انساني تاريخ دا په ډاګه کوي چې يو وخت انسان د خپل پېغام د رسولو لپاره د ژبې (د غوښې د تکړې) په ځاے د خپل د نورو اعضا نه کار اخستے دے او خپل پېغام ئې د اشارو په توګه يو بل ته رسولے دے۔ تر ډېره وخته انسانانو په هم دې طريقه د يو بل سره خپل زړۀ او ذهن احوال شريک کړے دے۔د پېغام رسانۍ دا نظام د يو بشپړ نظام په توګه په انسانانو کښې مروج وو او دوي خپل ټول ژوند د هم دې نظام تحت تېرولو۔ د انسان د ارتقائي سفر سره دوي په دې وتوانېدل چې خوله کښې موجود د غوښې يو تکړه د منظم اوازونو لپاره استعمال کړي او دغه شان ژبه (د يو نظام په توګه ) په وجود راغله۔ د ژبې د وجود په راتلو کښې انسانانو د خپل پېغام د رسانۍ لپاره دا وسیله دومره وکاروله چې د دوي پېژنګلوي يو مهم توکے وګرځېدو۔انسانانو د نړۍ په مختلفو حصو کښې ژوند کولو نو په دغه وجه د انسانانو تر منځه يو شمېر ژبې پېدا شوې ځکه چې د نړۍ په يوه حصه کښې انسانانو بېل بېل د ژوند ډولونه لرل او بېل بېل چاپیریال ئې لرلو۔ دوي خپل غږونه په بدلو بدلو طريقو سره منظم کړل او يو بل ترميان ئې هغه منظم غږونه داسې عام کړل چې باقاعده د يو ژبنيز نظام شکل ئې اختيار کړو۔د انسان په دې ارتقائي سفر کښې ژبې په انساني ټولنه کښې ځانله يو داسې ځاے پېدا کړو چې بې له ژبې د انساني ټولني تصور هم نۀ شو کېدلے۔ دوي چې کله زدکړې د باقاعده نظام بنياد کیښودلو او خپلو نسلونو ته يې خپل افکار او ټولنیز اقدار منتقل کړل غوښتل نو هم يې ژبه يوه لويه ذريعه وه۔ د زدکړې دغه نظام چې د سکولونو او مدرسو يا د زدکړو د نورو ځايونو ته ورسیده نو هم ئې د ژبې غوښتنه کوله او تر دغه وخت انسان په دې هم توانېدلے ؤ چې خپله ژبه يوازې د وېنا پورې محدوده ونۀ ساتي بلکې دې ته يو ليکلے شکل هم ورکړي۔ د وینا او ليک مرحلې په دومره لنډ وخت کښې نۀ طے شوې بلکې دې عمل په سلګونو کلونه اخستې او انساني ټولنه کښې خپلې جرړې پخې کړي دي۔په سکولونو او مدرسو کښې د زدکړې لپاره نۀ يوازې د ژبې اړتیا وه بلکې دا کار د ژبې نه بغير ممکن نۀ ؤ۔ چې چرته د زدکړې عمل ترسره کیدو هلته د هغې ټولنې مروجه يعنې مورنۍ ژبې د تعليم/زدکړې ذريعې وګرځېدې۔په شپاړسمه صدۍ کښې چې کله انګريزانو د نړۍ قبضه کول شروع کړل نو ورسره ئې د خپلې ژبې د ترويج عمل هم ترسره کولو په دې عمل دوي د انسانانو ځائي/مورنۍ ژبې د وهلو،لاندې کولو او د د هغې د ویونکو سره د رشتې پريکولو لپاره يو شمېر ناقص دلائل وتراشل۔ دوي چې کله په هندوستان کښې خپله قبضه په اولسمه صدۍ کښې پخه کړه (او دغه رنګ د نړۍ په نورو حصو کښې) نو دلته يو نظام تعليم مروج کړو چې هغې له مخه د دوي تعليم، د دوي ژبه ، د دوي افکار او د دوي مفادات په هر څه مقدم ؤ۔ريښتيا خبره دا چې دوي دغه عمل د ځائي خلقو د استحصال لپاره تر سره کولو خو دوي خلقو ته تاثر ورکړے ؤ چې مونږ د نړۍ تر ټولو تهذيب يافته خلق يو او زمونږ ژبه،افکار، اقدار ټولنیز نظام د نړۍ ستر نظام دے ۔په دوه سوه کاله کښې دوي دلته د انسانانو په ذهن کښې دا خبره پخه کړه چې انساني سوچ په انګريزۍ کښې طريقې کولے شي او د ترقۍ یوازینۍ ذريعه انګريزي ده۔ دوي د انسانانو د زرکونو کالو په تجربه داسې خاورې واړولې چې په خپله د خپلې ژبې ويونکي هم په دې قائل شو چې انګريزي د ترقۍ یوازینۍ ذريعه ده۔ د دې په جواب کښې ژبپوهانو او ضد استعماري فکر کونکو د خپلې ژبې د بقا او ترویج لپاره هڅې شروع کړي او د دوي دغه ناقص دلائل يې په قوي دلائل رد کړل ۔افغانستان چې کله د ډيورنډ په کرښه دوه ټوټې کړے شو او پښتونخوا د هندوستان برخه وګرځول شوه نو څو کلونو پس دلته د خدائي خدمتګار غورځنګ په نامه يو ضد استعماري تحريک په وجود راغلو چې د استعمار د ښکاره قبضې سره سره ئې د ذهني قبضې نه د پښتنو د خلاصون کار اغاز کړو۔ دوي د غورځنګ جوړولو سره سم د ژبې اړخ ته پاملرنه وکړه او پښتو کښې پښتون په نامه د يو اخبار/رسالې اجرا وکړه۔ دغه اخبار/رساله يوازې پښتنو ته خپل سیاسي پیغام رسولو لپاره نۀ ؤ بلکې په دې پښتنو ته دا تاثر هم ورکول وو چې ستاسو ژبه په هر څه پوره او قوي ژبه ده چې تاسو د نړۍ سره په سيالۍ کښې ترې بلها کار اخستے شئ۔ خدائي خدمتګار تحريک دا استعماري بيانيه په خپل عمل سره رد کړه چې انګريزي د ترقۍ یوازینۍ ژبه ده۔ مورنۍ ژبه محض د انسان د پیغام رسانۍ لپاره نۀ وي بلکې په دې ژبه کښې انسانانو ټول افکار، اقدار، جماليات او مفادات هم خوندي وي۔ کله چې د هندوستان تقسيم وشو او هند دوه ټوټې شو پښتانۀ پکښې د پاکستان په برخه ورسېدل۔ پاکستان پوسټ کلونيل هېواد وو نو په فکري توګه ئې استعماري بيانيه مخ په وړاندې وړله او استعماري طرز حکومت او طرز رياست ئې د اولې ورځې متعارف کړو۔ د پاکستان د جوړېدو سره سم دوي اردو قامي او انګريزي سرکاري ژبه وګرځوله او وخت په وخت ئې د دې ترویج لپاره پاليسۍ هم جوړې کړې۔ د ذريعه تعليم ژبې هم دغه دوه ژبې وې انګريزي بيا په خاصه توګه د يو خاصې طبقې لپاره ذريعه تعليم وه(ده) او اردو د دويمې طبقې لپاره ذريعه تعليم وه (ده)۔د مورنيو ژبو استحصال په پاکستان کښې د اولې ورځې شروع دے چې په هم دې وجه په کال 1971 کښې بنګله ديش کښې د بنګالۍ ژبې فعالانو دا ملک دوه ټوټې کړو خو د دې ملک واکدارانو په دې هېڅ غرض ونۀ کړو بلکې د مورنيو ژبو د لا وهلو هڅې ئې پېل کړي۔د پښتو ژبې د ذريعه تعليم ګرځولو لپاره وخت په وخت قامپرست سیاسي مبارزينو او شاعرانو اديبانو د واکدارې طبقې نه غوښتنه کړې۔ وخت په وخت دلته دا ژبه د پرائمري سکولونو ذريعه تعليم هم ګرځول شوې ده خو بيا هغه پالیسي د مسلم ليګ او دغه فکر لرونکو خلقو مخ په وړاندې د بوتلو په ځاے يا ختمه کړې يا بدله کړې ده۔په کال کښې 2008 کښې چې کله د پښتونخوا واګي قامپرست ګوند عوامي نېشنل ګوند ته حواله شو نو په 2010 کښې دوي په دې وتوانېدل چې اتسلم ترميم پاس کړي د کوم تر مخه چې تعليم يو صوبائي سبجکټ وګرځېدو۔د تعليم د صوبائي سبجکټ د ګرځېدو سره عوامي نېشنل ګوند په کال 2011 کښې د ريجنل لېنګوېج اېکټ د صوبائي اسمبلۍ نه پاس کړو چې تر مخه ئې د پښتونخوا پنځه ژبې پښتو، کهوار، کوهستاني، هندکو او سرائيکي تر دولسم ټولګي د لازمي مضمون په حېث د نصاب برخه وګرځېده۔ په دغه وخت کښې په مذکوره ژبو کښې ځنې ژبې داسې وې چې قاعدې او کتابونه ئې نۀ لرل نو صوبائي حکومت د هغې لپاره يو کمېټي جوړه کړه چې د نصاب سازۍ دا عمل ترسره کړي۔ دغه اکېټ کښې د پښتونخوا د نورو ژبو د تحفظ لپاره ريجنل لېنګوېج اتهارټي هم جوړه کړے شوه۔ په کال 2011 کښې صوبائي کابينې د دې اکېټ د عملي کولو لپاره يي پلان جوړ چې تر مخه به ئې پښتو او دغه نور ژبې د کال 2018 اتلس پورې تر دولسمه په باقاعده توګه د نصاب برخه وګرځي۔ د نصاب سازۍ د عمل په دوران کښې د 2013 انتخابات راغلل چې پکښې عوامي نېشنل ګوند ته پي ټي ائي د هغه وخت اسټبملشمنټ په سهولت کارۍ ماتې ورکړه او صوبه کښې د پاکستان تحریک انصاف حکومت قائم شو چې پرويز خټک ئې وزير اعلیٰ ؤ۔ د تحريک انصاف د حکومت د راتلو سره دغه اکېټ باندې غير اعلانيه کار ودرول شو يعنې دغه اکېټ غير اعلاينه معطل کړے شو۔ د 2018 پورې چې کوم پلان د عوامي نېشنل ګوند صوبائي حکومت جوړ کړے ؤ هغې باندې هېڅ قسم عمل درآمد ونۀ شو او د نصاب سازۍ عمل هم د سست روۍ ښکار شو۔ تحريک انصاف په يوه غونډه کښې د هغه وخت وزير اعلي پرویز خټک نه چا پښتو د ذريعه تعليم ګرځولو غوښتنه وکړه چې په جواب کښې ورته پرویز خټک اوئيل چې ماته څوک دا خبره وکړي زما مازغو کښې ډز وشي۔ د کال 2018 پورې دغه اکېټ هم دغه رنګه غير اعلانيه معطل پاتې شو۔ په کال 2018 کښې چې کوم انتخابات وشول په هغې کښې يو ځل بيا د باجوه او فيض حميد په ملګرتیا تحريک انصاف د پښتونخوا صوبه کښې او وفاق کښې حکومت جوړ کړو۔ په دغه حکومت کښې هم دا اکېټ د تېر په څېر غير اعلانيه معطل ؤ۔ د وفاقي حکومت له خوا د اتلسم د ترمیم د وهلو لپاره د صوبې د تعليم وزیران غير اعلانيه د وفاق ماتحت کړل او دغه شان د قامونو د شناخت او مورنيو ژبو د وهلو لپاره د تعليم يو بله پالسي سېنګل نېشنل کريکولم په نوم اعلان کړه۔ په دې پالسۍ کښې د مورنيو ژبو لپاره هېڅ ځاے نۀ ؤ او پښتونخوا کښې د هغې د نفاذ لپاره هلې ځلې هم د صوبائي حکومت له خوا شروع شوې چې تر مخه ئې مطالعه قرآن په نوم د يو نوي مضمون اجرا وکړه۔پهدغه دوران کښې، په لسم دسمبر کال 2022 د پېښور په ‘مفکوره’ نومې اداره کښې د پښتونخوا د بېلابېلو مورنيو ژبو ويونکي را ټول شول او د اسلامي جمهوريه پاکستان د آئين دننه مورنيو ژبو ته ورکړے شوي حق سره سم ئې، د دې ژبو د تعليم ذريعه ګرځولو تر لارې د تحفظ مطالبه وکړه۔ د پښتونخوا بلکې د پاکستان د تاريخ دا وړمبے تحريک دے چې پکښې د يوې ژبې په ځاے د پښتونخوا د يو شمېر ژبو د تحفظ او ذريعه ګرځولو لپاره شريکې هڅې پېل شوې۔ د پاڅون له خوا په څلورو غوښتنو اډانه دا لاندې غوښتنلیک وړاندې کړے شو ۔
1۔ د “خېبر پښتونخوا ريجنل لېنګوېجز اتهارټي”، چې د آئين د اېکټ ﻻندې جوړه کړې شوې اداره ده، بحالول او فعالول – موده )د دې پاڅون پۀ مشاورت سره د ټاکلې شوې لس کسيزې کمېټۍ د حکومت/ د تعليم متعلقه وزير / وزير اعليٰ سره د ﻣﻼقات نه پس وړومبۍ( لس ورځې۔
2۔ سرکاري او غېر سرکاري ښوونځو کښې، پۀ مورنيو ژبو وئيلو/ لوستلو/ ليکلو د خود ساخته بندېز او جرمانو لګولو مخنيوے ۔دې لړ کښې بايد حکومت يو آفيشل نوټيفيکېشن جاري کړي او ښوونځو ته هدايات ورکړي چې کۀ څوک دا ډول بندېز کېږدي، يا جرمانې وټاکي نو د هغه اداره به لږ تر لږه يو کروړ روپۍ جرمانه کېږي او دغه جرمانه به د “خېبر پښتونخوا ريجنل لېنګوېجز اتهارټي” فنډ ته ځي۔
دې د پاره )د دې پاڅون پۀ مشاورت سره د ټاکلې شوې لس کسيزې کمېټۍ د حکومت/ د تعليم متعلقه وزير/ وزير اعليٰ سره د ﻣﻼقات نه پس وړومبۍ( لس ورځې۔
3۔ د مورنيو ژبو )ﻻزمي( تر څنګ بل هېڅ “اختياري” مضمون نۀ ايښودل – موده )د دې پاڅون پۀ مشاورت سره د ټاکلې شوې لس کسيزې کمېټۍ د حکومت/ د تعليم متعلقه وزير/ وزير اعليٰ سره د ﻣﻼقات نه پس وړومبۍ( لس ورځې۔
4۔ سرکاري او غېر سرکاري ښوونځو کښې، بې د څۀ استثنٰي )کۀ يو ښوونځے هر څومره ځان بورژوا ګڼي/ هر څومره ځان ته زورور وائي، کۀ څوک ډېر هم وائي چې مورنۍ ژبه نۀ وايو/ نۀ لولو(، د مورنيو ژبو د کتاب او استاد شتون يقيني کول او “ﻻزمي” پۀ معنٰي د “ﻻزمي” ﻻګو کول۔
د مورنيو ژبو پاڅون له خوا په دې حواله لاريون پريس کانفرنس او د حکومتي چارواکو سره د ناستې او خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره يو شمېر ملاقاتونه وشو۔په کال 2023 کښې د پېښور هائي کورټ له خوا يو فيصله هم راغله چې پښتو د لازمي مضمون په حېث نۀ ښودل غير آئيني عمل دے او محکمه تعليم ته حکم ورکړو چې د دې عملي نفاذ بايد زر تر زره وشي۔د تحريک انصاف د وفاق حکومت چې د عدم اعتماد په ذريعه ړنګ کړے شو نو سمدستي پسې دوي صوبائي اسمبلۍ هم ماتې کړې او پښتونخوا کښې نګران حکومت په وجود کښې راغلو۔د نګران حکومت له خوا په 2023 کښې د کابينې فيصله راغله چې مورنۍ ژبې د د 2011 د جوړ کړے شوے قانون مطابق په عملي توګه ښودل شروع شي۔ د نګران حکومت د دې فيصلې نه وړاندې د پاڅون فعالانو د حکومتي چارواکو سره ليده کاتۀ کړي وو او هغوي ئې په دې قائل کړي وو چې مورنۍ ژبې د ائين سره تر دولسمه په عملي توګه د نصاب برخه وګرځول شي۔په دې لړ کښې سنکډري او ايلمنټري ايجوبکشن يو نوټفکشن جاري کړو چې پکښې ئې پښتو او نورې څلور ژبې په عملي توګه د په سکولونو کښې د ښودلو حکم ورکړے شو۔د پرائيوټ سکول اتهارټي له خوا هم شخصي/پرائيوټ سکولونو ته دغه حکم ورکړے شو۔د بده مرغه د سرکاري او غير سرکاري سکولونو زمه درانو د صوبائي کابينې، محکمه تعلیم او پي ايس آر اے احکامات بېخي نظر انداز کړل ۔ په کال 2024 کښې د پاڅون له خوا د يو کمپائن شروع کړے چې د ټولو سرکاری او غير سرکاري سکولونو زمه دارونو سره پکښې ملاقاتونه وشول او مورنيو ژبو د ښودلو غوښتې ئې ورته وړاندې کړي۔د سرکاري سکولونو لپاره د پاڅون ملګري د ضلعي د محکمه تعليم په توسط نوي نوټفکشن جاري کړل چې به پکښې د ضلعې سرکاري سکولونو ته د مورنيو ژبو ښودلو احکامات جاري شوي وو۔ د غير سرکاري سکولونو د زمه دارونو سره شخصي ملاقاتونه وشول او په پښتونخوا کښې يو شمېر سکولونه دې ته تيار کړے شو چې مورنۍ ژبې د لازمي مضمون په حېث وښائي۔په دغه کال کښې دا یو کامياب کمپائن وشو۔په کال دوه زره څلرويشت کښې پاڅون د کتابونو د چاپ لپاره هم هلې ځلې تندې کړي چې په 2025 کښې د ټېکسټ بک بورډ له خوا د پښتو نهم لازمي کتاب چاپ شو۔ د نهم د کتاب د چاپ سره د ټېکسټ بک بورډ له خوا محکمه تعلیم ته یو نوټفکشن وشو چې تاسو دا کتاب د هم دې کال په ماشومانو ته ښودل پېل کړئ خو د بده مرغه د هغې ښودل پېل نۀ شول د حکومت د لا پروايي او هره معامله د ځنډ ښکار کولو په وجه پاڅون په 2026 جنورۍ کښې په اولسي سطحه د يو کمپائن آغاز وکړو او حکومت نه ئې غوښتنه وکړه چې د 2026 په اسکيم اف سټډي کښې دې پښتو د لازمي مضمون په حېث د نهم او لسم لپاره شامله کړے شي۔په دې لړ کښې د مورنيو ژبو پاڅون مرکزي کوارډنټر نجيب الله شاداب په مشرۍ کښې په 12 جنورۍ يوه مشاورتي غونډه وشوه چې پکښې حکومت ته 21 فبرورۍ پورې وخت ورکړے شو چې کۀ مورنۍ ژبې د اسکيم اف سټډي برخه ونۀ ګرځول شوې نو پاڅون به حکومت خلاف احتجاجونه پېل کوي او د دې تر سم د ټولو محکمو چارواکو ته د پاڅون له خوا خطونه ولېږل شول۔ د محکمه تعلیم سکرټري په جنورۍ کښې د مورنيو ژبو د عملي ګرځولو لپاره د ټولو ژبو په نمائندګي يو کيمټي جوړه او د هغوي نه ئې سفارشات وغوښتل چې د هغې په رڼا کښې محکمه تعلیم مورنۍ ژبې د لازمي مضمون په توګه د کال 2026 په اسکيم اف سټډي کښې شاملې کړي۔ دا جوړه کړے شوي کيمټي بايد ژر تر ژره خپل سفارشات محکمه ته وړاندې کړي محکمه د کال 2026 په سکيم اف سټډي کښې مورنۍ ژبې د لازمي مضمون په حېث په نهم لسم کښې هم ښودل پېل کړي۔د مورنيو ژبو مقدمه چې په کوم انداز او حکمت عملۍ د مورنيو ژبو پاڅون وړاندې کړه نو زۀ فکر کوم چې د دې نه مؤثره حکمت عملي نۀ شوه کېدې۔ د ټولو ژبو فعالان راغونډول او د هغوی شریکې مبارزه د پاڅون تر ټولو لوے وصف دے۔د زمکني غوښتنو سره سم پاڅون هر قدم ډېر په احتياط پورته کړو او وړاندې به هم د مورنيو د تحفظ او بقا لپاره خپل زيار وباسي ۔