Category: نور ليکوالان

  • قامي سياست کښې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن کردار – علي يوسفزے

    قامي سياست کښې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن کردار – علي يوسفزے

    د دوېم نړيوال جنګ نه پس د نړۍ پۀ سياست کښې هم ډول ډول بدلونونه راغلل؛ د کېپيټلزم او کميونېزم دوه قسمه سياسي نظريې ډېرې تېزۍ سره پۀ خورېدو شوې. دغسې د برصغير د تقسيم نه لږه موده پس پۀ پاکستان کښې جرنېلانو د ډکټېټر شپ بنيادونه کېښودل. جنرل ايوب خان د جمهوريت جنازه وويسته او د مارشلاء تورې تيارې پۀ ټول ملک کښې خورې شوې. پۀ ون يونټ کښې د وړو صوبو ټول اختيارات مرکز پۀ خپل لاس کښې اخستي وو . د انصاف دروازې سرمايه دارو قوتونوکلکې بند کړې وې چې دغه تورتمونو پۀ وطن کښې انساني ژوند د ډېرو ستونزو سره مخ کړے ؤ. باچا خان او خدائي خدمتګار پۀ جېلونو کښې بنديوان شوي وو. چې پۀ دغه وخت کښې د دې خبرې ضرورت محسوس شو چې داسې خلق راپېدا شي چې پۀ علم هم منور وي او د قام او وطن د خدمت جذبه هم پکښې وي. چې پۀ کال ۱۹۶۸ کښې د خدائي خدمتګار تحريک تسلسل اود نېشنل عوامي پارټۍ بوزغلے پښتون سټوډنټس فېډرېشن راپورته شو او د امريت خلاف ئې د مزاحمتي سياست اغاز وکړو.

    دې طالبعلمانو ځان ته جمهوري او ائېني لاره وټاکله ، مترقي او قام پرسته ملګري ئې جوړ کړل ، د غريب او ځپلي اولس ملګرتيا او د سامراجي قوتونو خلاف ئې غږ پورته کړو. دې پښتنو طالبعلمانو دا سوالونه هم پورته کړل چې د ون يونټ سره سره دې د ايوب خان امريت هم ختم کړے شي. پۀ دغه وختونو کښې پۀ نړيواله کچه هم د زده کونکيو پاڅونونه پۀ زور او شور وو. او د دې تنظيم جوړېدل هم د وخت ضروت ؤ. پښتون سټوډنټس فېډرېشن جوړېدل د ځوانانو پښتنو لۀ خوا هغه غبرګون ؤ چې د معروضي حالاتو رد عمل کښې ئې کړے ؤ.

    ډاکټر خادم حسېن ليکي چې:

    “د ايوب خان امريت پۀ ضد احتجاج کښې د پښتنو طالبعلمانو او محصلينو يو ځوان ټولګي پۀ سياسي توګه پۀ خپله اراده ځان منظم کړو . دغه ټولګي ځان ته د پښتون سټوډنتس فېډرېشن نامه ورکړه. دا د نولس سوه شپېتۀ ۱۹۶۰ لسيزي د پاې کلونه وو. دغه ځوانانو کښې ګڼ شمېر ځوانان هغه وو چې د ولي خان د سياسي فکر او د اجمل خټک د انقلابي شاعرۍ نه متاثره وو. دې روښان فکره ځوانانو د قامي او نړيوال تاريخ پراخه مطالعه کړې وه. دوي ځان ته دستور،منشور او تنظيم جوړ کړو او لږه موده کښې د دې تنطيم څانګې د پښتونخوا اکثر تعليمي ادارو ته وغځېدې. دا د قامي تحريک او خدائي خدمتګارو درېم نسل ؤ . د خدائي خدمتګار تحريک د سياسي او قامي شعور تخم پۀ خاوره کښې دومره پراخه او ژور تلے ؤ چې هرې څو لسيزې ورستو به ترې نوې غوټۍ ټوکېدې او نوے فصل به ترې زرغونېدو”.[1]

    کله چې پښتون سټوډنټس فېډرېشن پۀ وجود کښې راغلو او تنظيم سازي ئې وشوه نو د پښتونخوا اولنے صوبائي صدر انورکمال خان مروت او جنرل سېکرټري د مردان عبدالسبحان خان ؤ، او مرکزي صدر ئې نثار شينواري ؤ. پۀ دغه وختونو کښې افراسياب خټک،بازمحمد خان،بيا ورپسې مرکزي صدر علي خان محسود ،فريدطوفان ، رحمت الله ، مطيع الله،اودوي نه علاوه نور ډېر ملګري شامل وو .د پښتون سټوډنټس فېډرېشن پۀ جوړېدوسعد الله جان برق پۀ “بانګ حرم” اخبارکښې يو نظم وليکلو چې عنوان ئې ” د پښتنو زده کونکو مرکه ” ؤ چې دلته ترې يو بند رانقل کوم:

    دغه غوټۍ دې خداے تازه لري چې ګل ئې وشي

    چې د سپرلي نه خپله برخه او حصه واخلمه

    چې د سيالانو سره سيال شمه اوګه پۀ اوګه

    د زوړ مغل نه د عمرونو بدله واخلمه

    پښتون سټوډنټس فېډرېشن د پښتنو زده کونکو پۀ تاريخي، قامي او سياسي پوهه کښې لوړ کردار لوبولے دے. د خپلې مورنۍ ژبې ادب او کلتور او پۀ بنيادي توګه پۀ قامي شناخت کښې ئي تاريخي او د ذکر وړ رول لوبولے دے . د هر دور نوي کول طالبعلمان ئې داسې قامي فکري او نظرياتي مزي کښې وپئيل چې نن پۀ قامي سياست کښې پوره پوره برخه لري . د باچا خان او ولي خان پۀ کاروان کښې نظرياتي او پارلېماني سياست کوي.

    پۀ دغو سياست دانانو کښې تر ټولو ښکاره د فخر افغان باچا خان نمسے او د خان عبدالولي خان فرزنداو د قامي تحريک اوسمهاله مرکزي صدر اسفنديار ولي خان دے چې پۀ پېښور پوهنتون کښې د کامرس کالج زده کونکے ؤ او د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د کامرس کالج هم ورپغاړه ؤ . هم دې قامي مشر د خپل پلار او نيکۀ ارمانونه پۀ خپل پينځۀ کلن حکومت کښې تر سره کړل چې د دوي خدمات به تل د تاريخ پۀ پاڼو کښې دسرو زرو پۀ اوبو ليکلے شي. د پښتون سټوډنټس فېډرېشن بل ځلنده ستورے د عوامي نېشنل پارټۍ موجوده مرکزي جنرل سېکرټري جناب مياافتخار حسېن دے، چې نن پۀ قامي سياست کښې يو ښکاره نوم دے.

    دې پښتنو طالبعلمانو د خپلو زده کړو سره سره پۀ students politics کښې هم غوره کردار ادا کړو . د طالبعلمانو پۀ مسئلو ئې هم غږ پورته کړو او پۀ قامي ستونزو ئې هم د جنرل ايوب خان د امريت پۀ ضد د احتجاجونو لړۍ پېل کړه . پښتون سټوډنټس فېډرېشن صرف د طالبعلمانو د مسئلو پورې محدود پاتې نۀ شو بلکې خپل غږ ئې د پښتون قام پۀ بېلا بېلو مسئلو وچت کړے دے . پۀ پښتون وطن کښې چې هره ناوړه پېښه مېنځ ته راغلې ده نو د هغې غندنه ئې کړې ده او د دې ستونزو حل کولو د پاره ئې شعوري کوششونه کړي دي . دغې تودې او سرې وينې چې د پښتنو استحصال وليدو نو ډېر پۀ ننګ او مړانه ئې د امرانو خلاف مزاحمتي قدمونه او دا شعارونه پورته کړل :

    “خپله خاوره خپل اختيار ……… نۀ منو د بل اختيار”

    “لر او بر ….. يو افغان “

    ازم ازم …. نېشنلزم

    د سماجي ناانصافيو د ظلم او جبر د بدترين نظام ئې مخ نيوے وکړو. چې د واکدارانو لۀ خوا دا پښتانۀ زده کونکي پۀ کچه او تنکو تنکو ځوانو زندانونو ته غورزولي شوي دي او قسم قسم سزاګانې ورکړے شوې دي. خو د خپل مرام لاره ئې نۀ ده پرېښې . کۀ استخباراتي ادارو پکښې ډېر لاس لرلے دے او د دې د منتشر کولو او کمزوري کولو د پاره ئې پۀ هره روا او ناروا لاس پورې کړے دے خو هغوي تل پۀ خپل مقصد کښې ناکامه شوي دي. او نن هم پښتون سټوډنټس فېډرېشن خپل وجود برقرار ساتلے دے. او خپلې هلې ځلې کوي.

    پښتون سټوډنټس فېډرېشن پۀ داسې حالاتو کښې هم خپله مبارزه جاري ساتلې ده ،کله چې ذوالفقار علي بهټود نېشنل عوامي پارټۍ ټول قيادت پۀ زندانونوکښې بندي کړو. او پۀ نيب ئې پابندې ولګوله او پارټي ډېره د ستونزو او کړاوونو سره مخ شوه نو پښتون سټوډنس فېډرېشن پۀ داسې حالاتو کښې د پښتون قام د ژغورنې د پاره يو فعاله او متحرک کردار ادا کړو.

    پۀ دغه دورانيه کښې افراسياب خټک، سليم خان اېډوکېټ، علي خان محسود، سجاد باچا، انور کمال خان مروت، ډاکټر سيدعالم محسود، قمر عباس او ورسره نور ډېر ملګري مخکښې مخکښې وو. د پښتون اېس اېف پخوانے صوبائي صدرادريس خان وائي، ” چې پۀ دغه وختونو کښې پښتون سټوډنټس فېډرېشن د “پښتون زلمي ” کردار ادا کړو”.[2]

    د بهټو د دور نه پس جنرل ضياء الحق واک پۀ خپل لاس کښې واخستو او د مارشلاء تورې تيارې بيا پۀ وطن خورې شوې. د ثور انقلاب نه پس سرمايه دارې نړۍ د پښتون افغان پۀ خاوره د جنګ لوبه ګرمه کړه. چې دا جنګ پۀ بېلا بېلو شکلونو کښې نن هم د پښتنو پۀ خاوره روان دے. پښتون سټوډنټس فېډرېشن پۀ هر ډګر دغه جنګ غندلے دے او د امن غوښتنه ئې کړې ده. پۀ دغه وخت کښې جنرل ضياءالحق پۀ طلباء تنظيمونو پابندي ولګوله خو ولې دا پابندي صرف د مترقي او قامپرسته طلباء تنظيمونو پورې محدود وه او جمعيت پۀ دغه وختونو کښې د بنياد پرستۍ سياست لۀ نوره هم هوا ورکړه .. خو دې هر څۀ ته پښتون سټوډنټس فېډرېشن لکه د غر ودرېدو او د مذهبي جنونيت جرړې ئې کټ کړې . او د طلبا يونين د بحالۍ د پاره ئې خپلې هلې ځلې پېل کړې. سرمايه دارې نړۍ چې د پښتنو پۀ خاوره د جنګ لوبه ګرمه کړه نو دې طالبعلمانو د خپلو قامي نعرو سره سره دا نعرې هم پورته کړې چې . . .

    امن غواړو امن غواړو .. مونږ پۀ خپله خاوره امن غواړو

    جمهوري انقلاب زنده باد

    عوامي نېشنل پارټي زنده باد

    پۀ دغه دور کښې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن ته ډېرې سختې ستونزې راپېښې وې . دغه دور د پښتونخوا صوبائي صدرميا افتخار حسېن او مرکزي صدراورنګزېب کاسي ؤ ،او نورو ملګرو کښې اسرار جليا،عثمان خټک ، ګل زمين ، ارباب الطاف قادر ،عبدالرحمان لالا ، او د جنوبي پښتونخوا، ساجدخان ترين ، سردار رشيد خان ناصر ، پۀ مېرمنو کښې مهر اورنګزېب کاسي ، ډاکټر صادقه ، ډاکټر نورالنساء،مېډم نورجهان او نورې ډېرې مېرمنې شاملې وې.

    د جنرل پروېز مشرف پۀ دور کښې پښتانۀ بيا د ډېرو ستونزو سره مخ شول . ظلم او جبر سره سره د دهشتګردو اډې هم ځاے پۀ ځاے جوړې شوې او د پښتنو پۀ خاوره جنګ او جبر ته نورې لارې پرانستې شوې . پۀ دغه دور کښې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن صوبائي صدر سيد عالم بابا، او مرکزي صدرسردار يوسفزے وو، دوي نه علاوه نورو ملګرو کښې طارق افغان، سيدشاه قياس، تېمور باز، ياسر احمد، اختر اقبال يوسفزے، نديم ټکر، طارق خليل، ماجد خان، او نور ډېر ملګري شامل وو.

    پښتون سټوډنټس فېډرېشن د جمهوريت د ودې د پاره تل د امريت پۀ ضد يو نۀ ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده. پۀ خپله نظريه او د عوامي نيشنل پارټۍ پۀ اصولو دومره قوي او پابند ولاړ پاتې دي چې تل د استعماري قوتونو د ستر ګو ازغي پاتې شوي دي. دې پښتنو ځوانانو پۀ هر دور کښې د هر ظالم او جابر خلاف پوره پوره مزاحمت کړے دے. کۀ هغه د ايوب خان غوندې ډکټېټر ؤ ،کۀ د يخي خان پۀ شان ؤ، کۀ د بهټو غوندې سول مارشلاء ايډمنسټرېټر ؤ،کۀ د ضياء الحق غوندې يو جهادي ډکټېټر ؤ او کۀ د مشرف غوندې مکرجن ډکټېټر ؤ، د دې ټولو قوتونو خلاف پښتون سټوډنټس فېډرېشن ښکاره جدوجهد کړے دے. او پۀ دغه جدوجهد کښې ئې د پښتون قام د روښانه سباوون د پاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

    پښتون سټوډنټس فېډرېشن نوو طالبعلمانو ته د سياست دروازې پرانستې. د سياسي پوهې سره سره ئې پښتانۀ طالبعلمان د خپل تاريخ، ژبې، ادب او کلتور سره اشنا کړل. پښتون سټوډنټس فېډرېشن د طالبعلمانو پۀ سياسي او تعليمي ارتقاء کښې د بهترينو برياليتوبونو نمائندګي کړې او کوي. د طالبعلمانو پۀ مسئلو پراخه نظر هم لري او د هغې حل کولو د پاره شعوري کوششونه هم کوي. د باچاخان د نظرئې او فلسفې د لاندې ئې د بېلابېلو سيمو ټول پښتانۀ زده کونکي د يو قاميت پۀ تار کښې وپئيل او د يو بل پۀ درد او غم کښې ئې شريک کړل. د ټولو پښتنو د يووالي او قامي وحدت د پاره ئې د پښتنو رواياتو پۀ بنياد د ترقي پسندسوچ او فکر عام کولو او بشپړ کولو د پاره تل جدوجهد کړے دے. د اولسي او جمهوري قوتونو ئې تل ملګرتيا کړې ده. د سامراجي او استعماري قوتونو خلاف ئې د قام او وطن د سوکالۍ او ابادۍ د پاره نۀ ستړے کيدونکي ګامونه پورته کړي دي او پۀ دې مبارزۀ کښې ډېر ځوانان شهيدان شوي هم دي او خپل قام د پاره ئې قربانۍ ورکړي. خو پښتنانۀ طالبعلمان ئې دباچا خان پۀ فلسفه او نظريه منور کړل،د علم او پوهې رڼا ئې د پښتنو ځلمو او پېغلو ذهنونو ته ورسوله.

    نن چې پۀ قامي سياست او قامي فکر خورولو کښې کوم ليډرشپ منظم کردار لري دا د پښتون سټوډنټس فېډرېشن هغه بوزغلے دے چې د نن نه درې پنځوس کاله مخکښې پۀ دې خاوره زرغون شوے ؤ. او نن مونږ وينو چې د عوامي نېشنل پارټۍ د پلېټ فارم څخه سياست کوي . پښتون سټوډنټس فېډرېشن دومره اوږد او تاريخي سفر کښې نن پۀ هغه مقام ولاړ دے د کوم د پاره ئې چې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي . پۀ دې قامي سياست کښې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي صدر اسفنديار ولي خان چې د قامي تحريک مشري کوي او ورسره مرکزي ستر سېکتر ميا افتخار حسېن، باز محمدخان، فريد طوفان، د جنوبي پښتونخوا صوبائي صدر اصغر خان اڅکزے، مابت کاکا، سردار رشيد خان ناصر، راز محمد تره کي، د هنګو حسېن شاه، د دير شاه حسېن، عثمان خټک، ارباب طاهر، ارباب الطاف قادر، ادريس خان، ايوب خان اشاړي، حمايت الله مايار، بشير مټه، شمس بونېرے، عبد الله، شاهي خان شېراني، ډاکټر خادم حسېن، واجد علي خان، سليم خان اېډوکېټ، عبدالرحمان لالا، فاروق خان، ادريس خان، صدر الدين مروت، سعيد خان، خورشېد خان، سيد عالم بابا، طارق افغان، او نور ډېر نوموړي د پښتون سټوډنټس فېډرېشن څخه راوتلي دي او پۀ قامي سياست کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د پلېټ فارم څخه سياست کوي.

    1. خادم حسين ۔ ژبه قام او ادب، باچا خان ټرسټ ريسرچ سنټر پېښور، باچا خان مرکز، جنوري ۲۰۲۰ ، مخ ۴۷

    2. مرکه ۔ ادريس خان ملاکنډ ، صوبائې صدر ، پښتون سټوډنټس فېډرېشن ، ۱۹

  • باچا خان سکولونه او انجمن – ارباب الطاف قادر

    باچا خان سکولونه او انجمن – ارباب الطاف قادر

    د باچاخان ټرسټ سي اي او اېمل ولي خان د جون پۀ اتمه نېټه ٢٠٢٠ دا فېصله وکړه چې ډاکټر سهېل خان بۀ د باچاخان ټرسټ اېجوکېشنل فاونډېشن اعزازي منېجنګ ډائرېکټر او ارباب الطاف قادر بۀ ډپټي ډائرېکټر وي. پۀ وړومبي ځل چې مونږ د اېمل ولي خان سره ناسته وکړه نو پۀ هغې کښې مو دا فېصله وکړه چې د باچاخان سکولونه چې کومو مالي ستونزو سره مخ دي د هغې حل دا دے چې د هر يو باچاخان سکول دې خپل انجمن وي. څنګه به چې د باچاخان جوړکړے شويو ازادو مدرسو انجمن ؤ. هم دغه خبرې لۀ اېمل ولي خان عملي شکل ورکړو. پۀ دې لړکښې د عوامي نېشنل پارټۍ د صوبې صدر او د باچاخان ترسټ سي اي او اېمل ولي خان د ټولې پښتونخوا د پارټۍ د ضلعو کابينې اجلاس باچاخان مرکز ته را وغوښتو. پۀ هغه اجلاس کوم چې د ستمبر پۀ درېمه نېټه ٢٠٢٠ شوے ؤ،اېمل ولي خان د ټولې صوبې د ضلعو کابينو ته دا خبره پۀ څرګنده ټکو سره وکړه چې اوس ما ته پارټۍ د باچاخان سکولونو انتظام چلول حواله کړي دي، زۀ دا غواړم چې د دې سکولونو انتظام پۀ هغه ډول وچلوم پۀ کوم ډول چې د ازادو مدرسو انتظام د باچاخان پۀ وخت کښې چلېدو. هغۀ پۀ دغه غونډه کښې پۀ صفا ټکو سره ووئيل چې زۀ د اېن جي او پۀ پېسو باندې باچاخان سکولونه چلول نۀ غواړم ځکه چې د هغوي پېسو ورکولو سره سم خپل شرائط هم وي.

    اېمل ولي خان دا هم ووئيل چې دا سکولونه مونږ د پښتنو بچو د سياسي او تعليمي روزنې لپاره پرانستي دي او زۀ غواړم چې ترڅو پورې مونږ د دې سکولونو مالي مرسته پۀ خپله شروع نۀ کړو تر هغه وخته دا سکولونه د قام د بچو پۀ سياسي ،تعليمي او تاريخي روزنه کښې چرې هم پرمختګ نۀ شي کولے. هغۀ ووئيل چې زۀ دا غواړم چې پۀ کومو ضلعو کښې باچاخان سکولونه شته، د هغه ضلعو د پارټۍ پۀ تنظيمونو باندې دا لازم ده چې د هر يو باچاخان سکول لپاره به د دېرش کسانو انجمن پۀ يو مياشت کښې جوړوي. دې انجمن کښې به د هغه کسانو نومونه اچولے شي څوک چې د باچاخان سکول پۀ انتظام چلولو کښې برخه او درس تدريس سره شوق لري، او ورسره لس زره روپۍ د مياشتې باچاخان سکول ته چنده هم ورکولې شي.

    دا خبره اېمل ولي خان پۀ اجلاس کښې ښۀ پۀ تفصيل سره وکړه. د هغې نه پس د اېمل ولي خان پۀ وېنا د پارټۍ عوامي سېکتر سردار حسېن بابک لۀ خوا پۀ دستخط شوي کاغذ دا هدايات د صوبې د صدر لۀ طرفه ټولو ضلعي تنظيمونو ته واستولے شو. د دې عمل دا اثر وشو چې اوس د پښتونخوا د ټولو ضلعو پۀ تنظيمونو کښې پۀ دې خبره باندې خبرې کېږي چې باچاخان سکول لپاره انجمن پۀ کوم ترتيب جوړکړو. زياتو ضلعو کښې انجمن تر اوسه پورې جوړ نۀ دے. خو ولې د ټولو ملګرو پۀ ذهن کښې دا خبره پرېوته چې د باچاخان سکول لپاره څۀ بندوبست پۀ کار دے. زما اميد دے چې اېمل ولي خان د ټولو ملګرو ذهن ته کومه خبره واچوله هغه به رنګ را وړي.

    دې ټولو خبرو هغه وخت رنګ راوړو چې تقريباً يوه مياشت پس دا کتوبر دمياشتې پۀ ١٤ تاريخ٢٠٢٠ز پۀ باچاخان سکول چارسده کښې وړومبے د انجمن غونډه را وبللې شوه چې صدارت ئې اېمل ولي خان پۀ خپله وکړو. پۀ دې غونډه کښې اېمل ولي خان د انجمن پوره خدو خال ښۀ پۀ تفصيل سره بيان کړل. د صوبائي صدر اېمل ولي خان د تفصيلي خبرو لنډيز څۀ دا رنګ دے:

    1. هر باچاخان سکول لپاره به کم نه کم د ٣٠ کسانو انجمن وي.

    2. دا انجمن به د ٥ کسانو د بورډ انتخاب کوي، چې پۀ هغې کښې به چيئرمېن ،سېکرټري ،خزانچي او دوه ممبران وي.

    3. داد پينځو کسانو بورډ به د دې عهدو انتخاب کوي.

    4. د بورډ دفتر به پۀ باچاخان سکول کښې وي.

    5. د بورډ اجلاس به پۀ مياشت کښې يوځل کېږي.

    6. د انجمن اجلاس به پۀ کال کښې درې ځل کېږي.

    7. د سکول اډټ به انجمن کوي.

    8. د انجمن معياد به درې کاله وي.

    9. انجمن به د سکول د ماشومانو د والدېنو سره پۀ يو کال کښې درې غونډې کوي.

    10. پۀ باچاخان سکولونو کښې بۀ د کېبمرج سلېبس وي.

    11. باچاخان سکول کښې به تعليم فري وي.

    12. د سکول د بلډنګ ذمه وار بۀ انجمن وي.

    13. د سکول اکادميا او ټېکنيکل کار به د باچاخان ټرسټ اېجوکېشنل فاونډېشن پۀ ذمه وي.

    14. د سکول تنخواه ګانې، د بلډنګ کرايه ورکول به د انجمن ذمه واري وي.

    15. د سکول بۀ خپل جائنټ بېنک اکاونټ وي.

    16. د سکول پرنسپل به د غونډې د سېکتر پۀ توګه کار کوي.

    17. د انجمن د غونډو ټول رېکارډ به د سکول پرنسپل ساتي.

    د دې نه پس د باچاخان سکول چارسدې لپاره د ٣٣ کسانو انجمن جوړ شو. انجمن د ٥ کسانو انتخاب وکړو څوک چې د انجمن د بورډ ممبران شو. د بورډ ممبرانو چې غونډه وکړه نو حاجي قيوم خان د بورډ چئيرمېن او شاه خالد ورسره سېکرټري شو. شهزاد الدين، اعظم جان او افتاب حسېن ورسره ممبران شول. د بورډ جوړېدو نه پس د بورډ غونډه هم وشوه چې زۀ او ډاکټر سهېل خان هم پۀ کښې شامل وو.

    بيا د باچاخان سکول چارسدې د بورډ غونډه پۀ ٢٨ اکتوبر ٢٠٢٠ هم وشوه. چې پۀ کښې د سکول لپاره مهمې فېصلې وشوې.د باچاخان سکول سوات لپاره د انجمن غونډه د اېمل ولي خان پۀ صدارت کښې د دسمبر پۀ پينځويشتمه نېټه کال ٢٠٢٠ پۀ باچاخان سکول سوات کښې وشوه. غونډې ته اېمل ولي خان د باچاخان سکول سوات ته د پېښو ستونزو تفصيل کېښودو او ورته ئې ووئيل کۀ پۀ سوات کښې باچاخان سکول غواړئ نو ما سره دا تجويز دے . کۀ راسره ملګرتيا کوئ چې مخ پۀ وړاندې لاړ شو. د دې خبرې نه پس اجلاس مخ پۀ وړاندې لاړو. د باچاخان سکول سوات پۀ انجمن کښې هم درې دېرش ممبران شامل شو او اېمل ولي خان سره ئې دا عهد وکړو چې مونږ د دې سکول د ټولې مرستې ذمه وار يو. بلکې ډېر زر به د باچاخان سکول لپاره بل بلډنګ وګورو او سکول به هلته منتقل کړو، او راتلونکي وخت کښې به ورله خپل بلډنګ هم جوړوو.

    د هغې نه پس پۀ اجلاس کښې د ٥ کسانو د بورډ انتخاب وشو. چې هغه څۀ دارنګ دي ؛ واجد علي خان، جعفرشاه خان، خواجه محمد خان، عاصم الله خان، ظاهرشاه خان.

    د انجمن اجلاس نه پس دبورډ غونډه وشوه. اېمل ولي خان ، ډاکټر سهېل خان او ما هم پۀ کښې شرکت وکړو. پۀ غونډه کښې متفقه طور عاصم الله خان چيئرمېن، ظاهر شاه خان سېکتر، خواجه محمد خان خزانچي، واجد علي خان او جعفرشاه خان ورسره ممبران شول.

    د بورډ چيئرمېن عاصم الله خان پۀ مشرۍ کښې د بورډ غونډه د جنورۍ پۀ پينځمه نېټه ٢٠٢٠ پۀ باچاخان سکول سوات کښې وشوه. د بورډ پۀ غونډه کښې دا فېصله وشوه چې سکول لۀ مو بل بلډنګ کتلے دے. سکول به زر هغې بلډنګ ته منتقل کوو. نورې هم ډېرې اهمې فېصلې وشوې .

    د باچاخان سکول د انجمن دوېمه غونډه د جنورۍ پۀ شپاړسمه نېټه ٢٠٢١ باندې دانجمن د سېکتر ظاهرشاه خان پۀ ګېسټ هاوس قاسم باغ ….. ګرام کښې وشوه. د انجمن پۀ دې غونډه کښې ډېرې ګټورې فېصلې وشوې. دوه نوي ممبران پۀ انجمن کښې شامل شو. پۀ سکول ډېرې تفصيلي خبرې وشوې او پۀ غونډه کښې ډېرو ممبرانو خپله چنده هم ورکړه.

    اميد دے چې څۀ رنګه د باچاخان سکول چارسدې او سوات انجمن روان دي نو انشاء الله هغه ورځ لرې نۀ ده چې دا دواړه سکولونه به پۀ خپلو ضلعوکښې ځانته ډېر لوے ځاے ومومي.

    اوس د باچاخان سکول پابېنۍ صوابۍ ا و باچاخان سکول متهرا او نوتهيه کوم چې دواړه پېښور کښې دي، د پاره د انجمن جوړولو هلې ځلې روانې دي. زۀ پر اميد يم چې دې اقداماتو سره به ټول باچاخان سکولونه ډېر زر ښۀ طرفته روان شي. مالي مسئلې به هم حل شي او تعليمي معيار به هم مخ پۀ وړاندې روان شي.

    د نن نه پوره سل کلونه وړاندې لوے بابا باچاخان چې کوم قدم وچت کړے ؤ نن بايد د هغې د سر څڼې لپاره کار او هلې ځلې وکړې شي ۔ باچاخان بابا دا هر څۀ د خپل غريب قام د روزنې، تعليم، روښانه سباوون او غلامۍ نه ازادۍ لپاره کړي وو ۔ نن مونږ لۀ بس صرف دومره کول پکار دي چۀ دغه سفر هم هغه شان جاري وساتو۔ راځئ چې سترګې پرانيزو، ځان وپېژنو، د بابا خوب رښتيا کړو، خپل قام د تعليم او کتاب پۀ کاليو ښائسته کړو او د باچاخان سکولونو ستونزې ختمې کړو.

  • د بابړې تاريخي او مشهور د شږې جومات – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه

    د بابړې تاريخي او مشهور د شږې جومات – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه

    بابړه د چارسدې ضلعې هغه تاريخي کلے دے چې د سکندراعظم د وختونو راهسې اباد دے او بيا وروستو د ګندهارا پۀ تاريخ کښې هم د دې کلي اثار ملاوېږي او وروستو بيا پۀ هندوستان باندې حمله کوونکي لوئې لوئې خلق هم پۀ هشنغراو د بابړې پۀ لار باندې هندوستان ته تلي راغلي وو.

    خو بابړه د ميا سېد نور بابا يعنې (1747ز) نه مشهوره شوې ده او د هغې وجه هم دا د ميا سېدنور بابا شخصيت او د هغوي فهم و فراست ؤ. ميا سېدنور بابا د هغې وخت حکمرانانو د بابړې د خواؤ شا پۀ علاقو کښې د ابادو خلقو ترمنځه روغه کولو او جګړو حل د پاره د مردان کلي محب نه بابړې ته راوستے ؤ. د زمکو او جائيداد د تصفيې پۀ موقع به د هغوي د متنازعه جائيداد پينځه حصه د قانون او قواعدو مطابق ورکړې کېدله او د دغې لۀ وجې د ميا سيدنور بابا ټول خاندان او خپل خپلوان بيا دلته پۀ بابړه کښې اباد شول.

    هم دغه وجه وه چې د مذهبي عقائدو او فرائض پوره کولو د پاره بيا دوي ته د جوماتونو ضرورت هم ؤ. نو پۀ وړومبي ځل ئې د کلي قبلې طرف ته هغه وخت د جيندي سيند پۀ غاړه يو جومات جوړ کړو. څۀ موده پس چې بيا د بابړې کلي ابادي زياته شوله نو د بل جومات ضرورت ورته ډېر پۀ شدت سره محسوس شولو. د بابا جي کشر زوي سيد ميا عباس د کلي سوېلي اړخ ته د سيند پۀ غاړه باندې پۀ خپل ذاتي جائيداد کښې ځاے خوښ کړو او خپل د ترۀ زوي سيد ميا شېرعلي باچا پۀ امداد باندې ئې يو جومات جوړ کړلو او د چت د پاره ورته لرګي د کشميريانو د خاندان مشر ورکړل. دغه ځاے پۀ بابړه کښې پۀ شږه باندې مشهور دے. پۀ وړومبو ورځو کښې به د جيندي سيند ددې جومات پۀ غاړه باندې بهېدلو او د جومات نه سوېلي اړخ ته دغې سيند ته يو پوړۍ لاندې کوزه شوې وه. د استنجا د پاره به خلق سيند ته لاندې کوزېدل. د وخت د تېرېدو سره سره سيند خپل اړخ بدلولو او نن سبا د دې جومات نه يو فرلانګ لرې بهېږي.

    د دې جومات نه ګېر چاپېره د سيدنور بابا د اولاد ځمکه موجوده وه او سوېلي اړخ ته ترې د غني خېلو ځمکه وه. د دې جومات نه قبلې اړخ ته د ميا سيد عباس باچا د نمسو زرعي زمکه، قطب اړخ ته بابړې ته د تګ راتګ لار، نمر خاتۀ اړخ ته د ميا سيد نور بابا د نورو نمسو حجره او سوېلي طرف ته نوې اباد شوي کورونه دي.

    د بابړې دا جومات ډېر تاريخي حېثيت لري. کله چې فخر افغان باچاخان بابا د پښتون قوم د بېدارۍ او اصلاح کولو د پاره د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ نامه سره د تحريک بنياد کېښودو او د هغې پۀ لړکښې ئې د ټولو سيمو دورې شروع کړې نو پۀ دغه لړکښې بابړې ته هم راغلے ؤ او پۀ هغه وخت د ميا سيدنور باچا پۀ بابړه کښې د اباد خاندان مشر سيدلعل بادشاه سره ئې ملاقات کړے ؤ او د هغوي نه ئې د مرستې او ملاتړ کولو خواست کړے ؤ. پۀ ځواب کښې ورته سيد لعل بادشاه د ورورولۍ او مکمل کومک اعلان وکړو.

    د دغې نه وروستو پۀ هره موقع بيا فخر افغان بابا بابړې ته راغلے دے او د سيد لعل بادشاه پۀ حجره کښې ئې ناسته کړې ده. فخر افغان بابا د مانځۀ د پاره هم دې جومات ته تلے دے. پۀ دغه ورځو کښې د جومات امام يو ډېر لوے عالم مولانا فضل الهٰي ؤ ، د هغۀ د مرګ نه پس د هغۀ کشر ورور مولانا فضل صمداني صېب ؤ.

    فخر افغان بابا به هم د دين او فقهې پۀ مسئلو کښې د دوي نه مدد اخستلو. د دې جومات پۀ نمرخاتۀ کښې د خاورو يوه څلور پينځۀ فټه دونکاچه جوړه شوې وه. د جومات نه نمر خاتۀ طرف ته د ميا سيدلعل بادشاه (بړاميا) حجره او يو لوے مېدان ؤ. کله چې به د بابړې او خواوشا کلو يعنې پړانګو او چارسدې کلي وغېره خلق د فخر افغان بابا د راتګ نه خبر شول نو ټول به دغې حجرې او مېدان کښې را غونډ شول او فخر افغان بابا به ورته د جومات پۀ دغه د خاورو نه جوړې دونکاچه باندې اودرېدو او خپله مدعا به ئې خلقو ته د تقرير بۀ شکل بيان کړله.

    دا جومات اول کچه ؤ چې پکښې يو لوي تالار (هال)، برنډه، د استنجا ځايونه، د امام او مېلمانو د ارام د پاره يوه کچه کمره هم وه. پۀ دې جومات کښې د سيند د رخ بدلولو نه پس يو کوهے هم موجود ؤ. دې جومات ته د تګ راتګ د پاره د درې اړخو نه لارې وې. د ٢٧ جولائي ٢٠١٠ز د سېلاب د اوبو له وجې د دې جومات وداني ډېره کمزورې شوله او بيا دا وېره پېدا شوله چې څۀ وخت هم را غورځېدے شي نو مجبوراً بيا دا وداني را وغورځولې شوه او پخه ابادي شروع شوله چې پکښې د بابړې صاحب استطاعت خلقو هم برخه واخستله او پۀ هغه وخت دخوش قسمتۍ نه پۀ صوبه کښې د خدائي خدمتګارۍ تسلسل عوامي نېشنل پارټۍ د امير حېدرخان هوتي پۀ مشرۍ کښې حکومت ؤ . هغوي هم د بابړې ټولو جوماتونو د پاره دوه دوه لاکهه روپۍ او دې جومات د پاره شپږ لاکهه روپۍ امداد د هغه وخت جومات امام سيد اعجاز حسېن باچا خدائي بخښلي پۀ لاس ورکړو چې دا جومات پرې سر دوباره د بنياد نه پوخ جوړ کړے شو او ټوله ابادي هم پۀ زوړ ناپ تول باندې وشوله. د جومات غټه دروازه هم پۀ زوړ ځاے يعنې قطبي اړخ ته د بابړې لوئې لارې ته جوړه شوله.

    پۀ دې جومات کښې څۀ وخته پورې تبليغي مرکز هم د چارسدې د پاره اباد شوے ؤ . او کله چې د وخت سره سره پۀ ابادۍ کښې زياتے او د تبليغي مرکزضروريات هم زياتېدل شروع شول نو بيا دغه مرکز بابړې سره پۀ خوا کښې اباد کلي حسن خېلو جومات ته واړولے شو ا و څۀ موده پس بيا نوښار روډ باندې د بريټۍ کلي ته يوړے شو.

    پۀ بابړه کښې اباد خدائي خدمتګارانو خپل ديني علم د دې جومات عالمانو او امامانو مولوي فضل الهٰي او فضل صمداني نه زده کړے ؤ. پۀ دغه خدائي خدمتګارانو کښې احمد کاکا، سيد محمد فصيح باچا، عبدالغفوراستاذ، ولي محمد کاکا، سيد عابدباچا، حکيم ظهورالله، حريف ګل کاکا، رحيم الله کاکا او د بابړې نور ډېر عام وګړي هم شامل وو.

    د پاکستان جوړېدو نه وروستو چې کله پۀ صوبه کښې د ډاکټر خان صېب حکومت جناح صېب د قيوم خان پۀ سازش باندې ختم کړو او وروستو خدائي خدمتګارو د اولس د بېدارۍ د پاره فخر افغان باچاخان پۀ خپله وړومبۍ جرګې دا فېصله وکړه چې احتجاج به کوو نو د بابړې سيد لعل بادشاه ورته د احتجاج شروع کولو د پاره د خپلې حجرې وړاندېز وکړو. او پۀ ١١ اګست دې جومات سره د (بړاميا) حجرې ته ټول خدائي خدمتګاران را غونډ شول او اکثرو پکښې دغه خدائي خدمتګارو شپه پۀ دې جومات کښې کړې وه او پۀ سبا بيا پۀ دې جومات کښې موجود د خاوروپۀ دونکاچه باندې ورته سالار امين جان او د تحريک نورو مشرانو دغې جلسې ته د تقرير پۀ شکل کښې خپله خبره وړاندې کړه. چې د جلسې نه پس بيا د جلوس پۀ شکل باندې جمعې جومات اړخ ته تلي وو. او هلته بيا يوه لويه خونړۍ پېښه مخې ته راغله چې پکښې تقريباً 700 نه زيات خدائي خدمتګاران شهيدان شول او د 900 نه زيات ژوبل شول. دغه ورځ د پښتنو پۀ تاريخ کښې د تورې ورځ پۀ نامه هم يادېږي.

    نن هم هر کال پۀ ١٢ اګست باندې د ١٩٤٨ز پۀ شان جلوس د فصيح باچا، سيدلعل بادشاه د حجرې نه هم هغه لار باندې تېرېږي او پۀ اخر کښې د غازي ګل بابا جومات کښې د تعزيتي جلسې نه پس د شهيدانو پۀ يادګار د ګلونوڅادر اچولو نه پس خورېږي. د بابړې د دې جومات دغه خاوره پۀ دغه دونکاچه باندې د فخر افغان باچاخان بابا نه علاوه رهبر تحريک خان عبدالولي خان، اجمل خټک، مور بي بي محترمه بېګم نسيم ولي خان،اسفنديارولي خان، عطاء الله مينګل بزنجو،سالار امين جان او د تحريک نورو نوموړو مشرانو پۀ مختلف وختونو او موقعو باندې ناسته او تقريرونه کړي دي.

    غرض د دې جومات پۀ تحريک کښې هم هاغه هومره مقام حاصل دے څومره چې غازي ګل بابا او د جمعې جومات ته حاصل دے. نو زما تجويز دا دے چې د پښتون قامي تحريک مشران يعنې د خدائي خدمتګارۍ دا تسلسل عوامي نېشنل پارټۍ مشران دې دې جومات ته خصوصى پاملرنه وکړي. او کله چې هم موقع ملاؤ شي نو دا جومات دې د اوقافو محکمې ته پۀ حواله کولوکښې دې خپل کردار ادا کړي تر څو د تاريخي اهميت پۀ تناظر کښې دلته کښې د امام او موذن پۀ سرکاري توګه انتظام وشي. د دې نه علاوه پۀ دې جومات کښې د يو کتابتون چې پکښې د هشنغر د تاريخ او بابړې او خدائي خدمتګارتحريک سره تړلي کتابونو وي، انتظام وشي چې پکښې د تاريخ نه علاوه د عصرحاضر، اسلامي او سائنس باندې ليکل شوي کتابونه او نور مواد شامل وي او د ناستې ځاے هم موجود وي.

    پۀ دې مضمون کښې ما سره د دې کتابونو، ملګرو او مشرانو پوره پوره مرسته حاصله ده، زۀ د هغوي د زړۀ د کومي نه مننه کوم.

    کتابونو تفصيل:

    1. خدائي خدمتګارتحريک (جلداول او دوېم) احمدکاکا
    2. ناچاپ کتاب: د ازادۍ جنګ دپاره زما جدوجهد: سيد احمد فصيح باچا
    3. سيدفخرعالم باچا
    4. سيد شبير باچا
    5. سيدحمزه شاه
    6. سيد محمد شفيق باچا
    7. سيدعامر باچا

  • ارواښاد بايزيد انصاري پښتو ژبې ته څۀ ورکړل – ليک اوڅېړنه: پروفېسر نور احمد فطرت

    ارواښاد بايزيد انصاري پښتو ژبې ته څۀ ورکړل – ليک اوڅېړنه: پروفېسر نور احمد فطرت

    پښتو ژبه يوه زړه تاريخي ژبه ده. دغه ژبه د ټولنې ټول ضرورتونه پوره کولے شي. پښتنوتل هڅه کړې ده چې خپله ژبه او پښتونولي وساتي.دغه لږه ساه چې نن پۀ پښتو ژبه کښې پاتې ده دا ټول د پښتنو شاعرانو او ځينو نوموړو ليکوالانو د زحمت پايله ده. دغه اديبانو د حکومت د سرپرستۍ او همکارۍ پرته د پښتو ژبې کتابونه، مجلې او ورځپاڼې چمتو کړي دي او د خپلو راتلونکو نسلونو پۀ چوپړ کښې ئې وړاندې کړي دي. انسانان د يو بل سره د خبرو پۀ وسيله پېژندل کېږي او معرفت پېدا کوي، د ټولنې د تکامل بهير پۀ ژبه سره مخي ته ځي وده کوي او راتلونکو نسلونو ته استول کېږي. د ژبو يادونه د فرهنګي سرمايې پۀ نامه شوې ده او ورته د ملي پنګې پۀ سترګه کتل کېږي. کله چې پۀ يوه ټولنه کښې د فرهنګ د ساتلو او د هغې د ودې خبرې کېږي نودا پۀ واقعيت کښې ژبه ده چې د ټولنې پرون او نن سره تړي او هغې ته وده ورکوي. هسې خو د تاريخ پۀ اوږدو کښې ډېرو خلقو مور پښتو ته چوپړ وهلے دے مګر ارواښاد بايزيد انصاري چې کوم کار پښتو ژبې ته کړے دے دا به تل ترتله د تاريخ برخه وي او پښتون ملت به د دۀ دغه د اخلاصه ډک زيار همېشه ياد ساتي او تل به د دۀ پۀ ښودله شوې لاريون کوي او هدف ته به ځان رسوي.

    بايزيد انصاري د پښتو او پښتنو لپاره بېخي زياتې کارنامې ترسره کړي دي . د دۀ پۀ برياو کښې يو ستر برياليتوب دا دے چې دۀ پښتو ته يوه پوره دوره ورکړله. د پښتو دادبي تاريخ د وړومبۍ دورې څخه کۀ تېر شو نو د پښتو ادبياتو د تاريخ دوېمه دوره پۀ بايزيد انصاري، د دۀ پۀ اولادۀ او د دۀ د مريدانو پۀ عملي کارنامو بشپړه کېږي. پۀ قول د زلمي هېوادمل “د پښتو ادبياتو دوېمه دوره چې منځني (متوسطه) دوره هم ورته وئيلے شو، د لسمې هجرۍ پېړۍ له اواسطو پېل کېږي او د څوارلسمې هجرۍ پېړۍ تر لومړيو دوه درې لسيزو پوې رارسي. د پښتو د ادبي تاريخ دوېمه دوره له لومړي دورې څخه پۀ هر لحاظ کامل توپيرونه لري. د دې دورې يوه عمده ځانګړنه دا ده چې مونږ د دې دورې بشپړ او مکمل ادبي او فرهنګي اثار پۀ واک کښې لرو. پۀ دې دورې پورې مربوط پۀ سوونو دېوانونه، پۀ سوونو اثار او پۀ زرونو اولسي سندرې له مونږ سره شته چې د پښتو د ادبي تاريخ د يوې سترې پانګې پۀ توګه هراړخيز بحثونه ورباندې کولے شو. دې دورې ته مونږ د منظمو اثارو دوره هم وئيلے شو او دا ځکه چې پۀ وړومبۍ دورې پورې مربوط اثار زياتره متفرق دي. د بايزيد د هلوځلو درې اړخونه ذهن ته راځي؛ يو د هغۀ د ښودنو ديني اغېزه ده، پۀ دغه اړه ئې مسلک اوس بس د تاريخ يوه برخه ده. منونکي ئې نشته، بل ئې جنګي اړخ دے. بايزيد د ژوند پۀ وروستي پړاو کښې لۀ مغلو سره جنګېدلے هم ؤ. د دۀ توره پۀ مېراث کښې د دۀ خپل اولاد ته پاتې شوې وه او هغوي ښۀ پۀ نره د مغلو خلاف کارولې وه. پۀ قول د خوږ ژبي شاعر دروېش دراني بايزيد پۀ پښتنو کښې يا د پښتون ملت پۀ تاريخ کښې د لوړ مقام حقداره پۀ دې دے چې پۀ لومړي ځل ئې اولس ته يوه داسې وسله وښودله چې تر دې وړاندې هغۀ نه وه کارولې، هغۀ تل توره کارولې وه او (دوي) پوهه وو چې پۀ توره د زخمونو تخم کرل کېدے شي. زخمونه کۀ هر څو وکرې مېوه ئې ډېره نۀ وي، د دغه کار لپاره هم زمکه بدلول پکار ده او هم تخم. هغۀ د انسان لپاره د تخم برابرولو اړتيا وليده او دغه کار ته ئې ملا وتړله او خپل کتاب ئې د کتاب پۀ بڼه پۀ دې نيت وړاندې کړو چې د پښتنو پۀ ذهنونو کښې “حرفونه” د تخم پۀ شان وکري. اوس نو دغه د ټولو پښتنو د ذهن زمکه هغه زمکه ده چې بايزيد د کولمبس پۀ شان تر ټولو وړومبے ورته را ورسېدۀ. کولمبس اروپايانو لره امريکا وموندله او بايزيد د پښتنو لپاره دغه زمکه پېدا کړه او د دغه زمکې د ودانولو لپاره ئې له کتابه کار واخست.

    بايزيد د خپلو خلقو د پوهولو د خپلې عرفاني لارې د تبليغ او عامو خلقو ته د ديني او شرعي احکاماتو دښودلو پۀ منظور پۀ پښتو، فارسي، عربي او هندي ژبو اثار وليکل. پۀ فارسي او پښتو ژبو يومنظوم او منثور اثار لري چې لۀ دغو څخه ئې ځينې اوس هم مونږ ته پاتې دي چې له هغو څخه “صراط التوحيد”، “مقصودالمومنين”، “فخرالطبالين”، “حالنامه”، “د رسم الخط رساله”، تذکره او فرحت المجتبي او “خېرالبيان” ډېر مشهور دي. د بايزيد روښان ډېر فهيم اثر خېرالبيان دے چې پۀ څلورو ژبو تاليف شوے دے. دا کتاب څلوېښت بيانونه لري. پۀ خېرالبيان کښې عقائد، شرعي احکام، عرفاني او اخلاقي مباحث راغلي دي. د حلالو او حرامو بيانونه، فقهي حکمونه او د عباداتو برخه پۀ دې کتاب کښې پۀ تفصيل سره بيان شوې ده. جناب محقق عبدالحي چې پۀ خپل کتاب د پښتو ادبياتو تاريخ (بشپړ) کښې پۀ مخ (٧٠٦) کښې د خېرالبيان پۀ حقله ليکي “د پيرروښان کتاب چې د پښتو ادب يوه غوره ذخيره ده، خېرالبيان نومېږي چې راورټي ئې نوم خوريان هم ليکلے دے اوس د دې کتاب نسخې خورا لږې دي او فقط يوه نسخه ئې د جرمني د ټونبګن پۀ کتاب خانه کښې شته چې ما ئې ذکر د مخه کړے ؤ. د دې کتاب متن پښتو دے او پۀ منځ منځ کښې ئې د قران شريف ايتونه يا ځينې احاديث او عربي معقولې او داسلافو خبرې پۀ عربي رانقل شوې دي او د دغو عربي برخو ترجمه پۀ فارسۍ ژبه پۀ حاشيه پۀ يوه بل خط چې د اصلي متن خط نۀ دے ليکلے شوے او د کتاب پۀ ابتدائي څو مخو کښې ځينې جملې د پنجابي ژبې هم شته چې دا به ضرور د پنجابي هغه لهجه وي چې جالندهر کښې وئيل کېدې”. (٣)

    د خېرالبيان د نامکملې نسخې سره سره يوه بشپړه نسخه د حېدر اباد دکن دسالارجنګ پۀ لرغونتون ( موزيم) کښې هم خوندي ده. د هند پۀ نسخه کښې ټول مضامين پۀ څلورو ژبو راغلي دي. د المان د نسخې له مخې پۀ ١٩٦٧ز کال پۀ پېښور کښې او پۀ ١٣٥٣هـ ش کال پۀ کابل کښې خېرالبيان چاپ شوے دے.

    د خېرالبيان يو متن قلندر مومندهم پۀ پېښور کښې چاپ کړے دے. د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره د خېرالبيان تر ټولو ستره ځانګړنه دا ده چې دا کتاب د پښتو ژبې پۀ موجوده نثر کښې د ټولو څخه زوړ نثر ګڼل کېږي. سره د دې چې د حبيبي صاحب د دعوې مطابق پۀ ٦١٢هـ کښې سلېمان ماکو د تذکره اولياء د نوم يو کتاب پۀ نثر مرسل کښې ليکلے ؤ او پۀ پښتو کښې د نثر نويسۍ دغه انداز تر ډېرې مودې مقبول او مروج ؤ. بيا محمد علي البسي پۀ ٧٥٠هـ مطابق ١٤٨٢ز کښې تاريخ سوري ليکلے ؤ، د دې دواړو کتابونو ذکر د محمد هوتک پۀ “پټه خزانه” کښې موجود دے. د خېرالبيان د پښتو ژبې لپاره دوېمه ګټوره ځانګړنه دا ده چې د دغه تر اغېز لاندې ميرزاخان انصاري، طلا ارزاني خېشکي، دولت لواڼي، واصل، علي محمد مخلص او داسې نورو روښاني شاعرانو او پوهانو پۀ پښتو کښې د علم او ادب هغه بنياد کېښودو چې وروسته خوشحال خان خټک او د هغۀ د کورنۍ، رحمان بابا او د هغۀ پېرويانو او حميدبابا او د هغۀ د مکتب نورو شاعرانو د خپل خپل هنر سترې ماڼۍ ورباندې ودرولې. نور خو لا څۀ کوې پۀ خپله اخوند دروېزه صاحب او د هغۀ د ډلې نور ټول پوهان او عالمان هم د خېرالبيان پېداوار دي او دغه خبره تقويم صاحب هم مني، هغه ليکي “د خېرالبيان نه مخکښې که پۀ پښتو کښې د دين کتاب نۀ ؤ نو دبې دينۍکتاب هم نۀ ؤ او دا خطره نۀ پېښېده چې پښتانۀ د ليک او لوست پۀ لاره ګمراه کړے شي. د بايزيد پښتو کتاب خېرالبيان پۀ پښتنو ډېر اثر وکړو. رښتيا دا دي چې د دې تحريک اصلي روح دغه کتاب ؤ. اخوند دروېزه بابا محسوسه کړه چې ترڅو پښتنو ته بل کتاب ورنۀ کړے شي د خېرالبيان اثر ورکول ګران کار دے”. دروېش دراني پۀ خپل مضمون يا مقاله چې سر ليک ئې دے، “بايزيد انصاري او د هغۀ د نبوغ زړي” کښې ليکي “پۀ هر حال د خېرالبيان تر ټولو لوے خېر چې پښتنو ته رسېدلےدے هغه دا دے چې د دوي پام دې ته را وګرځوي چې جنګ يوازې پۀ توره نۀ کېږي پۀ کتاب هم کېدے شي بلکې زيات ګټور هم دغه د کتاب جنګ دے، مونږ چې څومره تورې وهلي دي د هغې ګټه زياتره بل وړې ده خو د کتاب پۀ جنګ کښې چې کومه ګټه راغلې ده پۀ هغې نن هم مونږ غنيان يو، اوس هم کتاب هغه يوازينۍ وسله ده چې د ژوند پۀ لوبه کښې پۀ رښتيا مونږ ګټه پرې کولے شو. پښتون اولس کۀ دغه لوبه ګټل غواړي نو پکار ده چې له کتابه کار اخستل زده کړي، داسې پۀ ګډه دعا وکړو چې خدايه پۀ دغه څيز ته د دوي ور پام کړې. امين” (٥)

    د ارواښاد پيرروښان پۀ شپږ اووۀ کتابونو کښې چې دۀ د پښتو ژبې د ودې لپاره ليکلي وو يو پۀ کښې د رسم الخط رساله وه، دا رساله د خېرالبيان پۀ پېل کښې راغلې ده. پۀ دې رساله کښې بايزيدروښان د پښتو خاصو اوازونو لکه (ښ، ږ،څ،ځ، ډ) او نورو لپاره ځينې ځانګړي اشکال وضع کړي دي چې د دۀ دا وضع کړے ليکدود پۀ پښتو څېړنو کښې د روښاني ليکدود پۀ نامه يادېږي. دلته بايد دا خبره واضحه کړو چې د پښتنو ليکدود (رسم الخط) د محمود غزنوي پۀ زمانه کښې جوړ شوے دے. بايزيد روښان پۀ پښتو ليکدود کښې اصلاحات راوستلي دي. کۀ د پښتون ملت پراخه تاريخ ته وګورو يا د دوي ادب او پلټنو ته ځېر شو نو وبه منو چې دا خو صرف ميا روښان نۀ ؤ چې دۀ پۀ خپله يوه ځانګړې رساله کښې پښتو ليکدود ته ځانګړے کار کړے بلکې پښتنو ليکوالو وخت پۀ وخت دغه “سترې علمي مسئلې يا کشالې” ته پاملرنه کړې وه او د بېلګې پۀ ډول خوشحال خان پۀ خپل وخت کښې د “ځنځيري” پۀ نامه پښتو ليکدود ته کارکړے ؤ. د پښتو ليکدود دا طريقه خوشحال خان ايجاد کړې وه. پۀ وروستيو کلونو کښې د خوشحال زنځيري ليکدود، ښاغلي حبيب الله رفيع له ډېرو تشريحاتو سره رابرڅېره کړو او پۀ کابل او پېښورکښې د خاص اثر پۀ توګه چاپ شو. زنځيري يو داسې ځانګړے ليکدود ؤ چې تر خوشحال بابا پورې پاتې شو. مروجه نۀ شو يعنې دغه ليکدود بيا وروسته هېچا تعقيب نۀ کړو او پۀ ځاے پاتې شو. هسې هم د زنځيري رسم الخط نه علاوه مشر بابا خپل نظم او نثر پۀ يو داسې ليکدود ليکلے دے چې دغه هم د دۀ يو ځانګړے علميت بلل کېدلے شي. ښاغلے زلمے هېوادمل پۀ خپل کتاب د پښتو ادبياتو تاريخ دوېم چاپ مخ ١٤٠ باندې د خوشحال بابا پۀ حقله ليکي: “خوشحال لا د شلو کالو نوے زلمے ؤ چې پۀ شعر وئيلو ئې پېل وکړو. دۀ چې کوم وخت شاعري پېل کړه نو د پښتنو غوريانو او سوريانو د ادبي جريان خاطرې د پښتونخوا پۀ دې پېڅه کښې د چا پۀ حافظ کښې نۀ وي پاتې او د پښتنو پۀ فرهنګي او ديني، عرفاني حلقوکښې د روښانيانو، د اخوند دروېزه د پلويانو او نورو عارفانو او مذهبي شاعرانو نظمونو رواج درلود. خوشحال بابا دغه جريان ته پۀ انتقادي نظر وکتل. دۀ پۀ ليک کښې د دغه جريان پېروي ونۀ کړه بلکې د خپل استعداد او سالمې شعري قريحې او لوے علميت پۀ مرسته ئې د پښتو ادبياتو کښې داسې لاره پرانستله چې هغه د دۀ خپله ابتکاري ادبي لاره وه او تر دۀ وروسته که چا پۀ دې لاره يون کړے دے نو هغه ګرده د دۀ پېروان دي. دۀ پۀ خپله قيصده کښې د خپلې زمانې ادبي اثار پۀ دې ډول نقد کړل :

    پۀ پښتو شعر کښې ماعلم بلند کړو

    د خبرو ملک مې فتح پۀ سمند کړو

    د مرزا ديوان مې ومانډۀ پۀ ګوډي

    مسخره مې ارزاني خېشکي زمند کړ

    کۀ دولت ؤ کۀ واصل ؤ کۀ دا نور وو

    پۀ خبرو مې د هر يوه رشخند کړو

    کۀ ووايم پښتو رسم الخط يا پښتو ليکدود ته ترخوشحال بابا د دۀ د کورنۍ او د دۀ د ډېرو پېروانو وروستو هم ډېر کار وشو، مستشرقينو هم دغه مسئله را پورته کړه. ډېرو غرب پوهانو پۀ پښتو ليکدود باندې کار وکړو. د ثبوت لپاره تاسو پۀ دغه باندې د ارواښاد حبيب الله صاحب دوه کتابونه لکه پښتون او “د مشرق پۀ اسمان کښې د مغرب ستوري” کتلے شئ. دغه رنګه تر مستشرقينو وروسته هم پۀ لويه پښتونخوا او ازاد افغانستان کښې ډېر ګټور کار منځ ته راغلے، پۀ ځانګړي ډول ” پښتو ادبي ټولنې کابل” پښتو ليکدود ته ډېر له ارزښته ډک کار کړے حتي د کابل پينځو ستورو خو دغه ژبه پۀ هره حواله غني کړه. د پښتو ليکدود د مسئلې د هواري لپاره د افغانستان او تاريخي پښتونخوا ليکوالان څوڅو واره سره غونډ شول او غونډې ئې وکړې.

    پۀ ١٣٢١هـ ش کال کښې د جوزا پۀ ٢١مه د ١٩٤٢پۀ جون کښې د پښتو ټولنې پۀ غوښتنه دافغانستان ٢٥ تنه ليکوال او پوهان پۀ پښتو ټولنه کښې راغونډ شول او پۀ ٢١ اختلافي موادو باندې ئې وروسته له بحثه پرېکړه وکړه. پۀ درېمه فېصله کښې ئې د لر او بر پښتنو يعنې د پېښور او بلوچستان د پښتنو ليکوالو او د افغانستان د ليکوالو غونډه د پښتو ټولنې پۀ بلنه پۀ کابل کښې د ١٣٣٧ز ش کال د سنبلې پۀ ٢٥مه د ١٩٥٨ د اګست پۀ ٢٧مه وشوه چې پکښې هم ډېرې پريکړې وشوې (د دې لپاره تاسو د اروښاد ګل باچا الفت علمي کتاب “ليکوالي املا وانشاء ” مطالعه کولے شئ.)

    دغسې پۀ انفرادي ډول هم ځينو ليکوالو پښتو ليکدود ته ډېر کار وکړو چې پۀ هغې کښې د ارواښاد محمدګل خان مومند، عبدالکريم بريالے او د سوېلي پښتونخوا ادبي او سياسي ستورے خان شهيدعبدالصمد خان نومونه د هېرولو نۀ دي حتي د خان بابا پښتو ليکدود کتاب خو دا مسئله دومره توده کړه چې بيا وروسته پۀ دغه کتاب باندې پۀ کابل او پېښور کښې ډېرې ناوياته غونډې يا دستورې وشوې چې ځينو دغه کتاب د پښتو پۀ ګټه بالي مګر ځينې بيا دغه کتاب پۀ علمي دلائيلو ردوي يا ئې رد کړے او خان بابا ته ئې مشورې ورکړې چې ستا مخصوص ليکدود پښتو ته هېڅ ګټه نۀ شي رسولے. بايد د دغه علمي مسئلې څخه لاس واخلي ځينې خو لا دا هم وائي چې پښتنو ليکوالو د کابل د محمد ګل خان مومند سره د دۀ مخصوص ليکدود هم و نۀ منلو. او د هغۀ ليکدود هم لکه د خان شهيد ليکدود نيمه خوا پاتې شو او هېچا پۀ ليک کښې تعقيب نۀ کړۀ. او داسې نور د پښتو ليکدود پۀ مسئله کښې پۀ پښتنو ليکوالو کښې هسې خو بېخي زيات اختلافات شته مګر ځينې ئې چې ډېر سخت دي بايد هوار کړل شي د بېلګې پۀ ډول ځينې پښتو پوهان ليکي چې مونږ بايد پردي لغات پۀ خپله ژبه کښې قبول نۀ کړو مګرځينې بيا وائي چې… نه. مونږ بايد پردي الفاظ قبول کړو ولې کۀ چرې مونږ پردي توري ونۀ منو نو زمونږ ژبه به پس پاتې شي او بيا به هېڅوک دغه ژبه نۀ وائي ځينې بيا وائي چې بايد مونږ پردي لغات هم هغسې پۀ ژبه کښې وليکو لکه څنګه چې دي. لکه ظالم، جابر، بدمعاش، زمين وغېره مګر ځينې بيا وائي چې بايد مونږ پردي لغات خو اخلو مګر دغه توري يا الفاظ بايد مونږ زمونږ پۀ ژبه کښې بدل کړو لکه کمېشن، کمېسون، سټېشن، ټېسن او داسې نور. پۀ “پښتو څنګه وليکو” کښې ښاغلےګل باچا الفت ليکي “ځينې وائي پښتو بايد سوچه کړو پردي لغات ترې نه وباسو يو ټکے فارسي يا عربي پکښې پرې نۀ ږدو دا نظريه پۀ ډېر افراط بناء ده او دا کار کېدونکے نۀ دے ځکه چې هره ژبه له بلې نه څۀ اخلي او څۀ ورکوي، دا فکر بايد له مغزو وباسو او هېڅ کله دا ونۀ غواړو چې پۀ پښتو کښې دې نورکلمات نۀ وي مګر د دې معنٰي دا نۀ ده چې مونږ د پښتو وجود اومستعمل لغات غورځوو او پۀ عوض کښې ئې پردي لغات بې ضرورته قبلوو ځکه چې دا کار هم ژبې ته زيان رسوي. مونږ بايد ژبه د جمود پۀ حال پرې نۀ ږدو او وخت پۀ وخت د زمانې لۀ ضرورت او احتياج سره سم نوي تعبيرات او نوي نومونه پېدا کړو او کوشش وکړو چې د ژبې لغوي استعداد او افادي قوت زيات شي او دا کار هله کېږي چې مونږ د پرديو لغاتو او اصلاحاتو پۀ قبلولو کښې له غور او سنجش نه کار واخلو او هر څۀ پۀ پټو سترګو بې ضرورته قبول نۀ کړو.”

