحث اوکړے شي. د دې تعبير نو غوره شکل دا پکار دے چې د اسلام بنېادي نصوص قرآن او سنت دي هم ددغه نصوصو په رڼا کښې د قياس او اجتهاد په وسيله د تعبير نؤ لپاره لازم دے چې ورسره د ،علم کلام ،په نوي شکل کښې تدوين هم کول دي ۔ په اسلامي اساسياتو کښې د قرآن او سنت سره د ،قياس ،او ،اجماع ، د تنقيح او تهذيب د زمانو نه یو روایت راروان پاتي شوے خو د بده مرغه د څه وخت نه اجتهادي استنباط د جمود ښکار کړے شوې بلکې د اجتهاد دروازه ژرنده کړے شوې چې په نتيجه کښې د یو ، حدوثي واقعيت ، په اړه د سم نظر په وړاندې کولو ډېرې ستونزې او غلطۍ کول شي. دغه راز څومره هم چې جدت او بدلون راغلے نو دا ټول د لويديځ د لوري راغلے د دې په اړه چې څومره هم د ، تعبيرونو تشکیل نؤ دے نو دا هم د مغرب له خؤا شوے چې په نتيجه کښې د اسلامي اساسياتو د رواېتي فکر په اړه ډیرې پوښتنې زېږولي ځکه چې مغربي فکر پخپل ذات کښې ېو غېر مذهبي فکر دے او هرڅه د دغه لاندې جوړ شوي اوس دغه جوابونه باالکليه منل هم نۀ دي ممکن ځکه چې د تعبير مېدان ډېر بدل لري خو اغېز ئې تر هرڅه زيات هم دلته دے. اوس وخت کښې د مسلمانانو مذهبي فکر په څلورو فقهي مسلکونو کښې راغونډ دے دا مسلکونه کم اسماني وحي به نۀ وه بلکې فقهي اجتهادات او تعبير نؤ به وو دغه راز دا اختلاف فقط په فروعي مسائلو کښې وو هیڅ د کفر او اسلام ،حق او باطل، یا فرقه پرستي په جامه کښې نۀ وو دا د کينو او فرقه پرستۍ ناسور ډېر روستو راغلے بلکې دومره وسعت نظر به وو د فقهاوو چې وئيل به شو ، المجتهد قد يخطی وقد يصيب ، ژباړه: مجتهد کله رسا وي کله خطا دغه د اجتهاد او تعبير نؤ په اړه مشهور قول دې چې زما رائې ټيک ده خو امکان د خطا لري د بل هغه غلط ده خو امکان د رسا لري ، شاه ولي الله دهلوي وائي څلور مسلکه د عمر فاروق د رايې تعبير دے خو بلخوا د عمر فاروق د ډېرو خبرو پکښې انکار هم دے لکه عمر فاروق کافرو ته هم د زکات ورکولو قائل وو دغه راز د مرتدد د وژنې هم په ځنې صورتونو کښې نه وو منونکې ، لانجه هله جوړه شوه چې دغه فقهي آراء لکه د بېل بېل دين اومنل شو او بل مسلک مننونکې په هر حالت غلط اومنل شو. د هند پخوانی مسلمان صدر او ايټمي سائنس پوهه عبد الکلام پخپل ژوند لیک کښی وائي! په 1963 کښی زۀ د امريکا د فضائي څېړنو سائنسي مرکز ناسا ته لاړم د والپس په ټاپو/ جزيره کښی د توغندي جوړولو او ويشتلو ټکنالوژي مو څېړله ۔ ددغه څيړنيز مرکز د ودانۍ په ېو لوے تالار کښې مې یو ورځ ېو ناشنا انځور وليدو چې څو پوځيان توغندي ګوزاري خو دا انګرېزان نۀ بلکې هنديان ښکارېده.کله چې مې ددغه انځور په اړه ځان پوهه کړو نو دا د مېسور د پښتون حکمران سلطان ټيپو پوځيان وو چې د هغه وخت توغندي ورسره وو۔ عبد الکلام وائي ! ما پوښتنه اوکړه چې د سلطان ټيپو د پوځيانو سره د توغندو څه مطلب دے؟ د ناسا پوهانو راته اووئل چې په وړمبي ځل په جګړه کښې د د ټېکنالوجۍ د ړومبي شکلونه د توغندو کارول سلطان ټيپو او دده پلار حېدر علي له خوا په 1780 کښی د پيرنګېانو خلاف شوي وو . ددغه توغندو په زور سلطان ټيپو پيرنګېانو ته ماتې ورکړې وه ځکه مونږ دغه انځور ناسا ته راوړے ، د هند په سرنګا پټم کښې به دغه توغندي سلطان ټيپو جوړول او دا د بارودو او اوسپنې او د اوسپنی د پترو ډک د جديد سائنسي توغندي وړمبے ابتدائي شکل وو دغه وخت د ټېپو راکټې د ايسټ انډېا د کمپنې ډېر پرمخ تللي وو چې تر دوه کلوميټره لري به په ېو ځل په درځنونو راکټونه رسېدل . د ټيپو د وژنې پس چې کله پيرنګېانو د هغه د وسلې ګودام اوليدو نو ورته حېران شو او هم دغه ميزائل په 1799 کښی د سلطان ټيپو د مرګ پس پيرنګي جرنیل ډیوک آف ویلنګٹن ولزل برطانيې ته د څیړنې لپاره یوړل او هم د دغه توغندو په څېر د ميزائل ټیکنالوجۍ جدت روان شو ۔ عبد الکلام ډېر په افسوس سره وائي ! علم ټېکنالوجي د مسلمانانو کار وو خو د یو مسلمان د توغندو د تاريخ نه ناسا د نړۍ په اخري ګوټ کښی خبر ده خو خپل مسلمان د خپل تاريخ نه ناخبره دے. په جګړه کښی په وړمبي ځل د باردو د توپ کارول هم مسلمانانو کړي وو چې وړمبي شکل ئې د سلطنت عثمانیه ايجاد وو هم دغه توپ خانه بیا عثمانیانو خپل عزيز بابر ته ورکړې وه چې د هغې په برکت ئې د هند په پاني پت کښی پښتون ابراهيم لودی ته ماته ورکړی وه ۔ پال کی ډيوس ليکي! ابراهيم لودي سره په پاني پت کښی په 1526ز کښی ېو لاک لښکر وو او بابر سره دولس زره ،خو دغه دولس زره د هغه وخت د اورينې توپ خانې په برکت بریالے شو ځکه ابراهيم لودي سره رواېتي زړه وسله وه ، ابراهيم لودي هغه پښتون باچا وو چې د جنګ د مېدان نه ئې څېښته اونه کړه خپل لښکر ئې پرې نۀ ښود او هم پدغه مېدان کښی سر ورکړو. د ټلسکوپ نوم د جېمز اي وېب، د ناسا پخواني مدیر، په ویاړ جېمز وېب ټاکل شوے دې دوربین د کائنات بیخي د نزدې وخت 13/5 اربه کاله پخواني زمان انځورونه اخیستي دا هرڅه د انساني فکرد پرمختګ کرشمې دي سائنسي حقيقتونه د هيڅ کم مذهب په ضد او اثبات کښې نۀ وي سائنس ايمان بالغېب نۀ بلکې د مشاهدې علم دے دغه مشاهده د يقين په سترګه وړاندې کول د وخت حقيقتونه وي د حقيقتونو انکار اسلام نه ! بلکې د ځنې خلکو ناسم تعبيرونه کوي اشرف علي تهانوي ليکي قرآن سائنسي نۀ بلکې مذهبي کتاب دے ځکه هر سائنسي کرشمه منل هيڅ کم تصادم نۀ راولي بلکې په اسلام کښې د معراج پېښه د آسمانونو د پولو نه هم د وتلو تمثيل دې مولانا شبلي نعماني د معجزاتو د تمثيل په اړه د عقل او نقل په تړون کښې پخپل کتاب کښې غوره بحث کوي . داسې اسلام چرې هم د