حسېن بخش کوثر غورياخېل(1922-1993)–ډاکټر فضل الرحيم مروت
حسېن بخش کوثر غورياخېل يو نوموړے پښتون سياسي کارکن، عالم او اوديب و چې د پيښور سره ئې تعلق درلود او پۀ 1922ء کښې د پېښور ملا فضل ګنج روډ محله کښې زېږېدلے( : پروفېسر شفع صابر، شخصيات سرحد، مخ 663) ۔د دوي پلار عبدالکريم بخش يو تاجر و چې د بحير کېپسين ضروري سامانونه ئې […]
فضل محمود مخفي او جمعيت عسکريه هند—ډاکټر سعيد احمد ساحل
فضل محمود مخفي د شلمي پېړۍ يو داسې ګڼ اړخيز مبارز شخصيت دے چې د خپلو ادبي، سياسي، اصلاحي، تعليمي او صحافتي هلو ځلو په بنياد خپله يوه ځانګړې پېژندګلو لري ۔ د هغوي معاصرينو او متاخرينو د هغوي دغه بې لوثه خدمات منلي هم دي او ستائيلي هم دي ۔ هغوي په مختلفو سياسي، […]
ایا عبدالغفار خان له مهنداس کرم چند ګاندي څخه ولسي مبارزه کاپي کړې وه–احمدالله ارچيوال
د موضوع پېژندګلوي د باچا خان او ګاندي د سیاسي نژدیوالي له امله ډېر خلک فکر کوي، چې نوموړي له ګاندي ولسي مبارزه کاپي کړی وه۔ ښايي دا لامل وي چې ډېر پوهان باچاخان ته د سرحد ګاندي وايي او یا ددې برعکس ښايي د دغو ليکوالانو او څېړونکو له خوا دا نوم ایښودنه ددې […]
د بلوچستان پۀ پښتنو او بلوڅو د خدائي خدمتګار تحريک اثرات–ډاکټر صادق ژړک
د ګندمک او ډيورنډ تړون پۀ نتيجه کښې چې د افغانستان يوه لويه برخه د برټش انډيا برخه وګرځولې شوه ۔ يوه برخه چې د افغانستان څخه ئې قبضه کړې وه او يوه برخه چې د بلوچستان څخه ئې بېله کړه چې دغه سيمې ئې د برټش بلوچستان پۀ نوم د برټش امپرتورۍ برخه جوړه […]
د باچا خان د روزنې ماډل د هغۀ د خپلو خطونو پۀ رڼا کښې–ډاکټر سميع الدين ارمان
د خدائي خدمتګار تحريک د وياړلي ليکواﻻنو نه يو ستر څېړنکار او مشر خدائي خدمتګار عبدالله بختاني خدمتګار د خپل کتاب ‘د خان عبدالغفار خان ليکونه’ لومړۍ برخه مقدمه کښې پۀ کال نولس سوه څلور اتيايم (1984) کښې ليکي چې کله پۀ کال نولس سوه اتيايم (1980) کښې د باچا خان ژوندليک ترتيب کېدلو نو […]
خدائي خدمتګار تحريک پرون او نن–نورالامين يوسفزے
خدائي خدمتګار تحریک او نهضت یو داسې تحریک او نهضت دے چې پۀ ګړده نړۍ کښې خپل ثاني او ساري نۀ لري ۔ اکثر داسې شوي دي چې کله د یو قام یو قامي اتل د خپل قام د پاڅون لپاره راپاڅېدلے دے نو یا ئې سیاسي مبارزه کړې ده یا ئې د تورې جنګ […]
د فضل اکبر سېف پېژندګلو او شاعري—اسامه خان
Introduction and Poetry of Fazal Akbar Saif Abstract: Fazal Akbar Saif is a poet associated with a region renowned for its rich tradition of poets, writers, and researchers. His poetry offers a significant reflection of Pashtun life, culture, traditions, and values. Alongside its cultural and social dimensions, his poetry is distinguished by notable artistic and […]
ټول عمري سورمخے (خاکه)—نعمت الله صديقي
ګول مول، نۀ توري او نۀ شني سترګي، تک سپین ویښتۀ، کلین شيو، په صفا ستوره زيړ سپین مخ یي واړه او نري بریتونه، لوړ نسباً غټ قد، سپیني یا کله کله سوربخوني غټي چشمي او څلورویشت ساعته سګریټ په لاس دا اوسنے یا د څو شپیتو سړی د خپل وخت هغه ښکلے او ښاغلی […]
په انګريزي ادب کښې استعماريت—ګل اکبر خان
زه دلته د انګريزي ادب څلور ناولونو او د يوي ډرامي په متن کښي د انګريز استعماريت نخښي په ګوته کول غواړم چي د هغي تفصيل څه په دا ډول دے ۔ د ويليم شکسپيير ډرامه The Tempest : دا ډرامه د 1611م کال خواو شا لیکلي شوي ده . د دي اثر فضا استعاري […]
افغان کډوال د بائيللي جوارګرو کور ته تلل—اعجاز هوتي ايډوکيټ
د پيښور په کارخانو مارکيټ کښي هر وخت دومره ګڼه ګوڼه وي چي د پښي د لګيدو ځاے پکښي نۀ وي. خو د اتوار په ورځ دا ګڼه نوره هم زياته شي. ولي نن سبا خو هره ورځ اتوار اتوار دي. بلکه د هغي نه هم زياته ګڼه وي پکښي . ورسره ورسره د دکانداري […]