د پښتون وطن جغرافيايي موقعيت او په پښتنې ټولنه کې د مدنيت پرمختګ—محمد نعيم

دا ليکنه شريکه کړئ

د پښتنو تاريخ په خاص طور ټولنيز تاريخ ته د يوې ژورې کتنې نه وروستو سړے دې نتيجې ته رسي چې د دوي د دې ورستنيو ستونزو په غټو لاملونو کې يو ډېر ستر لامل د دوي مدني او ښاري ژوند ته د راتګ تر ډېره وخته ځنډېدل دي که دا ووئيل شي چې پښتنو په صحيح معنو کښې د شلمې پيړۍ پۀ ورستنيو لسيزو کښې ښاري ژوند خپل کړے او د مدني شرايطو لاندې ئې خپل اجتماعي چارې نظمول پېل کړي دي نو څۀ غټه تېر وتنه به نۀ وي ۔ دې اوږد قبايلي ژوند د پښتني ټولنې په سياسي سماجي او کلتوري پرمختګ ډېر بد اغېز پرې باسلے دے او دوي ئې د ډېرو مسئلو سره مخ کړي دي ۔ په دې کې غربت, بدامني, مهاجرتونه, بدني اومالي تاوانونه, سياسي ناواکمني او داسې نورې ډېرې ستونزې شاملې دي ۔

پوښتنه دا راولاړېږي چې د پښتنو دا قبايلي ژوند ولې دومره اوږد شو ؟ ۔ وجې ئې ګڼې او ډېر اړخيزي دي زما په اند په يو څو غټو وجو کې ېې د پښتني وطن جغرافيايي موقعيت, د دوي د زمکې ځانګړې ټوپوګرافي, په پښتون وطن د استعماري قوتونو پرله پسې بريدونه او د دې په نتيجه کې د پښتنو سياسي يووالي ته لارې بندېدل او د دوي يو اجتماعي شعور له لاسه ورکول دي ۔ يوه مهمه وجه پکښې د پښتنو بادشاهانو د پښتنو د ټولنيز پرمختګ او د قبايليت د ژوند نه راوتلو په اړه بې غوري ده دا د فکر وړ خبره ده چې پښتانۀ خو په دې توانمن شوي دي چې په نورو سيمو لکه هندوستان کښې دې امپراتورۍ جوړې کړي او مؤثر اصلاحات دې وکړي خو په خپله زمکه په دې نه دې جوګه شوي چې يوه داسې تولنه جوړه کړي چې د يو رياستي نظم لاندې وي يو پراخه ښاري ژوند ولري او معاشي فعاليتونه پکې د مالدارۍ pastoralism  او د ساده کرکيلې subsistence agriculture  په ځاے په يو پرمختللی اقتصاد ولاړ وي ۔په لاندې کښې مونږ د پښتون وطن د جغرافيائي موقعيت د پښتنو په تاريخ اغېز ته يوه لنډه کتنه کوو ۔

 انډوخراسان دپښتون وطن جغرافيايي موقعيت :

هسي خو پښتانۀ د امو نه تر اباسينه په پراخه سيمه پراتۀ دي او د دې نه  سربېره د پاکستان په ډېرو سيمو او ښارونو کښې هم پۀ غټ شمېر ژوند کوي خو اصلي ټاټوبي يا په انګرېزۍ کښې چې ورته هرټ لينډ Heartland وائي ئې د مشرق نه تر مغرب لور د اباسين نه واخله تر د هندوکشه پورې او د شمال نه تر جنوب لور له پاميره تر د سېوۍ او خضداره (بلوچستان) پورې غزېدلے دے۔ داسې دوي د هندوکش نه جنوب مشرق ته او د اباسين نه شمال مغرب ته د سلېمان غر دواړو اړخونو ته پراتۀ دي د پښتون قوم پرسته سياست په اصطلاح کې دې تقسيم ته د لر پښتانه او بر پښتانه کلمې هم کارول کېږي

کۀ په يوه پراښه کلتوري نظر ورته وکتل شي نو د پښتني سيمې يوې غاړې ته ترک ايراني نړۍ ده چې په مرکزي اسيا او د تاريخي خراسان (شمالي افغانستان او شمال مشرقي ايران) مشتمله ده او بل اړخته ته ئې هندي نړۍ ده چي د اباسين نه تر د هند د بحر پورې غزېدلې ده او د پښتنو سيمه ددې دوه وو نړو په منځ کښې د يو ډول بفر ﺭول لوبوي ۔ دا وجه ده چې په جديده جيوپوليټکي ااصطلاح کې دې سيمې ته انډو ايرانين فرنټير يا انډوخراسان هم وائي ۔ دا خاصه اصطلاح د دې  د پاره کارولې کېږي چې د پښتنو د وطن جيوپوليټيکې (او جيوکلتوري) موقعيت او اهميت پکې په ګوته شي ۔

د دې جغرافيائي موقعيت له کبله د پښتنو زمکه دواړه خصوصيات لري که د سلېمان غر (يا کاسي غر) نه هغه خوا د غزني کندهار هلمند برخه يې د مرکزي اسيا او خراسان ټوپوګرافي او زمکنۍ بڼه لري لکه د مثال په طور د دشتې او بيابان په منځ کې يوه واحه او نخلستان چې د چينورڼې اوبه پکښې غورزنګ وهي او زړه هڅوي او د چنار ونه پکښې تر بامه خېژي او سترګو ته ښکلا وربخښي نو د سلېمان غر نه دې خوا د پېښور ننګرهار نه تر کو ټې زيارت غزېدلې سيمه ئې د هندوستان طبعي چاپېريال لري اکثر بهرنو سېلانيانو هم دغه مشاهده کړې ده د مثال په توګه چيني راهبان فاهيان او هيونسانګ چې کله لغمان او ننګرهار ته رارسېدلي دي نو وييلي يې دي چې اوس هندوستان شورو شو دې ځانګړي جغرافيايي موقعيت او طبعي چاپيريال ته ځنې  نوﺭو تاريخي حوالوهم اشاﺭه کړې ده د مثال په طور بابر بادشاه د سلېمان غر مغرب غاړه چې د غزني کندهاﺭاو ﺯابل سيمې پکښې پرتې دي د خراسان برخه ګڼلې ده يوانګريز سېلاني چې د نولسمه پېړۍ په وړمبو لسيزو کې ئې د پښتنو سودا ګروانو سره د ملتان نه تر د کابله پياده د غزني په لاﺭ سفر کړے و هم دغه خبره په ګوته کړې ده ۔ دے وائي چې کله په سلېمان غر وختم او پکتيکا ته واړېدم نو د خراسان بادونه راباندې ډېر ښه ولګېده ۔د پښتون وطن دې مخصوصې جغرافيې او د تاريخي سيمو او تهذيبونو په ګاونډ کې موقعيت که يو اړخ ته پښتون وطن ته ښکلا او اهميت وربخښلے دے نو بل اړخ ته ئې په پښتون وطن کې د سياسي يو والي او د  مدنيت  د پرمختګ پۀ  حواله شرايط ستونزمن کړي هم دي ۔ دې مسلې ته مونږ په تفصيل سره له مختلفو زاويو کتلي شو لکه د تاريخ په حواله يا د نني نړيوالواو سيمه ايزو سياستونو حالاتو په حواله خو په لاندې کې ورته يوه عمومي کتنه وړاندې کوو ۔

پښتون وطن د کلتوﺭونو د اتصال او ټکر نقطه

د پښتون وطن د ګاونډيو سيمو سياستونو امپراتورو اوتهذيبونو د پښتنو په تاﺭيخ  ژور اثر غورزولے دے ۔ ياده دې وي چې فارس  و خراسان او هندوستان د پخوا راهيسې د تهذيبونو مرکزونه پاتې شوي دي کۀ يو اړخ ته فارس او خراسان د زردشتي مذهب د زور او نفوذ ځاے پاتې شوے دے او اسلام هم د دغه لارې مونږ ته رارسېدلے دے نو بل اړخ ته هندوستان د بدها او هندو مذهب د غلبې ځاے پاتې شوے دے ۔ د پښتنو وطن يو ډول د دې دواړو تهذيبونو د اتصال او ټکر نقطه پاتې شوې ۔ د دغه  مثال د پاره مونږه د د لرغونېي وخته په پښتنه سيمه د ويد او زردشتي مذهب اثرات او بيا ورپسې د بدهمت هندومت او اسلام غلبه اخستې شو۔ په سياسي لړ کښې د شمال مغرب له اړخه په پښتنه خاوره د هخامنشانو يونيانانو پارتيانو ساسانيانو عربانو صفاريانو صفويانو چپاوونه او تسلط په نظر کې نيوې شو او د جنوب مشرق له اړخه دچندرګپته هندوشاهيانومغلو او انګرېزانو غلبه او فشارونه د مثال په توګه اخستي شو ۔ د پښتنو په زمکه د تهذيبونو او امپراتوريو په دې ارتباط او ټکر کښې مرکزي اسيا يو بل رنګ رول لوبولے دے هغه د يو ډول نرسرۍ يا روزنتون رول دے  ۔ مرکزي اسيا له لرغوني وخت واخله تر د تاريخ د ډېرو ورستيو پېړيو پورې د مختلفو نسلونو او قبايلي اولسونو زيږد ځاے پاتې شوے دے چې وخت په وخت پکې د ارياګانو نه راوخله تر د ساکانو، کوشانيانو، هنانو، ترکو او تاتاريانو خام او نيم مدني قبايلي ټولنو زېږدون کړے دے او بيا د سترواو تباهۍ راوړونکو چپو په شکل کې په نورو سيمو راماتې شوي دي تمدونونه يې ړنګ کړي دي او مدني ژوند ته ئې زيان رسولے دے ۔ په دې کښې څه زوراورو چپو پښتنو سيمو ته هم مخه کړې ده او ډېر اړخيز اغېزونه ېې د پښتنو په سيمه کړي دي ۔

د پښتنې خاورې دې ځانګړي جغرافيايي موقعيت او د دې سره تړلي تاريخي پېښو او پرمختګونو پښتون اولس او سيمې له موجوده  بڼه او ډول  ورکړے دے ۔ سوال دا پېدا کېږي چې دې موقعيت او پېښو د ټولنيز جوړښت او د مدنيت د پرمختګ پۀ حواله په پښتنه خاوره څه اثرات پرېښي دي ۔ په تېره دا چې مختلف امپراتورو پښتنو او د پښتنو خاورې ته پۀ څۀ نظر کتلي دي او څه رنګ چلن ئې ورسره کړے دے ۔ هسې خو د دې سوال د تفصيلي ځواب د پاره مونږ د پښتنې زمکې تاريخ په څو دورو کښې ويشلے شو لکه لرغونے دور د پښتنو واکمني او جديد دور خو د اختصار د پاره به دې ټولو ته يوه سرسري کتنه  وکړو ۔

پښتون وطن د فوځي لار په حېث

څنګه چي پورته ذکر شوے دے پښتون وطن د دوو نړيو په مينځ کښې د اتصال او ټکر يوه نقطه پاتې شوې ده يو اړخ ته ترک ايراني تهذيب او نړۍ او بل اړخ ته هندوستاني تهذيب او نړۍ ۔ د دې دواړو نړيو سياسي پېښو او امپراتوري يرغلونو په پښتني خاوره  ژور  اغېز غورزولي  دے ۔  له سکندر نه راوخله تر  د نادرشاه  افشار پورې چا چې هم د هندوستان په خاوره اشغال کړے دے ۔دا پښتني خاوره يې د يوې فوځي لارې په حېث کارولې ده مثال ئې مونږ د بابر د فوځي حکمت عملۍ نه اخستے شو ۔ هغه چې کله په هندوستان د يرغل منصوبې جوړولې نو ښکاري داسې چې د فوځي لارو په حقله ئې ښۀ سوچ او فکر کړے دے ۔ چنانچه په خپل کتاب تزک بابري کښې هندوستان ته د څلورو لارو ذکر کوي د خېبرلاره, د باجوړلاره ،د ګومل  لاره اود چمن لارې اودا واضح کول هم مهم ګڼي چې په دې ټولو لارو افغانان (پښتانه) پراتۀ دي داسې پښتنو قبيلو ته ئې د خطر په نظر کتلي دي او وخت پۀ وخت  ئې د فشار لاندې ساتلو د پاره پۀ پښتنو قبيلو بريدونه کړي دي ۔ د دۀ  په ياداشتونو په څو پښتنو قبيلو د يرغلونو ذکر شته داسې د غزنويانو په دوره کې هم په عمومي ډول د پښتنو سره سخته رويه ساتلې شوې ده په دې حقله د محمود غزنوي د يوې واقعې ذکر په تاريخ کې داسې ﺭاغلے دے چې کله دے په ”جے پال“ د حملې نه وروستو د ميران شاه (وزيرستان) په لار خپلې دارلخلافې غزني ته ستنېدو نو په پښتنو يې بريدونه کړي ډېر پښتانۀ  مشران ئې مړۀ کړي وو او ډېر پښتانه يې ځان سره غزني ته زنداني راويستي وو ۔ د دې علت دا ښووې  شوے دے چې پښتنو د دۀ د ځواکونو لارې نيولې وې د پښتنې ﺯمکې سره دغه رنګ چلن د مغلو په دور کې هم شوے دے ۔ د مغلو د پاره د پښتنو په زمکه کابل ته لارې خلاص ساتل زيات مهم وو ولې چې يو خو د دوي خپله تړون د مرکزي اسيا سره وۀ او له دغه ځايه به دوي ته د خپلو هم نسبه خلکو په خاصه د جنګيالانوپه دوامداره توګه راتګ ضروري و چې داسي ددوي امپراتوري په هندوستان کې ټنګښت بيا مومي  ۔ بل کابل او کندهار د دوي په عملدارۍ کښې وو او دوي به ترې محصول ټولولو د دغه د پاره هم د دې لارو پرانستې ساتل مهم وو

 يو موقتي  فوځي اډې:

داسې دپښتنو وطن ته ځنې وخت د يو لانچنګ پيډ launching pad يا سپرنګ بورډ spring board په نظر هم کتل شوي دي  يعنې د يرغلګرو حتمي هدف به د هندوستان ښېرازه زمکه نيول وو خو د پښتنو زمکه به ئې د يو بيس يا اډې په طور استعمالوله د دې مثالونه مونږ د غزنويانو په دوره کښې کتلي شو دوي به افغانستان (غزني) د يو بېس په طور اسعمالوۀ  په افغانستان او هندوستان کې د غزنويانو د امپراتورۍ وړمبے بنسټ ګرالپتګين د غزني موقعيت له دې کبله خوښ کړو چې يو خو غزني د سامانيانو د عملدارۍ نه لرې وو ولې چې د سامنيانو نه دۀ  خطر محسوسوۀ دوېم له دغه ځايه دۀ  په هندوستان کښې عمليات کول غوښتل داسې بابر هم په هندوستان د قبضې لپاره کابل د يوې اډې په طور استعمال کړے دے ۔ بيا چې چا هم افغانستان (په هندوستان د تسلط دپاره) يوه موقتي اډه جوړه کړې نو وړومبی ګزار ئې په پښتنو کړے دے ولې چې يو خو پښتانۀ په لارو پراتۀ وو  بل به دوي پۀ  هندوستان د تسلط نه وړمبے خپل شا ليکه محفوظول غوښتل هسې هم دغه کار دۀ په هندوستان  د حتمي قبضې د پاﺭه وړومبے ګام  وۀ  په دې لړ کښې د بابر په هندوستان د قبضې نه وړومبے په غلجو،  مومندو،  بنګښواو يوسفزو يرغلونه د بېلګې په توګه اخستے شوچې پښتنو ته به پکې تاوان پېښ شو ۔

 يوه ستراتيژي پوسته او دفاعې کرښه

داسې پښتون وطن د خارجي امپراتورو چې مرکزونه ئې پۀ ايران توران او هندوستان کښې ورله اړخه په بشپړه ډول يا په جزوي توګه  د يو ستراتيژي  پوستې strategic outpost په طور هم استعمال شوي دي ۔ د مثال په توګه د هخامونشيانو، باختري يونيانو،  پارتيانو او ساسانيانو په دوروکښې د پښتنو وطن  په يو څو انتظامي برخو کې ويشلے و۔ ورباندې ګورنران مقرر وو او ټيکسونه او محصولات به ئې ترې نه ټولول هم دغه ﺭنګ د يوې پوستې په حېث صفويانو مغلو او نورونوکګرو هم کارولې دي ۔ د افغانستان پۀ داخل کښې هم لوئې وړې واکمنۍ پاتې شوي يا امپراتورۍ تېرې شوي دي لکه د مثال په توګه د غوريانو امپراتورۍ او د کرت خاندان حکمراني خو د دوي په اړه مونږ تفصيلي او باوري مالومات نه لرو ۔ چې د پښتنو مرکزيت او نمايندګي پکې څومره وه ۔ په اتلسمه پېړۍ کې په پښتنه خاوره د پښتنو خپلې واکمنۍ قايم شوي دي لکه په کندهار کښې د غلجيانوحکمراني يا وروستو بيا د درانيانو حاکميت خو دا يا ژر ړنګې شوي دي يا د نړۍ د نوي دورحالاتو چې خصوصيات ئې جديدې رياستي ډانچې او د غربي استعمار لاندي نړيوال سياستونه وو د فشار د لاندې راغلي دي او خپل ارضي تماميت او نفوذ يې زر تر له لاسه ورکړے دے ۔ د پښتنو وطن ته ځنې وخت د يوې دفاعي خطر په نظر هم کتلي شوي دي اکثر به دا نظر ورته په هندوستان کې قايمو سلطنتونو کولو دوي  به دا خطر د پښتنو نه هم کولو او د پښتنو د وطن په لاره د راتلونکو نورو يرغلګرو نه هم – په دې ډول به دوي کوشش کولوچې د پښتنو په وطن کې داسې يو سياسي نظم رامنځته نۀ شي چې دوي ته خطر جوړ شي د انګرېز د دور جيو ستراتيجيک سياستونه مونږ د مثال په توګه اخستے شو کومې ته چې د ګريټ ګېم  يا سترې لوبې نوم ورکړے کېږي ۔ يا بيا د شلمې پېړۍ د دويمې نيمايۍ راهسې نړيوال سياستونه او پراکسي جنګونه چې پښتون وطن پکې په طور د جنګ ميدان نه صرف وټاکل شو بلکه وکارول هم شو ئې مثال دے ۔ په ننني دور کې چې نړيوال او سيمه ايز سياستونه پکښې نور هم پېچيده شوي دي او د پښتنو وطن لا هغسې بې ثباته دے د پښتنو وطن ته هم دغه ستراتېژي نظر کېږي ۔

نتېجې او مضمرات:

د دې مختصر جائزې نه مونږ دا نتيجه ولاړولے شو چې د پښتنو جغرافيايي محل وقوع او د مختلفوتاريخي تهذيبونواو سيمو په منځ او څنګ کې موقعيت پښتنو ته ډيرې ستونزې راوړي دي په ځانګړي توګه پښتانه ئې پۀ دې نۀ دي توانمن کړي چي داسي واکمني جوړه کړي چي مرکز ئې د پښتنو زمکه وي او که داسې يوه واکمني جوړه شوې هم ده نو تر اوګد وخت پورې يې دوام نه دی بياموندے  او په دې نه ده توانېدلې چې داسې اقتصادي وضعه او بدلون رامنځته کړي چې د پښتني ټولنې قبايلي جوړښت مدني ژوند ته راوړوي بيا د پښتنو په زمکه د بهرنو قوتونو د بيابيا يرغلونو له کبله يو خو پښتنو د مرکزيت احساس له منځه وړے دے او بل قومي او اجتماعي شعور او ياداشت ئې له لاسه ورکړے دے ۔ په مختلفو سياسي برخو کې د ويشلی کېدو له وجې ئې د يو والي په احساساتو هم بد اغېز شوے دے ۔

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نورې ليکنې۔۔۔