Category: نور ليکوالان

  • باچا خان ريسرچ سنټر او باچا خان امن کتابتون – احسان الله

    باچا خان ريسرچ سنټر او باچا خان امن کتابتون – احسان الله

    د ډېر وخت نه مې پۀ زړۀ کښې وه چې “پښتون” لپاره څۀ ليکل وکړم خو ذهن مې نۀ جوړېدو چې پۀ څۀ ليکل وکړم. يو خوا کۀ د وخت کمے ؤ نو بلخوا کۀ ذهن به مې پۀ يوه موضوع ليکلو ته جوړ کړو نو داسې څۀ کار به راپېښ شو چې خبره به پاتې شوه. پۀ اخر کښې مې د “پښتون” مجلې مدير ښاغلي ساجد ټکر، چې الله دې عمر برکتي کړي، سره مشوره وکړه چې پۀ څۀ ليکل وکړم ؟ هغۀ راته مشوره راکړه چې پۀ دې خپله لائبرېرۍ او ريسرچ سنټر باندې څۀ وليکه. ما ورته وئيل زۀ پرې سوچ کوم، وئيل ئې ټيک ده. بس سوچ مې شروع کړو، خبره راته ښۀ ښکاره شوه او هم پۀ دغه موضوع مې بسم الله وکړه.

    پۀ يويشتمه جنوري کال ۲۰۰۶ز کښې د لر او بر پښتونخوا نوموړي ځينې دانشواران، شاعران، اديبان، تعليمي ماهران او ريسرچران باچا خان مرکز پېښور کښې راغونډ شو او دا فېصله ئې وکړه چې د باچا خان ټرسټ د سېوري لاندې د يو داسې ادارې بنياد کېښودلے شي چې پکښې د باچا خان، ولي خان او د پښتنو نور مشران او د پښتنو سره ټرلي نور ډېر څيزونه لکه کلتور، ژبه، معاش، معاشرت او دغه شان نورو څيزونو باندې کار وکړے شي چې د پښتنو نوے کهول ترې خبر شي او دوي پکښې خپل پردي وپېژني. د دغه مقصد سر ته رسولو د پاره د باچا خان ټرسټ سېوري لاندې د يوې نوې ادارې د “باچا خان ريسرچ سنټر” پۀ نوم بنياد کېښودلے شو او د دې لۀ پاره څۀ اغراض او مقاصد هم جوړ کړے شو. دغې مقاصدو کښې د ټولو نه مهم مقصد دا ؤ چې دا اداره يعنې باچا خان ريسرچ سنټر به د يو غېر جانبدار ادارې پۀ حېث د ټرسټ سېوري لاندې کار کوي. دا سنټر به د لر او بر پښتونخوا د سياست، ثقافت، اقتصاد، تعليم، تاريخ، ادب، ژبې او نور دغه شان ډېر څيزونو پرمختګ لپاره کار کوي. د سنټر بل مقصد دا وګرځولے شو چې دا به يوه غېر منافع بخشه اداره وي او هر قسمه مالي مرستې به نۀ قبلوي بلکې صرف هغه مالي مرستې به قبلوي کومې چي به پۀ هېڅ صورت د سنټر ازادۍ ته زيان نۀ رسوي. د سڼتر مشر به ډائرېکټر وي او دۀ نه لاندې به يو جائنټ ډائرېکټر، يو ډپټي ډائرېکټر پبليکېشن، ډپټي ډائرېکټر انفارمېشن ټېکنالوجي، اېډوائزري بورډ، ايډيټورئيل بورډ، ريسرچ فېلوز اوسېکرټريان کار کوي. دا سنټر به د نورو قومي او بېن الاقوامي ادارو کومې چې د انساني حقونو او د اولس پرمختګ لپاره کار کوي سره مرسته او ملګرتيا کوي. ريسرچ سنټر به مختلف مطبوعات پۀ پښتو، اردو او انګريزي ژبه کښې چها پ کوي. دا سنټر به د ژوند پۀ هره شعبه کښې د هغه سکالرانو او محقيقينو حوصله افزائي وکړي کوم چي د قام د ودې او پر مختګ لپاره کار کوي. د سنټر جوړولو يو مهمه مقصد دا هم وټاکلے شو چې وخت پۀ وخت به پۀ ادبي، ثقافتي، تاريخي او تعليمي حوالو سره مباحثې، سيمينارونه او ورکشاپونه هم کوي چې د روانو مسئلو حل راوباسي. دا سنټر به د نوي کهول فارغ شوي طالب علمانو ته د وړاندې تګ موقعې ورکوي او دوي لپاره به نۀ يوازې پۀ ملک کښې دننه يونيورسټيو او کالجونو بلکې بېرون کښې هم د سکالر شپ پېدا کولو بندوبست کوي چې د قام ځوانان د نړۍ نور قامونو نه وروستو پاتې نۀ شي او دوي سره ګډوډ شي چې خپل کلتور پۀ هغوي وپېژني، او دا ورته ښکاره کړي چې پښتانۀ تشدد نه بلکې عدم تشدد خوښوي. دغه مقاصدو کښې يو مقصد دا هم بيان کړے شو چي سنټر کښې به يوه ښۀ لائبرېر ي جوړولے شي چې هغې له ښۀ ښۀ کتابونه راپېدا کړي چې د قام او ژبې د مطالعې اوسټډي او څېړنې شوق لرونکي طالب علمان ترې فائده وچته کړي. ډېر لږ وخت پس دغه مقصد ترسره کړے شو ځکه چې پۀ سنټر کښې يوه لائبرېري جوړه کړې شوه چې نوم ورته د “باچا خان پيس لائبرېري” ورکړے شو او پۀ ډېر لږ وخت کښې پکښې ډېر کتابونه جمع کړے شو څۀ لږ ډېر کتابونه ورله واخستل شو او ډېر ورله خلقو د ډالو پۀ شکل رالېږل شروع کړل. ډېرو نوموړي شاعرانو، اديبانواو ريسرچرانو ورته خپل کتابونه راستول.او د ټولو نه ښۀ خبره دا وشوه چې بېګم نسيم ولي خان ورته د خان عبدالولي خان خپله ذاتي لائبرېري هم ډالۍ کړه. پۀ دغه وخت کښې د ريسرچ سنټر ډائرېکټر ډاکټر فضل الرحيم مروت او ځلان مومند چې منلے صحافي و، جائنټ ډائرېکټر وټاکلے شو. مروت صېب خو به د سرکاري مصروفياتو نه وخت ويستلو او د ريسرچ سنټر د ودې د پاره به ئې کار کولواو ځلان مومند صېب پۀ ټرسټ کښې مو جود ؤ او د ميډيا سېل کار سره به ئې د ريسرچ سنټرکار هم کولو. پۀ لږ وخت کښې دا ريسرچ سنټر ډېر مخ پۀ وړاندې لاړو او د دې کتلو له پاره نۀ يوازې د پښتونخوا بلکې د ټول ملک نه خلق کتلو له پاره راتلل شروع شول. دې نه علاوه د بهر ملکونو نه هم د ريسرچ سنټر کتلو له خلق راتلل. دغه خلقو به نۀ يوازې ريسرچ سنټر کتلو بلکې پۀ دې کښې ئې خپل ريسرچ سره تړلي کارونه هم کول او دغې سره دا ذيلي اداره عوام ډېره زر وپېژنده.

    باچا خان ريسرچ سنټر خپل هدف ته رسېدلو د پاره لګيا دے کار کوي. تردې ساعت پورې د ريسرچ سنټر لۀ اړ خه کوم کتابونه او پمفلټې چاپ شوي پۀ هغې کښې د خان عبدالولي خان کتاب د “رښتيا رښتيا دي”انګريزي ترجمه ده. دغې نه علاوه د ډاکټر وقار علي شاه کاکاخېل د باچا خان پۀ ژوند او شخصيت کتابچه چاپ ده. د ولي خان بل کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري” وړومبے ټوک اردو او انګريزي ترجمه هم چاپ شوې.

    د ډاکټر فضل الرحيم مروت کتابچه Abdul Ghafar Khan: A Universal Man هم چاپ شوېده.

    د ځلان مومند مسيح الافاغنه، د ډاکټر زبېر حسرت ادبي مقدمې، د دوست محمد خان کامل مومند، د محب وزير صېب، د مجذوب صاحب د شاعرۍ تنقيدي مطالعه، د سعدالله جان برق صېب شب چراغ، د پروفېسر ډاکټر وقار علي شاه پۀ باچا خان ليکلې پمفلټ، د ډاکټر فضل الرحيم مروت پۀ ګرېټ ګېم پۀ انګرېزي ژبه کښې ليکلے شوے پمفلټ، دډاکټر زبېرحسرت پۀ مهدي شاه مهدي باندې پۀ پښتو ژبه کښې کتاب، د باچا خان د پاکستان وړومبنۍ دستورسازه اسمبلۍ کښې تقرير پۀ پښتو، اردو او انګرېزي ژبه کښې، د ډاکټر فضل الرحيم مروت د ملي غورځنګ پۀ نوم پښتو ژبه او انګرېزي ژبه کښېThe People’s Power; Unarmed Pashtun Resistance Against the British Raj during 1930s-1940پۀ نوم، د باچا خان بائيو ګرافي زما ژوند او جدو جهد هم د ريسرچ سنټر نه چاپ شوے. دې نه علاوه دپروفېسر ډاکټر وقار علي شاه صېب يو بل پمفلټ “پښتنې ښځې او د قام خدمت” پۀ نوم چاپ شوے دے. د خدائي خدمتګار تحريک ډرامې، د امير نواز خان جليا “درد” او د ماسټر کريم “خدائي خدمتګار ” هم چاپ شوي دي. د فضل رحيم ساقي صېب کتابونه “خدائي خدمتګاري” او”دباچا خان کفايت شعاري”، د خدائي خدمتګار زمرد بابا ډائري او د ناظم سرفراز خان کتاب “خدائي خدمتګاري: تجزيه او تبصره” او د نوموړي صحافي روښان يوسفزے شعري مجموعه “د رڼا خوب” هم چاپ شوي دي. دې نه علاوه هم ډېر کتابونه او پمفلټې چاپ شوي خو د هغې ټولو ذکر دلته کول ګران دي.

    دې نه علاوه ډېر کتابونه چاپ ته تيار دي چې پکښې د ډاکټر محمد سهيل خان کتاب “پۀ تعليمي ادارو کښې د باچا خان وېناوې”، د ډاکټر محب وزير کتاب “د بنواو د وزيرو خدائي خدمتګار انو بائيو ګرافي”، د خداے بخښلي اجمل خټک پۀ اردو ژبه کښې نا چاپه ناول، د بايزيد انصاري روښاني تحريک پۀ افغان لټرېچر باندې اثرات او د ډاکټر وقار علي شاه يو کتاب چاپ ته تيار دي او دې نه علاوه د لر او بر پښتونخوامختلف ضلعو لکه چارسده، صوابۍ، مردان، پېښور او نوښار کښې د خدائي خدمتګارانو پۀ بائيو ګرافي باندې کار شروع دے او ډېر زر به دغه سر ته ورسولے شي او چاپ به کړےشي. دې نه علاوه نور هم ډېر کتابونه او پمفلټې تيارې دي يا لږ ډېر کار پکښې پاتې دے.

    دا ريسرچ سنټر به ډېر مخ پۀ وړاندې تلے ؤ خو د څۀ وجوهاتو د لاسه ډېر وخت د پاره دا بند ؤ او کار پکښې نۀ کېدلو خو چې کله نه اېمل ولي خان د باچا خان ټرسټ ذمه واري پۀ سر اخستې ده نو هغۀ د نورو ډېرو کارونو سره سره چې پکښې شهباز اخبار، ميډيا سېل، ايجوکېشن فاو نډېشن، کلچر او د صحت سره تړلي شوي کارونه او نوې دفترې شاملې دي، روانې کړې او دغه شان ئې د باچا خان ريسرچ سنټر کار هم روان کړو او ډېر لږ وخت کښې عام اولس سره سره ريسرچ سره تړلي خلقو هم باچا خان مرکز ته راتګ شروع کړو او سياسي هلو ځلو سر ه سره علمي مذاکرو کښې هم شرکت کوي کوم چې نه يوازې ټرسټ يا ريسرچ سنټر ته بلکې ټول پښتون قام ته وده ورکوي.

  • د پښتنو ميشل نيکامَنکېنګ……. شهیده ماروه – عمېر خان

    د پښتنو ميشل نيکامَنکېنګ……. شهیده ماروه – عمېر خان

    ميشل نيکامنکېنګ، که څۀ هم عمر ئې يوولس کاله دے، خو پۀ دې عمر کښې هم د يو لوړ شخصيت مالکه ده. مور پلار د وړوکوالي نه د مطالعې پۀ خوند پوهه کړې وه. دغه لامل ؤ چې پۀ دې عمر کښې ئې نړيوال شهرت تر لاسه کړو. ميشل د جنوبي افريقې ښار جوهانسبرګ استوګنه ده. خو پۀ يوولس کاله عمر کښې د افريقې سره سره پۀ ټوله نړلۍ کښې د ماشومانو د حقونو پۀ اړه يوه وتلې نامه لري. تر دې چې يونيسېف د نېلسن منډېلا مجسمې سره د هغې مجسمه ودروله. ميشل درې ويشتم (۲۳) دستمبر دوه زره اته (۲۰۰۸) کښې زېږېدلې. پۀ دوه کاله عمر کښې هغه پۀ يو ځاے ښوونځي کښې داخل کړے شوه. څلور کاله عمر کښې پۀ هغې د کتابونو لوستلو جنون سور شو. هغې ګڼ شمېر واړه لوي کتابونه ولوستل. او چې د شپږو کالو شوه نو د لوستلو سره ئې ليکل هم پېل کړو. پۀ دغه کال کښې د هغې دوه کتابونه خپارۀ شو. د يو نوم “د څپو انتظار” او د بل نوم “هغه وړه ماشومه چې پۀ ځان باور لري” ؤ. د عمر پۀ اتم کال ئې دوه نور کتابونه ښکاره شو، “وړوکې منکېنګ” او “د سونې ګوتمه”. ميشل تر اوسه نهه کتابونه ليکلي دي. قدرت هغه ډېر عجيبه استعدادونو سره زېږولې ده. د مستقل مزاجۍ ئې دا حال دے چې يو کتاب پېل کړې نو تر څو چې ئې پاے ته نه وي رسولے نو پرېږدي ئې نه. د ښوونځي پۀ سبق کښې هم ډېره تکړه ده، پۀ هر ازمېښت کښې وچتې شمېرې اخلي. د دې سره د لامبو، موسيقۍ او د لوبو هم شوقي ده. مناظرو کښې هم ګډون کوي او خلق د هغې استعداد ته کتو سره ګوته پۀ خلۀ پاتې شي. ميشل له ډېر انعامونه ورکړے شوي. د ماشومانو لپاره خوندورې قيصې ليکنو له کبله پۀ دوه زره شپاړسم کښې يونيسف پنځه نورو ليکوالانو سره ميشل له‌ هم يو اېوارډ ورکړے. پۀ کال دوه زره اتلسم اسټراليا کښې يو کانفرنس لپاره راغوښتې شوې مېلمنو کښې د ميشل نامه هم وه. ميشل د ښوونې خورولو لپاره خپله يوه موسسه هم لري. دغه رنګ هر ماشوم ته خداے څۀ نه څۀ استعداد وربخښلے دے.

    که يو اړخ ته ميشل نيکامنکينګ خپل استعدادونه د نړۍ پۀ مخ راسپړي نو بل اړخ ته زمونږ د ژوبل ژوبل قام ميشل نيکامنکينګ (ماروه) باندې د ژوند رڼا ګانې تمامي کړے کېږي او خپل بلها فکري استعدادونو سره د وحشي حوس پرستو خېټې ته لوېږي. د کراچۍ ښار چې تل د پښتنو د ماتو پښتو هديره ګرځېدلې ( لا ډکه نۀ ده او خداے خبر چې نور څومره ځاے لري) اوس ئې زموږ تنکو پوټو ته مخ کړو. ماروه چې لا د پنځو کالو وه، د خندا ګانو سرچينه وه، د بابا د ستړي وجود ارام او د مور د غېږې ښکلا وه، د وږو سترګو د نظر شوه او د حوا پاکه لمن سخا شوه. د هغې معصومو اننګو کښې ژوند سا اخستو نه مخکښې وويستل شوه. د دې ګناه څۀ وه؟ دا پښتنه نيکا منکينګ وه! دا د استعدادنو ډکه ماروه! خو افسوس چې پښتنه وه نو ځکه د ژوند پېل ئې د ښوونځي نه نه د چم د کوڅې نه کول يقيني ؤ. ماروه پۀ خپل ژوند کښې مسته وه، د شرمخانو ناخبره وه، د ۴ ستمبر ورځ وه، خېټې ئې خواږۀ وغوښتل، د دکان پۀ لار روانه شوه او بيا بېرته رانغله. مور پلار چې ئې خبر شو نو پۀ سر ئې تندر پرېوت، مور ئې پۀ غوغا شوه پلار ئې پۀ کوڅو شو. يو ته وائي بل ته وائي: “روره! تا زما د زړۀ ټکور ليدلے؟” نه کاکا ماښام راهسې دغلته ولاړ يم خو ما ستا بچۍ نۀ ده ليدلې. دخوږو دوکان سره ولاړ زلمي چې دا ځواب ورکولو نو د پلار زړۀ لا نرے شي. ګاونډيان ټول خبر شي، پۀ جومات کښې اعلان وشي، د ماسخوتن لمونځونه وشي خو د ماروه هېڅ درک نه لګي. ماروه څۀ شوه؟ چرته لاړه؟ د هر سړي پۀ خولۀ دا پوښتنه وه خو ځواب چا سره نه ؤ. دا شپه تېره شوه، بله تېره شوه، ماشومه نشته خدايا خېر!. پۀ پاکستان کښې دا معمول دے چې يو ځل سړے د کوره ورک شو نو بيا د مرګ شو. دغه وېره وه او هم دغه وشو‌. پۀ درېمه ورځ، ۶ ستمبر، خبر راغلو چې ماروه د کراچۍ عيسیٰ نګري هديرې کښې پۀ بوجۍ کښې پرته ده. نۀ بخښنه! ماروه نه بلکې يوه ګوډۍ پرته ده، د حوا د خولې نه ناساپي يو چغه شوه “ظالمه سر دې خور شه!”. چې غوټه ئې پرانسته نو معصومه، ګوډګه ماروه پۀ وينو ککړه پرته وه. يو وئيل نه سړيه دا ماروه نۀ ده، بل وئيل بېخي ئې پۀ کښې څۀ روغ نه دي پرېښي کنه، د پېژندو نۀ وه خو پلار پۀ اول ځل خپل د زړۀ ټکور د ماروه مسکۍ شونډې وپېژندلې. پۀ منډه ئې روغتون ته يوړه، د حوا د سترګې يوه ټينګه اوښکه وبهېده، خدايا خېر!. د جناح-ګرېجوېټ مېډيکل روغتون پوسټ مارټم رپورټ وائي! ماشومې سره زياتے شوے او يوه لويه تېږه ئې ورله سرله راپرېښې چې د مرګ لامل ئې ګرځېدلے.

    دا اول ځل نه دے چې د پښتنو “ميشل” داسې ځناورتيا سره وژلې کېږي. پروسږ کال د مۍ پۀ میاشت کښې هم دغه رنګه يوه ميشل (پرښته) د مرګ ګېډې ته غورځېدلې وه. ظلم دا چې د پاکستان پۀ پلازمينه (اسلام اباد) کښې يوه ماشومه بې درکه شوه او پوليس ئې اېف-ائي-ار نۀ درج کوو او الټه سپکاوے ئې ورله کوو چې ځه دا مېز مې اول پاک کړه بيا خبره کوو. اخر کار پنځه ورځې وروستو پۀ ۲۰ مۍ د هغې مړ وجود وموندل شو. هېڅ چا ئې د قاتل تپوس و نۀ کړو، د پښتنو پۀ غم ککړو قام ‌پرستو ګرېوانونو نه سر بېره کۀ څوک ئې تپوس له راغلي هم نو د کېمرې د سترګې د پاره‌. غلام نبي، د پرښتې پلار، خپل د جېب نه د کارډونو بنډل راوباسي، د کېمرې مخې ته ئې کېږدي: “زۀ دې سره څۀ وکړم؟ خلق راشي خپل کارډ راکړي وائي صېب کۀ څۀ ضرورت وي نو مونږ ته وئيلے شې. دا دوي ما پسې خندنۍ کوي کۀ مدد؟ زۀ غريب سړے يم پۀ خداے کۀ هسې راسره لاس ملاو کړي او نن د يو انځور د پاره پۀ درينګو راروان دي. زۀ دوي ته وايم نور زما کور ته مه راځئ ګينې زۀ به دا کور پرېښودو ته اړ شم. دا د غم کور دے، مونږ ژوندي پۀ زمکه ښخ شوي يو او دوي راشي رسنيو سره دوه خبرې وکړي ګاډي له لته ورکړي او روان شي.”

    پۀ پاکستان کښې دا کومه نوې نۀ ده چې يو نازک ذات يا نرمې غوښې سره داسې ناوړے فعل شوے خو د فکر وړ خبره دا ده چې د پښتنو پۀ ټولنه کښې دا رنګه فعلونه روان دي خورېږي او مونږه ئې د مخنيوي د پاره کومه تګلاره نۀ لرو. د پنجاب “زېنب” نومې ماشومې هم دغه رنګه ژوند نه سترګې پټې کړې وې. د قصور دغې ناوړې پېښې سره پۀ ټول ملک کښې خبر خور شي، هر ماشوم وړوکے غټ خبر شي، پۀ ټيليويژنونو سحر او ماښام پروګرامونه کېږي، ټول لبرلان د کندو راوځي او دوي څۀ کوې چې مُلا هم ممبر ته وخېژي، پۀ ټولنيزو رسنيو شور شي “زېنب له انصاف غواړو!”. پۀ درې اوونيو کښې دننه قاتل ګرفتار کړے شي او څلور وارې د پهانسۍ سزا ورته واورولې شي. سږ کال پۀ پارلېمان کښې د زېنب پۀ نامه يو بل هم پاس کړے شو چې پۀ کښې د راروان وخت لپاره د ماشومانو خونديتوب طرحه وه. رياست چرته هم خپل د جوړښت بنسټ زمونږ نه هېرول نۀ غواړي “دو قومي نظريه!”. يو اړخ ته غټ سټے، غټ خېټے استعمار او بل اړخ ته مونږ محکوم قامونه. زمونږ ماروه هم دغې “دوه کومي” ښامار وخوړه. نن چې د زېنب پۀ ځاے ماروه وه نو نۀ غوغا وه، نۀ څوک خبر شو او نۀ پۀ ټلويزيون سړه نغمه وه، نۀ ئې زېنب بل پۀ لار کښې خنډ شو، نۀ د لبرلانو چغې وې او قسمت ته ګوره نن مولوي صاحب هم اودۀ پاتې شو. نۀ نو هېڅ چا ئې تپوس و نۀ کړو؟ ولې نۀ. چا؟ قام پرستانو!

    د افريقائي ميشل قيصه کۀ يو اړخ ته زمونږ پۀ معلوماتو کښې د زياتۍ لامل ګرځي نو بل اړخ ته زمونږ پۀ ټولنيز ژوند پسې خندنے هم کوي. دا ماشومه هم زمونږ پۀ رنګه ‘درېمې نړۍ’ سره تعلق لري. مونږ نن پۀ يويشتمه پېړۍ کښې هم د ماشومې پېدائش د ځان پېغور ګڼو او کۀ مونږ د داسې طبيعت خاوندان نۀ هم يو نو زمونږ ټولنه مونږ دې ناولي فعل ته پۀ اړکولو کښې هېڅ کسر نۀ پرېږدي. بنيادم ټولنيز ځناور دے او د ټولنې سره تګ کښې خپل خېر ګڼي. او بيا چې مونږ پۀ کوم هېواد کښې اوسېږو پۀ دې کښې بيا يو فرهنګي وګړي لۀ خپلواکه ژوند تېرول لا مشکل شي. پۀ داسې چاپېريال کښې چې هر خوا ته د حوس ښاماران وږي ناست د اومو او پستو غوښو پۀ انتظار وي نو څوک به د ژوند سړې هواګانې وڅښکي. د زنانو نه د هغوي ژوند تروړل شوے او د تورو تمبو شا ته قېد کړے شوې. ولې هغوي احساسات و جذبات نۀ لري؟ هغوي د دې وطن پۀ ښکلا ګانو حق نۀ لري؟ هغوي د دې وطن غړي نۀ دي؟ د دې وطن ستونزې د هغوي ستونزې نۀ دي؟ هغوي ته قدرت څۀ استعداد نۀ دے وربخښلے؟ هغوي د دې وطن پۀ پرمختګ کښې د خپلې برخې رول نۀ شي لوبولے؟ ايا زمونږ د مرورو پښتنو پۀ کامپونو کښې فقط نارينه کډوال دي؟

    ښکاري داسې چې دا بدرنګې پېښې هم د ترهګرۍ د لړۍ يوه برخه ده. پۀ دې ډول دوي غواړي چې مور پلار وګواښوي او هغوي خپلې بچۍ د مکتب او د هغوي اساسي حقونو نه محروم وساتي. د باچاخان د قام “ميشلې” نن بيا پۀ وېره کښې دي. نن بيا د پښتنو سترګې هغه باچاخانيانو ته دي چا چې د پښتنو ټولنې نه د جنسي امتياز بورجلونه نړولي وو.

  • باچا خان – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

    باچا خان – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

    چې د جبر ظلمتونو کښې مشال دے

    پۀ عظمت دخپلو لوړو غرونو سيال دے

    چې د ننګ پۀ مېدان ټيټ نه شۀ مغل ته

    د خپل دور اېمل خان دے يا خوشحال دے

    (قلندر مومند)

    د مياشتني ”ليكوال“ پېښور (دولسم جلد اولنۍ ګڼه جنوري ۲۰۰۴ء) پۀ مخ ۹ يو نظم چاپ شوے دے چې دسر او اخر بېتونه ئې دا رنګ دي:

    د سر بېت :

    سر را پورته كړه خېبره چې اسمان دې طوفاني شۀ

    هر وګړے دې اېمل شۀ، هر بچے دې روښاني شۀ

    وروستے بېت :

    لر او بر سره ټول شوي، معجزه نۀ ده نو څۀ ده

    لۀ امو تر اباسينه، وطنه ګرده افغاني شۀ

    او دې نظم ته د ادارې لۀ خوا دا نوټ پۀ سر ليكلے شوے دے چې: “د كابل ټيلي ويژن د باچاخان د تدفين رېكارډ شوي پروګرام څخه ئې پۀ ډېره مننه خپوروؤ، ددې تاريخي نظم شاعر معلوم نۀ دے” (اداره)

    خو زما تر فهمه د دغه نظم شاعر معلوم دے او هغه مشهور او معروف شاعر او اديب ښاغلے سلېمان لائق دے. كله چې مونږ (زۀ) بشر نويد او خان بهادر حسرت (مرحوم) د محترمو اندېش شمس القمر، ډاكټر اسرار، اميرباچا منېر او فضل قادر غمګين پۀ اردل كښې د بابا د جنازې سره پۀ تمامي جلوس كښې د افغانستان خاورې جلال اباد ته تللي وو او هلته مو ډېروقدرمندو شاعرانو، اديبانو، محققينو او نقادانو ښاغليو اكبر كرګر، بريالي باجوړي، زرين انځور، دوست شينواري، (مرحوم) محمد نبي شېرزاد او افضل ټكور سره ليدلي وو نو پۀ دغه موقع افغانستان د حكومت لۀ خوا د كوزې پښتونخوا مېلمنو له مېلمستيا وركولو سره د كتابونو او رسالو او بروشو پمفلټونو وركولو سود او پېرزوينه هم كړې وه.

    ما د امير حمزه شينواري د ”يون“ سره د سرفرازخان خټك عقاب ”خوشحال نامه“ او د خاطر اپريدي”منزلونه“ سره هاغه بروشر هم تر لاسه كړے وۀ چې د پاسه پرې د — پښتون خان عبدالغفار خان فخر افغان باچاخان تصوير چاپ شوے دے او لاندې ترې دا شعر درج دے چې:

    خادم چې پۀ رښتيا شي څوك دملك او د ملت

    وطن ئې پس لۀ مرګه پۀ مدفن فخر كوي

    دنګ لوړ د خپلې پښتونخوا د غرونو پۀ مثال،درنه سقه وجود،سور سپين رنګ،د ملېشې رنګې د خامتا(کدر)جامې او هم د دغې وخت د خپلې مخصوصې ټوپۍ پۀ سر چارسدوالې څپلۍ پۀ پښو ډېر بردبار. د سړې سينې او درانۀ خوي خصلتونو څښتن، د اېشيا عظيم شخصيت چې پۀ لر او بر هند د خپل قام اولس او وطن خېرغوښتونکے، د مينې امن او صلحې علمبردار، د عدم تشدد نظريه لرونکے او مخ پۀ وړاندې بوتلونکے يو ډېر ريښتونے انسان چې پۀ خپل يو الله، يو رسول عليه السلام او يو قران او دين اسلام ئې پخه عقيدۀ لرله او کومه هستي چې دغه ټول خاصيتونه لري د هغۀ د خپل منزل او مرام پۀ حصول کښې د هېڅ اورنګ او دپېرنګ نه سترګه نه سوزي روان،روان وي او روان وي کۀ پۀ يواځې ځان وي خو پۀ خپل ځان کښې يو کاروان وي، مسلسل تګ د عملي جدوجهد بهتره او غوره نمونه چې د دغه خاصيتونو خپلولو ئې خپل پښتون قام ته هم تلقين کولو او دا يقين ئې هم ورکولو چې پۀ دې کښې ستاسو خېر ښېګړه او فائده ده .

    د غلطو رسمونو رواجونو خلاف د جهاد هسک بېرغ پۀ لاس به همېشه د خپلو خدائي خدمتګارو د لښکر مير، د صفونو پۀ سر پره کښې وچت او پۀ وچتو سترګو او هسک سر روان وۀ . کۀ هر څو دهشتنغرد ستر بهرام خان بابا دا نر فرزند او د پنجابي استعمار او استثمار ښکار ډاکټرخان صاحب کشر ورور وۀ او کۀ د پښتانۀ جنګ لۀ هم روان وۀ خو بې تېغه بې تورې او بې تفنګه به روان وۀ، پۀ دغه جهاد کښې د مردان د ميروېس ډهېرۍ پۀ مېدان ئې پښتۍ ماتې شوې دي خو خپله پښتو ئې ګټلې ده او خپله هسکه شمله او دستار ئې لۀ لاسه نۀ دي ورکړي او د علامه قلندر مومند خبره چې :

    د پښتون پۀ کور او کلي، چې د زور اوورونه بل شي

    چې خپل کور کښې مو وژني،سترګې غټې د هر ګل شي

    چې اورنګ راته پېرنګ شي،او انګرېز راته مغل شي

    پښتونخوا دريا دريا شي،هر پښتون اېمل اېمل شي

    باچاخان چې بېرغ واخلي،او اولس ورسره مل شي

    نو د پت پاللو قام ته زۀ تاکيد خو به کؤمه

    زۀ تنقيد خو به کؤمه

    فخر افغان خان عبدالغفار خان چې پۀ باچاخان شهرت لري د پښتنو پۀ تاريخ كښې ډېر لوے او د فخر نه ډک مقام لري. دے پۀ داسې وخت كښې پېدا كېږي چې ټول هندوستان د پېرنګي استعمارچيانو د خونكارو پنجو لاندې سلګۍ وهي او پښتانۀ نۀ صرف ددغه پنجو لاندې دي، بلكې پۀ يو نوم اوبل نوم ئې ټوټې ټوټې كړي او يو بل سره اچول شوي او د بې تعليمۍ، پروجنبو، تربګنيو او ناروا رسمونو، رواجونو ښكار شوي دي. باچاخان د يو مبلغ، اصلاح پسند، ټينګ وطن پرست او ازادي غوښتونكي پۀ حېث پاڅېږي، اول د غلطو رسمونو، رواجونو خلاف ملا تړي، پښتانۀ وحدت، ورورولۍ، مينې او محبت ته رابولي او بيا دغه جدوجهد د ټول هندوستان د اولسونو جدوجهد سره يوځائے كوي، د ملي ازادۍ د تحريك د اول صف ليډر كېږي او د پښتنو د ازادۍ، يووالي او ښېرازۍ دپاره همېشه بل ګرځي .

    ددې پاكو او سپېځلو مقاصدو دپاره هغه د عدم تشدد وسله پۀ لاس كښې اخلي او وائي چې: ”د تشدد نه نفرت او د عدم تشدد نه محبت پېدا كېږي“ نو ځكه د خپل مخالف او دښمن خلاف هم دخپلې خولې نه بده او سپكه خبره نۀ وباسي— بلكې تل د تبليغ، ترغيب اوتشويق نه كار اخلي. د پښتنو د ازادۍ، وحدت او ابادۍ دپاره مبارزه كوي، مګر دوي د ټولو قامونو پۀ مساوي حقونو عقيده لري او د نورو خلاف نفرت نۀ لري، بلكې د انسان سره مينه لري او كوي .

    دوي د ازادۍ پۀ تحريك كښې فعال ګډون سره عملاً ثابتوي چې هغه د ټولو مظلومو اولسونو د حقونو د ګټلو علمبردار مشر دے. د يو سپېځلي مسلمان او سوچه انسان پۀ توګه د هغه خلقو خلاف ودرېږي چې د انګرېزي او امريكايي سامراج پۀ ډاډګيرنه، مذهب د خپلو ناوړو سياسي مقاصدو دپاره استعمالوي، خلقو كښې نفاق او نفرت پېدا كوي او فرقه پرستۍ ته لمن وهي.

    ددغې جوړې، امنيت عدم تشدد، مينې او محبت مشال پۀ لاس ټولې سياسي او اجتماعي شخړې او تربګنۍ د مفاهمې او خبرو اترو له لارې حل كول غواړي او د نفرت او ورور وژنې خلاف اواز پورته كوي. خلق روغې جوړې او ورورلۍ ته رابولي او د شېطاني لارو نه ئې بچ كوي. د غريبانو، مظلومانو، ښځو او ماشومانو حقونو ته زياته توجه كوي او وائي چې ”پوره وي اوكۀ سپوره وي، پۀ شريكه به وي“. ددې انساني پاكو ارمانونو دپاره هغه د هېڅ څيز پروا نۀ كوي، وېره ترهه نۀ پېژني، د مخالفو تورونو او الزامونو ته توجه نۀ كوي، خپله لاره وهي او مبارزه كوي، هرې سختې ته غاړه ږدي، جېلونو او حوالاتونو ته ځي، د خپل عمر د ۳۶ كلونو څخه زياته موده د استعمار او نوي استعمار پۀ جېلونو كښې تېروي، سخت كړاوونه زغمي او د قربانۍ، صبر، حوصلې ټينګار اوايثار نمونه ګرځي، د يوې پېړۍ د جدوجهد او لۀ كړاوونو نه ډك ژوند تېرولو نه پس پۀ داسې حالت كښې دنيا نه سترګې پټوي چې د پښتنو او افغانانو دپاره ئې د جدوجهد او قربانۍ، هيلو او ارمانونو، عزم او تكل، پوهې او رڼا، شعور او بېدارۍ يوه داسې مدرسه پرانستې وي چې د ټولو وطن پرستو شريك ميراث او د پښتنو د تاريخ يو نۀ هېرېدونكے ځلېدونكے باب جوړ شوے وي:

    چې عظمت ته ئې دښمن كتلے نۀ شي

    هر پښتون دې باچاخان غوندې نېكنام شي

    پۀ متعلقه بروشر کښې ددغه پورتني عبارت لاندې درج شعر غلط ليكلے شوے دے، بل ئې ورسره د شاعر نامه نۀ ده ليكلې، ماته معلومه ده چې دغه بېت د ښاغلي رحمت شاه سائل دے، خو د هغوي چاپ شعري مجموعه ”د وير پۀ چم كښې وار دنغمو دے“، ”نه تر“ د چنارونو نه لمبې ووتې“ كښې مې چرته هم نۀ دے ليدلے. ددې ليكنې پۀ وخت مې اول د ښاغلي صاحب شاه صابر او بيا خپله د شعر خالق ښاغلي رحمت شاه سائل نه تصديق وكړۀ چې سهي شعر داسې دے:

    چې عظمت ته ئې د غېرو سترګې برېښي

    هر پښتون دې باچاخان غوندې بدنام شي

    زمونږ ددې دروند پښتون پۀ “ژوند او جدوجهد” نه يوازې د دوي خپله “سرتېرېدنه” (خودنوشت) موجوده ده چې دوي پکښې د خپل ژوند او جدوجهد او قېدوبند د صعوبتونو او د هند او سندهـ د سفرونو او خپلې عملي مبارزې ټول حالات او واقعات ليکلي محفوظ کړي دي چې يو اهم تاريخي دستاوېز دے. بل خوا د دوي پۀ حقله نه يوازې پېرنګيانو کتابونه ليکلي دي بلکې ډاکومينټري فلمونه ئې پرې هم جوړ کړي دي . هم دغه رنګ د پاک و هند ليکونکيو درانۀ درانۀ، پنډ پنډ او څاربۀ څاربۀ کتابونه هم ليکلي دي. احمد کاکا،ډي جي ټنډولکر،خان عبدالولي خان،عبدالخالق خليق،(منظوم او منثور) عبدالاکبر خان، فضل الرحيم ساقي،عبدالله بختاني خدمتګار،غني خان،خان عبدالقيوم خان، ډاکټرفضل رحيم مروت،عبدالرؤف بېنوا،ډاکټرنورمحمد لاشاري،ډاکټرمحمد همايون هما،رحمت شاه سائل او د نورو ډېرو ليکونکيو نه علاوه پرې د دې کرښو ليکونکي هم خپله طبع ازمائيلې ده چې د باچاخان خان عبدالغفارخان فخر افغان ته ئې پکښې د عقيدت مينې او احترام پېرزونې هم وړاندې کړي دي. او د هغوي د خدائي خدمتګارو نومونه،مقامونه او د کارنامو تاريخونه ئې هم محفوظ کړي دي.

