سائل د درد مند زړونو اواز – عبدالحمید زاهد

د سائل صاحب پۀ حقله زما او د صاحب شاه صابر قصه هو به هو يو شان ده. اول به د صاحب شاه صابر دا واقعه بيان کړم چې وائي:

‘ياد مې نۀ شي چې دغه کوم کال ؤ او د څۀ ورځ وه خو يو ماښام پۀ کلي کښې شور شو چې ښکته چم کښې مشاعره ده. د راڼیزۍ ادبي ټولنې لۀ خوا زمونږ د کلي ښاغلي ګل محمد صابر را جوړه کړې وه. مشاعره روانه وه، مشران پۀ کټونو کښې ناست وو او کشرانو پۀ زمکه درۍ خوره کړې وه. ما د خپلو همځولو پۀ څنګ کښې پۀ درۍ ځاے ونيو. رنګ رنګ شاعرانو خپل کلامونه واورول. ناستوخلقو هر شاعر له داد ورکولو خو چې د ‘سائل’ نوم اعلان وشو نو ټولو خلقو لاسونه وپړقول او چې سائل مائيک ته راغے نو يو ساعت خاموشي شوه. خداے خبر چې د نورو به څۀ خيال ؤ خو ما او زما ملګرو يو بل ته پۀ غوږ غوږ کښې رنګ رنګ خبرې وکړې. چا وې چې سائل به خپله هغه مشهوره سندره وائي، چا وې خپل هغه مشهور غزل به وائي:

لاس را چاپېر کړه څه ګناه خو نۀ ده

خو د يو ساعت د خاموشۍ نه پس هغۀ زمونږ د توقعاتو خلاف غزل شروع کړو:

دوه زړونه د يو بل نه ځارېدل خو هېڅ ئې نۀ وې

پۀ سترګو کښې به غېږ پۀ غېږ کېدل خو هېڅ ئې نۀ وې

او چې د بل غزل وئيلو د پاره ورته ووئيل شو نو د يو لنډ غوندې تمهيد نه پس ئې دغه غزل ووې چې تر ننه ئې د شهرت شور غلے نۀ شو:

ژوند ئې څۀ نادان ؤ، قتلېدو هم ئې خاندل

وخت د ډېره ظلمه ژړېدو، هم ئې خاندل

مونږ کۀ هر څو دغه وخت د سترګو غېږې غېږې نۀ پېژندې او د وخت د قتلېدو پۀ معنٰي نۀ پوهېدو خو د سائل خوږ اواز او دردوونکي اظهار دغه څۀ زمونږ پۀ زړونو وليکل . د دې نه پس پۀ نوره پښتونخوا کښې چې چا هر څۀ ګڼل خو زۀ او زما ملګري به پۀ هره جلسه او هره مشاعره کښې د سائل غږ ته غوږغوږ وو.

غالباً دا د کال 1982ز خبره ده زمونږ د کور خوا کښې د امير بهادر مظلوم پۀ حجره کښې مشاعره وه. دا زما پۀ ژوند کښې وړومبۍ مشاعره وه. يو يو شاعر به خپل کلام وې. کله چې سائل صاحب راپاڅېدو او پۀ خپل خوږ اواز ئې خپل غزل

د هجر تبه مې شېبره نۀ شي

د مينې راز رانه سندره نۀ شي

شروع کړو؛ اګرچې دغه وخت زۀ د شعر پۀ اسرار رموز نۀ پوهېدم خو هغه وخت چې زما کوم کېفيت ؤ هغه پۀ لفظونو کښې بيانول ممکن نۀ دي. دغه وخت چا ووې چې سائل صاحب د مقرب خان دوي خپل دے. مقرب خان زمونږ ګاونډي او زما د سکول ملګرے هم ؤ. بس بيا پۀ کلاس کښې د مقرب خان سره د سائل صاحب پۀ حقله نۀ ختمېدونکې سلسله شروع شوه. کۀ زۀ دا ووايم چې هم د دغې وخت نه زما پۀ ذهن کښې شاعرۍ غزونې شروع کړې. 1985ز کښې چې کله ما پۀ ادبي دنيا کښې قدم کېښودو او ما ادبي مطالعه شروع کړه نو ما ته د سائل صاحب د ادبي خدماتو اندازه ولګېده چې سائل صاحب پۀ کوم مقام ولاړ دے.

دا پۀ ملک کښې د جنرل ضياء د اٰمريت ورځې وې. د افغان جنګ پۀ زور شور سره جاري ؤ او د دغې خونړي جنګ اثرات زمونږ پۀ خاوره ډېر پۀ شدت سره محسوسېدل. ځاے پۀ ځاے جهادي (!) قوتونه پۀ وجود کښې راغلل. زمونږ پۀ دې خاوره خصوصاً پۀ قبائيلي سيموکښې د دغې نرسرۍ پرانستې شوې. د ټولې نړۍ جنګماران دلته زمونږ پۀ سيمو کښې مېشته شول او يو نۀ ختمېدونکے اور ولګېدو.

پاکستان باندې پوځي جرنېلان قابض وو. د بهټو منتخب جمهوري حکومت ئې ختم کړے ؤ. پوځي حکومت د ډېرو مشکلاتو سره مخ ؤ او د يوې مضبوطې سهارې ضرورت ورته ؤ. د افغان وار دغه ضرورت تر ډېره حده پوره کړو. د جنرل ضياء الحق شخصي حکومت ته سهارا ملاو شوه خو پۀ بدله کښې د اکمل لېوني شعردے:

پۀ بدله کښې به زمونږ د وجود وينې غواړي

پۀ کومو لوښو کښې چې سرۀ راځي زمونږ کلي ته

دلته د يو داسې اور بنياد کېښودے شو چې تر ننه پۀ کښې پښتانۀ سوزېږي. د دې جنګ پۀ شا دوه مضبوط قوتونه وو – يو امريکه او بل سعودي عرب. د امريکې خواهش سويت يونين له ماتې ورکول وو او سعودي عرب دلته خپل نظريات، فرقه واريت او بنياد پرستي خورول غوښتل )جنګ ؤ د اقتصاد – عربو د مذهب کارډ د امریکې ملاتړ د پاره کاروۀ. پۀ پوځي راتلونکې خرچه ئې ورته د حورو غلمانو پۀ هوس ویړیا کړه. پۀ زوره امین وئیل یا غلي امین وئیل مسئله نۀ وه. ‘عرب چا ولید چې حاجي شو؟ عرب کله هم دغه جنګ کښې فریق/قوت نۀ دي پاتې، هغه د امریکې نمک حلالوي چې بدل کښې ئې امریکا هغوي ته د تېل پراخه مارکیت ورکوي. ‘پښتون'(. دا دواړه قوتونه پۀ خپل مقصد کښې کامياب شول. دې دواړو قوتونو ته پاکستاني پوځ لکه د کرايې د پوځ غوندې خپل خدمات وړاندې کړل او د دې پۀ بدل کښې به ډالرې، ريالونه او وسله راتلله.

پاکستاني پوځ د دې کار د پاره مذهبي ګوندونه مضبوط کړل او هغوي له ئې بې پناه مالي مرسته ورکړه. هاغه مذهبي ګوندونه د 1980ز نه مخکښې پۀ پاکستان کښې دومره مضبوط نۀ وو. پۀ څو مخصوصو علاقو کښې د اثر و رسوخ نه علاوه د دغې مذهبي قوتونو څۀ خاص رول نۀ ؤ خو چې کله پاکستاني پوځ دغې قوتونو ته پاملرنه وکړه، هغوي يودم ورته لبيک ووې او خپل خدمات ئې ورته وړاندې کړل او د دغې نه د امريکې او روس جنګ ته دوي د کفر او اسلام جنګ وئيل شروع کړل. د نسيم حجازي کتابونه پۀ یو اېړ خپرېدل شروع شو. جنګي ترانې او نظمونه تخليق شول. پۀ جوماتونو او مدرسو کښې د جهاد فضيلتونو ته پۀ خصوصي توګه توجه ورکړې شوه او يوه عجيبه فضاء پۀ دې خاوره جوړه کړې شوه. فرقه واريت زيات شو، د مينې پۀ ځاے کرکه عام شوه، د روادارۍ پۀ ځاے تنګ نظري سېوا شوه، د امن پۀ ځاے کرکه عام شوه، د وسلې چلن عام شو. ټول وطن پۀ مجموعي توګه خو پښتانۀ پۀ خصوصي توګه د دې اور خوراک شول.

