Category: نور ليکوالان

  • د دردېدلي اجمل دردېدلې نغمې – عبدالحميد زاهد

    د دردېدلي اجمل دردېدلې نغمې – عبدالحميد زاهد

    د ژوبل احساس يو څو څړيکې، د زخمي غېرت يو څوغورځنګونه، د سرې وينې يو څو تړم څاڅکي، د اولسي جونګړو يو څو شنۀ اسوېلي، د غربت يو څو ترښې تجربې، د سرمائې يو څو ناکړدې، د اقتدار يو څو ړندې لتې او ورسره د پښتونولۍ احساس؛ چې دا هرڅۀ را يوځاے شي نو “د غېرت چغه” ترې جوړه شي. “د غېرت چغه” بېشکه چې اسماني صحيفه نۀ ده خو داسمانونو د خالق لۀ اړخه د زميني خدايانو پۀ ضد د بې وسه او ځپلي شوي دردېدلي اولس د زړۀ اواز ضرور دے. د غېرت چغه د مايوسۍ پۀ تيارو کښې د روښانه سباون زېرے دے. د غېرت چغه د غريب او باشعوره اولس د پرهر پرهر دردونو د پاره ټکور دے. د غېرت چغه يوه داسې سندره ده چې د بټۍ مزدور ئې واوري نو د ټولې ورځې ستوماني ئې ختمه شي او چې يو باشعوره زلمے ئې واوري نو وجود ئې غزونې وکړي او پۀ ذهن کښې ئې بلا سوالونه را پورته شي چې دا مونږ پۀ کومو کومو زنځيرونو تړلي شوي يو، مونږ ته د مخکښې تلو هره لاره نيولې شوې ده، څوک د مذهب پۀ نوم، څوک د قوميت پۀ نوم، څوک د وطن پۀ نوم مونږ مخکښې تګ ته نۀ پرېږدي، نو پۀ داسې حال کښې دغه زلمے پۀ دې وئيلو مجبوره شي.

    ډېر د دوران د دنيا

    پۀ رنګينو دهوکه شوم

    هم پۀ خوږو دهوکه شوم

    هم پۀ ترښو دهوکه شوم

    ډېر د حسين خوبونو

    پۀ تلوسو دهوکه شوم

    نور پۀ رنګينو نشو

    اودۀ کېدے نۀ شمه

    بس د دنيا پۀ نغمو

    نور ګډېدے نۀ شمه

    ساقي زما پۀ خوا کښې

    مۀ کړنګوه جامونه

    لر کړه دا چنګ و رباب

    مۀ سوزوه تارونه

    او چې چرته ئې پېغله واوري نو هغه ئې د خپلو خوبونو تعبير ګڼي او داسې ئې محسوسوي چې ګينې اجمل خټک دا سندرې زما لپاره ليکلي دي، ځکه چې پۀ دې سندرو کښې هرې پېغلې ته د خپلو ارمانونو او دردونو تصويرونه ښکاري.

    پټ پۀ پړوني کښې د حورو پېغلتوب د جينۍ

    لکه پۀ خوب کښې د جنت د وږمو خوب د جينۍ

    دا نغښتې څانګه د مستۍ نه زنګېده راتله

    لکه نشه د سرې پيالۍ نۀ ښکارېده راتله

    د زرکې تګ ئې دپېنزېبو انګازې هېرې کړې

    لنډ قدمونو ئې د زيراو بم پردې هېرې کړې

    د زړۀ درزا مې دلته جلته ساه راښکلې شوله

    چې دا مې خوا کښې تېرېده نو ساه نيولې شوله

    ما وې چې چغې به کړي ژاړي به تراښۀ به وائي

    زړۀ پۀ درزا شو چې خلۀ پرانېزي څۀ به وائي

    پېغلې ګلونه پۀ سينه قطارول قبرته

    پۀ ډډ اواز ئې دا څو ټکي اورول قبرته

    شهيده خور دې پۀ ګولو سوري ټټر نۀ قربان

    چې پرې اسونه دنګېدلي هغه سر نه قربان

    خدايه سپرلے کړې چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا

    د خوېندو مېندو لوپټې سرۀ نشانونه شي بيا

    او کۀ چرته يو بې قراره او دردېدلے زړۀ دغه دردېدلې سندرې واوري کۀ هر څو د بېلتون پۀ زولنو کښې روست شوے وي يا د چا د بڼو پۀ غشو غلبېل غلبېل شوے وي يا د زلفو پۀ کړمار د ختلو نۀ وي يا پۀ دار د زنګېدو چل نۀ ورځي يا خپلې تراړې تراړې شونډې نۀ شي ليدے، د خپل درد د څړيکو نغمې جوړوي نو دردېدلے اجمل خټک هغه څۀ پۀ ښکلي انداز ګويا شي او دغه دردېدلے او بې قراره زړۀ داسې خاموش او پۀ ښائسته خوب اودۀ شي لکه يو ماشوم ته چې خپله مور الله هو شروع کړي او سترګې پټې کړي اودۀ شي.

    کۀ د چا زلفې ښاماران شي خوري دې

    زرګيه ستا دغه سزا ده، چپ شه

    کۀ د بڼو پۀ غشو ټول غلبېل شې

    د دغې لارې تقاضا ده، چپ شه

    کۀ د بېلتون پۀ زولنوکښې شې روست

    دچا د مينې تقاضا ئې ګڼه

    کۀ د خزان پۀ خنډ و ښار سورے شې

    د بهار زېرے پۀ خندا ئې ګڼه

    درد دې منمه خو زخمونه پټ کړه

    اوس د زخمونو د نغاړلو وخت دے

    کۀ ژاړې ژاړه خوپۀ زړۀ دننه

    دخلقو مخکښې د خندلو وخت دے

    د غېرت چغه صرف د اجمل خټک د دردېدلي ژوند تصوير نۀ دے بلکې دا د هردردېدلي انسان د دردېدلي ژوند تصوير دے؟

    او چې چرته پۀ ازادۍ مئين دا سندرې واوري چاچې ټول عمر د جبر پۀ تيارو کښې وخت تېر کړے وي قدم پۀ قدم لحظه لحظه هغۀ ته د خپلې ازادۍ احساس کېږې. د دغې حقيقي ازادۍ لپاره به دوي څومره سختۍ تېرې کړې وي څومره کړاوونه به ئې کړي وو او چې کله د ازادۍ نمر د دوي پۀ خاوره ښکاره شو نو د دوي د زړونو نه يو سوړ اسوېلے را پورته شو چې مونږ د کومې ازادۍ خوب ليدو د هغې تعبير خو بل شان شو او د زړۀ نه ئې داسې فرياد راوختو چې عرش ئې ولړزولو. دا ځانله خبره ده چې دغه ظالمانو کۀ هرڅو خپل غوږونه پۀ مالوچو بند کړي وو خو دا فرياد ؤ داسې چې پۀ دغه بندو غوږونو به ئې هم شور ورننوتو ځکه چې خالق د دردېدلي اجمل پۀ سندرو کښې داسې زور اچولے ؤ چې هغې به پۀ مخ د زمکې زلزلې راوستې.

    د لويو لويو قدرتونو ربه

    يوتمنا ده اوريدے شې کنه

    ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګے

    د چا د زړۀ لوګے ليدے شې کنه

    ستا د سيلو او طوفانونو پۀ مخ

    يو اسوېلے دې درلېږل ئې غواړم

    ستا د چپو چپو سيندونو پۀ مخ

    لېمۀ راډک شو څڅول ئې غواړم

    هسې نۀ چوڼ د خلې ويستل کفر شي

    هسې نه تا ته هم ژړېدل کفر شي

    دلته د ګېډې دوزخ تش ګرځوو

    هلته شو ستا د دوزخونو خوراک

    دلته د دغه قصابانو خوراک

    هلته د هاغه ښامارانو خوراک

    يا خو د زمکې پۀ دې ارته سينه

    ما ته خپل ژوند زما جنت را کړه

    يا د نهر دوزخي مرګ نه مخکښې

    د يوې چغې اجازت راکړه

    چې دا ستا اوږي ستا پۀ خوان ماړۀ کړم

    يا پۀ خپل ځان باندې کارغان ماړۀ کړم

    او چې څوک زلمے شاعر د دردېدلي اجمل خټک د سوز وګداز نه ډکې سندرې واوري نو د زړۀ نه ئې يو سوړ اسوېلے وخېژي او د ډېر افسوس نه پس ئې بې اختياره د خولې نه دا الفاظ راوځي چې اے کاش چې ما هم داسې د سوز نه ډکې نغمې وئيلے شوې، ما هم د سوز او پرهر پرهر زړونو د درزا نه نغمې جوړولے شوې، ما هم د نيمځالوسترګو اوښکې ساندې کولے شوې، ما هم پۀ خپلو سندرو د چا زخمي زخمي وجود ټکورولے شوې، ما هم د استبداد پۀ سترګو کښې سترګې اچولے شوې، ما هم د جبر د نظام دا بدرنګه څهره دې خپل ځپلي اولس ته ښکاره کولے شوې، ما هم د جبر دې نظام لۀ پۀ مخ څو څپېړې ورکولے شوې، خو نه، دا صرف دردېدلے اجمل خټک کولے شي، دا جرات دا غېرت د امن د فصاحت دا بلاغت دا لوړ تخيل صرف او صرف د اجمل خټک اعجاز دے. او د دې هرې نغمې د اجمل خټک نه خراج اخستے شوے دے. او د هر نوي نظم پۀ سبا هغه پۀ بندي خانو ګرځولے شوے دے. هم دې دردېدلو نغمو لۀ وجې د هغۀ ځواني پۀ جېلونو کښې ورسته شوه، پۀ هاغه وخت کښې بل داسې شاعر ؤ چې داسې ئې وئيلي دي؟

    نېکان نېکان غټان غټان پېدا دي

    دوي خو د ځايه جنتيان پېدا دي

    ځئ هغه خوارو له جنت وګټو

    څوک چې د موره دوزخيان پېدا دي

    چې دے راځي مونږ ورته خوار پراتۀ يو

    ځئ چې د هغې مرګي تان ته ورشو

    چې سبا بې کفنه مړۀ پراتۀ يو

    ځئ چې کفن پۀ سر مېدان ته ورشو

    اياز داودزے صېب وائي چې دغه اجمل، دغه د غېرت چغه اجمل، دغه د نيمځالې کونډې پۀ لېمو کښې اوښکې اجمل خداے پاک دومره دردېدو دومره کړېدو ته نۀ ؤ پېدا کړے. نازولے اجمل ددې لپاره پېدا ؤ چې د چا دنګې سپينې غاړې سره د لونګين پۀ ټال خپل فکر زنګوي، چې د چا تورو خماري سترګو کښې ئې د پېغلتوب شراب بې جام وکاسوڅښلي د هغۀ لۀ مينې ډک زړۀ هم ښائست مستي او د زلفو سوکو سره لوبې کول غوښتل خو د ناترسه زمانې څپېړو داسې اوترکړو چې دا هرڅۀ ورته خوب او خيال ښکاري. د هغۀ پۀ خيالونو د هغۀ پۀ نفسياتو هم دا يو خيال هم دا يوه چغه سوره وه چې د هغه ناترسه زمانې نه ئې خپل بدل واخستے چې د دۀ پۀ ژوند ئې لوبې کړې وې، چې د دۀ پۀ زلميتوب ئې ګوتې لګولي دي چې دے ئې د ژوند پۀ اوږو بار کړے دے چې د دۀ چاپېرماحول ئې ټول سلګۍ سلګۍ کړے دے چې کرلے فصل ئې ورته ټول ازغي ازغي کړے دے نو ځکه دغه ناترسه زمانې ته لکه د نر پښتون پتون وهي او وائي:

    اوس کۀ نر وي نو غوږونه دې خپل پرېکړي

    چې زما نغمه سړه نۀ شوله سره شوه

    کۀ مونږ د اجمل خټک د شاعرۍ پۀ فني اړخ خبره کوو نو دا خبره پۀ دعوې سره کولے شو چې اجمل خټک د خپل فکر د خپل اسلوب پۀ خپله خالق دے. د دۀ نه مخکښې مونږ ته پۀ پښتو ادب کښې داسې شاهکار نظمونه پۀ نظر نۀ راځي . پۀ دې خاطر مونږ اجمل خټک ته د پښتو د جديد نظم خالق وئيلے شو.

    همېش خليل صېب پۀ خپل کتاب “پښتانۀ ليکوال” کښې ليکي:

    پۀ حېث د شاعر اجمل خټک د بشري حقونو يو داسې علمبردار دے چې د خپلې انقلابي شاعرۍ پۀ ذريعه ئې د نسلي امتياز خلاف يوه داسې نعره پورته کړه چې وروستو بيا د غېرت چغه شوه. د انسان د لوټلې او لتاړ شوې طبقې يو داسې ترجمان دے چې د امريت او استحصالي نظام خلاف ئې خپل ټول عمر د خپل مقصد ترلاسه کولو پۀ هلو ځلو کښې تېر شو.

    دا هم يو حقيقت دے چې اجمل خټک د انساني ژوند د مختلفو شعبو او کائنات د وسعتونو سره د خپل فکري تړون پۀ وجه خپل شاعرانه فن يو داسې مقام ته ورسولو چې هم عظيم دے او هم بلند.

    اګر کۀ اجمل خټک هم يو وخت لکه د مشهور عالمي افسانه نګار ټالسټائي او شاعر ملټن د ادب لۀ دنيا نه سياست ته لاړ ولې نه خو ټالسټائي نه ملټن او نۀ اجمل خټک سياست کښې کومه داسې کارنامه وکړه چې پۀ سياسي تاريخ کښې نامدار پاتې شي . کۀ ټالسټائي ژوندے دے نو د خپلو افسانو اېنا کرېنيا پۀ وجه، کۀ ملټن ژوندے دے نو د خپلونظمونو پۀ وجه. هم دغه شان اجمل خټک به “د غېرت چغه” او د خپلو اکثرو افاقي نظمونو پۀ وجه ژوندے وي.

    خوبل طرفته د اجمل خټک يو بل هم عصر ليکوال خداے بخښلے ايوب صابر پۀ خپل کتاب جديد پشتوادب کښې ليکي:

    “اجمل خٹک صرف شاعر نہیں، ایک جانے پہچانے ادیب، باشعور قوم پرست، صحافی اور منجھے ہوئے سیاستدان بھی ہیں۔ وہ اس وقت بھی ایک بیدار سیاسی شعور کے مالک تھے جب عملی سیاست سے انکو کوئی سروکار نہیں تھا اور روزگار کے سلسلے میں ریڈیو پاکستان پشاور سے وابستہ تھے۔ اس بیدار سیاسی شعور نے انکو ریڈیو سے جیل پہنچایا اور اس کے بعد جیل کی چاہت ان کو کچھ ایسی لگی کہ دور میں جیل جاتے رہے۔ اور یوں ان کا فن نکھرتا رہا اور اس میں کوئی شک نہیں کہ جیل کی زندگی نے ان کی صحت کو خراب کرکے رکھ دیا اور ان کے خاندان کو ہمیشہ پریشانیوں میں مبتلا کئے رکھا مگر یہ بھی صحیح ہے کہ ان کو قید و بند کی صعوبتیں نہ برداشت کرنی پڑتیں تو وہ آج ریڈیو پاکستان پشاور کے ایک سکرپٹ رائٹر ہی ہوتے اور ان کا ادبی اور سیاسی قد اتنا نہ بڑھتا جتنا کہ جیل کی صعوبتیں برداشت کرنے کے بعد بڑھا ہے ۔ اجمل خٹک کو اپنے فن کی عروج پر سیاست نے ہی پہنچایا اگر وہ جیل نہ جاتے تو “دا زہ پاگل وم” جیسا دل دہلا دینے والا رپورتاژ نہ لکھا جاتا اور پشتو شاعری اس آواز سے محروم رہتی جو اجمل خٹک کے حلق سے جیل کی صعوبتیں برداشت کرنے کے بعد نکلی اور پورے پختونخوا میں کچھ اس طرح سے پھیل گئی کہ کئی نوجوانوں نے ان کی تقلید کو وظیفہ حیات بنا لیا”۔

    ما د ژوند لوبه د عشق په جنون وکړه

    پرېږدئ ما چې دې صحرا کښې لېونے شم

  • شهيد بشيراحمد بلور او عوامي نېشنل پارټي – ارباب الطاف قادر

    شهيد بشيراحمد بلور او عوامي نېشنل پارټي – ارباب الطاف قادر

    زۀ چې پۀ ١٩٧٧ز کښې عام انتخابات را ياد کړم کوم کښې چې زما ترۀ ارباب سېف الرحمان خان د پېښور دوېمې حلقې نه د قامي اسمبلۍ الېکشن ته د نېشنل عوامي پارټۍ (نېپ) پۀ ټکټ ولاړ ؤ چې انتخابي نخښه ئې يوه وه. دې الېکشن سره سم ما ته بلور هاوس را يادېږي چې حاجي غلام احمدبلور او بشيرخان پکښې اوسېدل. دا انتخابي حلقه کۀ يو طرفته د مېچنۍ غرونو ته رسېدلې وه نو بل طرفته اېل ار اېچ هسپتال هم د دې حلقې حصه وه. زۀ دغه وخت د لسم جماعت طالب علم وم. بلور هاوس هم د دې حلقې حصه وه.

    د الېکشن نه کال پس پۀ ١٩٧٨ز کښې مې پۀ اسلاميه کالج کښې داخلې سره زما پۀ پښتون سټوډنټس فېډريشن کښې سرګرمۍ شروع شوې. د PSF د پارټۍ سره د رابطې واحد ځاے بلورهاوس ؤ. د PSF مشران او ورکران به ټول بلور هاوس ته تلل او د پارټۍ د سرګرميو نه به ئې ځان خبرولو او مشرانو سره به هم بلور هاوس کښې ملاوېدل. د PSF او پارټۍ ترمېنځه د رابطې ذريعه بشيرخان ؤ. زما ډېر ښۀ يادېږي چې کله به کۀ د PSF د فعاليت غونډه وه کۀ د احتجاج غونډه به وه خو چې کله به مو پارټۍ سره د طلباء اېډوائزرې مېرمن نسيم ولي خان رابطه وکړه نو د PSF ټول کار به بشير خان ته حواله شو. بشيرخان به پي اېس اېف سره پۀ هره سخته کښې مالي او جاني ملګرتيا کوله. د پى اېس اېف ملګرو ته د بشيرخان د ملاوېدو ځايونه او وختونه معلوم وو. زۀ پۀ دعوېٰ سره وئيلے شم کۀ PSF سره د بشيرخان کمک نۀ وے نو PSF ته خپل پروګرامونه کول نۀ صرف ګران بلکې ناممکن وو.

    زۀ چې کله د PSF مرکزي سينئيرنائب صدر منتخب شوم او پۀ ١٩٨٦ز کښې ميا افتخارحسېن مرکزي صدر شو نو زمونږ چې د پارټۍ سره کۀ هغه د پي اېس اېف د مسئلو پۀ باره کښې د مېرمن نسيم ولي خان پۀ ذريعه رابطه شوې وه نو هغه د PSF خبره بشيرخان ته حواله شوې وه. بشيرخان هغه تن ؤ چې د پي اېس اېف مسئلو لپاره د مالي او جاني مرستې نه علاوه د انتظاميې سره هغه د غر پۀ رنګ سخت ولاړ ؤ. کۀ زۀ دا ووايم چې د پارټۍ د صوبائي صدرې پۀ حېث د مېرمن نسيم ولي خان چا سره زياتې رابطې وې نو هغه بشيرخان ؤ ځکه چې پۀ ١٩٨٨ز الېکشن کښې بشيرخان پاتې شوے ؤ نو مېرمن نسيم ولي خان به اکثر بشيرخان ته وئيل چې کۀ تۀ را سره پۀ اسمبلۍ کښې وے نو ما ته به ډېره اسانه وه. بشيرخان چې ولي باغ ته څومره نزدې پاتې شوے دے نو هغه د ليدو پورې تعلق لري. کله چې افضل خان لالا د پارټۍ نه لاړو او بشيرخان د پارټۍ قائم مقام صدر شو نو پۀ پارټۍ باندې ډېر سخت وخت ؤ. خو ولې بشيرخان پۀ ټوله پښتونخوا کښې بلکې د افغانستان دوره باندې هم د پارټۍ د صوبې د صدر پۀ حېث لاړو. او پارټي ئې هغه سختو حالاتو نه راوويستله.

    بشيرخان د مشرانو پۀ وېنا ورځپاڼه “شهباز” پۀ خپل سر واخستو او لوې ستړې ئې وکړې او اخبار شروع شو. دا د بشيرخان پۀ برخه د ستائنې ډېر لوے کار دے چې نن يو ځل بيا دغه تاريخي اخبار د پښتنو د وسائل، حقونو او بچو خبره ښۀ پۀ جار کوي. د شهباز اخبار دفتر کوم چې بشيرخان د حکومت نه اخستے ؤ نن هم د پارټۍ د پېښور ضلعي او سټي تنظيم پۀ استعمال کښې دے.

    د بشيرخان پۀ پارلېماني هلو ځلو چې نظر واچوو نو هغه د اخباراتو سرخي را يادېږي چې دهماکه وشوه نو وړومبے کس چې هغه ځاے ته ورسېدو نو هغه بشيرخان ؤ . د اخبار هغه سرخي هم زما ياده ده چې پۀ پېښور ښار بټېربازو کښې دهماکه شوې وه چې بشيرخان لاړو، زنانه سوزېدلې پرتې وې نو بشيرخان د دوکانونو نه د کپړو تانونه را غونډ کړل او زنانه ئې پټې کړې او پۀ اسمبلۍ کښې د هغۀ تقرير چې راياد کړم چې مونږ به طالبانو ته خپلې سينې نيسو. د هغوي ګولۍ به ختمې شي خو زمونږ سينې به ختمې نۀ شي.