لوئي انفجار ( Big Bang) او کائناتي حقيقتونو منکر نشي کېدې بلکې دغه هڅو ته د تفکر تدبر او علم په لار دعوت او ترغيب ورکوي اوس که مسلمان تفکر او سائنسي زيار د خپلې بېخوندې له کبله نشي کولې بل ئې کوي نو اسلام ئې ستائي او هم ئې مني ځکه د کائنات د حدوث او قدامت بحث د متکلمينو او فلاسفو ترمېنځ هم دې هڅو ته لار پرانستې که اسلام د سائنسي حقيقتونو منکر شي نو د هر جومات تر حرمېنو به ولې سائنسي ايجاداتو ښائسته وي.د بده مرغه د تېر څو پېړو راسې د مسلمانانو عمومي رويې د سائنس او جدت په ضد پاتي شوې لکه د اهل کليسا په هر نوي څيز او نوي فکر ټاپه وهل شوې دغه فکرونه که د مذهبي تصادم په نامه د لږ وخت لپاره اودرول شوي خو شنډ کړې شوي چرې هم نۀ دي دا خوئي د عصري علومو او الوت سره همېش لپاره د فکري او عملي تشکيل په تشکيک جوړ شوي کله هم چې دغه تشکيک مات شوے پرمختګ راغلے په اوس سائنسي عصر کښې دغه فلج ته د ټیکنالوژې زغل لویه ننګونه او ضربه ورکړې د ډېر شنډو فلسفو نه دفاع ناممکن شوې د وخت حقيقت منل د ژوند ستر راز وي .جیمز وېب به له زمکې یو نیم میلیون کیلومټره لري مزل کوي او د لاګرانژ دویمې ( L2) نقطې مدار ته به رسي پدې دوربین په 2007 کښې کار شروع شوے وو د امريکا سره د ګڼو هېوادونو په سلګونو سائنس پوهان په دې کار بوخت وو په 2016 کښې پرې کار سرته رسېدلې وو په 25 دسمبر 2021 کښې د آرين په نامه د یو توغندي په زور فضا ته لېږل شوے په دې دوربین څه 8/8 اربه ډالر لګښت راغلے دا دومره زور لري که په سپوږمۍ ېو مچۍ کيني نو د دغه مچۍ د تن ګرمښت مالومولې شي .جديد سائنس که هرڅومره د پرمختګ دعوا کوي خو دې هرڅه ته بنسټ د يونان نه راواخله تر دولسمې پېړۍ پورې د فلکيات په اړه د مسلمانانو څېړنو هم ورکړے د سائنس قديم شکل د فلکيات یا قديم سائنس چې دوه زره کاله په بطليموسي ،نظريه ولاړ وو دغه فکر زياتره په اټکل وو لکه د اهل يونان د نمر په اړه نظريه وه چې نمر د زمکې نه 166/ يا 366 درجه غټ دے خو روستو ثابت شوه چې نمر د زمکې په نسبت ديارلس لاکه برخې غټ دې دغه راز د زمکې د مرکزيت دعوا هم تر دوه زره کاله منل شوه . سائنس پوهان وائي په کائنات کښې څه دوه کربه کهکشان دي هره تله دوه کربه ستوري لري دا کائنات لوئي انفجار بیګ بېنګ ( Big Bang) نه پس مسلسل په خورېدو دې یو وخت به راشي چې دا به په راغونډولو شي دغه راغونډېدل به بله چاؤدنه ېعنې د قيامت لامل وي چې ورسره بل حيات به په خوځښت شي او دا سلسله به هم داسې روانه وي که هرڅومره دغه حرکت پراخېږي خو دا به د عالم په حدوث دلالت کوي شاته به کم لامل خامخا لري .د ټیکنالوژۍ په برکت الوت کوونکے سائنس نن هم دا مني چې مونږ د خداے په دې لوے کائنات کښې ډېر په وړوکي ګوټ کښې لامبوزن يو ۔ د سائنسي پرمختګ په دې عصر کښې نن هم سائنس ته دوه سترې ننګونې دي او هغه دا چې ایا سائنس کولې شي چې مرګ او د مرګ لاملونه تر قابو لاندې کړي ؟ دوېم دا ممکن ده چې سائنس د کائنات د وسعتونو څخه بار اوځي ؟ قرآن کښې هم دغه یو خبرې ته په صورة رحمان کښې اشاره شوې ،یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَ الْاِنْسِ اِنِ اسْتَطَعْتُمْ اَنْ تَنْفُذُوْا مِنْ اَقْطَارِ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ فَانْفُذُوْاؕ-لَا تَنْفُذُوْنَ اِلَّا بِسُلْطٰنٍۚ۔
۔ژباړه : اے د پيرېانو انسانانو ډلې تاسې کولې شې د کائنات څخه اوځئ؟ نشې وتلې مګر په زور سره خو دغه زور درسره چرته دے ! دلته نفي د وتلو نه بلکې نفي د سلطان ده هم دغه سلطان د هر عصر سائنس دې. د نړۍ د ټولنيز پرمختګ سره سائنسي پرمختګ هم دا حقيقت څرګندوي دې چې نړۍ د زمانو څخه پوړې په پوړې روانه ده د ارتقاء د عمل پرته داسې ېو دم هيڅ هم نۀ کېږي که په پينځلسمې پېړۍ کښې سائنس د کليسا جبر مات کړي خو د دغې وړاندې دې هرڅه ته چاپېريال فلسفې جوړ کړې وو ځکه چې حقيقت هم دا دې چې د مادي پرمختګ په نسبت فکري ارتقاء ډېره سړه وي خو روانه وي د مسلمانانو ستونزه د جدت / روښان فکري/مادي زغل/ او /جديد سائنس سره قديم نۀ! جديد د پينځه سوه کاله وړاندې د ټیکنالوژې زغل راتلل د مسلمانانو اوده کېدل خپل دين د نوي عصر سره د نۀ سمون په تعبير کښې پاتي راتلل د اهل کليسا د ناکامۍ نه پس هم د اهل کليسا خوئي بوئي خپلول د جمهوريت استرداد او د لويديځ سائنسي مادي پاڅون ستر حقيقتونه دي .د دې پېغور اسلام ته نۀ مسلمانانو ته دے ځکه مونږ همېش لپاره د عقل په مرۍ پښه ايښې ده د نړۍ په پرمختګ کښې دخداے مرسته د عقيدې نه زياته د عمل سره وي که دوه کسان په سیند لاهو شي یو خداے مني او بل ئې نۀ مني خداے هغه سړے بچ کوي چې خداے نۀ هم مني خو لامبو ورځې تش مسلمانان په دې وخت تش د فتوحاتو خوبونو د ژوند نه ويستلي . بلخوا دا هم حقيقت دے چې د لويديځ او نورې پرمخ تللې نړۍ پرمختګ د کفر خپلولو له کبله نۀ دے او نۀ د مسلمانانو شاته پاتي کېدل د اسلام پرېښودو له کبله دي مادي ارتقاء همېش لپاره د علم دوستی سره تړل شوي وي څوک هم چې د علم خپل تاريخ او کلتور قدردان جوړ شي دهغه د الوت بخت هېڅوک نۀ شي ودرولې قرآن مذهبي کتاب دے د سائنس کتاب نه دے خو سائنس دشمنه چرې هم نۀ دے ستونزه په اسلام کښې نۀ زمونږ په خودساخته مجعول تعبيرونو او ورسره د نورو په اس د سوورلې او زغل ده څه رانه نۀ کېږي اجتماعي بې حسي او ټولنيز فالج دے نو دې له مو د ځان خلاصي لپاره د مذهب سره پناه کتلې اسلام ېوازې زموږ نه د نړۍ او انسانيت دين دے.ځکه د پروفېسر اقبال په دې خبره کښې هم وزن شته چې په پينځلسمه پېړۍ کښې د سائنس د جدت هغه نمر چې د ختيځ نه ختل پکار وو د مسلمانانو په خواږه خوب د اوده کېدو او د لويديځ د حرکت په برکت د مغرب نه اوختو. نن که امريکا د ، جېمز وېب ټيلي سکوپ ، په وسيله د کائنات لړمون ته رسي نو د دې شاته شپږ سوه کاله سائنسي زيار پروت دے چې کله په 1608 کښې ، جانسن او ليپر شي ، د سائنسي دوربین ړومبے ابتدائي شکل او بيا ، ګليليو ، په 1609 ، کښې مترقي شکل جوړ کړو ګليليو چې کله د يونان د ، دوه زره کاله زيار په ضد چې زمکه ئې د کائنات مرکز ګڼلې وه د نمر د مرکزيت او ورسره په نمر د دوربین په برکت د داغونو ذکر اوکړو نو کلیسا اووئيل چې دې سړي خو زمونږ ښائسته نمر ته بدرنګ اووئلو د زمکې په ځاے بل څه مني مرتدد ئې کړو او توبه ئې پرې ويسته . د ابراهيم علـ د وخت نه انسان د ستورو په مشاهده کښې دې تر نن پورې په یو وخت کښې ېيو انسان په ېوي وخت په پخپله سترګه ، درې زره ، ستوري ليدلې شي په ېيو وړوکي دوربین کښې یو لاک ستوري کتل شي د ماهر فلکيات ، هرشل شل فټه دوربین کښې ، دوه کروړه ، نه تر ، لس کروړه ،ستوري کتل ممکن وو ، د دوربین نه وړاندې د کائنات د کتنې په تجربه کښې د ، ستورو شمېر ، يوولس زره منل کېدو . جواهر طنطاوي وائي په ړومبي ځل ، جيمس جينس ، دا نظريه وړاندې کړه چې په کائنات کښې دومره ستوري دي لکه څومره چې د شګو ذرات دي جيمس جينس وائي چې د 2 هندسې سره څليرشت صفرونه اوشي نو د ستورو شمېر به پکښې راقابو شي. جارج ګيمو وائي زمونږ په کائنات کښې په کروړونو کهکشانونه د ستورو تلې وجود لري په یو تله کښې یو کهرب ستوري لرو.مولانا موسی خان البازي ليکي چې د جديد فلکيات او سائنس بنسټ ګر د نمر د مرکزيت نظريه وړاندې کوونکې سړے ، کوپر نېکس دے،د دې نه روستو دغه فکر په سائنسي څېړنو اودرول شو.هم دغه لامل دے چې ، کوپرنېکس ، د پينځه مسلمانانو د خپل وخت سائنس پوهانو ، البطاني ، زرقالي ، ثابت ابن القره ، ابن رشد ، او ، البتروجي ، ذکر کوي پدې کښې ، البطروجي ، د دولسمې پېړۍ اندلسي مسلمان وو چې د کوپر نېکس دوه پېړۍ وړاندې وو.علم د کوم ځاے راځي ؟ امام غزالي وائي علم ېوازې علم الشريعه نۀ دے بلکې د مراتبو خبره ده قرآن د علم ارزښت پرته د کم نسبت کړې امام غزالي زياتوي هر هغه علم که هغه اقتصاد دے که سياست وي که طب دے چې د ټولنې ښه اوبد ورسره تړل شوي وي که مخ نيوې اوکړې شي نو ټوله ټولنه به ګرمه وي امام غزالي د اوس وخت عصري علوم د فرض کفائي درجه کښې راولي .که د علم اطلاق فقط په هغه علم کول شي چې کم مذهبي علم دے حالانکه ، علم ، پخپل مطلق تعريف کښې د ، زدکړې په معنا دے اوس دغه زدکړه که په هر حواله سره وي نو په اعتبار نتيجې سره د ښه او بد اطلاق پرې کول پکار دي .