    زۀ خپل ځان ډېر خوش بخته ګڼم چې د باچاخان پۀ شان عظيمې هستۍ سره مې ملاقاتونه شوي دي او د شپږم جومات زده کونکے وم چې د مردان ګوجرو ګړۍ د شاکرالله باچا پۀ دېره کښې مې ورته پۀ جلسه کښې نظم اورولے وۀ. لۀ هغې وړاندې مې د مردان زوړکمپني باغ (چې اوس پۀ کښې غريب مارکيټ جوړ شوے دے) کښې پۀ هغه جلسه کښې د مولانه مفتي محمود مرحوم او خان عبدالولي خان مرحوم سره پۀ تقرير کولو پۀ سټېج د ډېر نيزدې نه ليدلے وۀ. دغه وخت هغوي د کابل نه تازه تازه راغلي وو او ډېره لويه او درنه جلسه ئې کړې وه او پۀ درانۀ استقبال کښې پۀ بنک روډ پۀ لوے جلوس کښې راوستلے شوے وۀ. بيا مې پۀ ويل چئېر کښې بغداده مردان سره نزدې پۀ مقام چوک کښې د ډاکټر تاج محمد خان پۀ بنګله او کلينک کښې ليدلے وۀ.

    باچاخان بابا د ډېرو زياتو خوبيو څښتن ؤ. يوه لويه خوبي خو ئې دا وه چې پنځه وخته مونځ به ئې باقاعدګۍ سره کولو او تهجد خو به ئې بېخي نۀ قضا کول. کم خوب، لږ خوراک او ډېرې لږې خو د کار خبرې به ئې کولې . بله خوبي ئې دا وه چې د غريبانو ملګرے او کسب ګرو سره به خوشحاله ؤ او پۀ تحريک کښې ئې پۀ مهمو عهدو سمبال کړي وو. او چې د پښتونخوا کومې تپې ته به هم پۀ دوره لاړو نو د هغه کلي د زنانؤ پوښتنې به ئې هم کولې. ګويا دومره نزدې رشتې او تړون ئې لرلو چې ټولنيز ژوند کښې هم ډېر ياد او ساده باده ؤ. د تعليم پۀ حصول به ئې ډېر زور ورکولو.

    ماچې ورته کله پۀ جلسه کښې نظم اورولے ؤ نو هغه وخت زۀ اندېش صاحب مرحوم و مغفور ځان سره د سکول نه بوتلے وم او دا سعادت راته هم حاصل دے چې پۀ سر ئې راله د مالوچو نه پاک او پاستۀ لاسونه راښکلي وو او پۀ تندي ئې ښکل کړے وم. زما نيکونه نورغني بابا او عبدالمالک بابا زرګران د معيارو ئې پۀ نامه پېژندل او پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې د هغوي پۀ خدمت کولو او د قربانيو ورکولو او د قېدوبند د صعوبتونو تېرولو نه باخبره او ډېر پۀ قدر او درناوي به ئې بلل. باچاخان چې کوم کېډر پۀ ښکته او پرېوتې طبقه کښې پېدا کړے دے هغه ډېر د قربانۍ پۀ جذبه ماړۀ پټ خلق وو چې د هېڅ قسمه قربانۍ نه به ئې څنګ و څټ نه کولو. بيا د ولي خان ملګري هم د هغوي پۀ شان ډېر ايماندار، درانۀ او مخلص وو.

     

  • ضلع مومند کښې د ماربلو پېښه؛ يوه جائزه – شمس مومند

    ضلع مومند کښې د ماربلو پېښه؛ يوه جائزه – شمس مومند

    ضلع مومند الله د بې شمېره قدرتي وسائلو نه ډکه پېدا کړې ده. کۀ یو اړخ ته د ضلع مومند پۀ دواړو اړخونو د سوات او کابل سیندونه بهېږي چې اول د ورسک ډېم او اوس د مومند ډېم د جوړېدلو وسیله جوړېږي نو بل طرفته د مومندو غرونه د معدنیاتو د بېلا بېلو قیمتي قسمونو نه ډک دي. چې پکښې کرومائيټ، نفرائټ، سوپ سټون او د ماربل یو شمېر رنګونه او قسمونه شامل دي. د ماربل د ټولو نه قیمتي قسم د “زیارت ماربل” پۀ نوم مشهور دے. د کوم وجه تسميه چې د مومندو پۀ تحصیل صافي کښې د حاجي صاحب ترنګزو مزار یعنې زیارت دے، ولې چې د سپین رنګ او بهترین قسم د ماربل دغه غر د حاجي صاحب ترنګزو د مزار سره نزدې واقع دے. او د تېرو دېرشو کالو راهسې د ضلع مومند د ټولو نه لويه ذریعه امدن ګڼلے شي.

    پۀ مومندو کښې د ماربلو رابرڅېره کېدو نه تر شلو کالو پورې ټول غرونه به د مقامي قبیلو جاګیر ګڼلے شو او هغوي به د پوليټيکل انتظامیې پۀ مرسته او پۀ قامی تړون دغه ګټې پۀ شریکه خوړې. تر شلو کالو پورې پۀ دې حقله د محکمه معدنیات کردار د ټرکونو نه ټېکس اخستو پورې محدود ؤ. خو د قبائلي سیمې پۀ پښتونخوا کښې د انضمام نه پس صوبائي حکومت دغه کاروبار کښې خپل اختیار پېدا کولو د پاره د صوبائي اسمبلۍ نه یو بل پاس کړو چې د هغې پۀ ذریعه د محکمه معدنیات اختیار او ملکي قوانین دغه علاقو ته وغزول شو. اوس پۀ غرونو کښې د هر قسم معدنیاتو راویستو د پاره سرکاري لائسنس او لیز لازمي شو.

    د زیارت ماربل سانحه کۀ هر څومره یوه اتفاقي حادثه او قدرتي پېښه وه، د کومې نه چې خلاصے اسان نۀ وي خو ولې ترقي یافته او ذمه وارو ملکونو کښې انساني ژوند ته د زیان رسونکې هرې حادثې باقاعده پلټنې کېږي. او د را روان وخت د پاره د هغې مخ نیوي بند بنا جوړولے شی. د ستمبرپۀ ٧ نېټه د غر راغورځېدو پۀ دغه پېښه کښې شاوخوا 25 کسان پۀ حق رسیدلي او 9 ټپيان شوي دي.

    د مودو راهسې د لاندې نه غر کټ کېدوله کبله پۀ دغه غر کښې دومره خطرناک کمر جوړ شوے ؤ چې پکښې نور کار کول څۀ وخت هم د لوے غر راغورځېدو سبب جوړېدے شو، څنګه چې جوړ شو. ولې کومې یوې سرکاري یا غېر سرکاري ادارې دغه طرفته توجه نۀ ده کړې. د معلوماتو ترمخه د زیارت غر پۀ دغه مخصوصه علاقه کښې محکمه معدنیات پۀ کار کولو یعنې کان کنۍ باندې پابندي لګولې وه. خو د دغه کاغذي پابندۍ وجه د خطرې نشاندهي یا انساني ژوند بچ کول نۀ وو بلکې د غر پۀ دغه حصه باندې د دوو فریقو ترمېنځ تنازعه وه. د محکمه معدنیات لۀ اړخه مقامي انتظامیې ته د بار بار خطونو لیکلو باوجود پۀ دغه غر کښې پۀ څۀ نا څۀ شکل کښې کار جاري ؤ. د حادثې نۀ څو ورځې وړاندې مسلسل بارانونو د غر کښېناستو خطره نوره هم زیاته کړې وه. ولې محکمه معدنیات، مقامي انتظامیې، ټهېکدارانو یا مقامي خلقو او مزدورانو دې طرفته هېڅ توجه ورنۀ کړه چې له کبله دغه قسم غټه سانحه مخې ته راغلله چې پۀ درځنونه غریبان ځوانان ئې د مېنځه يوړل.

    اګر چې د حادثې نه پس صوبائي حکومت، انتظامیې او مقامی خلقو ډېر پۀ راستۍ پۀ امدادي کارونو کښې برخه واخسته، د مړو او زخمیانو ښۀ پالنه وشوه. وزیر اعلی د شهيدانو وارثانو ته د 9/9 لکهه روپو او ټپيانو ته د یو یو لاکهـ روپو چېکونه ورکړل. او مختلفو سیاسي مذهبي او قامي مشرانو د متاثره کورنيو سره غمرازي ښکاره کړه. ولې د لیکوال سره سره مقامي سیاسي او سماجی مشران اوس هم غوښتنه کوي چې د ټولو نه اول دې پلټنې وشي چې پۀ دومره خطرناک غر کښې محکمه معدنیات د کار بندولو حکم ولې نۀ ؤ جاري کړے؟ کۀ چرې د خطرې پۀ وجه حکم جاري شوے ؤ نو مقامي انتظامیې پۀ هغې ولې عملدرامد ونۀ کړو؟ پۀ داسې صورت کښې د دغه پېښې ذمه وار څوک دي؟ بله غوښتنه داده چې کۀ هر څومره حکومت د شهيدانو وارثانو ته 9/9 لکهه روپۍ ورکړې خو دا د انسان د ژوند قیمت نۀ شی کېدے. پکار ده چې دغه بغېر د خرچې راغورځېدونکے ماربل کاڼي دې پۀ یو ځل پۀ بولۍ خرڅ کړے شي. او د دغې نیمې پېسې دې د شهيدانو پۀ وارثانو او زخمیانو تقسیم کړے شي. هم دغه پېسو نه دې یو د شهيدانو یادګار جوړ کړے شي. باقي پېسې دې بې شکه د غر ټهېکدارانو ته ورکړے شي.

    دلته کښې دا خبره هم د توجه وړده چې حکومت هر قسم زخمیانو ته یو برابر پېسې یعنې یو یو لاکهـ روپۍ ورکړي. پۀ دې کښې داسې زخمیان هم کېدے شي چې صرف یو لاس یا پښه ئې زخمي وي.. او درې ورځې پس جوړ شي او داسې زخمیان هم چې د ملا تیر ئې مات وي.. دواړه پښې ئې ماتې وي یا پۀ سترګو ړوند شوے وي.. او زما پۀ خیال دغه قسم زخمیان د مړو نه زیات د امداد حقدار وي ولې چې دوي ټول عمري معذوره شي او د خپل بال بچ د ګټې وټې نه ووځي. ځکه زمونږ غوښتنه دا ده چې د دغه قسم ْغټو زخمیانو سره دې خصوصي مرستې وشي چې دوي او د دوي خاندان د سوال او بې وسۍ د ژوند نه بچ شي …. الله دې ټول مسلمانان د دغسې ناوړې پېښو نه پۀ امان کښې وساتي ۔ امین.

  • د عوامي نېشنل ګوند د زنانؤ غړو د جنوبي اضلاع او وزيرستان تاريخي دوره – سيده نازيه شاه

    د عوامي نېشنل ګوند د زنانؤ غړو د جنوبي اضلاع او وزيرستان تاريخي دوره – سيده نازيه شاه

    پۀ دغه سحر کۀ څۀ هم زمونږ پۀ ذهنونو کښې بلها سوالونه، پوښتنې، خطرې، خدشې او د بې يقينۍ يوه پوره غوغا وه خو مونږ د يو پوخ عزم، پخې ارادې، ولولې، جزبې او مثبت سوچ سره قدم وچت کړو او د خپل سفر اغاز مو وکړو. دا نۀ يو عام سحر ؤ او نۀ يو وړوکے ګام. اصل کښې پۀ دغه ورځ پوره يو تاريخ جوړېدو والا ؤ. يو داسې تاريخ چې د دې نۀ وړاندې ئې يو سياسي ګوند تصور هم نۀ ؤ کړے. خو عوامي نېشنل ګوند نۀ صرف دغه ګام پورته کړو بلکې بريا ئې هم ترلاسه کړه. پۀ دغه تاريخي ورځ د ګوند د زنانؤ پنځه کسيزه ډله د صوبائي نائب صدرې شازيه اورنګزېب پۀ مشرۍ کښې د جنوبي ضلعو او وزيرستان پۀ دوره روانه شوه. پۀ دې ډله کښې مرکزي نائب صدره شازيه مروت، د مردان ضلعي نائب صدره، د صوبائي کونسل غړې او د جنوبي ضلعو لپاره کوارډينېټره سيده نازيه شاه او ضلعي نائب صدره سليمه جهانګير هم شامله وه. دا دوره د صوبائي صدر اېمل ولي خان د هداياتو پۀ رڼا کښې ترسره کېده. د دې دورې تر ټولو لويه ځانګړتيا دا ده چې لۀ دې وړاندې د ملک د يو ګوند زنانه مشرتابه هم د زنانؤ د تنظيم سازۍ لپاره د شمالي وزيرستان دوره نۀ وه کړې.

    د دورې نه وړاندې د تيارۍ پۀ لړ کښې پۀ باچا خان مرکز کښې مهمه غونډه ترسره شوې وه چې پۀ کښې د تحصيل نه واخله ضلعې او صوبائي او مرکزي کابينې غړو او د اسمبلۍ پخوانيو زنانؤ غړو هم ګډون کړے ؤ. پۀ دې غونډه کښې د جنوبي اضلاع شرکت د داد وړ دے. د دورې پۀ ايجنډه او موخې مدلل بحث وشو. اجلاس کښې د تنظيم سازۍ پۀ اړه دا هم يو تاثر مخې ته راغلو چې پۀ دغه ضلعو کښې زنانه پۀ سياست کښې بېخي دلچسپي نۀ اخلي. دا هم ووئيلے شو چې د دغه سيمو زنانه پۀ سياست نۀ پوهېږي او سياست کول هم نۀ غواړي. دا هم سوال پورته کړے شو چې پۀ کومو سيمو کښې زنانه لا خپل نوم ليکل نۀ غواړي نو هغوي به سياست کښې برخه څنګه واخلي او د تنظيم برخه به څنګه جوړې شي؟ دا هم پۀ ګوته شوه چې چرته يوه ښۀ شاعره او ليکواله اوس هم خپله شاعري د “زوجه فلانکي” او “دختر فلانکي” پۀ نوم سره کوي نو هغوي به عملي سياست څنګه وکړے شي او دغه شان پۀ دغه رواياتو کښې به زنانه د دې اېجنډې تکميل څنګه کوي؟ سوالونه ډېر هم وو او سخت هم وو خو د عوامي نېشنل ګوند زنانه غړو د دې تاثر غلط ثابتولو لپاره ملا وتړله او پۀ دغه اجلاس کښې دوه مهمې فېصلې وشوې:

    ۱. د کوهاټ نه تر جنوبي وزيرستان پورې دوره وټاکلې شوه.

    ۲. د دې دورې لپاره د صوبائي کونسل غړې سيده نازيه شاه کوارډينېټر وټاکلې شوه.

    د فولادي ولولې او حوصلې مېرمنو دې زنانؤ د مضبوطې او مربوطې حکمت عملۍ، رابطه کارۍ او خپل منځي مشاورت پۀ نتيجه کښې پۀ ټاکلې نېټه د خپلې دورې اغاز وکړو. اراده سپېځلې او مقصد لوے ؤ، د دې زنانه ډلې د دورې مقصد د ستر خدائي خدمتګار حضرت باچاخان بابا پېغام د دغه سيمو کور کور ته رسول وو.

    د دورې وړومبے پړاو هنګو ؤ. پۀ تنظيمي لحاظ دلته د زنانؤ دوه کامياب ترين پروګرامونه ترسره شول او ورسره دوه سياسي غونډې هم وشوې چې ورپسې بيا پرېس کانفرنس هم وشو . دغه شان بيا د کوهاټ، کرک، لکي مروت، ټانک، ډي ائي خان او بيا د شمالي وزيرستان يو يو ورځنۍ دوره ترسره شوه چې پاے ئې د بکا خېل کېمپ پۀ وزټ وشو.

