باچاخان، ولي خان او پښتانۀ – فیروز خان صادق

د خوشحالۍ خبره ده چې پښتانۀ من حېث القو م ټول سوچه مسلمانان، امن خوښي او پۀ دين او انسانيت مئېن دي. ددې سره ورته الله پاک نور ډېر ځانګړي صفتونه او خصلتونه هم ورپېرزو کړي دي چې پۀ هغو کښې بهادري، دلېري، پت، مېړانه، اخوت، صداقت، د لوظ پختګي، د وعدې پاسداري، رحم دلي، خېر خواهي، وفاداري، د مشرانو عزت او توقير، پۀ ماشومانو شفقت، مېلمه پالنه، د اسلامي احکاماتو پابندي او د ټولو مخلوقاتو سره ښۀ سلوک او دغسې نور بې شمېره خوبۍ پکښې شاملې دي او دوي ټول عمر د دغه سپېځلو اصو لو پۀ رڼا کښې تېر کړے دے خو ددې باوجود دوي پۀ خپل ژوند کښې د مختلفو چلېنجونو او ازمېښتونو سره مخ شوي دي کله د استعماري قوتونو لخوا دوي ته تکليف رسېدلے دے او کله د دوي ترمېنځه اختلاف او تنازعې جوړې کړې شوې دي او کله ئې پۀ نورو مختلفو طريقو سره دوي ته زيان رسولے دے خو دوي د ټولو حالاتو مقابله پۀ ډېره مېړانه سره کړې ده او خپلو دښمنانو ته ئې د غېرت ته ډک ماتې ورکړې دے چې تاريخ پرې شاهد دے خو ددې ټولو کاميابو شا ته د دوي د ذهن فطين او د بصيرت لرونکيو مشرانو لاس او کردار کار فرما ؤ چې هم د دغسې سرخېلو مشرانو د حملې څخه يو د خدائي خدمتګار تحريک سرخېل فخر افغان خان عبدالغفار خان المعروف باچا خان هم دے څوک چې د خانانو، جاګيردارانو پۀ عزتمنده کورنۍ کښې د خان بهرام خان کره پۀ کال 1890 کښې پۀ اتمانزو ضلع چارسده کښې زېږېدلے و. دا هغه وخت ؤ چې فېرنګي سامراج پۀ دې سيمه کښې خپل راج قائم کړے ؤ او د مسلمانانو ټول مذهبي، انساني او قومي حقونه ئې چقولي وو او دوي ئې د غلامۍ پۀ زنځيرونو کښې تړلي و. ددې سره ددې سيمې مسلمانانو ته د علم او هنر روزګار او د امدن نورو ذريعو ټولې لارې بندې کړے شوې وې. غربت او جهالت د دوي مقدر و. کلتوري، معاشرتي او نورو ټولو ضروري او بنيادي فعاليتونو ئې قدغنونه او بندېزونه لګېدلي وو پښتانۀ هم ددغو حالاتو پۀ ولقه کښې راګېر وو نو پۀ داسې حال کښې د باچا خان غوندې يو لارښود او مسيحا ته مسلمانانو او پۀ تېره ددې سيمې پښتنو سترګې تيولې وې څوک چې د دوي د ازادۍ سره سره د علم او هنر پۀ کالو سنګار کړي او پۀ دوي کښې دا همت، شعور او جرات پېدا کړي چې ازادي، علم او هنر ټول زمونږ بنيادي حقونه او ددې حقونو دپاره به مونږ عملي قرباني او مبارزه کوو ځکه چې د فېرنګي سامراج سره د خپل ټول علمونهاو هنرونه وو، کاروبار ئې هم پۀ لاس کښې ؤ او د خپل مکر فرېب پۀ جال کښې ئې هر وګړے راګېر کړے ؤ بيا چې باچا خان پۀ دې حقيقت هم پوهه ؤ چې د پېرنګي سامراج مقابله مونږ صرف او صرف د علم پۀ ذريعه کولې شو او بغېر د علم زمونږ هغۀ ته پۀ يو ډګر هم ماتې نه شو ورکولې ځکه نو باچا خان د خپل قوم د اصلاح او تربيت پۀ خاطر د مدرسو او مکتبونو جوړولو اراده وکړه او ددې مبارک او مقدس مرام پېل ئې د خپل پلرني کلي اتمانزو څخه د مولانا عبدالعزيز پۀ مرسته پۀ کال 1910 کښې وکړو. هر کله چې باچا خان ددې مدرسې بنياد کېښودې شو نو پۀ ډېر زيات تعداد کښې دلته خلقو خپل ماشومان داخل کړل او پۀ ډېره کاميابۍ سره ئې د قام د بچو د تعليم او تربيت سلسله شورو کړه ځکه چې پۀ دغه مدرسه کښې اسلامي او عصري علوم لازمي و او بيا د خوشحالۍ خبره دا وه چې دغه درسونه پۀ پښتو ژبه کښې ښودلې شو هر کله چې باچا خان ددې کاميابۍ او پۀ اولس کښې د علم شوق او د ماشومانو راتګ او خوښي وليده نو بيا ئې دا اراده وکړه چې ددې مدرسې څانګې پۀ نورو کليو او بانډو کښې هم قائمې کړي چې دغسې ټول پښتون قام خپل بچي دعلم پۀ کالو سېنګار کړي. هم ددې غرض دپاره ئې باقاعده سلسله شورو کړه. ددې سره ئې د مسلمانانو د مذهبي او سياسي مشرانو سره هم رابطې شورو کړې چې بنيادي موخه ئې ددې سيمې ازادي او خپلواکي وه او بيا د مسلمان ملت تعليم او تربيت سره پۀ دوي کښې سياسي شعور او د ازادۍ احساس رابېدارول و هم پۀ دې سلسله کښې پۀ کال 1913ز کښې باچا خان هندوستان ته لاړو او هلته ئې پۀ اګره کښې دا اٰل انډيا مسلم ليګ پۀ کاليزه جلسه کښې ګډون وکړو کومه چې د سر ابراهيم پۀ صدارت کښې شوې وه پۀ دي موقع باچا خان د يو شمېر مشهورو مسلمانانو مشرانو سره ملاقاتونه هم وکړل چې پکښې مشهور ديني عالم شېخ الهند حضرت مولانا محمود الحسن پۀ بلنه اسلامي اسکالر او انقلابي مشر حضرت مولانا عبېدالله سندهي سره ملاقات او د برصغير د مسلمانانو د علمي تربيت او د ازادۍ د شعور رابېدارولو او پۀ دې لړ کښې د ټولو مذهبي سياسي او قومي مشرانو ذمه وارۍ پۀ ګوته کول او داسي نورې اهمې خبرې وشوې هم پۀ دغه محال دا فېصله وشوه چې باچا خان به د حاجي صاحب ترنګزئ پۀ ملګرتيا کښې د ازادۍ تحريک پۀ باقاعده توګه پېل کړو. کله چې فېرنګے سامراج د دوي د مبارزې څخه خبر شو نو د باچا خان له اړخه پۀ ټولو جوړو کړې شوو اسلامي مدرسو ئې بندېز ولګولو. باچا خان او د دۀ ملګري او پۀ تېره مذهبي مشران او عالمان پۀ دې اقدام سخت خفه او غصه شو ځکه چې هغوي پوهېدل چې د مسلمان ملت بنيادي ضرورت د دوي د بچو علمي تربيت دے او کۀ دوي پۀ جهالت کښې لوے شو نو پۀ دې حال کښې د غلامۍ چغ تل د دوي پۀ غاړه کښې پروت پاتې شي بيا باچا خان انګرېز سامراج ته د خپلو مدرسو پۀ حقله دا هم ووئېل چې پۀ دې کښې څۀ حرج دے چې زمونږ ماشومان د علم پۀ کالو سېنګار شي ځکه چې دا خو د دوي بنيادي انساني حق دے خو انګرېز سامراج پۀ دې پوهېدو چې هر کله دا ماشومان د علم او هنر پۀ کالو سېنګار شي نو بيا به دوي د خپلې ازادۍ غوښتنه کوي او انګرېز نه غوښتل چې د برصغير نه واپس لاړ شي ځکه دلته ئې ګڼ شمېر ناندې پۀ نظر کښې نيولې وې هم دغه وجه ده چې د باچا خان هېڅ دليل او جواز ئې ونۀ منلو او پۀ ټولو اسلامي مدرسو ئې پابندي ولګوله. ورسره ئې د باچا خان پۀ شمول د دغو مدرسو استاذان هم ګرفتار کړل. هر کله چې باچا خان د جېل څخه خوشے کړې شو نو بيا ئې پۀ ډاګه د انګرېزانو خلاف تحريک شورو کړو او مسلمانانو ته ئې د ازادۍ او قربانۍ اپيل وکړو او دا حقيقت ئې پۀ ګوته کړو چې انګرېز کله هم د مسلمان ملت خېر خوا نه شي کېدے. اسلام هم مونږ ته دا حقيقت روښانه کړے دے ځکه نو تاسو ټول د انګرېز خلاف يو موټے شئ کله چې فېرنګي ته معلومه شوه چې باچا خان بيا زمونږ خلاف مسلمانان را يو ځاے کړي دي او د ازادۍ خبرې کوي نو د خپل عادت سره سم ئې ددۀ د نيولو امر جاري کړو او د خپلو ملګرو سره ئې شپږ مياشتې قېد کړو هر کله چې د جېل څخه خوشے کړې شو نو باچا خان د خلاف کمېټۍ پۀ غونډه کښې د ګډون پۀ خاطر هند ته لاړو او پۀ دهلي کښې ئې پۀ دغه غونډه کښې برخه واخسته او بيا ئې د علي ګړهـ پوهنتون د تعليمي او تدريسي نظام د جائزې اخستو پۀ خاطر د پوهنتون د بېلا بېلو څانګو څخه ليدنه وکړه. د هند څخه پۀ واپسۍ باچا خان پۀ راولپنډۍ کښې د مسلم کانفرانس پۀ غونډه کښې برخه واخسته پۀ دغه غونډه کښې د جمعيت خلاف پۀ نوم تنظيم جوړ شو چې صدارت ئې باچا خان ته ورکړې شو. وروستو بيا د تحريک هجرت پۀ سلسله کښې باچا خان افغانستان ته لاړو او د څۀ مودې تېرولو نه پس راغلو پۀ کال 1921 کښې ئې پۀ اتمانزو کښې د ازاد اسلامي سکول پۀ نوم يو ځل بيا تعليمي سلسله پېل کړه. ورسره ئې د قام د اصلاح پۀ خاطر انجمن اصلاح افغانه پۀ نوم تنظيم جوړ کړو غرض دا چې باچا خان خپله خاني او د عېش عشرت زندګي د خپل قام د ازادۍ او علم څخه قربان کړه او د دوي د ترقۍ او څوکالۍ دپاره ئې تاريخي کردار ولوبولو او هر کله چې پاکستان جوړ شو نو باچا خان د خپل سياسي بصيرت او تجربې پۀ بنياد ئې پۀ ملکي سياست کښې مهم رول ولوبولو او د ملک پۀ ترقۍ کښې ئې داسې کردار ترسره کړو چې دغه رول به ئې تل ياد ساتلے شي پۀ کال ۱۹۸۸ کښې د جنورۍ پۀ شلمه نېټه باچا خان د يوې اوږې مبارزې څخه وروستو د ورپېښې ناروغۍ له امله پۀ حق ورسېدو او د خپل وصيت ترمخه پۀ جلال آباد کښې د تل دپاره خاورو ته وسپارلے شو خو د باچا خان مبارزه لاتمامه نه وه ځکه نو د باچا خان دغه نيمګړې سلسله ددۀ ځوي ملي رهبر خان عبدالولي خان پۀ وړاندې بوتله څوک چې د خپل وخت يو مدبر او مفکر هم و. د سياست پۀ اسرار، رموز هم پوهـ و هغۀ پۀ 1917 کښې د باچا خان پۀ کور کښې پۀ اتمانزو کښې زېږلے و او د ابتدائي زده کړو نه پس ئې اعلٰي زده کړې هم کړې وې او د باچا خان سره پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې شامل و او دغسې پۀ سياسي هلو ځلو کښې هم ورسره اوږه پۀ اوږه ولاړ و هر کله چې پۀ 1970 کښې پۀ ملک کښې عام انتخابات ترسره شو نو ولي خان د قومي اسمبلۍ او صوبائي اسمبلۍ دواړو اميدوار پۀ توګه پۀ دواړو حلقو کاميابي ترلاسه کړه پۀ دې دوران کښې ئې د پارلېمنټ دننه د خپل قامد حقونو دپاره اواز پۀ مؤثره توګه پورته کړو او يو شمېر کاميابۍ ئې ترلاسه کړې او هر کله چې د نېشنل عوامي ګوند کاميابي ئې ترلاسه کړې او هر کله چې د نېشنل عوامي ګوند بنسټ کيښودے شو نو د مشرۍ پټکے ئې ولي خان ته ورپه سر کړے شو او پۀ ملک کښې د جمهوريت د بحالۍ دپاره ئې هم پۀ زړۀ پورې کردار ولوبولو ددې سره د کال 1973 ائين جوړولو کښې ئې هم ډېر مهم رول ولوبو او د اسلامي او جمهوري نظام دپاره ئې پۀ هر ډګر اواز پورته کړو او متحده حزب اختلاف مشري هم څه موده ورپه غاړه وه چې هغۀ ئې هم پۀ ډېره ذمه وارۍ او ديانتدارۍ سر ته ورسوله او د ملک پۀ سياست کښې ئې داسې هم رول لوبولو چې د ټول ملک سياسي مشرانو ئې اعتراف کولو ولي خان هم لکه د خپل بابا باچا خان پۀ رنګ د خپل قام د خېر ښېګړې او سياسي شعور د بېدارۍ او د علم او هنر دپاره د قوم د خبرولو او بېدارولو دنده او فريضه ترسره کوله ځکه چې هغۀ پوهېدو چې د پښتون قام ترقي او څکوالي پۀ علم کښې پټه ده او دا ځکه چې انګرېز سامراج د پښتون قام پۀ بچو باندې د علم دروازې بندې کړې وې او د خپلو اېجنټانو پۀ ذريعه ئې دا پروپېګنډه کوله چې سبق د مدرسې وائي دپاره د پېسې وائي جنت کښې به ئې ځائے نه وي پۀ دوزخ کښې به غوټې وهي هم دا وجه وه چې پښتنو پۀ خپلو بچو علم نه کولو او د عام او خاص دا خيال و چې سبق وئېل فضول وخت ضائع کول دي. دا سلسله د فېرنګي سامراج نه پس هم روانه ده ځکه چې د پښتون قام مزاج او رواج داسې جوړ کړې شوې وچې علم کول پکښې معيوب ګڼلے شو حالانکه د علم تاکيد او تلقين خو اسلام د ټولو نه زيات کړے دے او تر دې پورې ئې وئېلې دي چې تاسو علم حاصل کړئ کۀ پۀ چين کښې هم وي او علم پۀ هر مسلمان نارينه او زنانه فرض دے خو ددې ټولو تعليماتو باوجود د پښتنو داسې تربيت شوې و چې هغوي پخپلو بچو علم کول نه خوښول خو بلخوا د ولي خان خيال دا و چې تر څو پورې زمونږ قام د علم رڼا ترلاسه کړې نه وي نو دوي د ژوند يو زغل کښې هم برے نه شي موندے او دا سبق ورته باچا خان ښودلے و ځکه چې د باچا خان د ژوند مقصد هم پۀ قوم کښې د علم شغت امن اخوت برداشت او عدم تشدد پېدا کول او خورول و او ددې فلسفې او عقيدې پۀ حقله به ئې وئېل چې د عدم تشدد فلسفه ما د حضور اقدا صلي الله عليه وسلم د تعليماتو نهن زده کړې ده څنګه چې هغوي پۀ عملي توګه د عدم تشدد فلسفه خپله کړې وه او د هر انسان سره ئې صله رحمي او حسن سلوک کولو او د خپل امت ته ئې هم دغه درس ورکولو نو ولي خان هم د خپل قام دپاره د علم او هنر لارې چارې لټولې د نېمکرغۍ خبره ده چې پخپل مقصد کښې ئې تر څۀ حده پورې کاميابي هم ترلاسه کړې وه او کۀ ددې صوبې پۀ تاريخ پس منظر نظر واچولے شي نو معلومه به شي چې د تعليم دپاره د ټولو نه زيات اقدامات د ولي خان ګوند تر سره کړي دي چې تازه مثال ئې د 2008 پۀ انتخاباتو کښې د کاميابۍ نه پس چې عوامي نېشنل پارټۍ پۀ صوبه کښې حکومت جوړ کړو او پۀ وړومبي ځل ددې ګوند وزير اعلٰي امير حېدر خان هوتي غوره کړے شو نو پۀ دغه دوران کښې د ټولو نه زياتې تعليمي ادارې جوړې کړې شوې. سره ددې چې پۀ دغه دوران کښې د اے اېن پي قيادت او ټول وزيران او ممبران او کارکنان د ترهګرو پۀ نخښه وو او يو شمېر نوموړي مشران ئې پۀ شهادت رسولي شوي وو، خو بيا هم چې کوم ترقياتي کارونه او پرمختګونه پۀ دغو پينځو کلونو کښې شوي دي، د صوبې پۀ تاريخ کښې ئې مثال نشته. يقيناً چې دا به د تاريخ يوه اهمه برخه وه او ددې ټولو فعاليتونو تر شا د باچاخان او ولي خان سوچ او فلسفه کارفرما دي. پۀ دې لحاظ سره باچا خان او خان عبدالولي خان دواړه د پښتنو حقيقي مشران وو او د خپل قام د روښانه سباوون د پاره ئې پۀ هر ډګر نعره پورته کړې ده او قام ته ئې د علم، پوهې رڼا او بېدارۍ سره د قربانۍ پېغام ورکړے دے او کۀ څوک د دغو دواړو مشرانو پۀ تاريخ او مبارزې منصفانه نظر واچوي نو معلومه به شي ورته چې دوي داسې تاريخي کردار لوبولے دے چې د هغې مثال په تېر شوي تاريخ کښې پۀ نظر نۀ راځي او نۀ ئې پۀ نزدې موده کښې امکان شته نو پۀ داسې حال کښې هر پښتون وګړي له پکار دي چې د خپلو دغو دواړو مشرانو ژوند او مبارزه پۀ پام کښې ونيسي او د خپل راتلونکي سباوون پۀ اړه دانشمندانه فېصله وکړي او کۀ د انصاف پۀ نظر سره د باچا خان او ولي خان د مبارزې مطالعه وکړي نو معلومه به شي ورته چې دواړه مشران د پښتون قام اصلي او حقيقي رهبران وو.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …