د خدائي خدمتګار جرنېل زمرد کاکا د ناچاپه ډائرۍ نه، چې زر به لۀ خېره د ‘باچاخان ټرسټ څېړنیز مرکز’ نه چاپ شي، دا څو بدلې ‘د کال 1930 څو مصرعې’ تر سرخط لاندې دلته وړاندې کولې شي. دا مصرعې نۀ دي، دا د عدم تشدد زور او جرأت دے چې دې مصرعو کښې شورولے شوے دے.
دا څو بدلې د هغه جرأت انګازې دي چې د سنګینونو تېرۀ څُوکوو ته به ئې خپلې لغړې سینې نیولې وي ـــ د تشدد کوونکو د ګواښولو ناویاته ادا ـــ تاریخ دې جرأتونو باندې کله خاورې اړولې شي؟ د تشدد لاپې وېشتونکي او پۀ عدم تشدد پېغورونه کوونکي ضمانت ګزاران او محفوظ هاتهون کښې پراتۀ انقلابیان دا لېونتوب او دا خمار څۀ پېژني؟ دا ولولئ او ویاړلې پړڅېدلې سینې پۀ خپله نظریه، خپله سیاسي عقیده، خپله سره جنډه او خپل قیادت غرور سره ودرېږئ!!!
- پلاره رخصت لۀ تا نه غواړم
د قام پۀ ننګ د چارسدې پکټنګ له ځمه
- بچيه کښېنه پۀ قلار شه!
پۀ سنګينونو شازلمي سوري کوينه
- بابا د خپل وطن د پاره
زلمي مدام پۀ وطن وينې تويوينه
- سبا له راشه تماشې له
بابا چې مونږ ورته څرمنې سرې کوونه
- چې اورېدونکے نۀ يې زويه!
مور له دې ورشه چې دعا درته کوينه
- مورې درکړے تا له خداے يم
اوس مې د خداے پۀ نامه پرېږده جنګ له ځمه
- بچيه پاڅه نيمه شپه شوه
سرخپوش راغلي دي نعرې درته وهينه
- زويه سپايان هلته ولاړ دي
پۀ کوتکونو سرخپوشان کوتره کوينه
- بابا کۀ تا نه زۀ پېدا يم
پوټے پوټے به د اسونو پښو کښې شمه
- بچيه ډېره بې شرمي ده
جامې ترې وشلوي بربنډ ئې ودروينه
- بابا حياء د غلام نشته
بربنډ ترې ښۀ يم کۀ څوک شال پۀ سروينه
- بچيه لار د ورتلو نشته
ټول بازارونه ډک د فوځ او پوليس دينه
- مونږ پۀ کوټو کوټو به ورشو
دې شرمخانو ته به ځان ورلړه کړونه
ــــــــــــــــــــــ