افسانه مرګ – ګوهر رحمان نوید

 

شاعر صاحب چې ډېرې ورځې پس د خان د لوئې حجرې پۀ وړوکي ګېټ را دننه شو نو د خان پۀ وجود کښې ايله ساه راغله او د لرې نه ئې پرې غږ وکړو،

‘پۀ خېر شاعر صاحب! څنګه ئې يار او چرته ورک شوے ئې؟ قسم دے سمه د اختر مياشت درنه جوړه شوې ده، هډو پته دې نۀ لګي.’

او شاعر صاحب لا ناست نۀ ؤ چې خان نوکر له اواز ورکړو،

‘هلکو! ورشئ شاعر صاحب له ښۀ مزيداره دودهـ پتي جوړه کړئ او څۀ خواږۀ هم ورسره راوړئ .’

او بيا ئې شاعر ته مخ راواړولو،

‘ګوره شاعر صاحب! تا پسې ما درې څلور ځله سوال جواب وکړو خو ستا هېڅ پته نۀ لګي. دا ښه ده چې راغلې! بله ورځ ډېره لويه مشاعره ده، د پښتونخوا ډېر لوي لوي شاعران به پۀ کښې ګډون کوي، ما له پۀ کښې هم بلنه راکړې شوې ده؛ داسې کړنګېدلے شان کلام راله وليکه چې هلته ئې ووايم او ټول راته ګوته پۀ خولۀ پاتې شي او د هر طرف نه د واه واه اوازونه را اوچت شي ـــ هغه بل ځل دې رانه هسې ځان خلاص کړے ؤ، څۀ بيګار شان دې کړے ؤ، هېڅ چا پرې راله داد نۀ ؤ راکړے. پته نۀ لګي چې دا بعضې وخت پۀ تا څۀ بلا وشي؟ دومره بې کاره کلام وليکې چې هېڅ مزه ئې نۀ وي . ګنې نو ما به د هر چا نه اورېدل چې ستا د غزلو او سندرو پۀ ټوله پښتونخوا بلکې پۀ ګاونډي ملک کښې هم غوښتنه کېږي او د مېډيا پۀ ذريعه د نړۍ پۀ ګوټ ګوټ کښې اورېدلے کېږي او د عوامو سره سره ورته خواص هم د خوښې او تعريفونو سندونه ورکوي. خو چې زمونږ خوا له راغلے ئې نو د کلام خوند او رنګ دې پيکه شوے دے. د تېرو دوو کالو نه دې پۀ مشاعرو کښې نۀ چرته ښۀ کلام وړاندې کړے دے او نۀ دې چرته مشهورو سندرغاړو غزل وئيلے دے. ما خو تۀ ډېر پۀ ناز او امېدونو راوستے وې، ما خو وې چې ستا به هر کار سم وي. د رنځور زوي د دارو درملو سره سره به دې پۀ نغري کښې اور هم بلېږي او زما کار به درباندې هم روان وي. ځکه چې ما ته خلق د يو نوموړي شاعر پۀ سترګه ګوري. د معاشرې د روغو او جرګو مرکو نه علاوه ما پۀ هره مشاعره کښې د صدارت يا مشر مېلمه پۀ چوکۍ کښېنوي او ډېر درناوے راکوي؛ نو زما هم دا کوشش وي چې د خپل څۀ نه څۀ علميت او ښۀ کلام پۀ ذريعه د هغوي دې راکړي عزت او اعتماد ته څۀ نقصان ونۀ رسوم.

نوره خو تا ته پته ده چې زۀ نۀ عالم يم او نۀ شاعر او دا دومره ډېر کتابونه،دا عظيم الشانه لائبريري، دا اخبارونه او د مېډيا د نمائندګانو دا تګ راتګ او د ګرما ګرمه هر څۀ د دې د پاره دي چې دا دنيا د راختلي نمر عبادت کوي او هغه چا ته پۀ درنه سترګه ګوري څوک چې پۀ مېډيا کښې مقبول وي. د تېرو شلو کالو نه ما له هم دې څېزونو سپورټ راکړے دے او زما کردار ئې ځلولے دے. ډېر سياست مداران او سپېن روبي چې زما دې حېثيت ته وګوري نو سترګې ئې برېښي او ډېر پۀ کښې د حسرت پۀ اور کښې سوزي هم، ملنډې او پروپېګنډې راپسې هم کوي خو تر اوسه ئې د اولس پۀ زړونو کښې زما قدر کم نۀ کړے شو.’

