ښځینه سوال او الف جان خټکه – خان زمان کاکړ

پۀ اسياء کښې لومړنی فيمينزم چې د نولسمې پېړۍ پۀ اواخرو او د شلمې پېړۍ پۀ اوائلو کښې د ټولنيز بدلون يو مهم قوت ؤ، پۀ عمومي توګه لۀ نظره اچول شوی دی. د هغه وخت پۀ ټولنيزو او سياسي نهضتونو، پۀ قامي او وطني مبارزو کښې، د خواريکښو پۀ احتجاجونو او د بزګرانو پۀ […]

نېشنل اېکشن پلان:یو بې ګټې بحث – خان زمان کاکړ

      پېښور چې د ګلونو ښار بلل کېدۀ، پۀ شپاړسم دسمبر 2014 کښې د ګلونو پۀ ګورستان بدل کړل شو. پر اٰرمي پبلک سکول باندې د ترهګرو يو بريد هلته موجود تر يو نيم سل زيات پښتني ګلونه لۀ خاورو سره خاورې کړل. ددې قيامت پاروونکې پېښې پۀ ورځ پۀ اسلام اباد کښې […]

پۀ افغانستان کښې د ملي پخلاينې او ټولنيز تداوي هيلې – خان زمان کاکړ

    د افغانستان د څلوېښت کلنې غميزې او د ترهګرۍ خلاف روان اتلس کلن جنګ پۀ ترڅ کښې پۀ تېرو څو مياشتو کښې يو ډېر د اندېښنې وړ پړاو دا منځ ته راغلو چې د امريکا متحده ايالات او طالبان لۀ يو او بل سره د مذاکراتو پروسې ته لاړل او د ډاکټر اشرف […]

د افغانستان سل کلن استقلال او ‘پښتون قامي تحریک’

“افغانستان پۀ نړۍ کښې يواځینی خپلواک مسلمان رياست دی )فارس او ترکيه لکه چې پۀ هغه وخت کښې واقعي خپلواک نۀ وو او پۀ جزوي توګه د برطانوي يا اتحادي ځواکونو تر واک لاندې وو( چې بلواکه مسلمانان به پر ځان راټولوي او د خپلواکۍ او ازادۍ پر لاره به د هغوي راهنمائي کوي.”(1) دا […]

پۀ افغانستان کښې د ملي پخلاينې او ټولنيز تداوي هيلې

د افغانستان د څلوېښت کلنې غميزې او د ترهګرۍ خلاف روان اتلس کلن جنګ پۀ ترڅ کښې پۀ تېرو څو مياشتو کښې يو ډېر د اندېښنې وړ پړاو دا منځ ته راغلو چې د امريکا متحده ايالات او طالبان لۀ يو او بل سره د مذاکراتو پروسې ته لاړل او د ډاکټر اشرف غني پۀ […]

# J u s t i c e 4 S a r t a j K h a n د ‘پښتون’ د مشاورتي بورډ د اجلاس نیمګړې ایجنډا – خان زمان کاکړ

@khanzamankakar پر دوه ویشتم جون پۀ باچا خان مرکز پېښور کښې د مياشتنۍ “پښتون” مجلې د مشاورتي بورډ ناسته رابلل شوې وه. ما هم پکښې ګډون درلود. د ناستې ايجنډا د جولائي او اګست د ګڼو د پاره موضوعات او مواد سنجول او برابرول وو. د جولائي د ګڼې د پاره د پښتونخوا پۀ نوو […]

اوسمهاله خدائي خدمتګاري – خان زمان کاکړ

د خدائي خدمتګار تحريک لۀ بنسټ ايښوولو څخه 90 کاله پس د زمکې پر سر پۀ يوه بېخي بدله نړۍ کښې مونږ د پښتون قام د برخليک د بدلولو پۀ لړ کښې د هغې مفکورې يوې نوې تشريح ته اړتيامن يو د کومې مفکورې پۀ مرسته چې د هند لۀ نيمې وچې د پېرنګي استعمار […]

د قام ارمان – خان زمان کاکړ

@khanzamankakar د روان کال د فرورۍ پر دويمه نېټه مې د خپل يو ډېر نزدې ملګري د شهادت اعصاب لړزوونکی خبر واورېد. لۀ پښو مې زمکه ووته. کۀ څۀ هم محمد ابراهيم ارمان لوڼی به اکثره خلقو د يوې کلنې احتجاجي څپې لۀ کبله پېژندو او هم ئې پۀ تاريخ کښې ځان د دې احتجاجي […]

عوامي نېشنل پارټي او پۀ سیاست کښې د کمپرومائز روایت: یوه لنډه جائزه – خان زمان کاکړ

    د پېرنګي استعمار یوې اوږد مهاله دورې کۀ د وړې اوچې مزاج کښې د (ردعمل او مزاحمت د فطري انساني صلاحیت تر مخه) سیاست کرلو کښې کردار ادا کړے دے نو چالاک لوبغاړي پېرنګي فکر د دغه سیاست نه د مزاحمت او اغېز ساه ویستلو د پاره هم پۀ وخت لاره ویستې ده. […]

د پاکستاني ستراتیژکي ژورتیا کۀ د پښتون وژنې ژوره کنده – خان زمان کاکړ

  Twitter: @khanzamankakar   د پاکستان د پوليسو د يو لوړ پوړي پښتانۀ چارواکي طاهر خان داوړ قتل پۀ پاکستان کښې د پښتنو د پرديتوب پۀ احساس کښې ډېره ژوره اضافه وکړه او دوي ئې پر دې حقيقت سوچ کولو ته مجبوره کړل چې پۀ پاکستان کښې د پښتنو ژوند چرته هم محفوظ نۀ دی، […]