مولانا خانزېب چې پوره نوم ئې شېخ مولانا خانزېب دے پۀ 4 جنوري 1980ء کښې د شېخ خانه ګل پۀ کور کښې د ناوګۍ پۀ شيخانو کلي کښې پېدا شوے ؤ، پۀ قام پښتون او زيلي تعلق ئې د ترکلاني سالارزي شومه خېل شېخانو سره ؤ- نيکني ټاټوبے ئې چارمنګ بابړه ده- مولانا خانزېب پۀ خپلو شپږو وروڼو او درې خوېندو کښې تر ټولو کشر ؤ فقط یوه خور ترې کشره وه-عصرې زدکړې ئې د خپل کلي ناوګۍ پۀ هائي سکول کښې تر لسم ټولګي ( 10th) پورې تر سره کړې او د دیني زدکړو د پاره ئې پۀ کال 1992ء کښې پۀ باړه ګېټ مدرسه کښې د مولانا عبیدالله چترالي شهيد سره داخله وکړه اووۀ کاله تر وړې دورې پورې زدکړې ئې پۀ باړه ګېټ مدرسه کښې وکړې، اخيري دوره حديث ئې پۀ 1999ء کښې د وفاق المدارس/ امداد العلوم صدر پېښور نه د شېخ حسن جان شهيد نه وکړه او د شېخ حسن جان شهيد ذاتي سند او د مدرسې سند ئې د هغوي نه ترلاسه کړو- د تفسير درسونه ئې پۀ بډه بېره کښې د شېخ عبدالسلام سره درې څلور کاله د روژې د مياشتو پۀ څلوېښت ورځو دوره کښې وئيلي وو- کله چې پۀ رسمي توګه فارغ شو نو پۀ خپل کلي ناوګۍ کښې د کوزې اډې سره خوا کښې مدرسه چې د تور پټکو پۀ وخت کښې ورانه شوې وه د مولانا عطاءالله پۀ ملګرتيا ئې دوباره فعال کړه او شپږ کاله ئې بغېر د څۀ معاوضې پکښې درس وتدريس ورکړو-پۀ کال 1999ء کښې ئې وادۀ وکړو مشر زوے ئې احتشام الحق پېدا شو او بيا ورله الله تعالی وخت پۀ وخت څلور زامن او درې لوڼه ورکړې- د ژوند زياتره وخت ئې د کتاب لوستلو ته وقف کړے ؤ، هغه کۀ به يو خوا ته ديني کتابونه لوستل نو بل خوا به ئې د عالمي تاريخ، سیاست او مذاهبو سره سره د خپل پښتون قام تاريخي، سیاسي، معاشي، کلتوري او ادبي کتابونه هم لوستل- د دې نه پرته ئې پۀ ټولنيز ژوند کښې کار روزګار هم کړے دے او د ناوګۍ پۀ بازار کښې ئې د شهدو او سوچو غوړو دوکانداري کړې ده – پۀ 2008ء کښې چې کله پۀ باجوړ کښې اپرېشن شروع شو نو زياتره خلق کډوال شو خو دے د خپلې کورنۍ سره پۀ خپل کلي کښې پاتي شو تر دې چې يو ځل د دوي پۀ کور ګولۍ راپرېوته او درې ښځې پکښې د دوي زخمي شوې خو بیا هم دوي خپله خاوره پرې نښوده کله چې پۀ 2009ء کښې د باجوړ ناوګۍ بازار صدر شاعر محمد اسلام ارماني اغوا او بیا شهيد کړے شو نو ورسره دغه خبر هم خپور شو کۀ چا د دې کس جنازه وکړه نو مونږ به ورسره کار لرو، پۀ دغه وخت کښې مولانا خانزېب راپورته شو د هغه جنازه ئې وکړه او بیا ئې پۀ دغه سختو حالاتو کښې د ناوګۍ د بازار د صدارت الکشن وګټو او تر ډېرو کلونو د ناوګۍ د بازار صدر پاتي شو-تر ډېرې مودې ئې پۀ عملي سیاست کښې برخه نۀ وه اخستې خو د هغه ترۀ سالار احمد علي چې د عوامي نشنل ګوند وړومبے صوبائي سالار ؤ د چا پۀ سرپرستي کښې چې د باچاخان جنازه برې پښتونخوا ته وړل شوې وه او ورور شېخ جهان ذاده څوک چې د باجوړ پۀ خاوره د عوامي نشنل ګوند پۀ وړومبو غړو کښې ؤ د هغوي د محفل اثر او څۀ د خپلې ژورې مطالعې او مشاهدې پۀ بنياد ئې پۀ کال 2002ء کښې پۀ عملي سیاست کښې برخه واخسته او خپله سیاسي تګلاره ئې عدم تشدد يعنې د باچاخان لاره غوره کړه او پۀ عوامي نشنل ګوند کښې شامل شو- پۀ ډېره لږه موده کښې د خپلو ليکنو، سټډي سرکلو، پوډکاسټو، مقالو او راپورنو پۀ وجه ئې ډېر مقبوليت ترلاسه کړو او د 2023ء پۀ انتخاباتو کښې ورته د عوامي نشنل ګوند له خوا د باجوړ پۀ خاوره د وفاق سيټ ټکټ ورکړل شو چې د بې حسه قام پۀ شپاړل لاکهـ ابادۍ کښې ئې څۀ د بره 12 زره ووټ واخستو او پۀ پينځم نمبر راغے- خو بیا هم هغه پۀ خپل قام مئين ؤ او د سیټ د بېللو نه پس ئې خپل کار نور هم ګړندے کړو او د پښتونخوا پۀ مختلفو ضلعو کښې ئې سټډي سرکلې وکړې، د سوشل ميډيا پۀ لار ئې ډېرې ليکنې او پېغامونه خپارۀ کړل او د باجوړ سره سره ئې د نورو ضلعو پۀ پاڅونونو کښې هم خپل شتون يقيني کړو- تر دې چې د پېنډۍ، اسلام اباد او کراچۍ ښارونو پورې د پښتون قام د بېدارولو د پاره لاړے، پۀ مختلفو پوهنتونونو، کالجونو او سکولونو کښې ئې ځوانانو ته د پښتونخوا د وسائلو او سیاسي تګ لارې پۀ اړه لکچرې ورکړې او د ریاست چالونه، قبضه ګري او د پښتون قام سره ناوړه سلوک ئې ورته پۀ ګوته کړو- دغه ساده مزاج انسان د خپلو ټولنيزو، سياسي، ديني او معاشي مصروفياتو باوجود ادبي سفر « د رڼا ملګري » تنظيم نه شروع کړے ؤ کوم چې د دوي او پروفېسر حنيف او څو نورو ملګرو پۀ ملګرتيا دغه تنظيم پۀ وجود کښې راغلے ؤ – پۀ خپل ژوند کښې ئې پينځۀ کتابونه وليکل چې دوه کتابونه ئې چاپ او درې ناچاپه دي- پۀ چاپ شوو کتابونو کښې ئې وړومبے کتاب « باجوړ د تاريخ پۀ رڼا کښې » دے چې دغه کتاب ټول پۀ ټوله 440 مخونه دي، پۀ اګست 2020ء کښې د اعراف پرنټرز له خوا خپور شوے دے چې د باجوړ پۀ تاريخ وړومبے مستند کتاب دے-دويم کتاب ئې « شتمنه پښتونخوا » دے چې پۀ وړومبي ځل د اکتوبر د مياشتې کال 2024ء کښې د مفکورې له خوا خپور شوے دے چې ټول پۀ ټوله 184 مخونه دي- پۀ شتمنه پښتونخوا کښې د پښتونخوا پۀ وسائلو ښۀ پۀ مدلل توګه بحث شوے دے- ددې نه پرته ئې پۀ سلګونو مقالې ليکلي او خور وور ليک چې ئې راغونډ شي نو تقریباً 12 زره مخونو ته به ورسي- درې ناچاپ کتابونه ئې د چاپ بڼې ته تيار دي-څنګه چې دۀ پښتو وئيله نو دغسې ئې پۀ عملي ژوند کښې هم پښتو خپله کړې وه تر دې پورې چې د خپلې کورنۍ پۀ زياتره ماشومانو ئې د پښتو سوچه نومونه ايښودي وو- د خپلې خاورې چارسدوالې څپلۍ به ئې پښو کولې يو څادر به ئې پۀ اوږۀ پروت ؤ او د وطن د بوټو سبزي او خپل خوراکونه به ئې خوښول-کله چې پۀ 2025ء کښې د وفاق لخوا صوبو ته د مائن اينډ منلرز ايکټ بيل وړاندې شو نو عوامي نشنل ګوند د دغه بیل رد کړو او د « حقوق يا ازادي » پۀ نوم ئې تحريک اعلان کړو پۀ دغه تحريک کښې چې چا نۀ ستړې کېدونکې مبارزه وکړه نو هغه مولانا خانزېب ؤ ځکه چې هغه د پښتونخوا زياتره ضلعو ته لاړے باقاعده سټډي سرکلې ئې وکړې او د هر پښتون غوږ ته د خپلو قدرتي وسيلو اهميت ورسولو او د کاڼو د ګټې وټې سره سره ئې پۀ عامه او ساده ژبه پښتون قام د دغه کاڼو پۀ استعمال پوهه کړو خو دغه خبرې پۀ رياستي ادارو لکه د تبر ګوزارونه وو- کله چې پۀ باجوړ کښې بیا طالبانو خپل ځانونه راښکاره کړل او حالات پۀ خرابېدو شو نو د باجوړ ټولو سياسي مشرانو پۀ مشترکه توګه فېصله وکړه چې د امن پۀ خاطر به پۀ 13 جوالائي پۀ باجوړ سپورټس کمپلکس کښې امن پاڅون کوي نو مولانا خانزېب پۀ باقاعده توګه د دغه پاڅون د پاره د سوشل ميډيا د لارې سره سره د باجوړ پۀ مختلفو بازارونو، کلو بانډو، حجرو جماتو او چم چم کمپېن وکړو کله چې پۀ 10 جولائي د باجوړ عنايت کلي بازار کښې ئې کمپين ختم کړو بیا خار بازار ته راغلو او کله چې د خار بازار نه واپس کېدو نو دغه نوموړے دانشور، مورخ، مبلغ او ليکوال د شنډۍ موړ سره جوخت پۀ مېن سړک پۀ بې دردۍ سره شهيد کړے شو او پۀ 11 جولائي خاورو ته وسپارل شو خو د هغه د مرګ دعوا د ولسوالو ډلو نه زياته پۀ رياستي ادارو وشوه .
د عوامي نېشنل پارټۍ سره د تړون متعلق د هغوي ورور شېخ ګل بادشاه وائي پۀ 1934 خواوشاه کښې باچاخان زمونږ ځاے تګ راتګ کړے دے ۔ بيا مو پلار د باجوړ وړومبے سالار و د چا پۀ مشرۍ کښې چې د باچاخان جنازه جلال اباد ته تلې وه ۔ ورستو چې زمونږ مشر ورور شېخ جهانزاده خپل تعليم پوره کړو نو باقاعده د عوامي نېشنل پارټۍ له خوا ئې سياست اغاز کړو او دغسې ئي اليکشنې هم کړې دي ۔ خانزېب زمونږ پۀ وروڼو کښې کشر و او شېخ جهانزاده ته ډېر ګران و ۔ کله چې مولانا خانزېب مدرسه پوره کړه نو ډېرو پارټيانو والا به زمونږه حجرې ته راتلل او شېخ صېب ته به ئې وئيل چې دا يو ورور مو مونږ له راکړئ ۔ خو شېخ جهانزاده خپله پګړۍ اخر د مولانا خانزېب پۀ سر کښېوده او مولانا خانزېب چې ډېره لوسته ئې کړې وه د سياسي پارټيانو پۀ انتخاب کښې پۀ دې خبره پوهه وۀ چې د عوامي نېشنل پارټۍ د باچاخان او ولي خان نه بغېر بله کومه پارټي د پښتنو خېرخوا نشته ۔ مولانا خانزېب زمونږ نه ډېر کشر و خو پوهه خداے پاک داسې ورکړې وه چې مونږ ټولو خپل استاذ تسليم کړے و۔