دلته د مختلفو مذهبونو خلق سکهان، هندوان او عيسايان د پېړو نه پۀ دې خاوره اوسېدل. دغه شان مختلفو مسلکونو منونکو د يو بل سره د روادارۍ او ورورولۍ ژوند کولو. د دوي پۀ منځ کښې نفرت نۀ ؤ. ولې د دغې اور نه وروسته د دوي پۀ منځ کښې د نفرت تخم وکرلے شو چې د هغې نه اوس ډېرې مضبوطې اونې جوړې شوې دي. نو پۀ داسې وخت کښې سائل صاحب پۀ دې وئيلو مجبور شو:

زما هر دشت او پۀ هر غر کښې جلال دے

زما هر کلي کښې مينه ده جمال دے

دا وحشت پۀ کښې پېدا چا کړو سائله؟

حل طلب بس دغه يو وړوکے سوال دے

پۀ خپل وطن کښې جنګ را پۀ سر دے،

دلته هم زۀ مرم هلته هم زۀ مرم

پردے غوبل دے پردے اشر دے،

هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم

پۀ دې دوه فقرو کښې د دې نه ښه تجزيه د دغې خونړي دور نوره نۀ شي کېدې. زمونږ پۀ دې خاوره کۀ يو طرف ته د نفرت اور خورېدو؛ تنګ نظري، بنياد پرستي او مذهبي منافرت زياتېدل نو بل طرف ته زمونږ د ګران سائل تخليقي صلاحيت هم پۀ عروج ؤ. پۀ دغه دور کښې هغۀ داسې شاهکار نظمونه، غزلې او سندرې تخليق کړې چې پۀ زخمي زخمي زړونو لکه پهې لګېدې.

بې د جانانه خپل وجود نيمګړے ګڼي، سوزي

دا چې تهمت د محبت پۀ لېونو وائي

پۀ دې لمبو وهلې دشته کښې پښې ابله روان

سائل سندرې ستا د حسن د سپرلو وائي

د سوو ساندو پۀ يلغار کښې هم غزل ليکمه

خداے يو شاعر يم زېږولے د نغمو پۀ وطن

ما پۀ لمبه لمبه ماحول کښې شاعري کړې ده

زما غزل د هر مئين ثنا خواني کړې ده

سائل د هر زخمي زړۀ اواز دے، سائل د هر بې وسه انسان اواز دے، سائل د هر خواري کښ اواز دے، سائل د هر مئين اواز دے، سائل د هر جابر پۀ مخکښې د صداقت اواز دے، سائل مونږ ته د هر دور د يزيد پۀ ضد د حسېن پۀ قافله کښې پۀ اول صف کښې ښکاري؛ ځکه خو وائي:

هر يزيد هر شمر هر جابر هر هټلر

هر قانون هر جلاد هر فرعون هر شداد

ټول برباد ټول برباد

ډاکټراسرار صاحب وائي،

سائل د خپل اولس تندي او زړونه لوستي دي. هغه پۀ خپل چاپېرچل کښې د خپل قوم د ژوند پرانستے کتاب لولي. دا مونږ چې کوم کتابونه لولو، پۀ دې باندې يو سړے، استاذ، ډاکټر، پي ايچ ډي او پروفېسر کېدے شي خو شاعر نۀ شي جوړېدے.

او د دې ژوندے ثبوت دا دے چې کله هم پۀ دې خاوره پۀ خلقو ظلم شوے دے، سائل صاحب ئې پۀ جار غندنه کړې ده. د کلونو پۀ دې ښار پۀ هره کوڅه او هر بازار باندې چې کله بمونه خلاصېدل، بلها پښتانۀ پۀ دغه چاودنو کښې قتلېدل. څومره اديبانو او شاعرانو به دغه منظر ليدلو خو پۀ تورو غرونو کښې مېشته ګران سائل صاحب څۀ پۀ ښکلي انداز دغه منظر ته اشاره کړې ده:

ما درته ټول عمر د ګلونو ښار وئيلے دے

چرته مې پېرزو شې پۀ بمونو پېښوره!

د سائل کمال دا دے چې هغه پۀ هر وخت هره لمحه د خپل قلم د حرمت خيال ساتلے دے. د هغۀ پۀ شعر کښې چرته چرته هم چې ‘جانان’ راغلے نو د هغې نه د هغۀ مراد خپل ‘پښتون قام’ دے.

تۀ د خپل ځان د غمه مرې زۀ د جانان د غمه

زاهده! ستا ثواب زما ګناه ته چرته رسي

اولس جانان کړه نو د ټول اولس جانان به شې

څنګه چې سائل صاحب خپل قام له مينه ورکړې ده نو دې قام هم د سائل صاحب سره د زړۀ نه مينه کړې ده. نن د هر پښتون پۀ زړۀ کښې سائل پروت دے. داسې يو پښتون به نۀ وي چې خپل سائل به نۀ پېژني او يا به ورته د سائل صاحب څو شعرونه نۀ وي ياد. هغه کۀ يو عام مزدوکار دے او کۀ يو تعليم يافته پښتون دے.

پۀ پښتنو شاعرانو کښې کۀ چا ته پۀ ژوند شهرت نصيب شوے دے، هغه درې شاعران دي:

حمزه شینواري، علي حېدر جوشي او سائل صاحب!!!

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …