پښتونخوا اؤ پنجابي بالادستي–ډاکټر ابرار افغان

دا ليکنه شريکه کړئ

انګرېز سامراج کۀ دلته راغلې وۀ اؤ په افغانستان يې غلبه حاصلول غوښتل يا يې ددې خارجه پاليسي په خپله قبضه کښې نيولي وۀ، نو نن هم د انګريز د تلو نه وروسته د افغانستان واګې په يؤ اؤ بل شکل په خپل لاس کښې نيول د پاکستان د رياست کالونائزډ مائنډسيټ څرګندوي. د برطانيې د تللو اؤ پاکستان جوړيدو سره سم په دې خطه کښې سياسي انجينئرنګ شروع کړې شو. د بابړې واقعه، د خدايي خدمتګارو حکومت ختمؤل بيا د نېپ ختميدل اؤ په نن دور کښې د عوامي نېشنل ګوند په ضد پراپېګنډه دغه ټول څيزونو موخه صرف دا ده چې پښتونخوا د خپل Organic ليډرشپ نه محرومه کړې شي. دلته په سرکاري سطح داسې مهم اوچلؤلې شو چې پړ پکښې هم پښتون دے اؤ مړ پکښې هم پښتون دے. په سرکاري روپو باندې داسې خلک اونيوې شؤل چې د فېک اکاؤنټونو نه به يې شپه اؤ ورځ دغه ذهر خؤرول چې نېشنل ګوند پښتانه خرڅ کړي، نېشنل ګوند ډالرې اغيستي. د قامي تحريک اؤ د هغې د مشرانو په ضد انتهایی سپکې خبرې اؤ ملنډې شروع شوې چې کوم اوس هم روانې دي.

د پاکستان د جنګي پاليسو په نتيجه

کښې د پښتونخوا نه بفر زون جوړ کړې شو دا چې مېن سټريم پاکستان ترې محفوظ وي. د پنجاب وزير اعلی مريم نواز په خپل يؤ تازه بيان کښې وايي چې پنجاب تۀ د نورو ملکونو نه نۀ بلکه د پښتونخوا اؤ بلوچستان نه ترهه ګري راځي، خو دغلته دوي دا خبره بيخي نظر انداذ کړي چې دغه دواړه‌ صوبې دې حال تۀ رسؤلي چا دي. د پخوانۍ فاټا اؤ پښتونخوا لپاره نن هم هغه د انګريز ددور پاليسي دوام لري. لکه څنګه به چې انګريز د نور هندوستان لپاره Government of India Act کارؤو ولې د پښتونخوا اؤ بلوچستان لپاره به FCR غوندې تور قانون. دغه سلسله اوس هم روانه ده چې مونږ يې د Action in Aid Of Civil Power په شکل کښې وينو کوم چې د Rowlatt Act يؤ نوی شکل دې.

د پاکستان ددې خطې لپاره ځانګړې قانون اؤ پاليسي ددې نه هم جؤتيږي چې اتيا کاله پس نن هم په پخوانۍ فاټا کښې يؤ پوخ سړک نشته چې باجوړ د سويلي وزيرستان سره وتړي، يؤ پوهنتون، يؤ صنعتي زون، يؤ غټ هسپتال نشته، د روزګار وسايل نشته بلکه که څه لږ ډېر کاروبار وو هغه د ترهه ګرۍ اؤ پوځي عملياتو له وجې برباد کړې شو. صرف په ميران شاه کښې ۲۲ زره دکانونه ړنګ کړی شوي، لکه کله کله سړے حيران شي چې د ګټو اؤ خښتو ديوالونو کومه ترهه ګري کړې وه! دا نور څه نۀ وي خو ددې ځائې اولسونه معاشي طور قتل کؤل وي اؤد فقر اؤ افلاس په لاس خېر ته کښېنولې کيږي. بل خوا ته په دوي باندې خپلې علاقې خالي کړې شي اؤ پنجاب ته ورله مخه کړې شي. دغه شان که مونږ اوګورو نو د پېښور سره چې کوم کار اوکړې شو، هغه پېښور چې د پښتنو سياسي اؤکلتوري مرکز وو، هغه پېښور چې د سويلي ايشيأ اؤ مرکزي ايشيأ په کراس روډ باندې پروت يؤ مهم ښار، يؤ مهم ګېټ وے، يؤ مهم تجارتي سټاپ وو هغه د ګلونو ښار په بمونو دومره سورے سورے کړے شو چې نن يې هم د پرهرونو نه وينې څاڅي. هغه پېښور سياسي اؤ معاشي طور شنډ کړې شو. پېښور ئې تنها کړو. د ملاکنډ وګړي يې د سوات موټروے په نوم نيغ په نيغه د اسلام آباد اؤپنډۍ سره اوتړل، دغه شان جنوبي اضلاع يې د هکلې موټروے په ذريعه اسلام اباد سره اوتړل. اوس څوک پېښور ته نه ځي. ولې چې پېښور ته تلل ګران اؤ پنډۍ ته اسان دي. پېښور د لوګو، دوړو اؤ څخا اوبو په يؤ مرکز بدل کړې شو اؤ د مولانا خانزيب خبره پېښور اوس صرف په سندرو کښې پاتې شو. هم دغه شان د افغانستان سره هر وخت تاؤ تريخوالې اؤ د لارو په مستقيمه ډؤل بندؤلو دا اولسونه نور هم معاشي طور اوځپل. ددې ټولو نتائجو پړه اکثر خلک په خراب سياست وراچؤي اؤ په سياست کښې يې هم اولنې هدف نېشنل ګوند وي. هم دغه وجه ده چې اکثر ډېر پښتانۀ دا خبره کوي چې پښتنو له قام پرستۍ ته يا صوبائيت ته هوا ورکؤل نه دي پکار. پکار ده چې مونږ د صوبائيت نه راوځو اؤ د ټول پاکستان لپاره سوچ اوکړو. پښتنو له پکار دي چې په غټ ميدان کښې کوښښ اوکړي اؤ يا دا چې د ټول پاکستان غم پکار دے اؤ اول د پاکستان سوچ اوکړئ بيا به صوبې سره ګورو. په دې کښې هيڅ کومه بده خبره نشته چې د پاکستان لپاره سوچ نه دے پکار يا خدايې مه کړه مونږ د پاکستان بد غواړو! يا دا چې پاکستان دې ترقي نه کوي، يا د پاکستان په سياسي اؤ معاشي استحکام کښې دې څه برخه وانغستې شي. ولې دلته دغه خلک دا خبره بيخي هېره کړي چې پاکستان يؤ وفاق دے، يؤ فېډرېشن دے چې په کومې کښې څلور فېډرېټنګ يونټس دي. که هره يوه صوبه پخپل ځائې سياسي اؤ معاشي طور مظبوطه شي نو ددې سره به ټول پاکستان پخپله مظبوط شي. هم دغه شان يؤ بل سوال دا راپورته کؤلې کيږي چې نېشنل ګوند يؤ وړوکې ګوند دې اؤ مونږ له پکار ده چې غټې پارټۍ ته ووټ ورکړو چې حکومت يې راشي ددې ځواب هم په دغه مظبوطو صوبو کښې دې. ددې سره دغه خلک يؤ بل جواز د نېشنل پارټۍ په ضد د يوې پچموزې په انداذ کښې هم داسې کوي چې که نېشنل ګوند هر څومره ووټ واخلي خو اسفندیار ولي خان يا ايمل ولی خان د ملک وزير اعظم نشي جوړيدلې. ددې خبرې سپيناوي ته به زه وروسته راشم اول خبره په دې کؤو چې مونږ له صوبې بااختياره يا مظبوطې ولې پکار دي.

د پښتونخوا سياست، معيشت اؤ امن براه راست د افغانستان د امن سره تړلې دې. افراسياب خټک وايي چې په مونږ باندې هوا هم د هندوکش له اړخه لږي. که لاهور اؤ پنډۍ هر څومره ترقي يافته اؤ خوشحاله شي ما ته ترې څه تپ راځي؟ دا اوس چې په پنډۍ اؤ لاهور کښې امن دے د هغې اثر په ما ولې نه کيږي؟ په فيصل اباد اؤ ملتان کښې چې امن دے د هغې اثر په سوات، لکي مروت اؤ ډيره اسماعيل خان ولې نه کيږي؟ خبره داسې ده چې د اټک نه اؤ دريا خان نه هاغه غاړې ته يؤ شان پاکستان دے چرته چې کاروبار دے، امن دے، ميلې دي، سهوليات دي، پي ايس ايل دے، ترقیاتي منصوبې دي ولې د اټک نه دې پله پښتونخوا کښې بد امني ده، لوډشېډنګ دے، ترهه ګري ده، بهته خوري ده، کډوالي ده اؤ بېروزګاري ده. د مېن سټريم پاکستان ښه اثرات په پښتونخوا اؤ بلوچستان ولې نه پرېوځي؟ ولې د پښتونخوا اؤ بلوچستان نه خلک روزګار له پنډۍ ته فيصل اباد ته اؤ کراچۍ ته ځي؟ د پښتونخوا اؤ بلوچستان حالات په هر صورت کښې د افغانستان د حالاتو سره تړلي وي ددې وجه دا ده چې ددې ځايي ولسونه د سوونو کلونو نه د يؤ بل سره په سياسي، جغرافيايي، معاشي اؤ معاشرتي رشتو کښې تړلي شوي دي. د تېر پنځوسو کلونو دوامداره جګړې له وجې د دواړو غاړو اولسونو په منځ کښې شلون راوستې شوې دې چې ورسره مشترک معاشي مفادات له منځه تللي. ددې برعکس چې لارې خلاصې وي، امن وي کاروبار وي نو د اولسونو په منځ کښې بداعتمادي ختميږي اؤ ګډ معاشي مفادات ته لار هواریږي چې په نتيجه کښې يې خوشحالي راځي. ددې ځائې ترقي اؤ خوشحالي په جنګونو کښې اؤ په مظبوط مرکز کښې نه ده بلکې په خود مختاره ولسواکۍ کښې ده. ددې دپاره دا خبره اړينه ده چې په افغانستان کښې لاس وهنه بنده شي، لارې کولاؤ شي اؤ په پښتونخوا کښې د امن سره سره يؤ خپلواکه حکمراني رامنځته شي. د خپل واکه حکومت مطلب دے چې صوبايي خودمختاري دې په هر حال کښې بحال کړې شي.

اوس راځو چې مشر اسفنديار ولي خان يا ايمل ولی خان ولې وزيراعظم نشي جوړيدلې. پاکستان که مونږ دا وخت اوګورو نو يؤ وفاقي رياست دے، يؤ فېډرېشن دے يؤ کثيرالقومي هيواد دے. بيا که مونږ اوګورو نو د اتلسم آئيني ترميم نه وروسته زيات تره اختيارات صوبو ته يعنی فېډرېټنګ يونټس ته حواله کړې شوي ولې د يؤ سنجيده حکومت د نشتوالي يا د جينون ليډرشپ د فقدان له وجې د شپاړس کلونو پس هم د اتلسم ترميم ثمرات صوبو ته يا د هغې عوامو ته په عملي بڼه نه رسيږي. هم دغه شان د NFC ايوارډ نه منظورېدل هم د غېر سنجيده صوبايي حکومتونو د حقيقي عوامي ستونزو په ځايي نورو مسلو پسې د لګېدلو په وجه ځنډیدلې دے. دغه شان د پنځويشتم ائيني ترميم وروسته د فاټا د نؤو ضلعو لپاره چې کومې سالانه پيسې مختص شوې وې هغه هم نه ميلاؤيږي. په فېډرېشن دننه يؤ وړوکې قام د نورو قامونو يا انتظامي يونټس نه څۀ غواړي؟ يقينن چې هغه د آئين بالادستي، د قانون حکمراني ، په وسائلو اختيار، صوبايي خودمختاري يا د فېډرېټنګ يونټس مظبوطوالې غواړي کوم چې د عوامي نېشنل ګوند مرام دے. ددغه سياسي وضعيت په رڼا کښې که پښتانه صرف د صوبې حکومت اؤ د قامي اسمبلۍ ۴۵ ممبران عوامي نېشنل ګوند ته ورکړي نو زه په دعوی سره دا وائيم چې هيڅ وزير اعظم ته حاجت نشته، په دغه ممبرانو په قامي اسمبلۍ کښې مونږ په مرکزي حکومت کښې غټ سټېک لرلې شو اؤ هغه څه پرې کؤلې شو چې څه ددې اولس ارمان وي. د بده مرغه په پاکستان کښې هميشه فېډرېټنګ يونټس کمزوري کؤلو اؤ مرکز مظبوطؤلو ته کار شوې دے. اوس هم د پښتونخوا د ماتؤلو اؤ د هزاره صوبې جوړېدو لپاره لار هواریږي. دا خبره په يؤ بل انداذ کښې تېره ورځ وزير داخله صېب اوکړه چې د پاکستان موجوده نظام Collapse شوې دے. يعنی په يؤ يا بل انداذ کښې د نورو صوبو جوړؤلو لپاره ذهن سازي روانه ده. محسن نقوي صېب تېره ورځ بيا زياته کړه چې نوي انتظامي يونټس (نوي صوبې) به په هر حال کښې جوړيږي اؤ هيڅ څوک ددې مخه نشي نيولې. سيند اسمبلۍ متفقه طور د نوو صوبو بل په بشپړه توګه مسترد کړے. چل يې ټول پښتونخوا ته جوړ کړې د کومې لپاره چې د مخکښې نه د تحريک انصاف حکومت څو ځله د هزارې صوبې لپاره بل پاس کړې. دغه شان دا خبره هم وخت نا وخت د پنجاب سنټرک پارټيانو مشران هم کؤي چې اتلسم ترميم دې واپس کړې شي. په نړۍ کښې د اختياراتو د لاندې لېول پورې راوستو له کبله ملکونو خپل وګړي د غربت نه راويستل اؤ د ژوند معيار يې ورله ښۀ کړو اؤ زمونږ پله ګل لا په ښکته ځي. که انتظامي مسلې راپيدا شوي وي نو بايد تر ټولو اول بيا پنجاب تقسيم شي. د ايوب خان د دور ون يونټ هم ددغې لپاره جوړ شوې وو چې د بنګالي قام اکثريت پرې برابر شي خو ولې بيا هم د مغربي پاکستان څلورو صوبو (ون يونټ) د بنګالي اکثريت برابري اونکړې شوه، اؤ بيا داسې اوشو چې د نړۍ په تاريخ کښې په وړومبي ځل يؤ اکثريت د اقليت نه اذادي واغيسته. ددغه اذادۍ د نورو ډېرو لاملونو سره يؤ مهم اؤ شايد تر ټولو غټ لامل هم دغه وو چې ددغه ځايي اولس ته خپلواکي ، خودمختاري يا حقِ حکمراني يا د واک حق نه ورکؤل کېدو.