نوکر د شاعر صاحب مخې ته چاې کېښوده خو خان د خپل ځان پۀ صفتونو کښې ډوب شوے ؤ او شاعر غريب ځوړند سر د کټ پۀ لنګه ناست ؤ او د خان بيان ته ئې غوږ ونه تکۍ کړي وو. خان چې کله پۀ خپلو تعريفونو ستړے شو نو د چيو د پيالۍ سره ئې د ماښام خړې ته هم پام شو. مرغۍ خپلو ځالو ته روانې وې او شپې هم د خپلو تورو زلفوڅادر پۀ چاپېرچل راخورولو. د خان پۀ لويه حجره کښې نوکرانو بلبونه بل کړي وو. لږه شېبه پس ستورو هم پۀ اسمان کښې ځلا شروع کړه. دغه وخت کښې خان بيا مرۍ تازه کړه،

‘يره چې دا بعضې وخت پۀ ما څۀ وشي چې پۀ خبرو خبرو کښې دومره لرې لاړ شم چې د وخت د تېرېدو راته هم احساس ونۀ شي. وګوره! د ماښام نمونځ رانه هم قضا شو ـــ او شاعر صاحب! تۀ هم وختي راهسې لکه د بُت غلے ناست ئې! تا خو به راته وئيلي وو کنه چې د نمونځ وخت دے. تۀ هم څۀ ووايه کنه! زما کار به دا ځلې ښۀ وشي کۀ نۀ؟’

شاعر خپل ځړوند سره دومره پۀ تکليف راپورته کړو لکه چې د غر هومره بوج پرې پروت وي او ډېر پۀ عاجزۍ ئې خان ته ووئيل،

‘خان جي! ما ډېر عمر ستا د کور نمک خوړلے دے. زۀ خو څۀ چې زما پلار هم ستاسو د مشرانو او د دې حجرې خدمت تر اخرى سلګیو کړے دے. څۀ کۀ زۀ څو ورځو له کراچۍ ته لاړم هلته مې پینځلس شپاړس جماعته سبق ووې. پۀ علم و ادب او شاعرۍ کښې مې لږه ډېره نامه پېدا کړه او د شعر و ادب پۀ دنيا کښې مې ځان لږ شان پۀ خلقو وپېژندلو خو بيا هم زۀ تقدير ستاسو درشل ته راوستم او د پلار نيکۀ نه راروانه ستاسو د خدمت سلسله مې پۀ خپلو لاسو پښو بيا روانه کړه او تر ننه لګيا يم ستاسو د هر حکم د منلو سره سره تاسو له شعرونه هم ليکم خو.’

‘خوڅۀ؟ تۀ ولې غلے شوې؟ خپله خبره پوره کړه.’

خان ورته ووئيل.

‘خان! کۀ تاسو نۀ خفه کېږئ نو زۀ سبا له بيا د خپل لس کلن زوي د علاج د پاره کراچۍ ته روان يم. هلته راته چا يو سرجن ښودلے دے، کۀ الله پاک ته منظوره وي نو هلته به د اپرېشن او د يوې مياشتې د علاج نه پس زما ځيګر خان ټيک ټاک شي نو بيا به واپس راشم. د هغۀ د علاج د پاره دلته ما سره هېڅ نشته. ډاکټرانو چې راته د اپرېشن د پاره کومې دوه لکهه روپۍ يادې کړې دي نو زه ئې پۀ سل کاله کښې هم نۀ شم پېدا کولې. هلته ئې ماماګان هم دي او څو شاعرانو ملګرو راته هم سينه ډبولې ده. راته وائي، تۀ صرف راشه نور کار زمونږه دے.’

‘دا څۀ اوتې بوتې وائې؟ د خان د خولې نه ناڅاپه وختل،

‘دا بله ورځ چې دومره غټه مشاعره ده نو زۀ به پۀ کښې څۀ وايم؟ زۀ به خلقو ته څۀ بهانه کوم؟ زما عزت او شهرت خو به خاورې ایري شي. پۀ تا دا دومره خرچې ما دې ورځې له کولې. غنم او جوار مې درکول چې تۀ به ما پۀ نيمه لار کښې پرېږدې! ګوره! يو څو ورځې ايسار شه، چې دا مشاعره وشي نو بيا لاړ شه.’

‘نه خان جي! ايسارېدے ځکه نۀ شم چې زما د زوي کېنسر دے او زر تر زره ئې علاج پکار دے. کۀ نور ايسارېږم نو دا څۀ لږ ډېر د رغېدو امکان ئې چې پاتې دے دا به هم ختم شي. ځيګرخان زما د ژوند سهاره ده، کۀ خداے مۀ که څۀ وشو نو زما ژوند به تباه برباد شي، د زړۀ دنيا به مې کنډر کنډر شي. زما ټولې اسرې به سر وخوري. ټول ارمانونه به مې پۀ اور وسوزي.’

‘بس بس! دا بکواس نور مۀ کوه! ستا د زوي ژوند زما دعزت نه قيمتي خو نۀ دے. تر هغې وخته به کراچۍ ته نۀ ځې تر څو چې دې ما له يو نظم او دوه غزلې نۀ وي ليکلې، او د دې سره به تۀ زما د ډائرۍ او کتابونو نيولو د پاره زما سره دغې مشاعرې له ځې ګنې والله چې ژوندے دې پۀ زمکه ښخ کړم.’

خان دغلته نور هم د اور لمبه شو چې کله ورته شاعر صاحب ووې،

‘زۀ پۀ يو قانون هم نۀ شم ايسارېدے او نۀ تاسو له نور ليکل کولے شم.’

‘دا بکوس دې بند کړه ګنې دا لاس پښې به مې درله مات کړي وي. ستا دا جرأت چې تۀ اوس زما پۀ مخکښې خبرې کوې؟ تا د ځانه جوړکړي څۀ دي؟’

دغه وخت د خان سترګې د غصې نه بقې راوتې وې، بلډ پرېشر ئې نور هم پۀ بره روان ؤ ـــ نوکرانو له ئې اواز ورکړو،

‘ګورئ څۀ ته؟ نن پرې دا مټې ښې سپکې کړئ او بيا ئې داسې ځاے کښې وغورځوي چې سپي او کارغان ئې پۀ غوښو ماړه شي.’

شاعر دغلته بيا غږ وکړو،

‘خان! يو منټ صبر، زما پوره خبره خو واوره. ما ته پته ده چې تۀ اوس ما بغېر لۀ مرګه نۀ پرېږدې. نو تر اوسه چې ما تا له کوم ليکل کړي دي، زۀ پۀ هغې خپل ضمېر ته ډېر ملامته يم. خپل پښتون اولس ته هم کوز سترګے يم، خپلې مورنۍ ژبې پښتو ته هم مختورن يم ځکه چې زۀ پۀ يو ناجائزه او غېر اخلاقي کار کښې ککړ يم. زۀ مجرم يم، ځکه چې د کله نه ما تا له ليکل شروع کړي دي نو د هغې ورځ نه زما د تخيل چينې اوچې شوې دي. زما د فکر د الوت ورزې شلې شوې دي، شعر ليکل رانه هېر شوي دي، هسې پۀ قافيه بندۍ او توک بندۍ باندې وخت تېروم. د خپلې ملامتيا د لاسه چا سره سترګې نۀ شم لګولې او د دې هر څۀ ذمه وار تۀ یې چې زما د ناچارۍ او مجبورۍ نه دې ډېره ناجائزه فائده واخسته. زما پۀ بې ضمیره قلم تا ځان له پۀ ادبي دنيا کښې يو لوے نوم پېدا کړو. تۀ د دنيا پۀ نظر کښې يو عظيم شاعر شوې او تا ته دنيا يو لوے ليکوال وائي. خو پۀ حقېقت کښې تۀ يو بد رنګ، ظالم او د شعر و ادب قاتل یې!!! ستا جرم هېڅ کله د معاف کېدو قابل نۀ دے. تۀ ما اوس مۀ وژنه خان! تا خو زۀ پۀ هغه ورځ وژلے يم پۀ کومه ورځ چې ما تا له پۀ وړومبي ځل کلام وليکلو او تا ما له پېسې راکړې او د دې وئيلو سره شاعر ځوړند سر او ډېر ملامته د خان د حجرې نه راروان شو.