د خدائي خدمتګار تحريک باني باچاخان يو تاريخي تقرير—امر خان امېد
پۀ ۱۹۴۵ء کښې چې کله دوېم جنګ عظيم سر ته ورسېدو نو د برطانئې حکومت ټول قېديان رها کړل چې پکښې باچا خان هم رها کړے شو ـ کله چې اتمانزو ته راغے نو پۀ زرګونو خلق ئې لېدو له راغلې وو ، پۀ دغې موقعه باچا خان يو عظيم شان وړاندې کړو چې څۀ […]
تېر شوي، هېر شوي سرتېري—خورشېدانور
کال ١٨٧٧ء کښې چې کله فېرنګې د مومندو د سيمې د دوېزو د علاقې کنړا نومې ځائې کښې خپل په زرګونو سپاهيان، خرۀ، قچر، اسونه، افسران اؤ جرنېلان بائيلل نو چرچل په خپل کتاب “دى هسټرى آف ملاکنډ فيلډ فورس” کښې د پښتون د مېړانې ذکر په دې ټکو کوى. ونسټن چرچل ليکى: “هغوى شايد […]
د مولوي فضل محمود مخفي یادونه او زیارونه—شمس بونېرے
وختونه تحريکونه پېدا کوي، دغه تحريکونه تاريخونه جوړوي او هم دغه تاريخ شخصيتونه رامخې ته کوي او د تاريخ کتونکي دغه شخصيتونه خپل مشران او اتلان ګڼي۔ د پښتنو پۀ خاوره د روښانيانو تحريک، د خوشحال خان جنګونه او د واړو مغلو پۀ ضد عملونه او د پېرنګي پۀ ضد د باچا خان تحريک او […]
خدائي خدمت ګار قاضي عطاءالله—داود قيام
د خدائي خدمتګار تحريک هر يو وګړي داسې سختې زغملي دي چې پۀ لفظونو کښې رانغښتل ناشوني خبره ده – ټول خدائي خدمتګار يواځې د باچاخان او خپل تحريک سره مخلص نۀ وو بلکې هر يو د خپل قام او خپلې ژبې د بقاء د پاره نۀ هېرېدونکې نۀ ستړې کېدونکې مبارزه کوله- پۀ دغه […]
مهردل خان هوتي د تحريکِ ازادۍ يو خاموش خو کلک سنګر–اکبر هوتي اېډوکيټ
د پښتنو د سياسي، قومي او تحريکي تاريخ پاڼې د داسې کردارونو نه ډکې دي چې نومونه ئې ډېر عام نه دي، خو کردار ئې د تحريک د ستنو حيثيت لري۔ مهردل خان هوتي هم د همدغسې خاموشو، صابرانو او وفادارو خدائي خدمتګارو نه يو وۀ، چې ټول ژوند ئې د ازادۍ، عدم تشدد او […]
يو نۀ ستړې کېدونکے اصول پسند شخصيت الحاج غلام بلور (د خدائي خدمتګارۍ تسلسل)–شباب مومند
نۀ پوهېږم چې د ستر شخصيت الحاج غلام بلور پۀ حواله کوم داسې الفاظ راوړم چې د هغه کمے بيشے رانه ونۀ شي او د هغه پۀ حواله د ليکلو حق ادا کړم ۔ الحاج غلام بلور پۀ پېښور کښې پۀ 1939 کښې ځيګيدلے دے او پۀ سياست کښې عملي برخه د فاطمه جناح صدراتي […]
د نوښار خوېشكو خدائي خدمتګاران يوه پېژندګلو—سيدالامين احسن خوېشګي
په كال نولس سوه يويشتم كښې چې كله د اۤزادۍ مبارز خان عبدالغفار خان ،چې خپل مئنېان ورته باچا خان وائي ،د خېر ښېګړې د تنظيم ‘ انجمن اصلاح الافاغنه’ بنياد كېښودو،نو تقريباً پينځهٴ سوه كلو او تپوكښې د تعليم د خورولو په غرض جرګو كولو نه وروستو ئې په ټوله صوبه كښې د تعليم […]
د باچاخان د امېل خدائي خدمتګاران—رحمت شاه قرېشي
د ازادۍ تحريک کښې د هندوستان وطن چې اول يو هندوستان چې تر افغانستان وطن پورې و، او د هندوستان وطن تاريخ په هر وخت او په هر مېدان کښې د پښتنو اتلانو په لاس او واک کښې و، افغانستان وطن به ددې خاورې او ددې وطن لوئې مرکز و، او هر پښتون اتل به […]
خدائي خدمتګار تحريک او د هغې کار—پلوشه خان ايسپزۍ
شلمې پېړۍ پۀ پېل کښې، کله چې پښتنه ټولنه د غربت، تعصب، قبايلې شخړواو د ژور ټولنيز ګډوډې تر اثر لاندې وه نو د باچاخان بابا پۀ مشرۍ کښې خدائي خدمتګار تحريک د يو داسې فکري او اخلاقي انقلاب پۀ توګه راڅرګند شو،چې مرام ئې يواځې د انګرېز پۀ ضد سياسي مبارزه نۀ وه بلکه […]
د علاقه سدهوم د خدائي خدمتګارو نومونه—هاشم کامرېډ
سدهوم د ضلع مردان شمالي علاقه ده چې د ضلع بونېر او صوابۍ سره ئې پُولې لګېدلې دي ۔ پۀ دې علاقه کښې د اول نه د قامي تحريک سره تړلي پښتانۀ موجود و۔ دلته صرف د ريکارډ د خوندي کولو د پاره د دغه خدائي خدمتګارو نامې شريکومه کومې چې پۀ کلو کښې مشرانو […]