اداريه – اپريل 2019
کال 2019 او خدائي خدمتګار اپروچ دا خبره د 1929 نه 2019 ته رارسېدلې ده – دا قصه د لس اتیا کلونو ده – دا داستان د سپین سترګي پېرنګي نه د چلمارانو او چړمارانو مخې ته د ودرېدلو داستان دے – دا المیه د پېرنګي د جېلونو، بندونو، بندېزونو، دفعه اېک سو چوالیس، قصه […]
نوروز / نوروځ نوروز/نوروځ د پښتو ژبې ترکیب دی، یعني د کال نوې روځ. – صادق ژړک
روځ او ورځ د پښتنو پۀ بېلابېلو سیمو کښې مروج توری دی. زړه بڼه ئې ‘روځ’ ده خو ځینې پښتانۀ ورځ ورته وائي. بیا زۀ د پښتو او پاړسو تر منځ مشترک ټکی دی. هم دغه ‘نوې روځ’ بیا پۀ ‘نوې ورز’ اوښتې چې بیا پۀ مرور د زمان ‘نوروز’ شوی دی. د لمریز کال […]
‘خدائي خدمتګاران’ بل عبدالمالک پېدا شو – سجاد ژوندون
خبره کۀ د پښتنو پۀ تاريخ شي نو پۀ دې موضوع خو دومره کار شوے دے چې هغه د عبدالرحيم روغاني شعر چې: شه داخل پۀ دين کښې دومره څومره چې پکار دے تۀ دومره داخل شوې چې ترې پورې ووتي کۀ پۀ دغه تاريخ ليکونو نظر وکړو نو زمونږه ډېر ليکوالانو دومره تاريخ ليکلے […]
خاکه وِرجن فلسفي Virgin Philosopher – سجاد ژوندون
دا د کال دوه زره شپاړس خبره ده چې د عادت مطابق د خپل هاسټل بلاک سي پۀ درې شپېتمه کمره کښې د غرمې درې بجې اودۀ وم، پامير جان راته زنګ ووهۀ چې هلکه! زما يو ملګرے د ارسټوټل پۀ کمره کښې ناست دے، زما انتظار کوي؛ ورشه کمرې ته ئې راوله. ما د […]
ټول حسن د ‘جمدون’ د مرګ د تورو سترګو تور دے د غني خان د تصورِ حسن، مرګ او رب تنقیدي تعبیر – سمیع الدین ارمان
د هېګل پۀ نزد حقیقت یو تصور دے او دا پۀ وجود باندې نۀ صرف مقدم دے بلکې د دې باعث هم دے. دا رنګ هغه شعور د مادې نه، روح د جسم نه او فکر د عمل نه مقدم ګڼي. خو دې سره سره د هېګل د حقیقت تصور کښې جمود نشته؛ یو مسلسل […]
د نفوسو بم – اشتیاق بېګ – ژباړن: نور احمد فطرت اڅکزی
د پاکستان پۀ ابادۍ کښې د تېرو څو لسېزو څخه چې کومه زياتونه را روانه ده، دغه هر ژوندي ساه پۀ حېرت کښې اچولې ده. د مسئلې دروندوالي ته پۀ کتلو سره د پاکستان د سترې محکمې (سپريم کورټ) مشر ثاقب نثار (ثاقب صاحب اوس پۀ جنورۍ کښې ريټائرډ شو) پۀ اسلام اباد کښې “پۀ […]
د قام ارمان – خان زمان کاکړ
@khanzamankakar د روان کال د فرورۍ پر دويمه نېټه مې د خپل يو ډېر نزدې ملګري د شهادت اعصاب لړزوونکی خبر واورېد. لۀ پښو مې زمکه ووته. کۀ څۀ هم محمد ابراهيم ارمان لوڼی به اکثره خلقو د يوې کلنې احتجاجي څپې لۀ کبله پېژندو او هم ئې پۀ تاريخ کښې ځان د دې احتجاجي […]
د عوامي نېشنل پارټۍ د پخواني مرکزي صدر، مترقي شاعر، ادیب او لیکوال اجمل خټک بابا د نهم تلین دستوره – حیات روغانے
د اجمل خټک قَلم او عَلم ــــ یو تاثر د عوامي نېشنل پارټۍ د پخواني مرکزي صدر، مترقي شاعر، ادیب او لیکوال اجمل خټک بابا د نهم تلین دستوره د فرورۍ پۀ اوومه نېټه وشوه. سږ کال دې تلین زړه قیصه پۀ بل رنګ نوې کړه. سږ کال ‘چا’ فېصله وکړه چې د اجمل خټک […]
د پښتو وړومبۍ خاکه – ګل محمد بېتاب
دا ليکنه محض د يو څو مغالطو لرې کولو پۀ خاطر کولې شي ګنې نو کوم خاص ضرورت ئې نۀ ؤ؛ ولې چې اکثر پښتو ليکونکي د پښتو ژبې نامتو شاعر محقق او منحرف شوے خدائي خدمتګار قاضي عبدالحيم اثر افغاني د دې باني ګڼي. دۀ پۀ حقيقت کښې پۀ عبدالخالق خليق صاحب يو غېر […]
د قاضي عطاء الله تعلیمي خدمات – ډاکټر سهېل خان
ښاغلے قرېش ګل ایډوکېټ د خدائي خدمتګار بازمیر خان کاکا زوے او د 1969 نه 1973 پورې د نېشنل عوامي پارټۍ اٰفس سېکرټري پاتې شوے دے. خدائي خدمتګارې وینې او د تاریخي دستاوېزاتو سره مینې نن هغه پۀ دې مقام ودرولے چې د قامي تاریخ د معلوماتو او دستاوېزاتو یوه لویه پنګه لري. هغه دا […]