د نړۍ په سر دوه ډوله علمونه دي یو ته ، علم منقول ،او ،بل ،ته معقول ،ويئل شي یا طبيعات او ما بعد الطبيعات يا د امام شافعي د وېنا ترمخه ( العلم علمان علم الادیان وعلم الابدان ) ژباړه : علوم په دوه ډوله دي یو د دين علم بل د انساني بدن سره متعلق علم ! دنياوي فنون هنرونه هم د علم په درجه بندۍ کښې شمار دي ډېر کرته مونږ وينو چې د ژوند ژواک د اسانتياؤ په اساس ېو دنياوي علم هنر انساني خدمت هم د بې شمېره ګټو سره د اخروي ثواب مستحق هم کېدشي لکه یو طبيب د چا ژوند اوژغورو یو انجنئېر جومات جوړ کړو نو دا علم پدغه وخت کښې د هغه چا د علم نه ډېر د اخروي ثواب وړ وي چې دلته ولاړ وي مذهبي علم ئې کړې وي خو کمه ګټه چاته نۀ شي رسولے. قرآن کښې څه په اووه سوه آیاتونو کښې خداے د ، علم ، عقل ،تفکر ،تدبر ، غوښتنه کوي قرآن د عقل والو سره خبرې کوي د کجورو د ،تابير النخل ، په وخت رسول الله صلـ خلکو ته د خپلې کروندې د علم په حواله د کارولو ډاډ ورکړے. دنړۍ په سر د انساني زده کړو په اړه بنيادي علمي کار د يونان په خاوره په قبل از مسیح دور کښې شوے داسلام د راتلو نه پس په مسلمانانو کښې د ،عقلي علومو ،شروع د اسکندر ئې نه پس د بنو عباسو د مامون الرشید په دور کښې اوشوه دا ډير روښان فکره سړے ؤ دفلکياتو او رياضي پخپله هم ښه پوهاند وو.په بغداد کښې ئې د ، دارالحکمت ، په نوم د يو ادارې بنسټ کيښود دا د يو اکېډمۍ په شکل وه يو برخه د يونان د حکمت د ترجمو يو برخه د تاليف و تصنيف بله برخه ،رصدګاه، او څلورمه برخه په کتابتون مشتمل وه .پدغه کتابتون کښې به د نړۍ د هر ځایه کتابونه راغونډول شو او د دې کار لپاره مامون خپل خلک خاص کړې ؤ چې په ملکونو به د کتابونو راغونډولو لپاره ګرځېدل. يو ځل مامون بازينطيني باچا ته خط اوليکو چې د يونان ټول کتابونه راته راوليږه باچا د کتابونو د راغونډولو امر اوکړو او په کتابونو راټولو ئې انعامونه مقرر کړل چې ښه ډېر کتابونه راغونډ شو .باچا خپل مذهبي مشران راجمع کړل چې اوس دا کتابونه مسلمانانو له ورکړو کنه .پادريانو ورته اووئيل چې دا ټول د ،کفر، کتابونه دي د خپل ملک نه ئې لرې کړه چې مسلمانان پې کفر ته اورسیږي دغه کتابونه بيا مامون ته ورکړل شو او هغه د دغه کتابونو په ترجمو خلک مقرر کرل. پدغه دارالحکمت کښې ېو رصدګاه ،ابزرويټري ،هم جوړه کړې شوه پدغه رصدګاه کښې به مسلمانانو پوهانو ډير علمي کار کولو عباس ابن سعيد او یحیی ابن منصور ډير د فلکياتو کتابونه اوليکل. سند ابن علي ددغه رصدګاه لپاره آلات جوړ کړل دده شاګرد علي ابن عيسی ،اصطرلاب ،اسټرليمپ ،جوړ کړو چې دستورو علم پرې حاصليدو.حجاج ابن مطر د يونانيانو مشهور کتاب ،اقليدس، عربي ترجمه اوکړه احمد کثير فرغاني د ستورو په علم يو ځانګړے کتاب ، جوامع علم النجوم ،اوليکلو.د بطليموس د فلکېاتو په اړه د شوې څېړنې ژباړه په عربي ژبه کښې د ، المجسطی ، په نامه شوې وه او تراوسه دغه کتاب په دې نوم وجود لري. موسي خوارزمي د رياضي په علم کښې د عربۍ هندسه،ع ايجاد کړه د دۀ د کتاب په لاطیني ژبه کښې هم ترجمه شوے او په يورپ کښې د دۀ په نام يوه اصطلاح اوس هم الګوارزم یادېږي. اسحاق الکندي چې دعلم نجوم ستر پوهاند وو اود ،نيوټن ، د نظريه تجاذب نه وړاندې دۀ دغه نظريه ئې وړاندې کړې وه چې د اسمان د رنګ په اړه د نمر د بخاراوتو ذکر پکښې وو. د الکندي د علم النجوم اصول اوس هم د لويديځ په پوهنتونونو کښې وئيل کيږي.دغه رنګ د ابوالمعشر اصول هم په لوديځ کښې وئيل کيږي. جابر ابن سنان د طبي الاتو ستر پوهاند وو.محمد ابن جابر البستاني د فلکياتو د علم ستر پوهاند ؤ او مشهور کتاب ،زيچ البستاني دۀ ليکلې او د يورپ په ډېرو ژبو کښې ترجمه شوې.دغه رنګ عبدالرحمان صوفي ابن يونس په فلکياتو کښې ډير کتابونه اوليکل. ابو وفا يوناني ،ابن الهېثم، ابن يونس ، ابوريحان البیروني ، او نور ډير ستر پوهان د مسلمانانو د تاريخ برخه ده.خو پوښتنه دا ده چې د پينځلسمې پيړۍ په اخر کښې په ،اسپين، اندلس ،کښې چې کله د مسلمانانو د پرمختګ نمر ډوب شو پينځه سوه کاله پس هم لا تراوسه تندر نيولې. موجود سائنسي پرمختګ چې بنسټ ئې د يونان او د مسلمانانو علمي زيار دے کوم ځائې ته اورسیدو خو د بده مرغه په دغه نوي سائنسي پرمختګ کښې مسلمانان د شنډ او زنډ ښکار دي. د سائنس او مذهب د اختلاف په جوړ کړې شوي اختلاف کښې دوه بنېادي لاملونه دي چې ېو د عیسایانو د اهل کليسا له اړخه د هر سائنسي ايجاد مخالفت وو د اهل کليسا مذهبي عقائد د ،يونان ، په د پخواني مفکوراتو ولاړ وو چې له کبله ئې اهل کليسا ته ځان د سائنس د ارتقائي اړخ سره ځان او خپل جوړ کړې شوي فکرونه په سمولو کښې ستنوزې وي چې نتيجه ئې بې منطقه مخالفت راوتې وو د اسلام په حواله روايتي سائنس سره د اهل کليسا په شان دپينلځسمنې پېړۍ پورې کم تضاد نۀ وو بلکې دغه تضاد د ،علمي خام والي په نتيجه کښې ډېر روستو جوړ کړے شوې د اسلام مآخذ قرآن او حديث دي او په هغې کښې علم سائنس فکر او عقل ستائل شوې ده خو د کليسا دغه اثرات د پينځلسمې عيسوۍ نه پس په مسلمانانو هم اغېز کړے دويم لامل د مدارسو د نصاب د وخت سره جدت او اصلاح نۀ راوستل دي چې په نتيجه کښې د جديد سائنسي تحقيقاتو په اړه کمه زده کړه نۀ ورکول شي اوس هم په مدارسو کښې دوه زره کاله پخوانۍ د يونان متروک شوې فلسفه وئيل شي د بطليموس په غلط ثابت شوو مفکوراتو ولاړ دغه ډېرې نظرئې په اوسني سائنسي زمانه کښې غلط ثابت شوي ځکه بطليموسي فکر د کائنات مرکز زمکه وئيله خو اوس ثابته ده چې د کائنات مرکز نظام شمسي دے سيد قطب وائي د اهل کليسا د سائنسي تحقيقاتو څرګند مخالفت کول يو لوے حماقت وو خو ترې څرګند شوے. د فکري تضاداتو دغه مجموعه ده او هم دغه ئې نتيجه ده چې ، هر صاحب ممبر ، په سماجي رسنۍ کښې پخپل ، social acount, د ډول ډول انځورونو سره ښکاري په يوټیوب خپل ځانګړۍ چينل به لري خو انځور ته په اولس کښې نن هم شرک وائي تراوسه په بنسټيز علت ئې لا کم پام نشته چې مجسم انځور په اسلام کښې په کم علت حرام کړې شوے وو ځکه چې عام قانون دے چې نفي د علت نفي د معلول لره مستلزم وي ۔ چې د کم دين شروع په اقرء سره وي هغه دين د سائنس چرې هم مخالف نۀ شي کېدے خو زمونږ ناپوهو او غلط تعبيراتو دا هرڅه په تضاداتو اودرولي ۔ د سائنس اړيکه د طبعياتي کائنات (physical world) سره وي د مذهب اړيکه د وجودي او مادي کائنات سره د مابعد الطبیعیات (meta physical world) سره هم په ټولنيز لار ښوونو سره وي يعنې سائنس نېغ په نېغه د فطرت / مخلوق ، (nature) او موجود نه بحث کوي چې څه دي بس دغه حقيقت دے چې څه نۀ وي د هغې کم اقرار او انکار نۀ کوي مذهب زيات بحث د مافوق الفطرت (supernature) نړۍ نه وي چې د عقل د رسا نه په ظاهره بار وي خو ورسره ورسره اسلام قرآن د دنیا د موجوداتو او د کائناتي وجودي اړخونو / نور/ سپوږمۍ/ او / افلاکو ، سمندرونو، وسخر لکم الشمس والقمر ،په شکل کښې د تسخير دعوت او ترغيب ورکوي دغه زيار ستائي سائنس کافر یا مسلمان نۀ وي بلکې دغه ېوامکاناني علمي عملي لټون وي چې د مفروضو نه د اشیاؤ حقایقو ته رسي دغه عمل د ه رهغه چا مرستیال وي چې څوک ئې قدر کوي او پخپلولو کښې د ستنوزو نۀ ښکار کېږي . سائنس د انسانی استعداد / حدس / تجربه / منطق/ اسباب وعلل/ تعقل/ او قياساتو / نه تشکیل شوې علم (human acquired wisdom) دے او مذهب د خداے د اړخ نه ورکړے شوے علم (God-gifted wisdom) دے چې د انسانانو د تشریح کولو حق پکښې وي ځکه پېغمبر ته په حېث د بشر ،معبر او شارح وئيل کېږي او ورسره ورسره د قرآني تاکیداتو په اساس د قياس او شريک ګډ فکر ،اجماع ، غوښتنه وي . څه دپاسه یو ارب مسلمانان او څه اووه پنځوس هيوادونه لري ټول د کاپرو ايجاداتو ته ناست دي او د کرونا په رنځ کښې هم د دغه خلکو د کامیابۍ په طمعه دي بحيثيت امت تش نوم پاتي دې او عمل نشته بائد چې مسلمانان د خپل کړو وړو په اړه فکر اوکړي کنه وه نو هم دغه شان به په شا روان وي ۔ همت، تحقيق، تدبر، تدبير ، او علمي زيار نه کول د اسلام نه د مسلمانانو کمزوري جوړه شوې که دا حال وي او د نسيم حجازي په قصو ملکونه فتح کول وي نو دنړۍ سره پرمختګ خو پرېږده ! د دې بد حال نه به نور هم په شا ځو….
اے ژوند پرستو ! اے په ژوند باندې مئينو خلکو!
ستاسو جذبې د جګو غرونو منځ کې لارې کوي
ابراهیم شاه قياس