د استقلال ورځ—مولانا خانزېب (مقتول)

اشنا ! ته هم ګرم وې ډېر تېز تلې ( بغدادي پير ) جديد افغانستان د څۀ تېر دوه سوه کاله نه تراوسه د نړي والو او د افغانانو د خپلو کمزورو د لاسه هر وخت په دوام داره ګډوډوۍ کښې پاتې شوے دے په 1838 کښې پېرنګيانو د امير دوست محمد خان په ضد […]

لۀ بابړې تر باجوړه—افتاب ګلبڼ

مولانا خانزېب شهید:د قامي شهادتونو د ‘معلوم’ نه تر ‘نامعلوم’ پورې سفر دا قصه هغه وخت شروع کېږي چې خدائي خدمتګار تحریک لا پۀ کانګرس کښې ضم شوے نۀ ؤ. د رئیس الاحرار حضرت باچا خان پۀ قیادت کښې هر خوا پښتنو کښې یوې نوې جذبې څرک وهلے ؤ. پښتانۀ ډلې ډلې متحد کېدل او […]

اداريه۔ اګست 2025

  يا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم يا به کړم د پښتنو کوڅې ويجاړې (غني خان) هر چا وليدل، هر چا واورېدل، هر چا محسوس کړل خو ۔۔۔۔۔۔ [نور به د مينې قيصه چا کوله        خو يا به ما او يا به تا کوله]۔ مولانا خانزېب قتل کړې شو (هغۀ ته […]

د ژوندي احساس شاعر—روښان يوسفزے

د يو شاعر، اديب د ادبي توانائي اندازه د هغۀ د تخليقاتو د تعداد پۀ کنډه تلل زما پۀ خيال يو ډېر غلط رجحان او روايت مخ پۀ وړاندې بوتلل دي، ولې چې ادب لکه د جمهوريت غوندې محض د ګڼ شمېر کپريو محتاج نۀ دے، بلکې دلته خو خبره د فکر، طرز او معيار […]

افسانه (درمن)—کلثوم زېب

” واه څومره ښکلے ماحول دے ـ ـ ـ دنګ دنګ غرونه، شینکے،  دنګې شنې ونې او رنګ په رنګ ګلونه، سم جنت دے ـ ـ ـ  یار تۀ د دې جنتي کلي  نه هر وختې په منډه يې ؟ ” ـ ـ ـ خوشحال  پۀ یو عجیبه انداز سبکتګین ته ووې ـ ـ ـ  […]

د خان زمان کاکړ د نظم شربت ګله يوه توکنه—ډاکټر فېصل فاران

اوسنۍ نړۍ کښې  جګړې  زياتره پروپګېنډي  په لاره کېږي نو دې کښې تصوير هم د پېغام مهمه وسله وي تصوير يوه موضوع د هندسو او خبرونو نه راوباسي او انساني تجربې سره ئې داسې تړي چې د يوې ټولنې يا  ډلې  ستونزه نه يوازې تمثيل کړي بلکې يو ځانګړي مرام  د پاره خلک يوخاص   دریځ […]

سائنس او اهل اسلام—مولانا خانزېب

خود بدلتے نہیں قرآں کو بدل دیتے ہیں کس طرح ہوئے فقیہانِ حرم بے توفیق (اقبال) یهود/ هنود/ نصاري د عقيدوي تقسيم سره  ټول په سیاسي وحدت کښې ېو ځاے دي خو مسلمان د عقيدوي وحدت سره د شيعه او سني په نامه د يو بل دښمنان دي ۔ په قران کښې خداے پاک مسلمانانو […]

د پښتونخوا تهذيبي او معنوي شتمني—ډاکټر سميع الدين ارمان

پښتونخوا کښې دا مهال دېرش ژبې وئېلې کېږي ۔ پۀ دې کښې پښتو، اردو، هندکو، سرايئکي، کهوار، کېلاشه، دامېلي، ګواربتي، پلوله، واخي، يدغا، مانکيالي، توروالي، باتېري، کموېري، چېلاسو، ګورو، ګاوري، کالامي کوهستاني، انډس کوهستاني، شينا، اشوجو، پوټهوهاري، غيبي، کونډل شاهي، بدېشي، بروشسکي، دوماکي، تيراهي او ارمړي شاملې دي ۔ وړاندې د دې نه چې په […]

اسرائیل او د منځني ختیځ جګړې—امير يوسفزے

”ناهم ګولډ مېن“ Nahum Goldmann کوم چې د کال 1936 نه واخله د 1195 پورې د نړیوال یهودي کانګریس چئرمېن وۀ هغه ته په یو ملاقات کښې د اسرائیل لومړي وزیر اعظم ”ډیوډ بین ګورئین“ وئیل که چرې زه فلسطینے وے نو زۀ به هیڅکله هم د اسرائیل سره خبرو اترو ته نه کښېناستم ځکه […]

پۀ پښتونخوا وېنۀ اخته دي—اداريه۔جولائي 2025

پخوا پخوا به ”اوښان پۀ بډه کېدل“ خو چا هم پۀ خپلو سترګو نۀ وو ليدلي چې اوښ څنګه پۀ بډه کېږي ۔ نن اوښان نۀ پۀ بډه کېږي بلکې غرونه ، سيندونه، ځنګلونه او د دې دننه پراتۀ معدنيات پۀ بډه کېږي چې هر هغه  پښتون ئې احساسولے شي د چا چې د زړۀ […]