    پښتو ژبه پۀ پېړيو پېړيو له ليک او لوست نه لرې پاتې شوې ده او نورې ژبې د پښتنو پۀ هېواد کښې د دفتر او ديوان ژبې وې. پۀ هم دغه وجه نن د قلم ژبه د پښتو له ډېرو لغاتوسره نااشنا ده. ډېر ژوندي لغات چې د عوامو پۀ محاوره کښې ډېرزيات استعمالېږي د ليکوالو پۀ خوله نۀ راځي او پۀ ځاے ئې پردي لغات ليکل کېږي. مونږ اوس د تش پۀ ځاے خالي ليکو، زړور ته دلېر او زمري ته شېر وايو، د دروند پۀ ځاے سنګين او د مينې پۀ ځاے محبت ليکو او ترکاڼ ته نجار وايو، پردي رانه بېګانه شو او د پښتو لمر او سپوږمۍ رانه پۀ فارسۍ کښې پنهان شول ځکه ئې ځاے افتاب و مهتاب يا شمس قمر ونيوۀ او توري پۀ حرف بدل شو او داسې نور.(٧)

    د ملګرو ملتونو د يوې څېړنې له مخې دا وخت پۀ ټوله نړۍ کښې پۀ زرونو ژبې وئيل کېږي چې پۀ هغې کښې نيمې ژبې د ورکېدو پۀ حالت کښې دي. ددغو ژبو د ژوندي ساتلو لپاره يا د خسمانې لپاره څۀ پروژې جوړې شوې دي، ملګروملتونو پۀ دغه لړکښې پښتو ته هم کار شروع کړے دے چې د پښتو د ليک دود (رسم الخط) مسئلې هم هوارې کړي. پۀ نن وخت کښې د ليک دود اووۀ نمونې پۀ کار راوستل شوي دي چې د هغې اړه يا بنسټ د بېلا بېلو سيمو وېناګانې دي . امېد کېدے شي چې د پښتو ژبې د ليک دود مسئلې هوارې کړل شي او دغسې پښتو ليک دود ته يو شکل ورکړل شي خو د دې څخه علاوه نورې تکنيکي مسئلې هم راپېښې دي. پښتانۀ د يو شان غږونو د پاره ډېر اوازونه او حرفونه وائي، دغه توري چې يو شان غږونه ترې پېدا کېږي يو اواز ته راوړل پکار دي. غروال چې يو ليکوال دے “د پښتو ژبې مسئلې” ترسر ليک لاندې ليکي. “د ژبې ارتوالے او اوږدوالے د دې پروا نۀ لري چې د هغې الفبا څومره اوږده ده او يا هغې کښې د يو غږ د پاره څومره حرفونه ليکل کېږي پۀ کومو ژبو کښې چې د يو غږ د پاره يو حرف ليکل کېږي نو د هغې ژبې ليک لوست اسان وي . . . ف، پ، ث، څ، س، ص، ځ، ذ ،ز، ظ، ض، ت، ط،ګ، ق، ج، ژ، ګ، ږ.. يوازې دا نه چې دا الفبا يو شان غږونه ورکوي بلکې پۀ دغه کښې ځينې د پښتو خپل لرغوني توري هم نۀ دي لکه ط ظ ص ض…. او دغسې نور بېخي ډېرې لږې کليمې دي چې د دغه الفبا سره جوړېږي او ځکه چې د طاقت… ظلم، صاحب، ضعيف او داسې نورو تورو لپاره مونږ د پښتو د اوازونو توري يا توري پۀ کار نۀ راولو نو ځکه د ملګرو ملتونود راپور له مخې پښتو ژبه د ورکېدو پۀ حالت کښې ده کۀ تاسو فکر وکړئ نو پوهه به شئ چې د پښتوځينې الفبا حرفونه بېخي د عربۍ د وېنا سره تړلي دي لکه ف، ق، ط، ظ او داسې نور. کۀ مونږ ليکو(فکر) خو وايو پکر او دغسې (طاقت) تاکت. مونږ نۀ يوازې دا چې وېنا اړوو بلکې خپل ليک دود هم ورپسې بيايو. عربي چې د (پ) (چ) ډ او ټ توري نۀ لري نو عربيان داسې کليمې د خپلې ژبې سره برابروي نه چې خپله ژبه پۀ کليمو پسې ګرځوي.

    د ځينو نورو ژبو پۀ شان د پښتو ژبه هم جوړول پکار دي، روسيانو دوه وارې پۀ خپله ژبه کښې اصلاح کړې ده نو ځکه ئې بهرني شاګردان پۀ اسانه زده کولے شي. دا حال پۀ هند کښې د ځينو ژبو هم دے. دحجاج بن يوسف د زمانې څخه وروستو عجم د عربۍ پۀ ليک لوست باندې پوهه شول هله ئې اصلاح يا سمون وشو. د پښتو رغول اسان ځکه دي چې دا نۀ خامپوڅي (خړ پوسې) وهي او نۀ ماشومه ده. د يوې ژبې لپاره د نورو ژبو نه اثر اخستل بده خبره نۀ ده، بايد چې خپله لمن پرې پراخه کړي خو داسې هم نۀ ده چې د خپلې ژبې ټول پۀ ټوله توري پۀ کښې وبائيلي او د نورو نه پور يا قرض شروع کړي او داسې نور. د بايزيد روښان د ليکدود رساله د پښتو ډېر مخصوص توري را اخلي لکه د “ټ” دا شکل اوس هم شته او پۀ خېر البيان کښې هم دغسې دے. مثلاً اټکل، پټول چې کټ مټ ئې مونږ هم دغسې ليکو، دغه رنګه څ ئې پۀ څ سره ليکلې ده لکه څلور، خرڅ او څوک او داسې نور مګر ځ بيا داسې نۀ ليکي لکه ځ بلکې دا تورے ئې بېخي زيات بدل کړے دے. د مثال پۀ ډول يعنې بايزيد روښان د (ځ) کښې د ر لاندې يوه نکته کوي. او داسې نور ډ او ړ داسې ليکي لکه چې اوس ئې مونږ ليکو مګر (ږ) او (ژ) کښې د (ژ) ږغ بلکل نۀ ليکي مثلاً روژه ( روږه) ژبه (ږبه) وژني (وږني) او داسې نور ليکي دغه رنګ (ښ) کټ مټ پۀ اوسني شکل کښې ليکي لکه ښېګړه، پښه، فرښته، کښې او داسې نور نور… دغه ډول مونږ پۀ اوسنۍ زمانه کښې هم پۀ دغه تورو کښې د جنجال سره مخامخ يو. راځئ چې د پښتو دالفبا پۀ باره کښې سره غونډ شو او دغه د تورو اختلاف لۀ منځه وباسو.

    کۀ چرې پۀ پښتو ژبه کښې ټول منلي اصول ومنل شي نو د دې سره به نۀ يوازې پښتو ژبه سپېځلې شي بلکې ليک لوست به ئې هم اسان شي او د راتلونکي وختونو د پښتو لپاره به هم دا ژبه چمتو شي. کۀ مونږ فکر وکړو نو پوهه به شو چې د دنيا ټولې ژبې هغه لوئې دي کۀ وړې، د انسانانو د يو شان کړمو، ضرورتونو او پېښو له کبله جوړې شوې دي، پۀ دې توګه د ټولو ژبو اړه يا بنياد يو دے. د پښتنو د ژوند پۀ مقابله کښې د عربو ژوند ډېر ساده دے خو ژبه ئې ډېره پراخه ده ولې چې ليک لوست پکښې ډېر دے. کۀ مونږ غواړو نو کولے شو چې پښتو ژبه د نورو ژبو سياله کړو نو دا خو هله کېدے شي چې مونږ پښتو ژبې ته د پښتو پۀ سترګه وګورو او داسې نور. راځئ پښتو ته د يو شاعر پۀ سترګه وګورو، شاعران ژبې ته پۀ ډېر لوړ نظر ګوري. زمونږ يوې خور چې “نورين شمع” نومېږي، پۀ پښتون مجله فروري ٢٠١٧ز کښې خپل يو شعر چاپ کړے دے، راځئ دغه دعقيدت ګلونه راواخلو او وې لولو چې مونږ ته د پښتو ژبې پۀ حقله څه وائي، لکه چې وائي:

    زما ځواني زما سينګار پښتو

    زما ژوندون زما معيار پښتو

    د هشنغر پېغله يم ګپ خونۀ يم

    څنګه دې هېره کړم در زار پښتو

    چې پۀ تا ځان خوري خوار به چرې نۀ شي

    چې څوک دې خوري تل به وي خوار پښتو

    درسره لوظ کوم در به ئې کړم

    کۀ زما سر دې شو پۀ کار پښتو

    قسم دے تا به د دنيا ژبو کښې

    ډېر د عظمت سره کړم شمار پښتو

    شمع به خپل لفظونه خپل حرفونه

    يوځل کړي ستا دغاړي هار پښتو

    د خپلې مقالې پۀ پاې کښې يو وار بيا وايم چې پير روښان د خپلو دغو دوؤ ذکر شوو کتابونو پۀ څېر نور کتابونه هم ليکلي وو. د دۀ پۀ ښو کتابونو کښې يو کتاب حالنامه ده. د روښان يو شاګرد دغه حالنامه بشپړه کړې ده او له سره ئې ليکلې ده. پۀ حالنامه کښې د بايزيد دکورنۍ او اولادې حال او احوال نوشته دي، د دغه کتاب ژبه فارسي ده. د ميا روښان بل کتاب صراط التوحيد دے. دا کتاب بايزيد پۀ فارسۍ او عربي ژبو ليکلے دے. بايزيد روښان داکتاب پۀ ٩٧٨هـ ق کال کښې تاليف کړے ؤ. دا کتاب پۀ ١٩٥٢ز کال پۀ پېښورکښې هم چاپ شوے ؤ. د صراط التوحيد سره سره پير روښان يو بل کتاب د مقصودالمومنين پۀ نامه هم ليکلے ؤ. دا کتاب بايزيد د خپل مشر زوي شېخ عمر پۀ غوښتنه پۀ عربي ژبه ليکلے ؤ ټول ٢١ فصله دي. دا کتاب هم پۀ ١٩٧٥ز کښې پۀ اسلام اباد کښې ليکوال دوکتور ميرولي خان چاپ کړے ؤ. بل کتاب ئې د فخرالطالبين پۀ نامه دے. د دغه نوم پۀ حالنامه کښې راغلے دے خو تر اوسه نۀ دے پېدا شوے. حالنامه وائي چې بايزيد دغه کتاب د بدخشان مرزا سلېمان ته استولے ؤ، دغه ډول تذکره هم يوه رساله وه. دغه رساله پۀ ١٣٥٥هـ ش د روښاني رسالې پۀ نامه او پۀ ١٣٦٤هـ ش کال د علم رساله پۀ نامه چاپ شوې ده. د رسالې نوم تذکره ده . دغسې پيرروښان يوه بله رساله هم د فرحت المجتبي په نامه ليکلې ده. دا د بايزيد روښان يوه بله منظومه پښتو رساله ده چې د پښتو د اولسي شعر پۀ اهنګونو کښې ئې نظم کړې ده. دا رساله اوس نۀ ده چاپ شوې . مضامين ئې د عرفاني مسائيلو بيان ته وقف شوي دي. د بايزيد روښان د اثارو له کتنې څرګندېږي چې دۀ پۀ عربي، هندي، فارسي او پښتو ژبو د څۀ ليکلو توان درلود او خپل عرفاني افکار او پۀ ديني او شرعي تبليغ پورې مربوط مسائل پۀ دغو څلورو ژبو بيان کړي دي او بس پۀ قول د جناب زلمي هېوادمل “دۀ پۀ فارسي نثر او نظم او پۀ پښتو د سجع نثر ټوټې او منظوم اثار ليکلي دي. د بايزيد روښان پښتو اثار هنري ارزښتونه نۀ لري خو دا چې بايزيد د يو داسې نهضت باني او سرلارے دي چې افکارو ئې پۀ پښتو ادبياتو خپل اغېز ښندلے دے او د دۀ پېروانو پښتو ادب ته ډېر څۀ ورکړي دي، نو د دغسې ادبي اثارو د تحليل او څېړنې لپاره لازمه برېښې چې پير روښان او د دۀ پۀ اثارو او افکارو هم څۀ لنډ بحث وشي.

    د بايزيد اثار کۀ ادبي ارزښت ونۀ لري خو دغه اثار د ژبې د لغاتو او ترکيبونو يوه عمده ذخېره لري او د پښتو ژبې د تحولاتو پۀ عمومي مطالعاتو کښې خپل ځاے لري. د بايزيد اثار پۀ پښتو ژبه کښې هغه لومړني اثار دي چې يوه مشخصه عرفاني نظريه پۀ بشپړه توګه پکښې بيان شوې ده . کۀ څه هم تر بايزيد دمخه هم مونږ پۀ پښتو کښې د عرفاني اثارو څرک مومو خوهغه اثار لږ دي او داسې نور اوس پۀ پاې کښې خپله دغه مقاله پۀ دغه شعر سره پاې ته رسوم لکه چې وائي:

    دغه درې اصله مې درې جهانه ارزي

    چې انسان يم مسلمان يمه افغان يم

    حوالې:

    1 . هېواد مل زلمے، د پښتو ادبياتو تاريخ (لرغونې او منځني دورې) وړومبے ټوک دوېم چاپ

    2 . د دراني دروېش ليکنه (بايزيد انصاري او د هغۀ د نبوغ زړي) مياشتنۍ “پښتون” مۍ ٢٠٠٧

    3 . حبيبي عبدالحۍ (د پښتو ادبياتو تاريخ) وړومبے اودوېم ټوک

    4 . کاکا خېل تقويم الحق (د مخزن مقدمه)

    5 . د دراني دروېش ليکنه (بايزيد انصاري او د هغۀ د نبوغ زړي) مياشتنۍ پښتون مۍ ٢٠٠٧ز

    6 . هېواد مل زلمے، د پښتو ادبياتو تاريخ (لرغونې او منځني دورې) وړومبے ټوک دوېم چاپ

    7 . ليکوالي املا وانشاء دالفت ګل پاچا کتاب پښتو ټولنه کابل (دوېم چاپ)

    8 . غروال (برېډ فوډ انګلستان) مضمون د پښتو ژبې مسئلې (مياشتنۍ پښتون جولائي ٢٠٠٦ز)

    9 . مياشتنے پښتون فروري ٢٠٠٧ز

    10 . هېواد مل زلمي د پښتو ادبياتوتاريخ (لرغونې او منځني دورې وړومبے ټوک دوېم چاپ)

     

  • د ټکر د وياړ پېښه – سلطان خان ټکر

    د ټکر د وياړ پېښه – سلطان خان ټکر

    ټکر د پښتونخوا یو مشهور کلے دے چې د تاریخي سيمې تخت بايۍ قبلې اړخ ته درې کلوميټره د لوئر سوات کېنال پۀ غاړه زړۀ راښکونکو نظارو سره پروت دے. دا کلے کۀ څۀ هم ډېر زيات زوړ دے خو ابادي ئې هغه وخت پۀ زياتېدو شوه کله چې انګرېز دلته پۀ کال ۱۸۸۲ز کښې نهر کنستل شروع کړل او بيا د جلاله تاريخي سيمې نه خلک دلته خپلو پټو او مېرو ته راتلل او ابادېدل شروع شول. ګاروشاه، فضل اباد، ښادي او پاتۍ کلي هم د نهر لوئر سوات پۀ غاړه پۀ قطار پراتۀ دي،چې خلک ئې د یوې وینې او رشتې خلق دي او د نهر د ووتو سره د خپل ابائي کلی جلاله نه دلته پۀ خپلو پټوکښې مېشتۀ شول. د تعلیم د ابتدا پۀ حوالې سره پۀ ضلع مردان کښې د مردان او لوندخوړ نه پس درېم نمبر باندې ټکر کلے دے. خلق ئې ډېر مېلمه دوست او د نرم لهجې خاوندان دي. پۀ تاریخي تړون تر دې دمه زياتره خلک ئې د اے اېن پي سره ملګرتیا کوي. د تاریخ پۀ رڼا کښې دا خلق د غوړې مرغۍ افغانستان نه د اوبو او ګيا پۀ تلاش کښې د نوښار مومن ډېرۍ ته راغلل او د هغې ځاے نه د تاریخ چپو د چارسدې تنګي سيمې کند ډهېرۍ ته ورسول او د تاریخ اخري څپېړې د جلاله پۀ خټانو ودرول. مونږ ټولو ته معلومه ده چې انګرېزانو لۀ خوا د دې سيمې (برصغیر) د قبضه کولو نه پس د برصغیر د خلقو ډېر بد حال ؤ. هر سړے د ذلت سره مخ ؤ. دوېرې یوه بدحاله تیارۀ وه. هېڅ چا د دې ظلم خلاف اواز نۀ شو پورته کولے خو بيا د پښتنو پۀ دې خاوره یو زلمے د دې ظلم خلاف راوچت شو. دوي ددې سيمې ترقي د هغوي د تعلیم پۀ مېدان او پۀ پښتون قوم کښې دموجود غلط سوچ او غلط رسمونود ښۀ سوچ او خېر ښيګړې پۀ بدلون کښې لیده . دوي پۀ دې غرض د اصلاح الافاغنه پۀ نوم د یو تحریک بنیاد کېښود او د دې تحریک د ځوانانو پۀ مضبوط عزم او سپین نیتو ملګرو پۀ بنياد ئې دومره وده وکړه چې دغه تن د نړۍ پۀ سیاست کښې یو ځلنده ستورے جوړ شو چې نن ئې نړۍ دباچا خان پۀ نوم پېژني .

