کونړ زلزله: حقيقت، غلط فهمۍ او د عملي تيارۍ اړتيا—ياسر شاه

پېښه او د خلکو برداشت: پۀ دې وروستيو کښې د افغانستان پۀ کونړ، نورستان او بدخشان کښې زلزله وشوه چې جټکې ئې د پاکستان پۀ شمالي سيمو او بالائي پنجاب کښې هم محسوسې شولې. کۀ څۀ هم شدت ئې ډېر لوړ نۀ ؤ، خو بيا ئې د خلقو ژوند، کورونه او لارې اغېزمنې کړې. زمونږ […]

خدائي خدمتګار محي الدين بابا—امجد علي

نسته د چارسدې فاروق اعظم چوک نه پنځۀ شپږ کلو میټره فاصله باندې د موټروے د دریائے کابل په غاړه غاړه باندې شمالاً جنوباً مشرقاً مغرباً پرته ده. د چارسدې انټرچېنج هم په نستې کلي کښې راځي. دا کلے څلور وي سي لري : پلوسه، پټوارمياګان، عزیز خېل او صدران.د نستې خلق ډېر محنت کش، […]

د مرمرو صنعت، د پښتونخوا بقا او د امکاناتو آئینه—حېران محمد

مرمر هغه قیمتي خزانه ده چې د زرګونو کلونو راسې د زمکې په سینه کې په غرؤیزو سېمو کې خوندي پرته وه او لږ کلونه کېږي چي د انسان د لټون له عمله پیدا شوه او اوس د ټينونو په حساب راويستل کیږي او بيا په مشینونو  تراشل شي او د نړئ هروطن ته وړل […]

ټک ټاک اؤ پښتني کلتور—عثمان ننګيال

د هر څيز دوه مخه وي يو ښۀ اړخ اؤ بل بد . مونږ چې پۀ ژوند کښې څومره پورې څۀ څيزونه پکار راولو اؤ د هغې پۀ استعمال پوهېږو نو ارو مرو به ګټه لاس ته راوړو . اوس کۀ د کومو څيزونو پۀ استعمال نۀ پوهېږو هغه استعمالوو نو ظاهره ده تاوان به […]

د شتمنو ستونځه او پښتانۀ—اعجاز هوتي اېډوکېټ

پۀ ټوله نړۍ لکه بنيادمانو ، هېوادونه هم  بې شمېره ستونځې لري. د هر هېواد‌ بيا خپلې خپلې ستونځې وي چې د هغوي د ځانګړي حېثيت مطابق وي. هېوادونه دوه غټې او مهمې ستونځې لري. چې يوه بهرنئ ستونځه وي او بله داخلي يا کورنی ستونځه وي. دا دواړه ستونځې ډيرې د توجو ، زيرک […]

د پوهاند ډاکټر سید بهاءالدین مجروح علمي او سیاسي تبحر—محمد اسحاق مومند

ارواښاد شهید پوهاند ډاکټر سید بهاءالدین مجروح په ۱۳۰۶ لمریز کال د پښتو ژبې د نامتو لیکوال او سیاستوال ارواښاد سید شمس الدین مجروح په کور کې سترګې نړۍ ته پرانیستې. د سید بها‌‌ءالدین مجروح په خټه کې د شعر رېښې موجودې وې، ځکه چې مشر مجروح هم د پښتو ژبې او ادب لوی لیکوال […]

د باچا خان پس استعماري فکر—ګل اکبر خان

باچا خان بابا (خان عبدالغفار خان)  د هندوستان د ازادۍ د مبارزې یو لوے غړے، د عدم تشدد فلسفې پلوی، او د پښتنو د حقونو مبارز و. د هغه نظريه د استعماريت (Colonialism) په ضد د صلحې، علم، خپلواکۍ، او فرهنګي بیدارۍ په بنياد ولاړه ده. لاندې يې د استعماريت ضد نظریه په تفصیل سره […]

ګبين جبه—عطاالله جان ايډوکېټ

دا لوئې لوئې دشتې په کښې سرۀ او زيړ ګلونه چې کوم لوري ته ګورې نو بس غرونه غرونه غرونه د غرونو په سرونو د رڼو اوبو ډنډونه سندرې د فطرت وائي جړوبي،ابشارونه چينې ئې داسې يخې لکه واورې ګنګلونه تر لرې لرې ښکاري د شنو ونو قطارونه په زړۀ لګي ټګور د دنګو ونو […]

د مذهبي قيادت اضطراب (مبارک حېدر)—مختيار حېران(مترجم)

داسې ډېرې پوښتنې په دې ټولنه کښې راولاړې شوې دي، چې د اضطراب سبب ګرځېدلې دي او په حقیقت کښې ډېر اهمیت لري. د دين سره عقيدت زمونږ په ټولنه کښې او د مسلح قوتونو په نفسياتو کښې داسې اغېږلے شوے دے چې په هغې اعتراض کول يا اختلافي نظر وړاندي کول خو په ملي […]

نيازبين (افسانه)—اياز الله ترکزے

اوس ژاړه مۀ چې سترګې دې پړسولي دي، چې ګذار به مو ورکړۀ نو په خېرو به سر شوې، کله به دې وئيل چې لاسونه دې مات شه،ځواني مرګ شي، تاسو دې هلک نه ولې نۀ قلارېږئ؟ وړوکے ماشوم مو په وهلو مړ کړو، ځواني مرګ شئ، چې دا هلک درنه په قلار شي، دا […]