Category: م ر شفق

  • پاکستان او فکري تضادات

    پاکستان او فکري تضادات

    پاکستان او فکري تضادات

     

    زمونږ د ملک ديني عالمان او خطيبان “اساس پاکستان” يا د پاکستان بنياد اسلام ګڼي او پۀ دې يقين لري چې د ګړدې نړۍ مسلمانان يو ملت دے. ټول مسلمانان وروڼه وروڼه دي، د عالمانو تحقيق دا دے چې د دوېم خليفه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خلافت پۀ دور کښې د اسلام رڼا مکران ته رارسېدلې وه.

    د ” قيام پاکستان” بنياد پۀ “دو قومي نظريه” ؤ يعنې هندوستان کښې دوه لوے قومونه دي. هندو او مسلمان… د دوي عقيده او ژوند ژواک د يو بل نه بېخي جدا دے. د دې نظريې علمبردارانو کښې سر سيداحمد خان، علامه محمد اقبال او قائداعظم محمد علي جناح شامل وو. پۀ 31 مارچ 1940ء لاهور منټو پارک کښې د ال انډيا مسلم ليګ يوه جلسه د محمد علي جناح صدارت کښې وشوه. دې کښې د هندوستان د مسلمانانو د پاره د يو جدا مملکت قائمولو پۀ وړومبي ځل صفا غوښتنه وکړې شوه. او يو قراداد منظور کړے شو، دا اول پۀ “قرار داد لاهور” بللے شو. دوه کاله پس د قائداعظم پۀ وېنا “قراردا پاکستان” نوم ورکړے شو. د دې نوم پس منظر هم غور طلب دے.

    علامه محمد اقبال پۀ کال 1930ز کښې “خطبه ء اله اباد” کښې تجويز ورکړو چې د هندوستان شمال مغربي سيمو کښې چرته چې د مسلمانانو اکثريت دے هلته دې د مسلمانانو ځانله يوه صوبه او حکومت جوړ کړے شي چې دوي پۀ کښې د اسلامي نظام تجربه وکړے شي.او د دين اسلام مطابق ژوند تېروي۔ دا به د هندوستان وفاق کښې شامله وي. خواه کۀ پۀ هندوستان د برطانيي تسلط وي يا د نور چا. ورپسې کال 1933ء کښې لندن کښي د کېمبرج پوهنتون د شاګردانو يونين جنرل سېکرټري چودهري رحمت علي يو پمفلټ چاپ او خور کړوNOW OR NEVER…. پۀ دې کتابچه دستخط کوونکو کښې اسلم خان خټک او د چارسدې عنايت الله خان هم شامل دي. دوي هندوستان کښې د مسلمانانو د اکثريتي صوبو يو وفاقي نقشه او خاکه پېش کړې ده. نوم ئې ورله “پاکستان” ايښے دے. او تشريح ئې داسې کړې ده پ= پنجاب ا= افغان صوبه۔۔۔۔۔افغانيه ک= کشمير س= سندهـ، تان = بلوچستان۔۔۔۔ دې کښې د مشرقي بنګال يعنې مشرقي پاکستان ۔۔۔۔يا۔۔۔۔ اوسني بنګله دېش ذکر نشته.

    عجيبه دا وشوه چې د هغه وخت ( 1934ء) مسلم ليګي قيادت د دي ترديد کړے ؤ چې د مسلم ليګ د کېمبرج هلکانو دې سکيم سره څۀ تعلق نشته تردې چې د علامه اقبال پۀ يو کتاب د تبصرې کولو پۀ وخت يو انګرېز تهامپسن علامه صاحب ته د پاکستان د سکيم باني وليکلو نو علامه اقبال ورته فورا “وضاحتي خط ولېږلو، نۀ صرف ترديد ئې وکړو بلکې دې ته ئې غلطي۔۔۔۔MISTAKE وئيلي دي او پاکستان سکيم سره ئې د لا تعلقۍ اظهار وکړو. دا خط علامه محمد اقبال۔۔۔۔د لاهور نه پۀ څلور مارچ 1934ء Mr THOMPSON ته لېږلے ؤ، خط کښې ورته ليکي۔۔۔

    ” ګرانه تهامپسن۔۔۔۔۔زما پۀ کتاب ستا تبصره ما اوس تر لاسه کړه، دا ډېره سپېځلې ده او تا چې زما پۀ حقله د ښو خيالاتو څرګندؤنه کړي ده. د هغي مننه کوم خو تا يوه غلطي کړې ده، هغه درته پۀ ګوته کول غواړم، ځکه چې دا زۀ يوه سنجيده معامله ګڼم. تا ماته د “پاکستان” نومې سکيم باني وئيلے دے. ما چې خپله خطبه کښې تجويز وړاندې کړے ؤ، دا ؤ چې د مسلمانانو يوه صوبه دې قائمه کړے شي شمال مغربي هندوستان کښي يوه صوبه چې د مسلمانانو د ابادي پۀ کښې غلبه اکثريت وي، او زما پۀ سکيم کښې به دا نوې صوبه د تجويز شوي هندوستان فېډرېشن يوه حصه وي، د پاکستان د سکيم تجويز خو د مسلمانانو د صوبو ځان له جدا فېډرېشن دے چې د يو جدا رياست پۀ توګه نېغ پۀ نېغه انګلستان سره اړه لري، دا سکيم کيمبرج کښې جوړ شوے دے”.

    علامه محمد اقبال مسټر تهامپسن ته جولايي 1934ء کښې يو بل خط کښې ليکلي دي “پنجاب۔۔۔۔سندهـ۔۔۔۔صوبه سرحد درې واړه صوبې که يو ځاے شولې نو دابه د انګلستان هندوستان او اسلام پۀ خېر تمام شي”.

    (د زيات تفصيل د پاره د عبدالولي خان کتاب ” باچاخان او خدائي خدمت ګاري“ وړومبنے ټوک“ ؤګورﺉ ).

    بل خوا چې 1942ز کښې قائد اعظم د قرارداد لاهورپۀ ځاے قرارداد پاکستان اعلان وکړو او وې وئيل چې د مسلمانانو جدا مملکت قائم شي، څه نوم خو به ئې وي کنه، نو بس پاکستان غوره نوم دے، نو دا پۀ يو ډؤل د چودهري رحمت علي د ”پاکستان کيمرج سکيم ومنلے شو۔۔۔۔۔او کال 1971ز کښې چې پاکستان دوه ټوټې شو او د مشرقي پاکستان نه ازاد مملکت بنګله دېش جوړشو نو د پاتې مغربي پاکستان يا نوي پاکستان نقشه هغه شوه کومه چې د انګلستان کېمبرج کښې چودهري رحمت علي او د هغۀ ملګرو پۀ NOW OR NEVER کښې تجويز کړې وه.

    پاکستان او فکري تضادات

    ( دوېم ټوک)

    د ال انډيا مسلم ليګ سياست احتجاجي او مزاحمتي هرګز نه ؤ، د دې اکابرين ټول يا اکثر د انګرېزانو خطاب يافته معتبر خلق وو. دوي به هندوستان کښې د مسلمانانو د حقونو مطالبه کوله خو د خپلو مطالبو د پاره ئې پېرنګي سره ښکر نۀ اړامولو۔۔۔۔۔۔ پۀ 23 مارچ 1940ز کښې چې مسلم ليګ پۀ هندوستان کښې د يو جدا مملکت قائمولو مطالبه وکړه، قرارداد لاهور۔۔۔۔ثم۔۔۔ قرارداد پاکستان ئې منظور کړو نو قيادت ئې محمد علي جناح صاحب کولو۔۔۔۔ دغه وخت د ازادۍ منزل رانزدې شوے ؤ۔۔۔۔ ال انډيا کانګرس د ټول هندوستان نمائنده جماعت ؤ۔۔۔۔ د مسلمانانو سياسي جماعتونو۔۔۔ جمعيت العلماء هند۔۔۔۔ جماعت احرار۔۔۔ او بالخصوص د باچاخان خدائي خدمت ګار تحريک کانګرس سره ملګري وو۔۔۔۔ دوي د ټول هندوستان ازادي غوښتله او د تقسيم خلاف وو. جناح صاحب د کانګرس ټوله نمايندګي نۀ منله۔۔۔۔ دا ئې د هندوانو پارټي ګڼله۔۔۔۔ او هر کله چې ټول هندوستان کښې اکثريت د هندوانو ؤ۔۔۔ نو د هندوانو د غلبه عددي اکثريت ترمخه د مسلمانانو حېثيت نۀ شو جوړېدلے. نو مسلم ليګ ئې د مسلمانانو واحد نماينده جماعت ګڼلو۔۔۔ او د جناح صاحب دا کلک موقف انګرېزانو ذهني طور قبول کړے ؤ۔۔۔۔ او کانګرس هم د ازادۍ نصب العېن تر لاسه کولو پۀ خاطر اخري نازک پړاؤ کښې خپلي قربانۍ پۀ سين نۀ شوې لاهو کولې او تقسيم چېلنج کولو کښي پاتې راغے. د کانګرس ليډرانو کښي جواهر لال نهرو او سردار پټېل دواړه خصوصاً پۀ جذباتي توګه د تقسيم پۀ فامولا دستخط کولو ته تيار شو، زما پۀ خيال دوي خپله فېصله کښې درست ځکه وو چې ګانګرس د هندوستان د ازادۍ د پاره لوے جدوجهد کړے ؤ نو اوس پۀ اخري مرحله کښې ئې د سپږې د پاره کيند نه شو سوزولے، تر دې چې پۀ ناخوالۍ سهي خو مهاتما ګاندهي هم د تقسيم پۀ فارمولا دستخط کولو ته مجبور شو. د خدائي خدمتګار تنظيم پۀ شمول د جمعيت العلما ء هند او نورو مسلمانانو رهنمايان اخلاقي طور د کانګرس د فېصلې منلو پابند وو۔۔۔۔ البته باچاخان، ابوالکلام ازاد چې د فارمولې دستخط کېدو نه وړاندې د غلط تقسيم او پاکستان پۀ حقله کوم تحفظات ښکاره کړي وو، د تقسيم نه پس د ملک تاريخ هغه حرف پۀ حرف صحيح او رښتيا ثابت کړل.

    پۀ هر حال د هندوستان تقسيمېدو فېصله چې ومنل شوه نو دا د قايداعظم محمد علي جناح صاحب او د هغۀ د مسلم ليګ لويه فتح او عظيمه کارنامه ګڼو چې پۀ 14 يا 15 اګست 1947ز د دنيا پۀ نقشه د مسلمانانو يو نوے مملکت پاکستان راښکاره شو. د پاکستان د رياست دوه حصې وې او د دواړو حصو ترمېنځه زر ميله فاصله وه. مېنځ کښې ئې هندوستان پروت ؤ. پنجاب۔۔۔۔سندهـ۔۔۔صوبه سرحد۔۔۔۔او بلوچستان۔۔۔۔مغربي حصه ۔۔۔۔اوس هم موجود ده۔۔۔ او دې ته پاکستان وئيلے شي۔۔۔ حالانکې دا نيم پاکستان دے۔۔۔۔ دوېمه حصه د مسلمانانو بنګال ؤ۔۔۔ زر ميله فاصله کښې ۔۔۔۔۔ دې ته به مونږ مشرقي پاکستان وئيلو۔۔۔ دا اوس د پاکستان حصه نۀ ده۔۔۔۔۔ ازاد مملکت بنګله دېش ورته وئيلے شي۔۔۔۔ کال 1971ز جنګ نه پس د پاکستان نه جدا کړے شو.

    د 1940ز۔۔۔۔۔مارچ نه۔۔۔۔۔ اګست 1947ز پورې۔۔۔۔اووۀ کالو موده کښې خپل هدف ته رسېدل او پاکستان قائمېدل يوه سياسي معجزه ده۔۔۔۔ د دې پۀ شا نور عوامل هم شته۔۔۔ خو دا حقيقت به منلے شي۔۔۔۔ چې دا پۀ ښکاره د جناح صاحب د قيادت کمال ؤ.

    د اووۀ کالو سياسي تحريک پۀ کاميابۍ کښې د ټولو نه لوے لاس دې نعرې کړے ؤ “پاکستان کا مطلب کيا؟ لا اله الا الله”،،، کو مو ديني عالمانو چې د پاکستان د تحريک مرسته کړې وه او خلقو د هغوي پۀ اواز لبېک وئيلے ؤ۔۔۔۔ دغو کښې يو څو داسي وو چي د علم او تقوي پۀ لحاظ ئې پۀ لمنو نمونځ روا ګڼلے شو۔۔۔۔ لکه مولانا اشرف علي تهانوي۔۔۔۔۔ مولانا شبير احمد عثماني۔۔۔۔ مولانا مفتي محمد شفيع۔۔۔۔۔ او د مانکي شريف پير حضرت امين الحسنات، د مانکي صاحب پير۔۔۔۔ امين الحسنات ته قايداعظم محمد علي جناح صاحب ليکلي ورکړي وو۔۔۔۔ چې پاکستان قايم کړے شي نو دې ملک کښي به شريعت محمدي نافذ کولے شي.

    (نور بيا)

  • د خپل ياد پۀ جزيرو کښې (د ازادۍ يو مجاهد عالم) – م . ر شفق

    د خپل ياد پۀ جزيرو کښې (د ازادۍ يو مجاهد عالم) – م . ر شفق

    پېدایښت:1914ز. وفات: 10جولایي 1973ء.۔9 درېمه خور.۔1393 هجري

    د باچاخان ژوند لیکنه” زما ژوند اؤ جدوجهد “ کښې ” د ترنګزو حاجي صاحب او خدائي خدمتګاري “..سر خط لاندې ذکر شوي دي چې حاجي صاحب دوي زمونږ ملګري وو خو د هغۀ زوے باچا ګل پۀ نوم زمونږ خلاف یوڅۀ پروپېګنډه شروع شوې ده نو۔” ولي (خان) مې پۀ 14 جون1942ز مومندو ته ولېږۀ. هغه ئې ولیدۀ .خبرې ئې ورسره وشوې. دغه وخت حاجي صاحب د ترنګزو وفات شوے ؤاو باچاګل کل اختیاره ؤ. خو چې واپس راغے نو بله ورځ زۀ صوابۍ ته تلم پۀ لاره کښې د هوتي بازار کښې مولانا ګلبادشاه پۀ مخ راغے، هغه اشاره وکړه زۀ ورته ودرېدم. هغۀ بېل کړم. دۀ راته ووې چې ستا برخلاف ټوله پروپېګنډه قلي خان کوي. خو د باچاګل پۀ نوم ئې کوي. زۀ سبا له مومندو ته ځم او باچا ګل سره د دې فېصله کوم. چې دا چرته خداے مونږ له یو سړے پېدا کړے دے نو دۀ پسې دا پروپېګنډې مۀ کوه او کۀ کوې نو بیا مونږ له د دۀ پۀ ځاے یو بل سړے راکړه “.

    د مولانا سیدګل بادشاه صاحب اصل نوم سید لطیف الرحیم ؤ. د دوي پلار سید فضل الرحیم د جنوبی اسام پیر طریقت ؤ. او مولانا حسېن احمد مدني (رح). د شمالي اسام پیر طریقت ؤ.او د روژې میاشت به ئې اکثر سلهټ کښې تېروله. خپلو کښې د خوږ تعلق ترمخه مولانا حسېن احمد مدني سید لطیف الرحیم خپله فرزندۍ کښې واخست. ځان سره ئې دارالعلوم دېو بند ته بوتلو. او نوم ئې ورله ګل بادشاه کېښودو او دا دومره مشهور شو چې خپل نوم لطیف الرحیم پس منظر ته لاړ.( د حوالې د پاره وګورئ. د موالانا محمد قاسم .ادینه. کتاب.۔”تذکره علماء خېبر پښتونخوا )”.

    مولانا سیدګلبادشاه صاحب یوه زمانه کښې.د مردان نه” صداقت “ اخبار هم جاري کړے ؤ. پښتو کښې ئې واړۀ واړۀ کتابونه چاپ شوي وو. دغو کښې. رساله میراث. تعلیم الاسلام، څلوېښت احادیث، اصول حدیث او درس حدیث شامل دي.

    د مولانا صاحب یو زوے ماشوم والي کښې وفات شوے ؤ. لوڼه ئې.سیده مدینه، سیده کلثوم، سیده حامده وې .کشره لور ئې سیده جمیله ژوندۍ ده.

    مولانا سید ګل بادشاه صاحب (سواړیان.۔طورو) د دارالعلوم دېوبند فاضل. پۀ کړۀ ؤړه، رنګ جوثه.او قد و قامت زیات ښکلے، دروند، خوږ شخصیت، خوش اوازخطیب، لهجه کښې رعب او دبدبه او زړ ور عالم، د مال جائیداد پۀ لحاظ،د الله فقیر خو ژوند ئې د بادشاهانو پۀ شان تېر کړے ؤ. د ازادۍ پۀ تحریک کښې ئې د مسلمان مجاهد کردار ادا کړے ؤ.

    مولانا محمد عنایت الله د طورو،مولانا سیدګلباد شاه سواړیان. او د پېښور رېګي مولانا شمس الحق درې اولني زلمي عالمان ووچې پښتونخوا کښې ئې د جمعیت العلماء هندنمائندګي او ترجماني کړې وه. مولانا حسېن احمد مدني او د دارالعلوم دېوبند اکابرینوسره ئې رابطه ساتله. او پښتونخوا کښې ئې د باچاخان خدائي خدمتګار تحریک سره اوږه پۀ اوږه د ازادۍ مبارزه جاري ساتلې وه.

    د ازدۍ قهرمان خان عبدالغفار خان فخر افغان باچاخان چې پاکستان کښې د اوږد جېل نه را خلاص شو نو مولانا هم هري پور جېل کښې دوه کاله قېد تېرولو نه پس.راغلے ؤ. باچاخان دغو ورځو کښې د مولانا د مور پۀ وفات غمرازۍ او فاتحې له سواړیانو ته تشریف راوړے ؤ.

    مولانا سید ګلبادشاه او مولانامحمدعنایت الله دواړه پۀ اوویشتمه روژه.136هجري 3 اګست 1948ء. پېشمني ګرفتار کړے شوي وو. دواړو عالمانو به جېل کښې خدائي خدمتګارانو ته د قران درسونه ورکول. مولانا عنایت الله د خدائي خدمتګار تحریک د صوبائي جرګې منتخب غړے ؤ. او د ژوند تر اخره.عملي خدائي خدمتګار ؤ.۔ او مولانا سیدګلبادشاه صاحب د پاکستان قائمېدو نه پس د جمعیت العلماء اسلام بنیاد مضبوط کړو. او تر وفاته امیر جمعیت العلماء سر حد ؤ.

    وزیراعلٰی عبدالقیوم خان د مولانا سیدګلبادشاه د خطابت او ایماني صداقت نه وېرېدلو. نو ځکه ئې اووۀ کاله د تورو تمبو شاته ساتلے ؤ. سخت عذابونه ورکړے شوي وو. کله چې د پاکستان باني او ګورنر جنرل قائداعظم محمد علي جناح صاحب وفات شو. هري پورسنټرل جېل ته حکم راغے چې ټول قېدیان به د جناح صاحب غائبانه جنازه کوي. مولانا سیدګلبادشاه ووې چې مونږ د خپل مسلک مطابق جنازه هله کوو چې مړے راته .مخې ته پروت وي. دعا کولے شو. قران خواني کوو خو غائبانه جنازه نۀ کوو. مولانا محمد عنایت الله، مولانا امیر محمد ترخوي او خدائي خدمتګارانو د مولانا ګلباد شاه د اعلان تائید وکړو. پۀ دې مولانا صاحب ته چکۍ کښې د څوارلسو ورځو پورې بندیوان ساتلو سزا ورکړې شوه او صحت خرابېدو سره ئې ذهني حالت هم ګډ وډ شوے ؤ.

    بل طرفته وزیراعلٰی عبدالقیوم خان.جېل ته خپل نمائنده وزیر میان جعفرشاه صاحب ور ولېږلواو د وزارت پیشکش ئې ورته وکړو. مولانا صاحب میا جعفر شاه صاحب ته ووې.” کۀ دا پېشکش ستا خان اعظم پخپله کړے ؤ نو زۀ به نۀ وم خفه ځکه چې هغه ما نۀ پېژني، ستا پۀ خبره مې زړۀ ته صدمه ورسېده، تۀ خو ما پېژنے، مونږ سره دې د ازادۍ تحریک کښې کار کړے دے نو تا ته خو معلومه ده چې مونږ نۀ چاته ټیټ شوي یو او نه پۀ چا خرڅېدے شو.

    کال ١٩٧٢ز کښې چې د حکومت سازۍ مرحله روانه وه، پښتونخوا کښې د جمعیت العلماء د تعاون نه بغېر یوې ډلې هم حکومت نۀ شو جوړولے. مسجد قاسم علي خان پېښور کښې د قیوم لیګ یوه جرګه مولانا مفتي محمود صاحب او د هغوي ملګرو له ورغله. عبدالقیوم خان اول مولانا سیدګلبادشاه ته ووې تېرو وختونو کښې چې تاسو سره زور زیاتے شوے ؤ د هغې معافي غواړم ۔“. مولانا مسکے شو. وې وئيل قیوم خانه. تۀ پۀ خپلو کړو پښېمانه شوې؟ زۀ خو اوس هم پۀ خپل موقف کلک ولاړ یم.

    د پخواني صدر جنرل محمد ایوب خان د 1958ء نوې نوې هېبت ناکه مارشل لاء لګېدلې وه. چا له وېرې غږ نۀ شوکولے خو مولانا سیدګلباد شاه به مذهبي اجتماعاتو کښې ښۀ پۀ ډاګه د غېر جمهوري او غېر ائيني نظام حکومت خلاف تقریرونه کول. دې جرم کښې ئې یو فوځي عدالت کښې پېشي وشوه. فوځي عدالت پوښتنه وکړه. مولانا صاحب.تاسو پاکستان ته ”غېر اسلامی ریاست“ وئيلے دے. او چې د سي ائي ډي کاپۍ ئې ورپسې را سپړدله نو مولانا صاحب ورته ووې. ” فائیل مۀ راؤباسۍ.ماته خپل بیان ټکي پۀ ټکي یاد دے. او بیا هم هغه بیان ئې ورته تېر کړو.

    مولانا سیدګلبادشاه صاحب فوځي مجسټرېټ ته ووې ۔ ۔ ۔

    “تا پولیټیکل سائنس نۀ دے وئیلے؟ اسلامي ریاست هغه وي چې اسلامی نظام پۀ کښې نافذ وي. چې ائين او دستور ئې اسلامي وي.پ اکستان کښی اسلامي نظام لا نۀ دے جاري شوے. نو ځکه ورته اسلامي ریاست نۀ شو وئیلے. دلته د مسلمانانو اکثریت دے نو پاکستان ته مسلم ریاست یا مسلم ملک وئیلے شو. فوځي مجسټرېټ پۀ دې جواب حېران شو او د مولانا صاحب شکریه ئې ادا کړه.

    د طورو ستر صاحب دیوان شاعرتاج ملوک خان دلسوز (خان جی) پۀ یوه موقع امیرمحمدخان هوتي، میان شاکرالله باچا، مهردل خان او مولانا سیدګل بادشاه صاحب ته منظوم هرکلے وئیلے ؤ ” د ګلو بهار“… مولانا ګلباد شاه صاحب ته ئې داسې پیرزوئنې وړاندې کړې وې ۔ ۔ ۔

    صد افرین باد بر ګل بادشاه هم

    سیدان تل تل کړي داسې مړانه

    ذات تو شد.۔احیاﺉ سنت

    وارث حضرت (صلعم) عالم یګانه

    هرکله راشه سیده ځوانه

    پۀ خېر راغلې له سخت زندانه

  • د خپل ياد پۀ جزيرو کښې (مېرمن نسيم ولي خان) – م ۔ ر شفق

    د خپل ياد پۀ جزيرو کښې (مېرمن نسيم ولي خان) – م ۔ ر شفق

    مېر من نسیم ولي خان وفات شوه. د اتوار پۀ ورځ، 16 مۍ 2021ء .. ماښام ئې ولي باغ کښې جنازه ادا کړې شوه او د ولي خان سره خوا کښې خاورو ته وسپارلې شوه.

    د مېرمن نسیم ولي خان شخصیت د قومي سیاست یو ځلنده باب دے . دا چې دعوامي نېشنل پارټۍ صوبائي صدره وه نو پارټي ئې ښۀ چټک کړې وه او صوبه کښې به ئې دومره نشستونه وګټل چې د دوي د مرستې نه بغېر به یوې ډلې هم حکومت نۀ شو جوړولے .

    نسیم ولي خان د فوجي او سول امریت پۀ ضد عملي مبارزه، او د انساني جمهوري حقونوعلمبرداره سیاسي مجاهده وه .

    بېګم نسیم ولي خان د صدر جنرل محمد ایوب خان مارشل لائي حکومت کښې هغه وخت خپلو لوڼو سره د سیاست مېدان ته راوتې وه چې د نېشنل عوامي پارټۍ سر براه خان عبدالولی خان او نو ر قومي سیاسي مشران پۀ جېل کښې وو . د دې جرات او مړانې ته ملي شاعر اجمل خټک خراج پېش کړے ؤ . خټک صاحب هم دغه وخت پېښور سنټرل جېل کښی بندیوان ؤ. یوه چاربېته ئې وئیلې وه.

    د څېلمې پارېدلے دے ټبر د لوے افغان

    راوتې دي مېدان ته پۀ غېرت د باچاخان

    نسیم سره بېرغ دے د مېوند د ملالۍ

    نسرین ده کۀ پروین ده کۀ ناهید کۀ ګلالۍ

    کال 1975ء کښی سول امر ذوالفقار علي بهټوقومي اسمبلۍ کښې قاید حزب اختلاف عبدالولی خان نۀ شو زغملے نو د دلیل پۀ ځاے ئې کوتک ته لاس کړو. د حیات خان شېر پاؤ بهیمانه قتل بهانه شوه ،ګوند مات کړے شو،عبدالولي خان او ورسره قومي سیاسي مشران ګرفتار کړے شو. حېدر اباد ټريبو نل جوړ کړے شو او دوي دغلته بندیوان کړے شو.

    چې زما د بڼ زمري در کښې پراتۀ دي

    د سندهـ ښاره پۀ رښتیا حېدر اباد شوې

    قلندر مومند

    داسی سنګینو حالاتو کښې بېګم نسیم ولي خان ښۀ پۀ هوش او استقامت د سیاست خار زار ته را ووتله . د قومي اسمبلۍ ازاد ممبراو غېر معروف سیاسي رهنما شېرباز خان مزاري پۀ مرسته ئې یو نوے سیاسي ګوند د نېشنل ډېمو کرېټک پا ر ټۍ پۀ نوم جوړ کړو.

    پېښور چوک یادګار کښې ئې داسې تقریر کړے ؤ چې هر چا لۀ ئې سترګو کښی اوښکې ځلولې وې .

    بڑا ہی درد کا رشتہ یہ دل غریب سہی

    تمہارے نام پہ آئیں گے غمگسار چلیں

    فېض

    بېګم نسیم خلقو ته خپل موقف بیان کړو او پۀ اعتماد کښې ئې واخستل .

    بېګم نسیم صاحبې ووې چې د هندوستان د ازادۍ تحریک پښتونخوا کښې باچاخان او د هغۀ خدائي خدمت ګارانو سر ته رسولے ؤ… د پاکستان قائمېدو نه پس چی کله هم د بشري او جمهوري حقونو تحریک راپورته شوے دے نو قیادت ئې د باچاخان کورنۍ کړے دے او مرکزي کردار ئې ادا کړے دے . خو اوس زما درې نسلونه پۀ جېل کښې دي …. باچاخان ضعیف العمرۍ کښی د جلا وطنۍ ژوند تېروي ….. ولی خان پۀ زندان کښې دے ….. قوم د هغۀ د قیادت نه محرومه دے …..اسفند یار ولي خان د دروغو پۀ الزام کښې د تورو تمبو شاته غور ځولے شوے دے … هغه نۀ شي پریښودے چې د زلمو رهنمائي وکړي .

    بېګم نسیم ووئيل زۀ د باچاخان کورنۍ دغه روایت ژوندے ساتل غواړم نو ځکه لۀ کوره رابهر شومه . او د سیاست مېدان ته را ووتم .کۀ ستا سو دا فېصله نۀ وي خوښه نو زۀ به واپس کورته لاړه شمه .

    خلقو پۀ یو اواز د فېصلې تائید وکړو.

    بیګم نسیم ووئيل چې د پاکستان عدالت زمونږ پۀ نېشنل عوامي پارټۍ د بندېز لګولو فېصله اورولې ده، خو عدالتونه درې دي؛ یو د ملک عدالت دے،دوېم د عوامو عدالت دے او درېم د الله تعالي عدالت دے چې فېصله ئې بر حق وي. مونږ وینو چې د عوامي عدالت فېصله زمونږ پۀ حق کښې ده او انشاءالله د الله تعالي د عدل او انصاف پۀ عدالت کښې به هم سرخرو یو ځکه چی مونږ د درغلۍ سیاست نۀ کوو، پۀ صفا نیت د قوم خدمت ته سیاست وایو او سیاست عبادت ګنو.

    بېګم صاحبې ووې چې د زمرو لارې څوک نۀ شي بندولے. کۀ یوه لاره بنده کړې شي نو شل نورې لارې به پرانستې شي او دا یقین درکوم چې کومه لار مونږ خوښه کړو هغه به د مقصد او مرام پۀ لورې نېغه لار وي ،د قومي ازادۍ او خپلواکۍ لار، د حق او انصاف لار، د بابا د فکر شمع به بله ساتو.

    بېګم نسیم ولی خان لږه موده کښې د پاکستان پۀ سیاسي فضا خوره شوه او ډېر زر ئې د زیرک او چالاک سیاستدان ذوالفقار علی بهټو پام هم ځان ته راوګرځولو چې دی چرته سبق وئيلے دے ! بېګم صاحبې مردان کښې د یوې جلسې پۀ مو قع جواب ورکړے ؤ ؛وئیل ئې چې بهټو صاحب تاسو د اکسفورډ پوهنتون لندن نه تعلیمي اسناد اخستي دي او ما د مردان پرائمري سکول پۀ ټاټونو سبق وئيلے دے ،زۀ د خدائي خدمت ګار امیر محمد خان هوتي لور یمه ،زۀ د ستر باچاخان انږور یمه، د قومي رهنما او سیاسي مدبر خان عبدالولی خان شریک حیات یمه، ما د دوي د فکر مکتب کښې تعلیم او زده کړه او تربیت حاصل کړے دے .

    کال 1977ء کښې چی پاکستان قومي اتحاد ښۀ پۀ عروج کښی ؤ، د راول پنډۍ لیاقت باغ کښې یوه عظیم الشانه جلسه وه، پۀ سټېج مولانا مفتي محمود، مولانا شاه احمد نوراني، نوابزاده نصرالله خان او نو ر هم وو، ماته د مولانا مفتي محمود صاحب دا جمله اوس هم یاده ده . . .

    “عوام کا یہ ٹھاٹہیں مارتا ہوا سمندر اس امر کا بین ثبوت ہے کہ پیپلز پارٹی کی کہ حکومت گئی”۔

    کله چې بېګم نسیم ولي خان تقریر ته ودرېدله نو د لاسونو پړقا شوه او خلقو سټېج ته د نور نزدې کېدو کو ششونه کول . بېګم صاحبې صرف پنځۀ منټه تقریر کړے ؤ؛

    وړومبۍ خبره د نظام مصطفي وه، بېګم نسیم ووئيل چې زۀ پۀ دې موضوع د څۀ وئیلو حق نۀ لرم، دلته لوے لوے عالمان ناست دي، هغوي به تاسو ته ښۀ وضاحت وکړي ، دوېمه خبره د جمهوریت د بحالۍ ده، زمونږ سړي پۀ جېل کښې دي، زۀ د هغوي د رهایۍ مطالبه نۀ کوم….. جمهوریت چې بحال شي نو د رهایۍ مسئله به پۀ خپله حل شي ….. او درېمه خبره د اخلاقي حکومتي نظام ده …… داسې جمهوري حاکم ….. چې یو عام سړے ترې مخ پۀ مخ تپوس کولے شي ….. چې تا دا اغوستے قمیص د کومې او څومره کپړې نه جوړ کړے دے ….؟

  • تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

    تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

    د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د تشدد او دوېم د عدم تشدد. کوم چې د تشدد تحريکونه وو هغه انګرېزانو پۀ خپل زور طاقت ښۀ پۀ اسانه وچقول خو د عدم تشدد تحريک ختمولو د پاره انګرېزانو د نوکو پوندو زور لګولے ؤ خو ولې ختم ئې نۀ کړے شو. د تشدد تحريکونو چې کله ساه ورکړه نو د دې نه څلوېښت پنځوس کاله پس پۀ ١٩٢٩ز کښې د عدم تشدد تحريک پېل کړے شو (د دې اصل بانيان باچاخان او مهاتما ګاندهي وو او دا ډېر پۀ زور شور سره خور شو.)

    د تشدد تحريک پۀ خلقوکښې وېره پېدا کړې وه. خلق ئې پۀ اخلاقي توګه کمزوري کړي وو او بزدلي ئې پۀ کښې پېدا کړې وه. د دې برعکس د عدم تشدد تحريک پۀ خلقوکښې د ژوند نوے روح وپوکلو. دعدم تشدد پۀ منوونکو ناروا ظلمونه او زور ز ياتے کېدل. خو دوي د خپلې لارې ځينې نۀ اوړېدل او پۀ صبر استقامت به ئې مقابله کوله. د تحريک له مخه پۀ عام اولس کښې مينه، محبت،ورورولي او قامولي پېدا شوه.

    د انګرېزانو حکومت د تشدد مخنيوے پۀ اسانه کولے شو. کۀ چا به تشدد وکړو نو د دې جرم سزا به ټولې علاقې ته ورکولې شوه. لکه يو سړي به قتل وکړو نو ټول کلے به ئې ورله لوټې لوټې کړو. پۀ دې طريقه به ئې د پښتنو نه زړۀ وويستو او د زمرو نه به ئې ګېدړان جوړ کړل. خدائي خدمتګاران د عدم تشدد منونکي وو. (دوي به د ازادۍ مبارزې وړاندې بوتلو د پاره الله تعالي سره لوظونه کړي وو نو د انګرېز سامراج نه ئې سترګه نۀ سوزېده) مصيبتونه او سختۍ ئې زغملې. قوم ته ئې نقصان نۀ رسولو. دې قربانو قوم ته ښيګړه ورسوله. دې تحريک سره د خلقو پۀ زړونو کښې مينه او همدردي پېدا شوه. خدائي خدمتګارانو د عدم تشدد پۀ وسله انګرېزانو ته ماتې ورکړه او دوي ئې د خپل ملک نه وشړل.

    خدائي خدمتګار تحريک اول سياسي تحريک نۀ ؤ، دا يو اصلاحي تحريک ؤ او تعليمي شعور ئې پېدا کولو. د دې تحريک برکت ؤ چې پښتون قوم کښې د خوږې ورورولۍ، قوم ولۍ او د يو بل پۀ غم درد کښې د شريکېدو احساس بېدار شو او پۀ خلقو کښې د خدائي خدمتګارۍ پۀ اثر د خدمت جذبو غزونې وکړې.

    پښتون به همېشه پۀ خپل ورور تربور تشدد کولو. نوخپل کورونه به ئې ړنګ پۀ ړنګ پراتۀ وو (پۀ خپلو غوښو به اخته وو) د عدم تشدد لويه فائده دا وشوه چې د دوي ذهنونه ښېرازه شو او کورونه ئې پۀ ورورولۍ، عزيزولۍ ودان شو.

    چالاک او هوښيار انګرېز ډېر زر پۀ دې نتيجه ورسېدو چې د زور تشدد اموخته لېوني پښتنو ځينې پۀ عدم تشدد عمل کوونکي پښتانۀ زيات خطرناک دي نو ځکه ئې پۀ ١٩٣٢ز کښې پۀ خدائي خدمتګارانو د ظلم زياتي ناتار جوړ کړو. جامې به ئې ورله وشلولې، سخا لختو نالو کښې به ئې بربنډ راښکل، پۀ کنګل يخو شپو کښې به ئې سخا ډنډونو کښې غوپې ورکولې. ترنولې او ربړولې شو. ګولۍ به ئې پرې ورولې. دا ناروا او دردېدلے داستان ډېر اوږد دے. د قېد وبند سختۍ جدا وې.

    صرف پۀ هري پور جېل کښې د لسو زرو نه زيات خدائي خدمتګاران بنديوان وو. مشقتونه به ئې پرې کول. دغو کښې د بېلا بېلو علاقو د نامې جامې لوستي مشران، ديني عالمان او قومي شاعران هم وو چې ډېر سپک به ورته کتلے شو او داسې ذليل حرکتونه به ئې ورسره کول چې د دوي جذبات راوپارېږي او تشدد ته جوړ شي. خو دوي دا ټول ظلمونه او سختۍ پۀ صبراو استقامت زغمل. او پۀ دې صبر زغم الله پاک خدائي خدمتګاران د ازادۍ اعلي نصب العين ترلاسه کولوکښې بريالي کړل.

    د عدم تشدد علمبردار او د خدائي خدمتګار تحريک باني فخر افغان ( عبدالغفارخان) د ټول هندوستان دوه درېو د سر مشرانو او لارښودانو کښې د خپل سپېځلي ژوند او د ازادۍ پۀ جدوجهد کښې يو ځانګړے مقام لري او د عدم تشدد پۀ اصولو کلک ولاړ ټول خدائي خدمتګاران زمونږ قامي اتلان دي. د هر دور انساني ضمير، احساس او قومي شعور به د باچاخان پياوړي کردار او عظمت ته سلام کوي.

    ستي جانه! پښتانۀ به غلامان وو

    کۀ پېدا پۀ دوي کښې فخر افغان نۀ وے

  • د خپل ياد پۀ جزيرو کښې ولي خان او سياسي شګوفې – م.ر شفق

    د خپل ياد پۀ جزيرو کښې ولي خان او سياسي شګوفې – م.ر شفق

    پخواني مارشل لاء اېډمنسټرېټرجرنېل محمد يحيٰي خان چې پۀ کال ١٩٧٠ز دسمبر کښې د ټولټاکنو (جنرل الېکشن) اعلان وکړو نو ورسره ئې يو څو شرطونه لګولي وو چې کومه سياسي ډله اکثريت وګټي نو دا به قومي اسمبلۍ کښې شپږ شلو (١٢٠) ورځو کښې د ملک د پاره د ائين مسوده وړاندې کوي، ائين ساز اسمبلي به د دې منظوري ورکوي او بيا به د صدر مملکت دستخط کولو نه پس نافذکولے شي. يو شرط دا هم ؤ چې ټولټاکنو کښې به صرف هغه سياسي ډلې برخه اخلي چې د پاکستان پۀ استحکام يقين لري، سرکاري مذهب دين اسلام مني او نظريه پاکستان مني.

    دانتخابي مهم پېل کېدو سره ځينو سياسي او مذهبي ګوندونو دې نعرو له زور ورکړے ؤ چې پاکستان خطره کښې دے او اسلام خطره کښې دے.

    د انتخابي مهم پۀ لړکښې د طورو خدائي خدمتګار دوست محمد شېخ پۀ حجره کښې د کلپاڼۍ ګودر پۀ غاړه د نېشنل عوامي پارټۍ يوه درنه جلسه شوې وه. د طورو عبدالمجيدخان اېډوکيټ پۀ بلنه د پارټۍ مشر عبدالولي خان د مايارو نه د مني خېل سواړيان اوشهامت پور پۀ لاره جلسه ګاه ته پياده مزل کړے ؤ. ځاے پۀ ځاے ورته استقبالي دروازې جوړې کړې شوې وې او د ګلونو پاڼې پرې شېندلې شوې. پۀ زرګونو خلقو ته عبدالولي خان تازه شګفته لهجه کښې يو مختصر او کوټلے تقرير کړے ؤ. دۀ وئيلي وو مونږ د انګرېزانو د غلامۍ پۀ دور کښې هم د قومي ازادۍ او جمهوري حقونو د پاره د باچاخان پۀ مشرۍ کښې مبارزه کړې ده. خدائي خدمتګارانو ډېرې قربانۍ ورکړي دي. د عدم تشدد پۀ وسله ئې پېرنګي له شکست ورکړے دے او ازادي ئې ګټلې ده. زمونږ ټول سياست د قوم د خدمت پۀ جذبه دے. پاکستان کښې هم چې اوس زمونږ ځان له مملکت دے، د صوبې د خپلواکۍ، د جمهوريت د بحالۍ او انساني حقونو د پاره جدوجهد کوو. پۀ ملک کښې د ائين او قانون حکمراني غواړو او دغه زمونږ سياست دے.

    د باچاخان او خدائي خدمتګارۍ اصول قراني او اسلامي دي او د انساني شرافت پۀ بنياد سياست کوو. د نېشنل عوامي پارټۍ کارکنان د خدائي خدمتګار تحريک يو تسلسل دے. مونږ د باچاخان پېروکار يو. مونږ خپل قوم له چرې هم د دين او مذهب پۀ نوم دهوکه نۀ ورکوو. زمونږ منشور او دستور د ملک د اقتصادي ښېرازۍ او جمهوري ترقۍ دپاره دے.

    ښاغلي عبدالولي خان ووې چې دا کوم سياسي جماعتونه چې د پاکستان او اسلام پۀ نعرو د خلقو نه ووټونه غواړي دوي له خو جرنېل يحيٰي خان خولې بندې کړې. هرکله چې د هغۀ پۀ ټاکلو ضابطو عام انتخابات کولے شي نو داسې يوه سياسي ډله هم نشته چې هغه به دپاکستان مخالف وي يا الله مۀ کړه د اسلام ، پاکستان هم د ټولو شريک دے. دغسې پاکستان کښې اکثريت د مسلمانانو دےا و اسلام هم د ټولو پاکستاني مسلمانانو شريک دين دے. نو يارانو له اوس چل نۀ ورځي چې کومه نعره ووهي. نېشنل عوامي پارټي د نعرو سياست نۀ کوي، د قوم او ملک د خدمت د پاره پۀ يو جمهوري اقتصادي پروګرام سياست کوي.

    عبدالولي خان چې د نېپ د سياست دغه سپيناوے وکړو نو وې خاندل او د تشو نعرو پۀ سياست پورې ئې يوه واقعه بيان کړه؛ وئيل ئې:-

    (مونږ چې هلکان وو نو د غرمې به مو شاړو شدياړو کښې سمسرې نيولې. د سمسرو سوړې به مو سهي کړې. سمسره به چې د سوړې نه را بهر شوه نو مونږ به ورله زر څپلۍ پۀ سوړه کېښوده. سمسره به اخوا دېخوا تاوېده راتاوېده نو مونږ هلکانو به پرې څادر ورخور کړو او سمسره به ونېولې شوه. دا څوک چې د اسلام او پاکستان چغې سورې وهي دوي ته يحيٰي خان د سياست پۀ سوړه څپلۍ اېښې ده نو اوس لکه دسمسرې هسې تاوېږي را تاوېږي.

    پۀ کال ١٩٧٢ز کښې چې دعبوري ائين ترمخه “پښتونخوا” او بلوچستان کښې د نېشنل عوامي پارټۍ او جمعيت العلماء اسلام شريک صوبائي حکومتونه وو او پۀ مرکز کښې هم پيپلز پارټي حکمرانه پارټي وه. د پيپلز پارټۍ چيئرمين ذوالفقارعلي بهټو کۀ هرڅو منتخب وزيراعظم ؤ او د پارتۍ منشور کښې ئې دا خبره شامله وه چې “ډيموکرېسي از اور پاليسي” خو رويه ئې جمهوري نۀ وه، لکه د سول امر پۀ شان پاليسي ئې شړله، خپلو سړو سره هم او حزب اختلاف سره هم.

    د حزب اختلاف مشر او د نېشنل عوامي پارټۍ سربراه ښاغلي عبدالولي خان به ورته د محتاط رويې او جمهوري حقونو لحاظ ساتلو وېنا کوله. دا به ئې وئيل چې د پاکستان د واکدارانو پۀ دې امرانه پاليسۍ اوغېر جمهوري رويه خو پاکستان دوه ټوټې شو. د مشرقي پاکستان نه مو لاس ووينځلو. اوس کۀ ذوالفقارعلي بهټو صاحب پۀ دغه غېر جمهوري پاليسۍ عمل کوي او خپل مخالف ګوندونه نۀ زغمي نودا پاتې پاکستان به هم څلور ټوټې کړي.

    دا د زړۀ وطن مې ستا د لاسه دوه ټوټې خو شو

    پام ګورې چې نور پرې غرض ونۀ کړې څلور به شي

    سائل

    پۀ داسې موقع به عبدالولي خان شګفته انداز کښې يوه لطيفه کوله چې يو سړي پۀ خر بنګړي بار کړي وو يو پوليس سپاهي مخې لۀ ورغے. پۀ لښته ئې ګزار ورکړو چې دا څۀ دي؟ هغۀ ورته وې کۀ بل ګزار دې ورکړو نو هېڅ هم نشته. نو زۀ درته دغه وايم چې پاکستان يو ګزار خوړلے دے کۀ بل ګزار دې ورکړو د بنګړو د بار مو خداے مل شه.

    پښتنه مينه پوهېدم د بنګړو بار دے

    ما د زړۀ پۀ اوږو راوړه پۀ سر نا

    اندېش

    بهټو صاحب د خپل امرانه خوي ځينې نۀ قلارېدو، مخالف سياسي ګوندونو سره ئې ناروا سلوک کولو. تر دې چې ځينې اخبارونه او رسالې ئې بندې کړې. دغو کښې انګرېزي اخبار “دي سن” او د مجيب الرحمان شامي “زندگي” مجله هم شامله وه. د نېشنل عوامي پارټۍ حکومت د دې رويې خلاف د احتجاج پۀ توګه د قومي صحافت نمانځلو د پاره د “يوم صحافت” کولو اعلان وکړو. د ټاکلي پروګرام مطابق ماسخوتن چوک يادګار پېښور کښې يوه درنه جلسه شوې وه او ښاغلي عبدالولي خان ورته خطاب کړے ؤ. پۀ دغه مازيګر وزيراعظم ذوالفقارعلي بهټو پۀ ټيلي وژن قوم ته خطاب کولو. زما ياد شي دا تقرير ګورنرهاؤس پېښور کښې ولي خان او نورو مشرانو پۀ ټي وي واورېدلو. بيا چې ولي خان چوک يادګار کښې جلسې ته وېنا کوله نو د بهټو صاحب د تقرير حواله ئې ورکړه. بهټو صاحب فرمائي.

    “زما پارټنر(ولي خان) د “يوم صحافت” اعلان کړے دے نو زۀ هم د هغۀ پۀ مرسته کښې د يوم صحافت اعلان کوم”

    عبدالولي خان ووې “بهټو صاحب ستا “پارټنر” به مولانا کوثر نيازي او عبدالقيوم خان وي. ما سره به د برابرۍ پۀ بنياد خبره کوې. پۀ دوو صوبو کښې ستا حکومت دے او پۀ دوو صوبوکښې زما حکومت دے. او دا تۀ پۀ کومه خولۀ د صحافت د ورځې اعلان کوې. تا خو پۀ صحافت قدغن لګولے دے. مرۍ دې ورله تاوه کړې ده. تا خو د کارکوونکو صحافيانو د خلې نوړۍ وشوکولې.

    (ولي خان وخاندل) وې عجيبه ټوقه ده، هغه يو غل د شپې د چا کورته ورننوتو، غلا ئې کوله، د کور مالک پۀ کړس کړوس راويښ شو، چغه ئې کړه غل دے، غل دے. جوړ د چم ګاونډ خلق هم راووتل او نعرې وهي “غل دے غل ” پۀ دې شور ما شور کښې “غل” هم منډه وهله او شور ئې جوړکړو “غل دے غل”، نو يار بهټو صاحب هم مونږ سره نعره شريکه کړه چې ” غل دے غل” د منافقت او درغلۍ هم څۀ حد وي کنه!