    دسيمې د ترقۍ دپاره چې باچا خان بابا کوم تحریک د اصلاح الافاغنه پۀ نوم شروع کړے ؤ هغې د پښتونخوا پۀ سيمې عموماً او د دې علاقې پۀ غېرتمندو خلقو کښې د جنون یوه نشه پېداکړې وه . دې سره د باچا خان قافلې ته د مخلص پېروکارو یوه داسې ډله ملاو شوه چې دباچاخان بابا به زیات وخت ددې سیمې د مخلص دوستانو سره پۀ رفاقت کښې تېرېدو. پۀ دې سيمه خو دوستان د بابا بې شمېره وو خو سالار شمروز او ملک معصم ته د بابا د ښي او ګس لاس اهميت حاصل ؤ. بابا به پۀ هره اهمه موقع دوي سره صلاح مشوره کوله . ددې سيمې د بېدارۍ سره انګرېز هم خپله ځان د وخت وخت د منصوبو نه خبر ساتلو. کله چې د قيصه خوانۍ د وینو ډکه پېښه وشوه نو دې سره د دې سيمې پۀ خلقو کښې د خفګان او غصې چپې رابېدارې شوې. انګرېز د باچا خان بابا خواږۀ ملګري ملک معصم او سالار شمروز خان پۀ 27 مۍ 1930ز کښې ګرفتار کړل. خو د علاقې خلقو کښې دومره غصه وه چې دوي ورسره هم د جلوس پۀ شکل کښې روان شول او چې څومره مزل کېدۀ نو دومره جلوس درنېدۀ. اخر د ا چې جلوس د ګوجرګړهۍ پورې د یو سېلاب شکل اختیار کړو. د وېرې پۀ سوب د اېس.پي رويه ګستاخانه شوه او پۀ جلوس ئې لتې وهل شروع کړل. د مرفي پۀ دې طرز عمل باندې خدائي خدمتګار سیدا امین او محمد امین دواړه وروڼه هم بې قابو شو او اېس پي مرفي ئې د اس نه ښکته را نسکور کړو. ناګهانه پرې د ډهنډاو کلي سلطان پهلوان د طمانچه ګزار وکړو او د ګوجرګړهۍ سواتۍ ابۍ چې پۀ جلوس د اوبو وېش کولو ،د اوبو ډک منګے د اېس . پی مرفي سر ته داسمان نه را خطا کړو .اېس . پي مرفي هم دغلته ووژلے شو. داوخت انګرېز سپاهیان لکه د زلزلې غوندې پۀ قهر وو خو د خداے پۀ فضل فضاء طوفاني شوه او جلوس لکه د پېریانو ورک شو. سالار شمروز او ملک معصم هم د انګرېزانو د ګرفت نه لکه د مرغۍ والوتل . د شپې پۀ وخت د ټکر کلي نه ګېر چاپېره د انګرېز فوځیان د محاصرې پۀ شکل کښې د خپل جنګي سازوسامان سره پرېوتل . خو د خواوشا علاقې خدائي خدمتګارو د سخاکوټ نه تر منګاه ا ود میر اباد نه د سید اباد پورې ټول عالم د خپلو ماتو ګاډو وسلو سره د سحر پۀ کېدو حاضر وو. د ډېرې سختې مقابلې نه پس 72 د علاقې خلق شهيدان شول. انګرېز فوځ ته خو ملک معصم او سالار شمروز پۀ ګوتو رانغلل. البته میربازخان،سربلند خان ،ګل شرف خان او پیر شهزاده د مشقت بنديوانۍ سره مخ شول. د شهيدانو نومونه خو ډېر دي خو د مثال پۀ توګه به زۀ یو څو نومونه وړاندې کوم. شهيدجمعه سید، ملیانو کلي کالوشاه، شهيدګل زمان، باغي شاه کلے، شهيد صنوبر، بره تمبولک، سیدبلند، شاه نور پل، زړورشاه، جلات خان، ساړوشاه، حضرت ګل اوحاجي محمد یونس، ساړوشاه.

    معروف سیاستدان دلبر خان ټکر د ملک معصم زوے ؤ او جواد ناظم ئې نمسے دے. د پښتو ژبې مشهور سندرغاړے سردار علی ټکر د ملک معصم ورارۀ دے او د راقم ماماخېل دے. فېروز خان اېډوکېټ د سالار شمروز زوے دے. د راقم د مور لۀ طرفه ماماخېل دے او د پښتون رسالې ايډيټر ساجد ټکر تعلق د دوي د خاندان سره دے. سالار شمروز او ملک معصم سانډوګان هم وو. سلطان پهلوان ئې د ډهنډاو کلي اوسېدونکے ؤ، د بل ورور نوم ئې عبدالمنان ؤ. د دواړو وروڼو اولاد نۀ ؤ. سیدامین او محمد امین دواړه وروڼه د تخت بايۍ د امین کلي اوسېدونکي وو. د ټکر پۀ واقعه کښې ددې علاقې ډېرخلق پۀ مړانه جنګېدلي وو خو څۀ خلق د خدائي خدمتګار تحریک سره د جنوني وابستګۍ پۀ سوب د تاریخ پۀ پاڼو کښې د لازوال حېثیت خاوندان شول. بلکې باچا چې نوم ئې سید رحیم باچا ؤ. د سادات خاندان سره تعلق ؤ. د انګریزانو خلاف د ازادۍ د وخت پورې د باچا خان د پېغام خورلو د پاره د خلقو راغونډولو لۀ د بګل نه کار اخستو، د انګرېزانو دلاسه ډېر ځل پرې تشدد شوے ؤ خو پۀ خپل موقف کلک ولاړ ؤ. د موصوف خاندان د500 جرېبه جائیداد خاوند ؤ خو پۀ اخر کښې د هرڅۀ نه تش لاس پاتې شو. اخري عمر ئې د بهلولي پۀ خاوره تېر کړو او هم هلته خاورو ته وسپارل شو. صحبت خان ټکر د شهباز خېل محلې سره تعلق لرلو، د ټکر واقعې شپاړس کلن مجاهد ؤ. دخپل کتاب “پاکستان اور خان عبدالغفار” پۀ سوب د خدائي خدمتګار پۀ تحریک کښې ځلنده دے. دے د ملک معصم د دوېم ټبر پۀ لحاظ سره د هغه سانډو هم ؤ. رحمت خان بابا چې د خدائي خدمتګار تحریک د پاره د ډېرې مېلمستیا خاوند ؤ، د ناظم ایوب خان ټکر د نيکۀ ورور ؤ. عمر ګل کاکا چې د فضل اباد اوسېدونکے ؤ، دوي به د باچا خان بابا د پاره د پېغام رسانۍ کار کولو خو د انګرېز لۀ خوا تل پۀ سخت نظر کښې ؤ. حاجي محمد شهيد دوي هم د ټکر د پېښې یو نوموړے مجاهد ؤ. پۀ 1942 ز کښې انګرېزانو د مردان پۀ عدالت کښې شهید کړو. موضع پاتۍ کښې دفن دے. پۀ 1973کښې د دوي قبر ګورنر ارباب سکندر خان خلیل تعمیر کړو. پیر فضل اکبر چې یو بل مجاهد دے، پۀ 6 مۍ1970کښې د نېپ پۀ جلسه کښې پۀ سوات اوډیګرام کښې شهيد کړے شو. فضل اکرم هم د واقعه شهدائے ټکر یو لوے مجاهد ؤ، د خادي کلي سره نزدې پۀ میا قلعه کښې اوسېدو، ډېر صاحب جائیداد ؤ او د پخواني وزير خزانه سرتاج عزیز ترۀ ؤ. دمرګ د اخري ساه پورې پۀ سرو جامو کښې به ګرځېدو.

    د ټکر واقعې ته د پښتو ژبې ټول شاعران پۀ ډېردروند نظر سره ګوري . . .

    ښاغلے رحمت شاه سائل صېب ئې داسې يادوي:

    يا خو د شفق سره سيالي کړي د ټکر کوڅې

    يا پۀ وينو سرې دي د بابړې د هر نر کوڅې

    هم دغه شان خداے بخښلے ډاکټر صاحب شاه صابر ئې داسې ذکر کوي :

    تۀ راته ووايه چې څۀ پۀ کربلا کښې شوي

    ما پۀ ټکر او پۀ بابړه تبصره راوړې

    د مردان نوموړے ادبې شخصيت او شاعر امن پير ګوهر ګوهر ئې داسې عکاسي کوي:

    دې پاتۍ ټکر د مشين ګن ګولۍ خوړلي

    ښائي کۀ زلمي ئې لږ کاږۀ واږۀ د خېاله ځي

    پۀ مۍ 2013ز کښې د هغۀ وخت د هائيډ پارک مجلې ايډيټر ساجد ټکر د يوې مرکې پۀ مهال د مور بي بي بېګم نسیم نه د ټکر د شهیدانومتعلق پوښتنه وکړه نو مور بي بي خپل خیال څۀ داسې څرګند کړو، “اګر چې دانګرېزانو خلاف پۀ پښتنوکښې غصه وه، پښتنو د انګرېزانو نه د ملک ازادول غوښتل، دې واقعې پۀ عملي توګه پښتون قوم د انګرېز قوم خلاف راپاڅول. انګرېزانوته پته ولګېده چې اوس پښتون قوم د خپل منزل د لاسه کېدو نه بغېر نۀ کښېني او دغه دپښتون قوم اواز دباچا خان پۀ قیادت کښې نور هم مضبوط شو”. مور بي بي زیاته کړه چې د باچاخان بابا او ولي خان د ټکر سره ډېره مينه وه. پۀ هره موقعه به ئې د ټکر ذکر کولو. دواړو به د دې ورځې پۀ مناسبت سره د شهيدانو کلیزه ډېره پۀ مينه او درناوي سره نمانځله. مور بي بي ووې کۀ چرې مونږ دا ورځ هېره کړه نو مونږ به خپل ماضي هېره کړو او چې څوک خپل ماضي هېره کړي نو هغه خپل مستقبل هېڅ کله نۀ شي خپلولے.

    باچاخان بابا واقعي چې د ټکر سره ډېره مينه لرله . مونږ ماشومان وو چې بابا به ناڅاپه ټکر ته راغے او دسالار شمروز خان حجره چې زمونږ د کور سره دیوال پۀ دیوال ده، د غټو خلقو نه علاوه د ماشومانو به هم ډکه شوه او یو قسم لۀ اختر به جوړ شو. چې بجلي به نۀ وه نو مونږ ماشومانوبه بابا ته پۀ ببوزي وهلو جګړې کولې، بابا به مونږ لۀ پۀ سرونو لاس کېښودو او لوے شې لوے شې اوازونو نه به ئې راته کول. د کلي ټولې حجرې به صفا شوې او بابا به وار وار پۀ ټولو حجرو دوره وکړه او چې څومره ضعیف او بیمار خدائي خدمتګار به وو د ټولوپوښتنه به ئې وکړه.

    واقعي چې د بابا او د ولي خان د ټکر سره ډېره مينه وه او د ټکر شهيدان به ئې ډېر درناوي سره نمانځل. 28 مۍ ته چې به لس ورځې پاتې شوې نو د ټکر او د خواوشا کلو به بل شان رنګ ؤ. پۀ ټولو کورونو د پاسه به سرې جهنډې وې. پۀ حجرو کښې به ددې ورځې د تیارۍ بحثونه کېدل. د ټانګو دور ؤ. دعلاقې ټولې ټانګې به سرې ډولۍ ښکارېدې. پۀ ټانګو کښې به هم د ټکر د شهيدانو او دباچا خان تذکرې وې. اخري شپه خو به بالکل د اختر شوه. د خلقو نه به پۀ خوند کښې بالکل خوب تښتېدلے ؤ. درې څلور ورځې به بالکل د ډهول سرنا اوازونه وو. د28ز مۍ پۀ سحر خو به ټکر پۀ سور رنګ کښې ډوب ؤ. مست مست اسونه به سرۀ بنارسوکښې د ډهول پۀ اوازونو خوندور رقصونه کول .کۀ بابا به د تخت بايۍ طرفه راتلو نو خلق به د اسونو پۀ جلوس ښکته پهاټک ته تلل او کۀ بابا به د ساړو پۀ طرف ؤ نو د جلوس روانګي به پۀ دغه طرف وه. بابا به پۀ اس سور شو او جلوس به د انقلابي نعرو سره روان ؤ. د ټکر پل ته به چې جلوس ورسېدو نو ماشومانې جینکۍ به پۀ سرو جامو کښې ولاړې وې او پۀ بابا به ئې د ګلونو یو باران جوړ کړو. دا نعره به ډېر پۀ خوند وه.

    “کۀ د ځلمو نه پوره نۀ شوه. فخرافغانه جینکۍ به دې ګټينه …”

    د ټکر پۀ یاد ګار به ګلونه واچولے شول. دعاګانې به وشوې. د مردان چارسدې او د صوابۍ د خلقو به یو عظیم الشانه غونډه وه. بابا، ولي خان بابا او نورو درنو مشرانو به تقریرونونه وکړل، څۀ به د تاریخ پۀ جنګ بیان وشو او څۀ به دپښتون حقوق د حصول د جنګ پۀ حقله وو. وخت تېرېدو سره باچاخان بابا او ولي خان بابا سره د ملګرو د جهان فاني نه کوچ وکړو. زياتره خدائي خدمتګار هم د مرګي پۀ خوب اودۀ شول. د ورځ نمانځنه د اسفندیار ولي خان او د خدائي خدمتګار د نوي کهول پۀ ذمه شوه. ملي مشر اسفندیار ولي خان څو وارې دې ورځې نمانځلو لۀ راغلے دے. بیا پۀ ملک د دهشت ګردۍ داسې تورې تیارې جوړې شوې چې د سیاست رخ بدل شو او دا ورځ د ضلعي قیادت پۀ مشرۍ کښې پۀ لوکل سطح نمانځل شروع شول. د نوي کهول اوس ھم هغه شان بې قراري ده چې دا ورځ دې ھم هغه شان عکسونه وړاندې کړے شي او یقیناً چې د ګوند مشرانو سره هم دا احساس شته چې دا ورځې دې هم پۀ هغه شان جذبې سره نمانځل شي او امید دے چې پۀ 2021 کښې دا ورځ تاریخ پۀ شان نمانځل شروع شي. واقعي چې تاریخ د مور بي بي دا وېنا صحیح ثابت کړې ده. د باچا خان بابا د ژوند وړومبۍ او اخري ګرفتاري د ټکر نه شوې ده او د بابا د میت غسل او قبر ته کوزول د دلبر خان ټکر پۀ لاسونو شوي وو.

    ملک معصم خان پۀ کال۱۹۶۵ کښې لۀ فاني نړۍ کوچ وکړو او سالار شمروزخان پۀ کال 1972 کښې د خاورو څادر پۀ ځان خور کړو. سالار شمروز د کلي لوئې مقبرې خوا کښې خپله مقبره کښې پۀ دائمي خوب اودۀ شواو ملک معصم د خپل جائیداد د کبله د شهدائے ټکر پۀ خوا کښې پۀ اخري استوګنه مقیم شو. د ټکر یادګار د سړک پۀ غاړه د ټکر پۀ چوک کښې د یو نهر پۀ دوه نهرونو کښې د تقسیمي نقطې پۀ خوا کښې جوخت پروت دے. د سردارعلی ټکر کور د نهر او سړک بلې غاړې ته پروت دے. یادګار او د سردار علي کور ته چې پۀ یو نظر ګورې نو لامهاله دسردار علی پۀ اواز کښې “پۀ ټکر جنګ دے” نغمه پۀ دماغو کښې د یو ګونج شکل کښې پرېوځي.

  • د باچاخان او رهبرتحريک خان عبدالولي خان يادونه – ارباب الطاف قادر

    د باچاخان او رهبرتحريک خان عبدالولي خان يادونه – ارباب الطاف قادر

    کله چې پۀ ١٩٨٦ز کښې پۀ کراچۍ کښې عوامي نېشنل پارټي جوړېده نو پۀ دغه ورځو کښې خبر شو چې باچاخان د جي اېم سيد پۀ دعوت هم کراچۍ ته روان دے او بابا به پۀ رېل ګاډي کښې ځي. د پښټون سټوډنټس فېډرېشن ډېرو ملګرو فېصله وکړه چې باچاخان سره به يوځاے پۀ رېل ګاډي کښې ځو،او مونږ به د پارټۍ پۀ کنونشن کښې ګډون کوو. هم داسې وشوه. د پېښور صدر رېلوے سټېشن نه يوځاے باچاخان بابا سره پۀ رېل ګاډي کښې کراچۍ ته لاړو.

    د باچاخان د رېل ټکټ د عام کلاس (چې ورته به ئې سېکنډ کلاس وئيلو) ؤ. بابا پۀ سېکنډ کلاس ډبه کښې ناست ؤ او پۀ ډبه کښې ورسره د پي اېس اېف ګڼ ملګري هم موجود وو. پۀ دغه رېل کښې زيات ملګري او مشران د پارټۍ او پي اېس اېف وو. د باچاخان د تګ نه جوړ دا ټول ملک خبر ؤ. پۀ هر رېلوے سټېشن به ډېر تود هرکلے کېدو.

    د حاکم علي زرداري پۀ ځاے کښې د پارټۍ کنونشن د څلورو پارټو د ادغام سره وشو. رهبر تحريک خان عبدالولي خان پکښې د پارټۍ مرکزي صدر شو او نوم ئې ورله اے اېن پي کېښودو. د هغې نه پس پۀ هره صوبه کښې د پارټۍ تنظيمونه جوړشو. زمونږ د پښتونخوا صوبې چې تنظيم جوړ شو نو لطيف اپريدے صدر شو. د هغې نه پس د صوبې تنظيم پۀ جنوبي اضلاع کښې د خان عبدالولي خان د دورې لپاره د درېو ضلعو دوره جوړه کړه چې ډېره اسماعيل خان، بنو او کرک پکښې شامل وو. دا پۀ ١٩٨٧ز کښې د ژمي ورځې وې. مونږ د پي اېس اېف درې کسان ميا افتخار حسېن، صدرالدين او زۀ د مشرانو سره پۀ دې دوره کښې شامل وو او د پارټۍ ډېر فعال ملګرے ارباب مجيب الرحمان هم د ځان سره ملګرے کړو. پارټي مو د خپل تګ نه خبر کړه. پۀ دې دوره کښې وړومبۍ عوامي جلسه د ډېره اسماعيل خان پۀ حقنوازپارک کښې وه چې دوه بجې به شروع کېده. د پروګرام مطابق سحر دوخته بلور هاوس ته لاړو. ټول مشران راغلل. د هغۀ ځاے نه خان عبدالولي خان، حاجي غلام احمد بلور، لطيف اپريدے، ارباب همايون خان او څلور کسان مونږ د ډېره اسماعيل خان پۀ لور روان شو. دوه بجو لۀ ډېره اسماعيل خان ته ورسېدو. ډېره عظيم الشانه جلسه وشوه.

    د جلسې صدر اسلم خان اېډوکېټ پۀ ځاے کښې د مشرانو پۀ درناوي کښې مېلمستيا وه. د پښتون اېس اېف د ملګرو پۀ وېنا مونږد مشرانو نه اجازت واخستو او شپې له هغوي سره ګومل پوهنتون ته لاړو. سبا د مشرانو سره يوځاے د بنو پۀ لور را روان شو. بنو ته پۀ را رسېدو سره د بنو د پارټۍ مشرانو د ښار نه بهر پۀ خپل روايتي انداز هرکلے وکړو چې نن هم زما پۀ ياد دي. هغه وخت د پارټۍ د ضلعې صدر عطاء الله جان خان ؤ. د هرکلي وروستو جلوس د هاکي سټېډئيم پۀ لور روان شو چرته چې جلسه وشوه. د مشرانو لپاره پۀ نورنګ کښې د مم خېلو پۀ کلي د مجيدخان پۀ ځاے کښې د شپې بندوبست شوے ؤ. ولې مونږ د PSF ملګرو شپه د صدرالدين سره وکړه چې هغه د دې کلي سره تعلق لري.

    پۀ سبا د کرک پۀ لور را روان شو. پۀ سور ډاګ باندې دکرک ضلعې مشرانو د هرکلي تابيا کړې وه. د کرک ضلعې هغه روايتي هرکلے چې راياد کړم نو نن مې هم جذبې ځوانې شي.کرک کښې چې د خان عبدالولي خان اورېدو له څومره خلق راغلي وو هغه د ليدو وړ منظر ؤ. ډېره درنه جلسه وشوه. د جلسې نه وروستو د پارټۍ د ضلعي صدر فاروق خان اېډوکېټ لۀ خوا مختلفو کلو کښې د مشرانو لپاره د تګ ترتيب جوړ شوے ؤ. پۀ هغه ورځ چې دا مشران څومره کلو ته لاړل هغې سره د پارټۍ ورکران ډېر خوشحاله شو. د کرک ضلعې وسعت ما ته پۀ هغه ورځ معلوم شو چې څومره کلو کښې د مشرانو لپاره دوره جوړه شوې وه. د ضلعې پۀ اخر سر کښې پۀ يو کلي کښې د شپې بندوبست شوے ؤ. شپه مو هلته وکړه. ماته يادېږې چې پۀ هغه کلي کښې بجلي نۀ وه. پۀ سبا مو د هغۀ ځاے نه د پېښور پۀ لور سفر شروع کړو.

    پۀ دې دوره کښې مونږ سره د لاچۍ نه د PSF يو تن مطيع الله هم ملګرے شوے ؤ. واپس چې راتلو نو هغۀ رهبر تحريک خان عبدالولي خان ته ووئيل چې ما سره به پۀ لاچۍ کښې چايوته ايسارېږئ. دغه د پروګرام حصه نۀ وه، خو ولې ولي خان ووئيل چې دے ډېر اسرار کوي نو خفه کولے ئې نۀ شو. هغه ملګرے هغه د پښتومتل دے چې پۀ “جامو کښې نۀ ځاے کېدو”. هغۀ سره مو پۀ لاچۍ کښې څۀ شېبه دمه وکړه او د هغۀ ځاے نه پېښور ته را روان شو.

  • د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن ارتقائي سفر  پر پښتني کلتور اثرات – مابت کاکا

    د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن ارتقائي سفر  پر پښتني کلتور اثرات – مابت کاکا

    د یو قام کلتور د هغوي د متضادو رویو، اقدارو، عقیدو او نظریو څخه جوړ وي. کۀ چېرته یوه ټولنه، قام یا یو کمیونټي پۀ متفقه توګه هم د یو شخص د افکارو او نظریاتو پر اساس جوړه شي، امکان نۀ لري چې مدام دې پۀ هم هغو اقدارو کښي سفر را وکړي. ځکه چې د حالاتو لۀ تغیر سره دخلکو رویې بدلېږي. یوه ټولنه کۀ د مثال پۀ توګه د یو شخصیت پر اقوالو زرینو ولې نۀ وي ولاړه، خو لۀ هغه پس د دې ټولنې د افرادو د ضروریاتو، رویو، او هیلو د اختلاف لۀ کبله، به د دې اقوالو مختلف او متضاد غوندي تشریحات را مېنځ ته کېږي.

    داسي مثالونه، چې یو کلتور دې بس د یو فرد پر افکارو ولاړ وي، پۀ تاریخ کښي د نيشت برابر دي. لۀ دې خبرې کۀ څۀ هم انکار کول ګران کار دے، چې مونږ چې دانساني تهذیبونو هر لوے پړاو ته ګورو، مونږ ته څۀ لویان خلک د دې لویو پړاونو بنسټ ګر ښکارېږي. خو داسي نۀ وي چې له یو فرد څخه د یو قام پوره کلتور پېلېږي. بلکې دغه افراد پۀ خپله د یو ټولنې د شتۀ کلتور تخلیق وي. خو دوي پکښي پۀ نیمو اقدارو کښې نوے روح پوه کړي. د نیمو اقدارو څۀ داسي تشریحات وکړي، چې هغه د خپل دور خلکو ته زیات قابل عمل و ګرځوي. د دوي تشریحات پۀ خپله پۀ هغه کلتور کښي د متضادو اقدارو پۀ حېث را مېنځ ته شي. لکه د سیند پۀ مخ کښې چې پرښه ولاړه وي، هغه لوے انسان پۀ دې وي چې د یوې ټولنې د ژوند سمت پۀ بله واړوي.

    د یو لوے انسان د لویوالي لویه نخښه دا ده، چې د یو کلتور پۀ شننه کښې هغه د تاریخ پوهانو، بشرپوهانو، ټولن پوهانو او سیاست پوهانو د پاره د یو مهم رېفرنس رول لوبوي. زما نۀ شي خیال، چې د پښتنو د موجوده کلتور پۀ شننه کښې دې یو غېر متعصب تاریخ پوه، او بشرپوه د باچاخان او د هغۀ وړومبي ټولنیز سیاسي تنظیم انجمن اصلاح الافاغنه کښې نوک نه ووهي. انجمن اصلاح الافاغنه لکه چې لۀ نوم څخه څرګندېږي، د باچاخان د تحریک اولنے سیاسي حرکت ؤ، پۀ کوم وخت کښې چې لا باچاخان د مسلمانانو د دېوبند د ازادۍ لۀ تحریک نه متاثره وو. کوم څۀ ته چې رهبر تحریک خان عبدالولي خان هم پۀ خپل کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” کښې اشاره کړې ده. د پښتنو پۀ زر کلن تاریخ کښې چې و کتل شي، د یرغلګرو پۀ ضد تقریبا پۀ ټولو غورځنګونو کښې اسلامي جزبه هم څرګندېږي. خوشحال خان خټک هم چې اورنګزېب پښتنو ته معرفي کوي، نو وائي:

    چې پۀ نوم پښتون غوڅېږي پرې خوښېږي

    اورنګزېب داسې باچا دے د اسلام

    داسې برېښي چې باچاخان هم د پېرنګیانو پۀ ضد پۀ اول کښې پۀ پښتنو کښې د ازادۍ جذبه پۀ مذهبي ژبه را پیدا کوله. خو د افغانیت شناخت پۀ اول تنظیم کښي هم پۀ پام کښې شعوري نیول شوے ؤ. د هندوستان لۀ مسلمانانو، وروسته لۀ هندوانو سره یو ځاے د ازادۍ مبارزه ځکه ضروري وه، چې پېرنګي نېغ پۀ نېغه پۀ افغانستان کښي وجود نۀ درلود، ځکه نو هلته د پېرنګیانو پۀ ضد اوس داسې یو حرکت نۀ ؤ. د پښتونخوا سیمه دهندوستانیانو پوښتولو بغېر لۀ هندوستان سره پۀ زور پېرنګي تړلې وه. دلته د افغانیت لۀ شناخت سره لۀ هندوستانیانو سره د ازادۍ مبارزه، مشکل پۀ دې وه چې د 1858 لۀ جنګ ازادۍ وروسته هندوان او مسلمانان دواړه پۀ دې نتیجه رسېدلي وو، چې دوی پۀ وسلواله مبارزه ښائي نور خپل منزل ته و نۀ رسي. پۀ کوم قسم حکومتي ساخت (Structural Governance) کښې چې دوي پېرنګي تړلي دي د دې د پاره د منظم، شعوري، سیاسي حرکتونو ضرورت دے. د باچاخان او حاجي صاحب ترنګزے د مېتوډ د اختلاف پۀ باب کښې همدې خبرې ته باچاخان پۀ خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کښې اشاره کړې ده.

    دغه ادراک د حریت د غورځنګونو پۀ تاریخ کښي د پښتنو پۀ کلتور د یو نوي پړاو حېثیت پۀ دې لري، چې تر دې وړاندې د پښتنو د ازادۍ حرکتونه ټول مسلح دي. پخوا چې لا جدید ریاست وجود ته نۀ ؤ راغلے، د استعمارګر یرغلګرو د شړلو د پاره د پښتنو قبائیلي اتحاد ئې کولے شو چې د خاورې اختیار د تورې پۀ زور ځنې واخلي. خو د جدید معیشت پر نظام ولاړ پېرنګي استعمار د مقابلې د پاره د دوي تر تنظیم او عقل زورور تنظیمي او عقلي بنیادونه غوښت.

    پېرنګیانو د نوکریو او د پارلېمان د سيټونو د پاره چې د مردم شمارۍ کوم نظام را مېنځ ته کړے ؤ، دغه نظام کۀ یو اړخ ته د جدید جمهوري ریاست د فنډونو د تقسیم د پاره اسانتیاوې پېدا کولې، خو بل اړخ ته ئې د یوې جغرافیې خلک پۀ مختلفو شناختونو کښې هم تقسیمول. د هندو او مسلمان، د شیعه او سني، تقسیم یو اړخ ته، پۀ پښتنو کښې دغه تقسیم هغوی مکمل د قبائیلیت پر بنیادونو کړے ؤ. د ریاستي سټرکچر دې باریکو مزو چې د ټول هندوستان انسانان پۀ کوم هنر تړلي وو، انجمن اصلاح الافاغنه پۀ هم دغه شان هنر، پۀ داسې باریکو مزو د لښکر جوړولو یوه کامیابه هڅه وه. د هندوستان لۀ مسلمانانو او هندوانو سره د یو ځاے سفر کولو د پاره اړینه وه، چې د پښتنو تر میان د دوي قبيلوي دېوالونه پۀ داسې هنر مات شي، چې د دوي د پاره د مسلمان افغانیت لۀ شناخت سره دوي له هندوانو سره هم یو ځاے سفر وکړے شي. غرض دا چې خوشحال بابا چې د یو پښتون د پاره د تربګڼۍ د ویالې پر ځاے پۀ دریاب کښې د لامبو وهلو کومه لاره غوره کړې وه، لکه چې وائي:

    څو دې وس رسي پۀ لوے دریاب کښې اوسه

    پۀ ویالۀ کښې دې زوال وینم نهنګه

    دغه لاره پۀ دې وخت کښي یوازې د انجمن اصلاح الافاغنه غوندې تنظیم پۀ ذریعه ممکنه وه. دې انجمن او بیا خدائي خدمتګار تحریک چې پۀ پښتني کلتور کښې کوم اصلاحات پۀ پام کښي ونیول، هغه تردې حده زورور او ژور پاتې شو چې نن هم د پښتنو پۀ خاوره باندې روان سیاسي حالاتو او د استعمارګرو د سټراټېژیو مهم موضوعات دي. مونږ کۀ د عدم تشدد او جهاد، امن ، جنګ او ترهګرۍ، د پښتنو یووالي او تربګنۍ ته پام هم و نکړو، یوازې د مېلمستیا او د غېرت موضوعات د تېرو درې لسېزو د سټراټېژک پالیسیو پۀ رڼا کښې تر بحث لاندې کړو نو مونږ پوهېدلے شو چې د باچاخان او د هغوي د ملګرو د انجمن اصلاح الافاغنه اقدار نن هم د پښتنو افغانانو پۀ ژوند کښې تر کومه حده تعلق او relevancy لري.

    له اسامه بن لادن نه رانیولې بیا د وزیرستان تر اوزبکو او چېچنو، چې کوم سټراټېژک غوبل د پښتنو کورونه وران کړل، دا نن هم د پښتنو د کلتور د مېلمستیا پۀ عنعناتو کښې تر بحث لاندې کېږي. باچاخان او د هغۀ د انجمن اصلاح الافاغنه ملګري پوهېدل چې جدید ریاست چې پر کومو بنیادونو ولاړ دے، د هغو بنیادونو پۀ رڼا کښې باید یو وږے مسافر، ریاست پۀ خپله موړ کړي. نۀ دا د خلګو ذمه واري ده چې دوي مېلمانۀ، یا پردي خلک پۀ نس ماړۀ کړي او نۀ دا د دوي ذمه واري ده چې پر مېلمنو خپل سرونه و شیندي.

    باچاخان چې به د پښتنو کوم کلي او بانډې ته تلل، هغۀ به خپله روټۍ پۀ بغل کښې د دې دپاره وړله، چې د دوي د مېلمستیا پر تصور باندې د ولاړ غېرت بنیادونه و خوځوي. باچاخان د مېلمستیا پۀ تصور ماتولو کښې د قبائیلیت د زنځیرونو ماتولو خوب لیدۀ. پۀ دې کښې شک نشته چې د باچاخان او انجمن اصلاح الافاغنه نوي را مینځ ته شوي اقدار د پښتني کلتور بڼسټ نه و ګرځېدل، خو د یو قام کلتور لکه چې وړاندې و وئیل شول، د متضادو اقدارو مجموعه وي. داسې څوک هېڅ بشرپوه دا دعوه نۀ شي کولے چې اوزبک او چېچن دلته د پښتنو مېلمانۀ وو. ځکه چې د پښتنو کلتور د باچاخان او د انجمن اصلاح الافاغنه د ملګرو کلتور هم دے.

    دې کلتور چې د پښتنو نور ژوند ژواک تر کومه حده متاثر کړے دے، لۀ هغو اقدار و سره پۀ تعلق کۀ د اوزبکو او چېچنو د مېلمستیا فطرت و څېړل شي، دا به څرګنده شي چې پۀ دې کښي پښتو څومره وه او مذهب څومره. پر دې مېلمنو د ننګیالیو د ژوند مطالعه کۀ و شي، دا پته به ولګي چې پۀ دې ننګ پښتو څومره برېښي او د ریاست سټراټېژي څومره. زما پۀ اند، د انجمن اصلاح الافاغنه او د خدائي خدمتګارانو د هغو اقدارو د مطالعې د پاره، چې د پښتني کلتور مخه ئې یو بل لور ته سموله، هغه حالات ضرور پۀ پام کښي راوستل پۀ کار دي چې مونږ ئې پۀ ژورتیا پوه شو، پۀ کوموحالاتو او د کومو مقاصدو د پاره چې دغه اقدار رامېنځ ته شوي وو. خو دا یوازې تر هغو حالاتو پورې محدوکول پۀ دې نۀ دي پۀ کار، چې د برلاسو قوتونو سټراټېژي او تشریحات نن هم د دې اقدارو پۀ رڼا کښې تر سره کېږي. د انجمن اصلاح الافاغنه او د خدائي خدمتګار تحریک د پښتنو پر کلتور اغېز اوس تر دې حده شوے دے، چې ریاست چې د پښتنو کلتور پۀ کوم انداز تشریح کوي، تر دې زورور او ژور استدلال د هغۀ پۀ ضد د پښتو له موسیقۍ، ارټ، ادب او له قامپرست سیاست څخه راوځي.

    یو وخت داسې ؤ چې د لراو بر کرېژه د عوامي نېشنل ګوند سیاسي بیانیه وه. دا اوس د پښتني سیاست کرېژه شوه. یو وخت داسې ؤ چې مونږ د باچاخان پلویانو ته عدم تشدد پېغور ؤ، اوس تر مسلمان جهاد د یواځني سیاسي منطقیت لاره. انجمن اصلاح الافاغنه، د پښتو پۀ شاعرۍ کښې د وصال او فراق تصورات بدل کړل.

    بدن چې دوه ټوټې شي ژوند بېخي امکان نۀ لري . . .

    انجمن اصلاح الافاغنه د پښتو شاعرۍ ته اجمل خټک ورکړۀ، د چا د غیرت چګې چې پۀ ذهنونو کښي د جنت تصور بدل کړۀ.

  • سعادت خان جلبل – محمد ياسين

    سعادت خان جلبل – محمد ياسين

    سعادت خان جلبل د شلمې پېړۍ د پښتو د مقصدي ادب يوه روښانه نامه ده. کله چې پۀ ملک د پېرنګي راج ؤ او پنجې ئې د پښتون وطن پۀ ګوټ ګوټ او کوڅه کوڅه ټينګې کړې وې او پۀ خلاف ئې فخر افغان باچاخان کلک او محکم ودرېدلے ؤ او د خپلې خاورې او اولس د ازادۍ نعره ئې پورته کړې وه نو پۀ دغه وخت کښې د سيمې د يو شمېر شاعرانو ترڅنګ سعادت خان جلبل د باچاخان سره د وطن د ازادۍ او سوکالۍ پۀ خاطر لکه د غر کلک ولاړ ؤ. ارواښاد جلبل صېب د شعر او ادب پۀ ښکلې پېرايه، د ټکيو پۀ رنګينه جامه او صوتونو پۀ انګازه کښې د پېرنګي پۀ ضد مبارزه جاري وساتله او د اولس د شعور بېدارولو ستره فريضه ئې پۀ ځان ومنله.

    سعادت خان جلبل پۀ کال ١٩١٤ز کښې د چارسدې پۀ ترنګزو نومې کلي کښې د څلور خېلو پۀ محله کښې پېدا شو، د پلار نوم ئې حکمت خان او د نيکۀ نوم ئې باز ګل خان ؤ. خپل نوم ئې سعادت خان او جلبل ئې تخلص ؤ. جلبل يو سماجي او سياسي کارکن ؤ او د وطن د ازادۍ او سوکالۍ لپاره ئې خپل ژوند وقف کړے ؤ. پۀ ادبي دنيا کښې يو ځلنده ستورے دے. د ډېر زړۀ ستړي ژوند نه پس پۀ ١٧ دسمبر ١٩٨٩ز کښې د دې فاني دنيا نه رخصت شو خو د خپل سوچ او فکر ئې راتلونکي نسل ته د يو روښانه سباون پۀ شان پرېښودے دے.

    د سعادت خان جلبل شمېر د ازاد هائي سکول اتمانزو پۀ ډېرو ذهينو او قابل طالب علمانو کښې کېدو. دلته جلبل صېب د ماسټر عبدالکريم ، خان عبدالغني خان، خان عبدالولي خان، فضل رحيم ساقي غوندې هستو سره پۀ يو سکول کښې پاتې شوے ؤ. جلبل د باچاخان بابا سپاهي ؤ او د هغوي د خدائي خدمتګار تحريک غړے هم ؤ. جلبل پۀ سکول کښې د داخلې نېټه نۀ ده معلومه. تر لسم جماعت پورې سبق ئې وئيلے دے. د طالب علمۍ پۀ زمانه کښې هم او بيا پۀ عملي ژوند کښې هم سعادت جلبل د ملک او قوم د خدمت د پاره خپل ځان وقف کړے ؤ او چرته چې به څۀ قسمه غونډه هم وه دے به پکښې د هر چا نه وړاندې موجود ؤ او پۀ خپل ښکلي اواز به ئې د وطن د ازادۍ نغمې وئيلې. دا هم ډېره مهمه ده چې د ازاد سکول طالب علمانو پښتون قام ته د ازادۍ شعور ورکولو کښې لوے کردار لوبولے دے.

    سعادت خان جلبل چې کله پۀ ښۀ بده پوهه شو نو هغه وخت ملکي حالات ډېر خراب وو. د ملک واګې د پېرنګي پۀ لاس کښې وې او د دې ملک وګړو د غلامۍ ژوند تېرولو. د جلبل تربيت د باچاخان پۀ سکول کښې شوے ؤ او د ډېرو قومي مشرانو سره ئې ناسته پاسته شوې وه، هم د دغې صحبت اثر ؤ چې سعادت خان جلبل پۀ ډېر لږ عمر کښې د خپل سياسي هلو ځلو ابتدا وکړه او د باچاخان پۀ تحريک کښې شامل شو او تر اخر وخت پورې ئې هم د تحريک سره تړون لرلو. هغه کوڅه پۀ کوڅه او کور پۀ کور ګرځېدو او خلقوته به ئې د غلامۍ د ژوند نه د ازادۍ پېغام ورکولو.

    جلبل صاحب د خپلې شاعرۍ زياته برخه هم پۀ جېل کښې تخليق کړې ده. هغۀ خپل تخليقي قوت د وطن د پاره پۀ کار راوستے دے. د هغۀ شاعري د قام، وطن او خپلې خاورې د پاره پۀ يو نظم “قامي شهيد” کښې دا رنګه د خپل عقيدت پېرزوئنې وړاندې کوي.

    د اسمان پۀ کنارو کښې چې قامي شهيد ښکاره شي

    لوي واړۀ ورته ولاړ وي د هغۀ پۀ ننداره شي

    د خېبر د سر د پاسه د پښتون د همت غشے

    د ظالم پۀ سينه ښخ شي د شهيد د غېرت چغې

    اے شهيده! ځنکدن کښې تا کول وصيتونه

    پۀ وړو وړو سلګو کښې دې کول اشارتونه

    يو سبق دې مونږ له راکړو پۀ وطن دوکړئ سرونه

    تا پۀ خپلو پاکو وينو کړۀ ترسره ارمانونه

    وصيت به دې پۀ ځاے کړم اے شهيده کۀ ژوندے يم

    سر به ځار کړم خپل وطن نه کۀ ريښتنے محمدزے يم

    د جلبل صاحب يوه ډرامه هم ” د مزدور دنيا” پۀ نوم چاپ شوې ده. دا ډرامه دوي پۀ سياسي تناظرکښې ليکلې وه. او د هغه وخت سياسي نقشه ئې پۀ کښې پۀ دېر ښۀ ډول راښکلې ده. ژبه ئې ساده سوچه پښتو وه. کلي وال رنګونه پۀ کښې برېښي، ډېر ښکلي ښکلي متلونه ئې هم د نثر برخه ده. د نمونې پۀ طور يوه ټوټه پېش کوم.

    “اعظم:اکرم خانه! تۀ سړے شرموې، کۀ ګور ګران دے خو د مړي ناکام دے، مونږه خو خپل غرض پوره کولو د پاره هره لاره اختيار کړه ليکن کامياب نۀ شو، وخت د چا انتظار نۀ کوي، د زمانې سيلۍ هر څۀ يوړل او مېدان د کميونسټ خيال خلقو ته صفا کوي، ګورې نه چې پۀ هر ځاے کښې د مزدور حکومت جوړ شو.

    اکرم چې د اعظم خبرې واورېدې نو ورو غوندې ئې نياز علي ته وکتل او ورته ئې ووې چې يره خو پوره زنځه ئې، اخر دې فضا بدله کړه. چرته اعظم او چرته دا خبره؟”

    سعادت خان جلبل يو اداکار هم ؤ۔ پۀ ډېرو اصلاحي او انقلابي ډرامو کښې ئې کار کړے دے. جلبل صاحب پۀ داسې ډرامو کښې کار کړے دے کومې چې به د پېرنګي خلاف وخت پۀ وخت خدائي خدمتګارو کولې. پۀ دې ډرامو کښې د ډېرو ډرامو اوس رېکارډ نشته.

    پۀ دې ډرامو کښې د عبدالاکبرخان اکبر ليکلې شوې ډرامه “جونګړه” او “خدائي خدمتګاري” شاملې دي. جونګړه پۀ کال ١٩٤٤ز کښې پۀ اتمانزو کښې پۀ سټېج وړاندې شوې وه. دا ډرامه خلقو ډېره خوښه کړې وه ځکه چې د خلقو د پاره يو نوے شان کار ؤ خو پۀ پېرنګي باندې ښه ونۀ لګېدله ځکه نو پۀ دې ډرامه کښې چې کومو خلقو کار کړے ؤ هغه ټول ئې قېدکړل. جلبل پۀ دې ډرامه کښې د يو خدائي خدمتګارکردار لوبولے ؤ.

    سعادت خان جلبل يو مترقي قام پرسته ليکوال ؤ. کۀ يو طرف ته ئې د ترقي پسندۍ او اشتراکيت پۀ بنيادونو کښې د انسان او انسانيت خېر ښيګړه لټوله نو بل طرف ته ئې د قام پرستۍ رجحان هم د نظره نۀ دے غورځولے. تل ئې د انسان او انسانيت خبره کړې ده. هر ځاے ئې د طبقاتي کشمکش غندنه کړې ده. د خپل اولس د بقاء او فکري شتۀ والي د پاره ئې ستړې تېرې کړې دي. د خپل فکر د پرچار او خورونې د پاره هغۀ نۀ يواځې ادبي لار غوره کړې وه بلکې د خپل خوار اولس د روښانه سباون د پاره ئې پۀ سياسي مېدان کښې هم ښۀ پۀ نره زغل کړے دے پۀ دغه مېدان کښې ئې پۀ حېث د سياسي قېدي ډېرې کړمې تېرې کړې وې خو نۀ ئې خپله لاره بدله کړې وه او نۀ ئې د حالاتو سره روغه جوړه کړې وه بلکې د خپل منزل پۀ لور روان پاتې شوے ؤ.

    C:\Users\nangy\AppData\Local\Microsoft\Windows\INetCache\Content.Word\Saadat Khan Jalbal.jpg

    پۀ ادبي حلقو کښې پۀ حېث د يو شاعر او قومي خدمتګار سعادت خان جلبل يو ښکاره نوم دے او د عزت پۀ سترګه ورته کتلے شي. پۀ شاعرۍ کښې د جلبل صاحب تر اوسه دوه کتابونه چاپ دي، “پاک زړګے” او”وروستے يار”. د دې نه علاوه د شاعرۍ پۀ مېدان کښې د جلبل دوه ناچاپه کتابونه هم شته. “د ملتان پنجره” او “قامي ګلونه”۔ پۀ نثري ادب کښې د جلبل صېب يواځينۍ ډرامه “د مزدور دنيا” چاپ شوې ده. دې سره سره پۀ مختلفو وختونو کښې پۀ مختلومجلو او کتابونو کښې هم تخليقي، تحقيقي او تنقيدي ليکونه کړي دي چې د هغوي د سوچه ذهنيت او رڼو افکارو واضحه نمائندګي کوي. “سپين سحر” دسعادت خان جلبل هغه مضمون دے کوم چې به پۀ اووۀ ورځنۍ غنچه کښې چاپ کېدو. دا مضمون هم يو سياسي او اصلاحي مضمون ؤ او جلبل صېب پۀ کښې د خدائي خدمتګارو کارګزاري بيانوله. سپين سحر د خپل وخت يو ډېرانقلابي او مشهور مضمون ؤ او دا به د رېډيو کابل ( افغانستان) نه هم نشر کېدو. د پام وړ ده چې پۀ ارواښاد جلبل صېب د باچاخان پوهنتون پخواني وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت پۀ وېنا جواد الله نومې يو زده کوونکي د اېم فل مقاله هم ترلاسه کړې ده.

  • د تګ لار – ناصر علي خان اپريدے

    د تګ لار – ناصر علي خان اپريدے

    چې بره ئې غړانګې دي

    هم دوي پۀ بره تلي دي

    چې کوم قامونه وړاندې دي

    د تګ پۀ لاره تلي دي

    کوم قامونه چې مخکښې تلي، پۀ لار تلي، د پرمختګ پۀ لار تلي نو د هغې پۀ شا خامخا څه تګلار وي. د پرمختګ ځانته راز او فلسفه ده. د هر پرمختللي قوم کۀ تاريخ وي او کۀ موجوده وي ځانته ئې فلسفه شته. بغېر فلسفې يو قوم مخکښې نۀ شي تللے.

    تاريخ وګوره پۀ دې کښې ډېر قامونه لکه هندو، چين، روم او يونان وغېره. پۀ تهذيب، فنون او سائنس ډېر مخکښې تلي وو يا موجوده ملتونه لکه انګرېز، جاپان يا روس وغېره کۀ وګورو چې پۀ سائنس، ادب او ټېکنالوجۍ کښې بې کچه مخ پۀ وړاندې دي. اوس سوال دا دے چې ولې ځينې قومونه ډېرمختګ کړے؟ د دې ټولو پۀ شا يو ځانګړې فلسفه شته. پۀ رياضي، حساب کتاب، نجوم د کورونو نقشو کښې د هندوانو بې حسابه برخه ده. چين ډېر پخوا نه پۀ تحقيق او ايجاداتو کښې خپل نوم دومره ځلولے دے چې تراوسه ئې مونږ رڼا اخلو، چاپ سازي، کاغذ وغېره د چين تخليق دے. دغه شان د دنيا پۀ تاريخ کښې وړومبنے د رېښمو جامې جوړول، خواو شا د نن نه څۀ درې نېم زره کاله مخکښې چين سازې کړې دي . هم دغه شان يونان خو د سائنس، رياضي او جيومېټرۍ مېدان کښې هسې د حدودو نه واوړېدل. راشه موجوده وخت کښې انګرېز وګوره. پۀ سائنس او ټېکنالوجۍ کښې د خوبونو دنيا نه هم يوګام مخکښې لاړل لکه دالېکټرانکس (موبائيل ، نېټ، کمپيوټروغېره) .دنيا وګوره د سوچ او د عقل د نۀ منلو کارونه ئې وکړل، دا ولې؟ دا ولې يو قام دومره مخکښې لاړو. د دې ټولو قامونو پۀ شا يوه د راز لاره ده…. د دغه قامونو ځانته يوه فلسفه ده. د هر قوم د پرمختګ يوه ځانته فلسفه ده هم پۀ دغه فلسفه، دغه قوم مخکښې تلے دے. د هر قام د فلسفې ځانته يو اصول او سائنسي لاره ده او د هرې فلسفې خپل خپل نوم دے.

    د قومونو د فسفې، اصول، دود دستور او نومونو لنډيز ستاسو پۀ وړاندې کوم.

    د چين فلسفه:

    کنفوشنزم (Confucianism)

    د چين ځانته يوه ډېره زړه فلسفه ده چې کنفوشنزم ورته وائي چې بنياد ئې د چين يو روحاني مشر کنفوشنز ايښے ؤ څوک چې پۀ ٥٠٠ ق م کښې تېر شوے ؤ. د دې د قاعدې يو اصول “انا لکټ (Analect) ؤ چې مقصد ئې ځان “سم کړه، جهان سم کړه” ؤ يعنې خپله هم يو عظيم سړے شه او پۀ معاشره کښې هم يو د کار شے شه او چې تۀ نه ئې نو چې معاشره ستا کمے محسوس کړي. پۀ چين کښې د بدهـ مت مذهب ګډون پۀ وجه د بدهـ مت فلسفه هم پۀ هوا کښې چلېده چې د بدهـ مت فلسفې موضوع امن وه، هغه امن چې د ترقۍ او سوکالۍ راز دے، هغه امن چې پښتون ورپسې ړوند شو.

    د هندوانو فلسفه:

    د هندوانو د فلسفې شپږ منظم اصول دي چې هغه دا دي:

    سانکهيا Sankhya

    د سانکهيا معني ” هوش، ويښه، بېداري” ده. طبعيات يا يو څيز چې پۀ سائنسي توګه وجود لري. غرض دا چې يو څيز به پۀ ړنده سترګه نۀ ګورې، يو څيز به پۀ سائنسي تله تلې.

    يوګا Yoga

    ژور سوچ، پۀ يو نقطه يا صرف پۀ يو مسئله سوچ کول، پۀ سوچ کښې سرته رسېدل او د هغې مطمئن حل را وباسل دي، هسې يوګا پۀ عمل کښې سوچ او اطمينان لپاره هم کېږي. يعني يوګا کوونکي ځکه مطمئن وي چې هغوي ته د حالاتو اګاهي وي چې څۀ کېږي هسې به هم کېږي نو .

    نيايا Nyaya

    منطق، د يو مسئلې کلک، لنډ حل او چې عقل ئې مني.

    ويشند Vaisheshka

    ژوند پۀ تجرباتو تېرول، د خداے وجود منل او ټول نظام پۀ يو قدرت چلېږي.

    د جاپان فلسفه:

    شنټوShinto

    څومره چې جاپان زوړ دے دومره ئې فلسفه هم زړه ده. د نن نه تقريباً درې زره کاله مخکښې د جاپان فلسفه پۀ “شنټو” نوم چلېده. د شنټو څلور کړنلارې وې.

    روايت او خاندان: مطلب دا چې انسان هله انسان وي چې د يوې معاشرې بالخصوص د يو خاندان او د هغې روايات سره تړلي شوي وي او هم دغلته انسان معاشرتي انسان وي.

    فطرت سره مينه: فطرت سره مينه يعنې جماليات، نظم موسيقي وغېره .

    رسمي پاکي: رسمي توګه باندې چې يو سړے پاک شي لکه هندوان چې ګنګا کښې ولامبي پاک شي، مسلمان چې جمعې يا حج کښې سنت ادا کړي او پاک شي وغېره:

    مذهبي هلې ځلې: جاپانيان عبادت ګاه کښې ژوندي اوغېر ژوندي دواړو ته عبادت کوي، پۀ دې کښې بيا د دوي خپل څۀ خاص فلسفه ده. بل جاپانيان فلسفه کښې د جمود ښکار او اخري ټيک واله نۀ دي، ازاد خياله دي او لچک پۀ کښې ډېر دے. دوي کښې څۀ د هندوانو، څۀ دچينيانو، څۀ د بدهـ مت رواياتو ګډون لکه کراټې او يوګا چې د بدهـ مت روحاني لوبې وې، جاپان ډېره وده ورکړه.

    د يهودو فلسفه:

    يهود پۀ فلسفه کښې ځانګړيتوب لري. څومره چې د يهودو نوم پۀ مذهب پورې کلک تړلے شوے ښکاري دومره هغوي مذهب ته کم مخامخ دي . هغوي بطور قوم دانشوري او حکمت عملي اول ګرځولې ده. بس دومره ده چې مذهب ته پام ساتي ځکه خو پۀ دنيا کښې قابل ترين قوم يهود ګڼلے شي. دا وخت پۀ دنيا کښې د ټولو نه زيات نوبل انعامونه يهودو اخستي دي. د هغوي دابادۍ تناسب پۀ دنياکښې 0.02 دے. او نوبل انعامونه ئې٢٠ فيصده اخستي دي، يعنې پۀ ٩٠٠ انعامونو کښې يهودو ١٨٠ اخستي دي، او دې کښې هېڅ شک نشته چې د ائن سټائن د پائې سائنسدان بل نشته څوک چې يهود ؤ. د دې وجه دا ده چې يهودو خپل قوم ته ضابطه دانشوري ايښې ده نه چې د مذهب؟

    د يونان فلسفه:

    نشاة الثانيه Renaissance

    د رينېسنس (Renaissance) معنې ده نوے سفر، د سره ترقي، د يو ملک دترقۍ بنياد او شروع.

    د رينېسنس بنياد سقراط ايښے ؤ چې د يونان لپاره ئې يو پاټکے کېښود. او يو داسې بنياد ئې کېښود چې چا ئې تر درنګ ساعت ماتې ونۀ کړو؟ تر دې ساعته د هغې پۀ ټوله دنيا سېورے خور دے. يونان پۀ زوړ وخت کښې د طب، سائنس، رياضي وغېره هغه بنيادونه ايښي وو چې د عقل نه خبره بهر ده.

    د انګلش فلسفه:

    د انګلش او د مغرب دملت فلسفه هم هغه ده کومه چې د يونان د رينېسنس فلسفه ده. انګلش قوم ځانته د فلسفې هغه بنياد کېښود کوم چې د يونان ؤ نو نتيجه ئې دا ده نن چې انګرېز کوم ايجادات وکړل د هغې برابرے مونږ ته ګران نا بلکې ناممکن دے.

    د دې ټولو قومونو کۀ تاريخ کښې وو کۀ درنګ ساعت کښې دې ځانته ئې يوه لاره جوړه کړې وه، د هغوي ځانته يو فلسفه وه، خپل قوم او ملت ئې هم ښۀ مخکښې لاړو او يو نوم ئې هم پۀ دنيا خور شو.

    اوس پاتې شو مونږ!

    زمونږه کومه لار شوه؟ زمونږ پښتون قوم چې پۀ ډېرو خصلتونو او خوبيو يادېږي، تاريخ کښې ډېر لوړ مقام ؤ او اوس… اوس خو ډېر پاتې راغلل چې دا ولې؟ دا ځکه چې زمونږ نه تاريخ ، نوم او پېژندګلو اخستے شوې ده . مونږ د غېرو پۀ جامه جنت ګټو. کۀ مونږ خپل ځان ښکاره کوو نو ګناه ده. کۀ جائزه خبره کوم هم غدار يم هم کافر يم.

    دا ځکه چې مونږ نه لار ورکه ده. لار به راته څۀ معلومه شي چې لارښود پۀ بم الوځوو. زما خاوره ده لار پرې زما ده او د لارې حق مې شته. د تهذيب او ثقافت “و” او “ب” زما وو، غل راغلو رانه ئې پټ کړل، د خپلې غاړې هار ئې کړو، ځان ئې پرې شتۀ کړو. زۀ ئې ديکه کړم او د تاريخ پاڼه ئې را ته ګنده کړه.

    لا تهذيب ؤ پۀ خړپوسو

    زۀ د دې خاورې څښتن وم

    شرق او غرق مې مخې نيسي

    پرمختګ ته پۀ رفتن وم

    برتګ

    پۀ مخکښې تګ، بره تلل، پرمختګ، يوه نوې لار لټول، يوه داسې لار چې مونږ پرې مخکښې لاړ شو، “برتګ” ورته وائي.

    يوه داسې لار چې پښتون قام پرې د څېړنې پۀ لار پۀ سائنسي توګه مخکښې لاړ شي. يوه داسې لار چې پښتون قام نۀ صرف د نورو هېوادونو سره پۀ سيال شي بلکې ځانته يوه ځانګړې پېژندګلو ترلاسه کړي او چې کم ازکم پښتون خپل ځان وپېژني او د ځان ساتلو ګر زده کړي.

    د برتګ ځانته ابجدې او کړنلارې دي.

    کړنلارې ئې دا دي:

    څېړنه، بېخيز، جماليات، روزنه، پېژندنه، اړونه، پوستر

    څېړنه: تحقيق ، ريسرچ، لټون،کره کتنه او دا به زمونږ د برتګ وړومبنۍ کړنلار وي .غور به کوو خو پۀ ويښه پۀ ړنده سترګه نه.

    بېخيز: د بېخ اسم: ديو څيز بېخ يا بنياد نه بلکې د وجې هغه وجه (Courses of the Causes) لټول دي. د يوې مسئلې د حل لپاره مثلاً امن ولې نشته، مونږ ولې پاتې يو، د نفاق وجه وغېره چې مونږ د بېخيز پۀ لار باندې راځو.

    جماليات: د حسن تنده، د خيالاتو، احساساتو او جذباتو اظهار، ادب، موسيقي، فنون، غرونه،سيندونه، سېل سپاټه دې هم د برتګ فلسفه کښې را ونغاړلے شي ولې چې دې نه بغېر دانسانيت وجود ناممکن دے.

    روزنه: روزنه، تربيت خو د ماشوم تربيت د برتګ دستور يو اهم کړنلاره ده، د ماشوم دتربيت نه بغېر د يو ملت يا قام مخکښې تګ ناممکن دے.

    پېژندګلو: پېژندګلونه بغېر قام ورک شي. د پېژندګلو د تن دوه لاسونه دي، يو نسب، بل نوم. پکار ده چې د نسب باره کښې هر پښتون ته لږه ډېره پوهه وي چې ځان وپېژني ، بل نوم…. داسې نوم چې د پښتون بوي ترې راځي يعنې د پښتو نوم.

    اړونه: د لوښي نه سخا اوبۀ اړول او تازه ډکول يعنې ډېر غلط څيزونه وغېره چې مونږ ورته ټيک وايو او ډېر ټيک څيزونه چې مونږ ورته غلط وايو، د دې به تول کوو. مونږ مينې ته ګناه وايو، د ازادۍ اظهار ته فحاشي وايو، پۀ کمزوري يا پۀ جينۍ جبرته غېرت وايو، دا ټول څيزونه به مونږ الټه کوو. د برتګ پۀ کړنلار کښې به مونږ ظلم ته بې غېرتي وايو او ترقۍ ته غېرت.

    پوستر: پستې سترګې، نۀ چې کلکې سترګې، هغه سترګې چې سترګې وي چې کاڼې نۀ وي، هغه څرمن چې د انسان وي د سنډا نۀ، د تن د نفاست سره دې د ذهن موزونيت هم وي، يعنې حساسيت او انسانيت اخلاقاً رښتيا… داسې دروغ نه چې بل قام پسې دومره بد رد ( هغه هم د دروغو) وايو چې هډو څۀ خوبي پۀ کښې نشته يا د يو بل قام دومره صفت کوو چې هډو څۀ عيب پۀ کښې نشته. دا غېر خدائي (Unnatural) کارونه به پرېږدو او رښتيا رښتيا به وايو، چې فطري، منطقي او عقلي وي، چې عقل ئې مني. د بل قام قابليت به تسليموو. او يا کۀ يو قام هېڅ توره نۀ وي وهلې نو بې ځايه به ئې تورزن نۀ ګڼو.

    “پوستر” د برتګ هغه کړنلارې چې د منطق او اخلاقياتو جوړښت دے.

    دا ؤ زما د “برتګ” لنډيز او دې کښې څۀ ابجدې هم دي چې هغه پۀ “برتګ” کتاب کښې دي چې ډېر زر به چاپ شي.

     

  • د بابړې تاريخي د “بادشاه حجره” – ليکوال:سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

    د بابړې تاريخي د “بادشاه حجره” – ليکوال:سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

    حجره د پښتنو پۀ ټولنه کښې ډېر اهميت، لوے مقام او مرکزي حېثيت لري او څوک هم د دې د اهميت او مقام نه انکار نۀ شي کولے.

    حجرې د هر صاحب حېثيت کس ذاتي ملکيت هم شته او د کلي او د خاندانونو خپلې حجرې هم موجود دي. پۀ حجره کښې کۀ غم ښادۍ ترسره کېږي نو خلق پکښې د يو بل د حالاتو نه هم خبرېږې.

    پۀ حجره کښې د مشرانو، ځوانانو او ماشومانو بېل بېل محفل وي. پۀ کومو کښې چې هر يو کس د خپل عمر او تجربې مطابق پۀ محفل کښې ناسته کوي. کلي کښې چې د کوم تن مېلمه را شي نو پۀ حجره کښې ورسره ناسته کوي او چې مېلمه حجرې ته ورشي نو هغه بيا د هغې تن يواځې مېلمه پاتې نۀ شي بلکې دغلته پۀ حجره کښې موجود هر يو تن هغه خپل ذاتي مېلمه ګڼي. او د خپل وس او حېثيت مطابق د هغۀ د خوراک څښاک پوره خيال ساتل کېږي. او د دې صفت لۀ وجې د پښتنو د مېلمستيا قيصې پۀ ټوله نړۍ کښې مشهورې دي.

    څنګه چې مخکښې ذکر وشو چې د ودونو پۀ موقع هم د مېلمنو ټول انتظام پۀ حجره کښې کېږي او پۀ ودونو کښې څنګه چې د پښتو يو متل دے چې “وادۀ پۀ ټنګ ټکور ښائسته کېږي” نو د ټنګ ټکور محفلونه هم بيا پۀ حجره کښې کېږي. خواوس ورو ورو حجرې پۀ کمېدو دي، پۀ خلقوکورونه د ابادۍ د زياتېدو سره سره تنګېږي نو دغه پخوانۍ حجرې اوس خلق د کورونو پۀ طور هم استعمالوي او خلق اوس بېټکونه جوړوي او يو بل سره ئې رابطه هم پۀ دغه وجه پۀ کمېدو ده. زۀ د انټرنټ د فائدې نه انکار نۀ کوم خو چې کله نه انټرنټ او موبائيل فون راغلے دے نو د خلقو د يو بل سره د ناستې پاستې هغه رحجان هم کم شوے دے. او زمونږ پۀ معاشره کښې نن سبا چې دا کومې مسئلې روانې دي نو د هغې يوه غټه وجه دا هم ده چې خلقو پۀ حجره کښې ناسته پاسته پرېښې ده او د هغې لۀ وجې يو بل سره رابطه ، پېژندګلو او د يو بل د مزاج نه ناخبره دي نو پۀ معاشره کښې دا اړے ګړے ترې نه جوړ دے. پۀ ښاريوکښې خو نن سبا حجرې د نشت برابر پاتې دي. خلق غم جومات او ښادۍ شادي هالونو کښې کوي. بلخوا پۀ کلو کښې د حجرو روايات لا روان دے.

    دا شوې د حجرې پېژندګلو باندې يو څو خبرې اوس د مضمون اصل طرف ته راځو.

    څنګه چې مخکښې مضمون کښې ما ذکر کړے دے چې بابړه کلي کښې د ټولونه لوے خاندان د سيدانو دے او پۀ بابړه کښې ئې سرخېل ميا سيد نور باباجي ؤ چې پۀ کال (1747-1745ز) کښې د محب کلي مردان نه بابړې ته راغلے او مېشته شوے ؤ او پۀ بابړه کښې د ټولونه زيات جائيداد هم د باباجي د خاندان دے نو دا حجره کوم چې نن زمونږ د مضمون عنوان دے هم د باباجي د نمسو ملکيت دے.

    دا حجره سيد محمد شاه باچا مشهور پۀ بادشاه ميا هغه وخت جوړه کړې وه کله چې دے د خپلو ماماګانو د کورنه د ٢٨ کالو پۀ عمرکښې واپس راغلو، دلته ئې وادۀ وکړو او د مېلمنو د ناستې پاستې لپاره ئې خپل کور سره يوه لويه کمره اباده کړه. دا کمره تقريباً اتيا ګزه اوږده او شپېتۀ ګزه پلنه وه. دا د کچه خټو وه او پۀ چت باندې ئې لرګي اچولي وو. او پۀ دې کمره کښې به تقريباً سلو پورې کټونه او ورسره مکمل سامان پروت ؤ. پۀ دغه کټونوکښې به ډېر کټونه د کمرې چت سره پۀ پړو تړلي شوي وو او چې کله به غم ښادي يا د مېلمنو تعداد زيات شو نو هغه کټونه به بيا د مېلمنو لپاره به استعماليدل. او هره ورځ به پۀ دې حجره کښې د مېلمنو يو لوے تعداد موجود ؤ او د هغې ډېرې وجې وې يو خو دا چې خواوشا کورونو سره نزدې بله حجره نۀ وه.دوېمه دا چې د دوابې او شبقدر د سيمې څومره خلق چې به عدالتونو ته د خپلو کېسونو لپاره راتلل نو شپې لۀ به دې حجرې ته راتلل او بله و جه دا هم وه چې د بابړې د سيدانو مېلمستيا او خلوص پۀ ټول هشنغر کښې مشهور ؤ.

    د بادشاه ميا پۀ خشته کلي شولګره کښې د اوړو جرندې وې او پۀ هغه وختونو کښې جرندې د صنعت حېثيت لرلو. خلقو به ورته غنم، جوار او وربشې اوړۀ کولو لپاره راوړلې. د جرندو نه علاوه د بادشاه ميا د کر کروندې زمکې هم موجود وې چې د موسم مطابق فصل به ترې نه راتلو. بادشاه ميا له الله پاک زړۀ هم لوے ورکړے ؤ، د دۀ پۀ حقله دا خبره مشهوره وه چې دوي به د ورځې يو من غنم، جوار يا وربشې ددغې مېلمنو د خوراک لپاره استعمالولې. چونکې پېرنګيان د هندوستان واکمن وو نو پۀ دغه شپو ورځو کښې پېرنګے اے سي چې نامه ئې بروس (Bruce) وه بابړې ته راغلے ؤ. هغۀ چې پۀ حجره کښې دومره ډېر مېلمانۀ وليدل نو تپوس ئې وکړو چې دلته کښې څۀ چل شوے دے چې دا دومره خلق را غونډ شوي دي، خلقو ورته ووئيل چې هېڅ چل هم نشته دا خو د هرې ورځ د معمول خبره ده څومره خلق چې د خواوشا کلونه چارسدې ته پۀ خپل غرض راغلي وي او ناوخته شي او کور ته نۀ شي تلے نو دلته د بادشاه ميا حجرې ته د شپې تېرولو پۀ غرض راځي. د بادشاه ميا اووۀ زامن وو چې نومونه ئې دا دي: سيدلعل بادشاه، سيد احمد شاه باچا، سيد شريف باچا، سيد جمال باچا، سيد يوسف باچا، سيد محمد علي باچا او سيد فضل ربى باچا.

    بادشاه ميا خپلو زامنو ته دا نصيحت کړے ؤ چې د مېلمنو پۀ مېلسمتيا کښې درنه هېڅ قسمه کمے را نۀ شي. ددې خټو نه ابادې شوې کمرې ته مخامخ يوه لوے ميدان پروت ؤ چې د ډېر لرې پورې خور ؤ. پۀ دغه مېدان کښې بادشاه ميا د لرګو نه يو لوے څپر هم جوړ کړے ؤ چې ګېر چاپېره ترې نه مختلف قسمه ونې هم کرلې شوې وې چې يخ سېورے ئې جوړ کړے ؤ. پۀ دغه څپر کښې به پۀ يو وخت پۀ سوونو خلق کښېناستل او د اوړي پۀ موسم کښې به د شپې هم خلقو پۀ دغه څپرکښې ملاسته کوله، چې هوا دار ځاے ؤ. او د ژمي پۀ موسم کښې به خلقو د ورځې بهر پۀ مېدان کښې ناسته کوله. او د شپې به بيا هغه د خټو نه جوړه لويه کمره کښې څملاستل چې د وجود ګرمولو لپاره به پکښې اور بلولے شو. دې حجرې سره پۀ خوا کښې د قبلې اړخ ته يو جومات دے چې د شګې د جومات يا د صمداني استاذ جومات پۀ نامه يادېږي. د دې حجرې نه قطب اړخ ته د بادشاه ميا او د دوي د خاندان کورونه، سوېل اړخ ته د کر کروندې زمکه او اوس کورونه نمر خاتۀ اړخ ته ترې لوے مېدان او نن سبا د خلقو کورونه اباد دي.

    د بادشاه ميا د پړانګ سافر خېلو د يو خان چې نامه ئې محسن خان وه، سره پۀ دغه جائيداد تنازعه او مقدمه وه کومه چې د پېرنګي د وخت نه شروع وه او اخر هم محسن خان وګټله. او دغه جائيداد نن سبا د هغوي قبضه کښې دے او دغه حجره راغونډه شوې ده. د بادشاه ميا د وفات نه پس بيا د سيدانو د خاندان او د دې حجرې مشري د هغوي مشر زوي سيد لعل بادشاه ته حواله شوله. او هغوي هم د خپل پلار هغه خدمت او د مېلمنو مېلمستيا جاري وساتله او پۀ کښې ئې هېڅ قسمه کمے رانغلو.

    پۀ کال ١٩١٩ز کښې چې کله فخر افغان باچاخان د خپل قام د اصلاح لپاره خپلې هلې ځلې شروع کړلې نو هغوي د قام د بېدارۍ او پوهې لپاره د پښتنو سيمو دورې کولې او هرې حجره او جومات ته به تلو او خلقو ته به ئې پوهه ورکوله او د “انجمن اصلاح الافاغنه”بنسټ ئې کېښودلو. د باچاخان پلار بهرام خان به د بابړې سيدانو سره عقيدت ساتلو او پوره غم ښادي او تګ راتګ به ئې کولو. هم دغه وجه وه چې باچاخان هم پۀ خپله وړومبنۍ دوره کښې د بابړې د بادشاه ميا حجرې ته راغلو او دلته کښې ئې د بادشاه ميا زوي سيد لعل بادشاه سره ملاقات کړے ؤ او ورته ئې د قام د بدحالۍ، د پېرنګي ظلمونه او د تعليم د اهميت باره کښې خبرې کړې وې. اوپۀ دغه موقع چې کوم خلق هم پۀ دې حجره کښې موجود وو هغوي هم د باچاخان دغه خبرې زړۀ ته پرېوتې وې. د بادشاه ميا د اولاد نه روايت دے چې پۀ دغه موقع باچاخان ته سيد لعل بادشاه ووئيل چې زۀ د سيدانو دکورنۍ مشر يم او باچا يم او تاسو د هشنغر يو لوے خان او پښتون قام مشري کوئ نو باچا يئ. ځه چې دواړه د يو بل مرستې ته لاس ورکړو. او اوږه پۀ اوږه د قام خدمت او سوکالۍ لپاره پۀ مخه روان شو. وئيل کېږي چې دغې نه وروستو بيا فخر افغان د بابړې ډېرې دورې کړې وې. او هم دې حجرې ته راغلے دے او بيا د دې ځاے نه ورسره سيد لعل بادشاه روان شوے دے او د بابړې خواوشا علاقو کښې حجره پۀ حجره، جومات پۀ جومات او کوڅه پۀ کوڅه يوځاے ګرځېدلي. او خلق ئې د وطن نه او چاپېر چل د حالاتو او د پېرنګي د ظلم و جبر نه خبر کړي وو او هم دغه وجه ده چې مونږ نن د خدائي خدمتګار پۀ تاريخ بيا نظر واچوو نو پۀ هرځاے او هره موقع به مونږ ته پۀ هره واقعه کښې د بابړې خدائي خدمتګار ښکاره کېږي.

    باچاخان يو لوے خان ؤ او د ډېر لوے جائيداد مالک ؤ خو باچاخان به بيا هم ډېر د سادګۍ او عاجزۍ ژوند کولو. هغوي چې کله هم عام اولس ته خپل پېغام ورکولو نو ورته ئې وئيلي وو چې تاسو ټول پۀ خپلو کښې وروڼه وروڼه يئ، د يو نيکۀ اولاد يئ او پښتانۀ يئ. هېڅوک هم د ځان نه کم مۀ ګڼئ او مۀ چاته سپک ګورئ او د هر چا عزت او قدر کوئ.

    دا کومې خبرې چې به باچاخان کولې نو د ټولو نه مخکښې ئې پرې پۀ خپله عمل کولواو وروستو به ئې بيا نورو ته کولې. کۀ د چاپېر چل د صفائۍ پۀ باره کښې ئې خبره کړې ده نو اول ئې پۀ خپلو لاسونو سره خپل کور او حجره خو پرېږده د پښتنې سيمې ټولو حجرو کښې صفائي ئې کړې ده او خلقو ته ئې د خپل ذات او کردار نه ټولې خبرې ثابتې کړې وې او د هغوي د کاميابۍ راز هم دغه ؤ چې د دې سيمې خو پرېږده چې کومو ځايونو ته تلے ؤ د هغه ځاے خلق د باچاخان نه متاثره وو او د دوي هره خبره او حکم به ئې بغېر د څۀ علته منلو. عن تر د مذهب پکښې تميز هم نۀ شي کېدے ځکه چې هندوان هم د باچاخان نه متاثره وو او سيکهان هم او د نورو مذهبونو خلق هم پکښې شامل وو.دوي ټولو به د زړۀ د کومې نه د باچاخان عزت کولو.باچاخان بابا د بادشاه ميا پۀ دې حجره کښې پۀ خپلو لاسونو سره صفائي او خدمت کړے دے چې يو مثال دے. دې حجرې پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې يو کليدي او مرکزي کردار لوبولےدے.

    پۀ کال ١٩٣٨ او ١٩٤٢ز کښې د ال انډيا کانګرس مشر او د ټول هندوستان مشهور شخصيت موهن داس کرم چندګاندهي هغه وخت د صوبه سرحد(پښتونخوا) پۀ دوره راغلے ؤ. نو هشنغر هم د دغه دورې پۀ ځايونو کښې شامل ؤ. د سردرياب مرکزعاليه، اتمانزو او بيا شپه ئې د بابړې هم پۀ دې حجره کښې خدائي خدمتګارو او عام اولس ته خطاب کړے ؤ. د جلسې ځاے ته چې را ننوتو نو دلته راغلو خلقو د خولې نه چڼ هم نۀ ؤ وتلے نو تپوس ئې وکړو چې دلته خو هډو جلسه نشته. نو ځواب کښې ورته ووئيل شو چې تاسو سټېج ته ورسئ نو تاسو ته به اندازه وشي چې ستاسو خبرو اورېدو لپاره څومره خلق راغلي دي او دغه خبره رښتيا ثابته شوه ځکه چې کله ګاندهي جي سټېج ته ورسېدلو نو دخلقو دغه سېلاب ئې پۀ خپلو سترګو وليدو نو د دوي د ډسپلن نه ډېر زيات متاثره شولو. د دغه خلقو تعريف ئې پۀ خپل تقرير کښې وکړو. د يوې محتاط اندازې مطابق دغه وخت دې جلسې ته ٤٣ زره خلق راغلي وو. ګاندهي جي يواځې نۀ ؤ راغلے بلکې هغۀ سره د ټول هندوستان او د تحريک ازادۍ ډېرلوي خلق هم راغلي وو چې پکښې مولاناابوالکلام ازاد او دغسې نور عظيم خلق شامل وو.

    د جلسې وروستو د هغوي لپاره د ډوډۍ انتظام هم سيد لعل بادشاه هم پۀ دغه حجره کښې کړے ؤ. ګاندهي جي خوډېر ساده انسان ؤ، ساده جامې به ئې اغوستې وې او د دۀ ساده خوراک کښې وېشېدلې ورېژې وې. البته دې نورو مېلمنو د جوارو سکړک ، د وربشو او غنمو ډوډۍ د ساګ او ماستو سره خوړلي وو. د ډوډۍ نه وروستو دا ټول مېلمانۀ رخصت شول.

    پۀ دې حجره کښې د تحريک ازادۍ يو مشر چې نوم ئې بهګت سنګهـ ؤ ١٧ ورځې ئې تېرې کړې وې او سيد محمد فصيح باچا او سيد لعل باچا د هغۀ ډېره مېلمستيا کړې وه او د پېرنګي د سترګونه ئې پټ کړے ؤ. د دې حجرې تاريخي اهميت پۀ لړکښې کۀ د ١٢ اګست ١٩٤٨ز د بابړې د خونړۍ واقعې ذکر و نۀ شي نو دا مضمون به نا مکمل وي.

    کله چې هندوستان تقسيم شولو او د پاکستان پۀ نوم يو نوے رياست د دنيا پۀ نقشه کښې ښکاره شولو نو يو څو ورځې وروستو د خدائي خدمتګارو خلاف حکومت سازشونه شروع کړل. پۀ اخر کښې د ګورنر جنرل جناح پۀ رضا او قيوم خان پۀ مرسته د صوبه سرحد ګورنر د ډاکټر خان صېب حکومت بې د څۀ وجې ختم کړو. او خدائي خدمتګار ئې نيول شروع کړل او باچاخان دا فېصله وکړه چې اولس دې د حالاتو نه خبر کړے شي. او پۀ دغه لړکښې هغوي د سوېلي ضلعو دوره شروع کړله نو د قيوم خان پۀ وېنا باچاخان ګرفتار کړے شو او حېدر اباد جېل ته ئې د تحريک نورو نوموړي مشرانوسره ولېږلو.

    وروستو پاتې خدائي خدمتګارو دا فېصله وکړه چې د دغه ناروا ګرفتارو او ظلم خلاف دې احتجاج پېل کړے شي خو د يوې سيمې خلقو هم هېڅ قسمه جلسې يا د احتجاجي مظاهرې ذمه واري نۀ قبوله . پۀ اخر کښې ورته سيدلعل بادشاه صاحب خپله حجره وړاندې کړله چرته چې د صوبې د ګټ ګټ نه خدائي خدمتګارانو د ټاکلې شوې نېټې نه يوه ورځ وړاندې يعني پۀ ١١ اګست ځانونه را ورسول. پۀ دې حجره کښې او دې سره پېوست جومات کښې ئې شپه تېره کړله. د حکومت لۀ خوا د ټول هشنغر د محاصرې حکم شوے ؤ. او چارسدې ته د راتګ پۀ هره يوه لاره پوليس او فوځ ولاړ وو. خو بيا هم خدائي خدمتګارو ځانونه را ورسول. د دې جلسې مشري د هغه وخت سالاراعظم چې د صوبائي اسمبلۍ غړے هم ؤ عزتمند امين جان خان کوله. چې د ګل بېلې کلي سره نزدې د کوچيانو کلي اوسېدونکے ؤ. هغه هم ځان سحر وختي حجرې ته را ورسولو . د حجرې سره خوا ته پۀ جومات باندې ورته فوځ مشين ګنونه لګولي وو. جلسه پۀ حجره کښې پرامن طريقې سره وشوله.

    پۀ اخر کښې خدائي خدمتګارو دا مطالبه وکړه چې مونږ د جلوس پۀ شکل کښې خپل ټاکلي شوي ځاے اختر جومات (جمعې جومات) پورې لاړ شو او دغه شان دا خلق د جمعې جومات اړخ ته د جلوس پۀ شکل روان شول. د جلسې نه مخکښې سپين ملنګ ؤ چې انقلابي بېرغ ئې پۀ لاسو کښې نيولے ؤ . ورپسې وروستو سيد عابد باچا او سيد عبدالعزيز باچا روان وو او د دوي نه وروستو باقي ټول جلوس روان ؤ. کله چې د جلوس يو سر د جمعې جومات ته ورسېدو او دوېم سر ئې د غازي ګل بابا جومات سره ؤ نو ناګهانه پۀ دوي باندې د فوځ او ملېشې لۀ خوا د ګولو باران شروع شو او ډېر بې ګناه خدائي خدمتګار،عام اولس، ماشومان او زنانه پکښې شهيدان شول. چې د يو تحقيقي څېړنې مطابق د ٧٠٠ نه زيات وو او د ژوبلو تعداد يو پۀ دوه ؤ. دې شهيدانو او ژوبلو خدائي خدمتګارانو پۀ خپله وينه باندې يو نوے تاريخ وليکلو. او پۀ تاريخ کښې د کربلا ثاني “د پښتنو کربلا” او د “چارسدې کربلا” پۀ نامه تر ننه يادېږي.

    د دغې خونړۍ پېښې نه وروستو بيا هر کال پۀ ١٢ اګست باندې ټول خلق هم هغه شان تر د کال ٢٠٠٨ز پورې راغونډېدل او هم هغه جلوس پۀ لار به د غازي ګل بابا جومات ته تلل او پۀ اخر کښې به بيا د شهيدانو د يادګار پورې تلل او پۀ يادګار باندې د ګل پاشۍ نه وروستو به خورېدل. خو د کال ٢٠٠٨ز نه پس دغه جلوس ختم شوے دے او پۀ ١٢ اګست باندې پۀ غازي ګل بابا جومات کښې د شهيدانو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې کولو نه پس پۀ يادګار شهيدانو باندې ګل پاشي کېږي او جلوس ترې نه د ترهه ګرۍ پۀ وجه ختم شوے دے.

    د ١٢ اګست ١٩٤٨ز د ورځې نمانځلو پۀ لړکښې د ګوند پخواني مشران کۀ د پيپلز پارټۍ د وخت وو کۀ د اېن ډي پي يا نېشنل عوامي پارټۍ او يا د عوامي نېشنل پارټۍ خو پۀ باقاعدګۍ سره دا ورځ نمانځي . پۀ دغه مشرانو کښې باچاخان، خان عبدالولي خان، خان عبدالغني خان، ډاکټر خان صېب، مور بي بي ، اجمل خټک، اسفنديار ولي خان، سردار عطاء الله مېنګل، خېر بخش مري، جي اېم سيد، اکبر بګټي، غلام احمد بلور، بشېراحمد بلور، حاجي عديل بلکې د ګوند ټول مشران راغلي وي. او اوس هر رکال هم پۀ دغه ورځ د ځوان کهول د هيلو مير صوبائي صدر اېمل ولي خان راځي او دغه ورځ نمانځي .

    د ١٢ اګست د موقعې نه علاوه کۀ چرې هم د څۀ جلسې يا غونډې تابيا پۀ بابړه کښې شوې ده نو هغه ټولې غونډې او جلسې هم پۀ دې حجره کښې شوې دي. او پکښې د بابړې، پړانګو او خواو شا علاقو نه علاوه د بلوچستان، سندهـ، ډېره اسماعيل خان، بنو، ټانک، کوهاټ، هنګو، وزيرستان، صوابۍ، نوښار، مردان بلکې د ټولې سيمې خلق چې پښتون قامي تحريک باندې مئين دي دا حجره ليدلې ده او زما د دې مضمون مقصد هم دا دے چې پښتانۀ دې د خپل تاريخ د دې باب نه خبر شي او د دې تاريخي ورثې د حفاظت او محفوظ کولوته دې پاملرنې کولو سره سره د دې تابيا هم وشي.

    بشکريه:

    سيد مختيارعلي باچا

    سيد قاسم جان باچا

    سيد اصف خان باچا

    بحواله کتابونه:

    باچاخان او خدائي خدمتګاري: خان عبدالولي خان

    خدائي خدمتګارتحريک: احمد کاکا

    د ازادۍ پۀ تحريک کښې زما جدوجهد: سيد محمد فصيح باچا

    (ناچاپ کتاب)

    خدائي خدمتګاري تجزيه او تبصره: ناظم سرفراز خان

    دسالار امين جان خان د ډائرۍ يو پاڼه

    (بعنوان مرګيه مۀ راځه درځمه)