د یو نظم توکنه “تشدد” بخت زاده دانش – پښتون

د یو نظم توکنه "تشدد" بخت زاده دانش – پښتون

د نظم ارزښت نه یو حالت کښې هم انکار نۀ شي کېدے. نظم کۀ د قامي مفکورې د تبلیغ وسیله وګرځولې شي او کۀ د ریاستي بیانیې د تطبیق وسله ـــ ارزښت ئې نۀ پرېوځي.

د مفکورې او بیانیې تر منځه فکري او معنوي فرق روڼ ساتل او د دعوې او رد تر منځه معتدل تنقیدي بحث د هر ادبي دور د تنقیدي شعور لرونکو ذمه واري وي.

دا میاشت مونږ "د یو نظم توکنه" پۀ نامه پېل کړې لړۍ کښې د نیازبین ملګري بخت زاده دانش چې د نظم لیکلو او وئيلو خپل یو منفرد او زړۀ راکښونکے انداز لري، د نظم انتخاب کړے دے.

د نظم پېل پۀ دې ډول کېږي:

دا چې سره وینه بهېږي
لر و بر مې پۀ وطن کښې
پېښور پۀ وینو سور شو
ګرانه اوس کابل ته مۀ ځه
او توده وینه بهېږي
پښتنه وینه بهېږي
او تازه وینه بهېږي
بس راځه وینه بهېږي
پرله پسې نور

د نظم تمهید پۀ لر و بر پښتون افغان وطن کښې د تودې او سرې وینې د بهېدلو ذکر سره کېږي. ښاغلے شاعر دا مني چې "پېښور پۀ وینو سُور شو" او خپل ګران ته دا هم وائي چې "اوس کابل ته مۀ ځه" ـــ خو کوم ځاے چې پۀ وینو سُور شوے، یا چرته چې وینې بهېږي، هلته یو تاثر لرونکې واقعې د پاره دوه رایې ورکړې شوې دي ـــ د "پېښور" پۀ حقله صرف خبره شوې ده او د "کابل" نه ګران منع کړے شوے دے ـــ یعنې کابل کښې وینه بهېږي ځکه ورته تلل نۀ دي پکار؟ خو کله چې د پېښور متعلق دا خبره کېږي نو د پېښور پرېښودلو ښونه نۀ کېږي ـــ کابل او پېښور کښې وینې ترهګر تویوي ـــ پۀ کابل او پېښور دواړو کښې د وینو توئېدلو ذمه واري طالبان قبلوي ـــ ښاغلے شاعر دواړو د پاره منظر او حالات یو رنګ بیانوي خو د مختلفو جذبو اظهار سره ردعمل کوي. اګرچې دا برخه تمهید دے نو تر ډېره حده پکښې ردیف بندي شوې ده ـــــ بل ځاے وائي:

پۀ ګناه مو خبر نۀ یو
چې پۀ بدو کښې ئې مړۀ کړو
پۀ جرګه کښې ئې راټول کړو
څۀ نه څۀ به راله ګوري
پۀ اسلام باندې مئین یو
د هندو نه ئې جدا کړو
خپل برجونه ئې ګزار کړۀ
یو مېلمه کالۀ ته راغے
چې پۀ څۀ باندې مو وژني
کۀ پۀ ښۀ باندې مو وژني
پۀ جرګه باندې مو وژني
څۀ نه څۀ باندې مو وژني
عقیده باندې مو وژني
نظریه باندې مو وژني
بهانه باندې مو وژني
پۀ مېلمه باندې مو وژني

دا اوس د ډېر مبهم صورتحال تصویر ګري ده. د پښتنو د داسې ښکاره جاره او منظم قتلِ عام د سبب نه د بې خبرۍ تاثر ورکړے شوے دے ـــ لکه نۀ تور ګناه نۀ سپین ګناه او وژلے کېږو؟ جرګې کښې مو وژنه طالبانو ته اشاره ده؟ پۀ اسلام او نظریه مو "صالحان" وژني؟ پۀ خپله  د خپلو غورځولے شوو برجونو )ورلډ ټرېډ سنټر( او مېلمه پۀ سر مو امریکه وژني؟

