اداريه – نومبر 2020ز

د کورنيو چارو وفاقي وزير برېګېډئير (ر) اعجاز شاه د عوامي نېشنل ګوند د شهيدانو د قربانيو پۀ اړه د غېر ذمه دارانه، بدرنګ، نامناسب او غېر ضروري بيان چې څومره هم غندنه وشي نو کمه ده ځکه چې دغه بيان صرف د بيان تر حده نۀ دے پاتې بلکې دې بيان ډېر سوالونه پېدا کړي دي، ډېرې پوښتنې ئې زېږولې دي او ډېرې مسئلې ئې جوړې کړې دي. موصوف وزير وئيلي چې عوامي نېشنل ګوند د خپل دريځ لۀ وجې د طالبان لۀ خوا پۀ نخښه کړے شوے ؤ . څنګه چې مونږ ووئيل چې د دې بيان د يو يو ټکي چې څومره هم غندنه وشي نو کمه به وي . د عوامي نېشنل ګوند دريځ څۀ ؤ پۀ دې خبره کوو خو اول د موصوف د تېر وخت پۀ اړه يو څو خبرې مهمې ګڼو چې خپلو لوستونکو ته ئې مخې ته کېږدو تر څو زمونږ لوستونکي د دې موصوف د ماضي، شخصيت او کردار نه خبر شي . دا موصوف د پخواني صدر پروېز مشرف نيزدې ملګرے او د هغۀ پۀ کابينه کښې شامل ؤ. هم دا هغه تن دے چې د مسلم ليګ ق د جوړولو تور پرې لګي او هم دا هغه نامه ده چې محترمې بېنظير بهټو شهيدې ئې پۀ اړه وئيلي وو چې کۀ ما ته څۀ نقصان راورسېدو نو پۀ ذمه وارو کښې به دے هم شامل وي . دا خو د دې موصوف ماضي شوه . اوس راځو موجوده حکومت ته چې ايا د داسې ماضي لرونکي تن دومره پۀ اهمه چوکۍ ګمارل د عقل کار دے؟ د داخله چارو وزير کار خو پۀ ملک کښې دننه د امن و امان او امنيت ضمانت وي . د دې موصوف نظريات څۀ پټ پناه هم نۀ دي او د دغه متنازعه، جارحانه او زړۀ دردوونکي بيان نه څو ورځې مخکښې ئې د يو شخصي ټي وي سره پۀ خپله مرکه کښې دا هم وئيلي وو چې ن ليګ ته د خپل دريځ لۀ وجې د سېکېورټي مسئله جوړېدې شي . سوال راپورته کېږي چې د يو ملک وزير داخله ولې او څنګه د يو سياسي ګوند د غبرګون پۀ اړه داسې خبره کوي . بهر حال دغه هر څۀ اوس پۀ رېکارډ موجود دي . خو سوال دا دے چې عوامي نېشنل ګوند، د دې قيادت او کارکنانو دا بې بدله او لويې قربانۍ د چا پاره ورکړې دي، ولې ئې خپل سرونه شيندلي دي، ولې ئې خپلې وينې توې کړې دي، ولې ئې خپل بچي يتيمان او ښځې کونډې پرېښې دي؟ ځکه خو د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان د وزير موصوف د بيان پۀ سختو ټکو کښې غندنه کړې ده او دغه بيان ئې غېر ذمه دارانه بللے او د رياست څخه ئې غوښتلي چې د دې بيان وضاحت دې وکړے شي . اسفنديار ولي خان ډېر مهم سوالونه پورته کړي دي او وئيلي ئې دي چې اے اېن پي د ترهګرۍ خلاف پۀ مېدان کښې پرون هم ولاړه وه او نن هم خو وزير موصوف دې ووائي چې د دۀ کردار څۀ ؤ؟ اسفنديار ولي خان د رياست څخه دا هم سوال کړے چې ايا عوامي نېشنل ګوند دغه د ترهګرۍ خلاف جنګ د رياست د تحفظ لپاره کړے ؤ کۀ د رياست خلاف؟ هم دغه شان د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سېکتر ميا افتخار حسېن پۀ رياست غږ کړے او وئيلي ئې دي چې رياست دې پۀ دې بيان خپل پوزيشن واضح کړي . ميا افتخار حسېن دا هم وئيلي چې د دې بيان نه دې خبرې ته هم تقويت ملاو شوے چې د ترهګرۍ خلاف جنګ پۀ معامله رياست پاکستان پۀ دوه مخيزه پاليسۍ روان دے . هم دغه شان د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان هم د وزير موصوف بيان پۀ سختو ټکو کښې غندلے او پۀ دې اړه ئې د انکوائري کمېشن جوړولو، د وزير د ګوښه کېدو او رياست څخه د وضاحت غوښتنه کړې ده . اېمل خان دا هم وئيلي چې کۀ لس ورځو کښې دننه دننه دغه وزير مستعفي نۀ شو نو مونږ به سره د زرګونو کارکنانو اسلام اباد ته ځو ا وتر هغې به ناست يو تر څو چې وزير موصوف لرې کړے شوے نۀ وي او زياته کړې ئې ده چې د خپلو غوښتنو پوره کېدو نه يو قدم هم نۀ وروستو کېږو . اېمل خان دا هم غږ کړے چې مونږ ته دې ووئيلے شي چې د ترهګرۍ خلاف جنګ د چا ؤ او پۀ حېث د ګوند مونږ قربانۍ څۀ لپاره ورکړې دي؟ خبره ډېره صفا او څرګنده ده . عوامي نېشنل ګوند دا بې مثله قربانۍ د ملک او قوم لپاره ورکړې دي خو لۀ بده مرغه اوس هم ځينې داسې خلک شته د چا پۀ ذهنونو کښې چې فتور او شکونه دي . پۀ دې خو د دې ملک بچے بچے پوهېږي بلکې مخالفين هم دا خبره مني چې د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د ټولو نه زياتې قربانۍ عوامي نېشنل ګوند ورکړې دي . دا خو هغه ګوند دے چې پۀ مرکزي مشر اسفنديار ولي خان ئې پۀ خپله حجره کښې خودکش حمله شوې چې پکښې ئې محافظ شهيد شوے او مشر د خداے پۀ قدرتونو بچ شوے دے . دا خو هغه ګوند دے چې سينيئر وزير بشير احمد بلور ئې سره د شلو ملګرو پۀ خودکش بريد کښې شهيد کړے شوے . دا خو هغه ګوند دے چې پۀ وفاقي وزير غلام احمد بلور ئې دوه ځله درانۀ بريدونه شوي دي خو خداے ساتلے دے . دا خو هغه ګوند دے چې د وزير اطلاعات ميا افتخار حسېن زوے د ترهګرو لۀ خوا پۀ خپل کلي کښې پۀ ډزو شهيد کېږي او د غم پۀ ورځو کښې ورته پۀ حجره کښې بله دهماکه هم کوي چې پکښې يو شمېر بې ګناه خلک شهيدان کېږي . دا خو هغه ګوند دے چې ځوان ، متحرکه، قابل، زيرک او د غمزپلې بلور کورنۍ ځوان زلمے هارون بلور سره د دوه درځنه ملګرو پۀ دهماکه کښې شهيد کړے شوے. دا خو هغه ګوند دے چې اېم پي اېز او يو شمېر نور مشران ئې د ترهګريز بريدونو ښکار شوي دي او دا خو هغه ګوند دے چې جولۍ ئې د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د زرو نه زياتو شهيدانو نه ډکه ده . او دا خو هغه ګوند دے چې نن ئې هم مرکزي سېکتر ميا افتخار حسېن د ترهګرو پۀ هټ لسټ دے .خو بيا هم وزير موصوف پاڅي او داسې بيان ورکوي چې پۀ زخمونو مالګې څۀ چې چړې ټومبي . ايا پۀ داسې حالاتو کښې داسې بيان ورکول د عقل کار دے؟ دا خو صرف د عوامي نېشنل ګوند نه بلکې د دې ملک سره مذاق دے، دا خو د دې خاورې د شهيدانو سره مذاق دے، دا خو د حالاتو نه د بې خبرۍ ډېر يو لوے دليل دے . اے اېن پي خو د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د رياست سره اوږه پۀ اوږه ولاړه وه، د خپلې خاورې د دفاع او د خلکو د ژوند ژغورولو لپاره پۀ مېدان ولاړه وه، مرګ مخامخ ؤ خو اے اېن پي سينه راويستې وه . بلخوا وزيراعظم عمران خان دا جنګ کله هم خپل نۀ دے ګڼلے بلکې دائې پۀ خپل کتاب کښې ليکلي چې دا جنګ د امريکې د ډالرو لپاره ؤ . خو بيا هم وزير موصوف پاڅي او د حقائق مسخ کولو کوشش کوي . بلخوا مونږ ګورو چې پۀ وړوکي نه وړوکي د اپوزيشن ګوندونو پۀ بيانونو د حکومت لۀ خوا دريځ او جواب مخې ته راځي خو لۀ بده مرغه د وزير داخله اعجاز شاه پۀ بيان نۀ خو حکومت څۀ ووئيل او نۀ وزير موصوف معذرت کول ضروري وګڼل . دا خو ډېره د ابهام خبره شوه چې پۀ حکومت کښې پۀ يوه مهمه څوکۍ ناست سړے داسې غېر ذمه دارانه خبره کوي او بيا پرې هم حکومت څۀ چې څوک هم غوږ نۀ ګروي . اوس سوال دا راپورته کېږي چې کۀ خداے مۀ کړه سبا بيا هغه شان حالات جوړ شي نو بيا به څۀ کېږي؟ چې د دومره قربانيو باجود هم د مخصوص خلکو لۀ خوا د خلکو پۀ ذهنونو کښې شکونه پېدا کولے شي نو ولې او څنګه به څوک بيا باور وکړي . داسې هم نۀ ده چې ګينې دا يو سړے ؤ چې داسې خبره ئې وکړه بلکې داسې خلک پۀ هره شعبه کښې شته . بايد رياست د داسې خلکو مخنيوے وکړي، پۀ ګوته ئې کړي او د دوي د خبرو سپيناوے وکړي . سوالونه ډېر دي خو د ترهګرۍ د لعنت ختمولو لپاره به مونږ لۀ تر ټولو اول د خپلو ذهنونو نه شک ويستل وي . د ترهګرۍ خاتمې لپاره به کوټلي او پاخۀ ګامونه پورته کول وي، داسې ګامونه چې پۀ نظر راشي او چې ثمرات ئې ښکاره وي . داسې ثمرات چې صرف ښکاره نۀ وي بلکې اولس ته هم ورسي . د ترهګرۍ خاتمې لپاره به پۀ رياستي، حکومتي او اولسي توګه اواز يو کول وي او د ترهګرۍ هر شکل ته به “نا” وئيل وي . وخت راغلے دے چې ښۀ پۀ ايماندارۍ سره د دې حالاتو د ذمه وارو پته ولګولے شي، حقيقتونه رابرڅېره او ښۀ او بد پۀ ګوته کړے شي . د قوم او ملک د دښمنانو او خېرخواهانو ترمنځه کرښه راښکلې شي، ټول حقائق دې قوم ته مخې ته کېښودے شي او د مستقبل لپاره دې يوه متفقه کړنلاره وټاکلې شي . د تورونو، غېر ذمه دارانه بيانونو او د قوم پۀ ذهنونو کښې د شکونو اچولو نه دې ډډه وکړے شي . ټول دې يو خولۀ شي، يو اواز شي او د “ښۀ” او “بد” ترمنځه توپير دې ختم کړے شي . بيا نو هېڅ لرې نۀ ده چې مونږ ډېر زر د يو روڼ مستقبل پۀ لور ګامزن شو . او خداے مۀ کړه کۀ داسې د حقائقو نه ناخبره خلک پاڅي او پۀ غېر ذمه دارانه بيانونو د خلکو زړونه ماتوي نو دا نۀ د قوم پۀ حق کښې ده او نۀ د ملک پۀ حق کښې.