د پاکستان د فېډرېشن

ساخت اؤ انتظام ددې اړي ګړي يؤ مهمه وجه ده چې له وجې يي وړې صوبې يا فېډرېټنګ يونټس هميشه ګيله من اؤ په احتجاج سر وي. هغه دا چې دا وفاقي نظام په Parity سسټم باندې نه بلکه د ابادۍ د زياتوالي اؤ کموالي د تناسب په بنياد جوړ دے. ددې له وجې يؤه اکثريتي صوبه/يونټ (پنجاب) په بالادستۍ کښې ده. يعنی که د دريو صوبو په پارليمان کښې تعداد رايوځايي کړې شي نو بيا هم د پنجاب د نمائيندګۍ مقابله نشي کؤلې. هم دغه وجه ده چې د پنجاب د زياتې نمائيندګۍ له وجې د سياسي اؤ معاشي طاقت عدم توازن پيدا شوې دے. په پاکستان کښې اول خو سياست اؤ پارليمان ډېر کمزورې اؤ بدنام کړی شوې دے خو بيا هم که څه لږ ډېر اختيار وي نو هغه هم که د هر رقم پاليسۍ اؤ قانون سازۍ کؤلو وخت وي په هغې کښې اکثريتي صوبه د خپلې خوښې فيصلې اوکړي. باقي نمائيندګان کوم چې هم ددرې صوبو د عوامو په ووټ اؤ نمائيندګۍ په پارليمان کښې ناست وي هيڅ نشي کؤلې. هم دغه وجه ده چې اکثر خلک بيا دا بحث رامنځته کړي چې پکار ده ملک ګير يا غټې پارټۍ ته  نيغ په نيغه ووټ ورکؤل غواړي، ولې چې دوي دا ګڼي چې وړوکې يا صوبايي ګوند هسې هم څه نشي کؤلې. خو په دی ځائې کښې دغه خلک دا تېروتنه کوي چې د غټو پارټو په منشور کښې يا سياسي پروګرام کښې ستا د صوبې دپاره هيڅ هم نه وي. ددغه موقف زياتره طرفداري د تحريک انصاف ملګري کؤي حالانکه کوم څه چې نېشنل ګوند اؤ مشر اسفنديار خان بغېر د وزیر اعظم جوړېدلو په ديارلس ممبرانو دې صوبې ته راؤړي وو د هغې عشر عشير ددوي خؤږ وزيراعظم هم نه دي راؤړي. په هغه وخت کښې چې کله ددوي محبوب ليډر عمران خان وزير اعظم وو نو د پښتونخوا صوبې د پېسو ورکؤلو نه يې په دې انکار کړې وو چې حالات خراب دي ددې وجې پښتونخوا ته مونږ پيسې نشو وړکؤلې حال دا چې د پښتونخوا پښتنو مرکزي اسمبلۍ ته تحريک انصاف له ۳۵ ممبران هم ورکړي وو۔ د مطيع الله تراب شعرونه دي چې:

پښتون پنځوس کاله د بل ديوال تۀ خټې اوکړې
وخت اؤ حالاتو ترېنه خپلې خپلې ګټې اوکړې

مونږ هغه قوم يو سر شيندلو تۀ څو زله ووځو
سياست پۀ بل کؤو د جنګ ميدان تۀ خپله ووځو

نورې ليکنې۔۔۔