دې مبهم صورتحال کښې دوه سوالونه دي ـــ یو سوال خو د مطالعه پاکستان د خېټې نه راوځي او هغه د هندو نه د جدا کېدو پۀ فېصله د غېر ارادي پښېمانۍ څرک لري ـــ حالانکې زمونږ د دې ښې ورځې رېښې د هندو نه د اویا (70) کلن بېلتون پۀ وجه نۀ بلکې د شپږ شلې(124)  کلن بېلتون منطقي نتیجه ده. د مذهب پۀ نامه بېلتون د دې تباهۍ سبب نۀ دے، د پېرنګي د تزویراتي پالیسۍ ورکړه ده چې ډېر پۀ هنر سره د مشرقي بارډر نه مغربي کرښې ته راوړې شوه. بیا دوېم سوال دا دے چې مېلمه د الریاض نه درې نیم زره او څلوېښت زمکني کلومیټره وهل او کابل ته راتلو، نو یو زر شپږ سوه او پینځۀ دېرش زمکني کلومیټرو کښې تل ابیب ته ولې نۀ تلو؟ اٰیا پۀ دغه کال کښې لا فلسطین ازاد ؤ؟ سم ؤ؟ مقبوضه بقولے شخصے نۀ ؤ؟

د تاریخ، د جغرافیې او د اقتصادیاتو د علمونو یو یو څاڅکے کۀ هم څوک ولري نو هغه به پۀ دې پوهه شي چې کۀ دا پښتنه سیمه پۀ معاشي او سماجي لحاظ ښه کېږي نو د قامي وحدت امکان لرې نۀ پاتې کېږي. بل خوا استعمار د پښتنې سیمې لوټمارۍ د پاره دلته پۀ هره حواله اړے ګړے ساتل غواړي چې دغسې به پښتانۀ پۀ سماجي او ذهني توګه پسمانده ژوند کوي نو خپلو حقونو د پاره به څۀ پاڅون ته نۀ جوړېږي او د مذهب او ملک پۀ نامه به غولېږي او تالا کېږي.

اوس چې چین پنجاب له سي پېک (CPEC) هم ورکړو، غواړي چې انتهاپسندۍ ته بند وتړلے شي. پۀ سیمه کښې  امریکا او د هغې اتحادیان هم پۀ خپل ضد د پټاخو ټس ټوس نور نۀ مني ـــ نتیجتاً د لشکرِ طیبه "د ښو طالبانو" مشر حافظ سعید رسمي توګه باندې د "ملي مسلم لیګ" پۀ نوم د خپل سیاسي ګوند اعلان وکړو، او د کشمیر پرست جماعتي اسلامي غوندې ګوند هم د جهاد پۀ ځاے د کرپشن ختمولو او د درې طلاقونو خلاف د لاریون نغارې پسې چغځي ډکي راواخستل )اګرچې پکار وه چې د سُور کافر روس سره د اسلامي جمهوريۀ پاکستان د دوستۍ او فوجي تربیتونو یا د کمیونسټ لادین چین خلاف ئې محاذ پرانستے ؤ(.

دلته د ښاغلي شاعر سوچ هم د عطاء الحق قاسمي او اوریا مقبول جان غوندې دا دے چې امریکې خپل برجونه خپله تباه کړي او بیا یو مېلمه اسامه بن لادن پسې افغانستان ته راغله، خو دې ته پام نۀ کوي چې امریکې خو د مسلمانو هېوادونو نه زیات مداخلتونه پۀ سوشلسټ او عیسائي هېوادونو کښې کړي دي چې تفصیل ئې د نوم چومسکي (Noam Chomsky) کتاب “What Uncle Sam Really Wants” کښې شته. اصل کښې دا مداخلتونه اقتصادي دي او شا ته ئې د سرمایه دارانه نظام زور دے. شاعر چې دلته د مذهب پۀ وجه د وژل کېدلو د کومې فکري غلط فهمۍ ښکار شوے، دا عامه منلې شوې مفروضه ده ـــ المیه دا ده چې زمونږ د دومره لوستي، پوهه، تکړه او مقبولِ عام شاعر نظم دغه مړاوې کېدونکې غلط فهمۍ له نور ژوند ورکوي.

دغسې بل ځاے لیکي:

د دې سرې وینې لۀ جوشه
شاعري به پېدا کېږي
پخوانے غني به نۀ وي
د حلوه دښمن به نۀ وي
د حلوه قیصه به نۀ کړي
دے به نورې نغمې وائي
پۀ نغمو کښې به ئې شور وي
خو نغمې به ئې د دهشت وي
د تودې وینې لۀ جوشه
بل غني به پېدا کېږي
لېونے غني به نۀ وي
د مُلا دښمن به نۀ وي
د حلوه قیصه به نۀ کړي
بیا به نورې نغمې وائي
پۀ نغمو کښې به ئې زور وي
او نغمې به د وحشت وي

دې بند کښې د وینې د علامت تکرار یو لوے نفسیاتي پس منظر لري، خو مونږ لۀ دغه موضوع پښه اړوو او د دې تپوس کولو حق ځان له نۀ ورکوو چې اٰیا تر مونږه د غني خان رارسېدلې شاعرۍ کښې شور نشته؟ زور نشته؟ مونږ به دې له دا جواز وبڼو چې ښاغلي شاعر د غني خان باغیانه شاعري لوستلې نۀ ده ـــ زما دا جواز اګرچې بیخي غلط دے.

کۀ د سرې وینې لۀ جوشه د پېدا کېدونکې شاعرۍ خبره وي نو د ولي محمد طوفان، عاصي اشنغري، اجمل خټک، میر ګل خان نصیر، علي سردار جعفري او نذر الاسلام شاعري د وینې لۀ جوشه پېدا شاعري نۀ ده؟ـــ ګویا راتلونکے غني خان به د دوي پۀ شان وي!!! ـــ کۀ داسې وي نو هغه خو به غني خان نۀ وي، بل څوک به وي. دا نن چې کومه شاعري تخلیق کېږي، دا د وینې لۀ جوشه زېږېدلې شاعري نۀ ده؟ خپله دا نظم )د فکري سهوې نه قطع نظر( د وینې لۀ جوشه د خُوټکېدونکي احساس چغه نۀ ده؟

هم دې کرښو کښې د "غني فهمۍ" پۀ لړ کښې پۀ ښاغلي شاعر د نارسایۍ ګمان کول فطري دي. اٰیا غني خان د مذهب دښمن ؤ؟ پۀ موضوعاتي بنیاد د غني خان نظمونه هېڅ مذهب دښمني نۀ ښائي ـــ مُلا او د مُلا لۀ خوا "د جنت خټه" یاده شوې حلوه علامتونه دي ـــ د ښاغلي شاعر د مُلا او حلوه پۀ حقله د غني خان نه څرګنده کړې توقع نېغ پۀ نېغه د ملائیت مرسته ښکاري ـــ غني خان چې د مُلا استرداد کوي نو د هغۀ د عقل دښمنۍ، مجهوله اعتقاداتو، د مذهب پۀ نامه توهماتو، مښلو تصوراتو او ضمیر فروشۍ پۀ سبب ئې کوي ـــ د مُلیانو، پیرانو، شېخانو او مرشدانو د ضمیر فروشۍ سندونو نه ارکائیوز ډک دي ـــ ولي خان خپل کتاب کښې دغه حوالې راوړي چې پکښې د مولانا شعېب او مفتي مدرار الله نقشبندي نومونه هم شته ـــ نو اٰیا غني خان به د دغسې مُلا استرداد پرېږدي؟

پۀ دې اړه د زیات بحث نه دې خبرې سره ډډه کوو چې:

پۀ اصل کښې د تاریخیت نه بغېر د غني خان لوست نه دغسې ګمراه کن معنې اخذ کېدې شي ـــ"

بل ځاے لیکي:

د دې وینې د سېلاب نه
پښتنو! د انقلاب نه
د دې دومره لوے عذاب نه
د الله د لوے کتاب نه
انقلاب ته لار جوړېږي
انقلاب ته لار جوړېږي
انقلاب ته لار جوړېږي
انقلاب ته لار جوړېږي

پۀ کوم ذهني رنځ چې زاړۀ ترقي پسند اخته وو، لۀ بده مرغه هغه رنځ پۀ خپلو هماغه معنو کښې زمونږ تر دورې هم رارسېدلے دے. ښاغلے شاعر لکه د زړو ترقي پسندو د انقلاب نه زیات د انقلاب تصور نه خوند اخلي او داسې ښکاري چې یو ډول روماني شوے دے. لکه څنګه چې بېسواده خلق نن سبا بس د بدلون لفظ اورېدو ګنګس کړي دي او جلسو جلوسونو کښې د انقلاب نوم ته څانګ څانګ کېږي ـــ پښتنو د پاره کۀ "د وینې سېلاب" نه انقلاب ته لاره جوړېدلې شوه نو د بابړې او لیاقت باغ نه به جوړه شوې وه، د افغانستان د فساد نه به جوړه شوې وه )چې یوه زمانه کښې ورته "مقدس جهاد" وئیلے کېدو او اوس ورته د "رد الفساد" شیش اخستے شوے دے(، کۀ د وینې سېلاب نه انقلاب ته لاره جوړېدلې شوه نو د پښتون وطن پۀ هره دره، هر ښار، هره بانډه، هر کلي، هره کوڅه او هر چم کښې د توې شوې وینې سېلاب به انقلاب ته لاره جوړه کړې وه. د نورې وینې به هم ضرورت وي؟

"د الله د لوے کتاب" نه انقلاب ته د لارې جوړېدو پۀ حقله ډېره سنجیده تېروتنه کېږي چې دې نظم کښې هم مونږ دغه تېروتنه وینو ـــ انقلاب د عربي ژبې د فعل "قلب" نه مشتق دے او معنٰي ئې بدلښت دے او یقیناً چې سپېځلے قران بدلښت کوونکے کتاب دے، خو کۀ دې نه مطلب هغه د تشدد او خونړي عمل وي چې سیاسي معنيٰ لري نو قران کله هم د داسې انقلاب کتاب نۀ دے چې پۀ وینې ورته لاره جوړېږي ـــ د قران د نص تر مخه "انقلاب" د خرد افروزۍ او بتدریج، پوړۍ پۀ پوړۍ اصلاحي عمل دے نوم چې د پېغمبرانو سنت هم دي او د نړۍ نورو مصلحینو هم تر باچاخان دغه لاره خپله کړې ده.

د انقلاب پۀ حقله تر مونږه رارسېدلې سندرې او نعرې د دغسې فکري تېروتنو سبب ځکه وي چې مونږ د لوست ترلارې د دغه سندرو او نعرو د مفهوم توثیق نۀ کوو ـــ

ښاغلے شاعر هم دغه بند کښې ورپسې لیکي:

د وختونو احتساب له
د پښتون بچي نصاب له
پۀ دا وخت به بېرته راشي
قهرمان به ترې پېدا شي
بل افغان به ترې پېدا شي
خو پۀ لاس کښې به ئې نیزه وي
دا سړے به ډېر بدل وي
پښتنو! بدل به اخلي
اے د سوات د خوېندو مېندو
د کمڅیو تپوس به کېږي
د ظلمونو دې حساب له
دې قانون له دې کتاب له
بل انسان به ترې پېدا شي
پهلوان به ترې پېدا شي
باچاخان به ترې پېدا شي
تشدد به ئې فلسفه وي
دا سړے به عجیبه وي
د پښتو بدل به اخلي
د سلګیو بدل به اخلي
د کمڅیو بدل به اخلي
(او دغسې ورپسې)
   

دې برخه کښې هغه د قبائیلي دورې د اتل پرستۍ چې جاګیردارانه دوره کښې ترې شخصیت پرستي جوړه شوه، تصور دے ـــ دغه تصور قدامت پسنده مذهبي ډلو او ترقي پسند مارکسټ ډلو کښې یو شان دے ـــ وړومبۍ ډله ټول عمر د اوتار، مهدي، نجات دهنده انتظار کوي ـــ دوېمه ډله د انقلاب تصور د لېنن، سټالن، چي ګوېرا غوندې شخصیتونو د تصور سره تړي، اګر کۀ خبره د معروضي حقیقتونو کوي خو د شخصیت رومان ځپلي وي. د شخصیت دا تاثر تر خپله حده سم دے. سرمایه دارانه نظام چې د جمهوریت او اجتماعیت تصور کښې د انفرادیت نفي کوي نو یوه وجه د انقلابي شخصیت یا صحي معنو کښې د کردارونو د پېدا کېدو وېره هم شامله وي، خو اصلاً دغه دور اوس جمهوري دے ـــ د شخصیت پۀ ځاے اجتماعي قیادت (Think Tank) منلے کېږي ـــ ځکه چې دنیا دومره پېچیده شوې چې یو خاص شخصیت هر وخت درسته فېصله نۀ شي کولې. پرمختللو هېوادونو کښې د شخصیت تصور ختم شوے او د ادارو معنویت رامنځ ته شوے دے. رښتیا خو دا دي چې هر بنیادم پۀ خپل ځاے مهم دے او د خپلې برخې کردار ورته ټولنه، سیاست او د ژوند هره څانګه کښې ترسره کول پکار وي. شخصیت پرستي خو ټولنه د اٰمریت پله بوځي.

دې بند کښې زیاته خطرناکه خبره دا ده چې "د دوېم جنم" باچاخان پکښې خونړے او بدل اخستونکے ښودلے شوے دے. دغه دوېم باچاخان به مونږ د امیر کروړ جهان پهلوان، عجب خان اپریدي، ملتان خان او حاجي صاحب د ترمزو نه څنګه بېلوو؟ ځکه چې باچاخان خو هم پۀ دغه عدم تشدد مفکوره باندې باچاخان دے ـــ د هغۀ نه وړاندې پښتانۀ اتلان ټول د مسلح او متشدد جدوجهد منونکي وو.

تر څو چې د بدل خبره ده، دا بدل اخستونکے کس څوک مغضوب الغضب ډاکو، جابر جرنېل، وحشي دهشتګرد کمانډر او د "پولیټیکل ونګ" سیاستمدار خو کېدے شي، ولې باچاخان نۀ شي کېدے ـــ باچاخان د هغه عقیدې سړے دے چې بدل اخستل ئې انساني خوي ګڼلو خو اٰدمیت نۀ. ځکه خو تاریخ کښې یو پېغمبر، یو مصلح او یو لوے مفکر هم بدل نۀ دے اخستے ـــ عن تر دې چې زمونږ باختري شهزاده غني خان هم د خپل زوي بدل نۀ دے اخستے.

دې نظم کښې د ښاغلي شاعر لۀ خوا د "بدل"/غچ/ کسات اخستو معنيٰ یقیناً چې د عربي اصطلاح "قِصَاص" مترادف ده ـــ کۀ داسې وي نو مونږ ښاغلي شاعر ته خواست کوو چې د دیت او قصاص پۀ حقله د سپېځلي قران د اٰیتونو د شانِ نزول پۀ ترتیب مطالعه وکړي او بیا خپل نظم کښې د راوړے شوي مفهوم جائزه واخلي.

دا نظم تشدد سره د رومان لۀ مخه لیکلے شوے او شاعر د دې فکر ملاتړ کوي چې تشدد د تشدد مخه نیسي. د کوم باچاخان پۀ حقله چې دا خبره کېږي، د هغۀ د وېنا تر مخه خو د "مینه مینه او کرکه کرکه زېږوي" پۀ مصداق "تشدد نه تشدد پېدا کېږي"ـــ

د تشدد دا ځپلې مفکوره د باچاخان پۀ حواله منحرف قام پرستو لکه خادم محمد اکبر هم لرله، او قدامت خوښې مذهبي مشرتابې حاجي صاحب د ترمزو هم لرله، د انګرېزانو د ګماشتي ډلې لیګ مشر هم لرله او د کمیونسټانو ډلې مشرانو لکه صنوبر حسېن کاکاجي هم لرله ــــــ

ښاغلے شاعر چې دې نظم کښې کوم تشدد یادوي، دغې تشدد همېشه اولسونو ته زیان رسولے دے. موجوده دور کښې هم جنوبي افریقه او مشرقي تېمور پۀ مکمل توګه او فلسطین هم جزوي ازادي د سیاسي عمل نتیجه کښې ترلاسه کړې ده. کله چې نېلسن منډېلا، ژنانه ګسماو او یاسر عرفات د تشدد لار پرېښوده، سیاسي لاره ئې خپله کړه نو ګټه ئې ترلاسه کړه ـــ

تشدد د انساني پوهې د تاریخ ټولو نه لویه مغالطه ده، د دې ازاله پکار ده. کۀ مذهب ته ګورو نو قصاص اوس هم شته، خو دیت ترې غوره دے او کۀ بخښنه وشي نو دا د هر څۀ نه غوره ده. بل خوا بنیادم کښې پۀ نفسیاتي توګه Instinct of Pugancity یعنې د زور تر لارې د مخالف د مخې نیولو جبلت شته خو دغه جبلت در اصل د تحفظ یو اړخ دے چې کله خپلې مخې ته خنډ محسوس کړي نو دغه جبلت دغه خنډ لرې کول غواړي. خو دغه خنډ د تشدد او زور زبردستۍ نه بغېر هم لرې کېدے شي. تشدد د دې جبلت انتهاپسندانه صورت دے. کۀ مونږ وګورو نو فطري طور ځناور او مرغۍ هم چې کله خپل مخالف وویني چې نښته/ جنګ کښې ماتې ومني نو پۀ ځاے ئې پرېږدي ـــ ځکه مونږ وئیلے شو چې تشدد یو غېر فطري عمل دے. کوم نوغه/ Species چې ذهن لري، هغه د تشدد پۀ ځاے فکر نه کار اخلي.

مونږ چې دې نظم ته ګورو نو ښائي چې د ښاغلي شاعر څۀ زده وو، هغه ئې بیانول غوښتي دي. د خپلې مدعا د پاره د قافیه بندۍ او ردیف بندۍ لفظه مجبوریو هم دا نظم ځاے پۀ ځاے فکري تصادم سره مخ کړے دے.

کۀ مونږ د دې نظم خلاصه مخې ته راوړو نو حاصل به ئې "کنفیوژن" وي. مونږ دا دعوې سره وئیلے شو چې ښاغلي شاعر خپل کنفیوژن شعر کړے دے او د خیال پۀ راتلو سره ئې د څۀ هېپاتهیسز نه بغېر چوکاټونو کښې همغږي لفظونه کرلي دي. د تشدد او عدم تشدد او د باچاخان پۀ حقله دغه ابهام مذهبي او ترقي پسنده دواړو ډلو خپور کړے چې د نن لیکوال ئې پۀ عمومي توګه ښکار شوے. دا ځکه چې زمونږ لیکوال لیکوال دے خو د خپل معروضي سیاست پۀ ډېرو داسې خبرو د ځان پوهولو ضرورت نۀ محسوسوي چې د دغه خبرو زور کښېنولو د پاره مختلف اوازونه او اوازې پۀ قامي دانش کښې انګازه کړې کېږي. پۀ ځینو بنیادي مفکورو داسې ښکاري لکه ښاغلے شاعر پۀ رایې قائمولو کښې تادي کوي.

د تشدد پۀ حواله دغه ابهام خبره دې ځاے له راوستې چې زمونږ د ښاغلي شاعر پۀ خپل کلي کښې ښونځي پۀ بمونو الوزولے شوي پراتۀ دي. څو کاله وړاندې د ښاغلي محمد ریاض بېتاب د کتاب "شبنم مزه کوي د ګل پۀ پاڼو" د مخکتنې دستورې له چې براول ته د تګ اتفاق وشو نو مونږ هلته پۀ بمونو ړنګ کړے شوي ښونځي لیدلي وو. نن چې مونږ دا لیک کولو نو نیازبین بخت زاده دانش نه مو پۀ فون د هغه ښونځو پوښتنه وکړه ـــ ښونځي لکه چې نیم اوس هم ړنګ دي.

باید ضمناً د مدُهر بهنډارکر د نوي هندي فلم "اندو سرکار" ذکر دلته وکړو. دا فلم پۀ نولسوه پینځۀ اویایم کښې د اندراګاندهي لۀ خوا د اېمرجنسۍ د نفاذ پس منظر کښې جوړ کړے شوے او اندرا پکښې د یوې "جمهوري ډکټېټرې" شکل کښې ښودلې شوې ده. د فلم قیصه کښې تیندکونه او نیمګړتیاوې یو اړخ ته، د کردارونو د مسخ کولو تور هم یو اړخ ته، خو دې فلم کښې ښودلے شوي دي چې پۀ غېرګوندیزه توګه څۀ خلق د "عدم تشدد" پۀ ذریعه د اېمرجنسۍ خلاف احتجاج کوي. دې فلم کښې لویه مغالطه دا ده چې د عدم تشدد د لېبل پۀ شا د "غېر ګوندیز" سیاسي ردعمل لاره هواروي. څومره چې د تشدد تبلیغ د فساد د زیاتولو باعث ګرځي، دومره پۀ سیاسي عمل د اولس د بې باوره کولو سوچ هم د انتشار او بدنظمۍ سبب وي.

مونږ پښتانۀ پۀ مجموعي توګه د دې دواړو سوچونو ولقه کښې پرېباسلے شوي یو. یوه ډله مو پۀ هره حواله، هره زاویه او هر حالت کښې تشدد پله راکاږي. هغوي هر غږ او هر وګړے د خپلې راکښلې شوې دائرې دننه غواړي ـــ بله ډله مو ځان ته سیاسي ویونکي خو ووټ نۀ غوښتونکي وئیلو سره د سیاست نه د بې برخې کولو کوشش کوي. دا دواړه سوچونه کۀ هر څومره خپلو کښې د تشدد او عدم تشدد کرښه راکښلې ساتي خو نتیجه د دواړو سوچونو یوه ده ـــ تشدد او فساد له جواز ورکول.

وړومبي سوچ ځان له دا جواز تراشلے دے چې "جهاد به تر قیامته جاري وي"ـــ حالانکې د ټولنیز تاریخ سائنسي مطالعه مونږ ته ښائي چې وخت پۀ وخت به قامونو ته د مجاهدې اړتیا او ضرورت پېښېږي خو داسې نۀ ده چې نسلونه به د جنګ پۀ اور کښې بلوه کېږي.

دوېم سوچ سره خصوصاً د میډیا لۀ خوا د ذهنونو او دانشونو د مقبوضه ساتلو دې دوره کښې هر نوے سحر یو نوے "برېکنګ نیوز" موجود وي، هره نوې ورځ یوه نوې ټپه پرته وي او هر ځل وخت تېري او تودۀ سېزلو د پاره یوه نوې "شخړه" موجوده وي.

دا زمونږ ذمه واري ده چې د تشدد مخنیوي د پاره د کومې متشددې بیانیې د تبلیغ وسله کېدلو نه ځان وژغورو. ددې نظم فکري نچوړ د احسان الله فاروقي نعت خوان هغه شعرونه ښکاري چې دا کرښه ئې ډېره مشهوره وه:

رانړېدلې امریکه ده

یو ګزار بل غواړي ـــ رانړېدلې امریکه ده

د 9/11 نه پس چې کلو بانډو کښې د فاروقي صاحب دا شعرونه جوماتونو کښې زمزمه کېدل نو پارلېمان کښې پروېز مشرف، جماعت اسلامي، جمعیت علماء اسلام او د "أ" نه "ي" پورې مسلم لیګیانو وغېرهم امریکې له هوائي اډې، د ناټو سپلایۍ د پاره لار او پۀ وطن د اور بلولو جواز ورکولو.

پۀ بل کوم "جنم" کښې د متشدد باچا خان د اسطورې وړاندې کولو پۀ ځاے به ښه دا وي چې "باچاخاني" فکر خپل کړو. باچاخاني فکر به د نوو ښونځو د پرانستلو او ددغه ړنګو شوو ښونځو د بیا ودانولو د امکاناتو ضمانت هم ورکوي. باید مونږ غېردانسته د تمونو پالونکي نۀ شو، باید خپلو راتلونکو نسلونو له د رڼا وړانګې ورکړو.

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …