اداريه – جولائي 2020

د کال دوه زره شل او یویشت لپاره بجټ ته چې سړے ګوري نو حېران شي چې پۀ دې به حکومت ځان ساتي او کۀ عوام! عام سړے دا هم سوچ کوي چې دا بجټ پۀ ملک کښې دننه خو ضرور پاس کړے شوے دے خو ایا دا د دې ملک د اوسېدونکو د زړۀ […]

د اسلامي جمهوريه پاکستان “زوړ کپتان” – مشتاق دراني

مونږ کۀ د مطالعه پاکستان نه علاوه پۀ تاريخ نظر واچوو نو د زوړ اسلامي جمهوريه پاکستان کپتان جناح صاحب هم لکه د نوي پاکستان د کپتان عمران نيازي پۀ رنګه د “کنفيوزډ” خيالاتو مالک ؤ. د هند د تقسيم نه وړاندې زوړ کپتان د تقسيم پۀ حمايت کښې د هندوستان د مسلمانانو همدردۍ تر […]

ميا افتخاره!زمونږه نصيبونه حسنيان، باچا خانيان يوزمونږ ‘افتخار’ افتخاره! – حيات روغانے

د شمر د خوني فوج مقابلې کښې د باچا خان د حُسېني لښکر خدائي خدمتګار افتخاره! زۀ منم چې تۀ پۀ شجره ‘ميا’ يې! – تۀ ډېر پۀ مينه پۀ خوږه خوږه د خپل مياتوب يادګيرنه کوې. مونږ پۀ دې پوهه يو چې مذهب پلوورونکو د ‘واک’ او ‘اختيار’ پۀ سياسي جنګ کښې خلک مېرني […]

د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم نه باغي زړۀ – ډاکټر خادم حسېن

‘د تخیل خاتمه’ تر عنوان لاندې خپله مقاله کښې اروندهتي راے ليکي چې د 1998 د مۍ میاشت کښې زۀ د ملک نه پۀ دوره بهر لاړم. تر دغه دمه زما ناول نړيواله جائزه ګټلې وه او لږ وخت کښې د دولت، شهرت او بریا انبار مې پښو کښې پروت ‌ؤ. ‎نيویارک کښې زما یوې […]

Eighteenth Constitutional Amendment, 2010 هډوکے د چا مرۍ کښې نښتے دے؟ – حيات روغانے

د هندوستان د وېش نه پس هم، ‘ازاد پاکستان’ تر نهه کالو پورې ‘سرزمینِ بې ائين’ او د ملکه برطانيه د غمي لاندې ؤ. نهه کاله پۀ دنيا کښې يو ملک هم د ځان د پاره د ائين جوړولو نه بې غوره نۀ دے پاتې شوے. د پاکستان د جوړېدو پۀ شپږمه ورځ، پۀ دوه […]

‘نړيوال تنقيدي معيارونه’: د پښتو ادب ضرورت – بېدار اصلزے

مونږ کۀ پۀ معاصره انساني علمي شتمنۍ نظر واچوو نو راته ښکاره به شي چې ډېر علمي ډګرونه پۀ خوا چې به د فلسفې څانګې وې، نن د بشپړ سائنسونو حېثيت لري. پۀ دې کښې يوه وجه د دوي د منظمتيا پۀ طرف تلل او ځانګړي Methodologies خپلول وو – دا Methodologies کۀ يو خوا […]

کابل کښې د تنکو ګلونو قتل او وړوکي اختر کښې درې ورځنے اوربند!!!- اداريه

دوي به هم خداے ته مخ کېږي؟ دغه هاغه زړونه دي چې د کاڼو نه سخت دي. دوي هم وائي مونږ سره لښکر لښکر فرښتې دي؟ کابل کښې شوې دغه حمله کښې چې د اوسپنې پترو دغه تنکي ګلونه غوڅول او بارودژن اور سېزل، نو د هغوي روحونه اخستو له راغلي عزرائيل به هم ښېرې […]

د باجوړ او مومند د حد بندۍ شخړه:د Divide and Rule د سامراجي پاليسۍ تسلسل – جاوېد ثاقب

پېرنګي سامراج چې پۀ واکمنۍ کښې به ئې نمر نۀ ډوبېدو، د رياستونو د قبضه کولو او واکمنۍ پراخه کولو لپاره ئې يوه پاليسي د “Divide and Rule” )خلک پۀ مختلفو حوالو تقسيم کړه، حکومت پرې کوه او وسائل ئې تالا کوه( پۀ نوم وضع کړې وه. د هندوستان د قبضه کولو لپاره ئې هم […]

اداريه: مۍ ۲۰۲۰

کورونا زمونږ ژوند بدلوي!!! کورونا اوس ‘د چين ښاپېرۍ’ نۀ ده پاتې، پۀ نړۍ ئې وزرې د پاسه او جرړې لاندې خورې کړې دي. وباګانې هسې هم پۀ انساني ټولنه، د هغوي ژوند او ژوندتېري باندې ژور اغېزونه پرېباسي؛ خو کورونا پۀ دې لږه موده کښې وښودله چې زمونږ ژوند پۀ بله اړولو ته ئې […]

پښتو سندرې يوه بله ساه ورکړه (ماه جبين قزلباش) – پښتون

ثريا خانم، چې پښتو سندرې د ماه جبينې پۀ نامه پېژندګلو او درناوے وربخښلے ؤ، پۀ شپږ ويشتمه فرورۍ لۀ مونږه سترګې واړولې. مه جبينې د پښتو د موسيقۍ اٰرټ ته د اولسي سندرو او غزل شکل کښې لويه ورکړه کړې ده. دغه ورکړه د پښتون وطن د جمالياتو شتمنۍ کښې لويه اضافه ده. دې […]