    دوره کۀ يو خوا چېلنج ؤ نو بلخوا پۀ کښې د ګوند زنانه مشرتابه ډلې ته ډېر څۀ څرګند هم شول او د دورې پۀ مهال ئې د دغه سيمو خلکو ستونزې او محرومۍ هم وليدې. اګر چې پۀ عقل ګرانه وه خو بس د خداے قدرت، د خلکو دعاګانې او زمونږ محنت ؤ چې مونږ مخکښې قدم واخستو او لارې مونږ ته کهولاوېدې. دا زمونږ لپاره د ډېرې لوئې خوشالۍ او حوصلې سوب ؤ چې پۀ هنګو کښې دوه تنظيمي پروګرامونو کښې وار پۀ وار دوه نيم سوه او درې سوه زنانؤ ګډون وکړو او دغه شان دغه تنظيمي پروګرامونه پۀ سياسي جلسو او کنونشنونو کښې بدل شول. دا ډېره لويه خبره وه چې هرې زنانه دا وئيل چې “تاسو زنانه” يعنې د ګوند غړې زنانه زمونږ امېد جوړ شوے يئ. هغوي وئيل چې تاسو پۀ سخت حالاتو کښې مونږ لۀ راغلي يئ او زمونږ خبر مو اخستے او مونږ لۀ مو اواز راکړے دے. دوي ووئيل چې دوي سياست پېژني هم او کول ئې هم غواړي. د دوي زمونږ خبرو ته غوږ کېښودل، تنظيم سازۍ او ملاتړۍ کښې کلکه برخه اخستل د دې خبرې څرګنده ثبوت ؤ چې دا زنانه پۀ سياسي عمل کښې د برخه اخستو خواهش لري.

    هم دغه شان د کوهاټ د دورې پۀ موقع د تنظيمي کارکنانو لۀ خوا پۀ کوهاټ ټنل زمونږ درناوے او هرکلے هم د هېرېدو نۀ دے. او هم بيا د دې ضلعې پۀ تحصيل دره ادم خېل د زنانؤ تنظيمي پروګرام يو ځلې بيا مونږ پۀ دې خبره مجبوره کړو چې دې ته تنظيم سازۍ سره سره د کنونشن نوم ورکړو. اعلي تعليم يافته، پۀ سياسي توګه باشعوره او د جوش او ولولې نه سرشارې پښتنې زنانه او پېغلې پۀ داسې يو شان پۀ دغه غونډه کښې شريکې شوې چې زمونږ د وهم او ګمان نه هم وچت ؤ. او هم دغه شان مخکښې د کوهاټ نورو سيمو لکه نصرت خېل، ګمبټ او ګنډيالي بالا کښې هم د زنانؤ پروګرامونه د ليدو وړ وو. پۀ مجموعي توګه پۀ کرک، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعيل خان کښې د زنانؤ جوش او ولوله او زمونږ سره پۀ پروګرامونو کښې ګډون مثالي ؤ. دا پۀ داسې حال کښې شوي وو چې مونږ سره پۀ مرکز کښې ځينې عهدېدارې زنانه هم د دې پروګرامونو پۀ حق کښې نۀ وې.

    خو نن هغه ور ځ وه چې د پارټۍ هر عهدېدار د خپلې کورودانې، خور او لور نوم د بابا د نظريې لپاره رامخکښې کولو. د دې پۀ شا زمونږ دا حکمت عملي هم کارګره وه چې مونږ دې خلکو ته دا باور ورکړے ؤ چې د تنظيم سازۍ هر عمل به د خپل پښتون رواج او روايتونو پۀ چوکاټ کښې دننه وي. دا صرف يوه خبره نۀ وه بلکې زمونږ زنانه قيادت دا هر څۀ ثابت هم کړل.

    پۀ دې دوره کښې به زۀ د ټانک د يوې پنځوس کلنې زنانه هغه خبره هېره نۀ کړم چې ما ته ئې وئيل چې نن زمونږ پۀ ټيلي وژن يوه ترکي ډرامه “ارطغرل” چلېږي او مونږ ئې پوره درې سيزنونه کتلي. بيا ئې ماته ووئيل چې زۀ يو تپوس کول غواړم چې زمونږ پۀ پښتنو ليکوالانو کښې داسې څوک نشته چې پۀ باچاخان بابا، د هغۀ پۀ ژوند، پۀ قربانيو او د پښتنو لپاره د هغوي پۀ هلو ځلو يوه ډرامه وليکي تر څو زمونږ ځوان کهول ته د فخر افغان بابا د ژوند او قربانيو پۀ اړه معلومات ترلاسه شي. هم دغه پۀ هره تنظيمي غونډه کښې د زنانؤ تپوسونه او پوښتنې د اورېدو وې . دې زنانؤ کۀ د تعليم پۀ مسئلو خبرې کولې نو پۀ سياسي بحران ئې هم رايه لرله، کۀ د ګرانۍ نه ئې سر ټکولو نو د حکومت پۀ غېر سنجيده رويې هم پوهه وې، کۀ ماشومانو سره د زور زياتي پۀ پېښو خفه او دلګيرې وې نو د بي ار ټي د “کمالاتو” نه هم خبرې وې . هم دغه شان د ګوند د زنانه غړو د تنظيم پۀ اړه ئې مونږ نه داسې پوښتنې وکړې چې مونږ ئې هم اريان دريان کړو . د خدائي خدمتګار کورنيو د هرې زنانه غړې خبرې د ليکلو وې خو د مضمون لمن مې تنګه ده او دغه ټولې به ځاے نۀ کړے شم . خو دومره به ووايم چې زمونږ خدائي خدمتګارو او تر ننه د هر سړي وروستو پۀ هره سخته کښې هم دغه زنانه ولاړې وي خو بس د سکرين نه پناه وي او ځکه ئې خدمات مخې ته نۀ راځي. د دې زنانؤ خدمات او هلې ځلې د دنيا او اولس مخې ته راوړل د وخت لوے ضرورت دے. دا ځکه هم مهمه ده تر څو دنيا ته پته ولګي چې کله به خدائي خدمتګاران پۀ جېلونو کښې وو نو د هغوي پۀ تورسرو او ماشومانو بچو به څۀ تېرېدل او څنګه به ئې د خپل عزت ساتلو سره سره د کور او اولاد حفاظت هم کولو. بيا د خدائي خدمتګار تحريک دوران څومره زنانه کونډې شوې، څومره مياندې بورې او څومره ماشومان يتيمان شول، دغه داستانونه زما قلم نۀ شي ليکلے.

    خېر مونږ د دورې دوارن پۀ ټولو جنوبي ضلعو کښې پۀ وړومبۍ مرحله کښې د تحصيل او ضلعې پۀ کچ تنظيم سازي ترسره کړه. خو کله چې مونږ د اخري دوه دورو درشل ته ورسېدو نو د وېرې تيارې خورې شوې او مختلف خبرې شورو شوې. مونږ کښې زياتره غړو دا نظر لرلو چې شمالي او جنوبي وزيرستان ته تګ به لۀ خطره خالي نۀ وي ځکه چې حالات خراب دي. مونږ دا هم وئيل چې د جنوبي ټولو ضلعو دورې ډېرې پۀ ښۀ شان ترسره شوې او اوس خداے مۀ کړه څۀ مشکل راپېښېدے شي. خو پۀ هغه ورځ د ماښامي پۀ مشاورتي غونډه کښې د مخکښې تګ فېصله وشوه او پۀ دوېمه ورځ مونږ د شمالي وزيرستان د خپلو تنظيمي خوېندو پۀ منځ کښې وو. مونږ دپاره دا خبره ډېره د حېرانۍ وه چې هلته هم زمونږ زياتره زنانه د سياسي سوچ خاوندانې وې. نۀ صرف دا بلکې د باچاخان بابا پۀ اړه ورته ډېرې خبرې يادې وې. مونږ پۀ خپله دغه دوره کښې د دغه سيمې يوه داسې زنانه هم وليده چې د ولي خان بابا پۀ جلسو کښې ئې باقاعده شرکت کړے ؤ. دا هر څۀ ډېر حوصله افزا وو خو ماحول هغه وخت ډېر زپلے او دروند شو او سترګې راډکې شوې کله چې دغه زنانؤ د خپلو کورونو، دکانونو د ړنګېدو، د خپلو خپلوانو د جدائۍ، د بمونو، ډزو او د وېرې او ترهې قيصې وکړې کوم چې دوي نۀ صرف لۀ نيزدې ليدلي او کتلي وو بلکې پۀ دوي تېر شوي هم وو. کۀ چا وئيل نه نو د هغه ځاے نړيډلي دېوالونو، ړنګ شوي کورونو، خوشي مارکيټونو خپله قيصه ښۀ پۀ جار کوله.

    پۀ داسې ماحول کښې د دغه ځاے زنانه مونږ ته حېرانې وې او زمونږ راتګ ئې د هيلو، تيارو کښې د رڼا سره تشبيه کولو او مونږ ئې باتورې زنانه بللو. هغوي حېرانې وې چې د عوامي نېشنل پارټۍ زنانه غړې څومره باتورې دي چې دغلته ورغلې.او زمونږ هم دا سوچ ؤ چې کۀ حالات هر څومره خراب ولې نۀ وي خو مونږ يو طاقت هم د خپلو وروڼو خوېندو نه لرې نۀ شي ساتلے. او هم دغه شان دا عزت او کرېډت د عوامي نېشنل ګوند د زنانه غړو پۀ برخه شو چې هغه ځاے ته لاړې شي چرته چې د يو سياسي ګوند زنانه هم نۀ دي تلې. هم دغه شان دغلته د ګوند د زنانؤ تنظيم بنياد هم کېښودے شو. صرف دا نه بلکې د شمالي وزيرستان د ضلعي افس د پرانستې تاريخ ساز باب هم د ګوند د زنانه ډلې پۀ برخه شو او صوبائي نائب صدرې شازيه اورنګزېب پۀ خپلو لاسونو د ملګرو سره پۀ شريکه د ګوند د ضلعي دفتر پرانسته وکړه.

    هم دغه شان د خېر سګالۍ پۀ توګه مونږ د غلام خان بارډر پۀ زيرو پوائنټ د ائي ډي پيز سره هم ليدۀ کاتۀ وکړل او د ميډيا لۀ لارې مو لۀ حکومت څخه وغوښتل چې د غلام خان لاره دې د عام تګ راتګ او تجارتي مقصد لپاره پۀ فوري توګه پرانستې شي . مونږ پۀ دغه موقع امنيت اولين ترجيح وګرځوله او د بې کوره شوي خلکو د بيا ستنېدو او د هغوي لپاره د اعلان شوي رقم هغوي ته د ورکولو مو هم غوښتنه وکړه.

    مونږ پۀ دې موقع د بکا خېل کېمپ د دورې کولو هم کوشش وکړو ځکه چې مونږ غوښتل تر څو معلوم کړو چې پۀ دغه کېمپ کښې پراتۀ لس زره خاندانونه څنګه ژوند کوي، مسئلې او ستونزې ئې څۀ دي؟ خو لۀ بده مرغه مونږ د انتظاميې لۀ خوا پۀ ګېټ باندې ودرولې شو او دننه ئې تلو ته لاره را نۀ کړه کومه چې د تشويش خبره ده . مونږ دا غوښتنه کوو چې د سياسي جماعتونو مشران، د غېر سرکاري تنظيمونو، انساني حقونو او د ميډيا نمائندګانو باندې بندېز دې پۀ فوري توګه ختم کړے شي . هم دغه شان د ضلع هنګو نه شروع شوے زمونږ سفر د شمالي وزيرستان پۀ بکا خېل کېمپ سر ته ورسېدو.

    هسې خو دا دوره پۀ ډېرو حوالو مهمه ده خو ځينې مهم اړخونه ئې دلته تاسو سره شريکول ضروري ګڼم.

    ا. هنګو کښې زمونږ دروند او تود هرکلے، د يو چت لاندې د تحصيل، يونين کونسلر عهدېدارانو د صوبائي او مرکزي کونسل د غړو سره د زنانؤ تنظيم سازۍ کښې ګډون، د دې پۀ ګټه خبرې کول، پۀ موجوده سياسي صورتحال تبادله خيال کول او هم دغه شان د پارټۍ ذمه دارانو لۀ خوا د مکمل مرستې او د تنظيم لپاره د خپلو زنانؤ نومونه وړاندې کول د يادولو وړ دي.

    ب . د کوهاټ پۀ دره ادم خېل کښې د تحصيل صدر لۀ خوا د لوستې او تعليميافته زنانؤ کنونشن راجوړول، د زنانؤ باقاعده د تنظيم سازۍ مهم چلول او پۀ بلدياتي ټاکنو کښې د برخې اخستو اعلان کول د داد وړ دے. هم دغه شان پۀ کوهاټ کښې د مرستې پۀ توګه د ليکوال خوېندو شاملېدل هم د خوشالۍ خبره وه.

    پ . پۀ کرک کښې د ضلعي صدرلۀ خوا د تعليميافته زنانؤ لۀ خوا د بابا د کاروان پر مخ بوتلو فېصله هم تاريخي وه.

    ت . او دا خبره کۀ يو خوا مونږ لپاره د ډېرې خوشالۍ نو بلخوا انتهائي د حېرانۍ وه کله چې د تحصيل کرک نائب صدر غفار خان اعلان وکړو چې د هغۀ لور چې د نهم جماعت طالبعلمه وه، به د تحصيل د تنظيم مشري کوي. مونږ پۀ دې فېصله خوشاله وو خو بيا زمونږ ډلې د مشورې نه پس د هغۀ دغه تجويز مسترد کړو ځکه چې کۀ يو خوا د هغه ماشومې عمر کم ؤ نو بلخوا ئې سبق هم شروع ؤ. خو پلار ئې تاکيد وکړو چې هغه به ئې ملاتړ کوي او هر قسمه راهنمائي به ئې کوي نو بيا مونږ دغه پنځلس کلنه ماشومه حسينه د هغې د وژن او پوهې مطابق پۀ متفقه توګه د تحصيل جائنټ سېکتره وټاکله.

    ټ . هم دې پروګرام کښې د جے يو ائي يوې ملګرې پۀ اے اېن پي کښې شموليت وکړو او هم دغه شان د پي ټي ائي نه د ګل صاحب خان کزن حسينه هم پۀ اے اېن پي کښې شامله شوه.

    ث . پۀ لکي مروت کښې هم زمونږ هرکلے د ليدو ؤ . داسې د خوشالۍ ماحول ؤ تا به وئيل چې اختر دے. پۀ هرکلي کښې د پنځو سوو ګاډو قافله وه چې پۀ کښې موټرسائيکلې، موټرې، جيپونه او نور لوے واړۀ ګاډي شامل وو. بيا دغلته د خدائي خدمتګار کورنۍ يو غړي مجيد خان ته پۀ جرګه ورتلل او د هغوي جرګه منل کومه چې د اېمل ولي خان د پاليسۍ يوه برخه ده چې خپل ناراضه او خفه ملګري به پخلا کوو، ډېره پۀ زړۀ پورې وه. دغه شان د زنانؤ يو لوے کنونشن هم زمونږ يادګاري ؤ.

    ج . ډي ائي خان کښې د متحرک عهدېدارانو، زنانؤ او د ميډيا ملګرو اجتماع هم د ياد وړ ده.

    چ . ټانک کښې د زنانؤ وړتيا او لياقت انتهائي د داد وړ دے .

    څ . هم دغه شان پۀ شمالي وزيرستان کښې د زنانؤ تنظيم لۀ خوا زمونږ هرکلے، د هغوي مينه او ګړندېتوب مونږ لپاره د افتخار مقام دے.

    ح . پۀ هره ضلع کښې د ضلع صدر او ټوله کابينه به هر وخت مونږ سره موجوده وه.

    خ . هره ضلع کښې يو مهم پرېس کانفرنس شوے دے.

    د. زمونږ د واپسۍ نه وروستو د هرې ضلع پۀ صحافتي، سياسي او سماجي حلقو کښې دا بحث شروع شوے چې د عوامي نېشنل ګوند زنانه غړو د دې دورې سره تاريخ رقم کړے دے.

    دلته يو وارې بيا دا وئيل ضروري ګڼم چې دا تاريخي اقدام د صوبائي صدر اېمل ولي خان د هداياتو پۀ رڼا کښې او د صوبائي نائب صدرې پۀ وخت فېصلو او مضبوط رابطه کارۍ لۀ وجې ممکن او عملي شو. زمونږ کوشش دا دے چې د خپلو زنانؤ د سباؤن روښانه کولو او هر کور ته د لوے بابا غږ رسولو لپاره خپل دغه زيار، کار، هڅې او هلې ځلې جاري ساتو.

  • تاريخي دروغ – حيات خان يوسفزے

    تاريخي دروغ – حيات خان يوسفزے

    د جوېلز سټيورټ کتاب “دي سېوېج بارډر” پۀ کال ۲۰۰۷ء کښې مخې ته راغلے دے .

    پۀ دې کتاب کښې هغۀ د پښتون تاريخ پۀ ډېر مسخ شوي ډول وړاندې کړے دے. د کتاب د وړومبي متن نه د هغۀ تعصّب او کرکه پۀ ډاګه ځلېږي. دا سړے پۀ دې کتاب کښې د پښتنو ټول قومي او تاريخي غورځنګونه د مذهبي لېونتوب او جنونيت پۀ کهاته کښې اچوي. هغه دا تور هم لګوي چې پښتانۀ تاريخي وحشيان، اؤ پۀ نړۍ کښې د ټولو نه غېر مهذب نسل پاتې دے. او ورسره ورسره دا هم وائي چې د پېسو لپاره دوي هر څۀ کولو ته مدام چمتو وي. هغه دا غېر اخلاقي تور هم لګوي چې پښتنه مور اکثر دا دعا کوي چې خدايه زما زوے يو کامياب شُوکمار او ډاکو جوړ کړې.

    پۀ دې غېرتي قام پسې دغه رنګه ټوقې کول اؤ د خپل زړۀ بړاس ويستل پۀ اصل کښې دانشورانه جنونيت او وحشي توب دے. د يو اصل څېړنکار اؤ محقق لپاره دغه رنګه ټوقې اؤ خپل ذاتي دريځ وړاندې کول هېڅکله هم د يوې سائينسي څېړنې پۀ چوکاټ کښې نۀ راځي. اِنډرسن پۀ خپل ارټيکل کښې پۀ ۱۹۹۲ء کښې وئيلي وو چې پۀ پښتنو چې څومره مواد مستشرقينو ليکلي دي هغه صحيح څېړنکاران اؤ محققين نۀ وو بلکې زياتره د برطانوي سامراج تنخواه دار منتظمين او نوکران وو او دا ټول تاريخي مواد د هغوي ‌خپل ذاتي احساسات وو.

    هم پۀ دې ډول دې اوسني ليکوال د خپلو مشرانو پۀ پَل قدم ايښے دے او د مستشرقي چوکاټ دننه ئې د خپلو خيالاتو اظهار کړے دے او ټولو سامراجي ګامونو ته ئې د سپين پوستو پۀ چشمو کښې کتلي دي. د سامراجيت د دورې نه پس پۀ دې ازاده اولسواکه ټولنه کښې دغه رنګه خيالات لکه اقا، غلام، او د درېمې درجې انسانان بېخي خوند نۀ کوي. نن سبا د بشرپوهنې (انتهراپالوجي) اؤ ټولنپوهنې (سوشیالوجي) علم د کلتوري يوشانوالي (کلچرل ريلېټوېزم) پۀ کلکه تائيد کوي او وائي چې کۀ چرته يو کس د بل کلتور پۀ صحيح ډول پېژندل غواړي نو هغۀ له پکار دي چې د هغه کلتور بشپړه مطالعه وکړي او د يو کلتوري قدر پۀ شا پټې معنې وپېژني. د ريلېټوېزم بنيادي دليل دا دے چې يو کس د خپل کلتور پۀ ډهانچه کښې دننه د بل کلتور پۀ اړه منفي رايې نۀ شي ورکولې ځکه چې د هغۀ دا ‌ذاتي رايې د خپل کلتور نمائندګي کوي نه چې د بل د کلتور.

    مسټر سټيورټ پۀ اصل کښې د بشپړې څېړنې او تحقیق اُصول د پښو لاندې کړي دي اؤ د ډېرو غټو مبالغو نه ئې کار اخستے دے. دا اوسنے چې کوم د ترهه ګرۍ غوبل د پښتنو پۀ خاوره جوړ دے هغه دا هم د پښتني کلتور سره خلط ملط کوي. هغه دا هم وائي چې د اوسني اېف. سي. ار کوم چې د استعماري پېرنګي انسانیت دُښمن قانون دے، د پښتونولۍ سره تجزّیه کوي اؤ وائي چې اېف. سي. ار مونږ ځکه رامېنځ ته کړو چې پښتونولۍ خلقو ته امن نۀ شو يقيني کولے او نۀ ئې ټولنيز سياسي نظام چلَولے شو اؤ د دې وحشيانود پاره دا يو زبردست نظام ؤ او اوس هم دے.

    دا هم يو حقیقت دے چې د اېف. سي. ار نه پرته پښتونولۍ د پېړيو راهسې پۀ دې خاوره زوړ قبائيلي نظام برقراره ساتلے دے اؤ پښتنو ته ئې يوه ځانګړتیا بخښلې ده. د اېف. سي. ار د پښتونولۍ سره تشبيح ورکول يوه ډېره لويه فکري مغالطه ده. پۀ اصل کښې خو د قبائيلي پښتنو پۀ وروسته پاتې راتلو کښې د اېف. سي. ار غوندې تور قانون ډېره لويه ونډه لرلې ده. اؤ دا تور قانون پۀ بشپړه توګه د نن وخت د قبائيلي پښتنو د سردردۍ غټه وجه ده.

    ددې کتاب پۀ شپږم باب (دي رېډ شرټس ار کمېنګ) کښې دا ښاغلے وائي چې باچا خان پۀ اصل کښې د پېرنګي مهذب حکومت خلاف د جِهاد اعلان وکړو اؤ د پېرنګي خلاف ئې د متشّدد تقریرونو پېل د پښتونخواه پۀ ګوټ ګوټ کښې شروع کړو. اؤ دا هم باچا خان ؤ چې پۀ ګڼ تعداد خلق ئې د پېرنګي پۀ خلاف بغاوت ته تيار کړل. دا يو ډېر ښکاره حقیقت دے چې خدائي خدمتګار تحريک د عدمِ تشّدد پۀ اُصولو ولاړ او د پښتون د اصلاح تحريک ؤ. د دې برعکس پۀ حقیقت کښې تشّدد خوښي اؤ وحشيان هم دغه پېرنګيان وو چې دا معصومان او پۀ وطن مئين خلق ئې پۀ ډېره بې دردۍ سره د سزا حقدار وګرځول اؤ د انسانيت ټول اقدار ئې د پښو لاندې کړل.

    دې ليکوال يوه بله تاريخي غلطي دا کړې ده لکه چې وائي چې غفار خان المعروف باچا خان خپل سياسي کردار مخ پۀ وړاندې بوتلو اؤ د پاکستان د جوړېدو سره سم ئې پۀ ۱۹۴۸ء کښې ځان د عوامي نېشنل پارټۍ صدر وټاکلو، کومه چې د زوړ خدائي خدمتګار تحريک نه راوتې يوه پارټي وه. د دې ليکوال دا دعوي بالکل د حقیقت برعکس ده ځکه چې عوامي نېشنل پارټي پۀ جولائي ۱۹۸۶ کښې جوړه شوې ده.

    د دې سره سره داسې نورې هم ډېرې غلط فهمۍ پۀ دې کتاب کښې موجودې دي چې پۀ ښکاره توګه د دې ليکوال د نا اهلۍ اؤ ناپوهتيا نخښې دي. هغه د فقير ايپي د ازادۍ غورځنګ هم پۀ خپله ناپوهتيا پليتوي اؤ وائي چې د اوسني اُسامه بن لادن نړيوال اسلامي تحريک القاعده اؤ د فقير ايپي د ازادۍ غورځنګ يوشان دي، څنګه چې القاعده له نور خلق چندې او فنډونه ورکوي هم دغه رنګه افغانستان او زوړ روس به فقير ايپي له چندې اؤ فنډونه ورکول چې د پاکستان پۀ خلاف کار وکړي.

    پۀ اصل کښې دا ټول تاريخي دروغ دي. دا چندې اؤ مالي کومکونه نۀ افغانستان ورکول او نۀ روس او نۀ دا د پاکستان پۀ خلاف وو. پۀ اصل کښې دا کومکونه جرمنيانو اؤ اټالوي حکومتونو د فقير ايپي سره کول اؤ غټ مقصد ئې دا ؤ چې برطانوي عسکر دلته پۀ جنګ کښې مشغول پاتې کړے شي چې هغوي خپلې تازه لښکرې د دوېم نړيوال جنګ لوے مورچل ته ونۀ لېږي. پۀ حقیقت کښې د پاکستان د جوړښت نه پس د فقیر ايپي ستر کمانډر مهر دل خان پۀ څلورم نومبر، ۱۹۵۴ء د بنو ډپټي کمشنر ته ځان حواله کړو اؤ د وزيرستان دا بغاوت ختم شو.

    دا دروغ وئيل اؤ تاريخي دلائل دروغژن کول د ډېرو مستشرقينو خاصه پاتې شوې ده خو دې سړي مسټر سټيورټ خو پرې حد تمام کړے دے. دې سړي د پښتنو ټول عظيم شخصيات د ترهه ګرو اؤ جنونيت خوښو خلقو پۀ تله کښې غورځولي دي. اؤ ټول تاريخ ئې د خپل اورينټلزم پۀ چشمو کښې اچولے دے. د دې سړي ټوله تجزّيه د پښتنې ټولني نه د ناپوهتيا اؤ يا ئې ارومرو ددې قام د بدنامۍ لپاره داسې غلط اؤ زړۀ ازاروونکي دروغژن دلائل وړاندې کړي دي. دے د باچا خان او فقیر ايپي دواړو تحريکونه د يو بل سره خلط ملط کوي او وائي چې دا دواړه تحريکونه پۀ تشّدد ولاړ وو. خو دنيا ته دا ښکاره ده چې دا دواړه تحريکونه د يو بل نه پۀ نظريه او روح کښې بېخي مختلف وو. خو دۀ ډېر پۀ بیړه ددې دواړو عظيمو شخصيتونو پۀ اړه ډېرې ناروا خبرې پۀ خپل کتاب کښې رامېنځ ته کړي.

    تر کومې پورې چې د خدائي خدمتګار تحريک تعلق دے نو هغوي خو د ټولو نه زيات امن خوښي سپايان وو اؤ ددې پېرنګيانو د لاسه ئې ډېر ناروا سلوک برداشت کړے دے. مکوليکا بېنرجي پۀ خپل کتاب (دي پټهان ان ارمډ) کښې ليکي چې باچاخان پۀ اصل کښې د اسلام اؤ پښتونولۍ ټول دُر اؤ ګوهر راغونډ کړل او د عدمِ تشّدد پۀ تار ئې وپېرل اؤ يو ښائسته پښتون امېل ئې ترې جوړ کړو. د باچا خان عدمِ تشّدد پۀ اصل کښې د اسلام اؤ پښتونولۍ اصل روح دے. د پښتني کلتور پۀ اړه مکوليکا بېنرجي وائي چې دا د صدو صدو د تجربو نه راوتې د ژوند يوه داسې ضابطه ده چې دا پۀ سرحدونو اؤ بريدونو کښې نۀ شي قېد کېدے بلکې دا د انسانيت عالمګير اصول دي.

    د باچا خان تحريک هېڅکله هم د تشّدد اؤ نفرت سبق نۀ دے ورکړے بلکې هميشه ئې محبت، امن، ورورولۍ، ترقۍ، علم اؤ پرمختګ له وده ورکړې ده او د علم نه د محرومو خلقو لپاره ئې د سکولونو اؤ ښوونځو پرانسته کړې ده. د باچا خان عقیده پۀ امن وه اؤ دا هېڅوک هم دروغ نۀ شي ثابتولې.

    مسټر سټيورټ صرف خپل پېرنګي مشران خوشحاله کړي دي اؤ دا کتاب ئې پۀ خپل ډرائينګ روم کښې ليکلے دے ځکه چې دا کتاب پۀ هېڅ ډول هم د تحقيق پۀ اصولو پوره نۀ دے .

    بيا محشر شو بيا شمر ويشتلي راغلل

    شهيدان لکه لاله داغلي راغلل

    زړۀ مې يو بدرنګ هم نۀ شي ځايولے

    پکښې ځائے شول کۀ د ښکلو کلي راغلل

    د تور کاڼي سپينې اوښکې ئې په تن وې

    انځورونه په رڼا وينځلي راغلل

    په درشل دې بلوي ډيوې د وينو

    په خنجر په کټارو جوبلي راغلل

    صدقه دې کۀ د شنو بنګړيو لېچې

    ستا د مينې په زنځير تړلي راغلل

    ستا لېمۀ هم دمه ځائے د کاروان بويه

    دلته ډېر له خپله ځانه تللي راغلل

    پير محمد کاروان

  • پۀ پښتنه ټولنه کښې د زنانؤ ونډه او مسئلې – سيده ايمان حسېن

    پۀ پښتنه ټولنه کښې د زنانؤ ونډه او مسئلې – سيده ايمان حسېن

    هسې خو پۀ پښتنه ټولنه کښې د زنانؤ مسئلې د سوونو نه هم ډېرې زياتې دي بلکې زرګونه هم کېدے شي. ننني دور کښې يو شمېر ځايونو کښې د تعليم او روزګار پۀ مېدان کښې څۀ نا څۀ سهولتونه پېدا شوي دي خو پۀ ځينې علاقو کښې د زنانؤ مسئلې ډېرې شدت سره محسوسېږي. نن هم ځينې داسې ځايونه شته چرته چې زنانؤ ته د ژوند هېڅ حق نۀ ورکولے کېږي. زۀ غواړم چې د زنانؤ پۀ مسئلو وخت پۀ وخت د خپلو خيالونو اظهار وکړم او يو پۀ يو د هغوي مشکلات واضح کړم او د صوبې بااثره خلقو پام دې طرف ته را وګرځوم . دې سره سره خپل غږ هغه خلکو ته هم ورسوم څوک چې پۀ صوبائي اسمبلۍ کښې د خلقود حقونو د پاره قانون سازي کوي او د صوبائي اسمبلۍ دننه چې کومې زنانه ممبرانې دي د هغوي توجو هم دې پله را ګرځول ضروري ګڼم.

    مسئلې ډېرې دي خو زۀ اول پۀ فنون لطيفه کښې د زنانؤ د برخې جاج اخستل غواړم. لکه پۀ کورونو کښې زنانه ښۀ مهارتونه او هنرونه لري او پۀ دې لاره کښې ډېر پۀ زړۀ پورې کردار ادا کولے شي. دغه شان کۀ وکتل شي نو د پښتنو پۀ ټولنه کښې د سندرو او ټپو پۀ مېدان کښې هم زنانؤ بلها کار کړے دے. کۀ د پښتو فولکلور نه څوک ټپې او سندرې وباسي نو پۀ حقيقت کښې به پۀ پښتو فولکلور کښې هېڅ هم پاتې نۀ شي. ټپه او سندره انسان ته نۀ يوازې فکري ښکلا وربخښي بلکې پۀ ټپه او سندره کښې د ژوند خواږۀ تراخۀ هم خوندي شوي دي. لکه داسې :

    دوباره مې شې سپېرۀ کاله

    بنګړي پۀ لاس جينکۍ وږي ټولوينه

    وږي را ټولول يو خوا کۀ زمونږ د غريبۍ ترجماني کوي نو ورسره د زرعي کلتور غمازي هم کوي . کومې زنانه چې کور کلي نه بهر وادۀ شوې وي او د خپلو خپلوانو يا سوېلو پۀ وادۀ، ښادۍ کښې ګډون کوي نو د خپل کور کلي سندرې هلته وائي او د هغۀ ځاے سندرې بيا د ځان سره راوړي او هغه شريکې ټپې او سندرې بيا زمونږه د ژبې او د دې فولکور يوه خزانه جوړه شي. دا ټپې او سندرې چې چا جوړې کړې وې د هغوي هېڅ چاته پته نۀ ده لګېدلې ځکه چې پۀ دې ټپو، سندرو کښې به د هغه زنانؤ نومونه نۀ وو. خو د دې ښځو تخليق کړې سندرې پۀ خلقو باندې ښۀ لګي او زرګونه کاله پس هم ژوندۍ دي. لکه دا سندره ..

    اوبۀ دې وړينه

    پاڅه لاليه مازيګر دے! اوبۀ دې وړينه

    دا نۀ يوازې ښځو جوړه کړې سندره ده بلکې د دې طرز هم د ښځو ايجاد دے. د هغوي يو کمال ؤ چې سندره ئې تخليق کړې ده. او بل کمال ئې دا دے چې هغې له ئې يو طرز هم جوړ کړے. او چې هر قسم طرز ئې دے پۀ يو تمبل سره وئيلے کېږي. بيا دا بله سندره ده چې :

    زۀ د خيالي مومنده يمه؟

    ما واړوئ وطن ته ځمه! يار مې نادان دے

    ددې سندرو جوړښت چې څنګه د نورو نه بدل شان دے دغسې ئې طرز هم بدل دے . دغه سندرې او ټپې نۀ هغوي صرف د خوند د پاره وئيلې دي بلکې دې ټپو او سندرو کښې هغوي د خپل زړۀ خبره هم پۀ ډېر ښۀ انداز کښې کړې ده او کۀ چرته رشته ئې د خوښې خلاف وشي او ژوند ئې د خفګانونو وي بيا داسې وئيل کېږي :

    مخکښې به ځم وروستو به ګورم

    خېرې به نۀ کړم پلاره تا ورکړې يمه

    او دغسې پښتنې زنانه د زړۀ درد د ټپې پۀ انداز کښې وباسي. پښتنې زنانه د غېرت پۀ مېدان کښې هم د چا نه کمې نۀ دي. هغوي د خپلو شاه زلمو سره څنګ پۀ څنګ ودرېږي؟ لکه چې وائي:

    کـــۀ پۀ مېـوند کښې شهيد نۀ شوې

    ګرانه لاليه بې ننګۍ لۀ دې ساتينه

    يا داسې چې

    کۀ د ځوانانو پوره نۀ شوه

    ګرانه وطنه جينکۍ به دې ګټينه

    دغسې کۀ مونږ خيال وکړو نو زمونږ زنانه پۀ هر مېدان ولاړې وي خو افسوس چې هغوي ته موقع نۀ ده ورکړې شوې نو دغه شان زمونږ ډېرې اولسي معياري سندرې پټې پاتې شوي دي. کۀ چرته هغه سندرې اوس هم مخې لۀ راشي او وکتل شي نو پۀ هغې کښې د تېر ژوند تصوير او د امن غږ وي. د پښتنو پۀ ټولنه کښې زنانؤ ته د ادب پۀ مېدان کښې د مسئلو د وجې ډېرې د امن سندرې پټې پاتې شوي. کۀ چرته زمونږ زنانؤ ته موقعه ورکړې شي نو د ټولنې نه به ډېر د ننګ، غېرت، امن، مينې او خلوص غږونه پورته شي. خو زنانؤ ته نن هم مسئلې دي، اوس هم لاره هواره نۀ ده او دوي ته لا ډېر مزل پاتې دے.

  • سالار انځرګل بابا د چارسدې – سعيد شاهي

    سالار انځرګل بابا د چارسدې – سعيد شاهي

    ليک: عنايت الله حکيم

    ژباړه: سعيد شاهي

    پۀ خدائي خدمتګار تحريک او پۀ دې کښې شامل خدائي خدمتګارانو باندې ډېر ليکل شوي دي او ډېر څۀ ليکل پرې روان دي خو بيا هم ډېر خدائي خدمتګار داسې دي چې هغوي باندې څۀ ليکل نۀ دي شوي يا ډېر کم ليکل پرې شوي دي. او د دې تحريک ډېر اړخونه او خبرې داسې دي چې نړۍ ته لا ښکاره شوي نۀ دي او پۀ هغې باندې د کار کولو ضرورت دے. بايد چې کار پرې وشي. زما ذاتي طور باندې دا کوشش دے چې کم ازکم د چارسدې او هشنغر پۀ هغه خدائي خدمتګارانو باندې کار وکړم کومو باندې چې تراوسه کار نۀ دے شوے يا ډېر کم کوز پرې زما پۀ نظر کښې شوے دے. پۀ دې سلسله کښې د خدائي خدمتګار سالار انځر ګل بابا نوم هم شامل دے.

    سالارانځر ګل بابا پۀ کال 1880ز کښې صوابۍ سره نزدې پۀ بټ سپرۍ کلي کښې د مرزا بېګ بابا پۀ کور کښې زېږيدلے ؤ. دے د نواب هاشم علي نمسے ؤ. نواب هاشم علي خان د سپرۍ نواب ؤ او د مرزا بېګ نه علاوه د هغۀ څلور يا پينځۀ زامن نور هم وو. د دوي د جائيداد پۀ شخړه باندې خپلو خپلوانو سره څۀ دښمني جوړه شوې وه د هغې پۀ وجه هغوي خپل کلے پرېښودو او صوابۍ ته ئې هجرت وکړو او چې کله ئې بچي زلمي شول نو هلته ئې رشتې وکړې.

    سالار انځر ګل بابا څۀ موده پس د صوابۍ نه هم هجرت وکړو او د چارسدې سيمې ته راغلو. دلته کښې ئې د درانيانو پۀ کورنۍ کښې وادۀ وکړو او دلته کښې ئې د ګاډو روزګار شروع کړو. د دې نه علاوه هغوي د کبابو دوکان هم د چارسدې غازي ګل بابا جومات سره نزدې شروع کړو. او پۀ ډېر لږ وخت کښې د دوي دې کاروبار ډېره وده وکړه. او تر ډېر لرې لرې پورې د دوي د کبابو د خوند خبرې مشهورې شوې. چونکې د دوي دوکان سره نزدې د ګوړې منډۍ وه او د چارسدې د لرو لرو کلو نه به خلق دلته د ګوړې د خرڅولو يا اخستو د پاره تلل راتلل. د چارسدې نه علاوه د پښتونخوا لرو سيمو لکه دير، سوات، شانګله، مانسهره، ايبټ اباد، بنو، کوهاټ، ټل، پاړه چنار، مومند، باجوړ، وزيرستان، کابل، جلال اباد غرض د پښتنو د ټولو ځايونو نه به خلق راتلل. او کله چې به خلق د ګوړې خرڅول او اخستلو نه فارغ شول نو د ډوډۍ د پاره به د سالارانځر ګل بابا دوکان ته راتلل. د خوراک نه علاوه به هغوي کباب خپلو کورونو او دوستانو ته هم وړل. نو د دې وجې د سالار صاحب کاروبار ډېر مشهور شولو او پۀ ډېره لږه موده کښې ډېره وده وکړه.

    چونکې پۀ هغه موده کښې د پېرنګيانو خلاف د ټول هندوستان خلق منظم شوي وو او پۀ دې خبره باندې ډېر ښۀ پوهه شوي وو چې پېرنګيان د شپږ زره ميله لري وطن نه راغلي دي او دلته ئې پۀ مونږ باندې د ظلم او جبر مېدان ګرم کړے دے او پۀ ناجائزه طريقه پۀ مونږ باندې حکمراني کوي. د دې پۀ نتيجه کښې ټول اولس او پۀ خصوصي توګه غريبانانو ته ډېر تکليف ورسېدو. نو د هندوستان ټول اولس د کانګرس د جنډې لاندې يوځاے شول او د پېرنګيانو خلاف ئې خپل جدوجهد شروع کړو. د هندوستان اولس پۀ شان پۀ پښتنو هم ډېر ظلم او زياتے روان ؤ . چونکې هغه وخت د روس خلاف پېرنګي ډېره وېره کوله نو هغوي د پښتنو ټوله سيمه د روس خلاف د سنګر پۀ طور استعمالوله. هم د دغې وجې د دې ځاے اولس ته هم ډېر زور ورسېدو. ظلم او جبر پرې کېدو. د دې ظلم خلاف عملي کار ته ضرورت ؤ نو الله مهرباني وکړه او د هشنغر پۀ سيمه کښې خان عبدالغفار خان وزېږېدلو. عبدالغفار خان چې پۀ باچاخان باندې مشهور ؤ چې کله د خپل قام حالت ته وکتل چې دوي خو د جهالت پۀ تيارو کښې پراتۀ دي او فضول رسم رواجونو کښې بوخت دي. پۀ وړه وړه خبره يوبل سره دښمنۍ او تربګنۍ پالي نو د نړۍ نور قامونه د ترقۍ او څوکالۍ پۀ لور روان دي او خپل چاپېرچل ئې بدل کړے دے. د هغۀ پۀ زړۀ کښې دا خواهش پېدا شو چې خپل پښتون قام دې هم د دې نورو قامونو پۀ شان ترقي وکړي او د جهالت د تيارو نه رابهر شي. د هغې د پاره د ديني تعليم سره سره دنياوي تعليم هم ضروري ؤ. باچاخان د اسلاميه پۀ نوم مدرسه جوړه کړه او يو تنظيم چې نوم ئې “انجمن اصلاح الافاغنه” ؤ. دا يو سماجي تنظيم ؤ. دې تنظيم د پښتنو پۀ سيمه کښې ځاے پۀ ځاے اسلاميه مدرسې جوړې کړې او ډېر پۀ کاميابۍ سره ئې وچلولې. پۀ ډېره لږه موده کښې د دې مدرسو دومره اثر پرېوتو چې د (Literacy Rate) ډېر سېوا شو.

    د انجمن اصلاح الافاغنه د کاميابۍ نه پس باچاخان خدائي خدمتګار تحريک هم جوړ کړو کوم چې به پۀ ساسي توګه د پښتون قام د حقونو د پاره هلې ځلې کوي. او دغه شان دا سياسي تحريک شروع شو. د دې نه علاوه باچاخان يوه مجله د “پښتون”پۀ نامه شروع کړه. ولې پۀ قام کښې هغه سياسي شعور او پوهه نۀ وه د کومې ضرورت چې يو سياسي تحريک د پاره پکار وي. نو پۀ دغه سلسله کښې پۀ سردرياب کښې د مرکز جوړولو کوشش شروع کړے شو د کومې د پاره چې پۀ دې تحريک مئينو مشرانو زمکه ورکړه. او مرکز جوړولو باندې کار شروع شو. د سردرياب مرکزعاليه کښې باچاخان خدائي خدمتګار کښې د شامل شوو تربيت پۀ عملي توګه کولو. د دې مرکز ناظم اعلٰي سرفراز خان ټاکلے شوے ؤ او پۀ وړومبۍ ډله کښې اويا کسانو باچاخان سره د مرستې او پۀ تحريک کښې څنګ پۀ څنګ د چلېدو لوظ کړے ؤ. پۀ دې اويا کسانو کښې ناظم سرفراز خان، اسرارخان، احمد کاکا، فصيح باچا، سالار انځرګل بابا او نور ګڼ شمېر خدائي خدمتګاران شامل وو.

    پۀ دې 70 کسانو کښې ډېر خانان، سيدان، غريبانان او صاحب حېثيت خلق هم وو. باچاخان د دوي عملي تربيت پۀ داسې طريقه وکړو چې د دوي نه ئې پۀ دولت او حېثيت باندې ناز کول وغېره ختم کړل. او پۀ دوي کښې ئې د ورورولۍ او د يو بل سره د قام د خدمت جذبه رابرڅېره کړه کومې چې د تحريک پۀ کاميابۍ کښې ډېر لوے کردار ادا کړو. او دغه خدائي خدمتګار چې کله بيا د مرکز نه بهر شو او معاشرې ته راغلل نو د قام ځوانانو له ئې دا پېغام ورکړو چې د قام خدمت د عدم تشدد پۀ لاره مونږ خپل مرام او مقصد ته رسېدلے شو. بې شکه چې پۀ دې لاره کښې ډېرې ستونزې دي. باچاخان د خپلو ملګرو خدائي خدمتګارو نه دغه غرور او تکبر وويستلو او دوي ئې د يو بل وروڼه او خدمتګاران جوړ کړل.

    څنګه چې مخکښې ذکر وشو پۀ دغه کسانو کښې سالار انځرر ګل بابا هم شامل ؤ. دوي چې کله د مرکز عاليه سردرياب د سانچې نه را بهر شو نو دوي دومره کره شوي وو چې د خپل خپلوانو نه علاوه ئې پۀ دغه پېغام چاپېرچل هم خبر کړو. او هغوي ئې هم پۀ دې کاروان کښې د ځان سره څنګ پۀ څنګ را روان کړل او د خپل مرام او مقصد نه ئې خبر کړل.

    سالاربابا بيا چې کوم ځاے کښې هم د کاروان غونډه شوې ده نو ځان ئې ورته حاضر کړے دے او پۀ دغه غونډه کښې چې څۀ فېصله هم شوې ده نو پوره پوره عمل ئې پرې کړے دے. هغوي د خپل کاروبار او ګټې پۀ باره کښې اعلان کړے ؤ چې نيمه نفع زما او نيمه نفع زمونږ د تحريک ده. او تر مرګه پورې پۀ دې خپل لوظ باندې کلک ولاړ ؤ . يوه واقعه ذکر کوم. وائي چې پۀ يوه غونډه کښې د باچاخان نه چا تپوس وکړو چې کۀ چرې تاسو پېرنګے وشړلو نو بيا به د دې قام مشري چا ته حواله کوئ . بابا ځواب ورکړو چې زما او زما د قام مشري به سالار انځرګل کوي.

    پۀ 1948ز کښې چې کله د دې صوبې د اولس منتخب شوے حکومت پۀ ناجائزه طريقه د جناح صېب پۀ صلاح او قيوم پۀ مشوره ختم کړے شو نو پۀ خدائي خدمتګارانو د ظلمونو انتها وشوه او د تحريک مشران پۀ جېلونو کښې بنديوان کړے شو او مختلف الزامات پرې ولګېدل. نو سالار انځر ګل بابا هم ګرفتار شو او پۀ زندان کښې قېد کړے شو، د دوي کور تالا کړے شو او کارو بار ئې ورله بند کړو. چې د قيوم او د هغوي ملګرو تسلي ونۀ شوه نو پۀ 1949ز کښې ئې د سالاربابا کور نيلام کړو کوم چې وروستو د دوي يو خپل واخستو او سالار بابا ته ئې واپس ډالۍ کړو.

    د دې نه پس چې کله سالار بابا واپس د زندان نه راغلو نو خپل دوکان ئې بيا شروع کړو او تحريک کښې ئې نور هم پۀ جوش او جذبې سره خپلې هلې ځلې شروع کړې. حالانکې پۀ زندان کښې پۀ دوي باندې ډېر ظلمونه شوي وو. او پۀ دوي دا زور هم شوے ؤ چې دوي دې د تحريک نه استعفٰي ورکړي او د باچاخان نه ځان يو طرف ته کړي او معافي دې وغواړي. خو سالار بابا ددې هر څۀ نه انکار وکړو او ورته ئې ووئيل چې زۀ مړ کېدے شم خو د تحريک نه استعفٰي نۀ ورکوم او نۀ معافي غواړم. ستاسو لاس دې خلاص وي چې څۀ راسره کولې شئ وکړئ.

    دايوب خان پۀ وخت کښې چې کله فاطمه جناح سره پۀ صدارتي انتخاباتو کښې مقابله وه نو خدائي خدمتګارو او باچاخان د ايوب خان ډکټېټر خلاف د محترمه فاطمه جناح د مرستې اعلان کړے ؤ. سالار بابا هم د دغه الېکشن پۀ هلوځلو کښې ډېره پۀ جوش او جذبې سره برخه اخستې وه او خپل خپلوانو پسې کوڅه پۀ کوڅه ګرځېدلے ؤ او خلق ئې پۀ دې خبره د پوهولو کوشش کړے ؤ چې د ډکټېټر خلاف دې د محترمه فاطمه جناح مرسته وکړي.

    کله چې بيا ون يونټ جوړ شو او باچاخان د ون يونټ خلاف جدوجهد اعلان وکړو نو پۀ دغه وخت سالاربابا هم ورسره اوږه پۀ اوږه او کوڅه پۀ کوڅه ګرځېدلے ؤ. ګرفتاري ئې هم شوې وه او باچاخان سره پۀ جېل کښې يو ځاے بنديوان کړے شوے ؤ.

    سالار انځرګل بابا د نورو خدائي خدمتګارانو پۀ شان ډېرتکليفونه برداشت کړي وو او خپل مال، کاروبار، بچي، وخت، ځواني غرض هر څه ئې د خپلو بچو او قوم د روڼ سباؤن د پاره قرباني کړي وو. د خدائي خدمتګار تحريک ډېر نومونه داسې دي چې اوس هم د نړۍ د سترګو نه پناه دي. زۀ دا هيله لرم چې بايد پۀ دوي باندې دې پۀ باقاعده توګه کار وشي او زۀ دې خپلو طالب علمانو ته خواست کوم چې دوي دې پۀ دې څېړنه وکړي او د دې ټولو خدائي خدمتګارانو دا خدمات دې را برڅېره شي چې زمونږ دې نوي نسل ته دا پۀ ډاګه شي چې زمونږ مشرانو زمونږ د پاره څومره قربانۍ ورکړي دي.

    سالار انځرګل بابا پۀ 1977کښې د دې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې او د چارسدې هائي سکول سره نزدې د سړک پۀ غاړه خاوروته وسپارلے شو.

    باچاخان بابا دا وصيت کړے ؤ چې د مرګ نه پس چې زۀ کوم ځاے خاورو ته وسپارلے شوم نو هلته کښې به سالار انځرګل بابا هم خاورو ته سپارئ خو سالاربابا د باچاخان نه مخکښې وفات شو او بيا هغه موقع چې دلته DPR نافذ ؤ او باچاخان پۀ جلال اباد کښې د جلاوطنۍ ژوند تېرولو. کله چې باچاخان پۀ 20 جنوري 1988ز کښې د دې دنيا نه سترګې پټې کړې نو د وصيت مطابق باچاخان پۀ شيشم باغ جلال اباد کښې خاوروته وسپارل شو. خو تر ډېره وخته پورې د حالاتو د وجې نه دا ممکن نۀ شول چې سالار بابا دې هم هلته يوړل شي او اخر خپلو وارثانو دے هم دلته پۀ چارسده کښې وسپارلو خو سالار بابا د خپل وصيت مطابق پۀ سور کفن کښې ضرور دفن کړے شوے ؤ.

    د دوي پۀ پسماندګانو کښې درې زامن او يوه لور پاتې شول. د دوي دغه لور چې نوم ئې طاهره بي بي ؤ هم پۀ دې تحريک ډېره مئينه وه او ځاے پۀ ځاے چې به د تحريک غونډه کېدله نو دې به پکښې نظمونه اورول او د الېکشن پۀ موقع به ئې د خپل کلي پولنګ اېجنټي هم کوله. د هغې خدمات به چرته پۀ يو بل مضمون کښې پۀ تفصيل سره بيان کړو.

    د دې نه علاوه د سالاربابا مشر زوے عزيز چې پۀ چيئرمېن عزيز باندې مشهور ؤ هغه د بلديه چارسدې 1979ز نه تر 1989 پورې چيئرمېن پاتې شوے ؤ. دوي هم د خپل پلار پۀ شان پۀ دې خدائي خدمتګار تحريک باندې ډېر مئين وو. او پۀ خپل وخت ئې د تحريک د پاره ډېرې هلې ځلې کړې وې. اوس وفات شوے دے پۀ دوي به هم ځان له يومضمون ليکلو کوشش کوم.

    د سالار انځرګل بابا خاندان اوس هم د عوامي نېشنل پارټۍ سره کوم چې د خدائي خدمتګارتحريک تسلسل دے کلک پۀ خپل ځاے ولاړ دے او کله او څنګه چې د پارټۍ د پاره د دوي د قربانۍ ضرورت کېږي نو دوي لاس پۀ نامه ولاړ وي. د دوي وارثانو هغه قران مجيد کوم چې سالار بابا پياده د حج کولو پۀ موقع د ځان سره راوړے ؤ او دوي پۀ کښې پۀ خپله تلاوت کړے ؤ هغه د باچاخان مرکز ته ډالۍ کړے دے کوم چې پۀ مرکز کښې ډېر پۀ احترام سره محفوظ کړے شوے دے.

     

  • راځئ چې پاکستان جوړ کړو – اېمل ولي خان

    راځئ چې پاکستان جوړ کړو – اېمل ولي خان

    د پاکستان جوړېدو ۷۳ کاله وشو او زمونږ بدقسمتي يا خوش قسمتي ده چې مونږ نن هم د دې وړاندېز سره يو چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو.” يوازې دا نه بلکې دا وړاندېز مونږ د پاکستان د جوړېدو نه واخله تر ننه کوو خو د پاکستان دننه څۀ مخصوص ذهنونه، چې پاکستان ټوټې ټوټې کول غواړي، د هغوي هڅه ده چې مونږ پۀ څۀ طريقه غداران وګرځوي . “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”، دا نعره ۷۳ کاله پس اېمل ولي خان نۀ وهي بلکې دا وړاندېز د پاکستان د جوړېدو سره سم باچاخان د پاکستان پۀ لومړۍ قانون سازه اسمبلۍ کښې ورکړے ؤ. د دې وړاندېز د منلو پۀ ځاے هغه مخصوص ذهنونو پۀ بابړه کښې بې ګناه او تش لاسي پښتانۀ شهيدان کړل. باچاخان او ولي خان ئې د شپږو کالو لپاره جېل ته ولېږل . دغه وخت پۀ دوي دا الزام ولګول شو چې باچاخان فقير ايپي سره پۀ شريکه پۀ پاکستان د حملې سازش جوړ کړے . شپږ کاله وروستو باچاخان، ولي خان او نور خدائي خدمتګار د جېلونو نه راووتل خو لا تر اوسه پاکستان پۀ باچاخان دغه الزام ثابت نۀ کړے شو.

    دغه سلسله چې تر ولي خان راورسېده نو ولي خان د بنګال د جوړېدو پۀ وخت نۀ صرف پاکستان د ماتېدو نه د بچ کولو کوشش وکړو بلکې د مخالفو ګوندونو د مشر يعنې اپوزيشن ليډر پۀ حېث ئې د پاکستان د متفقه ائين پۀ جوړولو کښې ژوندے کردار ادا کړو کوم چې د پاکستان د مضبوطولو يو شعوري کوشش ؤ.

    پۀ دغه وخت کښې يو وارې بيا هم هغه ذهنونو ولي خان جېل ته ولېږو او پۀ يو وخت باچاخان، ولي خان او اسفنديارولي خان قېد کړے شو. دا د پاکستان يا کېدې شي د دنيا د تاريخ يواځينۍ مرحله وه چې پۀ يو وخت پلار، زوے او لمسے يعنې درې نسلونه پۀ جېلونو کښې واچول شو، رياست پۀ دې عمل د خپلې کاميابۍ دعوې هم کولې.

    د دې ټولو سختيو پۀ اړه به ډېر کم خلک خبر وي چې د باچاخان نه تر اسفنديارولي خانه پۀ دوي څومره ظلمونه واچول شو خو د هغوي پۀ استقامت کښې هېڅ کمے رانغلو او د خپل اولس د حقونو د جنګ نه وروستو نۀ شو.

    پۀ ۱۹۷۱م کښې چې کله پاکستان ماتېدو نو پۀ هېڅ يو سياسي مشر کښې دا حوصله نۀ وه چې هلته لاړ شي او د هغه ځاے د مشرانو سره خبرې وکړي خو ولي خان پۀ دغه وخت کښې هم د يو نر سياسي مشر پۀ حېث خپل کردار ادا کړو او مشرقي پاکستان ته لاړ، هلته ئې د مشرانو سره هم دا خبره وکړه چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”.

    د تاريخ زده کوونکو ته به دا معلوم وي چې پۀ دغه وخت کښې شېخ مجيب الرحمان ولي خان ته وئيل، “تاسو خو د پاکستان د جوړېدو مخالف وئ، پاکستان مونږ جوړ کړے او نن تاسو د دې ملک د بچ کولو کوشش کوئ”، د ولي خان ځواب ؤ چې “مونږ هغه وخت هم د تقسيم خلاف وو او نن هم د تقسيم خلاف ولاړ يو”. دا د پاکستان د جوړولو خبره وه خو پۀ بدل کښې پۀ ولي خان د غدارۍ او د غېرملکي اېجنټ تورونه ولګول شو او د جمهوريت د بقا پۀ جنګ کښې ولي خان جېلونو ته ولېږل شو.

    پۀ ۱۹۷۳م کښې چې کله د پاکستان ائين جوړېدو نو ولي خان د مخالفه ګوندونو مشر يعنې اپوزيشن ليډر ؤ. کۀ ولي خان نۀ غوښتل نو پاکستان کله هم موجوده ائين پۀ متفقه توګه نۀ شو جوړولے خو دغه وخت هم ولي خان د ملک د جوړولو او د مضبوطيا خبره کوله يعنې هم د دې وړاندېز سره ولاړ ؤ چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”. هم پۀ دغه ائين ولي خان خپل ځيني پښتانۀ وروڼه هم خفه کړل او ځان ته ئې د دې ملک د بچ کولو او مضبوطولو پۀ خاطر پېغورونه هم جوړ کړل خو د هغوي لوے نظر ته وګورئ چې د دې ملک د وړو قامونو د نمائنده پۀ حېث ئې د هغوي د حقونو جنګ وکړو او کاميابه هم شو.

    هم دغه تسلسل سره زمونږ موجوده مشر اسفنديارولي خان ولاړ دے . د دې ملک پارليماني تاريخ کۀ وګورئ نو تاسو ته به اندازه وشي چې کله د تېرې پېړۍ پۀ اخرۍ لسيزه کښې ترهه ګري او انتهاخوښي پۀ زياتېدو وه او د ځيني قوتونو لۀ خوا دغه اور ته پوکي وهل کېدل نو د دې ملک يواځينے سياسي مشر اسفنديارولي خان ؤ چې د پاکستان پۀ قامي اسمبلۍ کښې ئې پۀ چغو چغو وئيل چې دې اور ته پوکي مه وهئ . خو د بدقسمتۍ نه د اسفنديارولي خان دغه خبره پۀ سنجيدګۍ سره وانۀ خستل شوه او مونږ خپل ځان دغه اور ته پۀ خپله وروغورځوو. د يولسم ستمبر ۲۰۰۱م وروستو چې کله پۀ دنيا کښې نوې ډلې يا بلاکس جوړېدل نو د افغانستان پۀ اړه د پاکستان پۀ پاليسۍ کښې سمدستي د ۱۸۰ډګرۍ بدلون راوستل شو، او داسې پاکستان د امريکې اتحادي جوړ شو. دا زما ذاتي رايې ده کۀ دغه وخت جمهوري حکومت ؤ نو ممکنه ده چې پاکستان دومره نقصان نه ؤ کړے کوم نقصان چې پاکستان د ۲۰۰۱م نه تر ۲۰۰۸م وچت کړے دے . د دغه فېصلو تاوان د ۲۰۰۸م نه تر ۲۰۱۳م د عوامي نېشنل ګوند حکومت وزغملو او د دې ملک د امن پۀ خاطر مونږ د خپلو مشرانو او کارکنانو قربانۍ ورکړې، خو د ترهه ګرو پۀ وړاندې مو سر ښکته نۀ کړو.

    يوازې دا نه چې مونږ د ترهه ګرۍ پۀ ضد جنګ کولو بلکې مونږ پۀ پارليمان کښې د وړو قامونو او پۀ خصوصي توګه د پښتنو د حقونو جنګ کښې هم بوخت وو. دغه وخت د ترهه ګرۍ پۀ ضد پۀ ټول ملک کښې يوازې يوه سياسي ډله پۀ مېدان ولاړه وه او دغه عوامي نېشنل پارټي وه . هم دا د پاکستان جوړول وو او هم دغسې زمونږ درېم نسل هم دا نعره ولګوله چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”. خو پۀ بدل کښې مونږ ته څۀ راکړل شو؟ پۀ دې بحث نۀ کوو.

    د خپلو حقونو پۀ جنګ کښې اسفنديارولي خان د پاکستان د پخواني صدر اصف علي زرداري سره د دې ملک صوبو او اولس له اتلسم ائيني ترميم ورکړو او پاکستان ئې د يو فېډرېشن پۀ توګه نور مضبوط کړو. د دې بدل کښې پۀ اسفنديارولي خان دا تور ولګول شو چې هغۀ امريکې سره د پښتنو د سرونو سودا وکړه . لکه څنګه چې دغه مخصوصه ذهنونو پۀ باچاخان او ولي خان د غدارۍ الزام لا تر ننه نۀ دے ثابت کړے هم دغه رنګ د اووۀ اتۀ کاله تېرېدو وروستو پۀ اسفنديارولي خان هم دغه تور ثابت نۀ کړے شو چې هغۀ د پښتنو د سرونو سودا کړې ده.

    نن د باچاخان څلورم نسل پۀ سياست کښې دے، نن هم د باچاخان کورنۍ د هغه څو ذهنونو له امله د غدارۍ د تورونو او د فتوو مخې ته لکه د غر ولاړه ده . د باچاخان د سوچ او فکر د يو وړوکي کارکن او د دې کورنۍ د سياسي وارث پۀ حېث يو وارې بيا رياست له وړاندېز ورکوو چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو” . دا پاکستان به هغه پاکستان وي چرته چې به د عوامي رايې احترام وي، چرته چې به اولس د طاقت منبع وي . پۀ دې پاکستان کښې به ائين او پارليمان تر ټولو اول وي، دلته کښې به ميډيا او عدليه ازاده وي، دلته به هره اداره د خپل دائره اختيار لاندې د دې ملک د پرمختګ لپاره خپل کردار لوبوي، پۀ دې پاکستان کښې به د انتهاخوښو او ترهه ګرو لپاره هېڅ ځاے نه وي، دا پاکستان به ترقي يافته پاکستان وي چرته چې به ټولو قامونو ته خپل حقونه تر لاسه وي، پۀ خپلو وسائلو به ئې اختيار وي او پۀ دې پاکستان کښې به د ائيني او قانوني حقونو لپاره پۀ اواز پورته کوونکو د غدارۍ تورونه نۀ لګول کېږي . دا پاکستان به يو پرامنه پاکستان وي چرته چې به د غېررياستي عناصرو لپاره هېڅ ځاے نۀ وي . هغه پاکستان چرته چې به د جنګ پۀ ځاے پۀ تعليم، صحت او انسانيت د فلاح لپاره پېسې لګول کېږي . چرته چې به ټول قامونه لکه د وروڼو خوېندو اوسېږي . هغه پاکستان چرته چې به اولس د غربت،ناپوهتيا، جهالت، کينه، بې ځايه روايات، دنننے انتشار، سياست کښې مداخلت يعنې سياسي انجنېرنګ او د جمهوريت پۀ ضد د سازشونو نه خلاص وي . هغه پاکستان چرته چې به ټولو قامونو ته رښتيا ازادي تر لاسه وي . چرته چې به امن وي، چرته چې به مذهبي هم اهنګي وي او د يو بل د رايې او حقونو به پوره پوره احترام وي . چرته چې به د ګاونډي هېوادونو سره د برابرۍ پۀ بنياد د ورورولۍ تعلقات ساتل وي، پۀ دې پاکستان کښې به مضبوطه داخلي او خارجي پاليسي وي.

    نن پۀ دې وطن کښې د تحريک پاکستان اور تحريک ازادۍ د پاره کوششونه کوونکو ترمېنځ چې څومره فرق ساتل کېږي، دا به ختمول وي . د تحريک پاکستان د کردارونو نه د تحريک ازادۍ کردارونه ډېر مضبوط او لوے دي . کۀ چرې تحريک ازادي نۀ وې نو کېدے شي تحريک پاکستان هم نه ؤ شروع شوے . پۀ دې وطن کښې به د تحريک ازادۍ هر اتل ته د تحريک پاکستان د کردارونو نه زيات ځاے ورکول وي، نوے نسل به د تحريک ازادۍ له اتلانو خبرول وي، دا خلک او دا کردارونه به هم لکه د تحريک پاکستان د کردارونو د نصاب برخه ګرځول وي . د خپلې کورنۍ او د يو سياسي تسلسل د څلورم نسل د استازي پۀ حېث د خپلو مشرانو پۀ لار يو وارې بيا وايو چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”.

  • خدائي خدمتګار عبدالغفور استاذ د بابړې – سعيد احمد شاهي

    خدائي خدمتګار عبدالغفور استاذ د بابړې – سعيد احمد شاهي

    پۀ خدائي خدمتګار تحريک باندې تراوسه پورې ډېر څۀ ليکلي شوي دي او را روان وختونو کښې به پرې هم ډېر څۀ وليکل شي . د دې وجه دا ده چې دا تحريک د نړۍ د نورو تحريکونو نه يو ځانګړے حېثيت لري او پۀ اصل کښې چې څنګه تاسو ته معلومه ده چې کله باچاخان د دې بنياد کېښودو نو پۀ اول سر کښې دا يو تعليمي او سماجي تحريک ؤ او بيا د وخت تېرېدو سره سره ئې يو سياسي شکل اختيار کړو او پۀ ټول وطن کښې ډېر پۀ تېزۍ سره خور شو. د پښتنو ټوله سيمه ئې ځان سره يوځاے روانه کړله او د هغه وخت ظالم او جابر حکمرانان يعنې د پېرنګي خلاف يو منظم شکل ئې اختيار کړو او انګرېز ئې پۀ دې سوچ باندې مجبور کړو چې خپله وېره ورسره پېدا شوله چې دا پښتون قام خو اوس رابېدار شو او کۀ دوي هم دغه شان پۀ منظمه توګه لګيا وي نو هغه ورځ لرې نۀ ده چې مونږ به د دې وطن نه کډه پۀ سر اخلو او بېرته به خپل ملک ته واپس ځو.

    نو هغوي هم د خدائي خدمتګارو خلاف هلې ځلې د طاقت او ټوپک پۀ زور شروع کړې او پۀ ګوجرګړهۍ مردان، ټکر، قيصه خوانۍ پېښور او هتي خېل بنو کښې ئې د طاقت بې کچه استعمال وکړو او ډېر بې ګناه خلق او پۀ خصوصي توګه خدائي خدمتګاران ئې شهيدان او ژوبل کړل. ډېرې مېندې ئې بورې، ښځې کونډې او ماشومان ئې يتيمانان کړل. بل طرف ته خدائي خدمتګاران د باچاخان د عدم تشدد د لارې تش لاس د دوي سره پۀ مقابله کښې وو او دوي ته ئې دا صفا وېنا کوله چې کۀ تاسو زمونږ نه پۀ يومخ پړق وباسئ نو مونږ به دا بل مخ هم تاسو ته نيسو.

    باچاخان د دوي تربيت پۀ دې طريقه کړے ؤ چې دوي خپله ثابت قدمي پۀ هر مېدان کښې ثابته کړه خو د خپلې لارې نه يو قدم هم وروسته نۀ شول. د وطن د نورو سيمو پۀ شان پۀ چارسده کښې هم خدائي خدمتګارتحريک ډېر پۀ زور او شور کښې روان ؤ او د علاقې اکثر خلق پۀ دې تحريک کښې شامل وو او پۀ خصوصي توګه ځوانان پۀ دې تحريک کښې پۀ ډېر جوش او جذبې سره شاملېدل او تحريک ئې مخ پۀ وړاندې بوتلو.

    د کال 1912ز پۀ بابړه کښې د ګل باز بابا پۀ کور کښې څلورم ماشوم د دسمبر پۀ 12 نېټه پېدا شو. د دۀ نه مخکښې د دۀ دوه مشران وروڼه او يوه خور هم وه. د دۀ نوم عبدالغفور کېښودلے شو. چونکې دے پۀ کور کښې د ټولو نه کشر ؤ نو ډېر نيازبين ؤ. چې کله دے زلمے شو نوشبينه مدرسه بابړه کښې داخل کړے شو. د مډل يعنې اتم جماعت پورې سبق ئې پۀ شبينه مدرسه بابړه کښې ووئيلو او مولانا صمداني صېب سره ئې مکمل قران مجيد، تفسيراو حديثونو هم زده کړل. دۀ به اکثر د درس قران مجيد دوران کښې د خپل استاد تصحيح هم کوله او چې کله به استاد موجود نۀ ؤ نو ملګرو ته به ئې درس ورکولو.

    عبدالغفور چې پۀ عبدالغفوراستاد مشهور ؤ، د دۀ مشرانو به د کشتو او د لرګي نه د سامان جوړولو روزګار کولو. د دۀ دوؤ مشرانو وروڼو به د پلونو جوړولوکار کولو او اکثر به د کلي نه بهر وو. پۀ دغه ورځو کښې د دۀ پلار ګل باز بابا هم کمزورے ؤ نو عبدالغفور استاد به پۀ خپل کلي کښې کار کسب کولو. د هر څۀ نه علاوه عبدالغفور استاد د خدائي خدمتګار تحريک يو فعال غړے هم ؤ او هر ځاے کښې چې به د خدائي خدمتګارو غونډه يا جلسه کېدله دوي به ورله ځان ورسولو. فصيح باچا، احمد کاکا او عبدالاحدکاکا د دوي نزدې ملګري وو او ورسره يو ځاے جلسو له تلل. کله چې د 1930ز واقعات پۀ تسلسل سره وشول نو پېرنګيانو پۀ خدائي خدمتګارو پسې سم دا ملک پۀ مخه را واخستو او د دوي جائيدادونه، کاروبارونه، کورونه غرض هر يو څيز ئې لوټ او نيلام کړل. هم دغه شان د عبدالغفوراستاد د مشرانو کاروبار چې د پېښور باجوړۍ دروازې سره ؤ هغه هم نيلام شو او عبدالغفوراستاد بيا خپل کلي کښې مستري توب يعنې ګلکاري شروع کړه او دې سره به ئې د ترکاڼۍ کار هم کولو او خپل وخت به ئې پرې تېرولو. پۀ دې دوران کښې دۀ وادۀ هم وکړو او الله پاک ورله بچي هم ورکړل. د دۀ پينځه بچي وو چې دوه زامن او درې لوڼه وې. عبدالغفوراستاد چونکې د بابړې اوسېدونکے ؤ نو کله چې پۀ 1938ز کښې د کانګرس پارټۍ مشرګاندهي جي د دې صوبې پۀ دوره راغلے ؤ او د پېښور نه علاوه هغۀ د چارسدې دوره هم کړې وه نو پۀ چارسده اتمانزو کښې ئې هم جلسه کړې وه او بيا د شپې ئې پۀ بابړه کښې يوه لويه جلسه کړې وه. کومه جلسه ګاه چې وه هغه د عبدالغفوراستاد کور سره نزدې وه. او دے ئې يو قسم له د رواياتو مطابق کوربه هم ؤ. عبدالغفور استاد د خدائي خدمتګار ملګرو فصيح باچا، احمد کاکا، عابدباچا او نور ګڼ شمېر مقامي ملګرو سره د دې جلسې مکمل انتظامات کړي وو. دغه جلسه ډېره کاميابه وه او د هغې تعريف ګاندهي جي هم کړے ؤ چې حوالې ئې د تاريخ پۀ کتابونو کښې موجود دي.

    “درد” ډرامه چې يوه سټېج ډرامه وه او فضل الرحيم ساقي صېب ليکلې وه. هغه پۀ وړومبي ځل پۀ بابړه کښې پۀ سټېج پېش شوې وه چې پۀ کښې فصيح باچا، حريف ګل کاکا او نورو خدائي خدمتګارانو کار کړے ؤ. چونکې باچاخان بابا يو ډېر پوهه او ذهين انسان ؤ او هغوي به قام ته پۀ مختلفو طريقو لار ښودله او خپله وېنا به ئې ورسوله چې پۀ هغې کښې مشاعره، سټېج ډرامه وغېره شاملې وې. دغه “درد” ډرامه چې کله وړاندې شوه او پېرنګے ترې خبر شو نو بيا ئې پۀ ليکوالانو او کارکوونکو پسې ډېرې چاپې ولګولې او هغه ټول کسان ئې ګرفتار کړل.

    د عبدالغفوراستاد خپلوانو چونکې د لرګي کار کولو نو دوي به د لرګي سامانونه جوړول. د دغې وجې هغۀ د لرګي نه يو داسې مشين جوړ کړے ؤ چې هغې د چاپ نه به لږ وخت کښې ډېر خطونه او نور ليکل کېدے شول. هغې ته مونږ د نن سبا وخت سائيکلو سټائيل مشين وئيلے شو. دغه مشين پۀ هغه وخت کښې ډېر ښۀ کردار د هغوي پۀ تحريک کښې ادا کړے ؤ. دغه ذکر احمد کاکا د خپل کتاب “خدائي خدمتګارتحريک” پۀ وړومبي ټوک کښې کړے دے.

    د 1945ز د الېکشن پۀ نتيجه کښې پۀ دې صوبه کښې د خدائي خدمتګارانو حکومت د ډاکټر خان صېب پۀ مشرۍ کښې جوړ شو اوکله چې د هندوستان د تقسيم اعلان وشو نو دغه حکومت جناح صېب او قيوم خان پۀ ناجائزه طريقه پۀ 1948ز کښې ختم کړو او د تحريک مشران باچاخان، ډاکټر خان صېب، ارباب سکندر خان، غني خان او ولي خان سره د نورو ملګرو پۀ زندان کښې بنديان کړے شول او مختلفو جېلونو ته ئې ولېږل. د دې ظلم او ناانصافۍ خلاف کوم خدائي خدمتګاران چې بهر پاتې وو هغوي دا فېصله وکړه چې د چارسدې د بابړې پۀ مقام به ټول راغونډېږو او يو پرامن احتجاج به کوو او د قيوم خان او حکومت نه به دا غوښتنه کوو چې زمونږ ټول مشران پرېږدي ځکه چې دوي بې ګناه دي. نو دوي دا فېصله وکړه چې دوي به پۀ 12 اګست 1948ز د بابړې پۀ کلي کښې راغونډېږي. د دې غونډې مشري سالار امين جان ته وسپارلې شوه. کله چې قيوم خان د دې نه خبر شو نو هغۀ ډي سي ته حکم وکړو چې تۀ دا خلق راغونډېدو ته مۀ پرېږده او پۀ هره لار او هره طريقه چې کېږي دوي منتشر کړه. نو ډي سي بيا پټ پۀ پټه کرفيو ولګوله او فوځ ئې تعينات کړو. چونکې پۀ دغه وخت به د تګ راتګ دومره خاص انتظام نۀ ؤ او اکثر به خلقو ټول مزلونه پياده کول نو پۀ دغه وجه د صوابۍ، مردان، پېښور، تنګي او خواؤشا علاقو خلق يوه ورځ مخکښې يعني پۀ 11 اګست 1948ز بابړې ته ماښام ځانونه را ورسول. ځاے پۀ ځاے ناکه بندۍ شوې وې او ډېر خدائي خدمتګار بېرته خپلو کورونو ته واپس شول يا ګرفتار کړے شول خو بيا هم ډېر ګڼ شمېر خلق بابړې ته شپه پۀ شپه را ورسېدل.

    پۀ بابړه کښې پوليس او فوځ چاپې وهلې خو د دې ځاے اوسېدونکو دا خلق پۀ خپلو حجرو، کورونو او جوماتونو کښې مېلمانۀ کړل او د پوليس نه ئې پټ کړل او د خپل وس مطابق ئې د دوي خدمت وکړو. د بابړې کلي نه د وتو او ننوتو درې څلور لارې دي . کله چې سحر شو نو سالار صېب دوي پسې سوال جواب ولېږلو چې پۀ يوه لاره د کلي نه مۀ راځئ بلکې تقسيم شئ او پۀ دې ټولو لارو باندې دکلي نه بهر را اوځئ. او اختر جومات (جمعې جومات) ته ځان را ورسوئ. دغه وخت دا خلق د بړاميا(سيد لعل بادشاه) پۀ حجره بابړه کښې را غونډ وو او د دوي منزل د غازي ګل بابا جومات ؤ کوم ځاے چې به احتجاجي جلسه کېدله. بړاميا د فصيح باچا پلار ؤ او د سيدانو د کورنۍ نه ؤ او د علاقې او پۀ خصوصي توګه د بابړې يو عزت مندې کورنۍ سره ئې تعلق ؤ.

    دغه جلوس پۀ مختلفو لارو باندې خپل منزل ته روان شو. کله چې د جلوس ټولګے د اختر جومات (جمعې جومات) سره يو ځاے کېدو نو پوليس او فوځ چې کوم سنګرونه د جمعې جومات، د څرمنو منډۍ او خواوشا ځايونو باندې جوړ کړي وو هلته پۀ کښې ناست وو. د جلوس ډېره برخه د مُست خېلو پۀ لار باندې وه چې پۀ کښې عبدالغفوراستاد او د هغوي نور ملګري شامل وو. ټاکلي شوي ځاے ته روان وو او دوي جمعې جومات ته نزدې ورسېدل نو ناڅاپه د فوځ د يو سنګر نه پۀ دوي د ډزو باران شو. خو ولې جلوس هم هغه شان روان ؤ او يوکس هم د خپل ځاے نه واپس نۀ شو. سالار امين جان د مخکښې نه جمعې جومات ته رسېدلے ؤ او هلته کښې ئې د جلوس انتظار کولو. د جلوس وړومبۍ برخه د هغوي خوا ته رسيدلې وه او سپين ملنګ دخدائي خدمتګارانو سور بېرغ پۀ لاس کښې نيولے ؤ. هغه پۀ وړومبۍ ګولۍ ولګېدو او زمکې ته راپرېوتوکوم بېرغ چې سپين ملنګ پۀ لاسو کښې نيولے ؤ، هغه چې کله زمکې ته پرېوتو نو دغه وخت يو بل خدائي خدمتګار ور منډه کړه او هغه بېرغ ئې پرېوتو ته پرې نۀ ښودلو. او پۀ خپلو لاسونو کښې ئې وچت ونيولو. کله چې دغه خدائي خدمتګار هم شهيد شو نو بيا يو بل مخکښې شواو دغه بيرغ ئې وچت کړو. ولې يوکس هم ونۀ وېرېدو او نۀ ئې خپل ځاے پرېښودلو. پۀ دې وخت کښې د خواؤشا کورونو نه زنانه قران مجيد پۀ خپلو سرونو نيولې بهر را ووتلې اوفوځ ، پوليس او ملېشې والو ته ئې منت زاري وکړه ولې پۀ هغوي هېڅ اثر ونۀ شو او ډزې هم هغه شان روانې وې. چې پۀ کښې تقريباً 650 نه 700 پورې خدائي خدمتګاران نارينه او زنانه شهيدان او بې شمېره ژوبل شول . فوځيان راغلل او کوم ژوبل او شهيدان چې پراتۀ وو د هغوي نه ئې ګاډي ډکول او د جيندي، خيالي او سردرياب پۀ سيندونو کښې به ئې لاهو کول. د دغې وجې سالار اعظم امين جان خپلو ملګرو ته ووئيل چې ژوبل او شهيدان د دغې ځاے نه اوچت کړئ او يو محفوظ ځاے ته ئې يوسئ. پۀ دغه وخت کښې څۀ فوځيان راغلل او سالار اعظم او د هغۀ سره نور ملګري ئې ګرفتار کړل او د پېښور جېل ته ئې ورسول. کوم ملګري چې پۀ موقع پاتې شول نو هغوي د سالار اعظم صېب د حکم مطابق خپل ژوبل ملګري کورونو ته بوتلل. او مړي ئې هم خواؤشا کورونو ته زر زر دننه کړل.

    دغه وخت هسپتال والو ته هم حکم شوے ؤ چې خدائي خدمتګارو ته به هېڅ قسمه مرهم پټۍ نۀ کوئ . او د مړو د وارثانو نه به د ګولو قيمت اخلئ نو هله به ورته مړي حواله کوئ. ولې خدائي خدمتګار ډېر کمزوري وو او د قيمت د ادا کولو توان ئې نۀ لرلو نو دغه قيمت بيا باچاخان بابا د خپل ذاتي جائيداد څۀ برخه خرڅولو نه پس ادا کړو. دغه ژوبل خدائي خدمتګاران پۀ دغه خواؤ شا کورونو کښې ډېرو ورځو پورې پراتۀ وو او د بابړې خلقو د خپل وس مطابق د دوي مرهم پټۍ او نور خدمت کړے ؤ. عبدالغفوراستاذ هم خپل کور ته پينځه تنه ژوبل خدائي خدمتګاران را وستي وو. او د دوي کورنۍ د خپل وس مطابق د دوي خدمت کولو چې پۀ کښې درې کسان د صوابۍ او دوه کسان د مردان شامل وو. چونکې پۀ چارسده کښې مکمل کرفيو وه او يو تن هم د خپل کور نه بهر نۀ شو را وتلے. فوځ ، مليشې او پوليس به پۀ لارو کوڅو کښې ګشت کولو او کور پۀ کور به ئې چاپې وهلې او د خلقو د کورونو او پۀ خصوصي توګه د خدائي خدمتګارو د کورونو به ئې بې عزتۍ کولې او چې پۀ کوم کور به د خدائي خدمتګارو نخښه يعني بېرغ لګېدلے ؤ يا به ورسره سرې جامې وې هغوي به ئې وهل ټکول او زندان ته به ئې رسول. دغسې د فوځيانو يوه ډله د عبدالغفوراستاد د کور مخې ته هم تېرېدله کله چې دوي د عبدالغفور استاد پۀ کور باندې سور بېرغ وليدلو نو هغه ئې د کور نه بهر کړو او پۀ وهلو ئې پرې شروع وکړله. پۀ دغه شور شغرب د عبدالغفور استاد بوډا پلار د کور نه بهر را ووتلو چې وګوري څۀ چل دے او څۀ روان دي. هغه د خپل زوي حال پۀ خپلو سترګو وليدلو نو دغه صدمه ئې برداشت نۀ کړے شوه او راپرېوتو او د وينې الټۍ ئې شروع کړې. پۀ دغه وخت نور کسان د خواؤشا کورونو نه بهر را ووتل او د عبدالغفوراستاد پلار ګل باز بابا ئې کور ته دننه کړلو. ولې پۀ دغه دوران کښې هم مليشې والو عبدالغفوراستاد پرې نۀ ښودلو او هم هغه شان مسلسل ئې وهلو او ورته ئې دا يوه خبره کوله چې وخېژه او دغه بېرغ لاندې را ګزار کړه ولې عبدالغفوراستاد هم مسلسل انکار کولو. اخر يو سپاهي وختلو او هغه بېرغ ئې پۀ خپل لاس لاندې را کوز کړو او عبدالغفور استاد ئې ځان سره تاڼې ته بوتلو او د هغۀ ځاے نه ئې بيا پېښور جېل ته بوتلو. د دوي پلار ګل باز بابا چې کله کور ته دننه شو نو حالت ئې نور هم خراب شولو او د وينو الټۍ ئې نورې هم سېوا شوې نو کور والو ورله حکيم را وستو چې کله هغه د دۀ حالت وليدلو نو کور والو ته ئې ووئيل چې ګل باز بابا د يو څو ورځو مېلمه دے او د غم دلاسه ددۀ زړۀ زور اخستے دے او چاودلے دے. د حکيم خبره رښتيا ثابته شوله او پۀ درېمه ورځ ګل باز بابا د دې دنيا نه سترګې پټې کړې.

    بلخوا پوليس والو عبدالغفوراستاد د پلار جنازې ته هم د جېل نه راپرې نۀ ښودلو. د زندان پۀ وخت کښې د عبدالغفور استاد د اتو کالو زوے هم وفات شو ولې ظالمانو عبدالغفور استاد بيا هم د زندان نه را پرې نۀ ښودلو.بلخوا کله چې قلاره قلاري شوله نو د ژوبل کسانو وارثان راغلل او خپل زخميان ئې خپلو کورونو ته بوتلل.د بابړې دا واقعه يو طرف ته ظلم، طاقت او بلخوا د نظرئې او حق يوه داسې پېښه ده چې پۀ تاريخ کښې د داسې واقعاتو مثالونه ډېر کم دي. د افسوس خبره خو دا ده چې نن 73 کاله د ازادۍ د د عوې نه پس هم د دې ملک د تاريخ پۀ کتابونو کښې د دې واقعې هډو څۀ ذکر نۀ ملاوېږي. بلکې د دې د پټولو هر وخت کوشش روان وي خو افرين شه او پۀ فخر افغان باچاخان او د هغۀ ملګرو خدائي خدمتګاران شه. چې خپل ژوند ئې د خپل قام د پرمختګ او روڼ سباون نه زار کړو.

    کله چې عبدالغفور استاد د زندان نه واپس راغے نو بيا ئې پۀ تحريک کښې برخه واخستله او د خدائي خدمتګارو د علاقې پۀ هرې غونډې او جلسه کښې به ئې پۀ باقاعدګۍ سره شرکت کولو. د زندان نه چې دغه ټول مشران کله هم را خلاص شول نو هر کال به ئې پۀ 12 اګست پۀ ورځ د بابړې د شهيدانو ورځ نمانځله. د 1949 نه تر 1991ز پورې هرکال دغه ورځ د نمانځلو د پاره به عبدالغفور استاد پۀ خپل لاس د لرګي نه يوه ډولۍ جوړه کړې وه او ورسره به ئې پۀ سور غلاف باندې پۀ مالوچو او مخې ته سلوشن باندې پۀ هغه غلاف دغه شهيدانو سره د يووالي اظهار ليکل شوے ؤ کله چې به پۀ دغه تاريخ د غازي ګل بابا جومات کښې جلسه وشوه نو باچاخان او ولي خان به پۀ خپله دغه د لرګي نه جوړ شوے يادګار کوم چې به د شهيدانو د شهادت مقام (جمعې جومات) سره نزدې ښخ کړے شوے ؤ راتلل او ګلونه به ئې پرې شيندل. بيا پۀ 1992ز کښې بشيربلور شهيد چې د بلدياتو وزير شو نو هغۀ هم پۀ هغه مقام يو پوخ څلے جوړ کړو کوم چې تر اوسه پورې موجود دے. د ګوند ټول مشران اوس هم پۀ 12 اګست د دغه شهيدانو پۀ ياد کښې د بړاميا پۀ حجره کښې را غونډېږي او بيا هم د هغه جلوس پۀ لار يعنې مُست خېلو، غازي ګل بابا جومات ته ځي او هلته باقاعده جلسه کېږي او شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې کولے شي . اخر کښې د شهيدانو يادګار باندې د ګلونو امېلونه ايښودل کېږي. د بابړې اوسېدونکوبه تراوسه پورې د هر 11 اګست پۀ ماسخوتن پۀ خپلو کورونو کښې ډېوې بلوي او د وس مطابق خېراتونه کوي او ثواب ئې شهيدانو ته بخښي.

    کله چې جنرل ايوب خان پۀ ملک کښې مارشل لاء ولګوله نو ټولو سياسي ګوندونو د هغۀ مخالفت شروع کړو. چونکې هغه يو ډکټېټر ؤ او وروستو چې هغه کله د صدارتي انتخاباتو اعلان وکړو نو ټولو سياسي ګوندونو دۀ سره پۀ مقابله کښې ولاړه د محترمه فاطمه جناح د مرستې اعلان وکړو. باچاخان او د هغۀ ملګرو هم د فاطمه جناح مکمل د مرستې اعلان کړے ؤ. دغه وخت عبدالغفور استاد د خدائي خدمتګارګوند پۀ ټکټ د خپلې تپې نه د بي ډي ممبر منتخب شوے ؤ. پۀ دغه اليکشن کښې دا خصوصيت ؤ چې د صدر انتخاب لپاره به صرف بي ډي ممبر ووټ ورکولے شو.

    د پېښور ضلعې د هغه وخت ډي سي چارسدې تحصيل ته راغلے ؤ او د چارسدې تحصيل ټول بي ډي ممبران ئې د اے سي دفتر ته راغوښتي وو. هلته ډي سي ټولو بي ډي ممبرانو ته ووئيل چې د اليکشن پۀ ورځ به خپل خپل ووټ صرف او صرف جرنېل ايوب خان ته ورکوئ ګينې تاسو ته به سخته سزا درکولې شي. عبدالغفور استاد پۀ دغه وخت د خپل ځاے نه پورته شو او ډي سي ته ئې پۀ مخامخ ووئيل چې تاسو به مونږ سره څۀ وکړئ، مړۀ به مو کړئ، جائيدادونه به راله نيلام کړئ چې هر څۀ را سره وکړئ نو بيا هم مونږ خپل ووټ يو ډکټېټر لۀ نۀ ورکوو. مونږ د باچاخان ملګري يو. او د هغۀ پۀ لار روان يو خپل سر د ځان نه جدا کولے شو خو چاته ئې ټيټولے نۀ شو. دغه ئې ووئيل او د دغې غونډې نه بهر را ووتلو او کور ته واپس شو. بيا خبره خوره شوه چې ډي سي سره وروستو پاتې شوو ممبرانو باندې سپينې لفافې تقسيم کړې شوې چې پۀ کښې ٥ زره روپۍ موجود وې کومې چې هغه بې ايمانه او بزدله خلقو واخستې چې ټول عمر ئې خپل قام پۀ پردو خلقو خرڅ کړے دے.

    عبدالغفور استاد خپل ټول عمر پۀ ايماندارۍ، سادګۍ او د اصولو مطابق تېر کړے ؤ چې نن ئې هم خلق مثالونه ورکوي.د ژوند پۀ اخري ځل پۀ 1984ز کښې د جنرل ضياء الحق پۀ دور حکومت کښې عبدالغفور استاد ګرفتار کړے شو . دغه وخت عبدالغفور استاد دخپلې تپې (پړانګو) جنرل سکتر ؤ. هغۀ ته دا ووئيل شو چې د خپل ګوند نه استعفٰي ورکړه خو هغۀ بيا هم انکار وکړو او د ډېره اسماعيل خان جېل ته چالان شو کوم ځاے کښې چې هغۀ يوکال جېل تېر کړو او د جېل نه چې کله کور ته واپس راغلو نو ناجوړه شو ځکه چې د زيړي مرض ئې ځان سره د زندان نه را وړوے ؤ . د هغې مرض د علاج لپاره خپل زوي نوراحمد شاه پۀ خېبر ټيچنګ هسپتال کښې داخل کړو. هلته دے څۀ موده داخل ؤ چې کله ئې معمولي ګزاره وشوه نو ډاکټرانو کورته را ولېږلو څو ورځې پس ئې پۀ 8 نومبر 1987ز کښې ساه ورکړه. او پۀ خپله ابائي مقبره کښې خاوروته وسپارل شو. پۀ وارثانو کښې ترې نه دوه لوڼه او يو زوے پاتې شول.

    د عبدالغفوراستاد پۀ شان خلق د خدائي خدمتګارتحريک روح ؤ او د دوي دغه ستړې به تر مودو مودو ياد ساتلے شي. د هغۀ د ژوند قيصه ځکه مونږ دلته بيان کړله چې زمونږ نوي نسل ته اندازه ولګي چې زمونږ مشرانو زمونږ د روڼ سباؤن لپاره څومره قربانۍ ورکړې دي.الله دې وکړي چې هغه سحر ډېر زر را ورسي دکوم خوب چې دغه مشرانو ليدلے ؤ او خپل سرونه او مالونه ئې ترې هم قرباني کړي وو.

    بحواله:

    1. باچاخان او خدائي خدمتګاري: خان عبدالولي خان
    2. خدائي خدمتګارتحريک: احمد کاکا
    3. دسالار امين جان ډائرۍ نه يوه پاڼه: فريد صحرائي
    4. د عبدالغفوراستاد وارثان (سعيد احمد شاهي، سلېمان شاه د بابړې)