    وژني مې بې ځايه خو قاتل نۀ دے

    لوټ شومه تالا شومه غل چرته دے

    قلندرمومند

    ذوالفقارعلي بهټو صاحب چې بلوچستان کښې د وزيراعلي عطاء الله مېنګل ( نېپ جمعيت) حکومت بغېر له څۀ وجې ختم کړو نو د پښتونخوا وزيراعلي مولانا مفتي محمود سره د خپلې کابينې (نېپ، جمعيت) استعفٰي ورکړه، چې د پاکستان پۀ سياسي تاريخ کښې يو مثال دے. د احتجاج داسې اخلاقي جرات لا تراوسه بل چا نۀ دے کړے. دلته يوه ټوقه بله وشوه، د څلوېښت غړو پۀ ايوان کښې اکثريت د نېپ جمعيت ؤ. دوېمه لويه پارټي د قيوم ليګ وه، د دوي لس غړي وو او د پيپلز پارټۍ درې ممبران وو خو صوبائي حکومت د پيپلز پارټۍ جوړ شو. عبدالقيوم خان پۀ دې کار غرض نۀ لرلو ځکه چې هغه پۀ مرکز کښې دکورنيوچارو وزير ؤ. نو خپل ملګري ئې د پيپلز پارټۍ جولۍ ته ور وغورځول. عبدالولي خان به ورپورې ټوقه کوله چې د جمهوريت جنازه ئې پۀ خپله وويسته. د نېپ جمعيت نه پس خو دحکومت جوړولو حق د قيوم ليګ جوړېدو خو پيپلز پارټي پۀ دوه نيم ممبرانو د صوبې حکمرانه شوه.

    دوه نيم ځکه چې پۀ صوبائي الېکشن کښې دحيات محمدخان شېرپاؤ کاميابي نېشنل عوامي پارتۍ يقيني کړې وه. پۀ دغه نشست د حيات خان شېرپاؤ سره مقابله کښې پۀ خان عبدالقيوم خان او د نېپ لالا ايوب ولاړ ؤ. نېشنل عوامي پارټۍ خپل سياسي حريف قيوم خان د صوبې د سياست نه اخوا کول غوښتل. نو د نېپ کلک او وفادار ملګرے لالا ايوب دحيات خان شېرپاؤ پۀ حق کښې د مقابلې نه دستبردار شو اودغسې حيات خان شېرپاؤ وګټله. قيوم خان به وئيل چې شېرپاؤ خو چيټاکے هم نۀ دے خو د “نېپ”پۀ وجه ئې ګټلې وه نو ځکه به ولي خان د پيپلز پارټۍ درې ممبرانو ته دوه نيم وئيل.

    او دعبدالقيوم خان ددې سياسي چالبازۍ پۀ بابله چې د خپل مرکز مضبوطولو د پاره ئې لس صوبائي منتخب ممبران بې نوا پرېښودل وئيل:

    اخون لۀ خو دې پۍ وي کۀ

    د خرې وي کۀ د سپۍ وي

    او ښاغلي بهټو صاحب چې د “سياسي اعتماد” جرګه وګټله نو ولي خان به ورپورې د يوکاکا خېل ميا دا نقل کوو.

    شۀ دې پېژنم، نۀ باز يې نۀ باشۀ

    خو “دغه” کلي کښې اوسې غوشه خوره

  • شېخ الحديث مولانا طاهر پنجپير سره د باچاخان التفات او ملاقات – م.ر شفق

    شېخ الحديث مولانا طاهر پنجپير سره د باچاخان التفات او ملاقات – م.ر شفق

    مونږ څو ملګرو چې پۀ مۍ 1986ز اسلام اباد کښې د “پښتوادبي سوسائټي” پۀ نوم ادبي او ثقافتي پښتو ټولنه جوړه کړه او بيا ښۀ پۀ جوبن کښې شوه نو جي. سېون. تهري .ون، ستاره مارکيټ کښې يو وړوکے شان کوارټر255 اے هم زمونږ د ادبي سرګرميو يو مرکز ؤ. دا زما د خورئي نذيرالحق کريم سرکاري استوګنه وه. زۀ (شفق) او اقبال حسېن افکار ئې انډيوالان وو. پۀ دوه وړوکمرو مشتمل دې کوارټر ته به ما “سوغالے” وئيلو. نۀ پکښې قالين غوړېدلے ؤ، نۀ صوفې پرتې وې، يوه ماته ګوډه کرسۍ او يوه شلېدلې درۍ به وه. خو د نامې جامې درنو اديبانو او پوهانو مونږ سره پۀ دغه شلېدلې درۍ ناستې کړې دي. پۀ دې تنګ تروش ماحول کښې پۀ روڼ تندي او خوشحاله زړۀ شپې هم کړې دي. دغو کښې به کله کله د کالج پوهنتون څو ادب ذوقه زلمي پښتانۀ شاګردان هم زمونږ کوډلې ته راتلل. لکه قرېش خان خټک چې د ډاکټر خالق زيار خورئے دے، اکرام الله جان (شهيد) چې د قبائيلي مشر ولي خان کوکي خېل اپريدي نمسے ؤ او بل د ذکر جوګه يو قابل، ذهين، خبر لوڅ او ښکلے سکاڼ زلمے ښاغلے حماد د صوابۍ پنج پير کلي ؤ. هرکله چې زۀ پۀ دې ورسېدم چې دا ښاغلے ځوان حماد د پنج پير مرحوم مولانا طاهر صاحب شېخ الحديث کشر زوے دے نو مينه مې ورسره نوره سېوا شوه. مولانا طاهرصاحب سره کۀ هر څومره زما ليدۀ کاتۀ نۀ وو شوي ځکه چې زۀ د هغوي د پښو خاورو برابر وم. ولې هغوي د پښتونخوا يو معروف علمي شخصيت ؤ او هرچا پېژندلو. لۀ دې کبله ما (شفق) به حماد ته وئيل چې ما سره د خپل والد (پنج پيرمولانا) د عام مجلسي خبرو يادونه شريکوه.

    ښاغلي حماد وئيل مولانا صاحب به حجره کښې د کلي سپين ږيرو مشرانو سره بې تکلفه مجلس کوو. لوستونکو ته به معلومه وي چې مولانا صاحب به د قران پاک او احاديثو درسونه ورکول. د ځينو غلطو رسمونو رواجونو به ئې شدت سره مخالفت کولو. نو پۀ خصوصي توګه د سقاط او زيارته القبور پۀ مسئلو مليانو ورپسې هشمشې هم خورې کړې وې. لکه يو مشر ورته ووې، مولانا صاحب! دا تاسو پۀ مړو پسې ولې ډانګ را پورته کړے دے. مړي نۀ دي ازارول پکار. دوي خو د دعا محتاجه دي. مولانا صاحب مسکے شو. وئيل ئې ډانګ خو ما تاسو ناپوهو پسې راخستے دے چې سم سړي درنه جوړ شي. تاسو خو به لکه د ښځو جاروګانې پۀ لاسو کښې نيولې وې او قبرونه به مو جارو کول. ما د هدېرې نه ګېر چاپېره ديوال تاو کړو. چې خرۀ او سپي پکښې نه رغړي او مړي نۀ ازاروي… او تاسو ته د شريعت لار ښايم.

    ښاغلي حماد وئيل چې يوه ورځ د څۀ پوښتنې پوره کولو د پاره پلار له حجرې ته ورغلم . نور سپين ږيري مشران ورسره ناست وو . يو مشر چې زما رنګ جوثې او کړۀ وړۀ ته وکتل نو وې خاندل او مولانا صاحب ته داسې ګويا شو. “مولانا صاحب دا زوے خو دې پۀ بله نمونه دے. لکه چې ږيره ئې پۀ اړولې خرئيلي وي او صفا سپين مخ ګرځي. مولانا صاحب ورته ووې دا هلک مور ته تلے دے.”

    حماد صاحب راته يو ځل دا واقعه هم بيان کړې وه چې باچاخان پنج پير کلي ته راغلے ؤ. اراده ئې ښکاره کړه چې د مولاناطاهر صاحب حجرې ته ورځم ۔ چا ورته ووې بره ختو کښې به تاسو ته تکليف وي او بله دا چې مولانا صاحب دکلي نه چرته بهر پۀ دوره دے. باچاخان ورته ووې حجره ئې خو چرته نۀ ده تلې. اوس چې دلته راغلے يم نو حاضر به شم. هلته چې لاړ نو د چايو اوبو ستونه ورته وشول خو باچاخان ووې کله چې مولانا صاحب راشي نو زما دعا سلام به ورته ورسوئ. چې زۀ تاسو ته حاضر شوے وم خو تاسو پۀ موقع نۀ وئ، نو ملاقات ونۀ شو.

    بورجل دې ؤ تۀ پکښې نۀ وې

    ما دې خالي بورجل ته وکړل سلامونه

    دا زما (شفق) د پاره يوه اهمه واقعه وه نو کلي کښې مې د خپل پلار (مولانا محمد عنايت الله صاحب) نه پوښتنه وکړه چې پنج پير مولانا سره د باچاخان د التفات او ملاقات څۀ سبب دے؟

    زمونږ والد صاحب مولانا عنايت الله چې يو فقيه عالم او مدرس او عملي خدائي خدمتګار هم ؤ، د ازادۍ او خدائي خدمتګارۍ د تحريک ټول واقعات ورته ياد وو. او پوره پۀ تسلسل به ئې بيانول. ما ته ئې وفرمائيل چې د پاکستان قائمېدو نه پس پښتونخوا کښې پۀ غېرائيني او غېر جمهوري طريقه د خدائي خدمتګارو حکومت مات کړے شو او د مسلم ليګ حکمرانې ډلې ورسره بلا جواز تربګني شروع کړه. د ګورنر جنرل محمدعلي جناح او باچاخان ترمېنځه د روغې جوړې او مفاهمت لار راوتونکې وه خو پېرنګي ګورنر او سازشي عناصرو دغه هڅه شنډه کړله. بيا باچاخان او د سرسر خدائي خدمتګار مشران او پۀ سوونو کارکنان پۀ جېلونو کښې بنديوان کړے شو. ناروا او بې بنياده الزامونه پرې ولګولے شو. کوم خدائي خدمتګاران چې بهر وو. هغوي پرامن احتجاج ته هم پرې نۀ ښودل شول. بابړه کښې پرې د ګولو باران اورولے شو، پۀ سوونو شهيدان او پۀ سلګونو نور ژوبل شو او څوک د جابر پوليس پۀ وحشيانه کوتک مارۍ ټکو ستري کړے شول.

    د سول امر عبدالقيوم خان وزيراعلٰي زړۀ خو پۀ دې هم نۀ سړېدو، د هغۀ پۀ حکم پوليس پۀ خدائي خدمتګارو کلي پۀ کلي ناروا ظلمونه راخستي وو، کورونو کښې به دغسې ورننوتل او د ښځو مېرمنو بې حرمتۍ به ئې کولې. او تېرې دا چې ورته به ئې وئيل چې قومي مشرانو پۀ خاص توګه مهاتهاګاندهي او باچاخان ته ښکنځل وکړئ ګنې ښځې به در باندې طلاقې وي….؟؟؟

    زما والد صاحب وئيل مولانا طاهر صاحب پنج پير مونږ ښۀ پېژنو۔ يو وخت کښې د پېښور مدرسه رفيع الاسلام کښې زمونږ د حافظ محمد ادريس شاګرد پاتې شوے ؤ، ښۀ مدرس او محدث ؤ . پۀ دې بنياد ئې د پښتون قوم لوے خدمت کړے دے، د توحيد علمبردار نو پۀ ځينو مسئلو او غلطو پلتو رسمونو رواجونو ختمولو کښې ئې تشدد هم کوو. دا د هغۀ مجبوري وه ځکه چې د ړاندۀ سماج لار ښودنه اسان کار نۀ دے.

    زما والد صاحب وئيل چې مولانا طاهر صاحب کۀ هرڅو سياسي تحريکونو کښې شامل نۀ ؤ خو يو باخبره عالم ؤ. د هغۀ چې د طلاق پۀ حقله دغه ناروا خبره تر غوږو شوه نو د حضرت امام مالک (رح ) سنت ئې تازه کړل او پۀ جار ئې اعلان وکړو چې پۀ جبر او زور زياتي طلاق نۀ واقع کېږي.

    د حکومت بړېڅو د مولانا طاهر صاحب مواخذه پۀ انتهائي ناروا طريقه داسې وکړه چې پوليسو د خر د پاسه سور کړو او د يو روايت مطابق مخ ئې ورله تور کړو. د کلي کوڅو بازارونو کښې ئې وګرځولو چې خلق ترې عبرت واخلي. خو مولانا طاهر صاحب به اعلان کوو چې څوک مې پېژني هغوي خو پېژني چې څوک مې نۀ پېژني نو هغوي ته وايم چې زما نوم طاهر دے او پۀ جار وايم چې پۀ زور جبر، طلاق نۀ واقع کېږي.

    دغه مهال کښې يو پوليس افسر ورته دا هم ووې چې څنګه؟ اوس دې د وزيراعلٰي قيوم خان زور وليدو؟ مولانا وئيل. بلکل . اوس خو ئې ځکه منم چې د پاسه پرې سور يم.

    والد صاحب (مولانا عنايت الله) وئيل مونږ پۀ ۱۹۴۸ کښې پۀ هري پور جېل کښې وو چې د پنج پير مولانا صاحب سره شوي د ناروا سلوک دا خبر را ورسېدو ۔ د دې دردناک او افسوسناک خبر پۀ اورېدو د صبر او استقامت غر باچاخان پينځه منټه پۀ سکته کښې ؤ او بيا ئې غريوژنه لهجه کښې ووئيل.”دا خو مولانا سره ډېر زياتے شوےدے”

    “پښتون د پوښتنې دے”. باچاخان به د داسې هر پښتون مجاهد پوښتنه کوله. کۀ عالم ؤ او کۀ امي. نو د شېخ الحديث مولانا طاهر صاحب پوښتنه به ئې ولې نۀ کوله چې د يو ظالم جابر او “بيمار ذهنه” حکمران خلاف ئې د توحيد کلمه پورته کړې وه او د حضرت امام مالک، حضرت امام حنبل (رح) او امير الفقها حضرت امام ابوحنيفه ( دنعمان بن ثابت) روايات ئې ژوندي کړي وو او د يولوے مثال ئې قام کړے ؤ.

    چې عظمت ته ئې د اغيارو سترګې برېښي

    هرسړے دې باچاخان غوندې بدنام شي

    (سائل)

  • “د صوابۍ تاريخ” (۲۰۰۰م نه ۱۹۴۷ز پورې) او د تاريخ صفائي – م ر شفق

    “د صوابۍ تاريخ” (۲۰۰۰م نه ۱۹۴۷ز پورې) او د تاريخ صفائي – م ر شفق

    “د صوابۍ تاريخ” د ډاکټر بشريٰ خاتون د پي اېچ ډي مقالې يوه برخه ده. کتابي بڼه کښې، سره د حوالو او لرغوني نخښو نخښانو پۀ دوه سوه اووۀ پنځوس مخونو مشتمل ده. د ډاکټر بشريٰ خاتون دا ځانګړې علمي ادبي او تحقيقي زيار او کار پۀ هر ډول د ستائنې، مننې او مبارکۍ جوګه دے. کومو محترمو پوهانو چې پۀ دې کتاب سريزې ليکلې دي ، تنقيدي جاج ئې اخستے دے او علمي بحث پرې ئې کړے دے، مناسب دے چې هم د هغوي د الفاظو نه استفاده وکړم.

    د کتاب شاپاڼه د ګورنمنټ سپرئيرسائنس کالج پېښور پښتو څانګې چيئرمېن پروفېسر فضل نصيراسير ليکلې ده. اعتراف کوي چې د ډاکټر بشريٰ خاتون “د صوابۍ تاريخ” د تخليق له رويه، د نامتو پوهانو د نګرانۍ نه پس د پېښور پوهنتون يوه سند يافته مقاله ده.

    پۀ دولس مخونو خور “تقريظ” مشهورافسانه نګار، اديب او نقاد سيد طاهر بخاري ليکلے دے او دا خبره ئې منلې ده چې “سيالې يوسفزۍ سکالرې پۀ ډېر محنت او کړاو سره يو مستند تاريخي او تحقيقي کتاب ليکلے دے… قابل قدر خبره دا ده چې ژبه ئې صفا ده. ټول تحرير ئې پۀ “ټېټ” يوسفزۍ لهجه او محاوره مشتمل دے” .

    د پښتو اکادمۍ پېښور پوهنتون پخوانے ډائرېکټره پروفېسر ډاکټر سلمٰي شاهين د چا پۀ نګرانۍ کښې چې ډاکټر بشريٰ خاتون دا تحقيقي کار سرته رسولے دے. د محترمې خاتون مناسب پېژندګلو کړې ده او د دې د زيار او کار ستائنه ئې کړې ده. ليکي چې:

    “دا کتاب به راتلونکو وختونو کښې د Reference پۀ توګه استعمالېږي او ډېر محقيقين به ځان ته متوجه کړي”.

    پروفېسر ډاکټر نسيم خان د لرغون پوهنې څانګې پېښور پوهنتون ډائرېکټر دے، دا تاثر ورکړے دے چې د صوابۍ تاريخ ډېر خور وور او پاڼې پاڼې پروت ؤ. بشريٰ خاتون پۀ ډېر محنت او زيرک نظر، دغه خوارۀ وارۀ پخواني او وروستني مواد مورنۍ ژبه کښې راغونډ کړل او د خپلې جائزې سره ئې لوستونکيو ته وړاندې کړل. او دا کار د پوهانو د پاره يوه اهمه کارنامه ده. پي اېچ ډي سکالر، پښتو اکادمۍ پېښور پوهنتون، محترم فېصل فاران د لرغون پوهنې او ژبپوهنې پۀ حواله يوه زړۀ پورې سريزه ليکلې ده چې د ادب طالب علمان ترې زياته ښېګړه پورته کولې شي. ښاغلے فېصل فاران ليکي:

    “دې کتاب کښې ….. ډېرې ناوياته خبرې او مباحث دي چې د هغې نه تراوسه پورې مونږ روشناس نۀ يو خو اغلې ډاکټر پۀ کړاو او زړۀ چاودن رابرڅېره کړي دي”

    فېصل فاران صاحب د کتاب د روان دوان ښائسته اسلوب ستائنه کړې ده او وائي: “د دې اسلوب شا ته د ليکونکي شخصيت د څۀ ابهام يا پېچيدګۍ سره وړاندې نۀ دے ځکه د دې څېړنې د کتاب تړون نېغ پۀ نېغه د ادب سره هم جوړېږي ځکه چې ښکلے نثر خپله د اسلوب لۀ رويه فنپاره شي”.

    “خپلې خبرې” کښې ډاکټر بشريٰ خاتون د دې ګران کار پۀ سرته رسولو کښې د يو شمېر ليکونکيو او خپلو وروڼو محمد طاهرصاحب او فضل ربي صاحب د مرستې او کومک شکريه ادا کړې ده. او سپيناوے ئې کړے دے چې د مقالې اولنۍ د تاريخ برخه “ د صوابۍ تاريخ” خاتون پۀ خپله چاپ کړه او د ثقافت او فولکور برخه “ صوابۍ د ثقافت هنداره” به کلچر محکمه چاپ کوي (ماشاء الله)

    د ښاغلي فېصل فاران د فکر ترمخه د لوستونکي پام يوې تاريخي پېښې ته را ګرځي.

    ډاکټر بشريٰ خاتون پۀ ص ١٧١ ليکي:

    “ پۀ ٦ فروري ١٨٢٩ز کښې يوه لويه غونډه وشوه چې د ټولې علاقې عالمان، خانان او عوام پۀ کښې را جمع شول، د زېدې اشرف خان د هنډ ښادي خان او د پنج تار فتح خان، سره د خپلو خلقو پۀ دې غونډه کښې شرکت وکړو. علماؤ د شريعت اسلاميه د نفاذ فېصله هم واوروله. ډاکټر خاتون وائي چې “اشرف خان خادي خان (ښادي خان) او فتح خان پۀ دې فېصله خوشحاله نۀ وو. د مجبورۍ نه ئې ورته غاړه کېښوده. او دا چې د سيد احمد شهيد کوم شرعي اصول نافذ کړي وو هغه د پښتني رواياتو خلاف وو”.

    ځکه نو سيد احمد برېلوي او مولوي شاه محمد اسماعيل د علماؤ بله اجتماع وکړه. علماؤ فتوي ٰ ورکړه چې” د باغيانو سزا قتل ده” د خادي خان نه نور برداشت ونۀ شو او اخر ئې سيد صاحب ته ووئيل چې “ مونږ پښتانۀ خلق د رياست پۀ کاروبار پوهېږو او دا مشوره مليانو کړې ده. مليان زمونږ اسقاط او خېرات خوري، دوي د رياست پۀ کاروبار څه پوهېږي؟ سيد صاحب پۀ دې غصه شو…….(ص ١٧٣)

    سيد طاهر بخاري صاحب خپل “تقريظ” کښې د ډاکټر بشريٰ خاتون دغه عبارتونه ټکي پۀ ټکي رانقل کړي دي او د هغۀ (ښادي) خادي خان مرسته ئې پۀ دې الفاظو کړې ده.

    “کۀ انصاف وکړو او رښتيا وئيل برداشت کړو نو د خادي خان خبره سل فېصده صحيح ده (ص ١٠”)

    طاهر بخاري صاحب ليکي:

    “خادي خان سره دښمني کول بالکل غېر مناسب وو”.

    مطلب دا چې د اسلامي شريعت نه خو څوک انکار نۀ کوي کۀ پۀ ځينو معاملو کښې خادي خان د سيد صاحب ملګرتيا نۀ کوله نو پۀ دې هغه کافر خو نۀ شو کېدے. سره د دې :

    “پۀ ٨ اګست ١٨٢٩ز جناب سيد صاحب د هنډ په قلا يا خادي خان حمله وکړه، خادي پکښې قتل شو او د هغۀ د کور زنانه او ماشومان سيد صاحب ځان سره د قېديانو پۀ شکل کښې بوتلل. دا هم د پښتون روايت او ثقافت برخلاف وو… (ص ١١_ ١٢”)

    محترمه ډاکټر بشريٰ خاتون او محترم سيد طاهر بخاري پۀ خپله دانست کښې د هنډ خان صفائي وکړه خو د تاريخ صفائي به څوک کوي؟ “ د سيد صاحب پاليسيو سره اختلاف؟ نو دې ته کفر نۀ شي وئيلے… د محترم سيد طاهربخاري دا خبره سمه ده خو د هنډ پۀ قلا د حملې او د ښادي خان د قتل وجه بل څۀ ده دا د سياسي اختلاف يا د کفر او اسلام خبره نۀ ده. خو د تاريخ پاڼې پۀ غور لوستل هم غواړي.

    د مردان صوابۍ د ټولو پښتنو، سيد احمد بريلوي او شاه اسماعيل سره همدردي وه. عملي مرسته ئې کوله، دغوکښې يواځې د زېدې اشرف خان ،د هنډ ښادي خان او د پنجتارفتح خان نۀ ؤ. د پښتونخوا دوه روحاني پېشوا او عالمان د کوټهې حضرت صاحب، مولانا سيد محمد اميرعلېه الرحمة (١٣١٠هـ.. ١٢٩٤هـ) او د سوات صاحب حضرت شېخ اخوند عبدالغفور(١٢١٢هـ… ١٢٩٥هـ) او د دواړو صاحبانو پۀ زرګونو مريدان او عقيدتمندان هم شامل وو. سيد احمد صاحب چې کله طورو ته تشريف را وړے ؤ نو بهادرخان ورسره پۀ ډاګه ډګلۍ مرسته کړې وه او بيا وروستو د سکهانو پۀ حمله کښې وژلے شوے ؤ. د دې خان شهيد نه علاوه د طورو د روحاني پېشوا، ميا محمد حسن علېه الرحمة يو زلمے زوے سکهانو سره د نوښار پۀ جنګ کښې شهيد شوے ؤ.

    سيد صاحب ته د هنډ خان دا پېغور چې:

    “مليان زمونږ اسقاط او خېرات خوري” کۀ سپک نظري نۀ ده نو کم فهمي ضروري ده. سيد احمد شهيد (١٢٠١هـ ٢٩ نومبر ١٧٨٦ز) (١٣٤٦هـ ٦ مۍ ١٨٣١ز) د امام الهند حضرت شاه ولي الله پۀ علمي کورنۍ کښې د حضرت شاه عبدالعزيز او مولانا عبدالقادر نه ديني علم او تربيت حاصل کړے ؤ. او د تصوف پۀ سلسلو کښې ئې ترې د خلافت خرقه حاصله کړې وه او د ټونک رياست والي نواب اميرخان پۀ فوځ کښې ئې اووۀ کاله فوځي زده کړه حاصله کړې وه. لوے عالم، فقيه او محدث ؤ. شاه اسماعيل شهيد پۀ خپله د شاه ولي الله صاحب نمسے او د دغه کورنۍ د علم مشال ؤ خو بدقسمتي ده چې د هنډ، مرورخان دوي پخلا نۀ کړے شو او د ښادي خان زړۀ ورته صفا نۀ شو. حالانکې د سيد احمد صاحب واحد مقصد د اسلامي شريعت نافذ کول، دحضرت شاه ولي صاحب او د “حکومت الٰهيه “ تصور عملي کول او معاشره کښې د غلطو رسمونو او رواجونو ختمول وو، د اقتدار هوس نۀ ؤ.

    محقق اديب او عالم عبدالحليم اثرافغاني خپل تاليف “روحاني تړون” کښې يوه تاريخي واقعه بيان کړې ده . کومو ورځو کښې چې سيد احمد شهيد د مجاهدينو مرکزي مقام هنډ مقرر کړے ؤ نو يوه ورځ سيد احمد بريلوي ، حضرت شاه اسماعيل، سيد محمد امير د کوټهې ا و حضرت اخوند شېخ عبدالغفورد سوات پۀ يوه بنده کوټه کښې دا صلاح مشوره وکړه چې د اټک پۀ قلا به يوه لويه حمله کوو. د کوټهې سيد محمد امير د اټک او خضرو مريدان سره د سازو سامان تيار کړي وو. دا پټ راز د سوات اخوند عبدالغفور خپل عقيدتمندو ښادي خان د هنډ ته ښکاره کړو چې ځان د اټک پۀ قلا حملې کولو ته تيار کړه. دے خو د مجاهدينو پۀ اقتدار خفه ؤ نو اخوند صاحب د سوات ئې پۀ ځان پوهه نۀ کړو. د خپل يو نوکر پۀ خولۀ ئې د اټک قلا کښې د سکهانو لوے افسر “ونتهورا” ته دا خبر ورسولو. د ذاتي ا عتبار د پاره ئې پۀ خپله حضرو کښې “ونتهورا” سره ملاقات هم وکړو. نتيجه دا شوه چې “ونتهورا” د هرڅۀ نه اول د حضرت سيد امير نه کوټهې د مريدانو او تعلقدارانو تالاشئ وکړې . ټول ساز و سامان ئې را اوويستو او د کومو ذکر چې ورته ښادي خان کړے ؤ هغه ټول کسان ګرفتار کړے شو. بيا ئې ورته پۀ لويو لويو کړهيو کښې تېل سرۀ کړل د مجاهدينو دغه همدردان او د کوټهې د سيد امير دغه ټول مجاهد مريدان ئې پکښې وسېزل. حمله پۀ ځاے پاتې شوه. سکهان د هنډ پۀ ګودر د پورې وتو پۀ تکل کښې وو. سيد احمد شهيد د هنډ نه د مجاهدينو مرکز پورته کړو او پنجتار ته لاړو. د کوټهې حضرت ورسره ؤ پۀ دې پېښه د سوات حضرت اخوند عبدالغفور د ښادي خان پۀ غدارۍ دومره زهير شو چې د هلته نه ئې تشريف يوړلو او نمل کښې دېره شو.

    “روحاني تړون” پۀ ص ٩٢٣ ليکي:

    “د سکهانو فوځ پۀ اباسين را پورې وتلو، ونتهورا ئې مخکښې ؤ. ښادي خان ورسره ؤ، پۀ پنجتارئې حمله وکړه ليکن ناکاميابه شوه. پۀ اباسين واپس پورې وتلو.”

    عبدالحليم اثر افغاني ورپسې ليکلي دي:

    “وروستو ښادي خان هم د دغه جرم پۀ پاداش کښې د مجاهدينو د لاس نه وژلے شوے ؤ. پۀ تاريخي اعتبار سره دا د ١٢٤٥ه واقعه ده”

    “د سياست پۀ کاروبار پوهېدونکي او د حکومت د انتظامي معاملو دعوېدار چلوونکي دې پۀ خپله انصاف وکړي چې د اسلام د مجاهدينو خلاف سکهانو ته مخبري کول کوم غېرت او کومه پښتو وه.؟ او پۀ خپله دې فېصله وکړي چې د “غدارۍ” سزا څۀ کېدلے شي!!؟ د پښتونخوا پۀ خاوره د سکهانو بادشاهي وه او سيد احمد بريلوي خو د سکهانو خلاف جنګ کولو.

    د پښتون قوم لوے خدمتګار، محسن او مصلح عبدالغفارخان (باچاخان) “زما ژوند او جدوجهد” کښې ددې حالاتو صفا تجزيه کړې ده او د تاريخ صفائي ئې داسې کړې ده:

    “د هندوستان د هغه سر نه سيد احمد بريلوي او اسماعيل شهيد پۀ دوي يعنې پۀ پښتنو باندې ننګ او غېرت کوي او د سکهانو د مقابلې د پاره د پښتنو خاورې ته راځي، د هغه وخت د حکومت افغانستان له طرفه د دۀ سره مرسته ونۀ شوه. بلکې يار محمد خان له خوا ورسره جګړه وشوه. لکه څنګه چې د پښتو د دې زړې چاربېتې نه څرګندېږي.

    روان شو يار محمد سيد وباسي د پنجتاره

    سيد له برے ورکړې الٰهي پروردګاره

    “د دې علاقو د پښتنو همدردي د سيد صاحب سره وه. دۀ غوښتل چې ملک کښې شريعت نافذ کړي او د شرعي قانون سره سم د خور او لور ولور بند کړي او پۀ ميراث کښې ښځو لۀ هم شرعي برخه ورکړي. او ځينې غلط رسم او رواج اصلاح کړي. پۀ خانانو او ملايانو د دي بد اثر وشو . شور زوږ ئې جوړ کړو چې يو سکهـ لاړو او بل سکهـ راغے. د پښتنو او مسلمانانو پۀ دې همدردانو ئې د “وهابي” فتويٰ ولګوله. پۀ پښتنو کښې قومي او سياسي شعور نۀ ؤ نو د برېلوي صاحب او د دۀ د ډلې پۀ ضد را پورته شول څۀ ئې ووژل او څۀ ئې پۀ اباسين هزارې ته پورې ويستل. د هزارې ځينې مسلمانانو پۀ ځاے د دې چې د بريلوي صاحب مرسته وکړي ، سکهانوته ئې مخبري وکړه. “

    باچاخان خپله ژوند ليکنه کښې د تهکال ارباب بهرام خان څوک چې سيد احمدشهيد سره بالاکوټ کښې شهيد شوے ؤ. واقعه بيان کړې ده چې ګوجرانواله کښې ورته دوو پښتنو مېرمنو د کوهي پۀ غاړه فرياد وکړو چې سکهانو پۀ زور راوستي يو او دوه دوه بچي مو هم پېدا شوي دي. ارباب بهرام خان چې برېلي کښې خپل مرشد سيد صاحب ته د ګوجرانواله واقعه بيان کړه نو هغه د جمعې پۀ ورځ منبر ته وختو او د جهاد اعلان ئې وکړو.

    باچاخان ليکي:

    “د افسوس خبره ده چې سيد صاحب د پښتنو پۀ ښځو ننګ وکړو او بې ننګه پښتنو دوي سره ننګ ونۀ کړو. چې سيد صاحب سکهان د پښتنو د خاورې نه ويستل نو د افغانستان حکومت، سيد صاحب ته ووئيل چې اوس دا ملک مونږ ته پرېږده.”

    د هنډ ښادي خان ته دې الله خپل تقصيرات معاف کړي . د تاريخ پۀ هر دور کښې د پښتنو ځينو بادارانو “ د رياست او سياست پۀ کاروبار” پوهيدونکو خانانو خپل قوم له تاوان ورکړے دے او د اغيارو شان ئې وچت کړے دے.

    د بې ننګه پښتنو لۀ غمه ما

    لوئي پرېښوه ونيوله کمه ما

    چې د ننګ ګوهرمې مات شو دواړه سترګې

    پۀ ژړا نۀ کړې يو دم بې نمه ما

    (خوشحال خان)

  • “تېر شۀ دوران” (محمد اسحاق بهټي) – ژباړن: م ر شفق

    مولانا محمد اسحاق بهټي يو عالم فاضل شخصيت او ملنګ دروېش انسان ؤ. علمي او ادبي کارنامې ئې د پنځوسو نه زياتو چاپ شوو کتابونو کښې محفوظ دي. دغو کښې “فقهائے هند” )لس جلدونه(، “نقوش رفته”، “هفته اقليم”، “کاروان سلف”، “اسلام کى بيټياں” “قافلۀ حديث” او “گزرگئی گزراں” هم شامل دي. دا ليکنه “تېر شۀ دوران” د “گزرگئی گزراں” نه اخستې شوې ده. اردو کښې يوه محاوره ده، “گزرگئی گزراں، کيا جهونپړى کيا مېداں“؛ مولانا اسحاق بهټي صاحب خپل کتاب له پۀ دغه مناسبت “گزرگئی گزراں” نوم خوښ کړے دے. دې کتاب کښې مولانا صاحب د “باچاخان” پۀ حقله خپل تاثرات ليکلي دي چې ما د خپل خوږ ورور پروفېسر محمد طيب )اېم فل اقباليات( پۀ مننه پښتو ته را واړول. کتاب اداره نشريات اردو بازار لاهور پۀ 2011 کښې شائع کړے دے. د “فقهائے هند” يوه دو جلدونه ليکونکي )شفق( د ارواښاد سعيد ګوهر صاحب د ذاتي کتابتون پۀ مرسته لوستي وو او ځينو کتابونو سره ئې د ګران محمد طيب لۀ برکته اشنا شوم. دا خوښ مصنف مولانا محمد اسحاق بهټي يو بهترين خاکه نګار هم دے. د پېدائش تاريخ ئې 1925 دے او د لس اتيا کالو پۀ عمر کښې پۀ دوه ويشتم دسمبر2015 وفات شوے دے. الله دې ئې وبخښي.

    مولانا محمد اسحاق بهټي د پنجاب ناروال سره نزدې جړانواله کښې د خپل کلي “ديسيان” قبرستان کښې خاورو ته سپارلے شوے دے، پۀ ګور ئې نور شه! امين! وادۀ ئې نۀ دے کړے. دوه ورېرونه حسان او لقمان “دارالمعارفه” اردو بازار لاهور سره وابسته دي – ]شفق[

    د پاکستان قائمولو د تحريک پۀ وخت هندوستان کښې د مسلمانانو شمېر لس کروړه ؤ. پينځويشت کاله پس چې بنګله دېش جوړ شو نو برصغير )هند و پاک( کښې مسلمانان پۀ درېو برخو کښې تقسيم شو. اوس پۀ درېو واړو ملکونو کښې د دوي ټول شمر شاوخوا شپېتۀ (60) کروړه دے. د اوسني دور ځينې هندو دانشوران وائي، “ښه وشوه چې پاکستان جوړشو او مسلمانان پۀ درېو برخو کښې تقسيم شو؛ کۀ چرې هندوستان تقسيم شوے نۀ وے نو پۀ دې ملک کښې به شپېتۀ کروړه مسلمانان د هندوانو د پاره لوے مصيبت ؤ. اوس درېو ملکونو کښې تقسيم دي او درېو هېوادونو کښې کمزوري دي.” دا د هغو خلقو رايې ده چې د وېش خلاف وو.

    د هر دور جدا جدا ستونزې وي او د دې د هوارولو طريقې هم مختلفې وي. افسوس دا دے چې د پاکستان قائمولو مقصدونه پوره نۀ شو. نۀ دلته اسلام راغے، نۀ پۀ سمه توګه جمهوريت ته وده ورکړې شوه، نۀ د امن و امان فضاء قائمه شوه – حالات ورځ تر ورځه خرابېږي. الله مهربانه بادشاه دے.

    خدائي خدمتګار:

    کال 1929 کښې خان عبدالغفارخان پۀ صوبه سرحد )پښتونخوا( کښې د “خدائي خدمتګار” پۀ نوم يو جماعت قائم کړو. خان عبدالغفارخان د پېښور ضلعې د چارسدې تحصيل د يو کلي “اتمان زو” اوسېدونکے ؤ. هغه د دې کلي رئيس ؤ او علي ګړهـ کښې ئې تعليم حاصل کړے ؤ. هغه پۀ خپله علاقه کښې د اصلاحي او تعليمي سرګرميو څخه خپل خدمات پېل کړل. شروع کښې ئې د صوبې سياست کښې هم حصه واخسته خو ډېره کمه.

    د دې سيمې پښتنو ته د تعليم د زدکړې زياتې موقعې نۀ وې. دا کمے “عبدالغفارخان” پۀ شدت سره محسوس کړو او 1911 کښې ئې بېلا بېلو مقاماتو کښې ښۀ زيات سکولونه قائم کړل.

    پۀ کال 1919 کښې هغوي د “رولټ بل” خلاف يوه جلسه وکړه. دې کښې د يو لکهه نه زياتو خلقو ګډون وکړو. د دې پۀ نتيجه کښې د انګرېز حکومت باچا خان ګرفتار کړو. دا ئې وړومبۍ ګرفتاري وه. د خوشي کېدو نه پس ئې خپله علاقه کښې يو سکول پرانستو او پښتونخوا کښې ئې د دې د څانګو خورولو د پاره دوره وکړه. دا کار پۀ انګرېزي حکوت ښۀ نۀ لګېدو او د جرمونو د مخنيوي د قانون تر مخه ئې ترې ضمانت وغوښتو. ضمانت ئې ور نۀ کړو نو ګرفتار ئې کړو، جېل ته ئې ولېږلو او درې کاله بامشقته قېد شو. نورو لفظونو کښې، خپل قوم ته د تعليم ورکولو پۀ جرم د درېو کالو )سخت قېد( سزا ورکړې شوه.

    پۀ 1924 کښې چې د جېل نه را خلاص شو نو پۀ صوبه کښې ئې د غم ښاديو او نورو دستورونو، رواجونو، غلط رسمونو ختمولو د پاره مجاهده شروع کړه. دغو کښې د وفات نه پس غېر اسلامي رسمونه )سخات وغېره( شامل وو. دغسې پۀ اصلاحي کارونو کښې مصروف ؤ. بيا ئې د خپل تنظيم نوم “خدائي خدمتګار” کېښود او پۀ صوبه کښې ئې سياسي سرګرمۍ شروع کړې.

    1930 کښې پۀ باقاعده ډول “کانګرس” کښې شامل شو او د دوي د تنظيم “خدائي خدمتګار” تړون هم کانګرس سره شو. د دې خدائي خدمتګار تنظيم د سرګرميو ښۀ زيات اړخونه مونږ ليدلي دي. د هغوي پۀ وفات ما يو مضمون ليکلے ؤ چې اووۀ ورځني “اهل حديث” کښې چاپ شوے ؤ. دغه مضمون دې )د کتاب( لوستونکي هم وګوري –

    “د وطن د ازادۍ د زيات عمر دا اتل )هېرو( خدائي خدمتګار او سرخپوش لارښود خان عبدالغفارخان پۀ شلمه جنورۍ 1988 د شورو پۀ ورځ سحر پينځۀ دېرش منټه د پاسه پۀ شپږ بجې د اوږدې ناروغتيا نه پس د پېښور لېډي رېډنګ هسپتال کښې وفات شو. انا لله و انا الېه راجعون. عمر ئې دوه کم سل کاله ؤ. ”

    “جولائي 1987 کښې پۀ دوي فالج حمله کړې وه. هغه وخت پۀ نوي دهلي کښې ؤ. هلته انډين انسټيټيوټ اٰف مېډيکل سائنسز کښې څۀ موده د هندوستان ماهرانو ډاکټرانو د دۀ علاج وکړو. ښېګړه ئې و نۀ شوه. د بمبۍ يو مشهور هسپتال کښې هم داخل کړے شو او ماهر معالج ئې علاج کولو. هلته هم صحت ياب نۀ شو. پۀ شپاړسم اګست پېښور ته راوستے شو. د لېډي ريډنګ هسپتال تجربه کار ډاکټرانو پۀ زيات محنت او پاملرنه علاج کولو خو ساه ئې ورکړه او هاغه ځاے ته ورسېدو چرته چې به هر سړے پۀ خپله نېټه رسېږي.

    پۀ يويشتمه جنورۍ 1988 د زيارت پۀ ورځ درې بجې جناح پارک )پېښور( کښې د جنازې نمونځ وشو. جنازه کښې د پاکستان صدر جنرل محمد ضياء الحق او وزيراعظم محمد خان جونېجو، د مختلفو ملکونو سفيران، ټول وزيران، د قومي اسمبلۍ غړي، د صوبه سرحد )پښتونخوا( ګورنر، وزيراعليٰ، د صوبائي اسمبلۍ غړي او بې شمېره خلقو ګډون وکړو. د اخباري اطلاع مطابق د پاکستان پۀ تاريخ کښې دا د ټولو نه لويه جنازه وه. وروستو )پۀ بله ورځ جمعه( د هغۀ د وصيت مطابق د هغۀ مړے جلال اباد کښې د هغۀ کور )شيشم باغ( کښې خاورو ته وسپارلے شو. الّٰهم اغفرله و ارحمه و عافه و اعف عنه.

    خان عبدالغفار خان چې د صوبه سرحد )پښتونخوا( خلق ورته د مينې او احترام پۀ جذبه “باچاخان” وائي. د پېښور )چارسده( علاقې “اتمانزو” کلي کښې پۀ 1890 کښې زېږېدلے ؤ. د والد مکرم نوم ئې بهرام خان ؤ چې د خپل دور او علاقې مشهور خان ؤ. بهرام خان د ازادۍ لوے مرستيال او انګرېز دښمن بزرګ ؤ. د هغوي پلار سېف الله خان د انګرېزانو خلاف هغه وخت د بغاوت جنډه پورته کړې وه کله چې انګرېزانو پۀ بونېر قبضه کول غوښتل. باقاعده د عمل مېدان ته راغے او د انګرېزانو خلاف ئې جنګ وکړو. د سېف الله خان نيکۀ عبېدالله خان ؤ چې د ازادۍ د پاره ئې درانو سره مقابله کړې وه او د پهانسۍ سزا ورکړې شوې وه.

    پۀ دې اعتبار د دې کورنۍ ټول غړي د پېړيو راهسې د ازادۍ د جنګ مبارزان وو. د دې کورنۍ مختلف وګړي د سيد احمد شهيد )برېلوي( او مولانا اسماعيل شهيد پۀ جهاد کښې شريک شوي وو. د بهادرۍ او شجاعت څرګندونه ئې کړې وه. عبدالغفار خان ته دا جذبه پۀ مېراث کښې پاتې شوې وه. هغۀ د هر هغه تحريک مرسته کړې وه چې برصغير ئې د انګرېزانو د غلامۍ نه خلاصول غوښتل او د کوم مقصد چې دا زمکه ازادۍ سره ورغاړه کول وو.

    د خان عبدالغفار خان مشر ورور ډاکټر عبدالجبار خان چې “ډاکټر خان” ورته وئيلے شي. ډاکټر خان صاحب هم دغو تحريکونوسره پوره پوره ملګرتيا کوله چې د برصغير نه ئې انګرېزان ويستل غوښتل. دې سلسله کښې هغوي د قېد و بند تکليفونه او سختۍ وزغملې او څو کاله ئې د هندوستان پۀ جېلونو کښې تېر کړل.

    خان عبدالغفار خان ټول عمر د انګرېزانو خلاف مبارزه کښې تېر کړو. د دې پۀ ټس کښې ئې بې پناه تکليفونه او کړاوونه وګالل خو چرې ئې هم پوټے شکايت نۀ دے کړے. عمر ئې اتۀ نوي (98) کاله ؤ. دېرش کاله )بلکې د دې نه زيات( عمر ئې جېلونو وخوړلو او اتلس کاله جلاوطن پاتې شو. دغسې اتۀ څلوېښت (48) کاله قېد او جلا وطن ؤ. ګويا نيم ژوند ئې لۀ کوره بهر تېر کړو. د برصغير )ټول هندوستان( يو تن هم د خپل ملک او قوم د خدمت د پاره دومره لويه قرباني نۀ ده ورکړې.

    هغه پۀ ځوانه ځوانۍ کښې د بېت الله حج له تلے ؤ. خپله کورودانه )د عبدالعلي خان مور( ورسره هم د سفر ملګرې وه. واپسۍ کښې ئې بېت المقدس ته د تلو اراده وکړه. هلته چې ورسېدل نو د ژوند ملګرې ئې د بېت المقدس د پوړو نه راپرېوته، وفات شوه خو د دې نه پس ئې بل وادۀ ونۀ کړو )دغه وخت د باچاخان عمر شپږ دېرش کاله ؤ( او خپل ژوند ئې د الله د مخلوق د خدمت د پاره وقف کړو. هغه د پاکستان د قيام )د هندوستان د تقسيم( مخالف ؤ، خو کله چې پاکستان پۀ وجود کښې راغے نو مارچ 1948 کښې ئې د پاکستان پارلېمنټ )دستورسازه اسمبلۍ( کښې د تقرير کولو پۀ وخت وئيلي وو:

    “د هندوستان د ازادۍ باره کښې زما يو خپل تصور ؤ او ما پۀ خپل دانست کښې صحيح ګڼلو، او دې سره د کروړونو هندوستانيانو اتفاق ؤ. زۀ دا خبره منم چې ما د “تقسيم هند” سره اختلاف کړے ؤ، دا زما ديانتدارانه رايې وه چې ملک تقسيمول نۀ دي پکار؛ خو اوس تقسيم يو حقيقت جوړ شوے دے، اوس زمونږ اختلاف رايې ختم شو او زما رفيقان د پاکستان خدمت ګاران دي. زۀ دا خبره سپينول غواړم چې مونږ پاکستان د يو داسې رياست جوړولو ارماني يو چې د حکومت نظام ئې د قرون اولٰي )اولني اسلامي دور( د رواياتو مطابق وي.”

    د هغوي )باچا خان( د الفاظو صفا مطلب دا دے چې پۀ ملک کښې د سوچه اسلامي نظام حکومت قائمولو ارزومند وو او د دې د پاره ئې هلې ځلې کول غوښتل خو د هغۀ ځينې مخالفانو داسې حالات پېدا کړل چې هغه )باچا خان( پۀ خپل مقصد کښې کامياب نۀ شو او پرله پسې پۀ جېلونو کښې بنديوان وساتلے شو.

    مونږ افسوس کوو چې د اووۀ ورځني “الاعتصام” او “خدام الدين” نه سېوا بل کوم مذهبي او ديني اخبار د هغوي د مخلصانه جدوجهد او مجاهدانه کارنامو اعتراف و نۀ کړو. مونږ دغو دواړو “مؤقر” اخبارونو ته د دوي پۀ حق ګويۍ مبارکي ورکوو.

    بيا زياته د افسوس خبره دا ده چې د يو مذهبي يا “نيم اسلامي او نيم سياسي ګوند” چا لوي وړوکي رهنما د دې مرد مجاهد پۀ وفات د غمرازۍ اظهار نۀ دے کړے. ولې الله مۀ کړه هغه د اسلام منکر ؤ؟ قران ئې نۀ منلو؟ د حديث رسول صلي الله علېه وسلم نه ئې انکار کولو؟ ولې هغه د خلفاء راشدين پۀ حکومتي نظام ټکونه کول څۀ؟ يا د پاک رسول د يو صحابي باره کښې هغوي څۀ دا قسمه الفاظ وئيلي وو چې يو سړے پۀ دې وجه )معاذالله( د تنقيد نه بالاتر نۀ شي کېدے چې هغه د رسول الله صحابي ؤ؟ هغۀ د احاديثو د امام يا د فقهه او اصولو امام پسې چرته سپکه وئيلې وه؟ هغۀ چرته پۀ تحرير يا تقرير کښې د اسلام د ارکانو )کلمه توحيد، نمونځ، روژه، حج، زکات( يا د دين مذهب، د وړوکي لوي حکم سپکاوے کړے ؤ؟ –کۀ چرې پۀ هغۀ کښې دا خبرې نۀ وې ]او هرګز نۀ وې[ او هغه چې د اسلام د احکامو پابند او د کتاب او سنت تابع فرمان ؤ، نو د هغۀ پۀ وفات يو څو لفظونو کښې پۀ غمرازۍ اظهار کولو کښې وېره د څۀ وه؟

    هغه د صفا ستره کردار مالک ؤ او هغۀ کښې هېڅ اخلاقي کمزوري نۀ وه. دا هغه اوصاف دي چې پۀ يو مسلمان کښې دې ارومرو وي او د صحيح عقيدې مسلمان د پاره د يو مسلمان د کره کتنې کولو دغه کسوټي ده. پاتې شو سياست، نو دې دنيا کښې داسې کوم سړے دے چې د هغۀ سياست سره به د چا نه چا اختلاف نۀ وي؟

    صدر ضياء الحق د هغۀ باره کښې بالکل صحيح وئيلي دي چې:

    خان عبدالغفارخان ټول عمر د معاشرې بيا ودانۍ د پاره کار کړے دے. دا يو تاريخي حقيقت دے چې ډېر کم خلق به د يوې صدۍ پورې پۀ خپلو نظرياتو قائم پاتې شي. هغه تجربه کار سياستدان او خدائي خدمتګار مشهور ؤ. د هغۀ پۀ وفات سره اوږد سياسي کردار پاې ته ورسېدو.”

    دا ډېر شاندار الفاظ دي چې د يو لوے سياستدان پۀ غمناک مرګ صدر مملکت وئيلي دي. کۀ هره ورځ سياسي ډلې بدلول او د اقتدار پۀ ګدۍ ناستو پسې نيت تړل د ستائينې جوګه کار وي او د ملک او ملت خدمت دغې ته وائي نو بې شکه خان عبدالغفار دا کار نۀ دے کړے.

    قومي اسمبلۍ کښې د دوي متعلق د غمرازۍ قرارداد کښې اختلاف وکړے شو، اګر کۀ هغه د څۀ قسمه قرارداد محتاج نۀ دے خو مونږ عرض کو چې پۀ دېرشمه جنورۍ 1948 چې ګاندهي جي مقتول شو نو د پاکستان پارلېمنټ کښې پرې د افسوس اظهار شوے ؤ ]بلکې د يو روايت مطابق د هغۀ د پاره “د مغفرت دعا” هم شوې وه[، هغه پارلېمنټ د قائداعظم محمد علي جناح او خان لياقت علي خان غوندې د “قومي مشرانو” پارلېمنټ ؤ.

    )زما د معلوماتو مطابق، د مهاتها ګاندهي پۀ قتل د ګورنر جنرل محمد علي جناح صاحب پۀ وېنا پاکستان کښې پۀ سرکاري توګه يوه هفته ماتم هم شوے ؤ – ژباړن(

    دعا ده چې الله دې خان عبدالغفارخان مرحوم له پۀ جنت الفردوس کښې ځاے ورکړي.”

    اوس د اووۀ ورځنۍ “الاعتصام” ادارتي ليکنه ولولۍ چې “د خان عبدالغفارخان رحلت” پۀ عنوان د 29 جنوري 1988 ګڼه کښې چاپ شوې ده:

    پۀ شلمه جنورۍ 1988 د هندوستان د ازادۍ عظيم هيرو خان عبدالغفار خان پېښور کښې ساه ورکړه – انا لله و انا الېه راجعون.

    خان صاحب مرحوم يو اوږد ژوند تېر کړو. دے پۀ 1890 کښې پېدا شوے ؤ او پۀ 1988 جنورۍ کښې د اتۀ نوي کالو پۀ عمر کښې وفات شو. خان صاحب موصوف ته به خلقو د مينې نه “باچاخان” وئيلو. نۀ يواځې صوبه سرحد )پښتونخوا( کښې، بلکې ټول هندوستان کښې ورته د قدر پۀ نظر کتلے شو. اصل کښې د ازادۍ جذبه د باچا خان د هر دلعزيزۍ سبب وه. د دې تر مخه ئې د هلکوانۍ نه د انګرېزي سامراج خلاف د جنګ اعلان کړے ؤ. دا جذبه د وقتي او هنګامي ضرورت پېداوار نۀ وه، د دوي نيکونو بزرګانو د انګرېزانو خلاف د ازادۍ د تحريک هغو ننګيالو سره مرسته ملاتړ کړے ؤ او پۀ نولسمه صدۍ کښې ئې د بالاکوټ د شهادتګاه نه توانايۍ حاصلې کړې وې او چا چې د ستهاڼې او امبېلي پۀ سنګزارونو کښې د خپلو وينو ډېوې بلې کړې وې – باچا خان ته “حريت پروري” پۀ ميراث کښې ورکړې شوې وه. ]باچا خان خپل ژوندليک “زما ژوند او جدوجهد” کښې د سيد احمد شهيد برېلوي او شاه اسماعيل شهيد د اصلاحي او اسلامي تحريک پۀ ښو الفاظو کښې ستائينه کړې وه. ژباړن[ دغه وجه وه چې د هر هغه تحريک يا تنظيم ملګرتيا ئې کړې وه کوم چې سامراج سره ډغره وهله او اٰل انډيا کانګرس سره هم د دۀ مرسته ملاتړ خالصتاً د دې نظريې تر مخه وه.

    د 1947 د تقسيم او د پاکستان د قيام بې شکه مخالفه وه خو کله چې پاکستان قائم شو نو مارچ 1948 کښې هغۀ د پاکستان د پارلېمنټ )دستورسازې اسمبلۍ( اجلاس کښې ئې دا اعتراف وکړو چې د تقسيم حقيقت ئې منلے دے او د پاکستان نه د يو داسې رياست جوړولو ارماني دے چې د حکومت نظام ئې د اولني دور د مسلمانانو د رواياتو مطابق وي. د پوهې او خېر خاوندان پوهېږي چې دا نظريه يا عقيده هغه ده، د کومې تر مخه چې زمونږ مشرانو بالا کوټ کښې خپل ځانونه قربان کړي وو.

    د پاکستان سياست چې د دې څلوېښتو کالو پۀ دور کښې پۀ کوم ډګر را روان دے، هغه کله هم د ذکر شوې نظريې مطابق نۀ دے پاتې شوے؛ ځکه نو د باچا خان پرله پسې اختلاف پۀ خپله عقل کښې راشي.

    اوس چې هغه د خالق حقيقي پۀ حضور کښې حاضر شوے دے، نو هغۀ سره دې نظرياتي اختلافات هم ختم کړے شي او د هغوي د بخښنې د پاره دعا پکار ده، او د هغوي حريت پرورۍ ته دې د عقيدت پېرزوئينې وړاندې کړې شي. مونږ دعا کوو چې الله دې د هغوي مغفرت نصب کړي. امين!

    د جماعت “اهل حديث” دوو اخبارونو نه علاوه د بل چا ديني او مذهبي اخبار ته د دومره لوے سياسي او مذهبي شخصيت پۀ اړه د ليکلو توفيق و نۀ شو. حقيقت دا دے چې ډرپوک او متعصبه خلق پۀ دې قسمه مبارزانو ليکل کولے هم نۀ شي او کۀ وليکي نو هغه )ليک( بيا څوک زغملے هم نۀ شي.

    اوس د عبدالغفارخان د زوي خان عبدالولي خان متعلق يوه واقعه:

    1977 کښې چې ځينو سياسي او مذهبي جماعتونو د امريکې پۀ پارونه د ذوالفقارعلي بهټو خلاف تحريک چلولے ؤ، ]ياده دې وي چې د نېپ لۀ خوا د بهټو سره اختلاف پۀ خالص سياسي نظرياتي اصولو ؤ – “پښتون”[ نو هغو ورځو کښې بهټو صاحب د ټوقې پۀ توګه يو مجلس کښې وئيلي وو چې زمونږ علماء کرام حلوه خوارۀ دي. د بهټو د ټوقې نه بوقه جوړه شوه. يارانو پۀ دربار صاحب کښې يعني د حضرت علي هجوېري رحمة الله مزار سره پۀ حلواګانو خوړلو لاس پورې کړو. هلته به د حلوه دېګونه را رسولے شو او تحريک سره تړلو مجاهدينو به حلوه ګانې خوړلې. دغو کښې د جمعيت العلماء پاکستان سره د جماعت اسلامي او د )مولانا( مفتي محمود جمعيت الاسلام لوي واړۀ ټول شامل وو. دغو ورځو کښې خان عبدالولي خان لاهور ته راغے )د حېدر اباد ټريبونل ماتېدو نه پس(، چا ورته ووې، داتا صاحب ته تشريف يوسئ، هلته چا د حلوه دېګ را لېږلے دے. دغه وخت د عبدالولي خان سره مېرمن نسيم ولي خان هم وه. عبدالولي خان جواب ورکړو، زمونږ د مشرانو تعلق مولانا اسماعيل شهيد او سيد احمد شهيد د جماعت مجاهدينو سره پاتې شوے دے، پۀ دې لحاظ مونږ “وهابي” وګڼئ، مونږ صرف الله تعالي “داتا” )ورکوونکے( ګڼو، هغه ټول څۀ ورکوي. زۀ نۀ چرته مزارونو له تلے يم او نۀ مې د صدقې نذرانې څۀ څيز خوړلے دے. بهټو سره زمونږ سياسي اختلاف دے، پۀ مزارونو حلوه خوړل سياسي مسئله نۀ ده. بيا ئې خپلې بېګم ته اشاره وکړه، کۀ دا حلوه خوړلو د پاره ځي نو لاړه دې شي، زۀ داسې کار نۀ کوم.”

    دا وو د عبدالغفارخان او عبدالولي خان مذهبي او ديني افکار – پاتې شوې سياسي معاملې، نو دا څۀ د دين اسلام مسئله نۀ ده، هر سړے چې د خپلې پوهې او لوستنې پۀ رڼا کښې کوم سياسي ګوند د ملک او ملت د پاره صحيح ګڼي نو ورسره دې ملګرے شي او د ملک، قوم او ملت خدمت دې وکړي. او کۀ يو سياسي ګوند سره تعلق نۀ ساتل غواړي نو بې شکه نۀ دې ساتي. نۀ خو الله تعالٰي چا سياسي جماعت سره پۀ تعلق ساتلو د جنت الفردوس زېرے ورکړے دے او نۀ پۀ سياسي تعلق ساتلو څۀ قسمه سزا ورکولې شي.

     

  • ګوشه نشين ولي – خان عبدالولي خان د پاکستان پۀ سياسي افق ځلېدونکے يو اهم ستورے (عطش دراني) – ژباړن: م ر شفق

    محترم عطش دراني د اردو مشهور اديب او صحافي ؤ. “صورت گرانِ عصر” د دوي د انټرويوګانو چاپ شوې مجموعه ده چې د مکتبه “ميرى لائبريرى” ډائرېکټر بشير احمد چوهدري کال 1987 کښې شائع کړې ده. د عطش دراني د يادولو پۀ دې پنګه کښې محترم “عبدالولي خان سره يو ملاقات” هم شامل دے. دا انټرويو پۀ “سياره ډائجسټ” لاهور جولائي 1979 کښې خپره شوې وه. دا د پخواني صدر جرنېل محمد ضياء الحق مارشل لائي دور ؤ او د “نېشنل عوامي پارټي” ځاے نېشنل ډېموکرېټک پارټۍ (NDP) نيولے ؤ. دا ملاقات يوه يادګاري ليکنه د “پښتون” لوستونکو ته وړاندې کولې شي – ]شفق[

    “صاحب جي! دا د ولي خان بنګله ده.”، د خوازه خېلې )سوات( نه چې څۀ مخکښې لاړو نو ډرائيور ما ته ووې. ما د کاڼو او لرګو نه جوړ ساده غوندې عمارت نه سترګې را واړولې او ډرائيور ته مې پۀ حېران نظر وکتل،”دا بنګله ده؟” زۀ د ګاډي نه کوز شوم د دغه “بنګلې” پۀ لوري روان شوم – د خوبانو، الوچو وړه شان باغچه کښې، د سوات سيند پۀ غاړه ولاړ؛ سوچ مې کولو، “يا الله! دومره ستر او دروند شخصيت او دا وړوکے غوندې مکان؟ هسې نۀ ډرائيور ناجاڼه وګڼلم او ټوقه ئې را سره کړې وي!” خو دا حقيقت ؤ، او بيا چې خادم زۀ يو وړوکي “ډرائنګ روم” کښې کښېنولم چې پۀ کښې دوه تخته پوشونه او ساده غوندې درې کرسۍ پرتې وې نو زۀ نور حېران دريان شوم. نۀ ايراني قالينونه غوړېدلي وو، نۀ افرنګي صوفې وې، نۀ چيني فانوسونه او نۀ ترکي پردې اوېزاندې وې. دا ؤ د ولي خان ژوند ژواک.

    اوس ما ته مسئله وه – دې شخصيت سره د مخ کېدو چې د ټچن پچن او ټيس ټپاس نه بېخي لرې، پۀ ساده ډول دلته مېشته ؤ.

    “السلام علېکم!” يو دنګ لوړ، سور سپين، ښکلے او شکيل بنيادم کمرې ته راننوتو سره ووې. د استرۍ نه بې نيازه ساده غوندې سپين قميص پرتوګ اغوستے؛ دا خان عبدالولي خان ؤ. د سرخپوش رهنما خان عبدالغفار خان زوے، د پخوانۍ نېشنل عوامي پارټۍ سر مشر، د چا نه چې “بهټو” وېرېدو او د چا نه چې د سياست ايوان پۀ لړزان ؤ، دا هغه ولي خان ؤ پۀ چا چې د بېلتون خوښۍ او غدارۍ تورونه پورې کېدل او چې نۀ ورسره د ښي اړخ خلق څنګ پۀ څنګ تلے شو او نۀ د کيڼ اړخ د ګوندونو خوښ ؤ – نو داسې محسوسېده چې نن د سرحد )پښتونخوا( هغه “مردِ دروېش” د سوات پۀ دې ښائسته او روح پرور ځاے کښې ګوشه نشيني اختيار کړې ده.

    د دې دنيا د هنــګامو نه چــرته لرې لاړے!!!

    بيا چرته غاړه د درياب وے يا دغرونو لمن

    محمد اقبال اقبال

    دلته تر ميلونو نۀ ښار شته نۀ ښاريه – سود سودا څو ميلو فاصله کښې د “مدېن” نه راوړلې شي. ما هغه پۀ داسې مقام او داسې عالم کښې وليدو – احتراماً ورته ودرېدم.

    “راځئ! بهر به کښېنو.” ولي خان د رسمي خبرو اترو نه بې نيازه ما ته ووې. مونږ د دالان نه تېر شو. د خوبانيو او الوچو مړه خوا خوشبويو زړۀ او مازغو ته تازګي بخښله. د اونو د سيوري لاندې راغلو. څۀ لس ګزه ښکته بهېدونکي د سوات سيند شور، د پردې پۀ شا غږېدونکي موسيقي، پورته ښکته د شنو پټو سلسلې او پورې غاړه دنګو لوړو دېوالونو د کوه قاف منظر ښکاره کولو . د غرونو د شا طرف نه ښکارېدونکي د “کالام” واورينې څوکې او دغو څوکيو سره خولۀ پۀ خولۀ د وريځو شورېدونکو پاغوندو يو روماني کېفيت را خور کړے ؤ. دې پرکېف منظر راته را يادول:

    اگرفردوس بر روئے زمين است

    همين است و همين است و همين است

    دې منظر کښې مونږ د ځيږ بوڼ پۀ کټونو کښې ناست وو. دغلته نۀ پلنګ پوش ؤ نۀ د کټ څادر، بس عام غوندې کټ ؤ چې د غريبو او ميانه تپو کورونو کښې عمومي ضرورت پوره کوي. خان صاحب پۀ کټ کښې نيم وغزېدلو لکه چې پۀ نرمه پسته بخملي صوفه ناست وي. ما چې د سادګۍ دا مجسمه وليده نو صلاحيتونه مې ګونګي شو. ولي خان صاحب لکه چې زما د زړۀ درزا واورېده او داسې پۀ اشنا لهجه کښې راسره ګويا شو لکه مونږ د کلونو کلونو دوستان يو.

    د ماحول پۀ دې انداز ما د سوالونو شروع کولو د پاره زړۀ وکړو. خدمتګار چې چاے کېښودو او لاړو نو د زړۀ خبرې پېل شوې. جذبې نورې هم ژورې شوې، د ګيلو مانو پيټارے پرانستے شو – ما پوښتنه وکړه:

    “خان صاحب! تاسو د څۀ مودې راهسې نسبتاً چپ يئ. خلقو سترګې نيولې دي چې د حالاتو واقعاتو باره کښې تاسو څۀ ووايئ، د خپلې رايې څرګندونه وکړئ. ځينې حلقې ستاسو خاموشۍ ته د خپلې خوښې معانې ورکوي، تاسو دا نۀ محسوسوئ چې پۀ داسې نازکو لمحو کښې را مخکښې کېدل او تاسو له د قوم د لارښودنې فرض پوره کول دي؟ يا واقعي تاسو څۀ وئيل نۀ غواړئ؟ “تر کومې چې د پاليسۍ تعلق دے” )ولي خان د عېنکو د شيشو نه پۀ ژور نظر کتل( “پۀ دې مرحله دا بيانونه ورکول!!! خو تاسو يو تجربه کار سياستدان يئ نو خلقو تاسو ته سترګې نيولې وې چې پۀ داسې حال کښې تاسو د کومې رايې څرګندونه کوئ!”

    ما يوځل بيا خان صاحب موضوع ته د را ګرځولو هڅه وکړه، جواب ئې را کړو:

    “ستاسو خبره پۀ ځاے ده، صلاح مشورې د پاره مونږ هر وخت موجود يو. نازکې معاملې مونږ داسې نۀ شو پرېښودې.”

    “ځکه خو زۀ پوښتنه کول غواړم – تاسو يو تازه بيان کښې وئيلي دي چې د اسلام او سوشلزم نوم اخستونکي دواړه د خلقو استحصال کوي. پۀ هر حال، هغوي دواړه د خپل خپل فکر د مکتبونو نمائندګي کوي. هغوي کۀ دا نوم نۀ اخلي نو څۀ به کوي؟ يعني تاسو چې کوم څيز ته ازاد فکري وايئ، د هغوي پۀ خيال دا منافقت يا درغلي ده. تاسو به د خپل مکتب فکر نمائندګي نۀ کوئ؟”

    “ګوره صاحبه!” ولي خان يو ځل بيا څنګ وکړو، وې وئيل، “زمونږ جګړه اسلام يا سوشلزم سره نۀ ده، مونږ دواړو کښې د يوخبره هم نۀ کوو. خلق زمونږ خبرې ته خپلې معنې ور اغوندي. مونږ وايو د اسلام يا سوشلزم نوم اخستونکي اصل کښې خپلو نظريو سره مخلص نۀ دي. پاکستان د اسلام پۀ نوم جوړ شوے دے، پۀ دې زمونږ ټولو اتفاق دے، خو څۀ وجه ده چې تر نن ورځ پورې پاکستان کښې اسلام نافذ نۀ کړے شو؟ صفا ښکاري چې د اسلام نوم اخستونکو پۀ اخلاص د اسلام نافذ کولو هډو کوشش نۀ دے کړے. بيا د سوشلزم پۀ نوم چې دلته د اووۀ کالو پورې څۀ څۀ وشول، تاسو ته پته ده؛ د “روټي،کپړا،مکان” نوم اخستونکو د غريبو خلقو نه دغه سهارې هم وتروړلې. هسې ضمني يوه خبره را ياده شوه، ما د بهټو صاحب مخکښې يو ائيني ترميم پېش کړو چې خپلې دغه نعرې ته ائيني تحفظ ورکړه – يعني ډوډۍ، جامې او کور ورکول به د حکومت ذمه واري شي او دا به د عوامو بنيادي حقونو کښې شامل شي خو بهټو صاحب به يوه مسکا کښې خبره اخوا دې خوا کړه چې “پرېږده ولي خانه! دا د سياست خبرې دي، زمونږ د ملک اقتصادي حالت د دې اجازت نۀ شي ورکولے.” – دا وو د سوشلزم نعره وهونکي!!! مونږ انتها پسند نۀ يو، دا زمونږ لبرل ازم دے. مونږ انقلابيان نۀ يو، ارتقائي يو. مونږ د Revolution نۀ، د Evolution سياست غواړو. مونږ غواړو چې د “ميانه روۍ” او “اعتدال” لار خپله کړې شي. تاسو “اېن ډي پي” د لوبو مېدان کښې “لېفټ ان” وګڼئ، اسلام هم د ميانه روۍ تعليم ورکړے دے. مونږ ټول اسلام، قران، حديث او حيات مصطفٰي صلي الله علېه وسلم سره واقف يو، خو دا مونږ پۀ خپل ژوند کښې نافذ کړے دے؟ پۀ نشستونو او ټکټونو چې جنګونه کوي، دوي به نظام مصطفٰي راولي؟ زمونږ دوي سره دغه اختلاف دے او پۀ جواب کښې دوي مونږ ته “اشتراکي” او “ترقي پسند” وائي. بل خوا “اشتراکيان” مونږ ته “رجعت پسند” وائي. مونږ صرف انصاف غواړو، استحصال نۀ.

    ما پوښتنه وکړه، “خبره دا ده چې ځينې خلق اسلام د زړې زمانې مسلک ګڼي او وائي جديد دور کښې د دې نفاذ نۀ شي کېدلے؛ پۀ دې لړکښې ستاسو څۀ رايې ده؟”

    “زۀ به صرف يو مثال درکړم” خان صاحب خپله خبره جاري وساتله، “د حضرت عائشه نه روايت دے چې د حضور صلي الله علېه وسلم د وصال نه پس چې کله يو صحابي خواړۀ راوړل نو وې وئيل، مونږ نن پۀ وړومبي ځل پۀ مړه ګېډه ډوډۍ وخوړه؟ الله څۀ شان ؤ د سرکار دو عالم! دغه ؤ نظام مصطفٰي! دغه ؤ اسلام! چې پۀ پوزو به اودۀ کېدل، لوږې به ئې تېرولې. د هغه عظيم پېغمبر خبره پرېږده، مونږ پۀ هغه مرتبه او مقام نۀ شو کښېناستلے؛ ولې د يو صحابي ژوند خو خپلولے شو کنه! د حضرت عمر پۀ نقش قدم خو تلے شو کنه! مونږ دې خپل ژوند لږ تر لږه دغه مقام ته ورسوو. د رسول پاک صلي الله علېه وسلم پۀ اخلاقو عمل کول خو ډېره لويه خبره ده – عملاً دلته څۀ کېږي؟ پۀ خپله اندازه ولګوئ، د اسلام پۀ نوم چې دلته څومره قوتونه را پورته شوي دي، اخر کښې ئې د مغربي طرز ژوند خوښ شوے دے. هغه استعماريت، سرمايه داري او رجعت پسندي.”

    خبره پۀ بل طرف روانېده – دا يوه داسې مسئله وه چې بحث ئې غوښتۀ او پۀ دې نورې ډېرې خبرې کېدلې شوې. ما د خان صاحب پام د جنرل ضياء الحق BBC سره تازه انټرويو ته را وګرځولو. “هغۀ د سياسي جماعتونو کارکردګۍ نه وېزاري ښکاره کړې ده، تاسو دې باره کښې څۀ وائئ؟”

    “زۀ څۀ وئيلے شم، تاسو پۀ خپله اندازه ولګوئ! د څوارلسم اګست 1947 نه چې ملک کښې دا کوشش جاري دے چې سياست دې ووژلے شي، د لارښودانو کردار کشي دې وکړې شي، جمهوريت دې ختم کړے شي؛ هلته به د مشرتابه بحران نۀ پېدا کېږي نو نور به څۀ کېږي؟ دا وخت تاسو وګورئ، سياسي لارښودان د ملکي مسئلو نه بې پرواه دي، صرف پۀ دې پوهېږي چې نور مشران به څنګه سپکوو – اخبارونه پرې د دوي نه هم ورتېر دي، د زيړ صحافت نه سېوا بل څۀ نۀ ورځي. د دوي ذمه واري بس دا ده چې مخالفينو له مخ تور کړي. د ملکي مسئلو شعور او د مسئلو هوارولو د پاره تجويزونه ورکول شايد د دوي د کار پۀ دائره کښې نۀ راځي.”

    “جناب!” )د اخبارونو او صحافت پۀ خبره زۀ وتړقېدم، د احتجاج پۀ توګه مې خبره پرې کړله( “تاسو ټولو اخبارونو او رسالو ته ګوته نۀ شئ نيولې، کېدے شي ځينو سياسي جماعتونو خپل اخبارونه جاري کړي وي او د هغوي کار صرف جانبدارانه پروپېګنډه وي، خو اوس پۀ دې ملک کښې داسې رسالې او اخبارونه شته چې د واقعاتو پۀ نبض پوهېږي او د ملکي مسئلو پوره پوره شعور لري – دا بېله خبره ده چې يو سياسي ګوند سره ئې تړون نۀ وي، لۀ دې کبله به ئې تر پام لاندې نۀ راولئ او د هغوي رايې به شا ته غورځوئ.”

    “نه! زۀ د ټولو خبره نۀ کوم” )خان صاحب لکه زما کرب محسوس کړے ؤ( “زۀ د ازاد رسالو او اخبارونو احترام کوم. د صحافت څۀ قدرونه لا ژوندي دي. زمونږ پۀ ملک کښې ټوله جګړه د اقتدار ده. د کرسۍ پۀ حرص کښې مونږ ټول ړاندۀ کاڼۀ شوي يو – دا خبره د سول او فوځي هر دور د پاره کوم. پاتې شوه خبره د ليډر شپ، نو ليډرشپ د “وحدتِ فکر” نه پېدا کېږي. وحدت فکر “وحدتِ عمل” وزېږوي او د دې نه ليډرشپ منځ ته راځي. مونږ سره “وحدت فکر” نشته، انتشار دے، ټول سياسي ګوندونه تس نس دي، شخصيت او انا پرستي ده.”

    “زۀ هم ستاسو دې خبرې سره متفق يم چې دلته شخصيت پرستي انتها ته رسيدلې ده؛ چرته دا زمونږ نېشنل کرېکټر خو نۀ دے؟”

    “نه! هېڅ کله نه! دا نېشنل کرېکټر نۀ دے. اخر هندونستان هم پۀ ثقافتي لحاظ زمونږ پۀ شان دے، هلته شخصيت پرستې ولې نشته؟ هلته ادارې او جماعتونه مستحکم ولې دي؟ ځکه چې هلته ادارې مقدم دي، شخصيات نۀ.”

    “نو دلته ولې داسې نۀ ده؟ اخر وجه څۀ ده؟ زمونږ قومي کردار اوچت نۀ شو او پاکستانيت منځ ته رانۀ غے؟”

    “اصل کښې دلته چا موقع نۀ ده ورکړې”، )خان صاحب يو سوړ اسوېلے وکړو( د ازادۍ نه پس د ټولو نه وړومبۍ تحفه چې د دې ملک سياست ته ورکړې شوه، دا وه چې ګورنر جنرل ته اختيار ورکړے شو چې د عوامو د منتخب نمائندګانو پۀ اکثريت جوړ شوے حکومت برطرف کړه. د يو ملک بنياد چې پۀ داسې غېر جمهوري طريقو او اصولو ايښودے شوے وي، هلته ادارې څنګه مستحکم کېدې شي؟ ليډرشپ د ماحول نه پېدا کېږي، کۀ چرې ماحول سياسي او جمهوري نۀ وي نو ليډرشپ به لۀ کومې راځي؟ اوس خو وئيلے شو چې ‘کۀ حکومت کوې نو فوځ کښې بهرتي شه، يو نه يو ورځ به اقتدار کښې راشې.’ مونږ پۀ شريکه د يوې منصوبې لاندې د ملکي سياست نه ليډرشپ ختم کړے دے. کۀ چرې ملک کښې د انتخابونو عمل جاري پاتې شوے وے نو ليډرشپ به پۀ خپله پېدا کېدو او د شخصيت پرستۍ زور به ماتېدو. د 1946 انتخابات د اسلام پۀ نوم شوي وو، د دې نه پس پۀ وړومبي ځل پاکستان کښې 1970 کښې انتخابات شوي وو؛ دغو انتخابونو کښې د اسلام پۀ نوم را پورته شوو قوتونو ماتې وخوړه او بنګله دېش )مشرقي پاکستان( پنجاب، سندهـ، سرحد )پښتونخوا( او بلوچستان کښې سيکولر جماعتونو انتخاب ګټلے ؤ. ګويا سياسي عمل بدل شوے ؤ. کۀ چرې انتخابات کېدلے نو دا به هم بدل شوے ؤ، د پارټيو شمېر به پۀ خپله را کم شوے ؤ او د ليډر شپ بحران به ئې ختم کړے ؤ.”

    “زما ستاسو خبرې سره لږ غوندې اختلاف دے”، ما د څۀ قدرې جرأت نه کار واخستو، “ستاسو څۀ خيال دے چې ليډر (Leader) به د ماحول او د عوامو عکاسي کوي او هغه به صرف Pleader )ترجمان( وي؟ دے به د قوم د رهنمايۍ فرض نۀ پوره کوي. زۀ به د بهټو صاحب مثال ورکړم، هغه د قوم ليډر نۀ ؤ څۀ؟ هغۀ قوم ځان پسې کړے نۀ ؤ؟”

    “بهټو صاحب قطعاً ليډر نۀ ؤ”، خان صاحب زما خبره ووهله، “اصل کښې قوم کښې سياسي پختګي نۀ وه او د دې وجه د انتخابي سياسي عمل جمود ؤ. قوم پۀ نعرو پسې ځغلي، لکه څنګه چې مونږ پۀ 1946 او 1977 کښې وليدل – خو عوام دې ته نۀ ګوري چې نعره وهونکي پۀ خپله دغه نعرې سره څومره متفق دي!!! بهټو صاحب يوځل ما ته وئيلي وو، ‘ستاسو ما سره جګړه د څۀ ده؟ تاسو او زۀ دواړه ترقي پسند يو. زمونږ منشورونه 85 فيصد يو تر بله متفق دي.’ ما غورډبه جواب ورکړو چې ‘جناب! يو فرق دے او هغه بنيادي فرق د ايماندارۍ او اخلاص دے! دغه تاسره نشته.’ نن هم د قوم بنيادي غوښتنه او نعره هغه ده کومه چې 1946 کښې وه، کومه چې پۀ 1970 کښې وه او کومه چې پۀ 1977 کښې وه – يعني اسلام او فلاحي رياست – خو چې څوک مخلص وي هله!!! قوم دې سره غرض نۀ لري چې پۀ تخت څوک کښېني – پۀ بلا ئې نۀ وهي کۀ بهټو لاړ شي او ضياء الحق راشي، خو د دوي مسئلې دې حل کړې شي. عوام پۀ دې خاوره د اسلام پۀ سيوري کښې د خپلو اقتصادي، معاشي او نورو ذهني کشالو نه خلاصون غواړي. د قامي الميو د دې داستان پۀ شا ښۀ زيات عوامل پټ دي.”

    “د جذباتو بهير کښې مونږ لرې لاړو، د دې خبرې سپيناوي پکار ؤ چې دا هر څۀ څنګه وشو؟ بل خوا جرنېل صاحب )ضياء الحق( فرمائي چې د جمهوريت قسم نۀ دے ټاکلے شوے؛ دا وخت اکثر سياسي جماعتونو ورسره مرسته کړې ده خو هغه د قسم )نوعيت( ټاکلو کښې اخته دے” – ما دا تېرۀ سوال د عبدالولي خان مخې ته کېښودو نو هغۀ ووې،

    “دا پوښتنه خو د جرنېل صاحب نه وکړه! “نوعيت” څۀ ته وائي؟ د هغوي پۀ ذهن کښې څۀ دي؟ دغه لړ کښې مونږ څۀ نۀ شو وئيلے. کله چې مارشل لاء ولګېده نو مونږ پۀ جېل کښې وو. هغه وخت فوځ يو لوے کار کړے ؤ نو مونږ مارشل لاء ته هرکلے ووې. جرنېل صاحب حېدر اباد ته راغے او د ټريبونل )خاص عدالتي جرګه( باره کښې ئې ما سره خبرې کولې. ما ورته ووې تاسو دا ټريبونل مۀ ختموئ! خو د قوم د پاره د عمل رڼا لار ارومرو وټاکئ. مونږ خو هغه وخت هم د قوم خبره کوله خو جرنېل صاحب نور څۀ وئيل. مونږ د هر غېر جمهوري او غېر ائيني طريقې خلاف احتجاج کړے دے. مارشل لاء ته مو پۀ يو شرط هرکلے وئيلے ؤ، ځکه چې د هغۀ وعده د احتساب او انتخاب وه – د احتساب چې کوم حشر وشو، هغه زمونږ مخکښې دے. معلومه نۀ ده چې د انتخاباتو به څۀ کېږي؟ زمونږ بد قسمتي دا ده چې سياستدان د خپلو مسئلو نه ورانه ماشوړه جوړه کړي او فوج ته ئې حواله کړي.

    د بلوچستان څۀ مسئله ده؟ داسې نۀ ده چې حل کېدې نۀ شي. مونږ صرف دا وايو چې هلته جمهوري ادارې پۀ ځاے وساتئ، خو جواب راله د “فوځي اېکشن” )فوجي کاروايۍ( پۀ صورت کښې را کړے شو. دلته سياسي مسئلې مدام پۀ فوجي طريقو هوارولې شي. 1970 کښې پۀ وړومبي ځل عام انتخابات وشول نو بيا وروستو د فوج پۀ ذريعه يو اٰمر رخصت کړے شو. مونږ خوشحاله شو چې ځه! يو نېک بخت جرنېل راغلے دے، لۀ دې کبله پرې مونږ اعتماد کړے دے. اوس کۀ هغه مونږ د جمهوريت “نوعيت” ټاکلو کښې نۀ نښلوي نو بهتره به وي. صرف خپله وعده دې پوره کړي، انتخابات دې پۀ وخت وکړي، سياسي ادارې دې چټک او پياوړې کړي.”

    “جناب! د انتخاباتو پۀ لړ کښې عرض کوم – خپله ستاسو ډله، زما مطلب د نېشنل عوامي پارټۍ (NAP) څخه دے، دوو ګوندونو کښې تقسيم شوه: پاکستان نېشنل پارټي (PNP) اصل او لويه پارټي ګڼلې شي، د دې اصل حېثيت څۀ دے؟ د صحيح صورتحال نه به تاسو خبر يئ” – زما پۀ دې سوال خان صاحب را اوچت شو، کښېناست او بيا ګويا شو:

    “د نېشنل پارټۍ منشور د اېن ډي پي (NDP) نه مختلف نۀ دے. اکثريت اېن ډي پي سره دے. مونږ باقاعده انتخابات کړي دي. اوس دلته مسئله بيا د هغه شخصيت او انا راغلې ده – موجوده صورتحال صرف د شخصياتو برندېدو نه پېدا شوے دے.”

    “اېن ډي پي ده يا پي اېن پي ده؟ زۀ به سپينه خبره کوم؛ تاسو ته پۀ هر دور کښې “بېلتون خوښي” وئيلے شوي دي. پۀ تاسو اعتماد کولو کښې وېره محسوسېږي. راتلونکو انتخاباتو کښې قوم پۀ تاسو څنګه اعتماد کولے شي؟ اخر پۀ تاسو دا الزام ولې لګولے شي؟ تاسو به د دې وضاحت وکړے شئ؟” – زما دا خبره ډېره تېره، سپينه او ترخه وه. ما پۀ غور د هغوي څهرې ته کتل. پۀ پلن تندي باندې يوه ګونجه هم نۀ ده راغلې، هم پۀ هغسې متانت، شفقت او محبت ئې ووې:

    “دې ملک کښې چې د جمهوريت وژنې کوم تحريک را روان دے، مونږ د هغې ښکار يو. کله چې پاکستان جوړ شو نو د سرحد )پښتونخوا( درې دېرش (33) غړي مونږ سره وو، اوولس (17) قيوم خان سره؛ خو چل څۀ وشو؟ د ډاکټر خان صاحب وزارت برطرف کړے شو!!! دا خبره غلطه وه. مونږ د شپږو کالو پورې بنديوان وساتلے شو؛ دا پۀ سياسي توګه يوه ټيکنيکل غلطي وه. دوي زمونږ د قوت نه وېرېدل او د کردار کشۍ مهم له ئې دوام ورکوو. نۀ خو مونږ بېلتون خوښي وو او نۀ يو – ما ته دا اعزاز حاصل دے چې پارلېمنټ کښې اپوزيشن ليډر وم. بهټو صاحب ما ته د وزارت عظمٰي پېشکشونه کړي دي. يو “بيلتون خوښي” او “غدار” ته دا پېشکش کېدلے شي؟ اصل کښې پۀ کرسۍ مئينو ته زمونږ نه د احتساب او تنقيد خطره وي. مونږ کرسۍ نۀ غواړو خو پۀ کرسۍ ناست به “راست” غواړو. څۀ وجه ده چې کله هم يو عوامي تحريک را پورته شي نو مونږ ته د “حب الوطنۍ” سند راکړے شي او کله چې د انتخاباتو يا د حکومت کولو وخت راشي نو پۀ مونږ د بېلتون خوښۍ الزام ولګي؟ زۀ د ايکي يو سياسي جماعت صدر وم چې “بنګله دېش” )مشرقي پاکستان( ته تلے وم او هلته مې د شپږ نکاتي )منشور( مخالفت کړے ؤ. او لۀ هغه ځايه مې انتخاباتو کښې برخه اخستې وه.”

    دا د ماضي خبرې وې، ډېرې پۀ کښې د وئيلو نۀ دي. کۀ دغه ټولې څېړلې شوې وې نو بې درېغه وخت به خرڅ شوے ؤ او زياتې خبرې به لا حاصله ګردانېدلې. کتل دا وو چې اوس مونږ چرته ولاړ يو؟ زمونږ مستقبل څۀ دے؟ عبدالولي خان خو تېرو ورځو کښې پۀ دې وېنا قوم پۀ يوه وېره کښې اخته کړو چې د پاکستان سباوون غېر يقيني دے. ما ورته بهارتي صحافي کلديپ ته د ورکړې شوې انټرويو حواله ورکړه چې “انډين ايکسپرېس” کښې شائع شوې وه. ما پوښتنه وکړه، “تاسو د کومو شهادتونو يا معلوماتو پۀ بناء دا وئيلي دي چې د پاکستان مستقبل غېر يقيني دے؟”

    “دا صحافيان هم عجيبه مخلوق دي”، د خان صاحب تللے جواب دا ؤ، “ما وئيلي يو څۀ دي، مفهوم ئې بل څۀ؟ بيا کلديپ صاحب د شائع شوي موادو يو نقل هم ما ته را ونۀ لېږلو. تۀ ووايه دا صحافتي اخلاق دي؟ يوه خبره ما کړې نۀ ده او ما سره وتړلې شوه، او څۀ چې زۀ وئيل غواړم هغې له يوه کرښه هم ور نۀ کړې شوه.”

    “جناب! هغه د يو بهارتي صحافي د نظر زاويه وه، هغۀ خبره دغسې اخستې شوه، تاسو هم د دې وضاحت کولے شئ!”

    “زما خيال دے چې ما له د شروع نه د دې وضاحت پکار ؤ. تۀ د يوې پاکستاني رسالې مدير يې! دا خبره د تسلۍ جوګه ده. تاسو به يقيناً زما خبره زما د نظر زاويې سره وکتلې شئ. ګورئ! د ملک د استحکام او تړون د پاره څو بنيادي ادارې وي؛ ضروري ده چې دا چټک او پياوړې وي – مقننه وړومبۍ اداره ده، دا ائين ورکوي، قانون جوړوي، د بنيادي حقونو ضمانت ورکوي – عدليه د دې تشريح کوي – انتظاميه دا نافذوي او ملک کښې يوه بله تر ټولو اهمه اداره صحافت دے؛ ګو کۀ دا د ملک څوکېدار دے، د نورو ادارو د کارکردګۍ نګران دے، بلکې تر يو حده ضامن دے. دا د رايې عامه خيال ساتي، دا سموي او لارښودنه ئې کوي. کۀ چرې دا ټولې ادارې پۀ يو ملک کښې پۀ ديانتدارۍ او غوره ډول کار نۀ شي کولے نو هلته به د جمهوريت او سياست مستقبل څۀ وي؟ پۀ کوم پارلېمنټ کښې چې څلور د پاسه (104) غړي دا دستخط وکړي چې مونږ له مارشل لاء پکار ده او چرته چې د اپوزيشن ليډر بغېر د وارنټ جېل کښې بندېوان کړے شي، چرته چې زما غوندې معمولي سړے جېل کښې بندولو د پاره ائين غوندې اهم دستاوېز کښې دوه ترميمونه وکړے شي، چرته چې د مخالف ګوند مشر پۀ جسماني توګه د اسمبلۍ نه اوچت کړے شي، بهر وغورځولے شي، چرته چې عدليه خپل کار پۀ ازادۍ نۀ شي کولے – يوه خبره به ضمناً وکړم؛ مونږ د حمودالرحمان صاحب پۀ وړاندې پېش کړے شو نو هغوي ووې، ‘ولي خانه! زۀ د قانون د بالادستۍ د پاره ناست يم.’ ما ورته ووې چې تا ته علم نشته چې د سانګهړ يو جج ته د قائداعظم د تصوير لاندې عدالت کښې هتکړۍ لګولې شوې وه نو تاسو د قانون د بالادستۍ قائم ساتلو د پاره څۀ احتجاج کړے ؤ؟ چا جج استعفٰي ورکړې وه؟ نه! دا مونږ يو چې د قانون بالادستي غواړو. ما احتجاج کړے ؤ. چرته چې انتظاميه خپل شپاړس سوه افسران بغېر الزام د ويستو نه نۀ شي ايسارولے، کومه انتظاميه چې خپل تحفظ نۀ شي کولے، هغه به مونږ ته څۀ تحفظ راکړي؟ د اطلاعاتو پخواني سېکرتر نسيم احمد صاحب ډېر پۀ فخر بهټو صاحب ته ووې چې دوي زما )ولي خان( پۀ نوم دوه تقريرونه وليکل او پرېس کښې ئې خپارۀ کړل – د يو اخبار نه سېوا چا هم د دې مخالفت ونۀ کړو او تقريرونه ئې چاپ کړل. چرته چې د صحافت دا معيار وي، هلته څوک د مستقبل څۀ اميد کولے شي؟ نکسن )د امريکې صدر( مارشل لاء نۀ وه لرې کړې، اپوزيشن هم نۀ، مګر صرف يو معمولي غوندې صحافي د دنيا د ټولو نه د طاقتور ملک تر ټولو زيات طاقتور صدر د قلم پۀ يو جنبش پۀ اخوا کېدو مجبور کړو – او صرف پۀ دې وجه چې هغۀ لږه غوندې بې قاعدګي کړې وه!!! خو تېرو اووۀ کالو کښې دلته څومره بې باقاعدګۍ کېدلې، چا ورته پام کړے ؤ؟ زۀ صرف دا وايم چې کۀ چرې دا ادارې وي او ښۀ تکړه خپل فرائض پوره کوي نو د شخصيت پرستۍ ګنجائش نشته او نۀ به د ملک استحکام ته څۀ خطره وي. د هندوستان مثال وړاندې دے، هلته د “شاستري” غوندې عام سړے هم حکمران شو او د “نهرو” پۀ شان د لوے قد سړے هم. څنګه چې اندرا ګاندهي بنيادي ادارې وچېړلې او د بدلولو هڅه ئې وکړه، هغه لرې کړې شوه. تاسو چې د ملک بچ کولو خبره کوئ نو وايئ ‘بهټو به ئې بچ کوي’، ‘ضياء الحق به ئې بچ کوي’، د مفتي محمود، ولي خان، نوراني، ميا طفيل خبره کولې شي؛ تاسو د افرادو خبره کوئ، د ادارو نۀ کوئ.”

    ما د ولي خان خبره منځ کښې د رانيولو ګستاخي وکړه، “ستاسو پۀ خيال کښې د پاکستان ادارې مستحکم او چټک نۀ دي نو پۀ دې بناء، خداے مۀ کړه، د پاکستان مستقبل ته څۀ خطره ورپېښه ده؟”

    “نه! داسې خبره نۀ ده، ما د پاکستان مستقبل ته ‘مخدوش’ نۀ دي وئيلي، ‘غېر يقيني’ مې وئيلي دي. مونږ پېشګوئي نۀ شو کولې چې د پاکستان مستقبل به څنګه وي؟ جمهوري نظام، اٰمريت يا مارشل لاء،. زما خبرې ته غلطې معنې ورکړې شوې دي.”

    “نو بيا ستاسو پۀ نزد ملک پۀ سياسي توګه د مستحکم کولو څۀ صورت کېدے شي؟”

    “زما پۀ خيال د اقتصادي استحکام نه بغېر سياسي استحکام نۀ پېدا کېږي. زۀ صرف د سياسي صورتحال غېر مستحکم کېدو پۀ بناء ‘غېر يقيني’ وايم.”

    “تاسو د پاکستان مستقبل غېر يقيني کېدو سره د افغانستان اوسنے صورتحال خو نۀ شاملوئ؟” ما د يو بل اړخ نه د خبرې معلومولو هڅه وکړه.

    “دا مسئله کۀ و نۀ چېړۍ نو ښۀ به وي.”

    ولي خان يو اړخ بدل کړے ؤ .يوه ژوره خاموشي خوره شوه. صرف د سوات سيند سرکشه موجونوکاڼو سره سر ټکولو او د خپل وجود احساس ئې ورکوۀ. د اوبو تېز او تند بهېر ته چې مې کتل نو ذهن کښې خيالات را برڅېره کېدل. ما کتل چې د دې رفتار پۀ مخکښې لوي لوي ګټان داسې بهېدل لکه چې د پلاسټک “لوبتکي” وي. د اوبو پۀ مخکښې غرونه بې لاسو بې پښو وو. جزيزې پۀ کښې هم پېدا کېدې. ځاے پۀ ځاے ګټانو غړانګې هسکې کړې وې خو د اوبو بهاند ورته پۀ خپله خوښه حدونه وربخښل. د تاريخ هم دغه حال دے؛ کوم خلق چې تاريخي شعور لري، هغوي ته علم دے چې د تاريخ بهير ډېر بې رحمه دے، د ملکونو سرحدونه پۀ خپله مرضۍ جوړوي. قومونه ئې پۀ وړاندې د سيند د دې غرونو پۀ شان دي چې ځان سره ئې پۀ مخه وړي. د تاريخ خپل يو رخ دے، کوم قامونه او ملکونه چې رخ سره نۀ بهېږي، د تاريخ موجونه هغوي لۀ ځانه بيرته وولي او د دوي حدونه د پښو لاندې وچقوي. ما د خپلو احساساتو او اندېښنو څرګندونه ولي خان سره وکړه. بيا څۀ وو، ګويا د تاريخ دبستان پرانستے شو. د دورونو او صديو پاڼې خورې شولې او مونږ پۀ کښې د خپلو خيالاتو عکسونه لټول. “اف دي رېکارډ” ځينې خبرې وشوې. د يو اوږد پس منظر نه پس خان صاحب ووې،

    “د افغانستان مسئله ډېره ګنجلکه ده. اوږد پس منظر کښې اوس درې بنيادي نکتې را پورته کېږي – يوه خو دا چې پۀ افغانستان کښې حکومت څنګه پکار دے؟ مونږ ته دا حق نشته چې مونږ پۀ دې رايې زني وکړو. مونږ د يو ملک پۀ کورنيو معاملو کښې مداخلت نۀ شو کولے. دا د افغانستان خپله مسئله ده؛ د هغه ځاے اولس چې څنګه غواړي دا دې حل کړي. دوېمه مسئله د مهاجرت ده؛ د ډيورنډ کرښه څۀ حېثيت لري، د دې نه کۀ نظر تېر کړو نو پۀ 1918 کښې چې پۀ زرګونو خلق د انګرېزانو خلاف ستړي شو او تنګ شو نو د افغانستان په لور ئې هجرت کړے ؤ او دا ئې “دارالسلام” ګڼلے ؤ. افغانستان د دغو مجاهدينو مېلمستيا کړې وه او پناه ئې ورکړې وه. اوس زمونږ هم دا فرض دي چې کوم مهاجرين راځي، دوي له پناه ورکړو. مونږ به د مېلمه پالنې روايتونه ژوندي ساتو. کۀ حکومت دوي له پناه ورکړې ده نو دا عېن د روايت مطابق ده. درېمه مسئله د ورانکارۍ ده؛ شايد چې دا به چا ته معلومه نۀ وي چې افغانستان کښې د هر وګړي د پاره فوځي تربيت لازم دے، هر افغان استوګن پۀ فوځي توګه تربيت يافته دے. لۀ دې کبله دا وېنا تر يوۀ حده غلطه کېدې چې پاکستان ورانکارو له فوځي تربيت ورکوي او افغانستان ته ئې ورلېږي، البته ښکاري چې ځينې سياسي جماعتونه داسې کوي.”

    اوس د اړخ بدلولو وار زما ؤ. د سياسي جماعتونو پۀ تذکره. ما پوښتنه وکړه.

    “واقعي ځينې سياسي جماعتونه داسې کوي؟ تاسو به دوي پۀ ګوته کړے شئ؟”

    پۀ اضطراري ډول د خولې نه وتلې خبرې بدلولو کوشش کښې چې کوم حالت وي، د خان صاحب پۀ څهره ښکارېدو،”نه! زما مطلب پۀ چا الزام لګول نۀ دي، ما خبره شکي انداز کښې کړې ده. کۀ چرې داسې کېږي نو حکومت له پکار دي چې جوخت خبر ئې واخلي. مونږ له پۀ دې کښې ځان لړل نۀ دي پکار – پاتې شوه د روس خبره؛ هغۀ زمونږ خلاف بيان ورکړے دے نو دې کښې زمونږ څۀ قصور؟ اوس کۀ چرې مونږ مداخلت وکړو نو روس ته به موقع پۀ لاس ورشي خو زۀ به دومره ضرور ووايم چې ټوله منطقه د انتشار او ابترۍ پۀ حالت کښې ده. د ايران نه تر بنګله دېش پورې د عالمي طاقتونو پوزے غوړېدلے دے. مونږ له ډېر پۀ پام اوسېدل پکار دي. زمونږ خارجه پاليسي دې توله او کلکه وي. د مغربي ملکونو نظر د ايران پۀ تېلو دے. دې سلسله کښې پۀ خليج فارس قبضه کول غواړي او روس د ګرمو اوبو پۀ تلاش کښې تورخم ته را ورسېد. د مسئلې حل کولو د پاره ذاتي اختلافات او ذاتي ښېګړې به يو طرف ته کول غواړي. د اجتماعي قوت او عقل ضرورت دے. سياستدانان دي کۀ دانشوران، صحافيانو، انجينئيرانو، ډاکټرانو، پروفېسرانو ټولو ته زما خواست دے چې خپلو کښې سره کښېني او د مسئلو پۀ هواري کښې غور وکړي.”

    “پۀ کوم بنياد”؟، ما پوښتنه وکړه.

    “زمونږ د ټولو نه لويه مسئله او في الواقع مسئله د ادارو او معيشت استحکام دے. دا وخت مونږ پۀ معاشي توګه د عجيبه بحران نه تېرېږو. زمونږ سرمايه خو اګاهو د ملک نه بهر تله، اوس محنت او ذهانت هم بهر ته ځي. ټيکنيکل او هنرمند خلق د مزدورۍ پۀ تلاش کښې او د ګټې وټې پۀ لالچ کښې بهر ته روان دي.”

    “خو د بهر نه زرمبادله )خارجه سکه( هم راځي کنه!”، ما يوځل بيا د خبرې وهلو ګستاخي وکړه.

    “هو! راځي، خو پۀ کوم شکل کښې؟ د عېش تورۍ څېزونه، فرېج، ټي وي، موټر، ائير کنډېشنونه، ګهړۍ؛ دا هر څۀ راځي خو سرمايه نۀ راځي. او بيا د دې شيانو درست ساتلو د پاره هنر مند نۀ راځي. خېر، دا خو د منصوبه بندۍ خبره شوه. پۀ فوري توګه د دې هېڅ حل نشته.”

    ما د خبرې بل خوا وړلو کوشش وکړو، وئيل مې، “دا خبرې خو به کېږي. زۀ به دا وخت ستاسو او ستاسو د جماعت خبره کوم. تاسو تېرو ورځو کښې بيا وئيلي دي چې د صوبو نوے تشکيل دې پۀ کلچر او ژبه اړه ولري. کۀ صوبې پۀ دې ډول جوړې شوې نو د نورو صوبو خو به چې کوم حشر جوړ شي، هغه خو به وي، يواځې “سرحد” )پښتونخوا( به څلورو صوبو کښې تقسيم شي. دلته خو هر ډويژن کښې کلچر او ژبه جدا جدا دي.”

    خان صاحب زما د سوال پۀ اورېدو خبره بدله کړه. يو ځل بيا پاڅېدۀ، کښېناست او داسې ئې وخاندل لکه يو مشر له چې د شوخ هلک پۀ غور ډبه وېنا خندا ورشي،

    “خبره دا ده چې دا د پارټۍ د منشور حصه ده او زۀ د دې پابند يم. دا وخت مونږ د صوبو خبره نۀ کوو. اصل مسئله د بنيادي صوبائي حقونو ده چې ذکر ئې پۀ ائين کښې شوے دے. پاتې شوه د صوبې د تشکيل مسئله، نو دې کښې زۀ د اکثريت قائل يم. ما جرنېل صاحب ته وئيلي وو چې پاکستان کۀ وفاق وي يا صوبائي وحدتونو کښې تقسيم وي، مونږ صرف د صوبو حقونه غواړو. دا نۀ ده پکار چې صوبې خپل نمائنده يو منتخب کړي او مرکز سره تعلق لرونکے څوک بهټو هغه لرې کړي او پۀ خپله دې حکومت کوي. صوبې پرېږده چې خپلې مسئلې پۀ خپله هوارې کړي. بس دا ټوله مسئله ده چې بهټو صاحب او پخواني حکومتونو داسې کولوته نۀ پرېښودو.”

    “دا خو د انتخاباتو نۀ وروستو خبره ده” ما ووې، “پته نۀ لګي انتخاباتو کښې به کوم جماعت )سياسي ګوند( منځ ته راشي. ستاسو پۀ خيال کښې ستاسو د کاميابۍ لپاره به کوم ګوندونه ځان سره ملګري کوئ؟”

    “خبره بيا د لبرل ازم )ازاد فکر( طرف ته لاړه” )خان صاحب وضاحت وکړو( “زۀ ګڼم چې ګوندونه نۀ، افراد به اتحاد کوي. يو څو ګوندونه به مات شي او پۀ ښکاره به څلور پينځۀ ډلې جوړې شي. دا به يو فطري او صحت مند علامت وي.”

    “يوه رايې دا هم ده چې پيپلز پارټي به د بهټو صاحب نه پس هم مضبوطېږي او دغه وجه به وي چې مخالف جماعتونه به يوځل بيا متحد کېږي؛ ستاسو څۀ خيال دے؟”

    “زما خيال کښې د سياسي قوتونو اندازه د هغوي د بنيادونو نه لګېدې شي. زۀ د هغوي پۀ جمهوري کردار باور کولے شم. کوم جماعت کښې چې د مقامي کچ نه تحصيل، ضلعې، صوبې او قامي سطح پورې انتخابونه کولے شي، هم دغه خلق د قوم نمائندګي کوي. د دوي رابطه پارټۍ او قوم سره وي. پيپلز پارټۍ کښې د کارکنانو تعلق قوم سره نۀ ؤ، فرد سره ؤ؛ تعلق ئې چئيرمين سره ؤ، اوس هغه هم نشته. دا پارټي د مخکښې نه پينځو حصو کښې تقسيم شوې ده. خورشيدحسن مير، حنيف رامے، معراج محمد خان، کوثر نيازي او ممتاز بهټو وغېره – دا خلق لا قوم ته نۀ دي ورغلي. البته يوه ډله ضرور داسې شته چې بهټو صاحب ورته بې پناه بخښنې کړې دي، کېدے شي هغوي ورسره وفاداري وکړي. خو دغو کښې اوس يو هم د “روټي،کپړا، مکان” نعرې سره مخلص نۀ دي. کۀ څوک داسې پۀ کښې وي نود نورو ډلو زور به ختم کړي.”

    ما پوښتنه وکړه، “تاسو پۀ دې مېدان کښې کار کولو ته چمتو شئ او د دې مهم اغاز به وکړئ؟”

    “دا کار د پارټۍ د مشرتابه دے. زۀ هسې هم څو ورځو کښې لندن ته روان يم، لۀ دې کبله څۀ نۀ شم کولے؛ خو کله چې پارټي فېصله وکړي، حاضر به شم.”

    د “لندن” پۀ نوم ما پوښتنه وکړه، “څۀ وجه ده پۀ قوم چې کله هم سخت وخت راشي نو زمونږ ليډران لندن ته وتښتي؟”

    “دا هم د کردار وژنې د مهم يوه حصه ده چې د پرېس د لارې سياسي ليډران بدنام کړے شي. ټول سياستدانان د نورو ملکونو اېجنټان دي او هېڅ څوک د پاکستان وفادار نۀ دي؟ دا تاثر ځينو صحافيانو پېدا کړے دے او څۀ مختلفو حکومتونو – پاتې شوه زما خبره، نو زما يوه سترګه 1930 کښې ضائع شوې وه نو د دوېمې سترګې علاج د پاره ډېر زيات محتاط اوسم. کۀ زۀ د ذاتي قسمه ضرورتونو پوره کولو د پاره ځم نو پۀ دې هم اسمان پۀ سر واخستے شي. وروره! مونږ ته د علاج ازادي ده او دا زمونږ ذاتي مصروفيات دي، سازشونه خو پۀ ملک دننه هم کېدے شي او ولې اېجنټان دلته نۀ وي څۀ؟”

    “ښه نو ستاسو ډله به راتلونکو بلدياتي انتخاباتو کښې برخه نۀ اخلي؟” )ما د لندن د ذکر نه ډډه وکړه او د انتخاباتو پۀ لړکښې مې د بلدياتي انتخاباتو ذکر وچېړلو(. ولي خان صاحب ووې،

    “بالکل نۀ. خو دا فېصله به پارټي کوي؛ کۀ چرې حکومت ټينګار وکړو نو پۀ دې غور کېدے شي.”

    ما تپوس وکړو، “کۀ چرې حکومت پۀ غېر جماعتي بنيادونو انتخابات وکړل او دا تجربه کاميابه شوه نو بيا امکان شته چې قومي انتخابات هم پۀ غېر جماعتي بنياد وکړے شي؟” خان صاحب ما ته پۀ غور وکتل او وې وئيل،

    “دا هم هغه شخړه ده چې پۀ څۀ چل سياستدانان او سياسي عمل ختم کړے شي. کۀ داسې حالات پېدا شو نو پارټي به د دې فېصله کوي خو د دې قسمه صورت حال اميد نۀ شې کېدلے.”

    ما سوالونه را غونډول غوښتل نو تپوس مې وکړو، )زړۀ کښې مې يوه تلوسه غوندې وه( “تاسو زياتې ورځې وشوې د پنجاب دوره نۀ ده کړې، د دې وجه د موسم خرابي ده کۀ بل څۀ؟”

    “تېر کال مې د پنجاب د اتلسو ورځو دوره کړې وه. اوس چې پارټي کله هم ووائي نو راځو به.”

    ما د خان صاحب خبره پۀ يو غوږ واورېده، پۀ بل غوږ مې تېره کړه، پوښتنه مې وکړه “څۀ وجه ده چې تاسو پۀ قامي سطح بيا بيا د را ښکاره کېدو باوجود هم علاقائي سياست ته غوره والے ورکوئ او صوبائي مشرتابه مو خوښه کړې ده؟”

    “دا خبره نۀ ده.” خان صاحب غصه غوندې شو، “دا هم د کرسۍ والا قيصه ده چې دا سړے د اټک نه پورې غاړه وساته. او بل طرف ته پۀ مونږ الزام دے چې دوي پنجاب ته نۀ مخ کوي. د قومي او ملي فرائضو پوره کولو د پاره مونږ د ټول پاکستان نمائندګان يو او دا فرض به ادا کوو. اوس دې تېرو ورځو کښې ما د حکومت نه غوښتنه کړې وه او دا د قامي ښېګړې پۀ خاطر وه چې د ژوند د هرې شعبې خلق رېټائرډ کېږي، ما سېوا د سياست نه؛. ځکه چې قويٰ د بار اوچتولو جوګه نۀ وي، غلطۍ ترې کېږي. ما دا تجويز پېش کړے ؤ چې پۀ سياست کښې د برخې اخستو د پاره دې د شپېتو کالو حد وټاکلے شي.”

    “داسې حالت کښې به تاسو ټول قوم ته يوخصوصي پېغام ورکول خوښ کړئ؟ حکومت کۀ خبره نۀ مني نو قوم خو پرې عمل کولے شي.” ما د چمبېلو خوشبودارو چايو نه اخري ګوټ وکړو او اخري پوښتنه مې وکړه. د چمبېلي خوشبو خو هسې هم ذهنونه وسپړي، ابوالکلام ازاد ځکه خو پۀ دې چايو مئين ؤ. “غبارخاطر” کتاب ئې لکه چې د دې چايو پۀ مينه کښې ليکلے ؤ. باقي خبرې خو پۀ کاغذ خورې شولې، خان صاحب ما ته د خلوص او محبت د خوشبويه خبرو پيالۍ پېش کړه.

    “زما څۀ خصوصي پېغام نشته، عوام او پۀ تېره تېره سياسي دوستانو ته التجا کوم چې د کرسۍ د سياست او پارټۍ د تعصب نه پۀ هورته، پۀ قومي او ملکي صورت حال سوچ وکړئ! د معيشت د بهترۍ د پاره سوچ وکړئ! صرف پۀ اقتدار کښې راتلل څۀ خبره نۀ ده.

    خدائي خدمتګار

    پېرزوئینه: م.ر.شفق

    عبد الغفار خان چې د ”باچا خان“ او ”فخرِ افغان“ پۀ درنو او محترمو نومونو پېژندلے او ستائيلے شي، بې شکه چې یو عبادت ګزار، تهجد ګزار او حد درجه پرهېزګار انسان ؤ. انتهائي خواخوږے، مخلص او رښتونے قومي رهنما او عظیم ”خدائي خدمتګار“ ؤ. بابا فخرِ افغان د خپل قوم د تعلیم او تربیت د پاره د الله پاک د اولوالعزم پېغمبرانو پۀ لار تګ کړے ؤ او پۀ دې حواله منلے شوے کرشمه ساز شخصیت ؤ.

    مونږ چې د باچا خان د ”ژوند او جدوجهد“ خدائي خدمتګارۍ، د ازادۍ او قومي انساني جمهوري حقونو د پاره د عملي مبارزو او قربانيو مثالي داستان پۀ غور لولو نو پۀ سړي غوني ځیږ ځیږ شي او هر خوږمن زړۀ دا حقیقت تسلیم کړي چې د یو خان پۀ کور کښې زېږېدلے عبدالغفارخان “باچا خان” او “فخرِ افغان” ځکه شو چې ټول ژوند ئې د پاک رسول محمد صلي الله علېه وسلم د وېنا ”الفقر فخري“ پۀ تابین د یو ملنګ دروېش پۀ شان تېر کړے ؤ او الله پاک “باچا خان” پېدا کړے د دې نېک مقصد د پاره ؤ چې د الله د مخلوق خدمت وکړي – یو ثبوت ئې دا دے چې د ابجدو پۀ حساب کښې د حضرت باچا خان “خان عبدالغفار خان” د پېدائش نېټه ”خدائي خدمت ګار“ 1890=1265+625 جوړېږي – او دا هم یوه کرشمه ده چې دا تاریخ د هنګو یو ګلالي هلک ”مشال اورکزي“ راویستے دے. مشال اورکزے پۀ لسم ټولګي کښې سبق وائي، قابل ذهین طالب علم دے، د ابجدو حساب او فن سره ئې دلچسپي ده. هغه ښۀ شاعر هم دے او د مشال ادبی جرګې هنګو سېکرتر دے. باچا خان بابا سره بې کچه مینه او عقیدت لري، لۀ دې کبله ئې خوښه سیاسي پارټي ANP ده. الله پاک دې د مشال اورکزي ژوند د علم پۀ رڼا روښانه کړي. امین!

    زۀ شفق د دې لیک د پاره د ډاکټر محمد زبېر حسرت منت بار یم.

     

  • کیتي بیتي – م. ر. شفق

     

    د شاکر اورکزي د ځلک مخکتنه

    کوهاټ پرېس کلب، اتوار، اتم اپرېل، 2018ز – یویشتم رجب 1439ل

    کتاب کۀ د شعر وي او کۀ د نثر، د مخکتنې دستوره چې کولې شي نو ادب مئينانو ته يو شمېر ښېګړې ورسي، د کتاب دوستۍ جذبه وده وکړي، د کتاب ليکونکي ډاډګېرنه وشي، شريکوال د يو بل مخکتنه هم وکړي، د ژبې او ادب پۀ مسئلو هم د خيالاتو څرګندونه وکړې شي او د شعر او ادب پۀ حواله د ‘خپلې خاورې’ خوشبو هم محسوس کړي.

    ستا شاعري ‘شاکره’ درد لري، درمان هم لري

    ستا شاعري د خپلې خاورې ترجمانه هم ده

    “ناوې” او “ودګون”

    د يو کتاب د مخکتنې دستوره جوخته داسې وي لکه د وادۀ ښادۍ جنج او اورا. د خوشحالۍ پۀ دې هنګامه کښې شاکر اورکزے پۀ مثال د “ودګون” دے او د هغۀ شعري ټولګه “ځلک” لکه د “ناوې” چې پۀ خپل رنګين، لباس، ښائست، او جمال ئې د پښتو مئينان ځان ته متوجه کړي دي.

    د کائنات ټول ښائستونه پۀ يو ځاے پنډ شوي

    سپرلے، سپوږمۍ، شباب، رباب او انتخاب شاعري

    “پۀ کتابونو دوړې”

    خو دا بېله خبره ده چې زمونږ اولسي ژوند کښې “ناوې” له پۀ مخکتنه سلامي ورکولې شي چې نغدې چغدې روپۍ وي. کۀ يو”سل ګون” 100) روپۍ( ورکړي نو بل “زرګون” 1000) روپۍ(، خو د کتاب پۀ “ناوې” کېدو د خوشحالۍ اظهار تش د لاسونو پړقا وي، نور لکه زما څوک هم پېسې له سر نۀ خوږوي او دا څۀ ښۀ “صورت حال” نۀ دے.

    هلته نايابه شي نسخې د محبت د مرض

    چرته چې پرېوځي د ښائست پۀ کتابونو دوړې

    تاثرات

    ګران شاکر اورکزي د خپلو رنګ پۀ رنګ شعرونو، غزلو او نظمونو ټولګه ‘ځلک’ ما ته هم پۀ ډېره مينه ډالۍ کړې ده او هيله من دے چې د کتاب د مخکتنې د پاره خپل تاثرات وليکم. ولې زۀ پۀ يو دوه کښې نۀ، پينځو شپږو کښې حېران يم.

    حېران يم چې زۀ څۀ له دې ګلشن ته يم راغلے؟

    هر څوک د خپلې خوښې ګلاب وړي او زۀ ولاړ يم

    “عجيبه صورت حال”

    حېران دريان ځکه يم چې “د خپلې خوښې ګلابونه” خو ټول “ښکلو” وړي دي. قېصر اپريدي د “ځلک” تنقيدي کتنه کړې ده. دوو معتبرو پوهانو، جاويداحساس او سميع الدين ارمان پرې د سريزو پۀ توګه علمي انداز کښې تبصرې بلکې داسې ژورې مقالې ليکلې دي چې نور چا له ليکل پرې بې ادبي او هسې وخت تېري ده. پۀ تېره تېره د ښاغلي تاج انور اعجاز، پروفېسر ډاکتر نصرالله جان وزير او د ډاکټر وزيرشادان ليکنې پرې د پاسه.

    عجيبه صورت حال دے، نۀ پوهېږم

    محرومي ده، تنهائي ده، خوش فهمي ده

    “طوفان” او “دهقان”

    د سليم راز صاحب د خولې روايت دے؛ داسې عجيبه صورتحال يو ځل د “رحمان بابا” کليزه/ عرس/ مشاعرې پۀ موقع هغه وخت پېدا شو چې عوامي شاعر شمس الرحمان “باران” کلام واورولو نو ورپسې ولي محمد “طوفان” را وغوښتے شو. هغۀ چې انقلابي نظم پېرزو کړو نو اخر کښې رشيد علي “دهقان” صاحب ته بلنه ورکړې شوه. د هقان صاحب چې مائيک ته مخامخ شو نو وې وئيل:

    هډو تاسو انصاف وکړئ، پۀ کوم پټي چې ‘باران’ او ‘طوفان’ تېر شي نو ‘دهقان’ غريب ته څۀ پاتې شي؟

    زما ذهني کېفيت هم هغه دے کوم چې د رشيد علي دهقان صاحب ؤ. داسې ښکاري چې شاکر اورکزي ته زما د دې کېفيت د وړاندې نه پته لګېدلې وه؛ ګنې نو دا شعر به ئې څنګه وئيلو چې:

    د حسن تماشې ته د چـينې پۀ سر ولاړ يم

    شفق يم، د اسمان د کنارې پۀ سر ولاړ يم

    د زړۀ خبرې

    زۀ چې د ‘ځلک’ د حسن تماشې ته “لۀ حېرته ائينه شوم” نو يو زړۀ راته وې، د کتاب بيعه ايله بيله دوه سوه روپۍ ده، چې بازار کښې د دوو روپیو برابر دي. کتاب پۀ بيعه واخله، شاکر صاحب به دې شکر ګزار شي او بيا به پۀ ليکلو پړ هم نۀ یې او دا “عذر” به دې ومنلے شي چې د اسلام اباد غوندې “مصروف” ښار کښې بنده سر ګرولو ته نۀ وزګارېږي نو د ليکلو “بې مصرف” کار ته به څنګه غاړه کېښودې شي؟

    د ښار ژوند دے څوک يو بل ته وزګار نۀ دي

    هر سړے پۀ خپل خپل ذات کښې مقيد دے

    بل زړۀ

    خو بل زړۀ راته زورنه را کړه چې يو شاعر فنکار درله خپل تخليق پۀ تحفه کښې درکړے دے او د کتاب د مخکتنې د پاره لږ څۀ تاثرات غواړي، او ګوره! زۀ خو دې د هر چا نه ښۀ پېژنم، ټول عمر هم دغه “کيتي بيتي” ليکې. يارانو سره خداے ښۀ شه، تۀ ئې هم د املوکو پۀ تول کښې راوستے یې او د “اديب” نوم ئې در پورې کړے دے؛ اوس حقيقت هر څۀ چې دے، کۀ تۀ پرې سترګې پټوې نو دې زړۀ ته خو دې پته ده کنه!!! د قلم څۀ “شکرانه” ورکړه چې “شاکر” ته دې سترګې اوچتې شي.

    زما د غزل توري او د ستا د سترګو توري

    پۀ دواړو کښې څۀ شته چې خلق ځیر ځیر ورته ګوري

    د مينې جام

    د بونېرو خبره، “جو” قلم ته مې ګوتې کړې او پۀ “کيتو بيتو” ليکلو سر شوم او دا دے زۀ هم پۀ هغو “بختورو” کښې شامل شوم چې د ‘ځلک’ د مخکتنې خوشحالۍ کښې ګران شاکر اورکزي ته د مينې جامونه پېش کوي.

    وايم پۀ واړه کائنات کښې بختور يمه زۀ

    ساقي چې څښکمه ستا د لپو پۀ جامونو اوبۀ

    لفظ. لهجه او “تلفظ”

    پښتو کښې د مقامي لهجو او د لفظ د تلفظ کولو مسئله هم څۀ “عجيبه صورت حال” پېدا کړي. خېبر اپريدي به اسرار د طورو ته “اسرار د طورو” وئيل. د لاچۍ لاچي لونګ شاعر استاد سعادت سحر د اواز پۀ “زیر و بم” کښې “چل” وکړي او “چال” سره “چل” کوي. زمونږ د ‘ځلک’ شاعر، شاکر اورکزے، “شکور” او “تنُور” هم قافيه ګڼي. نو چا ته به حال نۀ وايئ، لږ ساعت پس به درته زۀ هم يوه رښتيا خبره وکړم او د زړۀ غلا به درته ښکاره کړم.

    د کتاب نوم

    ښاغلي مصنف لوستونکو ته د کتاب نوم پۀ “رومن املاء” کښې ‘ځلک’ (ZALK) ښودلے دے او پۀ يو شعر کښې ئې داسې ځاے کړے دے:

    اوس دې پۀ سترګو کښې د مينې هغه ځلک نۀ ښکاري

    پۀ تا هم وشۀ د بې کېفه محفلونو اثر

    ګرائمر

    کېدے شي د “ګرائمر” پۀ لحاظ ‘ځلک’ صحيح وي. اعتراف کوو چې شاکر اورکزے پۀ ځان پي اېچ ډي سکالر دے او ‘ځلک’ کښې ترې ګېر چاپېره پروفېسران او ډاکټران ناست دي. دا ټول سند يافته استاذان دي نو د ګرائمر او د ژبې د قواعدو پۀ “اونچ نيچ” لکه د عبدالکريم بريالي صاحب زيات پوهېږي. پوهاند قلندر مومند به د “معياري املاء” خبره کوله؛ وئيل به ئې، يوه د وئيلو ژبه وي، بله د ليکلو ژبه – د ليکلو ژبه بايد صحيح وليکلې شي لکه “مونځ” به “نمونځ” او “ماښام” به “نماښام” ليکلے شي. اوس چې هغه وفات دے نو دې معامله کښې به ترې لږ لږ نۀ وېرېږو خو دا هم عېن ممکن ده چې پۀ “تیراه” کښې ورته خلق “ځلک” وائي، نو بيا ورسره چېړ چاړ هډو پکار نۀ دے. خفګان به ترې جوړېږي. ما “دخبرونو څانګه” کښې د خپل استاد )نيوز سپروائزر شمس الدين خان( ښودلے دا سبق ښۀ زوت کړے دے چې “ټکي” )لفظ( يو “پوچے” )پوټے( غوندې څیز وي، د دې د پاره يو دروند خوږ بنيادم ولې خفه کړم؟ زۀ خوشحال لوستونکے يم. دومره معلومات راته شته چې څوک د “تيراه” اوبۀ وڅښکي نو خوي ئې نور شي او بيا د “اپريدو” پۀ شان خبرې د ولجو کړي، نو کار مې څۀ دے چې پۀ دې بې فضوله بحث کښې نښلم او د شاعر اورکزي “احساس” او “ارمان” مجروح کړم. رحيم خان ته اشاره نۀ کوم. الله دې پرې رحم وکړي، پۀ خپله ئې ځان “مجروح” کړے دے او ستاسو نه څۀ پرده، شاکر اورکزي هم راته يو “ځلک” وښودلو چې دومره “قړتو پړتو” ته ئې حاجت نشته. کۀ خپل صحت دې روغ سلامت پکار وي نو د ډاکټرانو پۀ نسخو عمل ضروري وګڼه او زما د پوهولو د پاره ئې شیرينه لهجه کښې ووې:

    ما ته به نۀ وي دا منمه داظهار ضرورت

    خو تا ته هم نشته جانانه د انکار ضرورت

    ‘ځلک’ (Zalk)کښې ‘ځلَک’ (Zalak)

    د دې هر څۀ باوجود پښتنو يا “پښتو ويونکو” کښې د خوند رنګ خبره دا ده چې دوي کښې هر څوک خپله خپله ډنګوي. “باړه ګلۍ” کښې د پښتو ليکدود، معياري املاء وغېره پۀ حقله د پښتو اکادمۍ پېښور پوهنتون پوهانو او مېلمنو ژبپوهانو متفقه فېصلې وکړلې خو پۀ دې به کۀ خېر وي د چين ما چين، جاپان او کوريا خلق عمل کوي چې پښتو ژبه زده کول غواړي. پښتو ويونکو له خو پښتو پۀ خپله ورځي نو د تعليم ذريعه کۀ وګرځي يا و نۀ ګرځي، ضرورت څۀ دے چې پۀ مدرسو کښې دې ورته استاذان پښتو ښائي؟ زما هغه رښتيا وېنا او د زړۀ غلا درته اوس ښکاره کوم چې ژبه پۀ ‘ځلک’ (ZALK) نه اوړي او پۀ ‘ځلک’ (‌ZALAK) اموخته شوې ده. وشوه دا، زما ذاتي نفسيات دي خو د کتاب ‘ځلک’ پۀ مخ 85 د شپږو شعرونو يو غزل ته ورسېدم. د غزل هر شعر انتخاب دے. رديف ئې “ځلک” دے، ولې ما داسې محسوسه کړه لکه چې شاکر اورکزي زما د خيال مرسته کړې ده. يا ئې هسې لږ رعايت را کړے دے. دلته کۀ ‘ځلک’ (ZALAK) وايم نو ښۀ اسان او روان ئې وئيلے شم. د مثال پۀ توګه د دغه غزل يو دوه شعرونه :

    توره تيارۀ ده، قدم اخلم د اسمان ځَلَک

    لاره اوږده ده خو ډاډه يم د ايمان پۀ ځَلَک

    زۀ د خپل خيال پۀ تورو غرونو کښې يواځې روان

    کله نا کله ټپه وکړم د ارمان پۀ ځَلَک

    تور او توري

    شاعر دې د خپل خيال پۀ “تورو غرونو کښې” روان اوسي. پۀ ما د “بې کېفه محفلونو” اثر نۀ دے شوے لۀ خېره. ښۀ پۀ کېف او سرور کښې د غزل پۀ تورو کښې ‘ځلک’ سهي کوم. د ايمان پۀ ‘ځلک’ ډاډه ګرځم او د دغو شعرونو پۀ ‘اثر’ ما ته ‘ځلک’ سم ښکاره شو. کۀ څوک دا وائي چې پۀ غلطه يم او زما مؤقف درست نۀ دے نو د حافظ محمد ادريس )الله پاک دې وبخښي( يو دليل به ورته ‘ډال’ کړم. هغۀ يو مضمون )د شفق نه تر شفق( کښې ليکلي دي، “هغه ملا به هېڅ ملا نۀ وي چې پۀ ناحقه خبره ټينګ نۀ شي او تش دليلونه پرې تېر نۀ کړي.” زۀ ملا نۀ يم خو يو څو دليلونه پۀ ډا ډه زړۀ وړاندې کولے شم، د ښو او پر کېف محفلونو پۀ “اثر” وئيلے شم. لا زلمے هلک وم چې قاضي عبدالحليم اثر افغاني سره مې څو ځله پۀ يو تالي خوړلې ده. پۀ دې بناء زۀ م ر شفق چې د طورو )مردان( اوسېدونکے يم، د قياس نيلے ځغلولے شم چې دا ‘ځلک’ پۀ اصل کښې د پښتو ژبې هغه تورے دے چې د حالاتو د تقاضو پۀ سبب ئې د اردو ايوان ته تشريف يوړلو نو هلته ترې “جهلک” جوړ شو. تاسو کۀ د محقق اديب امتيازعلي عرش رامپوري کتاب “اردو مين پشتوکا حصه” لوستے وي، معلومه به شي چې د پښتو بلها شمېر الفاظ اردو ژبې داسې خپل کړي دي چې اوس د پښتو خپلو خلقو ته هم پردي ښکاري. خو د دې خلقو به څۀ وايو، پۀ ډنګ اريان دي؛ “خپل” نۀ پېژني او “پردیو” پسې منډې وهي، ځکه نو زۀ لکه د شاکر اورکزي “شاعره!” تا ته وايم او خلقو تاسو ئې واورئ.

    کشمير او فلسطين خو دې ياد کړي بلها ډېر دي

    د خپلې پښتونخوا سندرې ووايه شاعره!

    د بسمل صاحب فرمان

    دوېم دليل د حمدالله جان بسمل پۀ مننه وړاندې کوم. د دې ذهين ليکونکي شاعر او مزاح نګار د پېژندګلو معتبره حواله “رېډيو پاکستان” دے. لکه څنګه چې رېټائرډ فوجي د ژوند تر اخره پورې وخت پۀ “فوجي ډسپلن” کښې تېروي، دغسې بسمل صاحب کۀ هر څو د حج عمرې سعادتونه حاصل کړي دي خو د پښتو ژبې پۀ حواله اوس هم د رېډيو پاکستان د “پاليسۍ” تابع فرمان دے. دوي پۀ يو مضمون کښې )”تاتره جون 2007ز( د پښتو ژبې او ادب پۀ مسئله بحث کړے دے. دے وائي، “ټول شاعران اديبان ځينې الفاظ غلط استعمالوي لکه “مېږتون”، “بېلتون” او “پوهنتون”. بيا ئې د دوستۍ او ورورولۍ پۀ بنياد د م ر شفق، محترم اياز داودزي او ډاکټر صاحب شاه صابر د ليکونو پۀ ژبه ښۀ پۀ مينه او اخلاص خواږۀ خواږۀ ټکونه کړي دي. بسمل صاحب دغه درې واړه ښاغلي د طنز پۀ سومبه وهلي دي چې اخر پۀ دې يو ليکونکي څۀ بلا شوې ده چې “ځانګړے”، “پوهاند”، هېنداره”، “بڼه”، “خوږلت”، “لرغونې”، او “ټولنپوهنه” او دا قسمه نور زيات شمېر لفظونه او ترکيبونه استعمالوي او خلقو ته ئې اسانه پښتو ژبه برناحقه ګرانه کړې ده. حمدالله جان بسمل صاحب د پښتو ليکونکو د اسانۍ د پاره يو “دهمکي امېزه” فرمان هم جاري کړے دے، فرمائي:

    “ژبه ادب يا ګرائمر پسې نۀ ځي، ګرائمر او ادب ژبې پسې ځي.”

    د دې فرمان تر مخه “مسټر ګرائمر” لۀ پکار دي چې د پښتو ژبې د ګرېوان نه لاس وباسي او خپل غوا څخي دې د عربۍ، انګرېزۍ، اردو او فارسۍ پۀ ورشوګانو کښې څروي. پښتو ژبه د چا غلامه نۀ ده. پۀ خپل مخ سر روانه ښه ده. لۀ دې کبله کۀ څوک “ځلک” (ZALK) ته “ځلَک” ووائي نو پۀ دې څۀ قيامت نۀ راځي.

    پښتو ده، تهمتونه دي، ماښام د هغه بام دے

    ناکام دے چې لمبو ته د لمبې پۀ سر ولاړ يم

    د کوهاټ خاوره

    هو! دا خو ټول پاکستان مني چې د اردو نازولے شاعر احمد فراز د کوهاټ د خاورې پېداوار دے. د تلفظ پۀ حقله هغه هم خپله رايې “شر” ته برابر کړې ده او زما پۀ مرسته کښې يو ښکاره دليل دے.

    لفظ تاثيرسے بنتا هے تلفظ سے نهين

    اهل دل آج بهى هين اهل زبان سے آگے

    پروف کتنه

    د شاکر اورکزي او د هغۀ د کتاب ستائینې او مننې ټولې پۀ ځاے دي. لوستونکي له زياته مننه د پروف کتونکي ډاکټر وزير شادان صاحب پکار ده. د کتاب “ټائټل” او “مخ پاڼې” ځلا ښکلا کۀ د نامتو مصور لياقت علي خان او تخليق کار اديب “حيات روغاني” د هنر اثر دے، نو د ‘ځلک’ پۀ سپېځلتيا کښې د ډاکټر شادان “پروف کتنې” هم پوره اضافه کړې ده. پۀ ځينو کتابونو کښې د پروف کتونکو دوه دوه څلور نومونه ورکړے شوي وي. کله کله د کتاب مصنف پۀ کښې پۀ خپله هم شامل شي خو د پروف غلطۍ پۀ کښې دومره زياتې وي، څومره چې ستاسو خوا ته کېږي.

    اصل کښې “پروف کتنه” او د غلطيو سمونه يو چينژن کار دے. “کۀ هر څومره ئې سمومه، کېږي.” تجربه ښائي چې کۀ هر څو خواري وکړې شي، د پروف “يوه نيمه” غلطي بيا هم پاتې شي. زما د نزدې نظر لږ زيات کمزورے دے، د دې باوجود مې ‘ځلک’ کښې هم يوه نيمه غلطي نظري کړله خو دا پۀ “نۀ” حساب ده. دعا به ورته کوو چې د کتاب پروف کتونکے دې “ودان” او “شادان” اوسي.

    هغه ګل مې لا تر اوسه “زړۀ کښې نال” دے

    چې پۀ رنګ او پۀ خوشبو کښې منفرد دے

    د غزل تاج

    د قېصر اپريدي د تنقيدي ليکنې سر خط دے، ” د اورکزو وار” – دې تناظر کښې ښاغلي تاج انور اعجاز خټک د قمر راهي صاحب د يو مشهور شعر نيمګړې مصرعې “د مردان غزل زما دے” پۀ حواله ليکي چې “پۀ نن وخت کښې د پښتو غزل د اورکزو دے”، زما پۀ خيال څۀ مغالطه غوندې پېدا کوي. پوره شعر داسې دے:

    سنګباري ده خو مجبور يم، زۀ راهي چې پۀ کښې اوسم

    کۀ مردان دے د بادارو، د مردان غزل زما دے

    هوتي مردان د يوسفزو د ګدۍ ځاے دے. پۀ “مټورو” خانانو، نوابانو او سرمايه دارو پېژندلے شي خو د نادار اولس نمائنده شاعر )راهي( خپله پېژندګلو د علم او شعر و ادب پۀ حواله غوره ګڼي. د “غزل” لغوي معنٰي هر څۀ چې ده، راهي صاحب د علامت پۀ توګه د “بادارانو”،”زردارانو” پۀ ضد ودرولے دے. دا مضمون د حضرت علي کرم الله وجهه پۀ شعرونو کښې ښۀ واضحه دے.

    رضينا قسمة الجبار فينا

    فان المال يفني عن قريب

    لنا علم وللجُهّال مال

    و ان العلم باقٍ لا زوال

    “زمونږ د الله “جبار” پۀ دې وېش راضي او خوشحاله يو چې علم پوهه زمونږ پۀ برخه ورسېده او د دنيا مال دولت جاهلانو ته ورکړے شو. بې شکه مال دولت خو به زر فنا او ختم شي او علم به همېشه باقي وي، زوال نۀ لري.”[1]

    نور ګنې شاعران کۀ د مردان دي کۀ د پېښور، د ملاکنډ دي کۀ د هشنغر، د کوهاټ دي کۀ د لتمبر، د اورکزو دي او کۀ د خېبر؛ غزل پښتو کښې وائي او لکه څنګه چې پوهاند قلندر مومند “زمونږ عهد او د حمزه مقام” د سرخط لاندې ليکلي دي، “د حمزه صاحب شاعري صرف د هغوي يواځې ځان له شاعري نۀ ده بلکې د ټولو موجوده غزل ګو شاعرانو شاعري ده” )غزونې(، دغه رنګ د قمر راهي غزل دے او کۀ شاکر اورکزي، دا صرف د “مردان” يا “اورکزو” غزل نۀ دے، د ټولې پښتو شريکه ادبي پنګه ده. د دوي شاعري زمونږ د دور او خاورې ترجمانه شاعري ده. نو خوښه مو نۀ ده چې د پښتو د غزل تاج کله يوې او کله بلې سيمې ته د پۀ سرولو پۀ ځاے ټولې “پښتونخوا” ته پۀ سر کړو؟

    د پښتونخوا منظر پۀ سترګو کښې خوندي کړم، څملم

    چې سحر پاڅم، راته نۀ وي د اخبار ضرورت

    پۀ لفظونو اذيت

    معياري او بهترين شعرونو کښې د ښاغلي شاکر اورکزي يو شعر دا هم دے:

    د وخت د نقادانو نفسيات راته معلوم دي

    خو نۀ کوم شاکره! پۀ لفظونو اذيت

    کۀ خپلو کښې خبره کوو، د شيطان غوږونه دې کاڼۀ وي، ما ته خو دا شعر د بريالي صاحب د پښتو ادب “حال او قال” خلاف يو شائسته رد عمل ښکاري. خو استاد سميع الدين ارمان صاحب عالم فاضل شخصيت دے، هغه ورپسې علمي ژورو ته تللے شي. ارمان صاحب د ګلځړۍ منځ ويشتے دے، ليکي:

    “پۀ لفظونو د اذيت تاريخ کښې د نقادانو نۀ، د شاعرانو لاسونه زيات ککړ دي. ”

    پۀ دې شعري ټولګه ‘ځلک’ کښې پۀ سلم مخ يو داسې غزل هم لوستونکو ته سترګې وهي چې زما پۀ نزد سل پۀ سل “پۀ لفظونو د اذيت” يوه نمونه ده. زۀ لۀ وېرې ګوتې نۀ شم ور وړلې، صرف د پښتو يو ښائسته لفظ ترې راشوکول غواړم.

    لونګ

    دا ښائسته لفظ د غزل مطلع کښې راغلے دے او يو “خطرناک صورتحال” ئې پېدا کړے دے. تاسو ئې پۀ خپله ولولئ:

    د نازنينو پۀ سينو لکه لونګ ګرځه!

    نيازبينه ياره! د خپل ناز اخله قلنګ، ګرځه!

    “لونګ” يو مقبول عام بوټے دے. امروزه ژوند کښې د غم غصې او خوشحالۍ دواړو کېفيتونو د اظهار د پاره استعمالېږي. ښځه چې پۀ سوچه محاوره کښې سړي ته ښېره کوي نو وائي “پۀ ږېره دې لونګ ودوړېږه” )يعنې تۀ مړ شې( او د خوشحالۍ پۀ سندره کښې “لونګ” داسې ستائيلے شي:

    لونګ کرمه، کۀ لو مې ګډ کړو

    ياره تا به راولمه

    لونګين

    ښکاري داسې چې “لونګ” قافيه د شاعر پۀ ذهن کښې د وړاندې نه ګرځېده، ګنې نو د چا نازنينې پۀ سينه دګرځېدو نۀ، د ځنګېدو د پاره د “لونګ” پۀ ځاے “لونګين” زيات مناسب ؤ، د لونګو امېل ته وائي. “نازنينو سينو” سره د “لونګين” پۀ “تعلقات باهمي” خوش ذوق لوستونکي اعتراض نۀ شي کولے. “لونګين” د سکڼي حسن د پاره يوه استعاره هم ده لکه دلباز ثاني صاحب ته ټول ښکلي “ماما” وائي خو لۀ نظره مۀ شه، دغه “رميض اداس” ته مو خيال نۀ شي، زۀ به ورته د سپېلنو پۀ ځاے د پښتو دا ټپه “لوګے” کړم:

    هلک چې تور شي لونګين شي

    جينۍ چې توره شي بنګړي دې خرڅوينه

    او د لونګين دا قيصۍ د “ګلنار بېګم” د اواز پۀ ترنم کښې کور کور ته رسېدلې ده.

    يو پله مې يار لونګين دے

    پۀ دا بل پله ….؟

    د يوسف خان اورکزي خبره، “الله دې امن راکړي”، شاکر اورکزي ته پۀ خپله د دې “صورتحال” پوره پوره احساس دے چې لارې کوڅې د غمازانو “څخه” ډکې دي نو “محتاط” اوسېدل ښۀ دي.

    لېونۍ! اوس پۀ اشارو کښې هم محتاطه اوسه!

    تۀ به ئې نۀ منې خو شته د ديوالونو سترګې

    د ايوب صابر هيله

    د نوي کهول نمائنده شاعر شاکراورکزي خپله شاعرۍ کښې تر وسه وسه هغه هيله پوره کړې ده کومه چې محترم ايوب صابر پۀ “نقدِ حيات” کښې څرګنده کړې وه. ايوب صابر صاحب غوښتنه کړې ده چې نوي ليکونکي شاعران دې پۀ خپلو فنپارو کښې د پښتنو معاشرت، تاريخ، دود دستور، خوي بوي، مزاج او کردار هم ځاے کړي. مطلب دا چې زمونږ “قومي تشخص” ژوندے وساتلے شي. ښاغلے شاکر اورکزے دا وظيفه پۀ غوره ډول تر سره کولې شي. ډاکټر وزير شادان وائي چې “ښاغلے شاکر اورکزے د غزل شاعر دے” زۀ )شفق( ورسره زياتوم چې ښاغلي شاکر لکه د رحمان بابا غزل کښې “د نوي نوي اجتهاد کولو يو دوه کاميابې هڅې هم کړي دي خو د يو معلم پۀ حېث ئې د تعليمي نظام او پښتو ژبې پۀ حواله د تعليمي نصاب ښۀ خبر اخستے دے او ځان ئې بې خبرو کښې نۀ دے شامل کړے.

    منم چې معتبر دے خوچې زۀ پرې نۀ پوهېږم

    شاکره! دا نصاب د مدرسې بدلول غواړي

    سمه اپوټه

    د “ريګي” )پېښور( کلي “شهباز اکا” به هره خبره اپوټه کوله. د هغۀ پۀ مخکښې به چې يو ملګري د بل ښاغلي د ښو يا بدو صفت وکړو نو “شهباز اکا” به کړس کړس پۀ خندا شو. وئيل به ئې:

    “والله تۀ هم ترې زيات نۀ یې!”

    د شادان صاحب خبره پۀ ګل بدله چې شاکر اورکزے د غزل شاعر دے، خو والله چې پۀ نظم کښې هم ‘زيات نۀ دے’. دا “اپوټه” سمول غواړي ځکه چې سمې ته پۀ سوات کښې هم “سمه” وئيلې شي. داسې به ووايو چې غزل سره سره پۀ نظم وئيلو کښې هم د شاکر اورکزي طبع روانه ده. ‘ځلک’ کښې چې کوم نظمونه شامل دي، د ګوتې کېښودو ځاے پۀ کښې نشته. د ژوند د موضوعاتو او فن پۀ حواله ئې د اظهار رنګ پۀ رنګ پېرايه کښې د ستائيلو جوګه شاعري کړې ده.

    زما غوږونو زما سترګو ته تسکين رابخښي

    يو بې مثاله حسن ، بله لا جواب شاعري

    1. هسې دعا خولې له راغله چې اَللهمَّ ربّنَا اٰتنا في الدّنیا حسنة و في الاخرة حسنة. هو! علم هم ‘حسنة’ ده – ‘پښتون’