د عدم تشدد د فلسفې بيان او داستان – شمس بونېرے

دنيا د يوې لويې حادثې پېداوار دے. د دې تفسير او تشريح جدا جدا او خور وور پروت دے. زۀ به د خپلې موضوع پۀ اساس د دې تاريخ او ارتقاء بيان کړم. د دنيا د تخليق پۀ دې حادثه کښې ګېسونو جنګ شروع کړو او لويه چاودنه (Bing Bang) وشوه. دنيا وجود کښې راغله […]

د پښتونخوا قبائيلي ضلعې او دافغانستان سره تجارتي اړیکې – نثار باز

انسان د اول نه تر اوسه د خپل ژوند ژواک د پرمختګ پۀ پوړو د پورته کولو او خېژولو لپاره د وخت او زمانې د هر طوفان او زورور سره ښکر پۀ ښکر پاتې شوے دے خو چې هر څومره د وخت ګزارونه د دۀ کالبوت خوړل نو انسان چرې هم خپل همت او د […]

بلوچستان (سوهېلي پښتونخوا) کښې د عوامي نېشنل ګوند تنظیمي او سیاسي فعالیت: اثرات، هیلې او امکانات – مابت کاکا، ستر ایالتي سېکتر، عوامي نېشنل پارټي بلوچستان

پۀ فکري لحاظ باندې کۀ څۀ هم زمونږ غوندې سیاسي ورکرانو د پاره، د چا چې لۀ دې تنظیم سره یو ژور تعلق پاتې شوے وي، یا د داسې ازاد پلټونکي د پاره، چې د خپلې خاورې او اولس د ستونزو د حل د پاره د یو قابل عمل (Applicable) تخلیقي اپروچ پۀ اړه اندېښمن […]

زمونږ بيانيه ۹۹ کاله زړه او بېخي څرګنده ده – عامر عالم

پۀ درويشتم اکتوبر پۀ باچاخان مرکز پېښور کښې د صوبائي کونسل لويه او مهمه غونډه ترسره شوه. دې غونډې ته د خپلې وېنا پۀ مهال د عوامي نېشل ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان ووئيل چې د ګوند بيانيه بېخي واضحه، ښکاره او څرګنده ده. اېمل خان ووئيل چې د دې سوال هډو ضرورت نشته […]

د کپتان شتۍ او د نوو ضلعو بد حالي – جاوېد ثاقب

وائي چې د يو کلي پۀ جمات کښې د يو مسافر شپه راغله. د ماښام مونځ چې وشو نو مسافر پاڅېدو او اعلان ئې وکړو چې مسافر يم او شپه راباندې راغلې ده، نو مهرباني وکړئ څوک راله ډوډۍ راوباسئ. د کلي يو کس ورته ووئيل! “کښېنه زما نظر کښې يې”. مېلمه کښېناستو، د ماسخوتن […]

د پي ډي اېم جلسې او د حکومت دعوې – ساجد ټکر

د حزب اختلاف يوولس ګوندونه لګيا دي پۀ ملک کښې جلسې کوي. وړومبنۍ لويه جلسه پۀ ګوجرانواله کښې وه، بيا پۀ کراچۍ او کوټه کښې ئې لويې لويې جلسې کړې دي . څلورمه جلسه ئې پۀ دوويشتم نومبر پۀ پېښور او بله لويه جلسه ئې د دسمبر پۀ ديارلسمه لاهور کښې ټاکلې شوې ده. اپوزيشن […]

اپوزيشن سياست: پاکستان کښې حکومت مخالف تحريکونه – اوېس کمال

د برطانوي هند پۀ دوو برخو کښې بېلېدو اووۀ لسيزې وشوې خو تراوسه پاکستان د يو معقول اساسي چوکاټ پۀ لټه کښې دے. پۀ تېر درې اويا کاله کښې دلته رنګ رنګ تجربې وشوې خو کله هم چې د حکومتونو اختيارات پۀ مکمله توګه د اسټېبلشمينټ لاس ته راغلي دي نو د هغې خلاف جمهوري […]

اداريه – نومبر 2020ز

د کورنيو چارو وفاقي وزير برېګېډئير (ر) اعجاز شاه د عوامي نېشنل ګوند د شهيدانو د قربانيو پۀ اړه د غېر ذمه دارانه، بدرنګ، نامناسب او غېر ضروري بيان چې څومره هم غندنه وشي نو کمه ده ځکه چې دغه بيان صرف د بيان تر حده نۀ دے پاتې بلکې دې بيان ډېر سوالونه پېدا […]

د ښاغلي اياز ايسپزي کتاب “خپل اتلان وپېژنئ” ته يوه لنډه کتنه – محمد شهزاد

تاریخ وئيل، اورېدل او لوستل کۀ هر څومره خوندور وي خو همدغه هومره ئې لیکل هم ګران دي، لوے تاریخپوه ډاکټر مبارک علي وائي چې پۀ تاریخ کښې يوازې د هغه وخت د شخصیاتو عملیات او سانحې لیکل نۀ وي بلکې همدغه هر څۀ د هغه وخت د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند پۀ رڼا […]

کمالي سړے (خاکه) – عبدالحميد زاهد

د ډېر وخت نه پۀ دې سوچ کښې وم چې پۀ دې شخصيت خاکه وليکم کۀ نه او اخر چې مې د ليکلو فېصله وکړه نو پۀ دې فکر اخته شوم چې عنوان ورله څۀ خوښ کړم. وړومبے مې ورله د قيصې بابا عنوان خوښ کړو خو چې سوچ مې وکړو نو پښتو ادب کښې […]