د سيمې امن ته يو ځل بيا خطره!

د ګلونو ښار پېښور د دير کالونۍ پۀ يوه مدرسه کښې شوې بمي چاودنې چې څومره هم غندنه وشي نو کمه ده ځکه چې دغه بريد د سترګو پۀ رپ کښې يو شمېر د ګل پۀ شان ماشومان او ځوانان د مرګ خوراک کړل او دغه شان شلو نه زيات ژوبل شول . د دې نه څو ورځې وړاندې کوټه کښې عېن د پي ډي اېم جلسې پۀ ورځ دهماکه کښې د درې بې ګناه کسانو نه د ژوند حق تروړلے شوے ؤ . د دې حملو او بريدونو نه څرګندېږي چې امن دښمنه قوتونه يو ځل بيا د دې سيمې امن تباه کول غواړي . عوامي نېشنل ګوند د تېرو څو مياشتو راهسې چغې وهي چې ترهګر پۀ قبائلي ضلعو او پښتونخوا کښې بيا حرکت مومي خو لۀ بده مرغه د حکومت دې اړخ ته هډو څۀ پام نشته . پۀ اخبارونو او ميډيا کښې هم داسې خبرونه راځي چې د دير پۀ شان ځايونو کښې د ترهګرو لۀ خوا تعليمي ادارو ته خطونه غورځولے شي چې پکښې ماشومانو جينکو ته د تعليم سلسله بندولو ګواښ ښکاره وي . هم دغه شان کۀ د باجوړ پۀ شان سيمه کښې د ټارګټ کلنګ پېښې رامخې ته کېږي نو ورسره ترهګر سوات، دير، بونېر او باجوړ کښې دوباره فعالېږي او خلکو ته د پېسو لپاره خطونه رالېږي . بهر حال د کوټې او پېښور بريدونو پۀ معامله کښې تر ټولو مهم اړخ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد هغه بيان دے چې پکښې ئې ښۀ پۀ جار وئيلي وو چې د پي ډي اېم پۀ جلسو بريدونه کېدے شي . پۀ خپل بيان کښې ئې وئيلي وو چې پۀ کوټه او پېښور کښې لوئې پېښې رامخې ته کېدے شي او ورسره ئې د پخلي پۀ توګه دا هم وئيلي وو چې ترهګر ملک ته رادننه شوي او ټي ټي پي دوباره منظم شوے دے . خبره ډېره واضحه او څرګنده ده . سوال دا دے چې شېخ رشيد، چې دا مهال کوم وړوکے سړے نه بلکې وفاقي وزير دے، ته څنګه پته لګي چې بريدونه به کېږي او بيا داسې هم نۀ ده چې ګينې هسې د وېرې اظهار ئې کړے ؤ بلکې پۀ کوټه او پېښور دواړه ښارونو کښې هم هغه شان دهماکې وشوې چې پينځلس پورې بې ګناه کسان پکښې شهيد شول . ځکه خو عوامي نېشنل ګوند غوښتنه کړې ده چې د دې پېښو پۀ پلټنو کښې دې شېخ رشيد شامل کړے شي او تپوس دې ترې وکړے شي چې دۀ ته څنګه پته وه ؟ پۀ دې ملک کښې څوک هم د قانون او ائين نه بالاتر نشته . بايد د امن پۀ ځاے ساتلو او امنيت ته دوام ورکولو لپاره هر هغه سړي نه تپوس وشي څوک چې د دې ملک امن بربادوي او يا د بدامنۍ، شکونو او اړي ګړي سوب ګرځي . ورسره ورسره حکومت او رياست لۀ هم د امن پۀ ځاے ساتلو او ورانکاور، ترهګرو او امن دښمنه خلکو خلاف پاخۀ او کوټلي ګامونه پورته کول پکار دي . هم دغه شان د حکومت او رياست کار خلک صرف خبرول يا وېرول نۀ وي بلکې د يوې خطرې، ترهګر، ورانکاري او امن دښمنه تن پۀ ګوته کول، نيول او دغه شان د کومې بدې پېښې مخنيوي کول هم وي.

د جمهوريت، پاکبازۍ او حق ګټه!

د جسټس فائز عيسي کېس کښې سپريم کورټ د معزز جج جسټس فائز عيسي خلاف صدارتي رېفرنس لۀ منځه وړے . پۀ تفصيلي فېصله کښې دريځ خپل کړے شوے چې صدر پۀ خپلو ائيني ذمه وارو کښې ناکام پاتې شوے . فېصله کښې دا خبره هم پۀ ګوته کړے شوې چې د رېفرنس ټول عمل د قانون او ائين خلاف ؤ او دا هر څۀ پۀ بدنيتۍ او نااهلۍ اډاڼه وو . فېصله کښې دا هم برملا وئيلے شوي چې صرف پۀ اورېدلې خبرو رېفرنس نۀ شې دائر کېدے او زياته کړے شوې چې پۀ داسې معامله کښې کلک او غښتلي ثبوتونه پکار وي . د جسټس فائز عيسي کېس دا تفصيلي فېصله پۀ۲۲۴ پاڼو مشتمله ده . د دې کېس د مسترد کولو پۀ لړ کښې چې کومې خبرې پۀ تفصيلي فېصله کښې مخې ته راغلي هغه ډېرې مهمې او د پام وړ دي . هسې خو داسې نکتې ډېرې دي خو د بېلګې پۀ ډول ترې مونږ دلته درې نکتې راخلو. پۀ وړومبنۍ او مهمه نکته کښې وئيلے شوي چې د فائز عيسي خلاف د جائيداد او پنګې پۀ اړه پلټنو او تحقيقات لپاره د صدر او وزيراعظم نه اجازت نۀ دے اخستے شوے بلکې پۀ دې اړه تحقيقات د وزير قانون پۀ اجازت پۀ عمل کښې راوستے شوي . هم دغه شان پۀ دوېمه نکته کښې دا خبره پۀ ګوته کړے شوې چې د لندن جائيداد اخستو پۀ اړه د تورونو او الزامونو پۀ لړ کښې هېڅ قسمه کوم کلک ثبوتونه نۀ وو . بيا پۀ درېمه او ډېره مهمه نکته کښې دا خبره شوې چې د رېفرنس دائر کولو پۀ سلسله کښې صدر د وزير قانون بېرسټر فروغ نسيم او د هغه وخت د اټارني جنرل انور مقصود، چا چې دا رېفرنس جوړ کړے ؤ، رايه اخستے شوې خو ولې د قانوني اړخ د جائزې لپاره بل کوم فريق سره رابطه نۀ ده شوې . دا هم د يادولو وړ ده چې لۀ دې وړاندې د روان کال د جون پۀ نورلسمه د سپريم کورټ لۀ خوا دا رېفرنس کالعدم ګرځولے شوے ؤ او اېف بي ار ته د معزز جج د کورودانې سرينا د جائيداد پۀ اړه رپورټ د سپريم کورټ رجسټرار ته د سپارلو امر شوے ؤ . دې سره سره يعنې د صدارتي رېفرنس خارج کېدو نه پس فائز عيسي ته د سپريم جوډيشل کونسل لۀ خوا لېږلے شوے نوټس هم ختم کړے شوے ؤ . د دې فېصلې د راتلو سره سم پۀ ملک کښې پۀ لوستې طبقه او ورسره پۀ سوشل ميډيا هم يو بحث روان شو .خلکو د فېصلې راتلو وروستو پۀ سوشل ميډيا د صدر او وزير قانون نه د ګوښه کېدو غوښتنې وکړې . زياتره خلکو دا مقدمه جعلي او پۀ بدنيتۍ باندې بناء وګرځوله . هم دغه شان ځينې خلکو دا مقدمه د معزز جج د بدنامولو سره سره د عدليې سره د جنګ مشابه وګرځوله . سياسي خلقو هم دا فېصله وستائيله او دا پرېکړه ئې تاريخي او دجمهوري قوتونو ګټه ومنله . بهر حال فېصله راغله، چې کوم تورونه لګېدلي وو د هغې سپيناوے وشو او هر څۀ پۀ ډاګه شو . دا هم پته ولګېده چې نن هم بلکې پۀ “نوي پاکستان” کښې هم د عدليې خلاف نۀ صرف سازشونه کېږي بلکې بې بنياده تورونه هم لګي . دا هم پته ولګېده چې پۀ دې ملک کښې نااهلي څومره ده او غېر ذمه داري څومره ! دا هم څرګنده شوه چې يو نر جج صرف پۀ يو جراتمندانه دريځ پۀ نخښه کړے شوے ؤ . خلکو د استعفو غوښتنې وکړې خو چا پرې غوږ و نۀ ګرولو. خو دا واضحه شوه چې يو خوا کۀ پۀ لويو خلکو کښې د اخلاقي جرات کمے دے نو بلخوا عام خلک اوس پۀ هر څۀ پوهه دي او اوس هغه وخت تېر دے چې خلک به پۀ پروپېګنډو دوکه کيدل . بايد د دې فېصلې نه حکومت،د قانون سر غړوونکي او د دې ملک د قانون سره لوبې کوونکي ټول سبق واخلي . بايد نوره عدليه پۀ نخښه نۀ کړے شي بلکې پۀ ملک کښې د قانون بالادستۍ او سرلوړۍ لپاره داسې ګامونه واخستے شي چې بيا څوک هم د داسې قسمه کارونو سوچ هم و نۀ کړے شي.

پاکستان د تېز نظر لاندې

د اکتوبر مياشت کښې د فرانس سرښار پېرس کښې د اېف اے ټي اېف غونډه ترسره شوه چې پکښې د هغه ملکونو د کارکردګۍ جائزه واخستې شوه چې د تېرې څۀ مودې راهسې پۀ ګرے لسټ کښې شامل دي. پۀ دغه درې ورځني اجلاس کښې د پاکستان پۀ اړه د اېف اے ټي اېف چارواکو د ترهګرو د مالي مرستې او د مني لانډرنګ مخنيوي لپاره د پاکستان لۀ خوا د شوې قانون سازۍ ستائنه وکړه خو لۀ بده مرغه کارکردګي ئې د هيلو مطابق نۀ وه نو هم پۀ دغه ياد لسټ کښې د راروان کال د فرورۍ د مياشتې پورې يو ځل بيا وساتلے شو . پۀ دغه ياده غونډه کښې دا خبره مخې ته راغله چې پاکستان پۀ دې لړ کښې پۀ اوويشت نکتو کښې پۀ يويشت نکتو کار کړے دے خو شپږ داسې دي چې پۀ هغې د کار کولو لا هم ضرورت دے . هم دا وجه ده چې پاکستان د ياد لسټ څخه پۀ وتلو کښې کامياب نۀ شو او د اېف اے ټي اېف لۀ خوا پرې غږ وشو چې پۀ يادو نکتو دې کار کولو لپاره نور هم پاخۀ او کلک ګامونه پورته کړے شي او د دې غرض لپاره د راروان کال د فرورۍ پورې دغه نېټه وغځېده يعنې د فرورۍ مياشت کښې به يو ځل بيا د پاکستان د ګامونو او اقداماتو جائزه اخستے شي . مطلب دا دے چې خطره لا ختمه نۀ ده او حکومت لۀ به پۀ دغه شپږو نکتو کار کول وي . بلخوا وزيرخارجه شاه محمود قرېشي غبرګون ښکاره کړے چې ګاونډي هېواد هندوستان د پاکستان پۀ تور لسټ کښې راوستو لپاره هلې ځلې کوي او د اېف اے ټي اېف څخه ئې خواست کړے چې د پاکستان لۀ خوا اخستے شوي ګامونو پۀ رڼا کښې دې لږ ګنجائش ورکړے شي . بهر حال اوس شپږ نکتې او پۀ دې کار کول ډېر مهم بلکې د وخت اهم ترين ضرورت دے ځکه چې خداے مۀ کړه کۀ پۀ دغه نکتو د اېف اے ټي اېف د قانون او اصول مطابق کار و نۀ شو نو بيا د ملک لپاره پۀ نړيواله توګه خطره رامخې ته کېدې شي . دا امتحان ځکه هم لږ سخت او صبر ازما دے چې پاکستان دا ځل پۀ ګرے لسټ کښې شامل دے خو چې پۀ کومه کېټيګري کښې دے نو هغې ته “انهانسډ فالو اپ” وائي يعنې پۀ هغه فهرست کښې دے چي څارنه بۀ ئې ډېره پۀ ويښو سترګو کېږي او پاکستان لۀ به د ډېر احتياط څخه کار اخستل وي . ماهرين وائي چې پاکستان لۀ د دې فهرست نه ځان ويستلو لپاره هر ممکن اقدام کول پکار دي ځکه چې دا صرف يو لسټ نۀ دے بلکې پۀ دې کښې راتلو سره پۀ ملکونو يو شمېر اقتصادي او نړيوال بندېزونه او د قرضو پۀ لړ کښې مشکلات راتلے شي . ماهرين دا هم وائي کۀ يو خوا اقتصادي بندېزونه لګېدلے شي نو ورسره بيا د قرضو پۀ لاس ته راوړنو کښې هم خنډان ډېر زيات وي . هم دغه شان پۀ دې لسټ کښې د پرېوتو لۀ وجې بيا سرمايه کار هم وېرېږي او د سرمايه کارۍ کولو څخه ډډه کوي . هم دغه شان کۀ کوم سرمايه کار راځي هم او يا څوک قرضه ورکوي هم نو د يو شمېر شرطونو سره سره د سود شرح ئې هم ډېره زياته وي چې لۀ وجې ئې ملک پۀ معاشي توګه د ستونزو سره مخ کېږي . ځکه نو ماهرين وائي چې څومره زر کېدے شي نو پاکستان لۀ به د دې لسټ نه وتل وي . کۀ څۀ هم لۀ دې لسټه وتل اسان نۀ دي خو دومره ګران هم نۀ دي خو بس پۀ دې لړ کښې ورکړے شوي کار باندې به کوټلي ګامونه پورته کول وي . د لوستونکو د معلوماتو لپاره دلته دا هم وئيل ضروري ګڼو چې پاکستان د جون مياشت کال دوه زره اتلس کښې پۀ ګرے لسټ کښې شامل کړے شوے ؤ او د اکتوبر کال دوه زره اتلس پورې ورته د سپيناوي مهلت ورکړے شوے ؤ چې بيا وروستو پاکستان ته دغه موده وغځولې شوه او د پاکستان لۀ خوا هم دا باور ورکړے شو چې پۀ دې لړ کښې به د قانون سازۍ سره سره پاخۀ ګامونه او موثر نظام هم مخې ته راوړي . بيا د روان کال دوېمې مياشت پورې پاکستان پۀ اوويشت نکتو کښې پۀ ۱۴ باندې عمل کړے ؤ چې لۀ وجې ورته څلور مياشتې توسيع نوره هم ترلاسه شوه . دا هم د پام وړ ده چې دا مهال د نړۍ پۀ کچ پۀ ګرے لسټ کښې شپاړس ملکونه شامل دي چې پکښې ايران او شمالي کوريا هم شامل دي . د خبر ترمخه پۀ ډېرو مدونو کښې د پاکستان ستائنه شوې ده خو خطره بيا هم موجوده ده او ځکه به ئې د فرورۍ مياشت پورې څارنه کېږي او د تېز نظر لاندې به ساتلے شي . بايد زمونږ حکومت پۀ دې پوهه شي چې اوس وخت راغلے دے چې پۀ دغه نکتو پوره پوره عمل وشي تر څو ” تور لسټ ” ته د پرېوتو نه هم ځان وژغورلے شي او د دې ګرے لسټ نه هم غاړه وباسلې شي.

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *