کلتوري شتمنۍ او د خېبر پښتونخوا په پرمختګ کښې د دې کردار–ډاکټر سميع الدين ارمان

دا ليکنه شريکه کړئ

د کلتوري شتمنۍ پېژندنه

کلتوري شتمني (Cultural Asset) هر هغه مادي یا معنوي ارزښت، تاریخي ځاے، یا ټولنیز دود ته وئیل کېږي چې له تېرو نسلونو څخه په میراث پاتې وي او یوه ټولنه یې د خپل هویت د خوندي کولو لپاره ساتي او راتلونکو نسلونو ته یې لېږدوي ۔ کلتوري شتمنۍ یوازې مالي ارزښت نۀ لري، بلکې د یو ملت د فکر، هنر او تاریخي تداوم استازیتوب کوي ۔  دا د معنيو زېږون او ارتقا ته هم فطري زمينه برابروي ۔ په ټولیزه توګه، دا شتمنۍ په دوو لویو برخو وېشل کېږي، مادي شتمنۍ (Tangible Assets) لکه تاریخي ودانۍ، لرغوني اثار، خطي نسخې او لاسي صنایع؛ او معنوي شتمنۍ (Intangible Assets) لکه ژبې، شفاهي ادبیات، دودونه، موسیقی او اخلاقي کوډونه ۔ نړۍ او بېلابېل هېوادونه له خپلو کلتوري شتمنیو څخه د ځواک (Soft Power)، سیاسي ډیپلوماسۍ، ټولنیز پېوستون او د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کوي ۔ کلتوري شتمنۍ د اقتصاد په برخه کښې د سېلګرۍ (Tourism) او خلاقو صنعتونو له لارې د عاید/ګټې وټې لویه سرچینه ده۔ د بېلګې په توګه، ایټالیا د خپلو تاریخي ودانیو او خوراکي کلتور د سم مدیریت له لارې د خپل کورني تولید (GDP) شاوخوا 13 سلنه د سېلګرۍ له لارې ترلاسه کوي۔ سویلي کوریا د خپل معنوي کلتور او عصري هنر په یوځای کولو سره د “هالیو” (Korean Wave) په نوم یو داسې اقتصادي او کلتوري ډیپلوماسي رامینځته کړې ده چې په نړیواله کچه یې د دغه هېواد په لاسرسي او مالي استعداد کښې ملیاردونه ډالره زیاتوالې راوړے دے ۔ مصر هم د خپلو فرعوني اهرامونو او لرغونو اثارو له لارې په نړیواله کچه د څېړنو او سېلګرۍ یو تلپاتے مرکز ګرځېدلے دے

د خېبر پښتونخوا کلتوري شتمنۍ:

خېبر پښتونخوا د جغرافيايي موقعیت او تاریخي مخینې له امله د کلتوري شتمنیو یو ستر مرکز دے، ځکه چې دا سیمه د پېړیو راهسې د امپراتوریو، سوداګریزو کاروانونو او مذهبي افکارو د پېوستون نقطه پاتې شوې ده ۔ د خېبر پښتونخوا خاوره د بشري تاریخ د یو خورا پراخ او پرانستي ارشیف حیثیت لري ۔ په دې صوبه کښې د ثبت شويو او مستند شويو لرغونو ځایونو او تاریخي ودانیو ټول شمېر تر 2000 څخه زیات دے ۔ خو د کلتوري میراثونو د مدیریت په ډګر کښې، دا په زرګونو ځایونه په ښکاره توګه په دوو برخو وېشل شوي دي: لومړی ثبت شوي او خوندي شوي (Protected /Registered) ځایونه چې د ولایتي/ صوبائي قوانینو له مخې قانوني خوندیتوب لري؛ او دویم ناثبت شوي او ناخوندي شوي (Unprotected/Unregistered) ځایونه چې د ساحوي سروې ګانو له لارې موندل شوي خو تر اوسه رسمي قانوني خوندیتوب یا د ساتنې ځانګړې بودیجه/انتظام انصرام نه لري ۔ د اتلسم ائني ترمیم نه وروسته، د لرغونو اثارو د ساتنې د فدرالي ادارې واکونه ولایتونو ته انتقال شول ۔ اوس مهال د خېبر پښتونخوا د لرغونو اثارو او موزیمونو عمومي څانګه (DoAM)/Department of Archaeology & Museums (DoAM)  د دې ځایونو قانوني سرپرست دے ۔ د ثبت شويو ځایونو ټول شمېر د خېبر پښتونخوا (KP Antiquities Act) له مخې، په رسمي توګه 91 ځایونه قانوني خوندیتوب لري ۔ له دغو ځایونو څخه ۹۰ ځایونه په اصل کښې د 1975 کال د فدرالي قانون له مخې خوندي کړل شوي وو، چې وروسته بیا د ولایتي تقنین په واسطه نور هم پکښې زیات شول ۔ د ادارې د ساحوي پلټنو (Audits) له مخې، له دغو 91 قانوني خوندي شويو ځایونو څخه، نږدې 57 نه تر 60 پورې ځایونه په فعاله توګه ساتل کېږي، حدود یې روښانه دي او څارنه یې کېږي ۔ خو پاتې ۳۰ یا ورڅخه زیات ځایونه د ښاري پرمختګ، د کروندګرو لخوا د مځکو د هوارولو یا د غصب/لېنډمافياز له سختو ستونزو سره مخ دي (لکه په بنو کښې د “اکرا ډېرۍ” چې یوه برخه یې له هدیرې سره ګډه شوې ده، یا په ډېره اسماعیل خان کښې د “حسام ډېرۍ” چې د کښت او کروندې لپاره هواره کړل شوې ده ۔ د ثبت شويو ځایونو مهمو بېلګيو کښې تخت بۍ او سري بهلول (مردان) اثار د یونیسکو (UNESCO) لخوا د نړۍ د کلتوري میراث په لېسټ کښې شامل د پښتونخوا تر ټولو مشهور دي (چې په 1980 کښې ثبت شو) ۔ دا د لومړۍ پېړۍ د بودايي راهبانو د ژوند یوه ډېره ښه ساتل شوې خانقاه ده۔ د شهباز ګړې (مردان) اثار د اشوکا پاچا مشهور ۱۴ فرمانونه (Rock Edicts) پر رنګینو ډبرینو ګټونو کښل شوي دي، چې تاریخ یې درېیمې پېړۍ (BCE) ته رسېږي۔ د سېټهېانو کورونه او ګور ګهترۍ(پېښور) په ښاري سیمه کښې خوندي شوي میراثونه دي، چې د مغولو، سکانو، برتانوي دور او د مرکزي اسیا د سوداګرو د معمارۍ بېلګې دي ۔ رانی ګټ (بونیر) د ګندهارا تمدن د یوې پخوانۍ پاچاهۍ تر ټولو لویه ودانیزه کنډواله ده۔ بهامالا هرم/ سټوپا (هریپور) د هرو سیند ته نزدې د صلیب په څېر جوړښت لرونکې یوه بې سارې سټوپا ده، چې پۀ دې وروستیو کښې د شپې د سیاحت (Night Tourism) لپاره د حکومت لخوا ډېره رغول شوې ده۔

که څه هم یوازې ۹۱ ځایونو رسمي دولتي خوندیتوب ترلاسه کړے دے، خو د لرغونو اثارو د ریاست او د پېښور پوهنتون د ارکیالوجۍ د څانګې د سروې ګانو له مخې، زمونږ صوبه کښې له 6000 څخه زیات احتمالي لرغوني ځایونه او تاریخي اثار/ لرغوني تبرکات په نښه شوي دي۔ د دې 6000 څخه د زیاتو ځایونو لوے اکثریت د خاورو د ډېریو (Mounds/Dheris)، د بودایانو د ناڅرګندو سټوپاو د بنیادونو، لرغونو ډبرو په مخ نقاشیو او د پخوانیو دفاعي پوستو په بڼه شتون لري ۔  په نویو ضم شويو ضلعو کښې سروې ګانو دا شمېرې خورا زیاتې کړې دي۔ د بېلګې په توګه، یوازې د خېبر ضلعې په جمرود سیمه کښې په لومړۍ لرغونې نقشه جوړونه کښې ۱۱۰ داسې نوي ځایونه موندل شوي دي چې مخکښې ئې هیڅ ریکارډ نه و، چې پکښې د تاریخ څخه د وړاندې زمانې د ډبرو هنر، لرغوني اوزار او د برتانوي دورې دفاعي شبکې شاملې دي ۔ د کارپوهانو په اند، د قبایلي سیمو په درو کښې په زرګونو داسې نور تاریخي اثار شتون لري چې لا هم سپړل غواړي ۔

د کلتور معنوي او ژوندۍ شتمنۍ:

پښتونواله د پښتنو پېړۍ زوړ نالیکل شوے قانون او اخلاقي کوډ دے۔ د دې کوډ بنسټیز اصول لکه مېلمستیا (مېلمه پالنه)، ننواتې (بخښنه او پخلاینه)، او بدل (عدالت) د ټولنیز سوله ایز ژوند او د شخړو د هواري عالي چوکاټونه دي۔ پښتونخوا کښې دا مهال هم تر دېرشو زياتې ژبې د پښتونخوا د لرغوني تنوع ژوندۍ ګړندۍ ګواهۍ دي۔ د کلاسيک نه پرته د دې سيمې فولکلور يو تاريخي او لاثاري ذخيره لري ۔ د زېبا هنرونو بېلابېلې ځانګړنې دلته د مودو مودو نه په اتڼ سر دي ۔ د پښتو ژبې فولکلور تر څۀ  ځايه خوندي دے خو د دې سيمې د نورو ژبو فولکلور لا هم د خونديتوب په طمع بقې سترګې ناست دے ۔ د پښتون رسالې دا ځانګړې نمبر دې اړخ ته خصوصي پام دے ۔ وړاندې د دې نه چې زۀ د کلتور د معنوي اړخونو په استازيتوب د اولسونو د اقتصاد، پېژنګلو او تاريخي ارزښت څۀ وړاندېزونه او د  زمه واريو پوره کولو تاکيد وکړم غواړم دلته د پښتو فولکلور يو بل معنوي اړخ ته توجه راوګرځوم  چې معاصر اهمیت ئې ډېر زيات دے ۔ د کلتوري شتمنۍ معنوي اړخونو کښې په متلونو نسبتاً غوره کار شوې د ے ۔  خو د متل هومره حېثيت او ارزښت لرونکې يو بل توکې “اړونه” او “دوڼې” د توجه نه پاتې دي ۔ په نورو کلتورونو کښې دې توکيو ډېر پرمختګ کړے دے ۔ باقاعده علمياتي وېشونه ئې شوي دي ۔  د نن د Analytical reasoning او logical reasoning چې څومره نوې صورتونه دي دا ټول په يو تخليقي بڼه د پښتو فولکلور ذخيره کښې په اړونو او دوڼو کښې خوندي دي ۔ په پښتو کښې دا ډېر خوندور او د زدکړې څيز دے ۔ دا په نورو ژبو کښې هم شته ۔ لکه اردو کښې ورته پهېلي وائي ۔ فارسي کښې ورته چيستان وائي ۔ په انګرېزي ژبه کښې ورته رډل/Riddle وائي ۔ د پښتونخوا بېلابېلو سيمو کښې ورته بېلابېل نومونه اخستل کيږي۔ لکه اړونه /دوڼې /دوړې /ټکونه /سوګړې /پړوکي ۔ خو دې ټولو نومونو کښې اړونه/ دوړې /دوڼې زيات مشهور نوم دے۔ اړ يوه داسې خوندوره او ژوره خبره وي چې ماشومان پرې سوچ کوي او فکر کوي ۔ دې کښې يو سوال وي او هم سوال کښې د دې جواب پټ وي ۔ دغه پټ جواب راپېدا کول د عقل په کارولو سره ترسره کېږي ۔ دا پخوا د پښتنو مشرانو د ماشومانو د عقلي مشق لپاره ايجاد کړي وو او چې کله به ماشومانو خپلو کښې يا خپلو مشرانو سره د ژمي اوږدې شپې او د اوړي اوږدې غرمې تېرولې نو د اړونو لوبه به ئې کوله ۔ دا رنګ به د بدني ضرورت لپاره د لوبو او ورزش عمل ترسره کېدو او د عقل د کارولو لپاره به د اړونو مشغولا او مېلس کېدو۔

بېلګې

١ ۔ چرګه د چرګوړو سره لاړه هندوستان ته۔۔۔۔ رابه شي ماښام ته ۔۔۔۔۔۔۔۔۔ (ستوري او سپوږمۍ)

٢۔ د ژوندي نه مړے پېدا شي او د مړي نه ژوندے ۔۔۔۔۔۔۔۔ (هګۍ/ها/اګۍ/اويه/تخم)

٣۔ خېټه ئې شته کولمې ئې نشته، خوله ئې شته ژبه ئې نشته ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔(چائنک/چاےجوش)

٤۔ يو کب دے په وله کښې

سم اور وړي په خولۀ کښې

وله وچه کړي په شپه کښې  ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ (ډېوه)

٥۔ پټه پټه ځي لکه د کب

او کارونه کړي د رب ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ (يېوه)

٦۔ د هډوکو کوټګۍ، پکښې ناسته شهزادګۍ۔۔۔۔۔۔۔۔۔ (غاښونه او ژبه)

٧۔ تور کارغۀ سرۀ ئې مازغۀ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ (اينځر)

٨۔ د خدائ قدرت ته ګوره، په لښته کښې شربت ته ګوره

(ګنے)

٩۔ ما جوړ کړو سم دلاسه

پرې کېښناستم دپاسه

په مخکښې او په شا ځي

دا پورته په هوا ځي ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ (ټال)

١٠۔ سپينه غوښه په زمکه ښخه ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔(مولۍ)

١١۔ سره غوښه په زمکه ښخه ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ (ګاځره)

١٢۔ کږه وږه، په غر خته، ازغے ئې تريخ، مېوه ئې خوږه ۔۔۔۔۔۔۔۔۔(د شاتو مچۍ)

١٣۔ ايسته للو، بيسته للو ګوټ کښې للو۔۔۔۔۔۔ (جارو)

١٤۔ بره ئې بختور خوري کوزه ئې ځناور خوري

(د غنم بوټے)

١٥۔ په ژمي کښې لنډيږي په اوړي کښې اوږديږي

(ورځ)

١٦۔ لاسونه ئې شته او سر ئې نشته

تنه ئې شته او پښې ئې نشته ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ (قميص)

١٧۔ ځي او راځي خو د ځاے نه نۀ خوځي ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ (ور/دروازه)

په وړو نظمونو کښې اړونه

١۔ ما وپېژنه څۀ يم

له رنګه تکه سپينه

هرچاته يم شيرينه

ډوډۍ ده کۀ پخکړے

ما خوند ورله ورکړے

(مالګه)

٢۔ کۀ اوښکې څڅومه

خپل ځان ويلي کوومه

تيارۀ به ؤرکومه

رڼا به خورومه

(شمع)

٣۔ وړوکےشان ډبے يم

پوره دولس خانې يم

په زړۀ مې ستنې چورلي

ګردش د زمانې يم

(ګړيال)

د پښتو فولکلور کښې دا بېلګې په زرګونو شمېره کښې دي ۔ د دې بېلابېل وېشونه د عمر او علم په اساس شتون لري ۔ دا د پښتنو د نفسياتو مطابق د دوي ذهني وده کښې په چټکتيا خپل فطري پرمختګ لپاره رول لوبوي ۔ ضرورت د دې خبرې دے چې دا او داسې قسمه نورې پانګې راټولې کړې شي او د نن د پرمختګ شوي صورتونو سره مقايسه شي ۔  د نن روزمره او محاوره کښې وړاندې کړې شي ۔

وړاندېزونه

د دې شتمنیو شتون یواځې د ویاړ خبره نه ده، بلکې د پښتونخوا ولایت د هویت، اقتصاد او تاریخ د بیا رغونې لپاره په لاندې دریو برخو کښې ترې ګټه پورته کېدے شي:

 

 

۱۔ د نړیوال هویت لوړول (نرم ځواک)

پښتونخوا کولې شي د ګندهارا او باختري تمدن د اثارو په ښودلو سره د نړۍ د مذهبي همغږۍ مرکز وګرځي۔ د جاپان، سویلي کوریا، سریلانکا او چین څخه د بودايي او زرتشتي مذهب د پیروانو او څېړونکو لپاره د نړیوالو سمپوزیمونو او مذهبي ګرځندوي/ سېلګري تنظیمول کولے شي د دې سیمې په اړه شته منفي ذهنیتونه او سټریوټایپونه پائې ته ورسوي او په نړیواله کچه رسا پښتني  ریښتینی انځور وړاندې کړي ۔

۲۔ د اقتصاد پیاوړتیا (خلاق اقتصاد)

د کلتوري سیلګرۍ او لاسي صنایعو منظم کول کولے شي زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي۔بايد د  تخت بۍ، هنډ، او د پېښور موزیم په څېر نورو ځایونو ته هم د سړکونو، هوټلونو او ډیجیټل ټکټینګ اسانتیاوې برابرې کړې شي۔ د پېښور د څپلیو، د چارسدې د کادر، او د سوات د لرګیو د نقاشۍ د هنر نړیوال کول او د دلالانو (middlemen) رول ختمول۔ د (Virtual Reality) له لارې په نړیواله کچه د پښتونخوا د کلتور اعلانات کول۔ دې مد کښې د پښتونخوا صوبې د ډيجيټل هېريټېج سنټر يوه پاڼه خلاصه کړې ده۔ په دې پاڼه د اووۀ شپېتۀ تاريخي ځايونو او ميوزيمونو ماډلې دي۔ په سوونو انځورونه دي۔ د سلو نه زيات د لرغوني اثارو ډيجيټل تهري ډي ماډلونه او ويډيوز هم دي۔ بايد اولسونه خپل خپل اثار د دوي تر لاسونو ورسوي چې د سيمو تاريخي اثار ئې خوندي شي ۔

۳۔ تاریخي او اکاډمیکي بیا رغونه

د پښتونخوا پوهنتونونه او د څېړنې مرکزونه باید د کلاسیکو نسخو، خطي اثارو او د سیمې د شفاهي تاریخ د ډیجیټل کولو لپاره کار وکړي ۔ د پېښور موزیم باید د اثارو د ساتلو د یوې جامدې خونې پر ځاے، د کلتوري بحثونو، هنري نندارتونونو او د نسلونو ترمنځ د کلتوري لېږد په یو فعال مرکز بدل شي۔

پایله

کلتوري شتمنۍ د خېبر پښتونخوا د سیمې د بقا، اقتصادي پرمختګ او د نړیوال وقار د بیا ترلاسه کولو ترټولو غوره وسیله ده۔ که چېرې پر دغو مادي او معنوي میراثونو سمه پانګونه وشي، نو دا ولایت/صوبه نه یواځې د خپل تاریخي هویت ساتنه کولے شي، بلکې د خپلو خلقو لپاره یو روښانه او په ځان بسیا اقتصادي راتلونکی هم تضمینولے شي۔ د سيمې د ودانۍ سوکالۍ او تهذيبي ودې پياوړې زمينه جوړېدې شي۔

 

کتابيات

  1. Ahmad, Naila Masood, Ramsha Sohail, and Muhammad Masood Ahmad۔”Impact of Religious Tourism on the Development of Smokeless Industry in Pakistan۔” Global Social Sciences Review, vol۔ VII, no۔ II, 2022, pp۔ 77-89۔ https://doi۔org/10۔31703/gssr۔2022(vii-ii)۔08۔
  2. Filigenzi, Anna, Domenico Faccenna, and Pierfrancesco Callieri۔”At the Origin of Gandharan Art۔ The Contribution of the Isiao Italian Archaeological Mission in the Swat Valley Pakistan۔” Ancient Civilizations from Scythia to Siberia, vol۔ 9, no۔ 3-4, 2003, pp۔ 277-380۔
  3. Ali, Ihsan۔”Sacred Geography of Gandhara: A Focus on the Archaeological Wealth of Khyber Pakhtunkhwa۔” Ancient Pakistan, vol۔ XXI, 2010, pp۔ 15-34۔
  4. ۔https://dailytimes۔com۔pk/68167/archaeological-treasures-stay-hidden-in-khyber-pakhtunkhwa/
  5. https://kparchaeology۔gkp۔pk/about/
  6. https://tribune۔com۔pk/story/458968/encroached-damaged-or-untraceable-archaeological-sites-in-k-p-neglected-beyond-repair
  7. https://www۔dawn۔com/news/1301417
  8. د ماشومانو اولسي نظمونه او قيصۍ، اثرجان، چاپ٢٠١٣ز
  9. پښتو فولکلور کښې اړ، داورخان داود، چاپ١٩٩٧
  10. خورم څښم تا کره درځم، حضرت زبېر، مشموله پاڅون مۍ جون٢٠١٤
  11. په پښتو کښې د خېبرپښتونخوا د ماشومانو د ادبياتو سماجي او کلتوري مطالعه، پروفېسر ډاکتر
  12. نورالبصر امن، چاپ جون٢٠٢٢ز
  13. 12 ۔ ګلورين خصوصي نمبر: د ماشومانو ادب، جلد٤، ګڼه٤، فهميده کمال، افتاب ګلبڼ، چاپ اکتوبر-دسمبر٢٠٢٥ز
  14. 13 ۔ رڼابڼ، دوڼېمار کاکا، مفکوره څېړنيز او پراختيايي مرکز پېښور، ټولې ګڼې (دوڼېمار کاکا د دغه مجلې مستقل سبق دے)
  15. په پښتو ژبه کښې د ماشومانو ادبيات، رفیع الله نيازي، چاپ کابل١٣٨٩ھ
  16. 15 ۔ د پښتو متلونو تهذيبي او لساني مطالعه، ډاکټر لعل باچا خيالي، چاپ٢٠١٢
  17. 16 ۔ پښتو ژبه کښې د ماشومانو د ادبياتو تجزياتي او تنقيدي مطالعه، ډاکټر بىت الرحمان رودوال، د پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون د دوکتوره مقاله، سيشن٢٠١٣-

 

 

نورې ليکنې۔۔۔