د باچا خان پس استعماري فکر—ګل اکبر خان

باچا خان بابا (خان عبدالغفار خان)  د هندوستان د ازادۍ د مبارزې یو لوے غړے، د عدم تشدد فلسفې پلوی، او د پښتنو د حقونو مبارز و. د هغه نظريه د استعماريت (Colonialism) په ضد د صلحې، علم، خپلواکۍ، او فرهنګي بیدارۍ په بنياد ولاړه ده. لاندې يې د استعماريت ضد نظریه په تفصیل سره […]

هېر شوے ورک شوے سرتېري(زړور خان بابا)—خورشېد انور

په تاريخ کښې داسې شته چې نۀ يواځې د ملتونو سرلوړي ګنړلے کېږي بلکې د قربانۍ غېرت او ملي شعور لوړي بيلګې دي د ۱۹۳۰ کال د مۍ ۲۸ نېټه د مردان ټکر کلي کښې يوه داسې ورځ وه چې د فېرنګې استعمار په ضد د پښتون اولس پاڅون ئې نړۍ ته اوښودو، د پېښور […]

د کالاباغ ډېم منصوبه تحقيقي او تنقيدي جائزه—اکبرهوتي اېډوکيټ

د کالاباغ ډېم منصوبه چې د پاکستان د تاريخ انتهائي متنازعه منصوبه ده۔ د دې منصوبې دوه بنيادي وجوهات مخې ته راځي۔ يو سياسي وجوه او بل تکنيکي وجه ۔ په سياسي حواله په پاکستاني وفاق کښې دري يونټه د دې خلاف دي او يو يونټ يعني پنجاب د دې په حق کښې دے۔ د […]

مونږ ته چرته د بل سقراط ضرورت دے(ډاکټر مبارک علي)—مترجم: اظهر خټک

مونږ اکثر د دې غوښتنې څرګندونه کوو چې مونږ کښې بيا چرته څوک محمد بن قاسم، محمود غزنوي او محمد غوري پېدا شي ۔ چې د سلطنت خورېدو سره زمونږ يو والے بيا د سره قايم شي ۔ د دې څرګندونې پۀ شاليد کښې زمونږ د تاريخ هغه نظريه ده چې پۀ هغې کښې ګټونکې […]

پښتانۀ څوک دي يو سپيناوے—ډاکټرخلیل الله اورمړ

په ټولنیزو رسنیو کښې نن سبا د پښتنو َنَسبي جوړښت ته ډېره پاملرنه شوې ده. څو ورځې وړاندې د محترم ډاکټر صاحب اباسین یوسفزي مرکه: «د پښتنو تاریخ او شجره و نصب» تر عنوان لاندې په فېسبوک کښې خپره شوه او خپل نظر ئې په لاندې ډول وړاندې کړی دی: پښتانۀ د ابراهیم علیه سلام […]

پښتو ژبه ولې او چا سامي ژبکورنۍ پورې تړلې؟—محمد اسحاق مومند

لنډيز: په ډېرو پخوانیو او حتی د نږدې وختونو په منابعو کې یو په بل پسې داسې نقلونه راغلي دي چې پښتانه په اصل او نسب بني اسرائیل دي او پښتو ژبه د سامي ژبکورنۍ پورې اړه لري. پښتانه یوازې یهودان او بني اسرائیل نه دي ګڼل شوي، بلکې تر دې ور هاخوا نورو څېړونکو پښتانه […]

اه ایډوکېټ چراغ الدین صېب هم پوره کړه—همدرد اورکزے

زمونږ د ټل تحصیل تر ټولو زوړ خدائي خدمت ګار د باچا خان بابا د قافلې سالار او د خدائي خدمت ګارانو د ټل روحِ روان ښاغلي چراغ الدین ایډوکېټ هم نن له دې فاني نړۍ نه تل د پاره سترګې پټې کړې ـ هغه چراغ الدین صېب چې کله به باچا خان بابا ټل […]

عروج او زوال او د قام ذمه واري—اعجاز خان هوتي

بشري تاريخ مونږ ته دا ښائي چې په دې نړی د لکهاو کالو راسې انسانان ژوند کوي او د وخت، حالاتو  او د شعوري ارتقا په وجه د بيلا بيلو دورونو سر مخ شوې تير شوې او تيريږي او ورسره د پر مختګ مزل ئې هم په مزه مزه ډېر د مستقل مزاجۍ سره کړے […]