د افغانستان پۀ سياسي حالاتود باچا خان او ولي خان نظر او اثر – شمس بونېرے
د افغانستان خاوره پۀ تاريخي، سياسي او ستراتيژکي حواله ډېر اهميت لري. د هندوستان د سرو زرو مرغۍ نيولو د پاره د تاريخ پۀ اوږدو کښې دا خاوره د لار پۀ توګه کارولې شوې ده. زۀ دغه اوږد پس منظر ته نۀ ځم. د شاه شجاع پۀ وخت کښې د رنجيت سنګهـ دوستۍ پېرنګيانو ته […]
د معاصر معروضيت د پټ مخ ليدنه – سميع الدين ارمان
“پښتون” تسلسل سره دا هڅه کوي چې ټولنيزو رويو له د اړخ ورکوونکو او چابک وهونکو هغه عواملو پټ مخونه خپلو لوستونکو ته را وړاندې کړي چې د دغه اړخ ورکولو او چابک وهلو سره هر څو کۀ وقتاً اولسي اينګ/ انا يخوي، خو نتيجې ئې د اولس سماجي ژوند پۀ هره مادي او غېر […]
مارچ 1986 کښې د باچا خان بابا د صوبه سندهـ دوره – قاسم جان، کراچۍ
د باچا خان بابا د صـوبه سندهـ دوره تاريخي دوره وه. د دې بنيادي مقصد پښتنو او سندهيانو کښې يو والے پېدا کول وو. د سندهـ ستر مشر جي اېم سيد بابا ته پۀ خپله سالګره کښې د شرکت دعوت ورکړے ؤ. د پېښور نه د کراچۍ پورې بابا دا سفر د رېل ګاډي پۀ […]
د سرحدي ګاندهي “باچا خان” لۀ ازغو ډکه لار (مکوليکا بېنرجي) – ژباړن: “پښتون”
د اغلې مکوليکا دا ليکنه پۀ شلمه جنورۍ 2016 کښې پۀ “باچا خان پوهنتون چارسده” د ترهګر بريد نه پس، پۀ هم دغه ورځ پۀ Scroll.in پاڼه خوره شوې وه. د اغلې پي اېچ ډي تهيسز چې پۀ کتابي بڼه د “The Pathan Unarmed” نامې سره چاپ شوي دي، د دې ليکنې تمهيد نه پس […]
باچا خان، رهبرِ تحريک او “پښتون سټوډنټس فيډرېشن” – ميا افتخار حسېن
هغه يادونه چې کله هم افسانې نۀ ښکاري نيازبين ميا صاحب دغه ليکنه زمونږ د ليکلے شوو تپوسونو د ځوابونو صورت کښې کړې ده. لوستونکي دې د دې د لوستلو پر مهال دغه نکته پۀ پام کښې ونيسي. د ټولو نه اول خو به زۀ د “پښتون سټوډنټس فيډرېشن” پۀ باره کښې دا ووايم چې […]
Khadim Hussain, “Militancy and Pakhtun Code” – ژباړن: “پښتون”
The News on Sunday, March 09, 2014 عسکريت پسندي او “پښتونولي” د پوهانو تر مخه د اولس د يو ځانګړي ټولګي (group) پېژندګلو )شناخت(، نړيوال نظر، پۀ تخليقي او تصويري هنرونو (Arts) کښې راوړې شوې ځائي پوهه (wisdom)، د پېداواري صلاحيت تسلسل او د ټولنې خپل منځ کښې د اړيکو/ رابطو تعامل ته “کلتور” وئيلے […]
باچا خان بابا پۀ هزاره کښې – ګلاب ناصر يوسفزے
د فخرِ افغان بابا د تلين پۀ حواله د مشاورتي کمېټۍ غونډه کښې دا وړانديز مخې ته راغلو چې د باچا خان د ژوند څلور مهمې برخې چې يوه برخه ئې پښتونخوا کښې، دوېمه برخه افغانستان کښې، درېمه هندوستان کښې او څلورمه برخه جېلونو کښې تېره شوې ده، د مختلفو کتابونو، ورځپاڼو، مجلو، ويډيويائي، صوتي […]
د باچا خان نثر نګاري – ډاکټر شېر زمان سيماب
د نړۍ پۀ قامونو کښې داسې شخصيات ډېر کم وي چې د هغوي مبارزه د يو وخت پۀ ځاے افاقي حېثيت تر لاسه کړي او بيا قام د دغه مبارزې نه د تل د پاره رڼا اخلي او چې کله هم څۀ ستونزه کشاله ورپېښېږي نو د دغه مبارزې پۀ لارښودنه او د دغه شخصيت […]
د انجمن اصلاح الافاغنه کليز راپور(اولنۍ برخه) – ډاکټر سهېل خان
اِن هٰذا صراطي مستقيماً فاتّبعوه و لا تتّبع السبل فتفرق بکم عن سبيله ذٰلکم لعلکم تتقون. تمهيد: حضرات! قبل د دې نه چې زۀ د انجمن او د مدرسې د تېرې کارکردګۍ متعلق څۀ عرض وکړم. زۀ پۀ حېث د ناظم د انجمن، ستاسو د دې تکليف شکريه ادا کوم چې “انجمن اصلاح الافاغنه” او […]
باباګان – ډاکټر خورشيد عالم
د راتلونکي کال وړومبيو درې مياشتو کښې زمونږ د قامي او تاريخي اتلانو د تلينونو ورځې را روانې دي. دا کليزې د يادولو د پاره کېږي، يادول خو د هغه کس کېږي چې څوک د هېرېدو وي؛ زمونږ اتلان د هېرېدو نۀ دي – خو کليزې ئې د دې د پاره کوو چې ائينې ځان […]