    د بشيرخان د پښتو او غېرت کومه کومه خبره به يادوم. چې کله شهيد بې نظير بهټو د ضياء مارشل لاء پۀ وخت کښې ملک ته واپس راغله نو پېښور ته پۀ دوره راتلله . دعوامي نېشنل پارټۍ مشرانو سره د هغه وخت د پيپلز پارټۍ د صوبې صدر افتاب شېرپاؤ رابطه وکړه چې بې نظيربهټو پۀ خپله دوره کښې خان عبدالولي خان سره ملاوېدل غواړي او وې وئيل چې د ملاقات بندوبست پېښور کښې وکړئ خو ولې بشيرخان اوعبدالخالق خان ورته صفا ووئيل چې ملاقات به پۀ ولي باغ کښې وي. خوچې خان عبدالولي خان ته د دې خبرې پته ولګېده نو دغه لوے سياستدان، قامي مشر او بې بدله انسان ووئيل چې پۀ کوم ځاے هغوي خوشحاله وي هلته به ملاقات وکړو. ملاقات بلور هاوس کښې وشو. عبدالخالق خان خو ورله هډو را نغلو. ولې بشيرخان د خپل کور پۀ وجه ملاقات کښې شامل شو. پۀ دغه ملاقات کښې د PSF د طرفه زۀ او ميا افتخارحسېن هم وو. د بشيرخان چې ولي باغ سره کوم عقيدت ؤ هغه د دې نه معلومېدو چې هغه به کله خان عبدالولي خان سره ملاوېدو نو رهبر تحريک ته به ئې سرټيټ کړو او پښو له به ئې ورله لاس يوړو. زۀ پۀ دعويٰ سره وايم چې د ولي باغ او بشيرخان ترمېنځه د اعتماد کومه رشته وه هغه ما د بل چا نۀ ده ليدلې. کله چې زۀ د پښتون اېس اېف مرکزي ارګنائزر شوم نو مېرمن نسيم ولي خان د طلباء ايډوائزره وه. خو چې کله به بي بي سره رابطه و نۀ شوه نو زمونږ غمخوار به بشيرخان ؤ. بي بي سره به ئې هم رابطه وکړه او مسئله به ئې هم راله حل کړه.

    بشيرخان به چې د PSF او د پارټۍ ورکر له کوم عزت او احترام ورکولو د هغې مثالونه ډېر کم دي. د بشيرخان مرګ چې را ياد کړم نو ډېر افسوس را شي چې د بشيرخان مرګ پۀ پارټۍ باندې ډېر لوے قرض پرېښودو او چې د هغۀ د زوي هارون خان مرګ را ياد کړم او کۀ د عثمان بلور مرګ راياد کړم نو دا زړۀ مې خفه شي چې دا دومره درد دې کور بلکې ټول خاندان نېشنل پارټۍ او پښتون قام لۀ څومره زور ورکړو. نو پۀ هغه ګناه نۀ پوهېږم چې دا ولې؟ کۀ زۀ د بلور خاندان د پښتون قامي تحريک سره پۀ ملګرتيا ليکل کوم دا د هغوي پۀ وفادارۍ خبره کوم. پۀ هره واقعه ځانله کتاب ليکلے کېږي. کۀ د حېدر اباد ټرېبونل را ياد کړم چې حاجي غلام احمد بلور پکښې ؤ. کۀ د حاجي صاحب د زوي بشيربلور مرګ را ياد کړم، دا داسې واقعات دي چې د مضبوط اعصابو انسان ژړوي. خو ولې زۀ به دومره ووايم چې کۀ د بلور خاندان د قربانو ذکر ونۀ شي نو دا به ظلم وي او بيا بايد مونږ خپل نوے کهول د دې کورنۍ د خپلې پارټۍ لپاره د قربانيو څخه هم خبر کړو.

    رهبر تحريک خان عبدالولي خان به يوه خبره کوله چې مونږ پۀ خپلو شهيدانو فخر کوو. مونږ چې د هغوي قبر له ځو هغې سره زمونږ حوصلې نورې هم زېاتېږي لکه څرنګه چې زمونږ د اے اېن پي د پښتونخوا صدر اېمل ولي خان پۀ پشين کښې پۀ جلسه کښې ووئيل چې مونږ به هغه خلقو ته پۀ سياسي مېدان کښې شکست ورکوو کوم چې د جنګ او د جدل پۀ لاره روان دي. د پښتو يو شعر دے:

    دا باد د زمانې چې مونږه چېړي، هسې نۀ ده

    دا ګوري چې پۀ مړو ايرو کښې سرۀ بڅري شته؟

    زۀ چې نن سبا د اے اېن پي د صوبائي ترجمانې ثمرهارون بلور کوم چې د بشيرخان اينګور ده، د هغې هلو ځلو ته ګورم نو دا پۀ دعويٰ سره وئيلے شم چې دا د هغه خلقو پۀ مخ باندې څپېړه ده چې د بشيرخان نوم د ختمولو منصوبې ئې جوړولې.

    بشير بلور شهيد د يو داسې سوچ، نظريې مفکورې خاوند ؤ د کومې بنياد چې ستر خدائي خدمتګار فخر افغان باچا خان ايښے ؤ . ځکه نو هغه پۀ لمبه لمبه حالاتو کښې لکه د غر ولاړ ؤ . هر وخت چاودنې وې، هر ځاے بريدونه وو، هر ځاے بدامني وه خو بشير بلور د خپل قام سره کلک ولاړ ؤ. لۀ بده مرغه عوامي نېشنل ګوند ته پۀ يو داسې وخت کښې د صوبې اختيار پۀ لاس ورغلے ؤ چې ټوله سيمه د ترهګرۍ، بدامنۍ او بدبختۍ پۀ بدرنګو لاسونو کښې ښکېل وه . داسې ورځ به ډېره کمه وه چې پۀ پښتنه خاوره به چرته د بارودو لوګي نۀ وو. يو خوا دا بدرنګ حالات او بلخوا د لوے بابا د عدم تشدد لاروے بشير بلور! هغه کله داسې کښېناستے شو، هغه خو د قام د ژغورنې لپاره د لوے بابا پۀ لار روان ؤ ځکه نو د چاودنې سره سم به هم هغه ځاے ته رسېدلے ؤ او د پښتنو ډاډ ته به ولاړ ؤ. ښۀ ورته پته وه چې ژوند ته ئې ګواښونه کېږي، دړکې ورکړے کېږي خو هغه خو د عدم تشدد پۀ لار روان ؤ، د باچاخان سپاهي ؤ، هغه چا وېرولے شو. هغۀ خو د امن خوب ليدو، هغۀ خو بدرنګي ختمول غوښتل. کۀ يو خوا ئې ترهګرو ته سينه ډهال کړې وه نو بلخوا ئې خپلې کورودانې ته دا هم وئيلي وو چې کۀ ګولۍ خورم نو پۀ سينه به خورم ګينې بيا مې مخ مۀ ګوره. داسې باتوري او جرات صرف پۀ هغه خلکو کښې وي څوک چې پۀ خپل قام او خاوره مئين وي ځکه نو د شهيد بشير بلور غږ نن اتۀ کاله پس لا هم قوي شوے دے.

  • “سپاسنامه پۀ خدمت کښې د بادشاه خان” – د حمزه بابا له خوا

    “سپاسنامه پۀ خدمت کښې د بادشاه خان” – د حمزه بابا له خوا

    نوټ: دا تاريخي سپاسنامه پښتون مجلې ته پروفېسر ډاکټر محمد زبېرحسرت صاحب ډېره پۀ مينه وسپارله او مونږ ئې د “پښتون” لوستونکيو ته ډېر پۀ درنښت وړاندې کوو.

    محترم بادشاه خان؛ فخرافغانه ستړے مۀ شې، پخېر راغلې خېرونه دې راوړل. د پښتون ملت غم خوره خوشحالۍ دې راوړې. دازادۍ رڼا دې راوړه. کۀ څۀ هم د قام د بې حسۍ پۀ وجه تۀ مرور وې. خو د پلار پۀ حېث چې د يو زوي نه خفه شوې د دوېم زوي سره دې استوګنه غوره کړه. دا هم ستا کور دے او هغه هم ستا کور ؤ. ځکه چې ښکته پورته ټول يو پښتون ملت او يوه پښتونخوا ده.

    مونږ چې د فخرافغان پۀ نوم ياد کړې نو دا د قام لۀ خواستا پخوانے لقب دے چې اوس بايد د فخرافغان پۀ ځاے فخر ايشياشې اګر چې اقبال وئيلي وو:

    اسيا يک پيکر آب وگل است

    ملت افغان دران پيکر دل است

    نو بايد چې مونږ اوس داسې ووايو چې:

    اسيا يک پيکر اب و گل است

    “فخر افغانان” در ان قالب دل است

    دا ځکه چې تۀ د ټول افغان ملت ترجمان او ځان ته افغان ملت يې. ستا دتګ پۀ وخت چې پۀ پښتنو کښې د کومې بې ننګۍ احساس کېدۀ او چې لا پخوا ترې خوشخال خان خټک شکايت کړے ؤ چې:

    پۀ لښکر لښکر نعرو شوم ورته ستړے

    دا بې ننګ راته نۀ مېرګ وائي نه ځار

    او

    اتفاق پۀ پښتانۀ کښې پېدا نۀ شو

    ګڼه ما به د مغل ګرېوان پاره کړه

    اوس د هغې بې ننګۍ او بې حسۍ تورې وريځې د اتحاد او اتفاق بادونو پۀ مخه کړي دي. د پېرنګي د ناپاکې پروپېګنډې پرده پورته شوې ده او کومو د پښتون ملت بدخواهانو چې دې ساده او سپېڅلو پښتنو مسلمانانو ته د اسلام پۀ شکرو لړلي افيم ورکول هغه پۀ خپل ناپاک مرام کښې پاتې راغلي دي. ځکه چې اوس پښتنو خپل دوست دښمن ښۀ پېژندلي دي او بيا د عبدالولي خان پۀ قيادت کښې پښتنو پۀ ذهني اوسياسي حېثيت ډېر پېش رفت کړے دے او پۀ نوي کول کښې ئې ډېر منور زلمي روزلي او د عمل ډګر ته ئې راويستلي دي. مونږ د لوے څښتن ډېر شکر ګزار يو چې تۀ ئې زمونږ د رهنمايۍ کولو د پاره واپس راوستې. مونږ د اعلي حضرت المتوکل علے الله محمد ظاهرشاه د افغانستان دبادشاه ډېره مننه کوو چې پۀ دې اتۀ کاله کښې ئې ستا د جګې او لوړې مرتبې سره سم ستا قدر وکړو او زۀ د افغانانو وروڼو څخه هم تشکر کوم چې ستا پۀ قدر کښې ئې هم کمے نۀ دے کړے او دخپلې عزيزولۍ هم ډېر خوشحاله يو چې پۀ هر حال کښې ستا ملاتړ کړے دے او ستا د محبت پۀ وجه شل کاله پس دې لور ته راغلي دي.

    لاړه وېره د شوکمارو پاتې نۀ شوه

    روانېږي چې سالار د کاروان راغے

    پۀ رګ رګ کښې به د ژوند ډېوې شي بلې

    مړ قالب ته بېرته روح د افغان راغے

    مونږ يو د خېبر اېجنسۍ د پښتونخوا اپريدي، شينواري، شلماني، ملاګوري او تيراه وال.

    د پام وړ: دا سپاسنامه کال 1972ز کښې د حمزه بابا لۀ خوا فخر افغان بابا ته د افغانستان نه راتلو پۀ مهال لنډيکوتل کښې وړاندې کړے شوې وه.

  • خپلې ذمه وارۍ به پېژندل وي – سيده نازيه شاه

    خپلې ذمه وارۍ به پېژندل وي – سيده نازيه شاه

    کله چې مونږ د تاريخ پاڼې اړوو نو داسې يو دور هم ګورو چې لوڼه به ژوندۍ ښخولې شوې. خو کۀ نن ګورو نو وخت ډېر بدل دے او زنانه پۀ هر مېدان کښې پۀ خپل قابليت او صلاحيت مخکښې روانې دي. کۀ موازنه کوو نو د نن دور ډېر بدل دے. خو لۀ بده مرغه بيا هم د زنانو پۀ اړه د ځينې خلکو سوچ، رويې او فکر ډېر جاهلانه دے. نن هم مونږ ګورو چې تشدد پۀ يو نه يو شکل کښې جاري دے. خو ځينې پېښې داسې مخې ته راشي چې انسان څۀ چې انسانيت هم ولړزوي. هغه څومره عجيبه وخت ؤ کله چې د قصور د زېنب پۀ لټه کښې خلک يو خوا بلخوا ګرځېدل، مور پلار ئې لو لپه وو، هره سترګه نمژنه او هر زړه پرهر ؤ او بيا کله چې د هغې ماشومې مړے ملاو شو نو ډېرو ووئيل چې د دې نه خو نۀ موندل ښۀ وو ځکه چې د هغې ګل ګل ماشومې سره چې څۀ شوي وو نو هغه نۀ د وئيلو دي او نۀ د زغملو.

    داسې نۀ ده چې ګينې دا پۀ دې ملک کښې پۀ اول ځل شوي وو. داسې پېښې لۀ پخوا راروانې وې خو خلکو به د خپل عزت، وېرې، د ظالمانو د اثر رسوخ او يا بيا د انصاف نۀ کېدو لۀ وجې خولې ګنډلې وې او غم به ئې پۀ خپل زړۀ تېرولو او داسې پېښې بۀ نۀ رپورټ کېدې . خو اوس داسې نۀ ده، اوس خلک خاموش نۀ پاتې کېږي، شائد چې خلک اوس تنګ شوي وي او نور دا کارونه نۀ شي زغملې.

    زېنب ماشومه خو لاړه. او بره به ئې خداے ته خپل ژړا فرياد هم کړے وي چې خدايه ستا بنديان هلته خلک ژوند کولو ته نۀ پرېږدي. هغې به ضرور خداے پاک ته دا هم شکايت کړے وي چې ستا پۀ دنيا کښې واکداران د اولس غم نۀ کوي بلکې د خپلو کرسو پۀ فکر کښې دي.

    مونږ ګورو چې د زېنب پۀ پېښه کښې ډېر څۀ ووئيلے شو، نوټسې واخستے شوې، بيانونه، دلاسې او بلها خبرې اترې وشوې، زمونږ پۀ شان خلکو هم وګڼل چې ګينې دا خلک سنجيده دي او اوس بۀ کۀ خېر وي نو د داسې پېښو مخنيوے وشي. خو دا زمونږ د خلکو يو خوب ؤ، يوه دهوکه وه، ځکه چې د دې نه پس د ماشومانو سره د زور زياتي پېښو کښې نور هم تېزوالے راغے او داسې داسې واقعات وشول چې انسان ورته حېران پاتې کېږي. څوک د نوښار د زيارت کاکا صاحب د حوض نور پېښه هېرولې شي، هغه وړه کلۍ چې د پلار پۀ انتظار وه چې ماله به ګوډۍ راوړي او بهر د پلار لپاره د چمک اخستو پسې وتې وه خو لۀ بده مرغه هغې ماشومې نۀ خپل پلار وليدو او نۀ ئې بدنصيبه پلار ته د لور سره د خبرو موقع ملاو شوه. دا لړۍ جاري پاتې شوه، نوم، علاقه او ضلع بدلېدله خو واقعه هم هغه شان وه.

    د چارسدې د ماشومې زېنب دغه منظر څومره دردناک، څومره دهشت زده او څومره بوږنونکے دے چې هغې ماشومې پۀ خپلو سترګو لاس ايښے دے او داسې ښکارېده چې د دنيا او د خلکو نه ئې ځان پټولو، داسې ښکارېده چې نور ئې د دنيا د ليدلو تاب او طاقت نۀ ؤ. دغې ماشومې سره د ظلم انتها دا هم وه چې پۀ چاړو ئې ورله د ګل پۀ شان خشته او نازک بدن څيرلے ؤ . زمونږ د دغې زېنب عمر صرف دوه نيم کاله ؤ، د دې ګناه څۀ وه؟ قصور ئې څۀ ؤ؟ دغې ګلالۍ ماشومې به دغه وخت چا ته اواز کړے وي او پته نۀ لګي چې څو څو ځله به ئې خپلې مور او پلار ته اوازونه کړي وي . خو دا ماشومه غريبه وه، نو چا ئې هم تپوس و نۀ کړو، د پنجاب نۀ وه نو چا پرې هم هغه شان وير و نکړه… ايا د زېنب مور پلار به خپله لور هېره کړې شي؟ او مونږ، ايا مونږ به ځان معاف کړے شو؟ ايا زېنب زمونږ لور نۀ ده؟

    بيا سوال دا هم دے چې سزا خو به ټيک ده ملاو شي خو ايا زمونږ زېنب به بېرته راشي؟ دا سوال ډېر بوږنوونکے دے خو بيا هم د دې قسم پېښو د مخنيوي لپاره به څۀ نا څۀ کول وي. مونږ هر وخت بل له الزام ورکوو، ايا مونږ کله سوچ کړے چې زمونږ خپل هم څۀ فرائض شته کۀ نه؟ د مور پلار هم څۀ ذمه وارۍ دي، هغه به پوره کول وي. پۀ دې ځنګل نما معاشره کښې بايد بچي يواځې پرېږ نۀ دو، پۀ چا هم باور نۀ دے پکار، بچي هم پۀ ښۀ بد پوهه کول پکار دي ،بچو لۀ وخت،مينه ورکول پکار دي، ورسره خبرې پکار دي، د هغوي پۀ ضرورتونو او رويو نظر ساتل پکار دي. د دې مخنيوي لپاره به حکومت، سول سوسائټي، سياسي ګوندونه، عام اولس، استاذان او د ټولنې هر وګړي لۀ خپل فرض ادا کول وي او دا عهد به کول چې هره ماشومه زمونږ لور ده او د هر چا غم زمونږ شريک غم دے ګينې نو خداے مۀ کړه مونږ به بې حسه شو او سبا به مو ټولنه پۀ بله بله روانه وي.

  • د چارسدې تاريخي کلے بابړه – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال:سيد احمد شاه

    د چارسدې تاريخي کلے بابړه – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال:سيد احمد شاه

    بابړه کلے د پېړو نه پۀ چارسده کښې يعنې پخوانۍ پشکلاوتي کښې اباد کلے دے. دا کلے د چارسدې د بازارکوم ته چې د تحصيل بازار هم وئيلے شي نه تقريباً دوه کلو ميټره پۀ فاصله کښې د جيندي سيند او د چارسدې لويې مقبره پۀ مېنځ کښې پروت کلے دے. پۀ چارسده کښې چې نور څومره کلي هم اباد دي هغه ټول د يو قوم او تقريباً د يو نيکۀ اولاد باندې اباد شوي دي خو پۀ بابړه کښې د بېلا بېل قومونو خلق اباد شوي دي.

    د بعضې رواياتو مطابق بابړه د سکندراعظم د وخت نه مخکښې هم اباده وه او د هغې وجه دا ګڼلې کېږي چې پۀ بابړه کښې د کجورو ډېر بوټي وو او خلق وائي چې کله سکندراعظم پۀ هندوستان حمله کړې وه نو د هغۀ فوځونو دلته هم پړاو کړے ؤ او د دې کلي محاصره ئې هم څو مياشتې کړې وه. د سکندر اعظم خو دلته د راتلو څۀ اثار نۀ ملاوېږي ولې د هغۀ د فوځ جرنېلان او نور مشران پۀ هغه محاصره کښې موجود وو. او هغه وخت د خوراک د پاره هغوي ځان سره کجورې د يونان نه را وړې وې او د هغې تخم نه د کجورو دا دومره زيات بوټي زرغون شوي وو.

    کۀ مونږ د ګندهارا تاريخ وګورو نو پشکلاوتي يا چارسده د هغوي دارالحکومت ؤ او دلته هغوي يو پوهنتون هم جوړ کړے ؤ کوم چې د حصاره ډېرۍ نه تر پړانګ ماجوکي او نسته کلي پورې اوږد پروت ؤ. پۀ سنکسرت ژبه کښې نسته د فوځ چاوڼۍ ته وئيلے کېږى. او بابړه د دغه دواړو ځايونو مېنځ کښې پروت کلے دے. بابړه د سنسکرت ژبې ټکے دے چې مطلب يا مفهوم ئې د فوځ چاوڼۍ يا د خوراک څښاک ذخيره يا ډپو دے او چونکې دا علاقه د سکندراعظم نه را واخلې تر د پېرنګي پورې د مختلفو حمله اورو او حکمرانانو مرکز پاتې شوے دے او پۀ هندوستان چې څومره هم حمله کوونکي د وچې لارې راغلي دي نو د هغوي لاره د خېبر دره او تورخم دره وه او وروستو بيا هغوي اباسين باندې د چهچهـ (اټک) پۀ لاره مخکښې تلي دي. د بابړې نامه باندې پۀ هندوستان او پښتونخوا کښې نور ځايونه هم دي لکه د هندوستان پۀ ګجرات صوبه کښې ، د لاهور سره نزدې کامونکي ته مخامخ يو ځاے، پۀ پېنډۍ کښې هم راجه بازار سره نزدې يو ځاے دے چې لال حوېلي پکښې هم شامل ده. د ملاکنډ ضلعې يو کلے او سخاکوټ کښې هم د يوې محلې نامه او پۀ باجوړ ضلع کښې هم دچارمنګ سره نزدې د يوځاے نامه بابړه ده. پۀ دغه ټولو ځايونو چې مونږ نظر واچوو نو د دې ټولو فوځي اهميت ؤ.

    منشي ګوپال داس چې د پېښور اسسټنټ کمشنر او تحصيلدار پاتې شوے دے هغه پۀ خپل کتاب “تاريخ پشاور” کښې ليکلي چې څرنګه ابادي پۀ پېښور کښې ده هم داسې ابادي د چارسدې کلي بابړه کښې ليدل کېږي چې پۀ دې علاقه کښې د رنجيت سنګهـ او سيکهانو د حکومت يادګار دے.

    د بابړې پۀ خوا کښې د پړانګو کلے اباد دے چې پړانګ لفظ د سنسکرت ژبې ټکے دے او مطلب ئې د سيندونو د ملاپ ځاے دے او دغلته کښې د سوات او کابل سيندونو ملاپ کېږي. پخوا دغلته د يو ګودر ؤ او د تګ راتګ پۀ وخت به د اوبو لاره زياته استعمالېدله، د تجارت د سامان يا فوځي سامان اوړل راوړل به پۀ کشتو کښې پۀ دغه لاره کېدل، چونکې دغه سيندونه بيا د اټک پۀ مقام اباسين سره يوځاے کېږي او لوے سيند ترې نه جوړشي. او د پنجاب او سندهـ پۀ مېنځ بيا دغه اباسين تېر شوے دے. نو ځکه دغه به د نقل وحمل د پاره اسانه لار ګڼل کېدله. د دې نه علاوه پۀ بابړه او خواوشا علاقو کښې ګاړوګان (څوک چې د لرګي نه کشتۍ جوړوي) قوم هم اباد دے. د رنجيت سنګهـ پۀ بابړه کښې اباد د سېدانو کورنۍ سرخېل ميا سيدنور باچا سره ذاتي تعلق ؤ او د دوي به ئې ډېر عزت کولو اود ملاقات د پاره به کله کله ميا سيدنور بابا له بابړې ته راتلو نو دغه وجه هم کېدې شي چې هغوي پۀ بابړه کښې د غلې ډپو او تاڼه هم جوړه کړې وه.

    سيداحمد نور باچا پۀ خپله ذاتي ډائرۍ کښې د دې خبرو ذکر کړے دے. سيد امير خسرو باچا د ميا سيدنور باچا نمسے ؤ، هغوي ليکلي چې کوم جائيداد چې مونږ ته ملاو شوے ؤ او هغه بيا مونږ د کر کروندې د پاره زمکه سموله نو د ابادۍ اثار يعنې بنيادونو کښې استعمال شوې ګټې مونږ د هغې زمکونه پۀ خپل لاسونو را ويستلي دي. او دا هغه ابادي يا عمارتونه وو د کومو ذکر چې دګوپال داس پۀ کتاب کښې شوے دے.

    د هندوستان د تقسيم نه مخکښې او څۀ موده وروستو پورې هندوان هم پۀ ګڼ تعداد کښې پۀ بابړه کښې اباد وو. دچارسدې پخوانے بازار چې پۀ زوړ بازار باندې مشهور دے هغه هم د بابړې پورې به هغه وخت خور ؤ او پۀ بابړه کښې ډېر دوکانونه وو چې پکښې به هر قسم کاروبار کېدو او د هشنغر د هرکلي او ګټ ګټ نه به خلق دلته څيزونو خرڅولو او اخستو د پاره راتلل خو چې کله بيا وخت تېرېدو سره سره دغه کلے د کاروبار د پاره وړوکے کېدو نو دغه بازار بيا د هشنغر د لوے قبرستان پۀ بله غاړه باندې ابادېدل شروع شو او د بابړې نه هغه منډۍ او دوکانونه بيا دغه ځايونو ته منتقل شول. او تر نن ورځې پورې د چارسدې دغه بازار مخ پۀ وړاندې روان دے او خورېږي.

    د بابړې کلي نه قطب ته معروف خېل، عزيزخېل، ميراخېل کندي، نمرخاتۀ طرفته د پړانګو حسن خېل او د سافر خېل کندي څۀ برخه ، او د هشنغر قبرستان يا مقبره، سوېل طرف ته د پړانګو سافر خېل، ماما خېل، طورباخېل وغېره کندي او قبلې طرف ته د جيندي سيند او د بابړې د سېدانو او د غني خېلو د خانانو د کرکېلې زمکې پرتې دي. کومې چې اوس د ابادۍ د زياتېدو سره سره پۀ کمېدو دي او هغه ورځ لرې نۀ ده چې دا د کرکېلې زمکه به ناپېد شي. پۀ بابړه کښې دوه لويې کورنۍ ابادې دي چې يوه پکښې د سېدانو کورنۍ ده او بله پکښې د کشميريانو کورنۍ ده. د سېدانو کورنۍ خو د ميا سيدنوربابا بابړې سره راتلو سره اباده شوې وه ولې د کشميريانو کورنۍ هم د کاروبار پۀ غرض د افغانستان او وروستو بيا د کشمير نه راغلي وو. دوي به د لرګي خرڅولو او اخستلو کاروبارکولو. پۀ بابړه کښې د دې دواړو خاندانونو نه علاوه نور هم ډېرې کورنۍ ابادې دي چې ډېر ساده او غريبانان خلق دي . پۀ دې خلقو کښې سرکاري نوکر پېشه، زميندار او ذاتي کاروبار کوونکي هم شته. د بابړې پۀ زوړ کلي کښې پينځه جوماتونه وو چې پکښې د څلور جوماتونو د پاره زمکه د ميا سيدنور باچا اولاد وقف کړې ده. چې ترتيب ئې څۀ دا رنګ دے(١) د ميا سيدنور بابا جومات( شاجهان جومات) (٢) د صمداني استاذ جومات(٣)د مسافر استاذ جومات (٤) د شمس الحق استاذ جومات او پينځم جومات د پاره زمکه حاجي عطاء الله وقف کړې وه او د کشميريانو جومات پۀ نامه مشهور دے. د دې پينځو جوماتونو نه علاوه اوس د ابادۍ د زياتېدو سره سره د جوماتونو شمېر هم زيات شوے دے. او هغه د کرکېلې زمکې چې پۀ خربېله مشهورې وې هلته هم د ګوهراباد نيو بابړه پۀ نامه ځايونه اباد شوي دي. او هلته هم څلور نور جوماتونه جوړ شوي دي.

    د سيدانو د کورنۍ يوکس چې نامه ئې سيدشاهجهان باچا ده امريکه کښې مېشتۀ دے . هغه د بابړې د خلقو د پاره څۀ زمکه واخسته او د لوبو مېدانونو د پاره ئې وقف کړه چې د شاهجهان پارک پۀ نامه يادېږي. د هغې هرقسمه ضروريات هغه د خپل جېب نه پوره کوي.

    د بابړې خلق وخت د سر نه د خپل وطن او خاورې سره مينه لري او پۀ وطن چې هرقسم حالات راشي نو دوي هم د نورو خلقو سره ځان تړلے ګڼي. د بابړې خلق امن پسند دي او جنګ جګړې نۀ خوښوي او پۀ ورورولۍ سره يوځاے اوسېږي. د يو بل پۀ غم باندې غمژن او پۀ خوشحالۍ خوشحاله وي. پۀ بابړه کښې چې کله هندوان اوسېدل نو د دې ځاے پښتانۀ به هم هغوي سره پۀ امن اوسېدل. او يو بل ته به پۀ غم ښادۍ کښې لاس پۀ نامه ولاړ وو . مونږ د خپلو مشرانو نه داسې هم اورېدلي دي چې هندو او مسلمان به د يو بل د مذهبي ځايونو حفاظت او خيال ساتلو او تردې به ئې خيال ساتلو چې کله به پۀ هندوانو کښې څۀ وادۀ يا څۀ بل د خوشحالۍ تقريب ؤ او هغوي به ډول سرنا پۀ لاس پۀ لاره روان وو او چرته يو جومات به پۀ مخې راغلو نو هغوي به د تعظيم پۀ نيت هغه ډول سرنا غږول بند کړل. او دغه شان مسلمانانو به هم د هغوي پوره پوره خيال ساتلو. او هېڅ کله هم پۀ بابړه کلي کښې د دوي ترمېنځه څۀ جنګ جګړه د مذهبي وجوهاتو لۀ وجې نۀ ده شوې. تر دې چې کله هندوستان تقسيم شو او هندوانو باندې د پاکستان زمکه تنګه کړې شوه او هغوي دلته نه پۀ کډه وچتولو مجبور شونو بيا هم د بابړې مسلمانانو د خپلو هندوانو وروڼو مکمل حفاظت کړے ؤ او هغوي ته ئې هېڅ قسم تکليف نۀ ؤ رسولے. او نۀ ئې بل څوک دوي ته تکليف رسولو ته پرېښودلي وو. د پښتنو پۀ سيمه يوځاے نه هم داسې څۀ واقعه مخې ته نۀ وه راغلې.

    کله چې پېرنګے د دې وطن واکدار ؤ نو د هغۀ خلاف هم د بابړې اوسېدونکو دازادۍ پۀ جنګ کښې د پښتنو د نورو سيمو پۀ شان پۀ ډېر جوش او جذبې سره پوره پوره برخه اخستې وه او د هېڅ قسمه قربانۍ نه وروستو نۀ دي پاتې شوي . او پۀ خصوصي توګه کله چې فخر افغان بابا د انجمن اصلاح الافاغنه بنياد کېښودو نو پۀ وړومبنو خلقو کښې د بابړې مشران هم شامل وو او فخر افغان بابا سره ئې اوږه پۀ اوږه ملګرتيا کړې وه. سيد محمد فصيح باچا پۀ خپل کتاب کښې ليکلي چې فخر افغان بابا پۀ کال ١٩١٩ز کښې د بابړې يوې حجرې ته پۀ وړومبي ځل راغلو او د پښتنو د پرمختګ او ازادۍ خبره ئې وکړه نو د ميا سيدنور باچا نمسے سيدلعل بادشاه چې د بړاميا پۀ نامه مشهور ؤ پۀ اخر کښې فخر افغان بابا ته ووئيل چې زۀ هم د سېدانو د کورنۍ مشر يم او باچا يم او تاسو خو د ټولو پښتنو مشر يئ نو تۀ هم باچا ئې نو ځه چې دواړه پۀ يوه لاره اوږه پۀ اوږه يوځاے د دې سپېځلي مقصد د پاره روان شو. او دغه شان پۀ بابړه کښې د پښتنو د دې تحريک بنياد کېښودل شو کوم چې تر دې ساعته پورې قائم دے.

    بابړې ته دا اعزاز هم حاصل دے چې د اتمانزو نه پس باچاخان د پښتون تحريک دوېم کور دے. او څومره هلې ځلې چې پۀ تحريک کښې شوې دي هغه يا د دې ځاے نه شروع شوي دي او يا بيا د دې ځاے اوسېدونکو پکښې پوره پوره حصه اخستې ده.

    د انجمن اصلاح الافاغنه نه را واخله تر د عوامي نېشنل ګوند پورې د دې ځاے اوسېدونکو پۀ دې تحريک کښې د خپل وس نه زيات د خپل وطن او قام د خدمت حق ادا کړے دے او د زندانونو، بې عزتۍ، جائيدادونو نيلام کېدلو، وهلو ټکولو او د خپلو ښځو او کورونو د بې عزتو باوجود د خپل موقف او تحريک نه نۀ دي وروستو شوي. دغه ظلمونه کۀ د پېرنګي د اړخه وو او کۀ بيا وروستو د پاکستان د حکمرانانو د اړخه وو، دواړو کښې څۀ فرق نۀ ؤ.

    پۀ ١٩٣٠ز کښې ېېرنګي د پړانګو او بابړې محاصره کړې وه او ظلمونه ئې پرې کړي وو. او دغه شان پۀ ١٢ اګست ١٩٤٨ز کښې خو پۀ قيوم خانۍ کښې د ظلم او جبر داسې يو داستان جوړ کړے شو چې مثال ئې نشته خو د بابړې خلق پۀ خپل ځاے باندې مستحکم ولاړ وو او چا هم د خپلې لارې نه يو انچ هم اخوا دېخوا نۀ کړل. د فخر افغان پۀ دغه تحريک کښې چې د بابړې نه کوم مشهور خدائي خدمتګار وو پۀ هغوي کښې د يو څو خدائي خدمتګارو نامې څۀ دا رنګ دي؛ احمد کاکا( چا چې د “خدائي خدمتګارتحريک” پۀ نامه يو کتاب هم ليکلے دے، سيد محمد فصيح باچا چې د تحريک پۀ مختلفو اهم عهدو باندې هم پاتې شوے دے، سيد لال بادشاه څوک چې د سيدانو د کورنۍ مشر ؤ، د فصيح باچا پلار ؤ او فخر افغان ته ئې د مرستې مکمل لاس ورکړے ؤ، عبدالمصور زرګر، ولي محمدکاکا، ګل باز بابا، عبدالغفوراستاذ، رحيم الله کاکا، حريف ګل کاکا، عبدالحنان بجلي، سيد محمد عابدباچا، سيد محمد علي شاه باچا، سيد عبدالعزيزباچا، حبيب الله کاکا، سيد محمد نبي باچا، سيد محمد جمال باچا، عبدالاحد کاکا، سيد محمد تقي باچا، عبدالمالک باچا، خطاب کاکا(قصاب)، حاجي عنايت الله، حاجي طوطي او نور ډېر سرګرم کسان شامل وو.

    بابړې ته دا اعزاز هم حاصل دے چې پۀ ١٩٣٨ز او ١٩٤٢ز کښې ئې ګاندهي جي هم دورې کړې وې او دلته کښې ئې باقاعده جلسې ته تقرير او د بابړې د خلقو د جوش او جذبې تعريف ئې هم کړے ؤ. تر کومې پورې چې د فخر افغان باچاخان بابا او رهبرتحريک خان عبدالولي خان خبره ده نو هغوي خو بې شمېره ځل پۀ مختلفو موقعو بابړې ته تشريف راوړے ؤ.

    کله چې د هندوستان تقسيم وشو او د هغه وخت پۀ صوبه سرحد کښې د خدائي خدمتګارو يو جائز حکومت ختم کړے شو او وروستو بيا باچاخان بابا د سويلي اضلاع د دورې پۀ موقع پۀ کوهاټ کښې پۀ جون ١٩٤٨ز کښې ګرفتارکړے شو او د دروغو تورونه پرې ولګول شول نو د هغې خلاف پۀ صوبه کښې د بابړې سيد لعل بادشاه د خپلې حجرې نه د احتجاج اغاز کولو تجويز وړاندې کړو. او بيا صوبائي جرګې ئې تائيد وکړو او پۀ ١٢ اګست ١٩٤٨ز کښې د بابړې سيدلعل بادشاه (بړاميا) سيد محمد فصيح باچا حجره کښې جلسه وشوه. وروستو يو پرامن جلوس داختر جومات (جمعې جومات) پۀ طرف روان ؤ او بيا وروستو پۀ هغې جلوس باندې فوځ، ملېشې او پوليس ګولۍ وچلولې چې پکښې ډېر بې ګناه خدائي خدمتګار ژوبل او شهيدان شول . چې شمېر ئې تقريباً ٧٠٠ خواوشا ؤ . د بابړې پېښه تر نن ورځې پورې پۀ باقاعده توګه کولے شي او د هغه شهيدانو روحونو ته دعقيدت پېرزوئنې وړاندې کېږي او بيا وروستو پۀ هغه ځاے جوړشوي يادګار باندې دګلونه دستې ايښودل کېږي او د شپې نه پرې موم بتۍ هم بلولې کېږي او د ١٢ اګست ورځ ديوم شهداء بابړه پۀ طور پۀ ټوله سيمه کښې نمانځلے کېږي.

    پۀ بابړه کښې د هلکانو دوه ګورنمنټ او يو هائي سکول نه علاوه د جينکو د پاره ګورنمنټ ګرلزهائي سکول هم موجود دے او د جينکو دوه ګورنمنټ هائي سکولونه د بابړې کلي قطبي ګټ باندې د ګورنمنټ هائي سکول چارسده خاص نمبر ١ او ګورنمنټ ګرلز هائي سکول چارسده خاص نمبر٢ هم پراتۀ دي. د دغې سرکاري سکولونو نه علاوه پرائيوېټ سکولونه هم موجود دي. ګورنمنټ پوسټ ګريجويټ کالج چارسده، عبدالعلي خان ډګري کالج او ګورنمنټ ګرلز کالج چارسده هم نزدې پراتۀ دي.

    د بابړې سره نزدې سرکاري مذبح خانه هم موجوده ده. کومه چې نن سبا د انتظاميې د نااهلۍ لۀ کبله خلقو پۀ ذاتي استعمال کښې راوستې ده او خلق پکښې خپل څاروي تړي او ذاتي غم ښادۍ د پاره ئې هم استعمالوي. د ديني تعليم پۀ مد کښې دارالعلوم اسلاميه چارسده هم د بابړې نمرخاتۀ طرف ته نزدې اباده ده. پوليس سټېشن پړانګ هم د بابړې نه د نيم فرلانګ پۀ فاصله پروت دے. بابړې ته د هر طرف نه د تلو راتلو لارې موجود دي. بابړې ته د نمرخاتۀ طرف نه پوخ سړک د باچاخان چوک مېن بازار چارسدې طرف ته راغلے دے او د قطب طرف نه د پېښور او چارسدې روډ نه د جوتي پۀ پل باندې هم پوخ سړک راغلے دے. د دې نه علاوه د پړانګو او چارسدې روډ بازار د طرف نه هم خلق بابړې ته پۀ اسانه پۀ موجود لارو باندې راتلے شي.

    د بابړې ابادي خو مخکښې کمه وه خو اوس تقريباً شپږ يا اووۀ زره پورې ده. د سرکاري مردم شمارۍ مطابق د تعليم شرحه تقريباً ٧٠ نه ٨٠ فيصده پورې ده. بابړه چونکې د چارسدې ښاري علاقه کښې شامله ده او ميونسپل کمېټۍ پۀ ٣نمبر يونين کونسل کښې پرته ده نو د ژوند بنيادي سهولتونو يعنې بجلي، ګېس، ټيلي فون، انټرنېټ، موبائيل ټاور پکښې موجود دي. خو د ملک د نورو علاقوپۀ شان مسئلې موجود دي.

    د بابړې اوسېدونکے مولانا ګوهرشاه دوه ځله د جمعيت العلماء اسلام پۀ ټکټ د قومي اسمبلۍ ممبر جوړ شوے دے خو د خپل کلي د پاره ئې څۀ خاطرخواه خدمت نۀ دے کړے. د چارسدې ضلعې نورو علاقو کښې عموماً او پۀ بابړه کښې خصوصاً د ګنده اوبو د نکاسۍ بندوبست پۀ مکمل توګه خراب دے او د پلاسټک تېلۍ پکښې پرتې وي. د دې نه علاوه دکورونو نه ګند وچتولوکار هم خراب دے او څوک هم د دې د مستقل توګه دحل کولوکوشش نۀ کوي.

    د بابړې پۀ موجوده مشهورخلقوکښې حاجي کفايت الله (ګړې منډۍ والا) ، مولاناګوهرشاه پخوانے اېم اېن اے او د دارالعلوم اسلاميه چارسدې مهتمم. سيد مصورجان باچا ريټائرډ چيف اډټ افسر واپډا، محمد اکبررضا رېټائرډ کمشنر سوات، سيد منظورباچا پرنسپل ګورنمنټ هائي سکول ګلا ډهېرچارسده، سيد شفيق احمد ترمذي ريټائرډ پرنسپل پوسټ ګريجوټ کالج چارسده، حمايت الله رېټائرډ کېپټن پاکستان نېوي، سيد شاه فخر عالم رېټائرډ سټيټ بينک افيسر شاعر او ليکوال، سيد سجاد علي شاه سټيټ بينک افيسر، ډاکټراسدالله سرجن ليډي ريډنګ هسپتال پېښور، ډاکټر عمران الله ډنټسټ چارسده، سيد مسرت شاه (سيدان فارميسي چارسده) سيد بشيرباچا ريټائرډ اېډمرل پاک نېوي، سيد شاهجهان باچا سائيکالوجسټ امريکه، سيد مدثرشاه سېشن جج ، ډاکټر حسن شامل دي.

    پۀ بابړه کښې د جينکو سکول خپل عمارت موجود نۀ دے او د کرايې پۀ ځايونوکښې ګرځي را ګرځي نو دا يوه اهمه مسئله ده چې د جينکو د ګورنمنټ ګرلز پرائمري سکول بابړې د پاره دې د ځانګړي بلډنګ او زمکې بندوبست وکړے شي. د دې نه علاوه پۀ بابړه کښې د لائبرېرۍ هم بندوبست وشي چې د دې ځاے اوسېدونکي د تاريخ او د نړۍ د حالاتو نه خبر شي.

    زۀ د سيد شفيق احمد ترمذي، سيد شبيراحمد ترمذي، سيد شاه فخرعالم، عصمت الله، داود احمد، سيد فضل امين او سيد ناصر شاه مننه کوم چې د دې مضمون ليکلو کښې ئې زما مرسته وکړه. زما راتلونکے مضمون به د بابړې مشهور اوتاريخي حجره باندې وي.

    بحواله: شجره نسب (١)مياسيدنوربابا

    (٢)خدائي خدمتګارتحريک احمد

    (٣)ډائيريز سيدامير خسرو بابړه

    (٤)شجره نسب کشميريان بزبان عصمت الله بابړه

    (٥)تاريخ پشاور . ګوپال داس

    (٦)کېميائے سعادت. امام غزالي

    (٧) دچارسدې تاريخ د دوړو لاندې. اصف علي

  • د خپلې خاورې تاريخ ليکل لويه لاس ته راوړنه – شېخ جهانزاده

    د خپلې خاورې تاريخ ليکل لويه لاس ته راوړنه – شېخ جهانزاده

    تاريخ ته د قام حافظه وئيلے کېږي. د چا نه چې تاريخ ورک شي هغه ګنګس شي. نننۍ نړۍ د قام او وطنيت د عروج ده. هر قام خپل تاريخ جوړوي او وياړ پرې کوي. تاريخ د ماضي د رېکارډ نامه ده. تېر حالات ، واقعات او د هغې نتيجې د مستقبل د پاره بنيادي ثبوت او دليل ګڼلے شي. تاريخ دحال او راتلونکي پۀ اړه د صف بندۍ کړنلاره پۀ ډاګه کوي. تاريخ د ائنده نسلونو د پاره ښۀ سبق او رڼا ده. څوک چې د تاريخ نه عبرت نۀ اخلي هغوي تل پۀ تاوان کښې وي. د نن مشاهدات او تجربات د سبا تاريخ دے. تاريخ ائنه ده چې خپل مخ به پکښې خامخا کتل وي. پاکستان کثيرالقومي رياست دے. پکار ده چې دلته د مېشتۀ قامونو پښتنو، بلوچو، سندهيانو، سرائيکيانو او پنجابيانو وغېره تواريخ پۀ حکومتي، نجي، عسکري او مذهبي تعليمي ادارو کښې د تعليمي نصاب برخه وي. خو د بده مرغه دلته د قامونو تاريخونه او کلتورونه پۀ بډه کړے شوي دي. دروغ او مفروضې د رياستي ادارو دوامداره پاليسي ګرځېدلې ده.

    دروغژن دانشوران، سرکاري ډنډورچيان او د هغوي انډيوالان هر وخت د حقيقت نه سترګې پټوي او ځانته وفادار وائي. د قامونو اعتماد، اطمينان او مضبوطيا پۀ ملک کښې يووالي او استحکام ته وده ورکوي. دپاکستان داخلي امنيت، دفاع، ترقي او بقا دلته دابادو قامونو د شريکې ورورولۍ سره تعلق لري. خو متاسفانه چې د بره ذکر شوو قامونو او اولسونو تاريخ، روايات، ژبه او کلچر د پامه غورځولے کېږي. چې لۀ امله ئې پۀ مسلسله توګه ناقلاري او بې امني رامېنځته شوې ده. د مشرقي پاکستان د جدائۍ کافي عوامل او وجوهات وو خو قامي استحصال او محرومۍ ته پکښې خصوصي ګوته نيولے کېږي چې د دغې نتيجه د پاکستان پۀ ماتېدوتمامه شوه. خو ولې د دې ملک واکمن ترننه د تاريخ نه زده کړه نۀ کوي او خوف خدا پکښې هم نشته. پۀ ځانګړي طور دلته پښتنو هم ډېر څۀ برداشت کړي دي.

    مونږ سره کوم کوم ظلم شوے نۀ دے

    وګوره بيا هم بغاوت نۀ کوو

    د پښتونخوا وطن د پېژندل شوې سيمې باجوړ سره تړاو لرونکے مورخ مولانا خان زېب د پښتون افغان ملت د تاريخ ترڅنګ د سيمې د تاريخ ژوروالي ته کوز شوے دے. اګر چې د سيمې پۀ لر و بر کښې تقرير او تحرير ته قساقسم ګواښونه پېښ دي. د ترهه ګرۍ او فوځي اپرېشنونو پۀ روان ماحول کښې هر کس دا وائي چې خلۀ پټه که او مزيد دا چې دوکان ته وړه تاله واچوه او خپلې خولې ته غټه تاله ولګوه. خو بيا هم پۀ چاپېرچل کښې د دغه پېښو مشکلاتو باوجود حضرت مولانا تر خپله وسه خواري او تحقيق مخ پۀ وړاندې بوتلے دے او بيا ئې پۀ پوره جرات سره “باجوړ د تاريخ پۀ رڼا کښې” نوم جامع کتاب چاپ کړو. د باجوړ تاريخ د پښتنو تاريخ دے. د تاريخ پۀ اوږدو کښې چې د پښتنو پۀ وطن څۀ تېر شوي دي هم هغه د باجوړ پۀ خاوره هم تېر شوي دي. بايد چې د پښتنو د بېلابېلو سيمو تاريخونه را غونډ کړے شي او د ټولو پښتنو ګډ اوقامي تاريخ ترې نه پۀ تحريري شکل کښې مرتب کړے شي. ډېرو ليکوالانو پۀ دغه اړه کوششونه کړي دي. د ټولو کور ودان خو بيا هم پۀ جديد او سائنسي بنيادونو د مستندو حوالو سره د پښتنو تاريخ ليکلوته اړتيا شته. د يادونې وړ ده چې مولانا خانزېب د خپلې سيمې باقاعده سنديافته ديني عالم دے. پۀ شرعي او معاشرتي علومو کلک عبور لري. د شېخانو د روحاني کورنۍ سره تعلق لري. د خواو شا پښتانۀ د هغوي کورنۍ ته ډېر د احترام پۀ نظر ګوري. مولانا پۀ خپله د خداے د رضا د پاره د مخلوق پۀ خدمت او ښېګړه يقين ساتي. د افراط او تفريط نه ډډه کوي. د اعتدال تر حده پۀ نظرياتي توګه قاميت او وطنيت مني. د عوامي نېشنل ګوند پوخ غړے دے.

    د پښتنو پۀ وطن کښې د څو کالو راهسې د بدامنۍ روانه لړۍ قطعاً نۀ خوښوي. بلکې غواړي چې هر طرفته د امن او خېر هواګانې وچلېږي. د سختو کړکېچنو حالاتو باوجود ئې خپله سيمه نۀ ده پرېښې. ښاغلي ليکوال هڅه کړې ده چې د قلم پۀ ژبه پۀ نثر او عام فهم انداز کښې د خپل قام، وطن او سيمې صادقانه او ډولي تصوير هرچا ته وښائي. د خانانو او ملکانو ثنا صفتونه ئې نۀ دي کړي . محض د اولس تاريخ ئې ليکلے دے. پۀ پښتنو کښې شاعران ډېر دي خو قامي فکر د کمو کسانو پۀ برخه دے. نثر ليکونکي بېخي د ګوتو پۀ شمار دي نو ځکه مونږ وئيلے شو چې ښاغلي مولانا پۀ نثر کښې کمال کړے دے. دا کوشش ئې کړے دے چې پښتانۀ تاريخي مهذب او د امن پلويان دي. پۀ دين او وطن ميئن دي. د نرخ او د لارې خلق دي. انتها ګري او ترهه ګري پۀ دوي تپلې شوې ده. لوظ نۀ ماتوي، سر ورکوي خو سنګر نۀ ورکوي. ښاغلي مصنف د قام او د وخت د ضمير پۀ صفت پۀ ډېره ذمه وارۍ سره د مستندو حوالو، واقعاتو، حالاتو او معلوماتو پۀ اساس تاريخ ليکلے دے. د دغه کار ضرورت ؤ، د خداے پۀ فضل او د ملګرو او دوستانو پۀ مرسته دغه ځوان پۀ صحيح تاريخ ليکلو کښې کامياب شوے دے. باورلرو چې د خپل تاريخ سره بلد وګړي او د خپلې خاورې سره مينه لرونکي چې هر چرته وي دغه کتاب به خار بازار باجوړ بک سنټر نه او يا د وېب سائټ پۀ ذريعه ترلاسه کړي. استفاده به ترې وکړي او دا شان به قامي تګ لاره بې د څۀ ځنډ او خنډ اسانه شي. صحيح تاريخ د خپل قام او د خپلې خاورې اواز او پېژندګلو وي. تاريخ د سماج جوړولو، اقتصاد ښۀ کولو او د سياست د پياوړي کېدو بنياد وي.

    کۀ پۀ هزار قامونه را شي

    د پښتنو نامه به څوک د باجوړه يوسي

    د باجوړ تاريخ هم د پښتون وطن د تاريخ يوه پاڼه ده. باجوړ د پښتون وطن نه او پښتون وطن د باجوړ نه ځکه بېليدې نۀ شي چې باجوړ د پښتون وطن د تن يو کلک اندام دے. دغه ځانګړے تاريخ پۀ دې اراده دے چې د پښتون وطن ددې برخې سمه څهره د لرغونتيا پۀ اساس نړۍ ته ښکاره کړے شي. پۀ دغه کتاب کښې دا کوشش شوے دے چې پۀ قبل از تاريخ، د باختر او ګندهارا تهذېبي دورې، بعدازمسيح دور، اسلامي دورې، د مغلو دوره، د خانۍ دوره او اوسني تاريخي بنسټيز جاج سره د باجوړ تاريخي جغرافيه، د باجوړ د قبيلو شجروي تاريخ، د پښتون وطن هغه تاريخي اتلان چې د باجوړ دي يا ئې د قامي او سياسي مبارزې اړيکې د باجوړ سره پاتې شوي دي او دغه شان نور ډېر د باجوړ سره اړوند موضوعات پکښې را برڅېره کړے شوي دي چې د لوستونکيو پۀ پوهه کښې به زياتوالے را ولي. ياده دې وي چې پۀ دغه تاريخچه کښې يو طرفته د خپلې خاورې او خپل قام تاريخ محفوظ کړے شوے دے او بله د تسلۍ خبره دا ده چې پۀ مورنۍ او قامي ژبه کښې ليکلے شوے دے. دا د پښتو ادب او ژبې د پرمختګ د پاره ستره بريا ده. لوستونکي به ترې نه ګټورې نتيجې اخذ کړي او د خپل تاريخ سره د اشنا کېدو به جوګه شي. تمامه پوهاوي به پېدا شي چې ائنده کښې تېروتنې تکرار نۀ کړے شي. دلته د دې سيمې اولسونو ډېر ازمائشونه، قسما قسم تحريکونه، واقعات او هر رنګ خلق ليدلي دي. پۀ پټو سترګو به د هېچا تقليد نۀ کوي. د پردو جهنډو او اېجنډو نه به پۀ قطعي ډول ځان وساتي. ټول به پۀ حېث د قام د خپل ملي او سياسي سور بېرغ د لاندې يو اواز او يو قدم شي. پۀ يوه خولۀ به د شريکې جرګې، شريکې صلاح او شريکې فېصلي د لارې د وطن او منطقې د امنيت او ترقۍ د پاره هم غږي او چمتو شي. د ټول جهان لۀ اړخه به شابسي او افرين ووئيل شي. تاريخ به يو وارې بيا را تازه شي. د راتلونکي وخت مورخين به ئې ښۀ يادوي. قامي تحريک به د ګډو اهدافو د حصول د پاره د خپلو اسلافو د لارښودنو مطابق پۀ موجونو شي. د وطن او د سيمې د اولسونو د ژوند هر اړخ به دموجوده او راتلونکي نسلونو د پاره پۀ صحيح توګه خوندي کړے شي او دغه کار به د دنيا او اخرت د پاره مفيد وي. پۀ ياد کتاب کښې ډېر څۀ شته خو لوستل به غواړي. د مولانا خانزېب د ليکلي شوي کتاب دمخ کتنې غونډه څو ورځې وړاندې د باجوړ ښار پۀ سول کالونۍ کښې وشوه. د سيمې مذهبي، سياسي او اولسي مشرانو پۀ کښې ګډون کړے ؤ. نامتو ليکوال او شاعر ښاغلے حيات روغاني او ډي سي باجوړ فياض خان شېرپاؤ هم پۀ دغه پروګرام کښې ګډون وال او وېنا وال وو. پۀ دغه موقع قاضي عبدالمنان، انور نګار، مولانا خانزېب، راقم الحروف او نوروکسانو هم د خيالاتو څرګندونه وکړه.

    مونږ ته د تاريخ دنصاب هره پاڼه ښائي دا

    هغه قام ژوندے وي چې ئې خپل تاريخ ته شاه نۀ وي

    د باجوړ د تاريخ پۀ حقله مستند او سم ليک ډېر مشکل کار ؤ. د يو عام پښتون او د سيمې د يو عام وګړي دا سوچ پېدا کېږي چې ګينې باجوړ د پښتون وطن د تاريخ پۀ اوږدو چپو او طوفانونو کښې بېخي ورک او بې برخې دے خو حقيقت داسې نۀ دے او ځکه د دغه کتاب د ليکلو لامل دا دے چې تاريخي طور د باجوړ سيمه د تاريخ پۀ تيارو کښې رابرڅېره کړې شوې ده. کوم کتابونه چې د باجوړ د تاريخ پۀ اړه د لږو ډېرو معلوماتو دي نو اوس ټول ناياب دي. د پښتنو او پۀ ځانګړي توګه د باجوړ پۀ باره کښې پۀ ياد کتاب کښې دمغالطو سمولو کوشش شوے دے چې خپلو راتلونکو نسلونو او دنيا و الو ته يوه لار ښودلې شوې ده. باور لرو چې پۀ راتلونکي وخت کښې څوک د پښتنو يا پۀ خاصه توګه د باجوړ د سيمې او د دغه ځاے د اولسونو پۀ موضوع کار کول غواړي نو دغه کتاب به د هغوي د پاره رڼا او لارښودنه وي ځکه د موضوع سره پکښې مکمل انصاف شوے دے.

    دا خاوره د وطن د شهيدانو امانت دے

    ساتلے دا وطن مو د سرونو پۀ قيمت دے

  • د پښتونخوا قبائيلي ضلعې او دافغانستان سره تجارتي اړیکې – نثار باز

    د پښتونخوا قبائيلي ضلعې او دافغانستان سره تجارتي اړیکې – نثار باز

    انسان د اول نه تر اوسه د خپل ژوند ژواک د پرمختګ پۀ پوړو د پورته کولو او خېژولو لپاره د وخت او زمانې د هر طوفان او زورور سره ښکر پۀ ښکر پاتې شوے دے خو چې هر څومره د وخت ګزارونه د دۀ کالبوت خوړل نو انسان چرې هم خپل همت او د ډغرې توان د لاسه نۀ دے ورکړے بلکې دا شعر دانسان ددغه لامبو مصداق دے . . .

    کۀ ظالم مې ژبه غوڅه کړه تېرۀ شوه

    توره څومره چې تېرۀ شوه لا خوږه شوه

    اوس کۀ نر وي نو غوږونه دې خپل پرې کړي

    چې زما نغمه سړه نۀ شوله سره شوه

    د انسان پۀ تاريخ کښې چې څۀ تېرېږي او تېر شوي نو هم دغه داستان زمونږ د خپل قام پښتنو هم دے ځکه چې د نړۍ پۀ سر د دې قام د وجود او نسل تاريخ د هېچا نه هم کم نۀ دے. پښتانۀ د زرګونو کلونو راهسې پۀ خپل جنت وطن کښې ژوند کوي او دا وطن د نړۍ پۀ هر نعمت پرماموره دے. د دې وطن جغرافيه، د دې قدرتي شتمنۍ، د دې موسم، د دې اوبۀ، هوا او د دې هرڅۀ نه بالا دلته داسې قام استوګنه لري چې د مينې، ځارېدو او قربانېدو نه پرته بل خوئي نۀ لري. خو دا قام ولې پۀ تېرو څلورو پېړو کښې پۀ جنګونو، لېونيو او وحشيانو ياد کړے شو. د دې قام زرګونه کاله تاريخي څېره خو دا سرونه غوڅول نۀ وو، انتحاري چپاوونه او ځان الوزول خو نۀ وو. د دوي پۀ تاريخ کښې خو د باختر، يما، اريګاين، او د مساګا پۀ شان تمدنونو غزونې کړې وې. د دې پۀ ټاټوبي کښې خو د باميان نه تر د باجوړ او سوات پورې د ستر بدها عظمتونه پۀ تماشه او ننداره وو ځکه خو پوهاند حيات روغانے وائي چې دا قام خو د جنګ پۀ وخت کښې هم د جنګ نۀ کولو ست کوي چې جنګ بېخي جوړېږي نو هم يو اخري ځل خپل مقابل ته اخره دا ووائي ځه هلکه روان شه رانه کنه، خداے ته وګوره! دا د وينو نۀ ختمېدونکي جنګونه مو ولې پۀ برخه شو؟ ځکه چې پښتانۀ پۀ حېث د قام نۀ راجګېږو، شيندې ويندې پۀ قبيلو، خېلونو،ګوندونو او کرکيزو ډلو کښې شيندل شوي يو. پايله د دې انتشار څۀ شوه؟ هم دا شوه چې د نولسمې پېړۍ پۀ اخر کښې مو قام د ډيورنډ پۀ سپېرۀ تبرګي مات کړے شو، پۀ خپله خاوره مو اختیار ختم شو، خپلې وسيلې رانه پردۍ شوې، د زرګونو کالو نه د لرو بر پښتونخوا تر د ثمرقند او بخارا پورې درې سوه لس لارې مو بندې او شنډې کړې شوې. د قام پۀ سينه د ډيورنډ د سپېرۀ والي لۀ برکته ازغن تار راښکل شو او هم دا راز د پېرنګي ارمان څۀ دپاسه سل کاله پس هم د بلاربېدو نه پس پۀ رڼا ورځ لنګ شو. دغه لنګوانښه پۀ توان سره اوس هم انسان دښمنه فکرونه زېږوي خو لۀ بده مرغه د پښتنو ژوند پۀ خپل جنت کښې پۀ سور دوزخ بدل دے. د پاکستان د ناکړدو او دافغانستان د ګرېوان نه د لاس نۀ ويستلو دوام داره پروسې دي چې روانې دي. دېخوا پۀ جار څۀ خلک پۀ دغه نۀ ختمېدونکې بې خېرۍ کښې خپل خېر لټوي خو بې خېري ټوله پښتنو ته پاتې ده. د پاکستان ستونزه د اول ورځ نه افغانستان دے ځکه خو د ختيځ د هندوستان د لوري ټول کړکېچ هم پۀ لويديځ سرحد پالي. داسې برېښي چې لر او بر پنجابيانو هم خپل مېنځ کښې روغه کړې او چل ټول هم پښتنو ته دے.کۀ تاسو فکر وکړئ نو د انډيا سره د کالو سر د ښکاره دښمنۍ او تاو تريخوالي باوجود تجارت روان وي او د واهګه باډر او کرتارپور لارې 24 ساعته خلاصې وي، او بلخوا د مسلمان ګاونډي هېوادونو سره لارې تړلې شوې دي!

    جوزف سټالېن د قام پۀ تعريف کښې وائي چې د يو قام لپاره د ډېرو اکائيو سره اقتصادي تړون او وحدت لازم دے چې کله هم د يوې ټولنې د وګړو ترمېنځ معاشي پېوستون نۀ وي نو دغه قام بيا قام کېدے نۀ شي. لۀ بده مرغه دلته هم پۀ دې خبره عمل کېږي چې کۀ د پښتنو قاميت ماتول وي نو دا خو دومره کلک دي چې د سکندر نه تر امريکا پۀ شان يو زورور هم مات نۀ کړل، نۀ ډيورنډ او نۀ بلې کومې دسيسې ـ خو راشه اوس ئې د فقر پۀ توره مات کړه. دا نسخه ډېره ازموده او خطرناکه هم ده، ځکه چې پۀ تاريخ کښې دا ستر قام ټول عمر پۀ خپله جغرافيه کښې هم دغه فقر او غريبۍ کډه پۀ سر او خاورې پۀ سر چورلولے دے. داسې معلومېږي چې د پښتنو د قاميت د تل لپاره د ماتولو، د يو بل نه د شوکولو او د يو بل نه داسې بې پرواه کولو لپاره هم دا لوبه ښۀ پۀ هنر کولے شي. د افغانستان سره د باجوړ دير نه واخله تر وزيرستان پورې چې څومره هم د تجارت تاريخي لارې دي نو پۀ نن سبا وخت کښې شپاړس غټې لارې پکښې شمارل شي چې د دې لارو دواړو اړخ ته سړکونه پاخۀ دي او د پاکستان او افغانستان پۀ لور هر اړخ ته د ښارګوټو مهمو سيمو ته ترې تګ راتګ ډېر لنډ او اسان دے. کۀ د دې غټو لارو نه پرته مونږ د هغه وړو لویو لارو او کنډاوونو خبره وکړو چې پۀ امروزه ژوند ژواک کښې دواړه خوا مېشت اولسونه به د يو بل غم ښادۍ او ښو بدو ته د زمانو نه تلل راتلل نو هغه کنډاوونه پۀ سلګونو دي خو د تېر شل کاله نه د اخ و ډب پۀ نامه دغه ټولې وړې لوې لارې تړل شوي دي. حېران دې ته شو چې د ډيورنډ پولې سره جخت د افغانستان د زوره پۀ هره ګټه د پاکستان وسلوال ځواکونه قلابند مورچه بند ناست دي. د سابقه فاټا هر غر او هره لوړه ژوره د دې د ولقې لاندې ده خو بيا هم د حېرانتیا خبره ده چې د دې سیمو د امنیت وضع يوځل بيا پۀ خرابېدو ده او د هدفي وژنو تر څنګ د بدمعاشۍ ټيلي فونونه او د خلقو نه پۀ زور د پېسو غوښتنو لړۍ دوام داره ده. څۀ کم شل کاله کېږي چې د وزيرستان نه تر باجوړ پورې دا سيمه جنګونو زپلې، دلته مېشت خلق د ژوند د يو شمېر اسانتیاګانو نه لرې دي. د دې نه علاوه دلته د ټولو نه لويه ستونزه د بې امنۍ سره د خلقو بې روزګاري هم ده چې تېر وخت کښې کوم بازارونه وو زیاتره پۀ دغه پوځي اپرېشنو کښې ړنګ کړے شول. د سرمايې خلق د سيمې نه د ملک نورو ښاريو ته د روزګار لپاره تلي. دلته د روزګار موقعې پېدا کول د ټولو نه مهم کار دے چې تر اوسه خو د پاکستان د واکمنو لۀ خوا د دې تباه شوو سیمو د راوچتولو لپاره هېڅ يو لوے اقتصادي پلان نۀ دے را وړل شوے. د زمانو نه د دې وطن د خلقو د افغانستان پۀ دغه تجارتي لارو به تر کابل، ثمرقند او بخارا پورې جوپې تللې. دغه د ژوند د ګټې وټې حق هم دپاکستان واکمنو د خلقو نه د ډېروخت نه اخستے. د دې لارو پۀ تړلو کۀ يو اړخ ته يوه قبيله د بلې نه شوکول شوې، ټولنيزې کلتوري اړيکې شلېدلي نو ورسره د خلقو کار روزګار هم ختم شوے. د دغه بې روزګارۍ ډېرې بدې اغېزې د پښتنو د وجود پۀ دې ستر اندام ډېرې بدې دي.کۀ چرته د دې ملک سره څوک مخلص وي او دا سيمې د دې بدو حالاتو نه ژغورل غواړي نو د باجوړ د ناوا پاس سره تړل شوې هغه ټولې بندې تجارتي لارې دې پۀ سمدستي توګه خلاصې کړے شي. بايد چې د افغانستان او پاکستان دې لارو ته څېرمه دواړه خوا اولسونه دې هم خپل اواز ښۀ کلک جګ کړي او دا حکومتونه دې ته اماده کړي چې نور د دې تاريخي تجارتي لارو بندش ددې سیمې د خلقو معاشي قتل دے او اولس نور پۀ هېڅ ډول دا عمل نۀ شي زغملے!

  • بلوچستان (سوهېلي پښتونخوا) کښې د عوامي نېشنل ګوند تنظیمي او سیاسي فعالیت: اثرات، هیلې او امکانات – مابت کاکا، ستر ایالتي سېکتر، عوامي نېشنل پارټي بلوچستان

    بلوچستان (سوهېلي پښتونخوا) کښې د عوامي نېشنل ګوند تنظیمي او سیاسي فعالیت: اثرات، هیلې او امکانات – مابت کاکا، ستر ایالتي سېکتر، عوامي نېشنل پارټي بلوچستان

    پۀ فکري لحاظ باندې کۀ څۀ هم زمونږ غوندې سیاسي ورکرانو د پاره، د چا چې لۀ دې تنظیم سره یو ژور تعلق پاتې شوے وي، یا د داسې ازاد پلټونکي د پاره، چې د خپلې خاورې او اولس د ستونزو د حل د پاره د یو قابل عمل (Applicable) تخلیقي اپروچ پۀ اړه اندېښمن وي، عوامي نېشنل ګوند یو مؤثر حرکت ګڼل ناشوده (ناشونې) نۀ ده. خو د اولس پۀ سترګو کښې هلته د یو داسې امېد بڅرکي لیدل، چېرته چې پۀ اولسي کچه تنقیدي سوچ دومره ژور نۀ وي، چې د تحریکونو نظریاتي او تنظیمي تحلیل د یو (Scientific Applicability) پۀ اساس و کړے شي، د فکر وړ ضرور وي. زۀ پۀ دې لیکنه کښې د یو پلټونکي پۀ حېث د یو تحقیقي سوال د ځوابولو پۀ ترڅ کښې نۀ یم. البته، د تنظیم د یو مسئول پۀ حېث، د تنظیمي چارو، او سیاسي فعالیتونو د یو اندېښمن کتونکي (Observer) پۀ حېث غواړم چې پۀ بلوچستان (سوهېلي پښتونخوا) کښې د ګوند د تېرې یوې میاشتې د فعالیتونو راپور د یو سوال پۀ کنسټرکټ کولو کښې لوستونکو ته پېش کړم.

    هڅې خو د ګوند تنظیمي او شمولیتي پروګرامونه لکه څنګه چې پۀ پښتونخوا کښې لۀ تېرو دوو کلونو روان دي هم هغسې ئې پۀ سوهېلي پښتونخوا کښې د دې سیمې د ابادۍ او د ګوند د پارلیماني څاک مطابق خپل سفر روان دے. خو د اتم اکتوبر د کلاسېف الله د مرکزي جلسې مخکښې او وروسته، د هرې تنظیمي او سیاسي ایکټیوټي رنګ او خوند څه بېل غوندې ښکارېږي. پۀ ۲۵ ستمبر د صوبائي کابینې غونډه و شوه. ورپسې پۀ ۲۶ ستمبر د صوبائي مجلس عاملې او پۀ ۲۷ ستمبر د صوبائي کونسل غونډې پۀ دې پرېکړه کښې پاے ته ورسېدې، چې ۲۸ ستمبر نه تر ۸ م اکتوبر پورې به ټوله صوبائي کابینه د کلاسېف الله پۀ دوره وي. پرېکړه خو دا وه چې صوبائي مشران به نېغ پۀ نېغه پۀ کلاسیف الله کښې پروګرامونه کوي، خو لۀ بده مرغه د ګوند د اطلاعاتو صوبائي سېکرتر اسد خان اچکزي د بې درکۍ پېښې صوبائي تنظیم د جلسې کمپېن سره پۀ احتجاجونو کښې هم مصروف و ساتلو. د کلاسېف الله د ښار د یونټونو او د کلو دورې نو زیاتي ځکه د صوبائي جنرل سېکرتر پۀ غاړه واووښتې.

    موږ هڅه وکړه چې د ګوند بېرغونه لۀ ښاري سیمې اوس د کلو او بانډو خواته ورسوو. پۀ کلي ګوال اسماعیلزے، خسنوب جلالزے، یاواله او بندات پسين زے کښې داسې شمولیتي غونډې عموما د انتخاباتو پۀ وخت کښې لیدل شوې وې. خو اولس ته دا غونډې بېلې پۀ دې برېښېدې، چي نۀ د انتخاباتو فضا وه او نۀ پۀ دې سیمو کښې د اثر رسوخ لرونکو ګوندونو پۀ ضد یوه څرګنده اعلامیه. د پارټۍ د نظریې د یو څو سمبولیک بیانونو پۀ رڼا کښې خلک جلسې ته دعوت کول، کۀ څۀ هم د دې پروګرامونو بنیادي موخه وه، خو د شمولیتونو سلسلې د خلکو پۀ تندیو څۀ امېدونه هم څرګندول. د خلکو درناوے د ا تم اکتوبر پۀ جلسه کښې څرګند شو، چې تقریبا د لسو زرو انسانانو غونډه پۀ یو داسې نظم او ډسپلن تر پایه ورسېدله، لکه یو علمي سیمېنار چې وي. د دې جلسې یوه تر ټولو مهمه او تاریخي ځانګړتیا دا وه، چې پکښې ښځو ګډون درلود. چي بل وخت دلته ښځو پۀ دومره شمېر کله هم پۀ یوه جلسه کښې ګډون نۀ دے کړے.

    د مرکزي نائب صدر امیر حیدر خان هوتي، مرکزي ستر سېکرتر میا افتخار حسېن او صوبائي نائب صدره شازیه اورنګزېب شتون به د کلاسېف الله دخلکو او خاورې پۀ حافظه کښې د رهبر تحریک خان عبدالولي خان او اجمل خټک یادونه ضرور رابرڅېره کړي وي، خو پۀ کوټه کښې پۀ نهم او لسم اکتوبر د مرکزي کابینې او مرکزي کمېټۍ د غونډو لید، پۀ کوټه ښار کښې د پېښور حلول ؤ. د حېدرخان هوتي د هائیکورټ بار ته وېنا او د لسم اکتوبر پۀ ارباب هاوس کوټه کښې د مرکزي کمېټۍ د پرېس کانفرنس نه بغېر، د کوټې او پېښور پۀ یو سور مزي د تړلو تر ټولو سمبولیک حال، پۀ نهم اکتوبر د کوټې ښار د باچاخان چوک د مخکتنې دستوره وه. دا یوازې د باچاخان تصویر د یو سمبول پۀ حېث د ثبت کولو دستوره نۀ وه. بلکې د یو سمبول پۀ حېث ثبت شوے پۀ باچاخان د روانو حالاتو پۀ رڼا کښې د تشریح کولو، او پۀ دې سمبول باندې د روانو حالاتو پۀ رڼا کښې د قام د ارمانونو د معناوو ور تپولو دستوره وه.

    د ګوند د تنظیمي او سیاسي چارو تسلسل، لکه چې ئې مخکښې ذکر و شو، خو لۀ تېرو دوو کلونو بې لۀ پرېکړې راروان دے. خو لۀ تېرو دوو میاشتو د کلاسېف الله ښار د مرکزي جلسې، او بیا پۀ کوټه کښې د مرکزي کابینې او مرکزي کمېټۍ غونډو پۀ بلوچستان، پۀ خاصه توګه پۀ سوهېلي پښتونخوا کښې د ګوند پۀ اړه یوه نوې غوندې سیاسي فضا را مېنځ ته کړې ده. د پارټۍ لمنه لۀ ښارونو نه د کلو او بانډو خواته پۀ خپرېدلو ده. د دې وجه ښائي څوک دا و ګڼي چې موجوده صوبائي تنظیم د قدرمن اصغرخان اچکزي پۀ مشرۍ کښې دومره توانمن شوے دے چې د ګوند هغه پلونه (خاپونه) رابرڅېره کړي کوم چې د ترهګرۍ د دور دوړو نیولي وو. خو زۀ د یو تنظیمي مسئول پۀ حېث د تېرې میاشتې د ټولو چارو برخه وم. زمونږ لۀ جلسې سره چې د خلکو پۀ ذهنونو کښې کومه وېره ما محسوسه کړه، زۀ نۀ شم کولے چې د ترهګرۍ دور ته د تاریخ ټکي کښېږدم. امکان دا هم شته چې ووئیل شي چې د حکومت د یوې برخې پۀ حېث د اولس د عوامي نېشنل پارټۍ ته رجحان زیات کړے دے. خو دغه حقیقت هم د اولس د سترګو وړاندې دے چې د بلوچستان پۀ پښتني سیمو کښې تر اپوزيشن زیات د احتجاج پۀ درشل عوامي نېشنل پارټي ولاړه ده. خلک ئې ویشتل کېږي، بې درکه کېږي، پۀ کاروبارونو کښې ورته ورځ پۀ ورځ ستونزي را مخ ته کېږي. د ځوانانو د جزباتو د ترجمانۍ تجزیه هم د پي ټي اېم د شتون لۀ کبله د تنقید مخې ته مضبوطه نۀ شي ودرېدلې. پۀ روان سیاسي چاپېریال کښې د پي ډي اېم (PDM) پۀ وجود کښې لۀ راتللو وروسته، ګوندیزجیوګرافیائي سرحدونه تر ډېره تت شوي برېښي. د اپوزيشن د لیډرشپ پۀ یو دریځ د را جمع کېدلو لۀ کبله، د یو ګوند پۀ یوه سیمه هولډ د ټول اپوزيشن هولډ ښکاري. خو د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي لیډرشپ پۀ بلوچستان کښې یواځې وجود بېل پۀ دې ؤ چې خلک ئې خپل سیاسي شعارونو او سمبول ته و هڅول. هم دغه شان پۀ سوهېلي پښتونخوا کښې د پارټۍ لۀ نورو ګوندونو سره د یو متوازي پارليماني قوت پۀ حېث راوچتېدلو ته ګړندي ګامونه پورته شوي دي. کۀ څۀ هم پۀ دغه سيمه کښې نور ګوندونه هم شتون لري او هڅې کوي چې خپل ځاے لۀ لاسه ور نۀ کړي خو ښکاري داسې چې د عوامي نېشل ګوند د نظريې، قربانيو او کلک او سپين دريځ لۀ وجې خلک د خپلو خوبونو تعبير د عوامي نېشنل ګوند پۀ نعره او منشور کښې ويني او ډېر امکانات زېږېدلي دي.

  • د ښاغلي اياز ايسپزي کتاب “خپل اتلان وپېژنئ” ته يوه لنډه کتنه – محمد شهزاد

    د ښاغلي اياز ايسپزي کتاب “خپل اتلان وپېژنئ” ته يوه لنډه کتنه – محمد شهزاد

    تاریخ وئيل، اورېدل او لوستل کۀ هر څومره خوندور وي خو همدغه هومره ئې لیکل هم ګران دي، لوے تاریخپوه ډاکټر مبارک علي وائي چې پۀ تاریخ کښې يوازې د هغه وخت د شخصیاتو عملیات او سانحې لیکل نۀ وي بلکې همدغه هر څۀ د هغه وخت د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند پۀ رڼا کښې لوستونکیو ته وړاندې کول وي .

    تاریخ مطالعه کول مونږ له دا اجازه راکوي چې د تېر وخت د معلوماتو څخه درک واخلو او د دغه معلوماتو پۀ رڼا کښې د روڼ سبا لپاره غوره تګلاره وټاکو .

    تاریخ چې یو ډېر ګڼ اړخیز ډسپلن دے او پوهه ئې تل فرهنګي سره سره پۀ نړۍ کښې د ژوند کولو اخلاقي پوهاوې هم لوړوي .

    څومره چې تاریخ لیکل او لوستل ارزښت لري نو هم هغه هومره د پښتون قام د اتلانو تاریخ د لیکلو لاندې نۀ دے راغلے .

    پښتون قام چې تل ئې پۀ خپله خاوره پیاوړے تمدن ځاے کړے دے او پۀ لرغونې نړۍ کښې ئې سرلوړي او د وياړ ډک ژوند کړے دے خو له بده مرغه پۀ تاریخ لیکلو او د خپلو اتلانو کارنامو لۀ د کتاب شکل ورکولو کښې داسې ډېر تکړه نۀ دے پاتې شوے. پۀ دې هم یو لوے بحث کېدے شي چې ولې؟ خو بس دغه دوه خبرې؛ چې پښتون قام تل د خپلې ځانګړې جغرافيې لۀ امله د جنګ و جدل پۀ مېدان کښې بوخت پاتې شوے دے نو بل خوا پۀ تېرو څو پېړیو کښې چې دلته پېرنګي یرغلګر د تاریخ او اجتماعي دانش پۀ ارزښت پوره پوره پوهېدلو، او غوښتل ئې چې دا قام د خپل پیاوړي تاریخ څخه بې خبره وساتي، او بیا همدې بيانيې له دا انګرېز سامراج د سوچ وراثانو لا نوره هم وده ورکړه او د پښتون قام بچو ته ئې پۀ مکتب او پوهنتون کښې د نسیم حجازي، بانو قدسیه او عمېره احمد لیکلے تاریخ ور وښودلو او د خپل تاريخ نه ئې لا نور لرې پاتې کړل. د همدې پورته لیکل شوو وجوهاتو لۀ امله ښاغلي اياز ایسپزي قلم پورته کړو او د “خپل اتلان وپېژنئ” پۀ نوم ئې کتاب ولیکلو.

    ایاز ایسپزے، چې پۀ لسم ټولګي کښې د ملاکنډ بورډ ټاپ کوونکے او ګولډ مېډلسټ ؤ، تر دولسم جماعت پورې ئې پۀ اسلاميه کالج پېښور کښې سبق ووئيلو او لکه د ډېرو پښتنو،د ناسمو حالاتو لۀ کبله لاهور ته مزدورۍ له لاړ او هلته ئې د کار سره سره څلور کاله د طب زدکړې هم وکړې. پۀ وطن کښې د روزګار سره سره د يو اوږد ځنډ نه پس ئې د خپلو زدکړو لړۍ بيا پېل کړه او د شرینګل پوهنتون څخه ئې لومړے ګرېجوېشن او بيا ماسټر وکړو خو د دې هر څۀ سربېره د دې خاورې د ګڼ شمېر نورو بدبخته پښتنو غوندې اياز ايسپزے هم د روزۍ د ګټلو لپاره مزدورۍ له سعودي عرب ته لاړ، او د مسافرۍ د سخت ژوند او بلها ستونزو باوجود ئې شا و خوا پۀ پينځۀ کلونو کښې دا کتاب وليکلو.

    د دې کتاب مارکیټ ته د راتلو نه مخکښې به چې ما کله د ایاز ایسپزي پۀ فیس بک وال باندې د “خپل اتلان وپېژنئ” څخه یؤنيم اقتباس ولوستلو نو لاندې به ورته ګڼ شمېرپښتنو وئيل چې دا کتاب به کله چاپ کېږي؟ ځکه چې ددې کتاب څخه راخستل شوي هر اقتباس به د پښتنو پۀ خاوره د روانو حالاتو سره بېخی سمون خوړلو، ځکه به د خلقو پۀ زړۀ او ذهن ښۀ لګېدلو.

    د دې کتاب د ليکلو پۀ اړه ليکوال پخپله وائي چې؛

    “دوه خبرې دي چې زۀ ئې دې کتاب لیکلو ته وهڅولم؛ لومړۍ خبره دا وه چې ما به لۀ ډېر وخته دا فکر کولو چې ولې د پښتنو خاوره داسې شنډه ده چې تر اوسه پکښې یؤ اتل هم نۀ دے پېدا شوے؟ لامل ئې دا ؤ چې زما د تعلیمي نصاب پۀ کتابونو او تاریخونو کښې ئې ماته پردي خلق د اتلانو پۀ نوم راپېژندلي دي خو زما د پښتنې خاورې د یو اتل یادونه هم زما پۀ تعلیمی نصاب کښې نشته، ما به تل دغه فکر کولو چې ګينې پښتنه خاوره د اتلانو خاوره نۀ ده . ځکه چې زما پۀ تعلیمی نصاب کښې د یو پښتون اتل نوم نشته، خو خبره بل رنګې وه، زۀ ناخبره ساتل شوے وم او دا راته نۀ وه معلومه چې پښتون وطن او پښتون تاریخ خو پۀ هر قدم او هره پاڼه کښې یؤ اتل لري”

    د‌ کتاب اسلوب اسان او د څېړنې پۀ تول ښۀ پوره دے. دا کتاب چې څنګه ما د خپل خاندان د وګړو پۀ مخکښې هغه ورځ پۀ دوه ګهېنټو پۀ لوستلو ووئيلو، هیله ده چې پۀ همدې انداز کښې به ئې لوستل ستاسو هم خوښ شي.

  • کمالي سړے (خاکه) – عبدالحميد زاهد

    کمالي سړے (خاکه) – عبدالحميد زاهد

    د ډېر وخت نه پۀ دې سوچ کښې وم چې پۀ دې شخصيت خاکه وليکم کۀ نه او اخر چې مې د ليکلو فېصله وکړه نو پۀ دې فکر اخته شوم چې عنوان ورله څۀ خوښ کړم. وړومبے مې ورله د قيصې بابا عنوان خوښ کړو خو چې سوچ مې وکړو نو پښتو ادب کښې دومره باباګان موجود دي چې توبې وباسه. څوک د غزل بابا دے، څوک د نظم، څوک د چاربېتې او ځينې پۀ کښې هسې د تبرک د پاره باباګان دي. لا اوس خو پۀ کښې اقبال حسېن افکار صاحب، ګل محمد بېتاب صاحب ته هم د خاکې د بابا خطاب ورکړو او ډاکټر محمد همايون هما صاحب ئې ښۀ پرزور تائيد وکړوخو بېتاب صاحب ووې وروره ما د دې بابا توب نه ساتئ، زۀ پۀ کښې نۀ يم، ما خو خپله نوموړي محقق او ليکوال قاضي عبدالحليم اثرافغاني ته پۀ وړومبۍ پښتو خاکه ليکلو د خاکې د بابا خطاب ورکړے دے خو افکار صاحب ووې زۀ ادبي جرنېل يم او د جرنېل يوه خبره وي، تا اثر افغاني صاحب ته بابائے خاکه وئيلي وو او زۀ ئې تا ته وايم، پۀ نورو قيصو نۀ پوهېږم، بس غلے شه. نو ځکه ما سوچ وکړو چې د باباګانو پټۍ پوره شوې ده. بيا مې خاکې له د کېمياګرعنوان خوښ کړو خو پۀ دې نامه فارغ بخاري صاحب يوه خاکه پۀ حمزه شينواري صاحب ليکلې ده. بل دغه عنوان د دې شخصيت سره څۀ ډېر سمون هم نۀ خوړلو. د حمزه صاحب د پاره دغه عنوان مناسب ؤ ځکه هغۀ د سرو زرو جوړولو کوششونه کړي وو. زۀ چې پۀ چا خاکه ليکم کۀ دے چرته کيميا ګر ؤ او د پيتلو نه ئې سرۀ زر جوړولے شول نو بيا پرې څۀ سنډا پښه ايښې وه چې ساختونه او تعويزونه به ئې کول خو دا تعويزونه دۀ د پاره سمه کېميا وه ولې چې دېرش کاله وړاندې به ئې د يو تعويز پۀ سوونو روپۍ اخستې او ځينې مالداره خلقو خو به پۀ زرګونو ورکولې. هره ورځ به ورله د لرې لرې ځايونو نه پۀ شلګونو خلق راتلل. ډېر د تېز ذهن خاوند ؤ. د نوموړي ليکوال او سياسي شخصيت عبدالسبحان خان خبره کۀ دې سړي تعليم کړے ؤ نو چې بيا به ئې کوم کمالونه کړي وو ځکه چې پۀ رسمي توګه به ئې تعليم د نشت برابر ؤ.

    علي حېدر جوشي څۀ لږ ډېر ديني علم حاصل کړے ؤ خو د خپل تېز ذهن له کبله پۀ ډېر څۀ پوهېدلو او د کتابي علم نه زيات ئې د تجربو علم حاصل کړے ؤ ځکه نو بنده به ئې د هغۀ د عمر، رنګ او جامې پېزار نه معلومولو چې دے څۀ لۀ راغلے دے او دۀ سره څنګه او پۀ کومه لهجه خبرې پکار دي. ځکه خو چې ورغلي سړي سره به ئې څو خبرې وکړې نو هغه به ترې متاثره شو او داسې به ئې ګڼل چې زما زړۀ کښې کوم مراد دے پۀ هغې علي حېدر جوشي د وړاندې نه پوهه دے.

    علي حېدر جوشي د رنګ روغن نه ښکلے سړے ؤ. د مخ جوثه ئې ډېره اثري وه، ښکلې سپينه ږېره ئې وه. رنګ ئې داسې ؤ چې د زړېدو سره نور ښکلے کېدو. سپينه د دير ټوپۍ کله پټکے وهلے او کله به ئې قراقلي پۀ سر کوله او پۀ هر څۀ کښې به ښکلے او بارعبه ښکارېدلو. صدارتي اېوارډ له چې کله ما اسلام اباد ته بوتللو نو د هغۀ زوے غلام حېدر لالا ورله توره شيرواني او قراقلي اخستې وه. ما ورته وې دے خو پۀ پټکي کښې ښۀ ښکاري چې شمله ئې وچته وي خو هغۀ وئيل د ايوان صدر نه دا هدايت راغلے دے چې دا قسمه لباس به اغوندي ، اواز ئې دروند او بارعبه ؤ خپل کلام به ئې پۀ ترنم کښې اورولو او د کلام وئيلو پۀ وخت به ئې سترګې پټې وې، وجود ئې هم مناسب ؤ. نه ډېر غټ، نۀ ډېر نرے، نۀ ډېر لوړ او نۀ ډېر ټيټ، پۀ اخري عمر کښې ئې ملا را ټيټه شوې وه او همسا به ئې ګرځوله. پۀ غوږونو هم دروند شوے ؤ. جوماتونو کښې چې به کله ميلاد شريف کېدلو نو علي حېدر جوشي به پۀ کښې نعت خواني کوله او تقرير به ئې هم کولو. يوه ورځ ئې تقريرکولو نو دا شعر ئې ووې.

    کۀ چا ږېره کړله توره پۀ خضاب

    د قيامت پۀ ورځ به وويني عذاب

    سترګې ئې پټې کړې وې او ښۀ پۀ جوش کښې لګيا ؤ چې يو ملګرے ئې چې مرغ دين بابا نوم ئې ؤ ورته غلي غوندي ووې استاذه سترګې وغړوه چا ته لګيا ئې چې علي حېدر جوشي سترګې وغړولې نو جومات خالي ؤ او يواځې مرغ دين بابا ناست ؤ. جوشي تپوس وکړو چې خلق څۀ شو. مرغ دين بابا ورته ووې جومات کښې خلقو يو بل پۀ غوږ ووهل چې پورې کلي ته ډمې راغلي دي نو هغې له لاړل، ډېر ئې وخاندل وې ما هم سترګې پټې کړي دي او تقرير کوم ما خو وې ګينې ډېر خلق راته ناست دي. کۀ تا راته نۀ وې وئيلي نو بس ټوله شپه به دغسې لګيا وم، بيا ئې ووې مليانو او نعت خوانانو له ټوله شپه کښې څوک پينځه سوه روپۍ نۀ ورکوي خو ډمو باندې پۀ زرګونو روپۍ الوزوي ځکه خو دا قوم ترقي نۀ کوي.

    علي حېدر جوشي داسې معلومېږي چې د قيافه شناسۍ زبردست علم لرلو ځکه نو ورتلونکو کسانو چې به ئې خبرې واورېدلې نو داسې به ترې متاثره شول چې بس د هغۀ هر ټکے به ورته سم او صحيح ښکارېدلو. د خپل تېز ذهن پۀ مدد سره به ئې داسې څۀ خبره وکړه چې د بنده يقين به راغلو چې واقعي دا سړے پوهېږي او تعويزونه ئې کار کوي. داسې شرطونه به ئې ورسره ووئيل چې هغه سړي به خپله اقرار وکړو چې جوشي را له کار کړے ؤ خو ما شرطونه پوره نۀ کړے شول.

    لکه يو ځل ورله يو ځوان راغلے ؤ ،دے پۀ يوه جينۍ عاشق ؤ او د راتلو سره ئې علي حېدر جوشي ته ووې استاذه څۀ چل را له وکړه ګينې لېونے کېږم. ډېر وس مې وکړو خو نۀ مې د جينۍ نه زړۀ صبرېږي او نۀ پۀ ګوتو راځي. علي حېدر استاذ ورته ووې غم مۀ کوه مړه داسې تعويز به درله وکړم چې کور ته به درپسې راشي، کله مونځ کوې نو تور سپے به ذهن ته نۀ را ولې. هلک ډېر پۀ جوش کښې ووې استاذه فرض مونځ خو څۀ چې تهجد او نفلونه به هم کوم او د تورسپي سره زما څۀ کار دے. خو جوشي استاذ به بيا بيا د تورسپي ذکر کولو. هلک لاړو او څۀ موده پس ئې خپله ووې استاذ راله زبردست تعويز کړے دے خو بس چې پۀ مانځه ودرېږم نو تورسپے مې مخې ته تېر شي، بيا به ئې ووې ارمان دے چې دا شرط مې پوره کړے وے خو دا شرط هغۀ کله هم پوره نۀ کړے شو. هلک تور سپے څۀ کوو دا خو ورله دۀ ذهن کښې واچوو. دا د جوشي استاذ کمال ؤ چې کار به وشو کۀ نۀ خو د خولې د چالاکۍ او حکمت پۀ وجه به ئې سړے مطمئن کړو ځکه خو ئې تر اخره خلقو له تعويزونه کول.

    دغه شان هر چا ته به ئې پال پرهېز د هغۀ د حېثيت مطابق ښودلو کۀ چرته کار به وشو نو بس کور پۀ کور به د علي حېدر جوشي قصيدې وئيلې شوې او کۀ چرته کار به ونۀ شو نو دا به ئې نۀ وئيل چې تعويز کښې کمے ؤ بلکې دا به ئې وئيل چې ما شرط پوره نۀ کړو. او دا د يو تعويز ګر کمال وي چې خپله کمزوري د خولې پۀ چالاکۍ پټه کړي او دا کمال پۀ جوشي استاذ کښې ښۀ ډېر ؤ. ځکه خو کامياب ؤ ولې چې تعويز ګر چا له تعويز وکړي نو کۀ کار ونۀ شو نو د دې مطلب دا شو چې تعويز ګر څۀ وئيلي وو غلط وو خو جوشي استاذ به داسې تيکنيک خپلولو چې دے به پۀ کښې نۀ ګېرېدلو. کله کله خو به ورغلے سړے داسې شو چې روغ ذهن به ئې کار نۀ کولو. دا تماشه ئې هم ما کړې وه. يوه ورځ ورله د مومندو نه يو بابا راغلے ؤ کله چې ورله جوشي تعويز ورکړو نو ورته ئې ووې چې دا به پۀ سورة يوسف کښې کېږدې. بابا چې څو قدمه لاړو نو بېرته را ستون شو وې د هغه سورة نوم رانه هېر شو ما ورته وې سورة يوسف، سړے روان شو خو يوه شېبه پس ته بيا راغلو او وې وئيل دا پۀ کومه سيپاره کښې دے. ماما بابا ته ووې راشه چې درته ئې وليکم څۀ به ځې راځې. سړي ووې بچے خفه نۀ شې خو څۀ چل را باندې وشو مازغو مې غوټ کار پرېښودلو. نۀ پوهېږم چې کورته به څنګه ځم. کله چې د مومندو بابا لږ اخوا شو نو مرغ دين ما ته ووې حميد خانه دا سړے چې وختي راغلے ؤ نو سم دم ؤ خو جوشي استاذ ترې پنډ روپۍ واخستې نومازغو ئې کار پرېښودلو. مرغ دين بابا ځانله يو دلچسپ کردار ؤ د هلکوانۍ نه د جوشي استاذ سره دېره ؤ. د افغانستان اوسېدونکے ؤ. ډېر ښۀ رباب به ئې غږولو. د يوسف قيصه به ئې ډېره پۀ خوند خوند پۀ خوږ اواز رباب سره وئيله. وادۀ ئې نۀ ؤ کړے. اخري عمر کښې د نوي کلي د امان الله خان حجره کښې ؤ هلته وفات شو او څوک خپل خپلوان ئې نۀ وو نو هم هلته خاوروته وسپارلے شو.

    کله کله به جوشي استاذ داسې هم کول چې تعويز به ئې چا له وکړو نو ورته به ئې ووې دا به سورة يوسف کښې کېږدې خو چا ته به ئې دولسمه سپياره ښودله او چا ته به ئې ديارلسمه ښودله. يو ځوان ته ئې ووې دا تعويز به سورة يوسف کښې پۀ ديارلسمه سيپاره کښې کېږدې. ما ورته وروستو ووې جوشي استاذ وختي خو مو هغه بابا ته ووې دا به دولسمه سيپاره کښې پۀ سورة يوسف کښې کېږدې او دۀ ته دې ديارلسمه سيپاره کښې سورة يوسف ياد کړو نو دا هدايت دې د عمرونو پۀ وجه وکړو او کنه د دواړو معاملات بدل بدل دي نو تا هم ورته ځاے بدل کړو غصه کښې ئې راته ووې غلے کښېنه، تۀ پۀ دې خبرو نۀ پوهېږې. تعويز ورله ما کړے دے نو ما ته پته ده چې دا چرته ايښودل غواړي. بيا ئې شېبه پس ووې تۀ زما خدمت کوې. ما سره مينه کوې. را سره نزدې اوسې. تل دلته ځې راځې. زړۀ مې غواړي چې دا خپل فن مې تا ته ښودلے وے خو ستا عقيده سمه نۀ ده. زما کارونو پورې خاندې. ټوقې ورپورې کوې. خو ګوره دا خلق څۀ لېوني خو نۀ دي چې ما له راځي او پۀ زرګونو روپۍ را کوي. بل چا له ولې نۀ ورځي او ولې نورو له روپۍ نۀ ورکوي.ما ورته ووې زۀ پۀ دې خبرو عقيده نۀ لرم. زۀ وينم چې تۀ نورو له د هر مرض د پاره تعويزونه کوې خو خپله چې يو ټوخے وکړې نو بيا ما ته وائې چې ښۀ ډاکټر له مې رسوه، اوږده ساه ئې راښکله وې تا ته د لقمان حکيم واقعه ياده نۀ ده چې د هغۀ پۀ دارو به نور روغېدل خو خپل علاج ورسره نۀ ؤ. دې سره ئې زۀ لا جوابه کړم.

    کله کله به ئې خبره پۀ داسې چل واړوله چې بنده به ورته حېران شو او سړي ته به ئې ووئيل چې تۀ به پوهه شوے نۀ ئې. بيا زۀ پوهه شوم چې دا ځکه خو دے هر چا له چې تعويز ورکوي نو سورة يوسف ورته يادوي کوم چې دوؤ سيپارو کښې دے. نو چا ته به ئې وئيل دا به دولسمه سيپاره کښې کېږدې او چا ته به ئې ديارلسمه سيپاره يادوله. يو ځل پۀ يوه ورځ دوه کسان راغلل او د مايوسۍ اظهار ئې وکړو چې استاذه کار ونۀ شو. يو ته ئې ووې تا تعويز کومه سيپاره کښې ايښے ؤ هغه وې دولسمه کښې. جوشي استاذ ورته ووې غلط شوے ئې دا ديارلسمه کښې ايښودل غواړي او بل نه ئې چې تپوس وکړو نو هغه وې ما تعويز ديارلسمه سيپاره کښې ايښے ؤ. هغه ته ئې ووې دا دولسمه سيپاره کښې کېږده نو هله به کار کېږي. هغوي ووې تا راته داسې وئيلي وو خو جوشي استاذ وئيل تاسو به غلط شوي يئ. خوځه خېر دے ؤ به شي. دې غلطۍ کښې به ستاسو خېر ؤ بس چې داسې به ئې دوه درې ځله رخصت کړل نو بيا هغوي کله راتللے شول. بس خبره به ختمه شوه. مطلب مې دا دے چې بنده به ئې داسې ګډ وډ کړو چې هغه به بيا نۀ پوهېدو چې څۀ وکړم او هر ځل به ئې ترې پۀ زرګونو روپۍ وصولولې. نورې به ئې هم داسې قيصې تماشې کولې چې بنده ته به ئې هغه قيصه يادوله چې يو سړي د خرڅ د پاره بازار ته څرمن وړې وه، سړے کلي وال او ساده غوندې ؤ نو درېو تنو ورته صلاح وکړه چې دا به ترې ارزانه واخلو. يو ترې تپوس وکړو چې دا پۀ څو خرڅوي. دۀ ورته نرخ ووې هغۀ ورته ووې دا دې پۀ نمر وچه کړې ده او کۀ پۀ سېوري. سړي ووې دا مې پۀ نمر وچه کړې ده. سړي ورته ووې پاګله پۀ نمر څوک کله څرمنې وچوي. ډېر کم قيمت ئې ورته ووې. دۀ ورنۀ کړه او لږ وړاندې چې لاړو نو بل تن ترې تپوس وکړو وې څرمن پۀ څو ده. دۀ ورته قيمت ووې بيا ئې ترې تپوس وکړو چې دا دې پۀ نمر وچه کړې ده او کۀ پۀ سېوري. سړي ورته ووې دا مې پۀ سېوري اوچه کړې ده. هغه ورته ووې څرمن څوک پۀ سېوري وچوي. دۀ هم ورته نيم پۀ نيمه کم قيمت ووې. سړے حېران شو چې دا څۀ مصيبت دے يو وائي څرمن څوک پۀ نمر نۀ وچوي او بل وائي پۀ سوري ئې څوک نۀ وچوي. خو چې نور وړاندې لاړو نو هم د دوي بل ملګري ترې د نرخ د تپوس سره ووې دا څرمن دې پۀ څۀ وچه کړې ده پۀ نمر او کۀ پۀ سېوري ،دې سره ورته سړي ووې دا مې نيمه پۀ سيوري وچه کړې ده او نيمه پۀ نمر. دې سره ورته هغه د دغه نورو دواړو نه هم کم قيمت ووې او ورته ئې ووې وې تا خو څرمن تباه کړې ده دا خو دې تاوده سړه کړې ده نو جوشي استاذ به هم د خلې پۀ چالاکۍ پۀ بنده سر وګرځولو. يو خوا به ئې ترې نه پنډ روپۍ واخستې او بلخوا به ئې ورته داسې خبرې وکړې چې هغه به ګډوډ شو چې زۀ اوس څۀ وکړم او هم د دغه چالاکۍ وجه وه چې هغه کله هم ګېر شوے نۀ ؤ.

    ما سره خپله هم داسې يوه واقعه شوې وه خو پۀ دې کښې زۀ ګېر شوے وم وجه ئې دا وه چې ما هم د جوشي استاذ پېښې کولې. يو تن رانه سپرے د پاره دوائي وړې وه. بله ورځ هغه راغلو وې دوايۍ دې هېڅ کار ونۀ کړو. ما ورته وې سپرے دې سحر کړے ؤ او کۀ مازيګر خو هغۀ راته ووې ما سحر سپرے کړے ؤ او ظاهرشاه مازيګر کړې وه. دغلته حېران شوم چې اوس څۀ وکړم. پوهه شوم چې دا زما د وس کار نۀ دے دا د جوشي استاذ هنر ؤ چې د خلې پۀ چالاکۍ به ئې يو بنده له ذهن داسې جوړ کړو چې کۀ کار به وشو نو دا به د جوشي استاذ کمال ګڼلے شو او کۀ کار به ونۀ شو نو هم دا به ئې نۀ ګڼل چې ګينې تعويز بې اثره ؤ بلکې دا ئې وئيل چې ما نه پال پرهېز ونۀ شو. د دې فن پۀ ذريعه ئې ګټه کوله او ورسره به ئې خلقو عزت احترام کولو.

    کۀ پۀ دومره ګڼو راغلو کسانو کښې به د چا کار وشو نو بيا به کور پۀ کور ګرځېدو او د دۀ تعريفونه به ئې کول. نور خلق به ئې ورله را وستل او د دۀ د صداقت قصيدې به ئې وئيلې.

    دا د تعويزونو قيصه اوږده شوه خو دا د جوشي استاذ د ژوند يو اهم اړخ ؤ چې کېدے شي ډېرو خلقو ته معلوم نۀ وو نو ځکه ئې تفصيلات ليکم. يو ځل ورله يو تن راغلو وې ورارۀ مې ورک شوے دے. دۀ ورته وې فکر مۀ کوه پېدا به شي او هر ځاے چې وي 22 ورځې پس به کورته راځي. هلک پۀ شپاړسمه ورځ پېدا شو. بيا به هغوي هر ځاے د جوشي استاذ تعريفونه کول او دۀ ته به ئې د لوے ولي پۀ سترګه کتل.

    علي حېدر جوشي لۀ به د تعويذونو د پاره هر قسمه خلق راتلل. د سړو پۀ نسبت به ورله ښځې زياتې راتللې او د زنانؤ پرې عقيده هم زياته وه. خو دې نه علاوه به د عامو نالوستو کسانو سره سره اعلي تعليم يافته کسان هم ښۀ ډېر راتلل. فريد خان کمشنر خو ئې سم مريد ؤ. يوه ورځ ماسخوتن زۀ د هغوي حجره کښې وم يو سول جج جوشي استاذ له راغلو، ما دغه وخت مونځ کولو. سول جج صاحب سره زوے هم ؤ، جوشي استاذ ته ئې ووې دا زما زوے دے زما خبره بالکل نۀ مني. يو ښۀ شان تعويز راله وکړه. ما له پۀ مانځۀ کښې بې واره خندا راغله. د مونځ نه پس رانه د جوشي استاذ زوي امير بهادر تپوس وکړو وې ولې دې پۀ مانځۀ کښې وخاندل، ما ورته ووې دا جج صاحب خو عجيبه سړے دے د نورو بچي چې د پلار خبره نۀ مني نو جېل کښې ئې اچوي او خپل زوي د پاره تعويذونه کوي، پکارده چې نور بدعمله هم جوشي استاذ له رالېږي. هره ورځ به ورله دا ډالۍ او تحفې خلقو راوړلې. ما به خلق ليدل ډېر به ورته حېران شوم چې دا پۀ خلقو څۀ شوي دي خو بس د هغۀ پۀ دوکاندارۍ کښې څۀ فرق نۀ راتلو. بلکې ډېر خلق به ما له راتلل چې تۀ را سره ورشه. يوځل زما د متنو نه يو ملګرے راغلو ورسره د ترور زوے ؤ هغه وې د دۀ د سکول نه چا کمپيوټرونه پټ کړي دي. مونږ سره جوشي صاحب له لاړ شه چې څۀ درک را له ولګوي. هغه وخت کمپيوټر ډېر قيمتي شے ؤ او ډېر قيمت به ئې ؤ. ما هغۀ ته ووې ګوره تۀ خو خپله يوه حساسه اداره کښې نوکر ئې او د ترور زوے دې هم اعلي تعليم يافته دے. ډېر مې پوهه کړل چې ګوره کۀ علي حېدر جوشي داسې کارونه کولے شول نوبيا به حکومت پۀ دې اهمو ادارو ولې دومره خرچې کولې خو د دغه ادارو پۀ ځاے به ئې داسې کسان کښېنولي وو او د خپل علم پۀ رڼا کښې به ئې داسې مسئلې حل کولې خو هغوي هېڅ نۀ منل. وې بس کۀ راسره نۀ ځې نو مۀ ځه خو بهانې مۀ کوه خېر مجبوراً ورسره لاړم. جوشي استاذ ته مې ټوله قيصه وکړه چې د دوي دا مسئله ده او زما ملګري دي. جوشي استاذ ووې دا کار نۀ شم کولے حکومت منع کړے يم. بيا د دې نه دښمني جوړېږي. ما ورته ډېر ووې خو سکوټ انکار ئې وکړو. دې سره جوشي ووې ما کورته بوځئ او دوي له چاے راوړئ. بختيار دے کور ته بوتلو ما هغۀ ته سترګو سترګو کښې ووې چې څۀ چل وکړه. بختيار چې واپس راغلو نو ځان سره ئې يو تعويذ هم را وړو. وې کاکا وائي چې دا ستا دوستان دي ګينې نو زۀ ګورې دا کار نۀ کوم. دا تعويذ بختيار ليکلے ؤ. مېلمانۀ ښۀ خوشحاله رخصت شو. لکه چې کار ئې شوے وي. ما او بختيارد جوشي استاذ ډېر تعويذونه ليکلي وو نو کله کله به چې څوک دوستان راغلل او جوشي استاذ به انکار وکړو نو پۀ خپله به مو ورله وليکل او ورله به مو تعويذ ورکړو هغوي به ورسره داسې مطمئن شول لکه چې کار ئې شوے وي.

    د علي حېدر جوشي کمال دا ؤ چې د خبرو سليقه ئې زده وه او دې نه علاوه د خلقو د متاثره کېدو وجه ترې دا هم وه چې ښۀ کور ئې ؤ. پۀ جامه برابر ؤ غټه او ښکلې حجره ئې وه. دوه درې ګاډي به ئې هم حجره کښې ولاړ وو. هر چا ته پته وه چې د پېسو اوږے نۀ دے، بچي ئې امريکه کښې وو. جېب کښې به ورسره هر وخت څو زره روپۍ پرتې وې. کله کله به ئې د خلقو د متاثره کولو د پاره د جېب نه د خلقو پۀ وړاندې روپۍ هم را ويستلې. دې سلسله کښې ترې څو ځله روپۍ ورکې شوې او خلقو پۀ چل ول پټې کړې هم وې خو هر وخت به ئې جېب ډک ساتلو. د ټولو نه غټه خبره دا ده چې پۀ دا قسمه توهماتو د زمانو راهسې د خلقو يقين دے او تعويذ ګرو لۀ اکثر مايوسه او د کمزورو عقيدو واله خلق راځي. زمونږ خوا ته د پېښور نه يو تن راغلے ؤ څو ورځې پس ئې د تعويذونو لوبه شروع کړه، خلق به ورله راتلل، يوه ورځ زما دوکان ته راغلو. ما سره ئې تعارف وکړو. چاے مې ورله راوړې خو دې دوران کښې چې لس اتۀ کسان راغلل نو ټولو به د دوکان نه فارمۍ اګۍ اخستې او د ديسي اګو هډو چا تپوس نۀ کولو. پيرصاحب ووې لکه چې خلق فارمي اګۍ خوښوي ما ورته ووې او هم داسې ده. فارمي اګۍ غټې وي او ارزانې هم وي نو خلق ئې خوښوي. پيرصاحپ لاړو خو چې شېبه پس به هر څوک راتلو نو څلور څلور ديسي اګۍ به ئې اخستې. مازيګر چې پيرصاحب راغلو نو راته ئې ووې څنګه ديسي اګۍ دې خرڅې شوې کۀ نۀ. ما ورته وې او نن خو ډېرو خلقو يوړې. البته پۀ دې حېران وم چې هر چا به څلور څلور اوړلې. چې تاسو خو به خلقو ته نۀ وو وئيلي پۀ خندا کښې ئې ووې او دا ورته ما وئيلي وو. کۀ ما ته پته وه چې دا ورته پير صاحب وئيلي دي نو يوه يوه اګۍ به مې پرې پۀ درې چنده قيمت ګرانه خرڅه کړې وه.

    پۀ پيرخانه، استانو او مزارونو کښې عجيبه عجيبه کارونه کېږي چې د عقل خاوند ورته حېران شي خو څوک څۀ ځکه نۀ شي وئيلے چې دا د هغوي عقيده وي چې پۀ دې طريقه کارونه کېږي. پېښور ښار کښې يو مزار ته ورغلے وم نو هلته بې شماره جرندې پرتې وې چا نه مې تپوس وکړو چې دا څۀ دي. نو راته ئې ووې د خلقو چې څۀ مراد وي نو دلته يوه جرنده واچوي بيا څۀ موده پس ته راشي نو د زنګ، اوبو، پرخې او بارانونو پۀ وجه دا تالې خپله بېرته شي يا به منجورانو دغه زنګ وهلو جرندو لۀ زور ورکړو نو خلاصې به شوې. بس د دوي خيال ؤ چې دې سره مرادونه پوره کېږي او د دې د پاره يو خاص قسمه جرندې اوس هم خلق اخلي ګينې نو ځينې داسې جرندې شته چې هغه اوبۀ او زنګونه زر نۀ شي متاثره کولے.

    جوشي استاذ به دا قسمه لوبې نۀ کولې بس يو څو معلوم ټکي به ئې پۀ کاغذ وليکل. تعويذ به ئې بنده له ورکړو او پېسې به ئې ترې واخستې. هغه خلق به ډېر راتلل چې کار ئې وشواو هغه خلق به بيا نۀ راتلل چې کار به ئې ونۀ شو. خو بيا هم خلق به تر اخره ښۀ ډېر راتلل. ما کۀ خپله څۀ هم پۀ دې خبرو يقين نۀ لرلو خو چې زما رشته ډېره زنګېدله نو اخر مې يوې خور ووې دا رشته به هله کېږي چې جوشي صاحب تعويز وکړي. ما ډېره پوهه کړه خو هغه پۀ خپل ضد کلکه وه وې کۀ تۀ نۀ ورځې نو مونږ به ورشو. اخر مجبوراً ورغلم او ټوله قيصه مې ورته وکړه. را ته ئې ووې ستا خو عقيده خرابه ده خو ورشه مټهايان راوړه ما ورته وې کار لا شوے نۀ دے او مټهيان څۀ لۀ راوړم خو چې کله کار وشي نو زۀ به مټهيان راوړم. وې نه اوس ئې راوړه خېر لاړم مټهيان مې ورله راوړل. دم ئې پرې وکړو او يو تعويذ ئې را له وليکلو. ما ورته وې تعويذ کومه سيپاره کښې کېږدم دولسمه کۀ ديارلسمه کښې؟ پۀ خندا شو. همسا ته ئې لاس کړو وې زغله سرکوزيه. خو چې مور او خور مې هغه کور ته لاړې نو دوي ځان سره مټهيان اوړي وو خو هغوي پۀ دغه ورځ هډو کښېناستوته پرې نۀ ښودلې حالانکې نور کله به ئې پرې چاے ضرور څښکلې. ښۀ قدر عزت به ئې ورله کولو. زۀ بيا جوشي استاذ پسې ورغلم چې قيصه دغه شان شوه نو هغۀ ووې زما تعويذ او دم صحيح ؤ خو ستا عقيده خرابه وه هله به دې ګيله کوله چې هغوي دم کړي مټهيان خوړلي وو. بس زۀ ئې لا جوابه کړم مطلب مې د دې واقعې نه دا دے چې کۀ څۀ هم ما د جوشي استاذ تعويزګري نۀ منله خو بيا هم د دۀ دومره شهرت شوے ؤ او خصوصاً د زنانؤ پرې داسې عقيده وه چې زۀ ئې مجبوره کړم او هغۀ له لاړم.

    فارغ بخاري صاحب چې پۀ حمزه صاحب کومه خاکه ليکلې ده پۀ هغې کښې ئې ليکلي دي ښۀ ده چې کېمياګرۍ کښې کامياب شوے نه دے ګينې پښتو ادب به د يو لوے شاعر نه محروم شوے ؤ خو جوشي استاذ کمالي سړے ؤ نو هغۀ به شاعري هم کوله او تعويذونه به ئې هم کول. پۀ دواړو شعبو کښې کمال ته رسېدلے ؤ. د تعويزونو خبره خو ئې ترڅۀ حده وشوه او پۀ دې غرض مې وړومبے دا خبره وکړه چې شاعري ئې پۀ ملکونو خوره ده او د تعويذونو حال ئې پۀ کلي علاقه يا صوبه کښې مشهور ؤ، کېدے شي د بهر علاقو او نورو ملکونو کښې پښتانۀ ترې خبر نۀ وي.

    جوشي استاذ پۀ رښتيا کمالي سړے ؤ او د يو شاعر پۀ حېث چې هغه پۀ يوه قيصه يوسف خان شېربانو کوم شهرت حاصل کړے دے د هغې مثال نشته. د هغې غټه وجه دا ده چې دۀ پۀ ساده اولسي ژبه دا قيصه ليکلې ده. د ښکلې انداز لۀ کبله دا قيصه د پښتنو پۀ کورونو کښې ټولو ښځو او سړو ته ياده وه. خپله زما مور ته هم دا قيصه ټوله ياده وه بلې کومې اولسي قيصې داسې شهرت نۀ دے موندلے. د دې انداز زړۀ راښکونکے دے.

    قيصه واوره عجيبه د ګل پۀ رنګ

    چې دې لرې کړم د خوږ زړګي نه زنګ

    د اکبر پۀ زمانه کښې زما لاله

    يو عاشق ؤ خبروم دې له احواله

    کور ئې ؤ د ترلاندۍ کلي نه بره

    چې اوس ښکاري دغه ځوان د غرۀ د سره

    درته وايم چې لکه يوسف ئې نوم دے

    د پلار نوم شادمحمدخان راته معلوم دے

    د دې قيصې کمال دا دے چې يوځل ئې بنده لوستل يا اورېدل شروع کړي نو بيا ئې هله پرېږدي چې قيصه سرته ورسي. دې قيصه کښې ځاے پۀ ځاے ټپې، رباعي وغېره هم ليکلي شوي دي. دې قيصې علي حېدر جوشي ته داسې شهرت ورکړے دے چې چرته هم پښتانۀ اوسي نو هغه ئې پېژني او دا قيصه کۀ ورته ياده نۀ وي نو اورېدلې خو به ئې ضرور وي. علي حېدر جوشي نوره هم ډېره اولسي شاعري کړې ده او پۀ سوونو چاربېتې، نيمکۍ، سندرې، بدلې او نعتونه ئې ليکلي دي. پۀ دې به وروستو بحث وکړو خو اوس به د دې قيصې خبره وکړو چې عالمګير شهرت ئې حاصل کړے دے او د جوشي استاد د شهرت اصل وجه هم دا اولسي قيصه ده. دا قيصه څنګه پۀ وجود کښې راغله. ايا پۀ حقيقت کښې داسې څۀ واقعه شوې وه او که نۀ. د شېره غونډ زيات خلق وائي چې جوشي استاذ هسې يوه فرضي قيصه ليکلې ده خو علي حېدر جوشي وائي:

    دا قيصه وه د اکبر بادشاه د وخت

    ورکه شوې مې پېدا کړله پۀ بخت

    ما وې دا يو عجيبه غوندې قيصه ده

    اورېدو ته ئې د هر چا تلوسه ده

    ورته کښېناستمه زۀ د زړۀ پۀ خيال

    پۀ هفته کښې مې تياره کړه سمبال

    زما عمر دے دېرش کاله زيات وکم

    سمدستي وېنا کوومه پۀ قلم

    بيا وائي چې ما دا واقعه پۀ يو قلمي کتاب کښې وليده چې پۀ فارسۍ کښې ليکلې شوې وه. پۀ 1940ز کښې دا کتاب پۀ لاس راغلو او د پښتو ژبې د خدمت د پاره مې ترې د ګلو هار جوړ کړو. خو مشران او د دغه علاقې اوسېدونکي وائي چې د جوشي استاذ د دې قيصې ليکلونه وړاندې هم د دې قيصې پۀ دې سيمه کښې وجود ؤ. اکثر به خلقو حجرو کښې دا قيصه کوله او ډېرو مشرانو ته دا قيصه ياده وه. سبحان لالا ما ته وئيل چې دا قيصه هغه وخت زمونږ ډېرو مشرانو ته ياده وه چې لا جوشي صاحب نۀ وه ليکلې تر دې چې زمونږ کور کښې زما مشرې خور ته دا قيصه مکمله ياده وه کله چې به قيصه کښې د يوسف خان او شېربانو ملاقات کېدلو نو د هغوي خبرې به هم پۀ ټپو کښې وې. داسې معلومېږي چې لکه د پخوانو قيصو انداز ئې د غږونو د قيصو غوندې پۀ نظم او نثر مشتمل ؤ خو جوشي استاذ داسې شاهکار منظومه قيصه وليکله چې ترننه ئې مثال نشته. وروستو کال 1970ز کښې عزيز تبسم پۀ دې قيصه د فلم جوړولو فيصله وکړه. د فلم د پاره ئې قيصه وليکله. بدرمنير سره ئې خبره وکړه خو څوک د پښتو پۀ فلم پېسو لګولو ته نۀ تيارېدل خو اخر يو ملګري د خپلې ښځې کالي پۀ پينځلس زره روپۍ خرڅ کړل، علي حېدر جوشي سره ئې رابطه وکړه هغه کراچۍ ته ورغلو او د موقعې مناسبت سره ئې سندرې وليکلې. پۀ قرضونو ئې يو لاکهـ پينځه اويا زره روپۍ را غونډې کړې او پۀ هغې پاکستان کښې د پښتو وړومبے فلم “يوسف خان شېربانو” تيار شو. بيا څوک د فلم لګولو ته تيار نۀ وو خو اخر د يوې سنيما مالک خبره ومنله او چې څنګه وړومبۍ شو د فلم وچلېدله نو د کراچۍ ډپټي کمشنر راغے.مونږه وېرې واخستو نو هغۀ ووې کۀ سبا له مو دا فلم پۀ پينځه سنيماګانو ونۀ لګولو نو فلم به درله بند کړم ځکه خلقو د سېنما مخې ته ټول سړکونه بند کړي وو او ټول سېنما کښې نۀ ځائېدل. داسې د پښتو وړومبے فلم دومره مشهور شو چې ورسره د پښتو فلمونو ته لاره سمه شوه. کوم سړي چې فلم د پاره کالي خرڅ کړي وو څو هفتې پس ئې يوه ښکلې بنګله او ښۀ موټر واخستل. د دې فلم د قيصې سره د دې سندرې ترننه مشهورې دي. لکه دا چې:

    خوا له مې راشه د خندا ورځې دي

    پۀ تا شوې تېرې دا زما ورځې دي

    راشه او راشه خوشے مېدان دے

    سلګۍ مې راغلې روح مې روان دے

    دا د ګودر غاړه ده.. . .

    عزيز تبسم وئيل چې يوازې پۀ کراچۍ کښې دې فلم پنځوس لکه روپۍ پۀ هغه وخت کښې ګټلې وې چې د دې نه د يوسف خان شېربانو د قيصې د شهرت اندازه لګي او داسې جوشي استاذ د پښتو فلمونو پاکستان کښې وړومبے شاعر وګڼلے شو.

    علي حېدر د يو اولسي شاعر پۀ حېث ډېر ښکلي نعتونه، غزلونه او سندرې ليکلي دي چې پۀ اولس کښې ئې ډېر شهرت موندلے دے لکه دا څو نمونې به ئې وړاندې کړم.

    نۀ پۀ مينه مړېدل شته نه پۀ مال

    نۀ پۀ عمر څوک مړېږي نه پۀ سوال

    ماڼۍ څله جوړوې اخر به کوچ کړې

    دومره بس دے چې پۀ تا څڅېږي نه

    چې د سلوتنو يار وي ورک دې شي

    کۀ ئې ګل غوندې رخسار وي ورک دې شي

    کومه ونه چې باداره کړي قدرت

    خوري پۀ ګټو ګزارونه هر ساعت

    بې مېوې ونه څوک نۀ اولي پۀ ګټو

    چې پکښې نۀ وي خوبي او لياقت

    دې نه علاوه څو نورې اولسي قيصې ئې هم ليکلي دي. غرض دا چې هغه يو کامياب شاعر ؤ. ځينې داسې شعرونه ئې هم في البديهه وئيلي دي چې خلقو ته ياد دي، يو ځوان ؤ دۀ به جوشي استاذ وخت پۀ وخت تنګولو نو پۀ حقيقت کښې داسې ؤ يا نۀ خو دۀ ورپورې سمدستي يو شعر ووې:

    ملک دے دسرکارجهازونه پۀ کښې ښکته ځي

    ټيز د سخاوته ځي

    سخاوت غريب ئې داسې وشرمولو چې کلے ئې پرېښودلو. دغه شان نور ئې هم بلها داسې واقعات شته چې ځانله نادرې نمونې دي.

    خو نوموړے شاعر م . ر شفق صاحب وائي چې کله علي حېدر جوشي پۀ شعر کښې لوے مقام ته ورسېدو نو دا دعوه ئې وکړه.

    د سمېلا علي حېدر چې څو ژوندے وي

    سر دې نۀ پورته کوي نور شاعران

    او ځينو شاعرانو پرې بد ومنل خو جواب ئې چا نۀ شو کولے. اخر عبدالله استاذ ته شاعرانو ووې چې د دې جواب ورکړه نو عبدالله استاذ ووې تاسو علي حېدر جوشي نۀ پېژنۍ بس قلارکښېنئ څۀ چې ئې وئيلي دي ښۀ ئې وئيلي دي خو يو اولسي شاعر چې فتح خان نامه ئې وه هغۀ دا خبره نۀ منله. جوشي ته ئې مخامخ ووې.

    د زوره مې خبر نۀ ئې نامه مې ده فتحې (فتح)

    جوشي استاذ ورته سمدستي جواب ورکړو

    “لعنت پۀ هغه سوړه شه چې تۀ پرې راوتې”

    نور ئې هم داسې سمدستي شعرونه وئيلي دي چې هجويه دي. دا شعرونه ئې کتابونو کښې نشته. البته خلقو ته سينه پۀ سينه ياد دي. علي حېدر جوشي څۀ زمانه پۀ ځوانۍ کښې بره ګړياله کښې د حکومت بابا سره دهقاني کوله، پۀ دغه وخت کښې ئې خپله وړومبۍ چاربېته ليکلې وه.

    غوے د رنګه تور ؤ، د کار د پاره اور ؤ

    لټ اړۍ څۀ پکار وو، د ايوې ذمه وار ؤ

    يوه بله تاريخي چاربېته ئې ليکلې وه کومه چې د هغۀ پۀ کتابونو کښې نشته. د سرکړۍ ئې ځينو خلقو ته ياده وه خو پوره چاربېته چا ته ياده نۀ ده. اخر مې د پښتو نوموړے ليکوال سبحان لالا ذهن ته راغلو نو هغه پسې ورغلم ولې چې دا چاربېته جوشي استاذ د سبحان لالا دوي کلي ګړياله کښې ليکلې وه. سبحان لالا ووې ما ته ياده نۀ ده البته لاهور کښې زما يو دوست دے غلام حبيب نامه ئې ده او اصل کښې د سرې ډهېرۍ اوسېدونکے دے هغه ته څۀ زمانه دا چاربېته پوره ياده وه. سبحان لالا سره د خوش قسمتۍ نه د هغۀ نمبر ؤ نو پۀ موبائيل ئې راته دا چاربېته ووئيله. د دې چاربيتې پس منظر ډېر دردناک دے. قيصه داسې وه چې څو تنه ملګري وو، دوي سره يو ليندۍ والا تماچه وه او هغې کارتوس نيولے ؤ چې پۀ هېڅ شان ترې نۀ را وتلو او نۀ ئې ډز کولو نو دوي پرې لوبې شروع کړې يو بل ته به ئې نېغه تماچه ونيوله او ګوته به ئې پرې راښکله خو عبدالمنان چې څنګه همايون ته ونيوله نو ډز شو چې همايون پرې ولګېدو او پۀ ټکي مړ شو. همايون د اکبر خان لالا نيازبين زوے ؤ. پۀ ټول کلي کښې غوغا جوړه شوه. عبدالمنان پۀ ځان راکېښودل چې خدايه غرق شوم خپل محبوب دوست مې د خپله لاسه پۀ وينو لت پت کړو. اکبر خان لالا له ورغلو او سر ئې ورته پۀ پښو کښې کېښودلو. وې زۀ ستا د زوي همايون قاتل يم که پۀ خپله مې وژنې او کۀ پوليس له مې ورکوې ستا خوښه. خو اکبر خان لالا چې يو مثالي پښتون ؤ را اوچت کړو او خپلې سينې سره ئې ولګولو وې يو بچے مې لاړو بل نه بائيلم. علي حېدر جوشي د دغه واقعې پۀ تناظرکښې دا مثالي چاربېته ليکلې وه.

    تماچې سره مې ټوقې مسخرې کړې

    سم د لاسه مې پۀ يار وچلېدله

    چې راپرېوت د افسوسه مې نعرې کړې

    د بدن غوښه مې ورو ورو سوزېدله

    دې تاريخي چاربېته کښې دغه ټوله غم لړلې واقعه ډېره پۀ افسوس سره قلم بند شوې ده چې دا د خپل وخت يوه مشهوره چاربېته وه او هر چا به چې اورېده نو د همايون پۀ ښکلې ځوانۍ به ئې ژړل. د هغه پۀ پلار اکبرخان لالا به ئې افرين وئيلو او دعبدالمنان به ئې تعريف کولوچې د دوست همايون پۀ غلطۍ کښې د وژلو نه وروستو تښتېدلے نۀ ؤ بلکې د سره تېر د اکبرخان لالا پښو له ورغلے ؤ.

    علي حېدر جوشي پۀ ځوانۍ کښې يو مست ځوان ؤ. کله چې پۀ ګړياله کښې اوسېدو نو دغلته ورسره د کلي څو نورمستانه ځوانان ملګري وو. دا پينځه تنه وو. د جوشي استاذ نه علاوه نور دا کسان وو. عبدالحکيم، منمرباچا، محمد حسېن او عبدالمنان، دا پينځه واړه پۀ کلي علاقه کښې مشهور وو. ټول ډېر دلچسپ کردارونه وو او ټوله ورځ به ئې خرمستۍ کولې چې کله به خوار شول نو ډېر ناروا کارونه ئې کول. عبدالحکيم بيا وروستو کراچۍ ته تلے ؤ او هلته ترې پوره ډان جوړ شوے ؤ چې پۀ ټوله علاقه ئې حکمراني کوله. دوي به خپلو کښې هم يو بل سره ډېرې ناروا ټوقې کولې خو د يو بل نه به خفه کېدل نۀ او بدل به ئې هم د يوبل نه پۀ هغه شان ټوقو کولو اخستو.

    لکه يوه ورځ عبدالحکيم لالا د علي حېدر جوشي سره ګندف ته تلے ؤ. دواړه يوې حجرې ته لاړل. عبدالحکيم ورته وې جوشي تۀ کښېنه او زۀ راځم کار مې دے. عبدالحکيم به ځاے پۀ ځاے خلقو ته وئيل چې علي حېدر جوشي خو به دلته نۀ وي راغلے تۀ راځه چې حجره کښې ئې وګورو. هلته چې به نۀ ؤ نو هغوي به ئې ووې ځه هغه بله حجره کښې به وي. زۀ ئې هلته ګورم. هغه راغلے دے او بېګاه له به فلانۍ حجره کښې مجلس کوي. پۀ دې چل ئې ټول ګندف خبر کړو. دا به ئې هم ورته وئيل چې کۀ چا سره روپۍ نۀ وي نو علي حېدر استاذ افيم هم اخلي. دغلته اکثر زميندار خلق وو او پۀ هغه زمانه به هر چا کره ښۀ ډېر افيم وو.

    شپې له ټول خلق هغه حجرې ته راغلل او علي حېدر جوشي ورته چاروناچارپۀ خپله مجلس شروع کړو خو دعادت مطابق ئې سترګې پټې وې چې چا به څۀ ورکول نو عبدالحکيم لالا به د خپل واسکټ جېب کښې اچول. تر سحره ئې مجلس وکړو او چې کله سحر دواړه را رخصت شول نو جوشي د عبدالحکيم نه تپوس وکړو چې څۀ وشو کۀ نه. عبدالحکيم ووې ورکوه ئې جوشي څۀ خوشي تشي خلق وو هېڅ ئې را نۀ کړل. علي حېدر جوشي پوهه ؤ او خلق ئې هم پۀ روپو او افيم ورکولو ليدلي وو خو غږ ئې نۀ کولو. د ګندف نه ټوپۍ او بيا صوابۍ ته راغلل چې صوابۍ کښې دوه پوليس والو علي حېدر جوشي وليدو. پۀ خوشحالۍ ئې ورته ووې جوشي استاذ مونږه پۀ اسمان غوښتې او خداے پۀ زمکه را کړې. نن رانه نۀ شې خلاصېدے. شپه به مو زمونږ سره وي. علي حېدر جوشي ورته وې ودرېږه دې ملګري سره صلاح کوم. عبدالحکيم ئې د دوي نه يو اړخ ته کړو او ورته ئې ووې داسې ښکاري عبدالحکيمه چې چا را باندې سي ډي کړې ده چې دوي سره افيم دي ما سره خو نشته خو کۀ تا سره وي نو حال وايه. عبدالحکيم ووې او لږ غوندې خو شته هن دا ورکړه چې پۀ حيا کښې ترې خلاص شو. ما ورته وې ښه زۀ ورځم تۀ ولاړ اوسه چې ورغلو هغوي ته ئې ووې چې ما او دې ملګري مې شپه روڼه کړې ده خو بيا زر عبدالحکيم پسې راغلو چې پوليس واله ئې نۀ مني نو د افيم سره څۀ روپۍ کۀ درسره وي را کړه چې ځان ترې خلاص کړو ګينې نو حوالات او جېل مو ځاے دے. زر ئې يونيم سل روپۍ راوويستې وې هن دا بېګا خلقو راکړې وې. دۀ ورته وې تۀ نور وګوره هسې نه چې تلاشي مو واخلي او افيم او روپۍ نورې راونۀ وځي. هغه وې نور هېڅ نشته. جوشي ورته وې ښه زۀ دوي پۀ خبرو کوم او تۀ غلے غوندې اوځه. دې کښې پوليس واله اواز وکړو يا هلکه دا څۀ قيصه مو ترې جوړه کړه. ستاسو صلاح راځي کۀ نۀ. بس جوشي ورغلو او ورته ئې ووې چې ملګرے مې خفه شو او لاړو. او تاسو ته خو پته ده چې مجلس پۀ يواځې تن نۀ کېږي. بل وخت به راشو او شپه به تېره کړو. پوليس والا ووې خوښه مو نۀ ده چې پۀ تا چاے وڅښکو. جوشي ورته وې ټيک ده خو ماسخوتن دے کلي ته به څنګه ځم. اوس خو ګاډي هم نۀ ځي. د چايو نه پس ئې ورته ټرک ودرولو وے دے به د سمېلا سره کوزکړئ. جوشي ډرائيور ته ووې چې پۀ لاره زما يو ملګرے دے هغه به هم راخېژوو. چار باغ سره عبدالحکيم ورو ورو روان ؤ. ټرک ته ئې راوخېژولو، سمېلا کښې ترې دواړه کوز شول. عبدالحکيم ډېر دلګير ؤ. علي حېدر ورته وې راځه شپه به ما سره وکړې او سبا له به رڼا کښې کلي ته لاړ شې خو بيا داسې غلط کارونه مۀ کوه ځکه چې زۀ به هم درسره بيا مجبوراً دغسې کوم. دوي څو ملګرو به اکثر يو بل سره دغه شان کارونه کول.

    لکه څنګه چې ما وړاندې وئيلي دي چې د جوشي استاذ نور د ډلې ملګري هم ټول ډېر دلچسپ کردارونه وو. پۀ دې کښې يو منمر باچا ؤ چې هغه هم عجيبه سړے ؤ. جواري به ئې هم کوله. يوه ورځ ئې جواري وبائيلله نو د شاه ډنډ بابا مزار ته لاړو چا پرې نوے غلاف خور کړے ؤ، منمر باچا ترې هغه غلاف را غونډ کړو او ورته ئې وئيل شاه ډنډه ورنداره دې سرتوره ده. دا به هغې لۀ يوسم. جوشي استاذ ورته ووې باچا دا څۀ کوې. منمر باچا وې غلے شه جوشي صاحب دا زما عزيز دے او چې هغه څۀ نۀ وائي نو تۀ ولې نېغ نېغ کېږې. مونږه خپلوان يو خپلوکښې ښۀ پوهېږو.

    هم دغه ګړياله کښې جوشي استاذ د منمرباچا سره يوه مشهوره او خونده وره ټوقه کړې وه چې هلته وروستو وختونوکښې تلے ؤ نو د شپې پۀ لوډ سپيکر لګيا ؤ تقرير ئې کولو وې د نوم تپوس به رانه نۀ کوئ خو ستاسو د کلي يو سړي ما نه ډېرې پخوا لس روپۍ اخستې وې چې دا ښۀ پوره رقم ؤ. ما ته ئې وئيل چې جوشي د دې پۀ بدل کښې به درله قيمتي څيز درکوم. وايه څۀ درکړم نو پۀ هغه زمانه کښې چې کوم قيمتي څيزونه وو هغه مې ورته ياد کړل لکه ګهړۍ، ټوپک، تماچه،سائيکل او رېکارډي باجه، خو منمر باچا وئيل نه داسې څيز راته ياد کړه چې پۀ دواړه جهانه قيمتي وي. ما ورته وې بيا خو بس ايمان دے نو منمرباچا ووې بس ټيک ده زما څوارلس ايمانونه دي يو به پۀ کښې تاله درکړم. دې کښې خلقو چغې جوړې کړې چې دا څوک دے. جوشي استاد وئيل ګوره تاسو ته خو ما د وړاندې نه وئيلي وو چې د نامې تپوس به رانه نۀ کوئ درته ئې نۀ شم ښودلے او اے کۀ تاسو ما ته ډېر ووايئ چې دا څوک ؤ نو زۀ به چرې هم ونۀ وايم چې دا منمر باچا ؤ. دې سره خلق پۀ خندا شول د سبحان لالا دوي حجره کښې د جوشي استاذ شپه وه چې منمر باچا سحر وختي راغلو وې ظالمه علي حېدر جوشي خپلې ښځې ته دې ملامته کړم. ټول کلي کښې دې وشرمولم. زۀ به تا سره ګورم . جوشي ورته وې ما خو ستا صفت هم ډېر کړے دے. باچا وې څۀ صفت دې کړے دے تا خو زۀ پۀ شرمونو وشرمولم. جوشي استاذ ورته يو داسې شعر وئيلے ؤ چې باچا ئې تېښتې ته جوړ کړے ؤ.

    خو باچا هم استاذ سړے ؤ. شعروشاعري او تقريرونه ئې لکه د علي حېدر جوشي نۀ شوکولے خو څو ورځې پس ئې اخبار کښې خبر خورکړے ؤ چې علي حېدر جوشي وفات شوے دے، دا ډلې ډلې خلق به راتلل او چې دې نه به خبر شول چې جوشي خو ژوندے دے نو ورسره به پاتې کېدل. دوه درې ورځو کښې ورسره هرڅۀ ختم شول او نور د چاے ډوډۍ وس ئې نۀ ؤ نو بيا به دکلي سټاپ کښې ناست ؤ. هلته به ئې خلقو سره ليدل. د هغوي شکريه به ئې ادا کوله او د هغۀ ځاے نه به ئې رخصت کول خو پۀ دې مشرانو کښې دومره برداشت ؤ چې پۀ دې به ئې يو بل سره جنګونه نۀ کول بلکې د دې پۀ بدل کښې به ئې هغه بنده سره داسې ټوقه کوله او يا به ئې پۀ سړه سينه دا هرڅۀ زغمل.

    جوشي استاذ کښې ظرافت ډېر ؤ او د زړو اشنايانو سره به ئې ټوقې هم کولې. يوځل ټيلي وېژن پېښورکښې د چاربېتو مشاعره وه، زۀ او دے ورله تلي وو بلکې د مجيدالله خليل پۀ تاکيد مې دے بوتلے ؤ. دغلته مشرانو شاعرانو ووې چې جوشي صاحب به د څومره عمر وي ځکه چې مونږه واړۀ وو نو دے ښۀ ځوان ؤ. ما نه ئې تپوس وکړو ما ورته وې خپله ترې پوښتنه وکړئ کله چې مشاعره ختمه شوه نوچا ترې د عمر تپوس وکړو. جوشي استاذ ووې زما عمر پينځۀ دېرش کاله دے. هغوي خپلوکښې ووې غريب بوډا شوے دے جوړې ذهن ئې کار نۀ کوي. دوه درېو تنو ورته ووې تۀ زمونږ نه ډېر مشر ئې او مونږه دا دے د شپېتو نه اوړېدلي يو نو تۀ څنګه د پينځۀ دېرشوکلونو شوې. د دې پۀ جواب کښې ئې ووې د وړوکوالي پينځلس کاله ترې لرې کړه او دا باقي عمر نه پينځه دېرش کاله دخوب اخوا کړه نو بس پينځه دېرش کلونه پاتې شول. دې اورېدو سره هغوي پۀ خندا شول وې د جوشي استاذ زړۀ لا هغسې ځوان دے او هغسې د ټوقو عادت ترې نۀ دے تلے.

    د پښتو نوموړے شاعر اکمل لېونے چې د کومو نوموړو شاعرانو پېښې کوي پۀ هغوي کښې علي حېدر استاذ هم شامل دے. اکمل لېونے د مشرانو شاعرانو کلام هم د هغوي پۀ انداز کښې وائي، سبحان لالا يو ځل ټاون هال مردان کښې د يوې درنې مشاعرې تابيا کړې وه، دې کښې اکمل لېوني د خلقو پۀ فرمائش د علي حېدر جوشي پېښې کولې چې د جوشي استاذ زوے خان بهادر ورپسې تماچه را وويسته چې تۀ زما د پلار پېښې ولې کوې. د سبحان لالا باډي ګارډ پۀ جان بهادر ټوپکې را واړولې. خداے خېر کړو سبحان لالا ورپسې راغلو وې بې وقوفه دا خو دے د ټولو مشرانو شاعرانو پېښې کوي. ستا پلار علي حېدر جوشي صاحب ورته ناست وي او خاندي خو کله ئې هم پۀ دې بد نۀ دي منلي.

    يوه ورځ جوشي استاذ زما خوا له راغلو وې قلم او کاغذ را واخله ما وې کېدے شي څۀ نوي شعرونه به پرې راورېدلي وي هغه به را باندې ليکي خو چې ما قلم کاغذ را واخستل نو خپل مخالف ته ئې را باندې داسې بد الفاظ وليکل چې توبې وباسه. ارمان دے چې ما د هغې نقل ساتلے وې. بيا ئې کاغذ زما نه واخستو خو دې نه څو ورځې پس ته ئې روغه وشوه.

    پۀ کال 1979ز کښې علي حېدر جوشي ته دښمني جوړه شوې وه چې د هغې پۀ وجه ترې کلے پاتې شوے ؤ او تخت بهائۍ ته پۀ کډه راغلے ؤ. وړومبو ورځو کښې ډېر خفه ؤ خو بيا وروستو به ئې وئيل ښۀ ده چې د کلي نه مې کډه را وړې ده ګينې نو زړه دښمني خو څۀ کوې چې نورې دښمنۍ به را اوړېدلې وې. اميربهادر د جوشي استاذ دوېم نمبر زوے ؤ، هغۀ د کلي يو خان وويشتو، هغوي د امير بهادر سره پۀ جوشي استاذ هم د قتل دعوه وکړه. دغه وخت ئې دوه ځامن غلام حېدرخان اوجان بهادر دوبۍ کښې وو. قتل شوے خان د ډېر جائيداد خاوند ؤ او د جوشي کورنۍ د هغوي مقابله کښې کمزورې وه. هغوي پۀ دې خيال د زوي سره پۀ علي حېدر جوشي دعوه کړې وه چې ورته د دۀ اثر رسوخ معلوم ؤ. خو دغه دعوې دوي ته فائده ورکړه ولې چې پۀ دغه ورځ علي حېدر استاذ مومند ايجنسۍ کښې د کتوزو د ياري ملک سره ؤ. ياري ملک او شاعر د سنګرجمال د مومند ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ ته ووې تا ته هم پته ده چې جوشي استاذ پۀ دغه ورځ مونږ سره دلته مومندو کښې ؤ. دا دعوه پرې غلطه شوې ده. د دوي پۀ ګواهۍ کېس کمزورے شو. جوشي استاذ يوه ورځ هم جېل ته لاړ نۀ شو بلکې پۀ مقدمه کښې باعزته بري شو. وړومبيو ورځو کښې د ياري ملک سره ؤ. بيا د علي اصغرخان سره ؤ او دې نه پس سره د کوروالو تورډهېر کښې د خان ميا سره دېره شو. درې مياشتې پس بيا کلي ته راغلو خو ډېر زر تخت بهائۍ ته پۀ کډه لاړو. څۀ وخت د صالح الرحمان ابا پۀ کور کښې ؤ بيا ئې ځان له د پبلک پارک سره يو ښائسته کور جوړ کړو. يوه ورځ ورته چا وې جوشي صاحب تا خو داسې وئيلي دي.

    ماڼۍ څۀ له جوړوې اخر به کوچ کړې

    دومره بس دے چې پۀ تا څڅېږي نۀ

    او دې خپل عالي شان کور ته دې وګوره. پۀ جواب کښې ورته جوشي استاذ ووې دا خو د وخت ضرورت دے. بچي ئې ټول ښۀ کامياب وو. غلام حېدر او اميربهادر پۀ امريکه کښې وو، جان بهادر پۀ دوبۍ کښې ؤ. يو کشر زوے ئې سردار بهادر به دۀ سره ګرځېدو خو هغه پۀ ځوانه ځوانۍ کښې د بيمارۍ لۀ وجې وفات شو. امير بهادر ئې ډېر تکړه ، دلاور او مينه ناک انسان ؤ.

    د جوشي استاذ ښځه هم ډېره غېرتي او پښتنه ښځه وه. د جوشي استاذ ټولو مېلمنو له به هغې ښۀ بندوبست کولو. هغه هم ډېره مينه ناکه او غريب پروره ښځه وه. د غريبانانو سره به ئې پۀ چم ګاونډ کښې لاس امداد کولو. مونږ به ورته چاچي وئيله. کله چې جوشي استاذ پۀ خپل کلي کښې اوسېدو نو غريبي ئې وه خو مېلمانۀ به ئې ډېر راتلل. د هغوي د چايو ډوډۍ انتظام به چاچي کولو. کله کله به پۀ کښې د کلي خلق هم حجرې ته ورغلل او کور ته به ئې ورله سوال جواب ولېږلو چې دومره مېلمنو له غم وکړه. يوه ورځ چې جوشي استاذ د بهر نه راغلو نو چاچي ورته ووې بهر حجرې ته لاړ شه مېلمانۀ راغلي دي. چاے ډوډۍ مې ورله لېږلي دي خو تاسو ورشئ. جوشي استاد چې ورغلو نو څۀ ګوري چې دکلي د چم ګاونډ خلق ډوډۍ ته ناست دي. چاچي د ډېرو خوبيو مالکه وه او خصوصاً پۀ سخاوت کښې ئې ثاني نۀ وه البته يو دلچسپ عادت ئې دا ؤ چې هسپتال ئې ډېر خوښ ؤ حالانکې اکثر خلق دعا غواړي چې خدايه د هسپتال اوکچهرو نه مو پۀ امان ساتې خو د دې هسپتال څۀ بل شان خوښ ؤ. يو ځل ما مردان ته د سترګې د اپرېشن د پاره بوتلې وه، د اپرېشن نه پس ته چې مونږه واپس را روان شو نو اول خو ئې سترګې پټې وې خو چې کور ته را ورسېدو نو پۀ حېرانۍ ئې ووئيل چې دا خو مونږه کور ته راغلو ما خو وې چې هسپتال کښې به درې څلور ورځې تېر وو. او چې داسې زر ئې کورته را لېږلو نو دا پينځه زره روپۍ ئې د څۀ واخستې څۀ به ښۀ وه چې هسپتال کښې مې څو ورځې تېرې کړې وې.

    دغه شان يو ځل ئې راته وئيل زما پۀ معده بوج دے پېښور ته مې بوځه. ما ډاکټر سراج له بوتله هغۀ ورته دوايانې وليکلې وې دې سره به ښۀ شې. ما ته ئې ووې دې ډاکټر صاحب ته ووايه چې ما داخله کړي. ډاکټرسراج خبره واورېدله نو هغۀ ووې چې زۀ خو څوک نۀ شم داخلولے ځکه چې رېټائرډ شوے يم. دې سره ئې طبعيت سخت خراب شو. بيا چې به مې کوم ډاکټر له بوتله نو وړومبے به مې دا تپوس کولو چې مريض داخلولے شي او کۀ نۀ. ليډي ريډنګ هسپتال پېښورکښې مو يوځل داخله کړه درې ورځې پس راته ډاکټر صاحب ووې اوس دا ښۀ شوې ده کور کښې به دوايانې خوري. ما ته چاچي ووې ډاکټر سره خبره وکړه چې زۀ هسپتال کښې ښۀ يم خېر دے که پېسې غواړي نو وربه ئې کړم ما ورته وې را پاڅه ستا خو بچي امريکا کښې دي د جوشي استاذ هم کار روان دے خو ما نه روزګار او بچي ستا پۀ وجه پاتې دي ډېره پۀ نۀ زړۀ کور ته راغله.

    اميربهادر زوے ئې مور پلار ته ډېر ګران ؤ. د مور او پلار دواړو خويونه پکښې وو. جوشي استاذ يوځل وئيل دا سرکوزے ما سره عجيبه چل کوي چې کله د بهر ملک نه را شي نو ماله ټولې روپۍ راکړي او بيا رانه لږې لږې خوري چې کله واپس لاړ شي نو هغه دۀ چې څومره روپۍ را کړي هغه ئې ټولې الوزولي وي بلکې ما نه ئې هم پۀ کښې پۀ زرګونو لګولې وي.

    علي حېدر جوشي پۀ کال 2004ز کښې تقريباً د 90 کالو پۀ عمر کښې وفات شوے دے. پۀ ژوند کښې ئې ډېرې تودې سړې ليدلې وې خو پۀ هر حال کښې ئې حوصله پۀ ځاے وه. اخري شعر ئې دا ليکلے ؤ.

    مرګ به را شي يوه ورځ به داسې واورې

    جوشي هم لاړو پۀ دام د اجل ګېر شو

    پوره کال پس ورپسې چاچي هم سترګې پټې کړې. د چاچي د مرګ نه پس چې مونږه را واپس شو نو ما وې اوس دې خداے امير بهادر ته خېر پېښ کړي. خو پوره مياشت پس ته هغه هم وفات شو او د دې درېواړو کسانو د وفات نه پس ته د جوشي قلعه هغه رونق خاورې ايرې شو چې هر وخت به پۀ کښې مېله لګېدلې وه او ددنيا خلق به تلل راتلل.

    نن کۀ څۀ هم علي حېدر جوشي پۀ مونږ کښې نشته خو د هغۀ ښکلي يادونه او شعرونه شته کوم چې د وخت تېرېدو سره نور تازه کېږي. زما يقين دے چې ترڅو پښتو ژبه او پښتانۀ وي نو د علي حېدر جوشي نامه به ژوندۍ وي. دا خبره پۀ خصوصي توګه کوم چې پۀ اولسي شاعرانو کښې د علي حېدر جوشي هومره نامه تراوسه چا نۀ وه ګټلې بلکې زياته صحيح خبره به دا وي چې تر ډېرې مودې د شهرت پۀ لحاظ د هغۀ سره چا سيالي نۀ شوه کولې ځکه چې هر خاص و عام ته د هغۀ سندرې، چاربېتې، غزلې او بدلې يادې وې. دې نه علاوه ډېر معياري نعتونه ئې هم ليکلي وو. دا وخت چې پښتو کښې بې شماره شاعران دي خو د علي حېدر جوشي مقام اوس هم ډېر وچت دے او ټولو پښتنو د يو عظيم شاعر پۀ توګه تسليم کړے دے.