د بشريت د تاریخ په اوږدو کښې ډېر ملتونه راپاڅېدلي، فکري بېداري ئې موندلې او استعمار ته ئې( نۀ) وئیلي خو خپل هویت ئې خوندي کړے دے۔ خو دا ټولې لاسته راوړنې او برياوې یوازې د جنګي وسلو او یا ډګرونو په زور نۀ دي تر لاسه شوي بلکې تر ټولو ستر بدلونونه هغه وخت راغلي، کله چې قلم، تعلیم، شعور او ملي وجدان سره یو ځاے شوي وي. د پښتنو معاصر تاریخ له همدې مبارزو ډک دے او په دغو مبارزو کښې د باچاخان او د هغه د فکري کاروان ونډه بېسارې ده.
خان عبدالغفار خان، چې د باچاخان پۀ نامه مشهور دے، د یو ملت د اروا، فکر او کردار د بېدارۍ ژور انځور ؤ. هغه په خپله مبارزه کښې تُوره نه، بلکې کتاب، ښوونځے، انسانیت او عدم تشدد ته لومړیتوب ورکړو. ده دا درک کړے وۀ، چې یو نالوستے او بې شعوره اولس ته نۀ خپلواکي معنا لري، نۀ عدالت او نۀ هم پرمختګ ۔ د همدې لیدلوري له مخې باچاخان د تعلیم او شعور خپراوي ته اوږد او فکري مزل پېل کړ.
د دغه فکري مزل یوه ارزښتناکه ثمره “پښتون رساله” وه، چې نۀ یوازې د باچاخان د فکري مبارزې استازیتوب ئې کاوۀ، بلکې د یوه ملت د ژبني، دیني، ادبي او سیاسي شعور ښکارندوی هم وه ۔ دا رساله د پښتو ژبې، د دیني پوهې، د ادبي ښایست، د ټولنيزو اصلاحاتو او د استعماري شعور ضد یو متحد غږ ؤ. د( پښتون )رسالې له پاڼو د غېرت، علم، همت، اتحاد، پاک نیت، او اخلاص نه ډک غږ پورته کېدو چې د وخت ځوان نسل ته ئې نوے فکر، نوے احساس، او نوے جهت ورکاوه.
د باچاخان او د (پښتون) رسالې پر ضد یوه لویه تبليغي وسيله داوه، چې دوي د دین ضد وګڼل شول. حال دا چې د رسالې محتوا به د قرآن کریم آیاتونو، د احادیثو، د علماوو د اقوالو، د صوفياء کرامو د ارشاداتو، او د اخلاقو له بیانونو ډکه وه. پکښې د علم ارزښت، د اتفاق ګټې، د اخلاص اړتیا، د خدمت فضیلت، او د ښځې مقام بیانېدو۔. د باچاخان له نظره دین او اخلاق د سیاست تر ټولو مهم بنسټونه وو. ده به ویل: “موږ د اسلام هغه روح غواړو، چې د انسانیت، صداقت، همدردۍ، او خدمت ترجمان وي، نه دا چې د تفریق، نفاق او زور ویلو وسیله شي.” (پښتون) رساله د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره یو مهم بنسټ ؤ ۔ دا رساله د هغه وخت لیکوالو، شاعرانو، علماو او مفکرینو لپاره یو داسې پلیټفارم ؤ چې خپل فکرونه ئې پکښې په ازادانه ډول بیانول ۔ د پښتو ژبې په فصاحت، بیان او ادبي سبک کښې ئې یو نوے روح پُو کړ. دا رساله د ژبې له منځه تلونکي الفاظ راژوندي کړل، د ژبې غږ ئې سپېڅلی وساته او پښتو ژبه یې له شرمه د عزت تر مقامه ورسوله.)پښتون) رساله یوازې یوه فرهنګي یا ادبي خپرونه نۀ وه؛ دا د ټولنیز بدلون لپاره یو اواز ؤ همدارنګه په ( پښتون) رساله کښې د ښځو د تعلیم، د ماشومانو د روزنې، د فقر او جهل پر ضد مبارزه، د روغتیا، پاکوالي، رښتینولۍ او عدل ارزښتونه بیانېدل. رساله د کورنۍ، قبیلې، کلي او ټولنې د اصلاح لپاره ډېره ګټوراو شعوري مضمونونه خپرول. خلک ئې د غفلت له خوبه راویښ کړل پرېوتي ضمیرونه ئې راپورته کړل او د انګريزي استعمار پر ضد د پښتنو فکري زولنې ئې وشلولې ۔
انګرېزي استعمار په دې پوهېده، چې (پښتون) رساله د ولسونو په رابېدارولو کښې مهم رول لري نو له همدې امله یې پر ضد اقدامات وکړل. د رسالې چاپ یې بند کړل، لیکوالان ئې زنداني کړل، رساله ئې ضبط کړه خو دا فکري بېداري بنده نۀ شوه. ځکه چې دا رساله د خلکو د زړه غږ وۀ ۔ نن چې نړۍ د ټکنالوژۍ، فکري یرغل، فرهنګي ابتذال او د افراطیت ښکار ده، د باچاخان فکر او د (پښتون) رسالې پیغام نور هم اړتیا لري. زموږ نسلونه د داسې یو شعوري بېرغ په لټه کښې دي، چې پکښې دین، اخلاق، انسانیت، تعلیم، او خپلواک فکر سره یو وي. د دې ټولو لپاره مونږ باید د باچاخان فکر ته رجوع وکړو ،( پښتون) رسالې سره خپلې مالي او قلمي همکارۍ ته دوام ورکړو تر څو دا رساله له سقوط او له منځه تلو څخه وژغورو او د نوي نسل د ذهنونو د روښانولو لپاره دا مشعل همداسې روښانه وساتو.۔ (پښتون) رساله او باچاخان دواړه د پښتنو لپاره د بیدارۍ سمبولونه دي. دا دواړه مونږ ته دا را زده کوي، چې: فکري مبارزه تر فزیکي جګړې ډېر ژور اغېز لري، تعلیم، اخلاق او انسانیت د ازادۍ بنسټونه دي، ژبه، دین، او فرهنګ مو د بقا اساسات دي او خپل ځان پېژندل د خپل تقدیر د بدلولو لومړی ګام دے ۔ نو که مونږ غواړو، چې د غلامۍ له ذهنيت، د بې اتفاقۍ له زهرو او د جهالت له تورتمه را وځو او د باچاخان فکر ته ور وګرځو، (پښتون) رساله بیا په خپلو زړونو کښې ژوندۍ کړو او د خپل تاریخ او فرهنګ ستر ارزښتونه بیا وپېژنو او خوندي کړو او همدارنګه ځوان نسل ته توصيه کوم او غوښتنه ترې کوم چې د باجا خان بابا له خوا تاسيس شوې پښتو رساله ( پښتون ) دې بیا بیا لولي تر څو له خپل تاريخ، کولتور او د خپلو اتلانو له کارنامو نه خبر شي ۔